انتهاري

 

لیکنه :ـ احسان الله پامیر

انتهاري

         

نن دخوښی په ځای غمونه ګورم

سرپه ژړا دزړه ټپونه ګورم

چې مې ترې هیلې دهرڅه لرلې 

پکې دسرو وینو ډنډونه ګورم

فکر مې داوء چې آباد به شي نور

اوس یې لوخړه شنه بڼونه ګورم

زما داتل بچي ملنګ تاویږي

نن مې یتیم ببر سرونه ګورم

چې په غیرت یې افتخار ګټلو

اوس یې جنډی سپیره قبرونه ګورم

(پامیره) بیا انتهاري راروان

ټوله تنه کې یې بمونه ګورم

  

دڅښلوکوکاکولا...... اوپپسي زیانونه او ګټې

دڅښلوکوکاکولا...... اوپپسي زیانونه او ګټې

 لیکنه :ـ احسان الله پامیر

لکه څرنګه چې ټولوته معلومه ده کوکاکولا،پپسي ،ډیو، میرندا،....اوسپرټ په ټولو هیوادونو دهرچا له خوا څښل کیږي اوپه نړیواله کچه پیر اوپلور لري همــــدارنګه زموږ غریبانو په هیواد کې کوکــــاکولا اود نورو ســــپرایټونو څــــښل دود ،رواج ،موډاوفشن ګرځیدلي دي په محفلونو کې مودسترخوان پرې ښایسته کړی وي اوکله بیادګرمی تنده پرې ماته ؤخوله بده مرغه دهغه ګټې اوزیانونوته نه یوځیرشوي چې څه ګټه اوتاوان لري اوکه نه، ګټه یې  کومـه اوتاوان یې څه دی ،ګټه یې دچالپـــاره اوتاوان یې دچا لپاره دی .

     راځم دهمدغه مشروباتو په تاریخچه اودهغوی په ګـــــټواوزیانونو باندې خبرې کوم .

۱

            کوکاکولا:ـ کوکاکولا دلومړي ځل لپاره په امریکاکې دجان ایس امریکایې فارمسست له خوا په ۱۸۸۶کال کې په امریــــکا کې په ابتدایې ډول  رامینځ ته شوه خووروسته په ۱۸۹۲کال کې په امریکاکې رســماً پرانســــتل شوه اواوسنی نړیوال مرکز یې په ایټالیا کې دی دغه کمــــــپنی په ۱۹۶۶کال کې داسرایٔیلودحــــــکومت ترټولومرستندویه کمپنی وه داکمپنی داسرایٔیلوسره دمـــرستې ترپروګــــــرام لاندې خپلوکارکوونکوته دعربواواسرایٔیلو دجنګ په اړه ځانګړې روزنه ورکوي .

     کوکاکولا کمپنی په هرکال کې دخپلې ګټې لس سلنه داسرایٔیلواویــــــــهودو سره مرسته کوي دکوکاکولا په تربیتي پروګرام کې دعربواواسرایٔیلو دجــــــګړې په اړه ځانګړی مضمون تدریسیږي اوداپکې ویل کـــیږي چه فلسطین داسرایٔیلو اصـــــلي اوپلارنی ټاټوبی دی اووایې چه دمسجد اقــصی پرځای پخوا سلیماني هیکل موجود ؤاوغواړي چه همغه هیکل بیاپرې ودان کړي .  

     دغه کمپنی اوس لاندې مشروبات تولیدوي :ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*کوکاکول

*فانټا

*سکوپس

*للټ

*سپرایټ

*سن کټ

..............

 

۲

       پپسي کولا :ـ

 داهم دمشروباتوستره امریـــــکایې کمـــــــنی ده مرکز یــــې  په نیویارک دی اوپه    ۱۹۶۵کال کې یې دانوم ځانته غوره کړ بنسټ یې په ۱۸۹۸کال کې دبراډهام کلب له خوا ایښودل شوی داکمپنی هم دکوکاکولا په څیر داسرایٔیلو مرستندویه کمپنی ده .

