د پښتو ادبیاتو پر وده د منظومو داستاني ژباړو اغېز

د پښتو ادبیاتو پر وده د منظومو داستاني ژباړو اغېز

پوهندوی احسان الله پامیر

د پښتو منظومو داستاني ژباړو پیل په پښتو ژبه او ادب کې د زرغونې کاکړې له حکایت څخه را پیل کېږي، محمد هوتک په پټه خزانه کې د زرغونې کاکړې په اړه لیکي « زرغونه د ملا دین محمد لور وه په پنجوايي کې اوسېده او له پلاره یې وکا تحصیل د علومو او د فصاحت احکام یې زده کړل او د فصحاوو اشعار یې ولوستل زرغونه په حباله د سعد الله خان نورزي وه ... »

زرغونې د سعدي بوستان په پښتو ژبه په نظم ژباړلی دی او د (بوستان پښتو) نوم یې پرې اېښی دی، د پټې خزانې له روایته د پښتو بوستان منظومه ژباړه په (۹۰۳هـ ق ) کال بشپړه شوې ده. مېرمن زرغونې د بوستان عارفانه او تصوفي افکار ټول پښتو ژبې ته راواړول او د بوستان حکیمانه نصیحتونه یې پښتو ژبې ته په نظم راواړول.

اورېدلې مي قصه ده

چي له شاتو هم خوږه ه

د اختر په ورځ سهار

بايزيد چې و، رويدار

...

پوهاند دوکتور محمد اسمعیل یون په خپله یوه مقاله کې وايي « ددې داستان یا حکایت موضوع هم د نورو حکایتونو په شان اخلاقي او نصیحتي مسایل دي، چې انسان باید ترې د خپلو اخلاقو د لوړاوي لپاره پند او عبرت واخلي د داستان موضوع د لويي او تکبر پر ضد راڅرخي، لوی انسانان د تکبر مخالف وي او تواضع د انسان د شخصیت د لويۍ معیار ګڼي».( یون : ۱۹۲ )

ددې حکایت اصلي موضوع د انسان عجز، تواضع او پرهېز ګاري ده، د فورم له مخې د مثنوي په فورم کې لیکل شوې ده چې معمولا ډېری داستانونه د مثنوي په فورم کې لیکل کېږي. د ژبې له اړخه په خوږه ژبه او د ښه پیغام سره پای ته رسېدلې ده.

له لرغونې پېر وروسته د پښتو ادبیاتو په دویمه دوره کې هم ځينې کسان شته دي چې پښتو داستانونه یې له عربي او فارسي ژبې څخه ژباړلي دي، له دې جملې څخه اخوند احمد یادولای شو چې له عربي او فارسي ژبې یې ځینې داستانونه ژباړلي دي خو په د اخوند احمد دېری ژباړې په مسجع نثر دي. چې په دغه ادبي دور کې لیکنې تر ټولو مشهور د فورم و.

په پښتو ژبه کې له ملي داستانونو د ژباړل شوو داستانونو شمېر زیات دی، ژباړل شوي داستانونونه که څه هم له نورو ژبو پښتو ژبې ته راغلي او ژباړل شوي دي خو کله چې پښتو شوي دي، د پښتو ژبې او ادبیاتو رنګ او یې اخیستی دی، او ډېری داستانونه بیا په داسې شکل ژباړل شوي دي چې هېڅ د ژباړې اثر پرې نه لیدل کیږي.

له لرغوني دور یا د زرغونې له بوستان وروسته چې کوم داستانونه پښتو ژپې ته را ژباړل شوی دي د څو داستاني نظمونو بېلګې را اخلو او په اړه یې معلومات وړاندې کوو.

د ژباړول داستانونو په لړ کې تر ټول مشهور داستاني ژباړل شوی نظم د لیلی او مجنون داستان دی، چې تر ټولو داستانونو بشپړ دی، په ۱۰۹۰ هجري کال کې سکندر خان خټک د مثنوي په فورم کې ژباړلی دی، سیدا شاه فولاد ورباندې سریزه لیکلې او دوست شینواري هم یوه خوندوره لیکنه ورباندې کړې ده، په عربي، فارسي او پښتو ژبو کې یې د لیلی او مجنون داستان په نومونو او نورو ځانګړنو یې بحث کړی. دوست شینواري نوموړی داستان یو رومانتیک داستان بللی او ویلي دي چې عربي منشا لري. د نوموړي داستان ژبه روانه او سلیسه ده خو د عربي او فارسي ژبو اغېز ورباندې له ورایه ښکاري.

په صفت کې یې (اللیل) د خدای کلام دی تورې زلفې یې د (اللیل) دواړه لام دی

په صفت یې دست قران مجید واړه ګویان دی ولې لا یې ډېریاسین صورت طاها دی

......

د لیلی او مجنون داستان موضوع عشقي ده، د دوست شینواري په سریزه د علومو اکاډمی له خوا چاپ شوی دی. مرکزي کرکټرونه یې لیلی او مجنون دي او فرعي کرکټرونه یې د لیلی او مجنون پلرونه، نوفل پادشاه او بوډۍ ګانې دي.

د لیلا او مجنون داستان ټولنې ته دا پیغام ورکوي، چې که څوک خپله لور د هغه له خوښې پرته چاته ورکوي او یا زوی ته د هغه له خوښې پرته واده کوي نو حال به یې د لیلی او مجنون په شان وي. داستان په عمومي ډول خلک دې ته متوجه کوي چې له چانه باید خپل صلاحیتونه او واکونه وانه اخیستل شي، په تېره بیا مور او پلار باید د خپل اولاد له خوښې پرته د دوی په اړه تصمیم ونه نیسي. بله خبره داده چې ژوند سختیو او ستونزو ټولګه ده چې باید ورسره مبارزه وشي، او هېڅکله باید د ژوند د مشکلاتو په اړه همت ونه بایلل شي، ژوند تول مبارزه ده، که سړی مبارزه ونه کړي نو د ژوند په سختیو کې به بند پاته وي. له دې سره سره د داستان بل پیغام دادی چې هېڅوک باید له خپل قدرت څخه ناوړه ګټه پورته نه کړي او د هرچا ناموس ته د خپل ناموس پ شان وګوري او د هېچا بې عزته کول فکر هم باید څوک ونه کړي، که موږ د هرچا عزت خپل عزت وبولو او چاته په بد نظر ونه ګورو نو الله تعالی به زموږ عزت خوندي وساتي او موږ ته به څوک په بد نظر ونه ګوري.

د لیلی او مجنون داستان پر سکندر خان خټک سربېره نورو ډېرو کسانو هم په نظم ژباړلی دی. چې عصام، بایي جان، رحمت داوي، حافظ نظام، ملا نعمت الله او فد مطهر هغه کسان دي چې دا کیسه یې په پښتو نظم کړې ده.

بل داستان چې پښتو ادبیاتو ژبې او ادبیاتو ته ژباړل شوی دی، د یوسف او زلیخا داستان دی چې عبدالقادر خان خټک د مولانا عبدالرحمن جامي له کیسې نه په خوږه پښتو ژبه په نظم را ژباړلی دی، دی وایي دا کیسه اول تازي وه بیا فارسیانو له فارسي ته ژباړلې او ده له فارسي ژبې څخه پښتو کړې ده.

د یوسف او زلیخا داستان د نورالله ولسپال په زیار چاپ شوی دی، عبدالواجد واجد، حبیب الله رفیع او محی الدین هاشمي ورباندې تقریظونه لیکلي دي.

