لهجه او د لهجې د رامنځته کېدو عوامل

احسان لله پامیر ۱*

۱  پکتیا پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ، پښتوڅانګه

اړیکې شمیره : 0788840044        ایمل ادرس : ehsanpamir@gmail.com

لنډیز

لهجه د خبرو اترو طرز یا د خبرو دافادې یو ډول دی، لهجې ته په انګریزي ژبه کې ډیالیکت(Dialect) وایي چې د یوناني ژبې د (Dialectos )  له کلیمې څخه جوړه شوې ده او ډیالکتوس د خبرو کولو طریقې ته ویل کیږي. ګړدودونه په جغرافیایي ماحول سربېره په ټولنه کې د یوې ژبې د ویونکو له ټولنيز او اقتصادي دریځ سره هم بدلون مومي. لکه د کلیوالو لهجه، د بزګرو لهجه، د مامورینو لهجه، د اشرافو لهجه او داسې نورې ډېرې لهجې یې په بیلګو کې راتللای شي. ژبپوهان وايي ،چې‎‎‎ له ژبې څخه لهجې هغه وخت منځته راځي، چې ویونکي یې له خپل اصلي او طبعي ټاټوبي څخه د بېلا بېلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او نظامي عواملو له امله نورو سیمو ته ور ولېږدیږي او هلته د نورو ژبو په ګاونډ کې واقع شي او د نورو ژبو او ثقافت تر اغېز لاندې راشي، د ځینو لهجو د انکشاف لړۍ دومره پسې اوږده شي، چې یوه بله ژبه منځ ته راوړي.

کلیدي کلیمې: لهجه، ثقافت، ژبه، وګړي

سریزه

د خبرو اترو او د وینا ډول چې د نړۍ ډېرو ژبو ته په لږ او ډېر توپير سره ورغلې دي یا هم  کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو په منځ کې لیدل کیږي لهجه بلل کیږي، د هرې ژبې ویونکي د بېلابېلو بیولوژیکي، سوسیالوژیکي او جغرافیايي دریځونو په لرلو سره د هماغې یوې ژبې په استعمال او کارونه کې توپیر لري. مګر څرنګه چې لیدل کیږي دا فردي توپیرونه په خپلو منځو کې دومره لرې نه دي، ځکه نو دې هر یوه ته موږ دیالکت، نه بلکې ایډیالیکت یا فردي لهجه وایو او په دې ډول له دغو فردي ایډیالیکتونو څخه دلته تیریږو او یوازې هماغه ډلې په پام کې نیسو چې یو راز ګډ، سیمه ایز یا ټولنیز خصوصیت او ځانګړتیا ولري. نو همدا علت دی چې وایو د پلانۍ سیمې، د پلانۍ ډلې یا پلاني ټبر ګړدود. په لنډه توګه ویلای شو، چې ګړدود یا لهجه د یوې ژبې هغه ځانګړې بڼه ده، چې په یو ټاکلي جغرافیايي سیمې، تاریخي دورې، ټولنیز قشریا طبقې پورې اړه لري. ددې څېړنې څخه مومه داده چې لهجه څه ده او او د لهجې څنګه رامنځ ته کیږي، د لهجې د پیدایښت عوامل کوم دی او کله یوه لهجه په ژبه اوړی او یا کله یوه لهجه له منځه ځي.

میتود او کړنلاره

په دغه څیړنه کې ما د کتابتونې میتود او کړنلارې څخه ګټه اخیستې ده .

پښتو ګړدود، پارسي ګویش او عربي لهجه د انګریزي نومونې ډیالکت ژباړې دي، چې د یوناني ژبې ديالکتوس یعني خبرو اترو او د وینا له ډول څخه د نړۍ ډېرو ژبو ته په لږ او ډېر توپير سره ورغلې دي یا هم  کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو په منځ کې لیدل کیږي لهجه بلل کیږي، ددې لپاره چې د ګړدود په اصطلاحي مانا باندې پوه شو غوره به دا وي،چې لومړی د ژبې یوه لنډه پيژندنه وکړو: ژبه د غږیزو نښو او علامو یوه داسې کسبي او اتفاقي یا تړوني سیستم او مجموعه ده چې د یوې ټولنې وګړي یې یو له بله د پوهولو او راپوهلو لپاره استعمالوي او یو بل ته یې اوروي، یا په بله وینا: ژبه د یو لړ اختیاري ویيزو او اوریزو سمبولونو جوړه شوې سیستم او مجموعه ده، چې هر یو سمبول یې موږ ته د یوه ذهني انځور ښکارندويي کوي. دا انځورونه د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، پېښې او کړه وړه را اخلي او په دې توګه ژبه د انسانانو ترمنځ د پوهولو او اړیکو یوه آله او وسیله ګرځي، کوم بریدونه چې د یې ژبې ګړدودونه سره بېلوي، هغه ګړنی، صوتي، ګرامري او لکزیکي توپیرونه دي. لنډه دا چې ديالکتولوژي له آره د تشریحي ژبپوهنې یوه غوره څانګه ده اوداسې یو علم دی چې د یوې ژبې د جامع نظام فرعي نظامونه څیړي، ژبه د مفاهمې د یوې غورې وسیلې په توګه په انساني ټولنه کې هغه وخت منځ ته راغله کله چې الله تعالی ج انسان پیدا کړ او ادم علیه سلام ته یې ژبه په خپل لوی حکمت سره ورزده کړه او څه وخت چې بشر د ښکار کولو، خوارکي شیانو د لاس ته راوړلو، کور جوړولو، کالیو پیدا کولو او د ژوند دنورو اړتیاوو دلرې کولو لپاره یو ځای او سره راغونډ شول، په دې را غونډیدو او یو ځای کیدو سره، د دوی د ټولنیز ژوند اړیکې د یو ځانګړي جوړښت له مخې سره ټینګې شوې او د ژوندانه د ترسره کول لپاره یې نوو بدلونونو ته لاره هواره کړه، په بله وینا: ژبه تر قبیلوي سیستم لاندې هغه وسیله ده، چې دهغې په وسیله د یوې قبیلې هر غړی له بل سره د پوهولو او راپوهولو په وخت کې د یو ځانګړي او خاص نظم او جوړښت له مخې په یې لهجې سره خبرې کوي.

فریدریک انګلز د ژبې په باره کې داسې وايي(( هره قبیله د یوې ځانګړې لهجې لرونکې ده، د قبیلې د وګړو ګڼه او شمېره د قبیلې له تکامل سره زیاتیږي او د ځنډن استوګنځي څخه کډه کوي، کله چې دا نوې کورنۍ په یوه نوې او ځانګړي چاپېریال کې ځای نیسي او میشت کیږي هرو مرو د خپلې عنعنوي او مروجې ژبې څخه یا څه هیروي او یا هم یو څه ورباندې زیاتوي، په دغه شان یون او لیږد کې د پيړیو او وخت په تېرېدو سره ددغو لیږدول شویو کورنیو ژبه او لهجه له خپلې پخوانی قبیلې او پلارني ټاټوبي سره ورو ورو توپیر مومي، خو سره له دې هم د اصلي قبيلې ژبه، رنګ او څېره په دغو ملي قبایلو او کورنیو کې څه ناڅه پاته کیږي.)) ( ۸  :۴ )

ژبه څه ته وايي؟ اوسني ژبپوهان ددې پوښتنې په ځواب کې داسې وايي چې د ژبې تر ټولو مهمې ځانګړنې دادي:

۱ – ټول ژبني فعالیتونه د اواز په بڼه له انساني غږیز سیستم یا جهاز ( ژبې، شونډې او حنجرې ) څخه راوځي.

۲ – ژبه رمزي (سمبولیکه ) ده چې په عمومي ډول د خپل مدلول سره کوم منطقي او ضروري اړیکه نه لري او دوخت په تیریدو سره نوموړي رمزونه ( سمبولونه ) تغیر هم کوي.

۳ – ژبه سيستماتیکه ده او په همدې دلیل د ښودلو وړ ده. ژبې په عمومي ډول ځان ته ټاکلي قواعد لري، که څه هم د یوې ژبې قاعدې د بلې ژبې سره په ټولو ماناوو سره یو شان نه دي.

۴ – ژبه بشري ځانګړنه ( خاصه ) ده او د نورو حیواناتو له ( ژبې ) سره جوت توپير لري.

۵ – ژبه یوه ټولنیزه پدیده ده، چې د هغې په واسطه د ټولنې د وګړو ترمنځ یو ډول ټولنیز مناسبات منځ ته راځي.

۶ – ژبه غریزه نه ده بلکې له ټولنې څخه زده کیږي، که چېرې ژبه طبعي غریزه وای نو په ټوله بشري ټولنه کې به فقط یوه ژبه وای او زده کړې ته به يې اړتیا نه وه او ټولو انسانانو به په یوې ژبې خبرې کولې.