 کلمه ددغه کلماتو مخفف ده .                                                 PEPSI      د

Pay  each  panny  to  save  israel 

یعني یوه یوه روپۍ واچوی او اسرائیل پرې ځواکمن کړی داکمپنی دکال لس ارب ډالره اسرائیلوته کومک ورکوي .                                                             

کلمه ددغه کلماتو مخفف ده .                        (  MIRINDA همدارنګه مرنډا (

Muslim  and  islam  ruined  never  dawn

یعني مسلمانان او اسلام دپه ډیره بده توګه دمینځه ولاړ شي او هیڅکله دلوړتیا او عروج ته نه رسیږي .                                                                          

کلمه بیا ددغه کلماتو مخفف ده .                                 (SPRITE اودسپرایټ(

SUPER POWER REMAINED ISRAEL TILL END   

یعني اسرائیل دتر پایه دستر ځواک په توګه پاته وي .    

کلمه ددغه کلماتو مخفف ده .                                (TEEM ) همدارنګه دټیم

TEASE  EACH  & EVERY MUSLIM  

یعني هرمسلمان ته آزار ورسوی .                                                            

خلاصه ددې کمپنیو زیاته ګټه دمسلمانانواواسلام دښمنانوته رسیږي اوس په لنډه توګه ددغه مشروباتودزیانونو په اړه لیکم .                                              

      دسرطان دناروغی لومړی عامل دامشروبات دي ،دماشومانو په ذهني روغتیا بده اغیزه کوي اوپه هغوی کې نا آرامي ،هیجان اوسرکښي رامنځ ته کوي ، دماشومانو په جسمي روغتیا بده اغیزه کوي ظاهراًچاغ ښکاري خودننه کمزوري اوسست وي ،دستوني ،معدې ،ګیډې ، مثانې سرطان او دذهني وړتیا کمیدل ،سر دردي او........ ناروغی له دغه مشروباتوڅخه راپیداکیږي .                         

نوهیله ده چه زموږ مسلمان تجاران ددغه مشروباتودواردولوڅخه ډډه وکړي اونور

هغه څوک چې ددغه مشروراتوڅخه استفاده کوي ګټه اوتاوان یئ په نظرکې ونیسې چې ګټه یئ څه اودچالپاره ده اوتاوان اوزیانونه یئ دچالپاره دي .                      

 

 

 

 

 

 

 

 

شعراوشاعري که دوخت ضایع یاwaste of time

شعراوشاعري که دوخت ضایع یا

waste of time

پخوا به مې شعرونه لیکل اولوستل به مې ،یواویونیم به مې یادولودمغزو تشه به مې پرې ډکوله اودتنهایی په وخت کې به مې له ځانه سره شـــــعرونه زمزمه کول ښه به خوشحاله وم چه زه شعر لیکم .په کلي کې به مې دپولواوپټیو په سرښه په مزه کلیوالي شاعري کوله په هغه اوهغه ....شاعراودهغه په شـــــــــاعری به مې ملنډې وهلې اوورپورې خندل به مې خپل لیـــکلي شعربه خوند راکولو هرڅه رانه پاته ؤپه کتاب تونونوکې به مې هم دشاعرانوپه شــعري ټولګوباندې پیسې ورکلې اواخستل به مې شعري کتابونه مې ښایســــته ډیرمطــــالعه کول خو وای وای چې وروستی فکر نه لومړی کیږي دکلي په جماعـت کې به دکلــــــې ملاصاحب وعض اوتبلیغ کولو اومابه په جیب کې دتاویذو په څیر کاغــــــذونوکې اوتې بوتې لیکلې خلکو به په جماعت کې دملاصاحب خبروته غوږ نیـــــولی ؤ،تســـــبیح به یې ویل اوما! اومابه خــط اوخال،شونډې اوذلـــغې ســـــــــــتایلې ،خلـــکوبه لاالاه الله ویل  اومابه  جانان ...لیلا لیلا ویل خـــلکو به دخدای عبادت ،لمونځ او اودس کولو په وظیفواوتلاوت کې به یې ثوابونه لــــټول اوزه !اوزه به دیارپه ښــــایســـــته تندی اواننګي کې دمچکې ځای دلټولو په فـکر کې وم باڼه به مې له غـــشو،ذلفې به مې له ښامارانواو...... سره تشــبه کولې په ادبي فنونو یې هم لږلږپوهیدم اوسربه مې پرې خلاصیدلو.                                                                                  

      داخو لاپریږده چې دشعر په بیــــلا بیلا فورمونوکې مې قلــــــم ښه وچلولو په مشاعروکې به مې چې شعرونه ویل خلکوبه خوښــــول اوزه به یې نورهم هـڅولم