د یوسف او زلیخا داستان موضوع عشقي ده، چې زلیخا په یوسف ع مینیږي، اصلي کرکټرونه یې یوسف ع او زلیخا دي فرعي کرکټرونه یې د یوسف ع دايي او د مصر عزیز دي، نوموړی داستان د په اته څپیز مثنوي فورم کې ژباړل شوې ده، دلته یې ده بیته د نمونې په توګه راوړو.

چې یې مینه په نګار شي د هغه کله قرار شي

چې مین شي څوک په چا تل یې دا وي تمنا

د داستان پیغام دا دی چې هر څوک باید په خپله عقیده ټینګ ولاړ وي او په خدای توکل ولري او هیڅکه هم باید څوک له چاسره کینه او عداوت ونه کړي، بله خبره داده چې که څوک په خپل ژوند کې په کړنو او عقیده کې ریښتیني وي نو حتما په خپلې موخې او هدف ته رسېږي، ذوق او مینه سړی خامخا خپلې موخې ته رسوي، موخې ته رسېدل مبارزه غواړي که په مبارزه کې هر څومره سړی له سختیو او ستونزو سره مخامخ شي په صبر، توکل او همت به خپلې موخې او بریاته رسېږي.

د یوسف او زلیخا داستان له عبدالقادر خان خټک پرته نورو کسانو هم په پښتو نظم ژباړلی دی او اخوند احمد په مسجع نثر ژباړلې ده.

بل داستان چې په پښتو ژبه او ادبیاتو کې ژباړل شوی دی هغه د شاه او ګدا کیسه ده چې د هندي سبک موسس او بنسټ ګر حمید مومند له خوا په پښتو نظم ژباړل شوې ده. نوموړی داستان په دوولس څپیز مثنوي فورم کې په خوږه پښتو ژبه ژباړل شوی دی. د فارسي او عربي ژبې اغېز هم ورباندې ښکاري.

دا اغاز مې په نامه د هغه خدای دی چې یې نوم ګره کشای د شاه ګدای دی

که بیان کاندي کمال دده انتَ د څښتن قدسي حدیث انا و انتَ

د شاه ګدای داستان په اړه ویل شوي دي چې دا داستان په اصل کې په ترکي ژبه و، بیا فارسي ته ژباړل شوی، حمدي عثماني په ترکي نظم کړی دی او الماني ژبې ته هم ژباړل شوی دی.

نیرنګ عشق په پښتو ادبیاتو کې بل ژباړل شوی داستان دی چې دا هم د حمید مومند له خوا ژباړل شوی دی، موضوع یې عشقي ده او د مثنوي په فورم کې پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. په دې داستان کې د دوو هلکانو د مینې کیسه ده، د داستان پیغام دادی چې مور او پلار باید د خپل اولاد نه ناخبره نه وي او اولادونه هم باید وخت په عبثیاتو تېر نه کړي که داسې کړي نو ژوند به یې تل د نورو د اوږو بار وي، بله خبره داده چې ژوند باید په خپله خوښه هم تېر نه شي اسلامي احکام، د ټولنې رواجونه، دودونه او کلتور هم باید په پام کې ونیول شي.

ګل صنوبر بل داستان دی چې طالب رشید له فارسي څخه په اته څپزه مثنوي فورم کې پښتو ته ژباړلی دی، ددې داستان موضوع هم عشقي ده.

شهزاده بهرام او ګل اندامه بل داستان دی چې فیاض نومي شاعر د غزل، قصیدې او مثنوي په فورمونو کې پښتو ژبې ته ژباړلی دی.

سلیم جواهري د حنان بارکزي له خوا په پښتو ژبه ژباړل شوی بل منظوم داستان دی. دا داستان هم د مثنوي په فورم کې په دوولس څپو کې نظم شوی دی.( صیاد :۱۲۹)

جهانداره شهزاده یو بل خیالي داستان دی چې احمدي صاحب زاده په نظم کړی دی دده اصلي نوم عبید الله میاګل و، د جهادار شهزاده کیسه د هفت پیکر له اوو کیسو څخه یوه ده، چې نصر الله خان نصر ترتیب کړې وې. ددې داستان موضوع هم عشقي ده چې کرکټرونه یې جهانداره شهزاده، فقیر او حسن بانو دي،

په معاصره دوره کې هم ډېر داستانونه په پښتو ژبه ژباړل شوي دي چې د هغې له جملې څخه د څو داستانونو یادونه کوو،

حمزه شینواري د اقبال لاهوري د فارسي اثر ارمغان حجاز ژباړلی دی چې ځینې داستاني نظمونه هم په کې شته دي، صوفي ملا، رومي رح، د حضرت عمر فاروق رض پیغام او نور دا ټول هغه داستانونه دي چې پښتو ژبې ته یې د فارسي ژبې فکر او را انتقال کړی دی.

له حمزه شینواري وروسته بل کس چې منظوم داستانونه یې ژباړلي دي هغه سمندرخان سمندر دی چې په معاصره دوره کې یې ځینې داستانونه ژباړلي دي د نمونې په توګه یې حکایت سلطان مراد یادولی شو. (سمندر، ۱۹۵۴ : ١٧٥)

عبدالباري جهاني بل کس دی چې په معاصره دوره کې یې د نورو ژبو څخه منظمې را ژباړلې دي او په دې ژباړو کې داستانونه هم تر سترګو کېږي، پړانګ، بندي، درې ټپوسان، ملایکه او داسې نورې داستاني ژباړې یې د نمونې په توګه یادوالای شو. ( جهاني، ۱۳۹۰: ۴۷)

سلیمان لایق، اسد اسمايي، محمد یوسف صابراو نور هغه کسان دي چې په معاصره دوره کې یې داستانونه له نورو ژبو څخه پښتو ژبې ته ژباړلي دي.

محمد اسمعیل یون هم د مولانا یو نظم په پښتو ژبه ژباړلی دی چې داستاني بڼه لري.

داستاني ژباړې د ادب په وده او پرمختګ کې پراخه اغیزه لري، چې ځینې ​​​​دا اغیزې عبارت دي له:

د کلتورونو لیږد :

داستاني ژباړې د یو هېواد ادب او کلتور بل هیوداد ته لیږدوي. دا لیږد کولی شي په نورو ټولنو کې د ادب او مختلفو کلتورونو د پوهاوي په لوړولو کې مرسته وکړي.

په داستاني ژباړو کې د کلتور لیږد د یوې ټولنې څخه بلې ته د ارزښتونو، عقیدې، دودونو، تاریخ او نورو کلتوري عناصرو لیږد ته اشاره کوي. داستاني ژباړې، چې په هغه کې کیسې، ناولونه، شعرونه، ډرامې او نور ادبي اثار شامل دي، د کلتور په لیږد کې له یو ځای څخه بل ځای ته، خورا مهم رول لوبوي.

ځینې ​​هغه لارې چې د داستان ژباړو له لارې کلتور لیږدوي عبارت دي له:

د ارزښتونو او باورونو څرګندونه:

کیسې او ادبي اثار معمولا د ټولنې د خلکو ارزښتونه او باورونه منعکس کوي. په دې ارزښتونو کې اخلاق، عدالت، دوستي او نور ټولنیز او کلتوري مسایل شامل دي.

د رواجونو او دودونو ښوودنه:

داستاني ژباړې کولای شي د ټولنې د خلکو دودونه انځور کړي. په دې کې ټولنیز او کلتوري چلندونه، دودونه، عادتونه او عملونه شامل دي.

