by : احسان الله پامیر

همزه شینوارۍ

 

گله !

 

     ستاددې ملالې خنداوجه څه ده؟ ستا په رنګیـــن لغت کې به دپریشـــــانۍ اوزړه چاودون مفهوم همدغه وي نو!

    که نه داخندادفطرت دډیروپټورازونو ترجماني کوي ؟

    څه خوشته چې بلبل درنه دخپل فریاد جواب وغـــواړي اوته ورته په خــــاموشه خنداسرشې دهغه جواب وشي اودهغه چـــیغې سورې هم سواشـي لږخومي پوه کړه چې بلبل څه پوه شي؟

    فطرت ټوله شپه ستا دیوې خندا دپاره اوښـــکې تویــې کــړي اوایله چیرته سحر سحر ستایوه مسکا ښکاره کړي هغه ستا دفتر په دې طریقه خورول غواړي؟

     دنسیم دامسته چپه چې په هرقدم دیو تینـدک سره مخ کــیږي چیرته روانه وي ؟

هغې سره څه وي که دڅه حاصلولو ارمان دخود  نه ؤ پستي وي ؟

     معلومیږي چه ته دژوند په رازپوه یې اوســتاهو! ستانه دژوند پوراخستل اوراز زده کول ضروري ګڼي ته دفطرت دپریشانی یو خـــندنی جواب یې ستا په پریشانۍ کې جمعیت غزونې کوي ...ته په دې پوه یـــې چه ستاکایٔــــــنات ستــاخپل نه دي ته صرف درسولو یوه ذریعه یې... ته په دې ډیر ښه پوه یې  چې ســـتا خوشبــویي که هرڅو چمن زاده  ده لکه چې په هغې کښې ستا اوچمن قسمت نشته هغه ستا دمـحیط او ماحول برخه ده نوځکه ته ورته په خندا او پرانیستې غیږپه مخه ښه وایې .

    بیاورو ورو ستا په ناز کې له ستانه رخصتیږي ستا په صورت دفنا عمـل جاري وي او ورو ورو ورژیږي خوپه خـــنداکښې دې هیڅ نه راځي .بې له شـــکه دخپل محیط لپاره ... قرباني ورکول خندا ....اومسـکا پیداکوي اودخندا په ظاهره پریشانۍ کې ....جمعیت پټ پروت دی.