شعرمې ښلا اوظرافت لرله قافیه ،ردیف،څپه او...مې هــم پیژندل دمشـــــاعرې په ورځ به ښوونـځی ته نه تلم اومشــــــاعرې ته به مې ځان رسولو،فرض لمونځ به دمشاعرې په خاطــــر رانه پاته ؤ .                                                         

      خویوازې زه نه وم چې په دې مرض اختــــه وم زمـوږ دســـیمې ټول ځوانان لاتراوسه په دې مرض اخته دي مشاعره زموږ په سیمه کې دود اورواج ګرځیدلې وه  دښونځی له اساسي مضامیـــــــنوســـــــــره مو مــــــخه ښه کړې وه اویوازې دشعرویلواولیکلوته مومخه کړې وه، دمشــــــــاعرواومحــــفلونو بازارموښه ګرم ؤ خوزه پوهیږم دانه یوازې زموږ په سیمه کې بلکه په ټولوپښتـنوسیموکې داحال  همداحال دی ټولوته معلومه ده په راډیوګانو،تلویزیونونواوټولورسنــــــــیوکې که دهرچانه پوښتنه وکړي چه ټولــــنې ته څه پـــیغام لرې اودویلولپاره څه لرې هغه به درته ووایې چه یوشعر به درته ووایم. اې وروره !شــعر به دڅه کړم شـــــــعر څه شی دی ؟هیڅ .                                                             

      دتخنیک ،اقتـــصاد ،سیاســـــت .... په باره کــــې راتــــه ووایــه . له یـــوې 

خوا پښــتون قوم په تکنـــــالوژی برابره مډرنه اوتخـــنیکي پوهې ته کــــفر وايي  دانګلیسي ، جرمني ....ژبوزده کول داسلام مخالف بولي  څوک چې په انګلـيسي ژبه وغـــــږیږي هغه ته کافروایې .                                                         

       شاعرانوته درناوی لرم دهغه شعرته په سپکه سترګه نه ګورم خوزماپه اند اوفکر که دشعر ویلونه ډډه وکړی ښه به وي دشعر لیکلو په ځای تخنـــیکي اویا سیاسي مطالعه وشي هغه څه چې هیڅ مادي اومعنوي ګــټه ونه لري بې له شکه چې ضایع دوخت دی اوله هغه نه باید ډډه وشـي هغه څوک چې نه پوهیږي دهغه چا په واسطه چې پوهیــږې باید پوه کړل شي که څوک وایي چه په شعر لیکلوبه سرمایه دارشم داناممکنه ده چې په شعرلیکلود څوک ســــــرمایه دارشي .....که دشعر اوشاعری په ځای ساینسي مضـــــــــامین مطالـعه شي دابه بهـــــــتره وي ترشعرلیکلونه دشطریج لوبه ډیره ښـــه ده ځکه دشــطرنج دلوبـې په واسـطه که نورڅه نه وي ذهني پرمختیا خومینځ ته را ځي اودانـسان ذهن خـوپرمخـتګ کوياوشعرداهم نه شي کولای .

      بعضې وایې چې شـــــعراحســـاسات راپاروي خوزه وایم هغه احــساسات چې دشعر په واسطه راپاریږي هغه هــــــیڅ احـــساسات نه دي اودادراپاریـــدونــــکو احـــــــساساتوپه واسطه رامینځ ته شوي ټپونه خولاتراوسـه نه دي رغـــــــــیدلې .....زما لپاره دا دازښت وړده چې څوک یې راسره ومني نه داچې یونظردی بلــکه واقعت اوحقیقت هم همداسې دی په پای کې که د دارړو بابولالو،شعراوشـــــاعری څخه تیرشواوټولنه دترقی په لوروخوځؤ ښه به وي په شــــــــعراوشاعری که څه کیدلای  شوای تراوسه به هرڅه شوي ؤخوتر اوسه هیڅ هم ونه شــــول وروسته له دې نه باید دهرڅه دکیـــــــــــدو لــــپاره نورې نوې لارې ولـــــټول شــــــــي نه دشــــعراوشــــــــــاعری لاره. خـــدای دوکړي چې لیکنه مې په چا بده ونه لګیږي اوڅـــــوک راته په قارنه شي.