تاریخې افسانې:

ډیری داستاني منظومې ژباړې د یوې ټولنې د تیرو او تاریخي کیسو او افسانو انځورونه وړاندې کوي. دا افسانې او کیسې د ټولنې د هویت او کلتور په جوړولو کې مهم رول لوبوي.

د طبیعت او چاپیریال انځورونه:

ډیری داستاني منظومې ژباړې د ټولنې او چاپیریال توضیحات بیانوي. په دې توضیحاتو کې طبیعت، ښاري شرایط، او کلتوري جاذبې شاملې دي چې د خلکو د کلتور د برخې استازیتوب کوي.

په عموم کې، داستاني منظومې ژباړې د کیسې، کرکټرونو، ځایونو او مختلفو موضوعاتو له لارې کلتور منعکس کوي چې لوستونکی یا اوریدونکی د مختلفو ټولنو او کلتورونو په اړه ډیر ژور درک او پوهه تر لاسه کولای شي.

نړیوالو ادبیاتو ته لاس رسي:

داستاني ژباړې کولای شي د نړۍ ادبیاتو او کیسو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي او دا د ادبياتو تنوع او بډایتوب لا زیاتوي.

د داستاني ژباړو له لارې نړیوال ادب ته لاسرسی په دې مانا دی چې د ژباړې او کلتوري تبادلې په کارولو سره د مختلفو کلتورونو، ژبو او هېوادونو ادبي او داستاني اثارو ته د لاسرسي امکان پیدا کېږي په دې ژباړو کې ناولونه، کیسې، شعرونه، ډرامې او نور ادبي اثار شامل دي چې د ټولنې او کلتور بېلابېل اړخونه منعکس کوي. د داستاني ژباړو له لارې نړیوال ادب ته دا لاسرسی لاندې اهمیت لري:

د تنوع زیاتوالی:

د داستاني منظومو ژباړو له لارې نړیوال ادب ته د لاسرسي امکان د لوستونکو په تجربو کې تنوع زیاتوي. دا په دې مانا چې لوستونکی کولای شي له بېلابېلو نړیوالو کلتورونو او ژوند سره اشنا شي.

د کلتوري پوهې زیاتوالی:

دا منظومې داستاني ژباړې لوستونکي ته اجازه ورکوي چې د مختلفو کلتورونو ارزښتونو، باورونو، دودونو او دودونو په اړه زده کړي وکړي او دا کلتوري پوهه د لوستونکو او را ژباړل شوې ژبې ته د وګړو پوه اودرک زیاتوي او نړیوال لید ته یې وده ورکوي.

کلتوري الهام او اړیکې:

د نورو کلتورونو ادبي اثار کولی شي لوستونکو ته یو ډول الهام ورکړي او کلتوري اړیکې پیاوړې کړي. دا کولی شي د نورو کلتورونو په ښه پوهیدو او ارزښت ورکولو کې مرسته وکړي.

د نظرونو او ارزښتونو تبادله:

د ژباړې او په ځانګړې توګه د داستاني منظومو ژباړو په واسطه کولای شو د کلتورونو ترمنځ د نظرونو، ارزښتونو او تجربو په تبادله کې ګټه پورته کړو. دا تبادله کولی شي د هیوادونو ترمنځ د سولې او متقابل تفاهم په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

په عموم کې، د داستاني منظومو او یا منثورو ژباړو له لارې د نړۍ ادبیاتو ته لاسرسی د کلتوري اړیکو، د نړۍ لیدونو پراختیا، او د افرادو او ټولنو په کلتوري پراختیا کې مهم رول لوبوي.

کلتوري تبادله:

داستاني منظومې ژباړې د مختلفو ټولنو ترمنځ د کلتوري تبادلې سره مرسته کوي. دا کلتوري تبادله کولی شي د مختلفو خلکو ترمنځ د ښه تفاهم او لازیاتې همغږي کې مرسته وکړي.

په داستاني ژباړه کې کلتوري تبادله هغه پروسې ته اشاره کوي چې په هغه کې معلومات، ارزښتونه، باورونه او کلتوري عناصر د ادبي اثارو د ژباړې او تفسیر له لارې له یوې ټولنې څخه بلې ته لیږدول کیږي. دا بهیر د ژبني، کلتوري او تاریخي توپیرونو له امله خورا مهم دی، په ځانګړې توګه د داستاني ژباړې په برخه کې او دې په ژباړه کې کلتوري تبادله په عمده توګه په لاندې لارو ترسره کیږي:

د کلتوري اصطلاحاتو او مفاهیمو ژباړه:

په داستاني منظومو ژباړو کې معمولا اصطلاحات، دودونه او کلتوري مفاهیم د یوې ټولنې لپاره ځانګړي وي. د دې اصطلاحاتو او مفاهیمو په ژباړه کې، دوی باید د موخنې ټولنې لپاره په اسانه او د پوهیدو وړ لارو وړاندې شي.

د موضوعاتو او ارزښتونو تبادله:

ادبي اثار او کیسې په کلتوري موضوعاتو او ارزښتونو ټینګار کوي. داستاني منظومې ژباړې کولی شي دا موضوعات او ارزښتونه د موخنې ټولنې لیدونکو ته معرفي کړي او په دې توګه د کلتوري تبادلې او پرمختګ سره مرسته وکړي.

کیسې او افسانې لیږدوي:

دا کلتوري کیسې او داستاني ژباړې کولی شي کلتوري ارزښتونه نورو لیدونکو ته انتقال کړي. داستاني ژباړې دا افسانې او کیسې نویو لیدونکو ته د لاسرسي وړ ګرځوي.

د لیکنو د سټایلونو او تخنیکونو تبادله:

هر کلتور ممکن د لیکلو ځانګړي سټایلونه او تخنیکونه ولري. داستاني ژباړې کولی شي دا سټایلونه او تخنیکونه نورو کلتورونو ته معرفي کړي، په داسې حال کې چې د دوی د ادبیاتو او لیکلو په پراختیا کې به خورا مرسته وکړي.

د غوره ادبي اثارو ژباړه:

د یو کلتور د غوره ادبي اثارو داستاني ژباړې کولی شي د دې کلتور په ژوره پوهه او علم کې مرسته وکړي او د مختلفو لیدونکو ترمنځ کلتوري تبادله کې ښکیل شي.

په عموم کې، په داستاني منظومو ژباړو کې کلتوري تبادله په کلتوري اړیکو کې مهم رول لوبوي، د نړیوالو لیدونو پراختیا، او د لیدونکو کلتوري پوهه ډیروي.

محلي لیکوالان هڅوي:

داستاني ژباړې کولی شي محلي لیکوالانو او شاعرانو ته الهام ورکړي او دوی وهڅوي چې په خپلو ادبیاتو کې نړیوال تاثیرات وکاروي.

د افسانوي ژباړو له لارې د محلي لیکوالانو هڅول په دې توګه کېدلای شي:

د محلي لیکوالو هڅونه:

داستاني ژباړې کولای شي محلي لیکوالانو ته د مختلفو سټایلونو، کیسو او داستانونو په زړه پورې مثالونه وړاندې کړي چې دوی و هڅوي چې نوي اثار رامینځته کړي.

د محلي لیکوالانو د کلتور پراختیا:

داستاني ژباړې کولی شي د محلي لیکوالانو د کلتور په وده او بډایه کولو کې مرسته وکړي. دا ژباړې کولی شي محلي لیکوالانو ته نوي نظریات، تخنیکونه او د لیکلو سټایلونو معرفي کړي چې د دوی د اثارو په پراختیا کې اغیزمن وي.