۷ -  ژبه د تفکر د انتقال وسيله ده، خو په عین زمان کې یوه نسبي خپلواکي هم لري.

لنډه دا چې ژبه د اوازونو هغه رمزي سیستم دی، چې د ټولنې له خوا د ویلو او پوهولو د پاره وضع شوې او د انسان په ځانګړي صوتي جهاز پورې اړه لري.

ژبه د انسانانو د اختیاري ویيزو غږونو او د غږونو د لړیو څخه هغه جوړ شوی سیستم دی، چې دیوه ګروپ او ټولګي له خوا یو له بل سره د پوهوولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، ژبه د انساني چاپیریال شیان، پیښې، کړه اوړه په پوره او کره ډول سره افاده کوي.

 ژبه هغه آوازونه دي  چې انسانان یې د خپلو افکارو او خیالاتو د څرګندولو په غرض تر یو خاص نظم او سیستم لاندې د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه راباسي او په دې توګه انسانان په خپلو منځونو کې یو له بل سره د پوهولو او راپوهولو رابطې او اړیکې ټینګوي، ژبه د غږیزو نښو او علامو یو داسې کسبي او اتفاقي یا تړوني سیستم او مجموعه ده چې  د یوې ټولنې وګړي یې یو له بله د پوهولو او راپوهولو لپاره پر ژبه راوړي، یا په بله وینا ژبه د یو لړ وييزو او اوریزو سمبولونو، رمزونو، نښو سیستم او مجموعه ده چې هر سمبول یې زموږ د یوه ذهني انځور ښکارندويي کوي، دا انځورونه د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، پېښې او کړه وړه را اخلي او په دې توګه ژبه د انسانانو ترمنځ د پوهولو او اړیکو نیولو وسیله او آله ګرځي.( ۸  :۶ )

اوس به راشو دې ته چې لهجه څه ته وايي؟ ژبپوهان وايي کوم ګروپي تغیر چې دیې ژبې په وييزو او غږیز سیستم او نظام کې لیدل کیږي یا پيښيږي هغه لهجه بلل کیږي، یا په بل عبارت سره: کوم ځانګړي توپيرونه چې د یې ژبې د ويونکو په منځ کې لیدل کیږي دهغې ژبې بېلابېلې لهجې دي، په بله وینا: د یوې ژبې هر ویونکی د خپلې ژبې د لهجې ښکارندويي کوي او یو له بله سره د بېلابېلو بیولوژیکي او جغرافیايي دریځونو په لرلو سره دهماغې یوې ژبې په استعمال او کارولو کې توپیر لري، مګر څرنګه چې دا فردي توپيرونه په خپلو منځونو کې دومره سره لرې نه دي نو ځکه دې هر یوه ته موږ ډيالیکټ نه بلکې ايډیالیکټ یا فردي لهجه وایو او په دې ډول له داو فردي اډیالکټونو څخه موږ یوازې هماغه ډلې ټپلې په پام کې نیسو کوم چې سره یو راز او یو ګډ سیمه ایز یا ټولنیز خصوصیت ولري نو وایو چې د فلانۍ سیمې ډلې یا ټبر ګړدود هغه صوتي ګرامري او لکزیکي توپیرونه دي چې دیوې ژبې د ویونکو په منځ کې لیدل کیږي.

 ځینې نور ژبڅېړونکي لهجه بیا داسې را پيژني: لهجه هغه وييز او لیکل شوې ژبې ته وايي، کوم چې د اصلي ژبې له سیستم څخه په ځینو کلیمو او تلفظونو کې بېله شوې وي. دا بېلتون د قبیلو، سیمو، ښارونو، کلیو، بانډو، پوهو او ناپوهو، سواد لرونکو او بې سوادو وګړو ترمنځ خبرو اترو په وخت کې کې لیدل کیږي خو بیا هم د ژپې عمومي جوړښت ساتي، کوم وخت چې د ژبو ترمنخ د مقایسه یي او پرتله کولو عملي څېړنې په امریکا، اروپا او نورو هیوادونو کې د پوهانو له خوا پیل شوې او په دې سره د ژبې د علم په برخه کې اساسي او میتودیکه مطالعه په عملي او غوره اصولو سره بنا شوه، په پای کې پوهان دې پایلې ته ورسېدل چې دیوې ټولنې غړي په یوه سیمه کې یوه ژبه استعمالوي او د پيړیو په تیریدو سره په ژبه کې پرمختګ او بدلونونه منځ ته راځي او د هر نوي نسل په ژبه کې نوي شیان منځ ته راځي او دغه نوي شیان په یوه نامه سره نوموي، هماغه دی چې دا نوي شیان د ژبې د بدلون سبب ګرځي په دغه صورت کې په ژبه کې یا د ژبې په ساختمان او جوړښت کې زړې کلیمې له منځه ځي او پر ځای یې نوې کلیمې د ټولنې د احتیاج اړتیا له مخې چې انساني ټولنه ورته اړه ده، ځای نیسي. ژبه د پرمختګ او انکشاف په وخت کې ځان ته ځانګړې بڼه غوره کوي او کله دغه ځانګړيتوب ته بدلون او تغیر ورکوي، د ژبې د تغیر او اختلاف عمل د ژپې په عمومي سیستم او نظام کې کوم بدلون منځ ته نه راځي.

 په حقیقت کې په یوه ژبه کې د لهجو د منځ ته راتللو او یا په اصطلاح د کوچینیو او  وړو ژبو د پیدا کیدو لپاره لاره هواروي. د لهجې په اړه ډیری ګرامرونو او کتابونو داسې پېژند هم را اخیستی دی، لهجه عربي کلیمه ده، چې په پښتو کې یې ګړدود په فارسي کې یې ګوېش بولي او د انګلیسي(Dialect)  ژباړې دي، چې د یوناني ژبې ( (Dialktos له کلیمې څخه، چې د خبرو اترو، د وینا د طرز (ډول) یا د خبرو کولو طریقې ته وايي مشتق شوې ده او د نړۍ ډېرو ژبو ته په لږ او ډېر توپیر سره ورغلې ده. د اصطلاح له مخې لهجه د یوې ژبې هغه ځانګړې بڼه ده، چې د یوې ژبې د ویونکو تر منځ په لږ او ډېر توپیر سره ویل کیږي.

یا لهجه د یوې ژبې هغه اوښتې بڼه ده، چې په یوې ټاکلې جغرافیایي سیمې تاریخې دورې ټولنیزې ډلې او انساني طبقې پورې اړه لري.

ځینې نور ژبپوهان وايي، چې کوم ګروپي توپیرونه، چې دیوې ژبې په وییز او غږیز نظام کې لیدل کیږي لهجه بلل کیږي، یا کوم ځانګړي توپیرونه، چې دیوې ژبې د ویونکو ترمنځ لیدل کیږي دهغې ژبې بیلا بېلې لهجې دي. ځینې بیا وایي لهجه هغې وییزې او لیکل شوې ژبې ته وایي، چې د اصلي ژبې له سیستم څخه په ځینو کلیمو او تلفظونو کې بېله شوې وي دا بیلتون د قبیلو، سیمو، ښارونو، کلیو، بانډو، پوهو او ناپوهو وګړو ترمنځ د خبرو اترو په وخت کې لیدل کیږي خو بیاهم د ژبې عمومي جوړښت ساتي. (۳  : ۸ )

د ژبې او لهجې په اړه یوه بله نظریه هم موجوده ده، هیوز وايي ((په دې برخه کې بهترینه خبره دا ده، چې وویل شي کوم شی چې ژبه نه ده لهجه ده))؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې لهجه د ژبې خصوصیات نه لري بلکې لهجه د ژبې اوښتی شکل دی نه کلي ژبه.