                                             لیکنه :احسان الله (پامیر)


هزاره سرلاري که دپاشیزم اتلان

 
 

هزاره سرلاري که دفاشیزم اتلان

مخکې به یوه یوه متعصبه، جمود فــکره اومتحجره سړي فاشـیـستي کوله اوځانګړیزه پالنه اوروزنه به یې کوله.                                         

     خو اوس ټول هزاره ګان فاشـــیزم ته لمن وهي ،فانتشــــیزم یې کسـب اوکار ګرځــولی ،سوســـیالیزم په لیبرالیزم خــوري اوله ځـــانونونه یې لیــبرال دیموکراتان جوړ کړي دي  . غواړي ملــي ګټې په شخصي ګــــټوبدلې کړي ، امپریالیســــتي دیپلماسي رامـــینځ ته کړي ،دسوسیالیزم جرړې وباسي ،او اجتماعي عدالت ترپښولاندې کړي .

    همدارنګه دوی غواړي فاشیستـــي رژیم رامیــــنځ ته کړي هغه رژیم چې دیمــوکراسي له  مینځه وړي اودیموکراسی ته پکې سپکاوی کیږي ،بې رحمه دکتاتوري نظام مينځ ته راوړي اوبې رحمانه دیکتاتوري نظام ته پکې درناوی کیږي اوپه درنه سترګه ورته کتل کیږي او دې نظام ته پکې وده ورکول کیږی ، فاشیزم د دیموکراسی ښکاره دښمن دی اوسوســیالیزم هغه د چاخبره په پڅه چاړه حلالوي اودیموکراسي دمینځه وړي نوکله چه دیموکراسي دمینځه ولاړه شي آزادي دمینځه ځې دغلامی اونوکری نظام رامینځ ته کیږي اوکله چه آزادي دمینځه ولاړه شي دهرکاراختیار بې اختیاره کیږي، دخلکو حقــوق پایمال کیږي ،ظلم رامینځ ته کیږي  ، او نارواوې زور اخلي . هرکله چه په یوه انســاني ټولنه کې دا اودې ته ورته نوربدرنګ عملونه او بد بختی رامینځ ته شي هغې ته بیا انـساني ټولنه  نه بلکه د یوې وحـــشي ټولنې نوم ورکول کیږي اوپه وحشي ټولنه کې بیا دانسان ژوند ناشونی دی خلاصه انساني ژوند دمینځه ځي  کله چې انساني ژوند دمینځه ولاړشي نوانساني اخلاقي ټولنه دمینځه ځي .... ټولنه دشــراوفساد په لاس کې لویږي .... نوهغـه قوم چې ددې ټولوناښایـــسـته او.... عملونودرامیـــنځ ته کیدوسبب ګرځي دهغه قوم اصلاح پکارده داسې نه چې خدای ناخواســته یو وړوکی قوم اوډلـــکی دګڼو خلکودتباهی سبب وګرځي .

    خوداسې هم کیږي چې د دیـموکراسۍ په دمیــنځه تلوسره داقلیتونوحقوق دمینــځه ولاړشي اواکثریت اقــتدار ته ورسیــږي یعني هدف داچې داسې ونه شي چې دهزاره ؤاقلیت بیاپه خپل  بل کړي اورکې لولپه شي او وسـوځي اودخلاصــون لپاره به هم څـوک نه ورته پــیداکیږي.

 راځم دڅوفاشیستانودبیلـګې په توګه یادونه کوم لومړي خلـــیلي کاکا خو دفاشـــیزم بابا دی او هرڅه یې چې کړي هرچاته مــعلوم دي اودمحــقق حــاجي داعتصاب خیمه موهم ښه په یاد ده چې فاشیزم یې ښه پکې وپاله هـمدارنګه دوحــــدت ګوند غړي ټول دفاشیزم مریدان اوپیروان دي چې ښه بیلګه یې په ولسي جرګه یا پارلمان کې دکاندیدانو شمیر دی .

     دیوه ګوند څـــخه دومره زیات کاندیدان خپله دګوند په بې اتفاقی هم دلالت کوي یعنی دوی په خپــلوکې هم نه دي سره جوړ هغه دچاخــبره دکلي ګـــــیدړان په خـــپلوکې ســره خـــوري خومسافرته بیا یوه توره دي دوی دنوروکاندیدانو څخه مسافرین جوړ کړي مسافرخوهر چاته معلوم دی چه څوک دی اوڅنګه وي .