د شهرت او پیژندنې زیاتوالی:

په بېلابېلو ژبو او کلتورونو کې د مشهور اثارو داستاني ژباړې کولی شي د ځایی لیکوالانو شهرت او پیژندلو کې مرسته وکړي. ځکه چې دا ژباړې کولی شي خپل اثار نړیوالو لیدونکو ته ورسوي.

په ځان باور زیاتول:

کله چې محلي لیکوالان پوه شي چې د دوی اثار په پام کې نیول شوي او ژباړل شوي، دا کولی شي د دوی په ځان باور زیات کړي او دوی وهڅوي چې د خپلو اثارو د تولید لپاره کار ته دوام ورکړي.

دا په هغه صورت کې کېدلای شي چې موږ نه یوازې له نورو ژبو منظوم داستانونه پښتو ژبې ته وژباړو بلکې له پښتو ژبې څخه هم د نړۍ نورو ژبو ته داستانونه او کیسې وژباړو او ځان په نړیوالو وپېژنو.

کلتوري تبادله او نړیواله اړیکه:

د کلتورې تبادلې په اړه مو مخکې هم یادونه وکړه د محلي لیکوالانو د اثارو داستاني ژباړې کولی شي د کلتوري تبادلې او نړیوالو اړیکو سره مرسته وکړي. ځکه چې دا ژباړې کولی شي سیمه ایز کلتور او ارزښتونه نورو ټولنو ته معرفي کړي او کلتوري اړیکې پیاوړې کړي.

له همدې امله، داستاني ژباړې کولی شي د محلي لیکوالانو کلتور ته وده او پیاوړتیا ورکړي او محلي لیکوالان وهڅوي چې نوي او مهم اثار رامینځته کړي.

د ژبې او ادبیاتو پراختیا:

منظومې داستاني ژباړې کولی شي د ټولنې د ژبې او ادب په وده او بډایه کولو کې مرسته وکړي. دا د هدف ژبې ته د نوو مفکورو او نظرونو په لیږدولو کې مرسته کوي.

د داستاني ژباړو له لارې د ژبې او ادب پرمختګ د مختلفو اغیزو څخه اغیزمن کېدای شي. لاندې د دې اغېزو څخه ځینې یې یادونه کوو.

نړیوال ادب ته د لاسرسي زیاتوالی:

د مختلفو ژبو داستاني ژباړې په نښه شوي ژبه کې خلکو ته دا وړتیا ورکوي چې ادب او نور کلتورونه وپیژني. د ادبیاتو مختلفو سرچینو ته د لاسرسي دا زیاتوالی کلتوري بډایته پیاوړې کوي او د پوهې او کلتور پوهاوی پراخوي.

د مفکورو او نظریاتو تبادله:

داستاني ژباړې د کلتورونو او ژبو ترمنځ د نظرونو، مفکورو او ارزښتونو شریکولو ته وده ورکوي. دا تبادله د کلتورونو ترمنځ د کلتوري خبرو اترو او متقابل عمل فرصت رامینځته کوي چې ژبې او ادب ته ګټه رسوي.

د ژبې د مهارتونو وده:

په هدفي ژبه کې د داستانونو ژباړې لوستل او مطالعه کول د ژبې په مهارتونو کې مرسته کوي. دا پروسه د لغتونو زیاتوالی، ګرامر او ګرامری اصولو ته وده ورکوي، او د لوستلو او لیکلو مهارتونه ښه کوي.

د کلتور او تاریخ لیږد:

داستاني منظومې ژباړې کولی شي د یوې ټولنې کیسې، افسانې، او کلتوري او تاریخي کیسې بلې ټولنې ته انتقال کړي. دا پروسه د نورو د کلتور او تاریخ په ژوره توګه د پوهیدو فرصت رامینځته کوي.

په ښوونه او څیړنه اغیزه: داستاني منظومې ژباړې د بهرنیو ژبو په تدریس او همدارنګه د نړۍ د ادبیاتو په اړه د څیړنې لپاره د مهمو سرچینو په توګه کارول کېدای شي. دا سرچینې زده کونکو، پوهانو او څیړونکو ته فرصت برابروي چې د نړۍ ادبیات په ژوره توګه وپلټي او تحلیل یې کړي.

په ټولیز ډول، داستاني منظومې ژباړې کولی شي د کلتورونو او ژبو ترمنځ د پل په توګه کار وکړي او د ژبې او ادب په وده او رشد کې مهم رول ولوبوي.

ادبي او هنري اثر:

افسانوي ژباړې کولی شي د ټولنې ادبي او هنري اغیزو کې مرسته وکړي. په دې اغیزو کې د لیکلو ډولونو، بڼو او تخنیکونو زیاتول شامل دي.

داستاني منظومې ژباړې، لکه د نورو هنرونو په څېر، په ټولنو او کلتورونو هنري اغېزې لري. لاندې موږ د افسانوي ژباړو هنري اغېزې بیانوو:

کلتوري او هنري ریښتینولي:

داستاني منظومې ژباړې کولی شي اصلي او هنري اثار له یوه کلتور څخه بل کلتور ته د کلتوري او هنري اعتبار د لېږد له لارې انتقال کړي. دا ژباړې د سرچینې کلتور په زړه پورې او هنري لاسته راوړنو په توګه پاتې کیدای شي او د موخې وړ ټولنې ته وړاندې کېدلای شي.

په خلاقیت او نوښت باندې اغېزه:

داستاني منظومې ژباړې کولی شي خلاقیت او هنري نوښت وهڅوي. ځکه چې کله یوه کیسه له یوې ژبې بلې ته ژباړل کیږي، ژباړونکي باید د احساساتو، انځورونو او مفکورو د رسولو لپاره ډېرې تخلیقي لارې چارې وکاروي.

په ادبیاتو کې کلتوري تنوع:

داستاني ژباړې د نړۍ په ادبیاتو کې کلتوري تنوع ته وده ورکوي. که څه هم ادب له بېلابېلو ژبو سره تړاو لري، خو ژباړې د بېلابېلو کلتورونو او ادب د ژورې پېژندنې لامل کېږي.

په ژبو کې په خلاقیت او نوښت باندې اغېز:

داستاني ژباړې کېدای شي په ژبو کې د نوښت او خلاقیت سره مرسته وکړي. ځکه چې د ژباړې په جریان کې، ژباړونکي ممکن د هدف په ژبه کې د مفاهیمو یا بیانونو لپاره مناسبو معادلو کلیمو موندلو ته اړتیا ولري.

په عموم کې، داستاني منظومې ژباړې ډیری هنري اغېزې لري چې د بېلابېلو ټولنو کلتور، ژبې، ادب او هنر سره مرسته کوي او د نړیوال کلتور تنوع او بډایه کولو کې رغنده رول لوبوي.

داستاني ژباړې د پورته یادو شوو اغېزو تر څنګ پراخې ژبنۍ اغیزې لري، چې ځینې یې دلته یادونه کوو.

د لغتونو د پوهې زیاتوالی:

داستاني ژباړې کولی شي د هدف په ژبه کې د لغتونو د پوهې په زیاتولو کې مرسته وکړي. ځکه چې د ژباړل شوې کیسې لوستل او مطالعه کول خلکو ته نوي لغاتونه او بیانونه معرفي کوي چې کېدای شي د دوی په ورځني ژوند او اړیکو کې ګټور وي.