د ژبې په تعریف کې موږ ویلي دي، چې ژبه د یو لړ ویزو او اوریزو سمبولونو سیستم دی، که ژبه موږ یو سیستم وبولو نو کوم توپیرونه ، چې ددې ژبې په ویلو کې د بېلا بېلو انساني ډلو له خوا په بېلا بېلو جغرافیايي سیمو کې رامنځته شوې وي لهجې بلل کیږي، ژبه د لهجو مجموعې ته ویل کیږي، ژبه کل او لهجه جز ده. ( ۴  :۹۶)

لهجه یوې ژبې سیمه ایزه نوعه هم بللای شو، لهجې ته فزیولوجي هم ویل شوې ده، او هغه هم د افادې د څرګندولو لارې ته ویل کيږي. ( ۱۰ : ۲۱ )

ژبپوهان وايي کوم ګروپي تغیر چې د ژبې په وييز او غږیز سیستم او شکل کې لیدل کیږي یا پيښيږي هغه لهجه بلل کیږي. ( ۹ :  ۴ )

همدا رنګه  په پښتو- پښتو تشریحي قاموس کې دویم ټوک کې د لهجې په اړه داسې کښل شوي دي: د یوه ځای محاوره، د یوې ژبې هغه فورم، چې په یوه خاصه منطقه او سیمه پورې اړه لري او د ژبې د معیاري یا اصلي فورم څخه د محلي لغوي پانګې، تلفظ او ګرامري جوړښت له مخې توپیر مومي. (۱: ۱۴۰۴ )

په دې ډول کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو په ویناکې لیدل کیږي، دهغې ژبې بیلابېلې لهجې بلل کیږي، په بله وینا دیوې ژبې هر ویونکی ددغې ژبې د یوې لهجې ښکارندويي کوي او یو له بله سره د بېلابېلو بیولوژيکي، سوسیالوژیکي او جغرافیايي دریځونو په درلودلو سره دهماغې یوې ژبې په استعمال او کارونه کې توپير لري.

په پښتو ژبه کې هم همدا سوسيالوژیکي او جغرافیایی دريځونه ددې سبب شوي دي چې یو شمیر لهجې لرو او هره لهجه د ژبنیو جوړښتونو او لغوي پانګې له اړخه غني دي. د وردګو لهجه هم یو له هغو لهجو څخه ده چې د معیاري لهجې سره جوت توپیر لري، بډایه لغوي پانګه او ژبني جوړښتونه لري، خو په اوس وخت کې دا چې د وردګو وګړي د یو شمیر سیاسي امنیتي او نورو ټولنیزو علتونو په اساس د مرکزي، شمالي، جنوبي او نورو سیمو له خلکو سره په اړیکه او تماس کې دي تر ډیره یې خپله لهجه پرې ایښې ده او تر ډیره د یومعار خواته روان دي.

۱ – ۳ –  د لهجې د پیدایښت لاملونه

    ژبپوهان وايي ،چې‎‎‎ له ژبې څخه لهجې هغه وخت منځته راځي، چې ویونکي یې له خپل اصلي او طبعي ټاټوبي څخه د بېلا بېلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او نظامي عواملو له امله نورو سیمو ته ور ولېږدیږي او هلته د نورو ژبو په ګاونډ کې واقع شي او د نورو ژبو او ثقافت تر اغېز لاندې راشي، د ځینو لهجو د انکشاف لړۍ دومره پسې اوږده شي، چې یوه بله ژبه منځ ته راوړي.( ۲ : ۲۳ )

 د هغوی له رواجونو سره د هغوی د ژبې اصطلاحات او لغاتونه هم را خپل کړي او ځینې خپل رواجونه او لغات هغو ته ور انتقال کړي. په دې سره یوه نوې لهجه منځته راځي، چې د اصلي (لومړنۍ) لهجې سره اړیکه او توپير لري. همدا ډول پوهان وایي، چې د قبیلې د وګړو ګڼه او شمېره د قبیلې د تکامل سره زیاتیږي او د ځنډن استوګنځي څخه کډه کوي کله ،چې‎‎‎ دا کورنۍ په یوه نوي او ځانګړي چاپېریال کې ځاي نیسي، نو د خپلې مروجې او عنعنوي ژبې څخه یا څه هېروي او یا څه ور باندې زیاتوي، په دغه لېږد او یون کې د پېړیو او وخت په تېرېدو سره ددغو لېږل شویو کورنیو ژبه او لهجه له خپلې قبیلې او پلرني ټاټوبي سره ورو ورو توپیر مومي، خو سره له دې هم د اصلي قبیلې ژبه، رنګ او څېره په دغو ملي قبایلو او کورنیو کې څه نا څه پاتې کیږي او هم ویل کیږي، چې د انساني چاپېریال او مهال څیزونه پېښې او کړه وړه د وګړو تر منځ فیزیکې، روحي، کلتوري او ټولنیزې ځانګړنې تل په تحول کې وي او یوه ځانګړې او جوته بڼه نشي درلودای، نو همدغه اوښتنه او تحول په ژبه کې د بېلا بېلو ګړدودونو مانا لري او هم د انسانانو ځاني ځانګړنې لکه پوهه او ناپوهي، دعمر زیاتوالی او کموالی، بډاینه او بېوزلي، نارینتوب او ښځینه توب، ګړدودیز توپیرونه پېښوي.

د یادونې وړ ده، چې د لهجې د اوښتون د پورته عواملو سره، سره له ژبې څخه د لهجو د منځته راتګ یو بل مهم لامل د وخت تېرېدل دي. د وخت په تېرېدو سره نوي نسلونه منځته راځي او معارف زیاتیږي، د ټولنو خلک د خپل ژوند د ضرورتونو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېلا بېلو سیمو او ځایونو ته سفرونه کوي، په بېلا بېلو تجارتونو او کاروبارونو لاس پورې کوي، د نورو ټولنو نوي اختراع شوي وسایل او اسباب او د هغو ټولنو د کار مروج اسباب له هماغه نومونو سره لومړنۍ ټولنې ته راوړل کیږي او په خپله هم له نویو نومونو سره نوې آلې تولیدوي، چې‎‎‎ په نتیجه کې یې په لهجه کې بېلابېل بدلونونه را منځته کیږي او د ګړدود مروجه بڼه یې تغیر کوي.

له ژبې څخه د لهجو دمنځته راتګ جریان د ژبې له پیدایښت څخه تر نن ورځې پورې جاري دی، د لهجو د منځته راتګ د عواملو په هکله مختلفې نظریې موجودې دي، خو په عمومي ډول د لهجو دمنځته راتګ عوامل په دوه برخو باندې ویشل کیږي.

۱ – د ژبې خارجي لاملونه: دا هغه لاملونه دي چې د یوې ژبې پورې اړوند خارجي چاپیریال او محیط جوړوي او دغه عوامل عبارت دي له تاریخي، جغرافیايي، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او داسې نور ... (۵  : ۱۱ )

الف – جغرافیايي عوامل: په جغرافیایي عواملو کې په بېلابېلوسیمو کې د یوې ژبې د ویونکو مېشتېدل راځي،په مختلفو سیمو کې د یوې ژبې د ویونکو د په وجه د هغوی په ګړدود کې توپیر راځي مثال:- د خوستیو او وردګو لهجې ،چې‎‎‎ د خوستیو په لهجه کې دکلیمې د منځ (الف) په (واو) بدلیږي او د کابل، کار او کاغذ کلیمې په کوبل، کور، او کوغذ سره تلفظ کیږي او په وردګي لهجه کې بیا په اصلي ډول تلفظ کیږي.

ب – تجارتي عوامل: د تجارت په واسطه کیدای شي د یوې ټولنې لهجه تغیر وکړي، هغه خلک ،چې‎‎‎ دیوې ټولنې څخه بلې ټولنې ته د تجارت له پاره ځي د دوو لارو په واسطه د هغو ټولنو لغاتونه او اصطلاحات خپلې ټولنې ته را انتقالوي.

۱ - د وارد شویو شیانو نومونه (چې موږ ورته په ټولنه کې نوم نه لرو) راوړل.

۲ -  خوله په خوله یا سینه په سینه د هغو ځینې نومونه او اصطلاحات راوړل.

ت ـ د ټولنیزو تماسونوعوامل: له ټولنیزو تماسونو څخه مراد، راډیو، تلویزیون، انټرنیټ،مجله، اخبار او کتاب یعنې ټولې چاپیزې او غږیزې رسنۍ دي.

ث - سیاسیي عوامل: دسیاست په ډګر کې د یوې لهجې د استعمال څخه کیدای شي د هماغې لهجې لغات او اصطلاحات بلې لهجې ته ور ننوځي.

ج - کلتوري عوامل: د یوې ټولنې د کلتوري ځانګړنو انتقال بلې ټولنې ته نوي لغاتونه له ځان سره لیږدوي، لکه د شیرینخوري کلیمه چې پښتو ته را انتقال شوې ده، او په ډیرو پښتو لهجو او ګړدودونو کې کارول کیږي.

۲ – د ژبې داخلي لاملونه: د ژبې په داخلي چاپیریال کې دغه لاندې تغیرات او بدلونونه منځ ته راځي.

