نام:پوهندوی احسان الله پامیر
تاریخ تولد:1369
جنسیت:مرد
محل سکونت:افغاستان - کابل
درباره من:پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو ژبې او ادب څانګې علمي کادري غړي پوهندوی  احسان الله پامیر  پېژندګلوي
پوهندوی احسان الله پامیر د ډګروال شاحسن زوی په ۱۳۶۹ کال کې د وردګو ولایت  په بند چک ولسوالۍ کې زږيدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې  په چک ولسوالی د حضرت عمر فاروق رض  په لومړنۍ ښوونځی، منځنۍ زده کړې یې د نورالمدارس په عالی لېسه او ثانوي زده کړې یې د غازي ګل احمد خان په عالي لېسه کې تر سره کړې دي، په ۱۳۸۶ کال کې د کانکور په ازموینه کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شوی دی او په ۱۳۹۰ کال کې له نوموړې پوهنځي څخه په لوړو کادري نومرو فارغ شوی دی. استاد له وړکتوبه له ادبیاتو سره مینه درلوده د ښوونځی او بیا د پوهنتون په دوره کې به یې په ادبي ناستو او مشاعرو کې ګډون کولو، وخت ناوخت یې له بېلا بېلو کلتوري او مدني ټولنو سره همکاري کړې ده او د هېواد د روانو حالاتو په اړه یې بېلابېلې لیکنې کړې دي، چې د هېواد په وېشلو ورځپاڼو او بېلا بېلو ویبپاڼو کې نشر شوي دي. استاد د محصلی په وخت کې او بیا له فراغت وروسته یو کال له شخصي شرکتونو سره کار کولو، په ۱۳۹۲ کال کې د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د علمي کادري غړي په توګه وګمارل شو، په ۱۳۹۴ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په ماستري برنامه کې شامل شو او په ۱۳۹۵ کال کې یې له نوموړي څانګې د ماستري دیپلوم ترلاسه کړ. استاد په پښتو، دري او انګلیسي ژبه روانې خبرې کولای شي. له استادانو، محصلینو او ټولو اداري کارکوونکو سره نېکه رویه لري. استاد تر دې دمه زیات تحقیقي اثار لیکلي دي چې له دې جملې څخه یې اته نړیوالې مقالې په نړیوالو معتبرو ژورنالونو کې او په لسګونو مقالې یې په داخلي ژورنالونو کې خپرې شوې دي، د ماسترۍ دورې تېزیس یې د بې غږه مفاهمې یا (body language  ) تر عنوان لاندې یې لیکلی دی چې د چاپ په ګاڼه سمبال شوی دی، چې په ادبیاتو او ژبپوهنه کې خورا د ارزش وړ او یو نوی اثر یې نومولی شو. یو تحقیقي اثر یې د وردګو د لهجې په اړه د (معیارې لهجې سره د وردګو د لهجې پرتلنه) تر عنوان لاندې  لیکلی دی چې تر اوسه چاپ شوی نه دی، د بریالۍ اکاډمیکې (علمي ) لیکوالي تر عنوان لاندې اثر یې له انګلیسي ژبې څخه ژباړلی دی، استاد پامیر له ۱۳۹۸ کال څخه تر ۱۴۰۳  کال پورې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د امر په توګه دنده ترسره کړې ده، ددې تر څنګ د پکتیا پوهنتون د علمي مجلې ( قلم )  مسؤل مدیر او د ادبیاتو پوهنځی څخه خپریدونکې مهالنی ( پوهنځي) مسؤل مدیر هم پاته شوی دی. استاد پامیر په ۱۴۰۳ کال کې د کابل پوهنتون د دوکتورا په برنامه کې شامل شو او اوس هم د دوکتورا په برنامه کې بوخت دی، نوموړی استاد تل محصلینو ته د یوالي او او یو بل د منلو فکر ورکوي، د یوې سالمې او صالحې افغاني ټولنې او له جنګه د یو پاک سوله ایز افغانستان په هیله ژوند کوي.
ایمیل:ehsanpamir@gmail.com  - ehsanpamir@pu.edu.af
تلفن:0788840044
تحصیلات:دکتری - ژبې او ادبیات
محل تحصیل:کابل
شغل:د پوهنتون استاد
محل کار:وزارت تحصیلات عالی
کتب مورد علاقه:فرهنګ سیاسی
ورزش مورد علاقه:فوتبال