     داخویې لاپریږده راشه دې ته چې درای ورکولو لپاره اطرافي هزاره ګان مرکز ته راوړل کیږي ترڅوپارلمان اشغال کړي اوخپله فاشیسته ستراتیژي پکې پلې کړي دپارلمان څخه یې خیرات جوړکړی .ای هزاره وروره !په پارلمـان کې خوخیرات نه ویـشل کیږي چې دکاندیدانوشمیرمو نه کیږي او ډلې ډلې کاندیدان یاستی که چیرته کومه جزایه اویا بـیګار وای نوهمغه هزاره به وی اوس موچې پارلمان ته دخیرات فکرکړی نودهزاره ګانو څخه مــوراته میلیارده ګان جوړ کړي دي خلاصه دخلیلي ،محقـــق اودوحدت دګوند غړوته په ســـیاسي ژبه دچپ جناح اصطلاح کارول کـیږي یعني هــغه څوک چې داپورته ذکرشوې ځانــګړنې ولري ورته چـپ جناح وایي هــــمدارنګه دچــپ جناح تر څـــنګ خړه اویا خاکســـتري عالیــــجنابه اوعالیجناب هم موجود دي خړه عالیـجنابه سیـــماسمر اوخړ عالیجنـــاب رمضان بــشردوست  یادوم هغه څوک چې روښـــانه راتلونکي ته عقــیده نه لري ،دپردې ترشا کړنې سرته رسوي ،دبدبختیواصلي عامل وي ، دجنایاتومنبع بلل کیږي اوکړکیـــچ مینځ ته راوړي ....خاکســتري عالیجناب ورته وایې .

     زړه مې غواړي ډیر پرې ولیکه که څه هم په لیکلو نه ارزي خوبیاهو همدغلته بسنه کوم.  

   

                                            لیکنه :احسان الله (پامیر)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

ګرانه دخدای په خاطر

 

 لیکنه :ـ احسان الله پامیر

 

 

ګرانه دخدای په خاطر

 

نور زما دملت قاتله

زما دهیواد  دښمنه

زما دمرګوسببه

او................

دغره ځنې راټیټ شه

دابد رنګ بمونه

دابدرنګې مرمی

داصلحو دغه بدمرغې جوړې

داواسکټي بریدونه

داچریکي بریدونه

بس دي که نه

ستړی به وې

ستومانه به وې

ستړی به وې

پریږده چه داوران وطن

زما غریب پښتانه

زما یتیم ماشومان

زما غریبه کونډه

زما شاړه بیدیا

زما ورانه جونګړه

لږ غوندې آباده شي

نورخوخلاصیږو تبا کیږ و

ستومانه به وې

 ستړی به وې

نورخونړی کې رسوا کیږو

ستومانه به وې

ستړی به وې

لږ دزړه آرام کړه

لږ عاطفه کړه پیدا

آیا زړه دنه سوځیږي

چې هرسبا بیګا

دخوشحالی په ځای غمونه راوړې

دردونه راوړې

ستم راوړې

ماتم راوړې

ژړا راوړې

غوغا راوړې

لږ دخدای او درسول په خاطر

دړنګ هیواد په خاطر

ستا دخپل ځان په خاطر

زموږ په خاطر

ددې چاودنو لاس په سر شه

انتهار مه کــــــــوه

انتهار مه کــــــــــوه

انتهار مه کــــــــــــوه

لطفاً

انتهارمه کـــــــــــــــــوه

آیا ته نه پوهیږې

دا په هرکورکې چه ماتم دی اوغوغاده

داپالیسي دامریکاده

یو خواته دغه څوشین سترګي زموږ په سر تاویږي

څارکوي

وژ ني مو بمبار کوي

بل خواته ته دپاکستان ځنې واسکټ راوړې

مرګ راوړې

علت راوړې

دغه شین سترګي اجنبي ګیدړان

زما هیواد زما کورته چا راوستل

زما یقین دی چه دا تا راوستل

 

خدای خوبه هغه پخواني غوندې غازیان راولې

ناتو به دوارسا په څیر په چیغو په ژړا کړمه

زما هیواد کې اسلامي ښکلی قانون به محیا کړمه

او تاسې به راټيټ دغره نه واړه کړم

دپاکستا قونسلګري او سفارت به در په غاړه کړم