الف – مورفوفونیمکي بلونونه

ب – فونيمیکي بدلونونه

ج – لغوي بدلونونه

الف – مورفوفونیمکي بدلونونه: مورفیم کله کله د خپل چاپیریال یا نورو عواملو د تاثیر له امله بدلون مومي او بېلابېل شکلونه ځان ته غوره کوي د مورفیم د دغو بېلابېلو بدلونونو نه چې د محیط او چاپیریال په وجه ور پېښیږي او دغه رنګه د مورفیمونو داسې نور بدلونونه  چې په مورفیم کې د مختلفو عواملو په وجه واقع کیږي، هغه ته مورفوفونیمیکي بدلون وايي. مورفوفونیمکي بدلون په ځینو ژبو کې ساده او په ځینو نورو ژبو کې ډېر پيچلی وي خو په عمومي ډول په دوه ډوله پيښيږي. یو دا چې کله مورفیم د کوم فونیم په وجه اغیزمن شي او بدلون وکړي، لکه په انګریزي ژبه کې چې (S  ) د جمع مورفیم دی کله چې تر غږن اواز وروسته راشي په غږن ( z ) سره تلفظ کیږي لکه د ( eggs, roads, rooms ) په کلیمو کې، د پورته دریو واړ کلیمو په مفرد شکل کې د پای اوازونه په ترتیب سره ( g, d, m  ) دي او دغه درې واړه غږونه د غږن اواز څخه وروسته راغلي، نو د غږ غږنتیا د اغیزې له مخې (S  ) په ( z ) یعني غږن ډول ادا کیږي او که چیرته همدغه د جمع مورفیم (S  ) تر بې غږه اواز وروسته واقع شي، نو بې غږه (S  ) په ( س )  تلفظ او ادا کیږي. لکه د ( roots, books , lips ) په کلیمو کې چې ( p, k, t )  اوازونه دي نو ځکه د جمع مورفیم یعنې (S  ) په خپل اصلي شکل یعني ( س ) تلفظ کیږي او د خپل مخني فونیم په واسطه بدلون نه مومي، دغه رنګه په پښتو ژبه کې د ( زما- zama  ) او ( ستا – sta ) په کلیمو کې ( ز) راشي په (س) یعني بې غږن اواز تلفظ کیږي. د لهجې مورفوفونیمیکي بدلون او تغیرات ډېر ډولونه لري چې دلته یې د وخت د ضایع او د موضوع د لنډيز په خاطر نه راوړو او ورڅخه تیریږو. (۸ : ۱۱)

ب – فونيمیکي بدلونونه:  د ژبې په داخلي چاپېریال کې د تغیراتو او بدلونونو له جملې څخه یو هم فونیميکي تغیرات دي چې لاندې ډولونه لري او په لنډه توګه ورڅخه یادونه کوو.

۱ – د واولونو تغیر: په دې تغیر کې په یوه لهجه کې واولونه تغیر کوي چې دورګو په لهجه کې هم له دې ډول تغیراتو او بدلونونو څخه زیات موجود دي چې په خپل وخت به ورڅخه یادونه وکړو، د دې ډول تغیراتو بېلګې لکه: (مور) چې په ځینو لهجو کې (مېر) تلفظ کيږي یا لکه ( غوا) چې په ځینو لهجو کې د (غو) په شکل تلفظ کیږي او داسې نور ...

۲ – د کانسونینټونو تغیر: په دې تغیر او بدلون کې بې غږه غږونه بدلون مومي د بېلګې په توګه (سریښ) چې په ځینو لهجو کې د (شریش) په شکل تلفظ کیږي د وردګو په لهجه کې هم دا ډول تغیرات او بدلونونه شتون لري چې ورباندې بحث کوو.

۳ – د کانسونینټونو بدلون په واولونو باندې: په واولونو باندې اوښتل د لهجو یو بل بدلون دی لکه د (ویده ) او (بیده )  په کلیمو کې چې په ( و) په ( ب ) اوښتی دی، باید یادونه وکړو چې د ژبې په داخلي چاپیریال کې یو شمیر فونیمیکي تغیرات په مختلفو لهجو کې د مختلفو عواملو له کبله رامنځ ته کیږي. (۸ : ۱۴ )

ج – لغوي بدلونونه:  د ژبې په داخلي چاپیریال کې یو شمیر لغوي تغیرات او بدلونونه د ژبې په مختلفو لهجو کې دمختلفو عواملو له امله رامنځ ته کیږي. لکه (مړی)، (ډوډی)، (ټيکله) او داسې نور...( ۸  : ۱۵ )

                څرنګه چې ژبه د یو لړ وييزو او اوریزو سمبولونو څخه جوړ شوی سیستم دی او هر سمبول زموږ د ذهني انځور ښکارندويي کوي او دا انځورونه په خپل وار د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، پيښې او کړه وړه منعکسوي نو ښکاره خبره ده چې دغه انساني چاپیریال او مهال، څیزونه، پیښې او کړه وړه په یوه حالت نه پاته کیږي او تل په بدلون اوتحول کې وي او بیا په خپله دخلکو او وګړو ترمنځ فزیکي، اروايي، کلتوري، ټولنیزې او اقتصادي ځانګړتیاوې یوه څرګنده بڼه نه شي درلودلای نو همدغه بدلون او اوښتنه د ژبني بدلون او اوښتنې، یا په بل عبارت د ژبنۍ رنګارنګۍ لامل او منشاء ده او په یوه ژبه کې دا رنګارنګي د بېلابېلو بڼو یا لهجو مانا لري، دمهال تېرېدنه هم د لهجوي بدلون سبب کیږي دمثال په توګه که په کومه سیمه کې تر اسلام د مخه د پښتو متن پیدا شي خامخا به ورباندې دهمغې ټاکلې سیمې وګړي غږیدلای او پوهېدلای نه شي، بیا خپلواکي مومي او بېلابېلې ژبې ورته ویل کیږي.

                تر کومه ځایه، چې د پښتو ژبې د لهجو د پیدایښت مسئاله ده، په عامه توګه پورتنۍ څرګندونې هم په پښتو ژبه کې د یو ژبني خصوصیت په توګه د انطباق او صدق وړ ده، خو ځینې نور لاملونه هم په کې دخیل دي، چې هغه د پښتنو غرنۍ، ټبرنۍ او کوچیانی ژوند او له یوه ځایه بل ځای ته لیږدېدنې او میشتیدنې دي، چې ژبې یې راز راز توپیرونه پیدا کړي او په دې توګه په مختلفو لهجو ویشل شوې ده، دا هم په یوه داسې هیواد کې کومه د حیرانتیا او تعجب خبره نه ده چې د یو ځانګړي جغرافیايي، غرني او تاریخي څلور لاریز دریځ په درلودلو سره د څلورګونو ژبنیو ډلو او ډلګیو تقریبا د ۴۲ ژبو ټاټوبی دی، په پښتو کې لهجوي رنګارنګي ښايي دلته د هیواد په مرکز کې یو خوا د لیکنۍ پښتو له رنګارنګۍ او بل خوا د بېلابېلو سیمو او ټبرونو له پښتنو سره د مخامخېدو له مخې څه ناڅه څرګنده شي، خو یوه بشپړه لهجوي رنګارنګي به راته هلته څرنګنده شي چې په ټولو پښتنو سیمو و ټبرونو وګرځو او ورسره خبرې وکړو او یا یې د یوې غږثبتوونکې آلې په واسطه ریکارد کړو.د پښتو ژبې لهجې د ټولنیزو طبقاتو پر بنیاد منځ ته نه دي راغلې، بلکې په جغرافيایي او ټبرني بنسټونو ولاړې دي په کومو ځایونو کې چې پورتني عوامل پیاوړي وي، هلته لهجوي رنګارنګي هم ډیره لیدل کیږي، د مثال په توګه د آوارو سیمو، میدانونو او ښارونو په پرتله په لوړو او غرنیو سیمو او درو کې لهجوي رنګارنګی سره ډېر مخامخ کیږو. ځکه په آوارو سیمو او ښارونو کې د راز راز ټبرونو اړیکې سره ټینګې شوې او لهجوي یوالي ته سره رسیدلي دي، خو په غرونو او درو کې، چې خوړونه، سیندونه، ځنګلونه او داسې نور طبعي لاملونه هم شته، لهجوي یوالی ډېر کم لیدل کیږي، بلکې برعکس لازیاته رنګارنګي شته، د همدې له مخې دا اټکل کولای شو، چې د پښتنو له مدني کیدو سره، چې لیک لوست، خپرونې، او مواصلات پکې پرمخ ولاړ شي، د ویش دغه عوامل او دلایل کمزوري کیږي او له دې سره ورو  ورو بېلابېلې لهجې د یوالي یا په بل عبارت د له منځه تللو خواته درومي. (۶  : ۹۹ )

۱ – ۴ –  د لهجه څېړنې اړتیا

            د هرې سیمې د لهجې راټولول یو علمی ضرورت دی چې د ژبې د لرغونتوب او زړو کلیمو د ثبتولو په برخه کې غوره رول لري، د پښتو ژبې د څیړنې په برخه کې د لهجې څیړنه علمي ژبنی اړتیا ده. د لهجې له پیژندلو او څیړلو مخ اړول په حقیقت کې د علمي څېړنې مخ اړول دي، لهجه پوهنه او د ګړدودونو تشریح او څیړنه د ژبپوهنې د یوې غوره او مهمې څانګې په توګه د ژبپوهنې د څیړنو په لړ کې لوړ او اوچت ځای لري، په نړیواله کچه د ژبپوهنې لوی لوی پوهان او څیړونکي په لهجو او ګړدودونو څیړنه کوي، د نړۍ د پوهانو د ژبنیو څیړنو په لړ کې د لهجو څیړنه او مطالعه نړیوال ارزښت لري او په دې اړوند څيړنې ډېر دقت او لا غور غواړي.