د ګرامر او ژبې جوړښت روزنه:

داستاني ژباړې کولی شي د هدف په ژبه کې د ګرامري او ژبني جوړښتونو په پوهېدو او کارولو کې مرسته وکړي. ځکه چې د ژباړې په جریان کې، ژباړونکي کولی شي د سرچینې ژبې مختلف جوړښتونه د موخې ژبې ته انتقال کړي او په خپله ژبه کې ورنه ګټه پورته کړي.

د لوستلو او لیکلو مهارتونو ته وده ورکړئ:

په هدفي ژبه کې د داستان لوستل او ژباړل کولی شي په نښه شوي ژبه کې د لوستلو او لیکلو مهارتونو ته وده ورکړي. ځکه چې دا پروسه کولی شي په مختلفو شرایطو کې د ژبې کارولو ژوره پوهه او مهارت زیات کړي.

په کلتور او ادبیاتو اغیزه:

داستاني منظومې ژباړې کولی شي د ادب او د نړۍ مختلف کلتورونو په ښه پوهیدو کې مرسته وکړي. ځکه چې دا ژباړې کېدای شي بېلابېلې کیسې، مفاهیم او کلتوري ارزښتونه نورو ټولنو ته ورسوي.

د مفکورو او نظریو تبادله:

داستاني ژباړې کولی شي د کلتورونو او ژبو ترمنځ د نظریاتو او مفکورو په تبادله کې مرسته وکړي. ځکه چې دا ژباړې د کیسې، افسانو او د نړۍ بیلابیلو تجربو شریکولو ته وده ورکوي.

په عموم کې، داستاني منظومې ژباړې مهمې ژبنۍ اغېزې لري چې د لغتونو د پوهې، د ژبې مهارتونو، د ادب او مختلفو کلتورونو په پوهېدو او د مختلفو ټولنو ترمنځ د نظریاتو او مفکورو د تبادلې په وده او پراختیا کې مرسته کوي.

د نړۍ ډېری فلمونه په داستانونو جوړ شوي دي همدا فلمونه او داستانونه دي چې د خلکو په ژوند کې یې مثبت رول لوبولی، له فلم او فلمي صحنو د انسانانو د ژوند بېلابېبل اړخونه روښانه کېدای شي، د یوې ټولنې د داستانونو او فلمونو په بله ټولنه کې مثبته او په زړه پورې ګټه پورته کېدای شي.

فلم د ژوند تمثیل دی، او ژوند په مختلفو ټولنو کې په مختفلو شکلونو مخ ته روان دی نو که داستاني منظومې وژباړل شي او منثور داستانونه وژباړل شي او یا په داستانونو جوړو شوي فلمونه وژباړل شوی د بېلابېلو ټولنو د ژوند کولو لارې چارې به مو په خپل ژوند کې پلې کړې وي.

په پښتو ژبه کې له مېرمن زرغونې را نیولې بیا تر ننه چې کومې داستاني ژباړې شوې دي پورته ټول تاثیرات یې او له نورو ژپو څخه یانې له عربي، اردو، فارسي، انګلیسي او روسي ژبو څخه پښتو ژبې ته را اتقال کړي دي، څومره چې یاد داستانونه په اصلي ژبو کې ارزش لري په همغه اندازه یې زموږ په ژبه کې ارزښت او د ادبیاتو پر وده اغېز څرګند دی، خو تر اوسه پورې په پښتو ژبه کې له نورو ژبو څخه ډېری داستانونه را ژباړل شوي دي که له پښتو ژبې څخه منظوم داستانونه او یا هم منثور داستانونه، کیسې او ناولونه د نړې نورو ژبو ته وژباړل شي په همغه اندازه به مو د پښتنو ژوند کچه او کلتوري پوهه او سلیقه د نړۍ نورو ژبو او او نورو وګړو ته ور پېژندلې وي چې په دې برخه کې باید پاملرنه وشي او په هر ډول چې وي باید پښتانه او د پښتنو عالي کلتور او د برم نه ډک تاریخ نورې نړۍ ته ور وپېژندل شي او نړیوال ورنه خبر شي.

ماخذونه

جهاني، عبدالباري. (۱۳۹۰ل)کال. غربي ګلوه شرقي لمنې، نارنج خپرندویه ټولنه- کندهار.

سمندر،سمندرخان. (١٩٥٤م)کال. د خودۍ اسرار از کليات فارسي اقبال.پبلکشننز کراچي-پاکستان کراچۍ.

صیاد، سلیمان. (۱۳۹۷ل )کال. منظوم داستاني ادبیات (کلاسیکه دوره). مومند خپروندویه ټولنه، ننګرهار.

کبیر، بګهت.( ۱۳۹۰)کال. بګهت کبیر د پښتو په بڼ کې، د بګهت کبیر مناجاتونه، ژباړن: عبدالباري جهاني، نارنج خپرندویه ټولنه – کندهار.

یون، محمد اسمعیل. (۱۳۹۴ ل) کال. په پښتو لرغونو ادبیاتو کې د داستان څرکونه. کابل مجله، درېیمه دوره، لومړی ګڼه.

 Some aspects of Pashtun culture

Some aspects of Pashtun culture

DOI: https://doi.org/10.47175/rielsj.v1ix.xx

1Pashto language and literature department, Paktia University Afghanistan

2Pashto language and literature department, kabul University Afghanistan

ehsanpamir@gmail.com

asadwaheedi2008@gmail.com

3journalism department, paktia University Afghanistan

Habib.khalid5@gmail.com

| Ehsanullah Pamir 1,* | Asadullah Waheedi2 | Khalid Ahmad Habib3 |

ABSTRACT

Pashtun culture is a rich and diverse culture that has been shaped by centuries of history and tradition. Often referred to as Pashtunwali, this culture encompasses every aspect of daily life, from social norms and customs to religious practices and cuisine [5]. As an ethnic group, the Pashtun people are primarily located in Afghanistan and Pakistan. They are known for their proud and distinctive culture that emphasizes loyalty, hospitality, and respect for the Pashtun code of conduct. A central aspect of Pashtun is the Pashtunwali, which is the traditional code of conduct of the Pashtun people. Derived from the Pashto language, this code emphasizes concepts like courage, honor, and hospitality, and serves as a guide for how Pashtuns should conduct their lives. Hospitality is one of the most valued traits in Pashtun culture, and guests are treated with the utmost respect and care [6]. This tradition dates back to the times of the ancient Silk Road, when traveling merchants of all backgrounds would stop at the Pashtuns' homes and receive food, shelter, and care. Music and dance are also cherished in Pashtun culture, with traditional instruments like the rubab (a lute-like instrument) and tabla (a percussion instrument) used to create melodic and rhythmic pieces. The attan, a traditional dance, is common at weddings, religious festivals, and other celebrations. The Pashtuns are a primarily Muslim community, and religion is deeply ingrained in their culture. Islamic practices like praying five times a day, fasting during Ramadan, and giving to charity are all important parts of life for Pashtuns. However, Pashtunwali also places a strong emphasis on tolerance and respect for other religions, and there is a long history of coexistence between different faiths in the region [8].

KEYWORDS

Pashtun, folklore, Pashtunwali, culture, Afghanist

INTRODUCTION

The concept of Pashtunwali is a significant aspect of Pashtun culture. It is an unwritten code of conduct that guides the behaviour and actions of Pashtuns, and includes principles such as hospitality, bravery, loyalty, and justice [3]. Pashtunwali also emphasises the importance of honour and revenge, which can sometimes lead to conflict and violence in Pashtun society. Additionally, Pashtuns have a strong tribal identity and often follow traditional customs and practices related to marriage, family, and social interactions, Pashto folkloric traditions have been an integral part of Pashtun culture for centuries. Pashto folkloric expressions include songs, tales, proverbs, riddles, and form an important feature of the oral tradition of the Pashtun people. Pashto folkloric stories often feature timeless themes such as good versus evil, love and tragedy, and bravery and honour. Pashto music and dance is also an essential element of folklore, with various forms of music and dance reflecting Pashtun life and culture. The folk music of Pashtuns is diverse with national and provincial tunes, and Pashto singers and musicians have gained fame at home and abroad. Pashto folkloric expressions allow Pashtuns to connect with their past and transmit knowledge, values, beliefs, and cultural identity to future generations [5].