                ګړدود پوهان وايي چې لهجه له اصلي ژبې او سیستم ځخه په ځینو کلیمو او تلفظونو کې بېله شوي وي، دا بېلتون د قبیلو، ښارونو، کلیو، بانډو، لوستو او نالوستو ترمنځ د خبرو اترو په وخت کې څرګنديږي او د ژبې عمومي جوړښت ساتي. (۹ : ۵ )

                له دې پیژندنې ښکاري چې د یوې ژبې عمومي جوړښت د لهجو په واسطه ساتل کیږي، هیځکله نه شي کیدای چې یوه یا دوې لهجې د پښتو ژبې عمومي جوړښت وساتي او د ټولو لهجو نماینده ګي وکړي، بلکې د پښتو ژبې هره لهجه خورا غني لرغوني او اصلي ژبني توکي لري چې د هرې لهجې راټولول او څېړل په خپل ځای ځانګړی  ژبنی ارزښت لري نو په همدې اساس د ټولو لهجو خوندي کول او ساتنه یوه اړینه موضوع ده، تر څو د ژبې عمومي جوړښت خوندي او وساتل شي. له بله اړخه که وکتل شي، د یوې ژبې د بېلابېلو لهجو ویونکو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د لیک او لوست عامیدل، خپرونې، مواصلات او نور هغه څه دي چې په رامنځته کیدو او غوړیدو سره یې په لهجو تاثیرات لویږي او له دې سره ورو ورو د یوې ژبې لهجې د یووالي خواته حرکت کوي ډيری لهجې کیدای شي له منځه لاړې شي او په ژبه کې یوه معیاري او کره لهجه رامنځته شي. ( ۹ : ۵۷ )

                پورتنۍ توضیح ته په کتو سره پښتني ټولنه په اوس وخت کې په همداسې شرایطو او حالاتو کې ده چې همدا حالت پکې د پرمختګ په حال کې دي، سړکونه، لويې لارې، پلونه، تخنیکي وسایل لکه موټرونه، ټلیفونونه، رسنۍ، راډیوګانې، تلویزونونه، چاپي او بریښنایي رسنۍ او نور د پرمختیا په حال کې دي، له دې لارې ورځ تر بلې خلک یو له بله سره اړیکي نیسي او اړیکې یې لا پراخیږي.

په ټولیز ډول دې اړیکو او د اړیکو پراختیا د پښتنو په مدني کیدو کې ډیر لوړ رول لوبولی دی ان تر دې چې ډیرو خپلې لهجې پرې ایښې او د نورو لهجې یې خپلې کړې دي او ډېرو خو د یوې معیاري او کره لهجې خواته یون پیل کړی دی، په اوس وخت کې تر بل هرڅه د لهجو څیړنه او را تولونه مهمه ده، نورې څیړنې هر وخت کیدای شي، خو لهجې ورځ تر بلې د منځه ځي، لغتونه او نورې کلیمې پکې مري او له منځه د تلو په حال کې دي، په څیړنه کې باید اولیت د لهجو څیړنو ته ورکړو، د لهجو اصلیت د وخت په تیریدو سره تغیر مومي او اصلی حالت یې نه پاته کیږي، د اریايي ژبو په مطالعه کې موږ دا حقیقت واضیح وینو د آریايي ژبو ډیری اثار دمنځه تللي او یوازې یو څو ډبر لیکونه یې راپاته دي چې اوس یې ژبپوهان په څیړنو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، همدا شان د پښتو لهجې هم د همداسې یو برخلیک سره مخ دي یو وخت به د لهجو ډيری مالومات او اثار د منځه تللي وي، د لهجو راټولول او بیرته را ژوندي کول به ناشوني وي او څیړونکي به له یو شمېر ستونزو سره مخ وي، د پښتو لهجو په اړه بهرنیو او داخلي ژبپوهانو د خپل وس او توان تر حده کار کړی، موږ هغه کار ته درناوی کوو او بس یې نه بولو،  د پښتو لهجې تر اوسه په پوره او بشپړ ډول نه دي ثبت شوې او نه دي راټولې شوې. د لهجو په څیړنه کې کیدای شي د هغه لهجې د وګړو له تاریخي، سیاسي او ټولنیز سیادت او کلتور څخه خبر شو یو خوا به مو د ژبې په غني کولو او پیاوړي کولو او بله خوا به مو د یې لوی قوم او ټبر د کلتور ساتنه او ټولنیز سیادت ساتلی وي. همدا د لهجو څیړنه ده چې موږ په لیکني او شفاهي او ډول د يوې ژبې کره او معیاري ګړدود او لهجې خوا ته سوق کوي، که چیرته لهجې ونه څیړو  یو خواته به مو د پښتو ژبې یوه پټه او غني برخه په یوه لهجه کې همداسې پټه او تر خاورو لاندې پري ایښې وي او له بلې خوا به مو د هغه ټبر او قوم کلتور او د غني ژبني جوښتونه نه وي سپړلي. همدا دلایل دي چې موږ اړ کیږو د یې ژبې بېلابېلې لهجې او ګړدودونه وڅیړو او خلکو ته یې برلا کړو، د وردګو لهجه هم یوه له هغو لهجو ده چې تر خاورو لاندې پټه ده او تر اوسه چا ورباندې څیړنه او تحقیق نه دی کړی که چا ورباندې څیړنه هم کړي وي، د دریاب څخه د یوه څاڅکي مثال لري.

                د پښتو لهجې خورا غني او له ډيرو کلیمو او لغتونو ډکې دي چې راټولول او ثبتول یې اړین دي دا غني لغتونه د پښتو اړیکې له اوستا او سانسګریت سره او یا هم له هغه ور اړوي، د وردګو لهجه هم د پښتو یو له خورا غني او لرغونو لهجو څخه ده چې د پښتو ژبې په غني کیدو او پیاوړې ژبې کې یې خپله ونډه لا پخوا څرګنده کړې ده، ددې لپاره چې د پښتو ژبې د لهجو بشپړه رنګارنګي راته څرګنده شي باید له ساحوي میتود څخه کار واخلو یاني په ټولو پښتني سیمو وګرځو، له نیږدې ورسره خبرې وکړو او خبرې یې د یوې آلې په واسطه ثبت او راټولې کړو تر ثبت او راټولولو ورسته یې په دقیق ډول تحلیل او څېړو. (۷  : ۵۶ )

                پوهاند دوکتور محمد حسین یمین د لهجه څېړنې د اړتیا په اړه ویلي دي، لهجه څېړنه موږ ته د ژبې زاړه او تاریخي لغتونه را پېژني، د ژبې د تاريخي تحول څخه مو خبروي، د ژبې د لهجو تر منځ اړیکې راپيژني، د ویونکو له رواجونو او ټولنیزو حالاتو مو خبروي، د ژبې مواد برابروي او د یوې ژبې لهجه له مرګه ساتي.(۱۱ : ۳۷ )

پایله

د پایلې په توګه ویلای شو چې لهجه د یوې ژبې د ویونکو بیل طرز دی کله چې د وګړو ترمنځ اړیکې او فاصلې سره زیاتیږي او نو د دوی د ژبې د ویلو طرز او طریقه سره تو پیر کوي. او کله چې د ژبې  ویونکو ترمنځ  اړیکې سره نیږدې کیږي نو ددوی لهجې سره په یوه واحده لهجه اوړي په نړی کې ډیری ژبې او لهجې نوې رامنځته کیږي چې علت یې د خلکو یو له بله سره د اړیکو لریوالی دی او ډیری لهجې د منځه ځي او مړې کيږي+

 ددې علت هم د خلکو یو له بله سره د اړیکو نیږديوالی دی نو که څومره خلک یو له بله سره اړیکې یې نیږدې کیږي په هماغه اندازه یې واحدې لهجې ته رسیږي او که څومر یې له بله اړیکې سره لرې کيږي د یوې ژبې د ویونکو ترمنځ دلهجو او بلا اخره دژبو د منځ ته راتګ سبب کیږي.

ماخذونه

  1. پښتو – پښتو تشریحي قاموس، دويم ټوګ. (۱۳۸۳ ل ). د افغانستان د علومو اکاډمي، دژبو او ادبیاتو مرکز.
  2. پکتین، یارمحمد. ( ناچاپ ). د پکتیا لهجې فونولوژیکي او مورفولوژیکي څیړنه.
  3. رښتین، صدیق الله. ( ۱۳۷۲ ل ). پښتو ګرامر. ژباړه، هاشمي، سید محی الدین. یونیورسيټي بوک ایجنسي، پېښور.
  4. رفیع، حبیب الله، (۱۳۹۴ ل ). ژبساتنه، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد.
  5. زیار، مجاوراحمد. (۱۳۸۵ ل). لیکلارښود، ساپي پښتو څیړنو او پراختیا مرکز.
  6. شپون، وجیه الله. (۱۳۸۹ ل ). د لرغونو ژبو سره د پښتو ژبې اړیکې. مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
  7. شینواری، معروف شاه. ( ۱۳۹۵ ل ). د پشتو ژبې تارخي تحول، دانش خپرندویه ټولنه، کابل.
  8. غوربندی، میراجان. (۱۳۹۵ ل ).ګړدود (لهجه) پوهنه، کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
  9. منګل، علي محمد. (۱۳۸۷ ل ). پښتو لهجې. د افغانستان د علومو اکاډمي.
  10. هوتک، محمد معصوم. ( ۲۰۰۷ م ). پرمعیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه. علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار.
  11. یمین، محمد حسین. (۱۳۹۵ ل ). در آمدی بر لهجه شناسي، انتشارات سعید، کابل.

Accent and factors of accent creation

Dialect is a form of speech or kind of speech description, the accent is called dialect in English which is made up of the Greek word (dialectos) and dialectos is the way of speaking. The addition to geographical environment accent is also changed with speakers, economical and social status in society. Like rural dialect, formers dialects, civil servants’ dialect, aristocratic dialects and many more. Linguists say that dialects are formed when speakers are leaving their native and natural residence to other area due to different social, economical, political and military factors. Moreover, occurring in the neighborhood of other languages ​​and being in flounced by that languages, and culture.  the improvement of some dialects becomes so long that it creates another language.

Keywords: accent, culture, language, people

د فعل هویت او دریځ

پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی/ پښتوڅانګه

احسان الله   پامیر – ehsanpamir@gmail.com       0788840044

لنډیز

 فعل (کړ) د وینا د یوه عمده جز په توګه په یوه زمانه کې د یو کار په کولو یا د یوې پېښې پر پېښېدو دلالت کوي، یا په بل عبارت فعل هغه خپلواک مورفیم ته ویل کیږي چې د یوې زمانې په چوکاټ کې د یو څه پېښېدنه څرګندوي؛ لکه: لیکم، ومې لیکل، و به لیکم، محمود لیک لیکي، احمد به ټولګي ته لاړ شي.

فعل پراخ مفهوم لري او بېلابېل موضوعات په بر کې نیسي. څرنګه چې یو  فعل په یوه زمانه کې د یو کار په کولو دلالت کوي، په ټاکلي شخص او زمان پورې اړه لري، فعل ځانګړي رېښې لري، څرنګه چې فعل بې له زمانې څخه نه شي څرګندېدای ځینو ورته زماني لغت هم ویلای دی، همدارنګه فعل د وینا مهم او عمده جز تشکیلوي چې له فعل څخه پرته جمله نیمګړې بلل کیږي، او کله هم فعل په یوازې توګه یوه جمله جوړوي. په عمومي توګه فعل د دریو اړخونو له مخې ګردانیږي، لومړی د شخص، دویم د عدد او دریم د جنس له اړخه په پښتو ژبه کې د فعل هویت او دریځ همدا دی چې فعل په کومو حالتونو په کومو ځایونو کې راتلای شي.

کلیدي کلیمې: فعل، هویت، دریځ، اوړون، ستاینوم، ترکیب، جمله

سریزه

په عمومي توګه فعل په پښتو کې د دریو اړخونو له مخې ګردانیږي چې په لاندې ډول دي .

۱ـ د شخص له مخې: په پښتو ژبه کې فعل اشخاص څرګندوي، دغه څرګندونې د تصریفې روستاړو په واسطه کیږي چې په رېښې پورې نښلي او لومړی، دویم او درېيم شخص چط متکلم، مخاطب او غایب هم ورته ویل کیږي، څرګندوي ؛ لکه : زه خورم، ته خورې، دوی خوري …

 ۲- د عدد له مخې: چې شخص د مفرد او جمعې په لحاظ ټاکي، د مفرد او جمعې لپاره هماغه تصریفي روستاړي دي چې مونږ پرې د جمعې تفکیک کولی شو ؛ لکه : زه کتاب لولم، مونږ کتاب لولو …

 ۳- د جنس له مخې : چې شخص نرینه وي یا ښځينه څرګندوي يې، جنس په پښتو ژبه کې یوازې د دویمې رېښې په ګردان کې څرګندېدای شي یعنې جنس په تېره زمانه کې هغه هم د درېيم شخص په مورد کې څرګندېږي نه د لومړي او دویم شخص په مورد کې، په پښتو ژبه کې فعل د دوو صیغو لرونکی دی، معلوم او مجهول. د فعل صیغه هغه وخت معلومه بلل کیږي چې د جملې فاعل معلوم وي ؛ لکه : احمد راغی، محمود خط ولیکه. مجهول فعل چې فاعل يې څرکند او معلوم نه وي ؛ لکه : ډوډۍ وخوړل شوه، خط ولیکل شو. فعل د استعمال او معنویت له مخې ځانګړې شکلونه لري، په دې لحاظ فعل د بیان طرز او بڼې له پلوه په لاندې ډولونو وېشل کېږي، خبري وجه، شرطي وجه، امکاني وجه، احتمالي وجه، امري وجه، مصدري وجه، تمنايي وجه.

په پښتو ژبه کې فعل د مانا له پلوه پر لازمي او معتدي ویشل شوی دی.

الف- لازمي فعل : هغه فعل ته وايي چې مفعول نه قبلوي او فعل په تېره او ناتېره زمانه کې د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږی، یا دا چې فعل په تېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي چې البته دغه مطابقت په ناتېره زمانه کې د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه او د درېيم شخص په مورد کې یوازې د شخص له پلوه فعل د فاعل لپاره تصریف کیږي. په تېره زمانه کې لازمي فعل د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږي، خو د درېيم شخص په مورد کې سربېره پر شخص او عدد د جنس له پلوه هم له فعل سره سمون ښيي.

ب - متعدي: متعدي فعل هغه فعل ته وايي چې مفعول قبولوي او فعل په تېره زمانه کې د جملې د مفعول لپاره اوړون مومي، البته دغه اوړون د شخص، عدد او جنس له پلوه تر سره کیږي. په دې مقاله کې د فعل د همدې پيژندنې او هويت په اساس د فعل یا کړ دریځ او ځایګوټي باندې بحث شوی دی.

د فعل دریځ

خبر (مسند، فعل) هم لكه د (مبتدا، مسند اليه، فاعل) د جملې بله مهمه برخه ده. مسند د مبتدا او مسند اليه حال ښكاره كوي، په جمله كې خبر دڅه كوي، څه كيږي، څه ډول (څنګه) دي. څه دي، څوك دى، د چا، څه په باب، څه وخت، چېرته سوالوته ځواب وركوي .

داکتر زرغونې ریښتین زیور په خپل کتاب کې ویلې دي

1- د جملې خبر د مبتدا په شان د كلام د ټولو توكونو څخه راتلاى شي.

2- خبرد جوړښت له مخې ساده (يوتوكيز) مركب (دوه توكيز، تركيبى) او په متعدده توګه سره راتلاى شي.