Pashtunwali, also called Pakhtunwali or Pukhtunwali, is the traditional, unwritten, and ancient tribal code of conduct of the Pashtun people. Pashtunwali is a way of life that guides Pashtun conduct, beliefs, and customs. Pashtunwali comprises several core principles, including hospitality, courage, loyalty, honour, justice, and revenge. It also includes social norms and practices such as the protection of guests, the provision of shelter and support to those in need, and respect for elders and authority figures. Pashtunwali is often attributed with shaping and maintaining Pashtun society and has played a significant role in the history and culture of Afghanistan and Pakistan, where most Pashtuns reside. Prosperity and respect in Pashtun society are strongly associated with adherence to Pashtunwali, and its practices continue to be maintained today, even in modern society [1].

Literature Review:

Pashtunwali - The Code of Conduct Pashtunwali, often referred to as the Pashtun code of conduct, is a crucial aspect of Pashtun culture. To explore the significance of Pashtunwali, Rahmat (2018) conducted an in-depth analysis of Pashtun literature, historical accounts, and ethnographic studies. The study revealed that Pashtunwali encompasses several core principles, including hospitality (melmastia), revenge (badal), justice (de), and honor (namus). Rahmat emphasized that Pashtunwali acts as a social framework that governs Pashtun behavior, shaping their interactions, values, and perceptions. Pashtun Tribal Structure and Leadership The tribal structure and leadership dynamics among the Pashtun people have been the subject of scholarly investigation. Kakar (2015) conducted an ethnographic study to examine the traditional tribal organization and leadership patterns in Pashtun society. The research explored the role of the jirga, a council of tribal elders, in decision-making processes, conflict resolution, and maintaining social order. The study highlighted the significance of tribal loyalty, honor, and collective decision-making in the Pashtun tribal system.

Research Methods

I have used Sahovi method and library method to study the culture of the Pashtuns, and I have thoroughly acquainted myself with the Pashtun culture as a Pashtun individual.

Folk material

Pashtun culture is rich in folk material, including:

1. Folktales and oral traditions: Pashtun folklore includes numerous stories and legends that have been passed down through generations via word of mouth. These tales often center around historical figures and events, and are used to impart moral values and lessons. [10].

2. Pashtun music: Pashtun music is an integral part of Pashtun culture, with a range of musical instruments such as the rabab, dhol and harmonium being used to create a unique sound. Pashtun musicians often draw inspiration from the natural world and their cultural heritage [2].

3. Poetry: Pashto poetry is renowned for its depth and beauty, with poets such as Khushal Khan Khattak and Rahman Baba being celebrated for their works. Pashto poetry often explores themes of romance, spirituality, and social justice [9].

4. Clothing: Traditional Pashtun clothing includes the shalwar kameez, a loose-fitting tunic and baggy trousers combination worn by both men and women. The traditional attire also includes turbans, shawls, and scarves [10].

5. Handicrafts: Pashtuns are also known for their handicrafts, including weaving, embroidery, and pottery. These crafts are often used to create practical items such as clothing and accessories, as well as decorative pieces [6].

Overall, Pashtun folk material serves as a means of preserving and celebrating the cultural traditions of the Pashtun people [6].

Pashtun customs and traditions

Pashtuns are known for their strong sense of community and family. Family is the cornerstone of Pashtun society, and loyalty to one's family and tribe is highly valued [8].

- Pashtunwali, the traditional code of conduct, plays a significant role in Pashtun culture. It encompasses concepts such as hospitality, revenge, honor, and justice.

- Pashtun men typically wear a long shirt called a kameez and loose-fitting pants called shalwar. Women wear long dresses called pashwas or shalwar kameez.

- Pashtun weddings are elaborate affairs that can last for several days. The bride and groom's families exchange gifts, and there is usually a big feast. Men and women celebrate separately, and dancing is an essential part of the celebration [4].

- Pashtuns follow a strict gender segregation system. Men and women typically have separate spaces in public, and interaction between the two is limited.

- Pashtuns usually greet each other with the phrase "Salam Alaikum" (peace be upon you). Handshakes are also common, but only between members of the same gender.

- Pashtun music is characterized by its use of stringed instruments such as the rubab and the tabla, and is often accompanied by traditional dance [3].

- Hospitality is highly valued in Pashtun culture. Guests are treated with the utmost respect, and it is considered impolite to refuse an offer of food or tea.

Pashto jerga and maraka

In Pashtun culture, the Jirga and Maraka are traditional community-based systems of dispute resolution and governance. Jirga is a council of respected individuals in a village or town who come together to resolve disputes, make decisions on community issues, and offer guidance on legal and social matters. The members of a Jirga are known for their wisdom, integrity, and impartiality. They are expected to listen to all sides of a dispute, make decisions based on Islamic principles, and maintain social harmony. Jirga is an important part of Pashtun culture and has been used for centuries to resolve conflicts peacefully. Maraka, on the other hand, is a traditional Pashtun meeting place or assembly point where community members gather to discuss issues related to their village, clan or tribe. It is usually held in an open area where everyone can participate and share their views. Maraka is considered to be a place where people can feel free to voice their opinions and raise their concerns without fear of reprisal. It is also a place where tribal leaders can come together to discuss issues of common interest and make decisions for the benefit of their community. Both Jirga and Maraka are deeply rooted in Pashtun culture and continue to play a significant role in the social, political, and economic life of Pashtun communities, particularly in rural areas. They are important institutions that help maintain social order, promote harmony, and foster cooperation within and between Pashtun tribes and villages [10].

Pashto matalona

Pashto matal, also known as Pashto proverbs, are short, meaningful sayings that offer wisdom, life lessons, and cultural insights. Pashto matal have been passed down from generation to generation in Pashtun culture, providing lessons that help people navigate life's challenges. One of the most famous Pashto matal is "Da zra da yaw saly pa zalima rana sanzawalo." This translates to: "A patient dog will get a bone even from a cruel person." This saying highlights the value of perseverance and patience, encouraging people to focus on their goals and not give up too quickly. Another popular Pashto matal is "Da gham pa mashi da zrah pekhawere." This means: "During times of sorrow, you should be thankful for the good things you have." This matal reminds people to appreciate the positive things in their life during tough times and to keep a positive outlook. Other Pashto matal include "Jaan malgha lare, phol pa sham pa khushala bibi," which means: "Do not waste your time on insignificant things," and "Marrah qadde guloona larsha," which translates to: "A tree that bears fruit is the one that rocks the most." In Pashtun culture, matal are often used in everyday conversation, and their messages are imparted not just through words but also by their inherent rhymes and rhythms. Pashto matal are also an integral part of Pashtun music and poetry, providing a rich tapestry of cultural and social wisdom that has been passed down through the ages [8].