3- د پښتو ژبې په جملو كې هغه څه چې د خبر په توګه راوړل كيږي يا به فعلي غونډوي او يا خو به اسمي غونډوي.( ۵ : ۳۴ )

هغه جملې چې د خبر په برخه كې يې يو پوره فعل او يا فعلي تركيب (غونډ) وي د فعلي جملې په نامه او هغه چې دخبر برخه يې د مبتدا په څیر اسمي وي داسمي جملې په نامه ياديږي. نو په دې توګه په پښتو ژبه كې خبر په دووډولو ويشل كيږي:

اسمي او فعلي: داسمي او فعلي اصطلاح په ډيرو نورو ژبو لكه روسى فارسي او داسې نورو كې هم شته او په همدغه ترتيب سره جملې په اسمي او فعلي باندې جلا كيږي، نو په دغه اساس په پښتو ژبه كې هم جملې په اسمي او فعلي باندې ويشلى شو:

اسمى جمله: هغې جملې ته وايي چې مسند اليه او مسند (مبتدا او خبر) يې دواړه نومونه وي يعنى د مبتدا او خبر برخې يې داسمي غونډونو (اجزاو) څخه تركيب شوي وي او د يو اسناد (كومكى فعل) په مرسته يې سره ارتباط پيدا كړى وي يا په بله ژبه داسمي جملې اساسي توكي درې دي (مسند اليه، مسند، اسناد) د مسند اليه او مسند ترمنځ حكم ته اسناد وايي. (۳ : ۶۷ )

په اسمي جملو كې (خبر، مسند) د كلام بېلا بېلې اجزاوې (نومونه، صفتونه، ضميرونه، عددونه، قيدونه، فعلي صفات، اسمي فرازيالوژيكي تركيبونه) په مستقيم او غير مستقيم حالت سره راتلاى شي.

په سوال او ځواب، ديالوګ، متلونو او اصطلاحګانو كې كومكي فعلونه غورځيږي لكه: د بيزو دوستي د ځان تاوان. خپل عمل د لارې مل .سردې ګل بيخ دې پياز.

د مثال په توګه يو څو اسمي جملې په لاندې توګه ګورو.

1- نوم په اصلي حالت كې د خبر په توګه او د كومكي فعل سره:

خوشحال خوشحال دى. زه ښوونكي يم. دى استاد دى. د كلي مشر خانميردى.

2- نوم په غېر اصلي حالت كې د پېشينې او پسينې سره د خبر په توګه:

داړونكي ځناوران په ځنګله كې وي. دى زمونږ له دوستانو څخه دى.

3- په جمله كې صفت داسمي خبر په توګه:

د كابل د ښار كوڅې لويې دي. دغه ښار زوړ دى. د ظلم ماڼۍ ړنګه ده. هواروښانه ده. كتاب پر ميز پروت دى. ښه خلك لږ دي. په دغو جملو كې لويې دي، زوړ دى، ړنګه ده، روښانه ده، پرميز پروت دى داسمې خبر په توګه پېژندل شوي دي.(۱ : ۴۸ )

4- فعلي صفت (نومونه) داسمي خبر په توګه:

دوي خپل كلي ته تلونكي دي. داسې وخت راتلونكى دى. اباسيند تل څپاندوي.

په دوبي كې لمرسوځونكى وي. ځلانده دى. دى ښه ګټندوى دى. پښتانه د هيواد ساتندوى دي. ماشومان خوځنده دي. ددې كتاب څومره ارزښت دى.

5- قيد داسمي خبر په توګه:

ددوي كور د ښار له مركز څخه لرې دى. كتاب هلته دى. خبره نژدې ده.

6- ضمير د خبريه توګه: ددې هلك پلار دى دى. دده مطلب زه يم، ته ته يې اوزه زه يم.

7- خبر اضافى ضمير وي: دغه كور زمونږ دى. دغه كتاب ستادى. ددغه كتاب لومړۍ برخې زما دي.

8- اسمي خبر د پوښتنې (استفهامي) ضميرونه وي: دغه راروان هلك څوك دى. دلته څوك دي؟ هلته څه دي؟ خلك څومره وو؟ د پوهنځي لاركومه ده؟ دى په ټولګي كې څوم دى؟ دغه ښكلى ليك د چادى؟

9- عدد د مسند (خبر) په توګه: په پښتو ژبه كې واولونه اته دي. دا كوټه پنځمه ده. خبرې ډيرې سريې يو دى.

10- مصدر داسمي خبر په توګه: ددوي مقصد تلل وو. ددوي مطلب يوازې او يوازې پخلا كول دي.

11- فعلي نوم (حاصل مصدر) داسمي خبر له پاره: لومړنۍ زړده كړه د كوچنيانو له پاره روزنه او پالنه ده.

12- د تركيبونو (غونډونو) په توګه د اسميه خبر څرګندونه:

1- د اضافي تركيب په توګه:

خوشحال خان د ملك اكوړي لمسى دى. خندا د ژوند مالګه ده.

2- د اضافى ضمير تركيب داسمي خبر په توګه: دغه هلك زما ورور دى. دا زما سره هلك زما د ترور زوى دى. دا وطن زمونږ مور ده.

د پوښتنې له پاره: دغه سړي د چا ورور دى؟ ادم خان ا درخانى د كوم ځاى وو؟

3- توصيفى تركيب د خبر په توګه: خوشحال خان خټك پياوړى شاعر دى. روغتيا او صحت لوى نعمت دى. علم پټه خزانه ده. نن څومره ښه هوا ده. ناست كسان ښه خلك دي. څه ښكلې مرغۍ ده!

همدارنګه صفات د قيد په توګه هم توصيفي تركيب جوړ وي او په اسمي خبر كې داسې راوړل كيږي: نن ډېره ښه توده هوا ده.

د شمير (عددي) تركيب په توګه د خبر څرګندونه: علم يوه رڼا ده. يوه اوونۍ اووه ورځې ده او اووه ورځې يوه اونۍ ده. دروژې مياشت ډېرش ورځې ده. په ساعت كې اوس څلوربجې دي.

خبر د يو ظرفي تركيب په توګه: نمراو سپوږمۍ په اسمان كې دي.

ملالۍ په كور كې ده. كتاب پرميز باندې دى. قلم تر ميز لاندې دي.

په پښتو ژبه كې فعلي خبر:

فعلي جمله: هغه جملې دي چې خبريې فعلي بشپړه بڼه ولري يعنى د فعل برخه يې اصلي فعلونه وي، يا په بله وينا فعلي جمله هغه ده، چې له پوره فاعل فعل او يا له فاعل، مفعول، فعل نه جوړه وي. په دغه ډول جملو كې خبري برخه د فعل ټول ګرامري شكلونه (زمانه، جنس، عدد، شخص، وجه، حالت) د فعل ډولونه، لازمي، متعدى، معلوم، مجهول، مثبت او منفى) خواوې څرګنديږي.( ۶ : ۳۴ )

داکتر زرغونې ریښتین زیور فعلونه د جوړښت له مخې يو توكيز (ساده) دوه توكيز (اشتقاقي، تركيبي) ښوودلي دي . تركيبي فعلونه يعنى هغه نوميز فعلونه دي چې د يو (اسم، صفت، عدد، قيد، مصدر، فعلى نومونه) د كومكى (مرستيال) فعلونو په مرسته جوړيږي، البته د ساده او (تركيبي، اشتقاقي) فعلونو زيات شمير مثالونه په زياتو ماخذونوكې ليدلى شو. دلته مونږ يوازې د فعلي جملو مثالونه په لاندې توګه راوړل غواړو.(۵ : ۲۵ )

ساده لازمي فعل د خبر په توګه: زه ښار ته ځم.

ساده متعدي فعل د خبر په توګه: دى اخبار لولي. ده اخبار ولوست.

اشتقاقي او تركيبي فعلونه د خبر په توګه: لمر راوخوت، كتابونه به راوړم.

خبر په متعدد ډول:

په پښتو ژبه كې د جملې خبر په متعدد ډول هم راځي، په دې معنا چې د يوه مبتداله پاره څو خبره ذكر شوي وي، داکتر زرغونه زیور لیکي كه چيري په يوه جمله كې د يوه خبر له پاره زياتې مبتداوې راشي نوهغه جمله متعدده مبتدا لرونكې جمله ده. همدارنګه كه په جمله كې ددوونه زيات فعلونه (خبر) (اسمى- فعلى) راوړل شوي وي نو دا به هم د متعددې خبر لرونكې جملې په نامه ياديږي لكه: دى له قهره پاڅيد، كښيناست، ويي ويل:

دى د جملې فاعل، پاتې برخه د فاعل سره نحوي رابطه لري او د فعل مطابقت د فاعل سره څرګندوي. لونګ پورته وغورځيد، كښته وغورځيد، له ډيره قهره غلى شو. په فعليه جمله كې د جملې اصلي توكي درې ښودل شوي دي: فاعل، مفعول، فعل، البته په متعدي فعلونو كې مفعول هم د فعل د معنا د بشپړونكي توكي په حيث د جملې مهم جز ګڼل كيږي.( ۷ : ۸۲ )

په پښتو كې دمسند (فعل) دريځ:

الف- : هسې خو په حقيقت كې فعل (مسند) دجملې په پاى كې راځي لكه:

1- پښتنو هر ډول مبارزې ته ملاتړلې وه.

2- كوم كام چې يو ځل د ازادۍ خوند بيامومي نو بيا هغه په خوښۍ د غلامۍ رسۍ پښوته نه اچوي.

3- په سبا باندې ميرويس خان د كندهار ټول اولس راغونډ كړ.

ب: فعل (مسند) د جملې په منځ كې:

دجنون ځنځير مې پريوت وګريوان ته

چې په زړه مې ستا د زلفو سودار اغله

په اول بيت كې (پريوت) د جملې فعل دى.

ج: مسند (فعل) راتګ دجملې په سركې:

په شعري ژبه كې خو خامخا دغه ترتيب زيات ليدل كيږي مګر كله هم پرته له شعر څخه په ځينو مواردو كې فعل د مخه راځي چې مونږ به يې په بېله برخه كې راوړو:

په دې برخه كې اوس يو څو نور مثالونه راوړو.

راغله ليونى ليلا په ناز

ښكار كوي د زړونو لكه باز

دلته (راغله) او (ښكار كوي) تر نورو برخو دمخه راغلى دى.( ۲: ۲۲ )                                                                                 

يا: يم اتل د زما نوزه د تاريخ د كار ناموزه

درېيم: په پښتو ژبه كې دجملې په جوړښت كې د غړو (اجزاو) د پرله پسې والى قاعدې:

الف: دلته بايد ووايو چې دجملې اجزا د جملو په ډولونو پورې هم اړه لري. كه جمله اسمي وي د كلمو ترتيب ډير ساده او اسان دى او دجملې برخې، اول مسند اليه بيا مسند او درېيم (ربط) (كومكي) فعل راځي ولې كه چېرې فعلي جملې وي په ساده او ازادو جملو كې لومړى فاعل بيا فعل يا 1- فاعل، 2- مفعول، 3- فعل راځى مګر په مقيدو جملو كې:

1- فاعل 2- زمانى 3- مكانى 4- نور قيدونه 5- فعل راځي.

په دې توګه د فاعل او فعل ترمنځ د فعل متعلقات راوړل كيږي. لومړى د ظرف قيدونه بيانور قيدونه او مفعول راځي او په پاي كې فعل راځي.

په هغو جملو كې چې د زمانې او ځاى قيدونه راغلي وي، د زمانې قيد تر مكاني قيدد مخه راوړل كيږي. لكه:

زه پرون په تلوار له كوره پوهنتون ته ولاړم.

فاعل، قيد زمان، حالت، پيل ځاى، تم ځاى، فعل.

په دغه جمله كې د فعل مربوطات چې څلور توكي دي د اهميت له مخې وړاندې وروسته كيداي شي.

په متعدي فعلونو كې هم په دې توګه راځي:

ده پرون په بازار كې په تلوار ديوه دوكاندار څخه خپل زوي ته يو كتاب واخيست.

په مجهولو فعلونو كې د فاعل پر ځاي مفعول راوړل كيږي او نور مربوطات هم ورسره راځي مګر شمير يې لږ دى.

ملالۍ پرون په كوركې ورټل شوه.

په پښتو ژبه كې دجملې اجزا د تاكيد او ياد زياتې توجه دراګرځولو له پاره وړاندې وروسته كيږي. د مثال په توګه كه څه هم مفعول په عادي جملو كې د فعل سره جوخت راوړل كيږي ولې د زياتې توجه او اهميت له مخې د فاعل نه مخكې راځي.

لكه : د كندهار زوړ ښار احمد شاه بابا جوړ كړ.

يا دا بل مثال: د ګلانو سرونه وږمو ورو ورو او په خيال سره ښورول. زما كتاب تا چاته وركړ.

په دې جملو كې د كندهار زور ښار، د ګلانو سرونه، زما كتاب مفعول ګگڼل كيږي او تر فاعل د مخه راغلي دي.

په پښتو ژبه كې كه د جملې فاعل نا خپلواك ضميرونه وي د شخصي ضمير د غير اصلى حالت په ځاي راغلى وي نو مفعول ترېنه د مخه راځي. د پښو ترپامې تر غوږ شوه. دوي مې وليدل. او به دې راوړې. دى دې وليد.

همدرانګه په جمله كې دمفعول او فعل ترتيب هغه وخت راځي چې فاعل صرف د فعلي خاتمى (پسينى) په واسط څرګند شوي وي. لكه: سړى وينم. ډوډۍ وخوره.

په هغو جملو كې چې مستقيم فاعل ذكر نه شي او مفعول ناخپلواك ضميروي فعل بيا د مفعول نه دمخه وي لكه وينم دې، ليكم يې، ګورم دې، جوړوم يې، پاڅوم يې.(۵ :۴۶ )

بله خبره خو داده چې د فعل مربوطات لكه زمانى، مكانى او نور قيدونه د اهميت له مخې د جملې په سر كې دفاعل نه د مخه هم راځي لكه پرون ته چېرې تللى وې. پرون زه په كور كې وم. په هيواد كې څوك كار كوي. په هيواد كې خلك كار كوي. په فابريكه كې كارشته. ددغه ځاى په ښكلي درې كې يو اولس ودان و. په منډه كې څوك لومړي شول. په منډه كې زمرك لومړۍ شو.

په امريه جملو كې هم د ظرف قيدونه اول راځي بيا نور قيدونه او په پاى كې مفعول او فعل راځي. سبا ته په بازار كې ماته يو ښه قلم واخله. سبا ته د سليم سره زمونږ ځاى ته راشه!

پایله:

فعل هغه کلیمه ده چې د یو کار کول یا کیدل او یا یو حالت او یو اغیز په یوه زمانه کې څرګند کړي لکه ولیکه، لیکي، لیکلی دی، وبه یې لیکي. په دغه مثالونو کې په تېر، حال او راتلونکي زمانه کې د لیکلو کار او عمل څرګندیږي. او په لاس مې خوږیږي، منګی مات شو، په یوه زمانه کې یو حالت او اغیز څرګندوي. هر فعل  د استعمال او د معنا د افادې له مخې یو صورت او ډول لري چې له هغې څخه یې کیفي او فعلي صورت څرګندیږي. فعل یو عمل یا یو اغیز دی چې خامخا فاعل ته منسوبیږي او یا د فاعل مرستیال ته منسوبیږي، بله خبره داده چې هر فعل او کار چې څرګندیږي په یو وخت او زمانه پورې اړه لري.

 په پښتو ژبه کې ټول فعلونه که لازمي دي او که متعدي، په ناتېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي، خو لازمي فعل په تېره زمانه کې هم د فاعل سره مطابقت ښيي خو متعدي فعل په تېره زمانه کې د مفعول سره مطابقت ښيي. او کومکي فعلونه هغه فعلونو ته ویل کېږي چې په ځانګړې توګه د استعمال وړ نه وي، او د اصلي فعلونو سره په خوا کې راځي.

اخځلیکونه

  1. پنزل، هربرت.(۱۳۸۹ل). د پښتو ګرامر. د محمد رحيم الهام ژباړه.  صديقي خپرندويه ټولنه
  2. تږی، حبیب الله. ( ۱۳۸۹ ل ).نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل، دانش خپرندویه ټولنه، پیښو
  3. خویشکی، محمد صابر. ( ۱۳۹۳ ل ). پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه. مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
  4. رښتين، صديق الله،(۱۳۲۷ ل ).  پښتو ګرامر اول جز، پښتو ټولنه، كابل
  5. ریښتن زیور، زرغونه. ( ۱۳۸۲ ل ).  پښتو نحوه، ساپي د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز.
  6. زيار، مجاور احمد. ( ۱۳۶۲ ل).  پښتو پښويه. دلوړو زده کړو وزارت چاپخونه، کابل.
  7. زیار، مجاوراحمد. (۱۳۹۳ ل ). وییپوهنه او ویي رغاونه، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
  8. وصیل،  محمد کریم. ( ۱۳۹۱ ل ) جمله په پښتوژبه کې

Paktia University, Language and Literature Faculty/ Pashtu Department

Ehsanullah Pamir

E-mail: ehsanpamir@gmail.com

Cell Phone: (+93) 78 88 400 44-0772700652

Abstract

The verb indicates the act of doing something at a time or the occurrence of an event as a major component of speech, or in other words the verb is an independent morpheme that describes the occurrence of something within specific time.; e. g: I write, I wrote, I will write, Mahmoud is writing a letter, Ahmad will go to class.

The verb has a wide concept and covers distinct subjects. So that a verb indicates doing something at a time, depending on the particular person and time and it has special roots. Since, verb cannot occur without time some people also called it tense word. Similarly, verb forms the most important and main component of a speech. Hence, a sentence without verb is incomplete and seldom verb forms a single sentence. In general, the verb is classified into three aspects, the first is the identity and position of the verb in the Pashto language in relation to the person, second, the number and third, in which situations the verb can be found.