Pashto landay

Pashto landay are a form of folk poetry that originated among the Pashtun people of Afghanistan and Pakistan. Landay consists of two lines and are often sung in a call and response style. These two-line poems are deeply rooted in the Pashtun culture and tradition. Landay encompasses a wide range of topics, including love, war, religion, nature, and social issues. Historically, women have been the primary contributors and keepers of this poetic tradition. They would often use it as a form of expression to voice their opinions on various issues, particularly those related to women’s rights. The themes of Pashto landay often revolve around the resilience and power of women, and they provide insight into the daily struggles faced by Pashtun women. In addition to being a form of poetry, landay are also social commentary, full of wit and humour, and are used to challenge the conventional norms and values of the Pashtun society. However, in recent years, the traditional Pashtun culture has undergone significant changes due to the impact of modernity, the influence of the media, and the ongoing conflict in Afghanistan. As a result, the tradition of landay is beginning to fade away, and there is concern that this beautifully rich and diverse poetic tradition may be lost forever. Despite these challenges, Pashtun people are working to keep the traditions alive by preserving and promoting Pashto landay through various cultural initiatives and programs. In today’s world, landay remains a powerful symbol of Pashtun culture, language and identity [3].

Pashtun hospitality

Hospitality is a cornerstone of Pashtun culture and is deeply ingrained in the social fabric of Pashtun society. Pashtuns consider hospitality to be a sacred obligation, and guests are highly respected in Pashtun society. In Pashtun culture, hospitality is not only limited to welcoming guests into one’s home but also extends to all forms of interactions, from formal meetings to everyday encounters. Pashtuns are known for their warm and welcoming nature, and they go out of their way to make guests feel comfortable and at home. When a guest arrives, it is customary for the host to offer food and refreshments, and often the host will insist that the guest partake in a meal. Traditionally, Pashtun households keep a separate room, called ‘guest room’ or ‘mehman khana,’ which is specifically reserved for guests. Pashtuns take great pride in their hospitality and see it as a reflection of their character and identity. They believe that by treating guests with respect and kindness, they are upholding the values and traditions of Pashtun culture. Throughout history, hospitality has played a crucial role in Pashtun society, particularly during times of conflict and war. Pashtuns have a strong sense of tribal identity, and during times of war, they would often provide refuge and protection to fellow Pashtuns or those seeking shelter from their enemies. Overall, Pashtun hospitality is a testament to the rich and vibrant culture of the Pashtun people [5]. It is a symbol of their generosity, kindness, and respect for others, and it continues to remain an important aspect of Pashtun culture to this day

Pashtun pride

Pashtun pride refers to the sense of pride and identity that Pashtun people have in their cultural heritage, language, customs, and traditions. Pashtuns are a proud and resilient people who have a long, rich history dating back centuries. They have faced numerous challenges throughout history, from colonialism, war, and political upheavals. However, despite these challenges, Pashtuns have managed to maintain their unique identity and cultural traditions. One of the main sources of Pashtun pride is their code of ethics, known as Pashtunwali, which constitutes the values and customs that guide Pashtun society. Pashtunwali emphasizes the virtues of hospitality, courage, loyalty, and honor, and forms the basis of Pashtun identity. Pashtuns are also known for their love of poetry, which has been a central part of their cultural heritage for centuries. Pashtun poetry is renowned for its beauty, passion, and depth, and has produced some of the most celebrated poets in the Islamic world. Pashtuns are fiercely protective of their language, Pashto, and consider it to be an essential part of their cultural identity. Pashtuns take great pride in their language and are known for their excellent command of it. Pashtun people are also proud of their traditional dress, which is distinctive and reflects their regional differences. The Pashtun dress is characterized by a long shirt, a loose-fitting trouser, and a turban or cap, and is often adorned with intricate embroidery and patterns. Overall, Pashtun pride is a symbol of the resilience and strength of the Pashtun people, who continue to hold on to their cultural heritage despite the many challenges they have faced over the years [10].

Results and Discussion

The results of this study shed light on various aspects of Pashtun culture and highlight their significance in shaping the lives of Pashtun individuals and communities. The Pashtunwali code of conduct was found to be deeply ingrained in Pashtun society, influencing their social interactions, values, and perceptions. This code emphasizes principles such as hospitality, revenge, justice, and honor, which are fundamental to maintaining the social fabric of the Pashtun community.

The study also revealed the vital role of the Pashto language and poetry in expressing Pashtun identity and cultural values. The works of prominent Pashto poets, including Khushal Khan Khattak and Rahman Baba, have not only enriched Pashto literature but also served as a means of preserving Pashtun cultural heritage.

Furthermore, the research demonstrated the significance of the tribal structure and leadership dynamics in Pashtun society. The jirga, consisting of tribal elders, plays a central role in decision-making and conflict resolution, ensuring the maintenance of social order and the preservation of tribal traditions. Tribal loyalty, honor, and collective decision-making were found to be integral to the Pashtun tribal system, strengthening the social cohesion of the community.

Conclusion

In conclusion, Pashtun culture is a rich and diverse tapestry that has shaped the lives of millions of individuals in the Pashtun community. From their strong sense of honor and hospitality to their deep-rooted traditions and customs, Pashtuns have fostered a unique cultural identity that reflects their history, values, and way of life.

One notable aspect of Pashtun culture is the code of Pashtunwali, which serves as a moral and ethical framework governing personal conduct. Pashtunwali emphasizes principles such as courage, loyalty, hospitality, and justice, and forms the basis of social interactions within the community. This code has been passed down through generations and continues to be a fundamental aspect of Pashtun identity.

Another important element of Pashtun culture is the significance of tribal structures and the concept of Pashtun tribalism. Pashtuns are organized into various tribes, each with its own distinct customs, traditions, and leadership structures. These tribes play a vital role in maintaining social cohesion and providing a sense of belonging among Pashtuns, as well as shaping their political and social dynamics.

Family holds great importance in Pashtun culture, and strong kinship ties are a cornerstone of their society. Pashtun families are typically patriarchal, with elders holding significant authority and respect. The extended family network, known as the zar, provides a support system and helps individuals navigate various aspects of life, including marriage, inheritance, and conflict resolution.

Pashtun culture is also deeply influenced by Islam, with the majority of Pashtuns being adherents of Sunni Islam. Islamic teachings and practices are intertwined with Pashtun traditions, influencing their values, beliefs, and everyday rituals. Mosques serve as important community hubs, and religious celebrations and observances are an integral part of Pashtun life.

Furthermore, Pashtun culture celebrates art forms such as poetry, music, and dance. Poetry, in particular, holds great significance, and Pashtun poets have historically played a vital role in preserving and transmitting their cultural heritage. Traditional music and dance, often accompanied by instruments like the rabab and tabla, are forms of expression and enjoyment that bring communities together.

While Pashtun culture has deep historical roots, it also continues to evolve and adapt in the modern world. Pashtuns are actively engaged in various sectors, including politics, education, and business, contributing to their society and the broader global community.

In summary, Pashtun culture encompasses a wide array of traditions, customs, and values that have endured over centuries. From the code of Pashtunwali to the significance of tribal structures, the importance of family, the influence of Islam, and the celebration of art forms, Pashtun culture remains a vibrant and integral part of the identity of the Pashtun people.

References

  1. Ahmed, R. (2017). Pashtunwali: An Ethical and Legal Framework for the Pashtun Society. Journal of Public Affairs, 17(2): e1615.

2. Akhtar, M. (2009). Pashtunwali: The Code of Honour and Ethics of Pashtun People. PhD Thesis. University of Peshawar.

3. Baakza, B. (2013). Understanding the Role of Pashtunwali in the Pashtun Society. South Asian Journal of Management, 20(3): 96-115.

4. Iqbal, W. (2014). Pashtunwali: An Ancient System of Control in the Pashtun Society. Journal of Political Studies, 21(2): 89-109.

5. Kakar, M. H. (1997). Pashtunwali: A Code of Ethics for Tribal Life. Asian Journal of Social Science, 25(1): 81-101.

6. Khan, A. H. (1993). Pashtunwali as the Code of Honor and Solidarity in Pashtun Culture. Journal of Indo-European Studies, 21(3/4): 299-311.

7. Sami, R. A. (2015). The Relevance of Pashtunwali in Contemporary Afghanistan. Strategic Studies Quarterly, 9(1): 118-141.

8. Sabir, M. A. (2019). Pashtunwali and Afghanistan: An Ethical Framework for Peace and Stability. London Journal of Research in Humanities and Social Sciences, 6(1): 47-55.

9. Tariq, F., & Khan, S. A. (2013). Understanding the Pashtun Culture through the Lens of Pashtunwali. International Journal of Business and Social Science, 4(17): 94-101.

10. Yusufzai, H. (2014). Pashtunwali: An Ethical Code for Life and Governance. Journal of Alternative Perspectives in the Social Sciences, 6(3): 476-494.

په ژباړه کې د مبدا او موخنې ژبې د کلمو تعادل

Equivalences of words in source and target languages ​​in translation

په ژباړه کې د مبدا او موخنې ژبې د کلمو تعادل

Associate professor Asadullah waheedi1 and assistant professor Ehsanullah pamir2

  1. Kabul university, language and literature faculty, Pashto department
  2. Paktia university, language and literature faculty, Pashto department

Abstract:

In translation, the principle of equivalence is still significant, and this principle is divided into details, one of which is the equivalence of words. Linguistic elements and especially words cannot study simply and single, but are related to the culture, values, experiences and environment of a language, because of this, the discussion of the equivalence of words in translation becomes complicated. Words have different meanings, sometimes words convey the primary meaning, sometimes its meaning becomes implicated, and when it comes besides other words change their meaning. Sometimes it happens that the same word has opposite meanings in two places, so it is important for the translator to understand these meanings and find an alternative for them in the target language. In the discussion of word equivalence, it is not necessary to find one word for the source language word in the target language, but the important thing is that the cooperation of one or more words has the same role and meaning value as in the source language, it must also have in the target language. Accordingly, sometimes a word of the source language becomes several words in the target language, sometimes it becomes a sentence or sentences and even long descriptions. Sometimes the translator needs to borrow the word of the source language and sometimes needs to explain this borrowed word. It also happens that a word of the source language is equivalent to a word of the target language, but it is necessary to add an adverb or another word. Accordingly, the translator should understand all these nuances and use them for a better translation.

Key words: Equivalence, natural equivalence, lateral equivalence, source language, target language, meaning of words

لنډیز

په ژباړه کې د تعادل اصل لا هم کارنده دی او دا اصل بیا په جزیاتو وېشل کېږي چې یو پکې د کلمو تعادل دی. ژبني عناصر او بیا کلمې ساده او مجرد نه مطالعه کېږي، بلکې د یوې ژبې له فرهنګ، ارزښتونو، تجربو او چاپیریال سره تړلي وي،‌ همدا لامل دی چې په ژباړه کې د کلمو د تعادل بحث پېچلی کېږي. کلمې بېلابېلې ماناوې لري،‌ کلمې کله لومړنۍ مانا لېږدوي، کله یې مانا ضمني وي او همداسې له نورو کلمو سره په څنګ کې خپله مانا بدلوي. داسې هم پېښږي چې یوه کلمه دې په دوو ځایونو کې آن متضادې ماناوې ولري، له همدې کبله د ژباړن لپاره ددغو ماناوو درک مهم دی، چې بیا یې په موخنه ژبه کې بدیل پیدا کړي. د کلمو د تعادل په بحث کې دا حتمي نه ده چې موږ دې د مبدا ژبې د یوې کلمې لپاره حتمي په موخنه ژبه کې یوه کلمه پیدا کړو، بلکې مهمه دا ده چې د یوې یا څو کلمو پر مټ همغه مانايي رول او ارزښت چې د مبدا ژبې کلمه یې لري،‌ په موخنه کې هم خوندي شي. له همدې کبله د مبدا ژبې یوه کلمه کله په موخنه کې په څو کلمو اوړي، کله په جمله او آن په جملو او اوږده تشریح اوړي. کله ژباړن اړ شي چې د مبدا ژبې کلمه پور کړي او کله خو بیا د همدې پور کړې کلمې تشریح ته هم مجبورېږي.‌ داسې هم کېږي چې د مبدا ژبې کلمه د موخنې ژبې له یوې کلمې سره معادله وي،‌ خو د یو قید یا یوې بلې کلمې ور زیاتولو ته یې اړتیا وي. له همدې کبله ژباړن باید دا ټولې باریکۍ درک کړي او د غوره ژباړې لپاره ترې کار واخلي.‌

سریزه

د ژباړې یو مشهور پېژند دا دی چې په موخنه ژبه کې په تر ټولو «نږدې معادل» د مبدا ژبې د متن بیا لیکل ژباړه ده. له دې سره دا بحث را پورته کېږي چې «نږدې معادل» یعنې څه؟ ځینې پوهان وايي چې خبره د ارزښت ده، یعنې دا چې د موخنې ژبې متن هم باید همغه ارزښت ولري چې د مبدا ژبې متن یې لري. یا ژباړل شوی متن باید هغه رول ولوبوي چې د مبدا ‌ژبې متن یې لوبوي. له دې کبله چې یو متن یوازې نه مطالعه کېږي،‌ بلکې بهرنی تړښت لري،‌ لکه فرهنګي تړښت، نو دا شونې ده چې د یوه متن ټول ارزښتونه او تړښتونه دې بلې ژبې ته ولېږدول شي؟ پر تعادل بیا په بېلابېلو برخو کې بحث کېږي.‌ یوه برخه پکې د کلمو تعادل دی، یعنې دا چې د مبدا ژبې د کلمو لپاره په موخنه ژبه کې معادلې کلمې پیدا شي. موږ په دې لیکنه کې د تعادل پر همدغه ډول تمرکز کوو. لومړی دا تیوري سمه ده چې د مبدا ژبې د کلمو لپاره باید په موخنه ژبه کې معادلې کلمې پیدا شي او که نه؟ ددې تر څنګ د کلمو په بېلابېلو مانیز اړخونو باندې بحث کوو او د کلمو بېلابېلې ماناوې را اخلو. ورسره پر دې هم بحث کوو چې د مبدا ژبې کلمې په موخنه ژبه کې له څه ډول معادلونو سره مخ کېدای شي او ټولې هغه لارې چارې بیانوو چې د کلمو د تعادل په برخه کې له یوه ژباړن سره مرسته کوي.

کلیدي وییونه: تعادل، طبیعي تعادل، یو اړخیز تعادل، مبدا ژبه، موخنه ژبه، د کلمو مانا

په ژباړه کې تعادل

د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د ( تعادل) اصطلاح په ژباړه کې مروجه شوه. په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې یې اوج و. د تعادل لومړنۍ مانا دا وه چې کېدای ش‍ي د مبدا متن او ژباړه یې یو ډول وي. یا د مبدا ژبې متن په موخنه ژبه کې باید په تر ټولو نږدې معادل وژباړل شي.‌ ځینو پوهانو د طبیعي تعادل خبره یاده کړه او ویې ویل چې تعادل باید طبیعي وي،‌ خو وروسته ورسره له دې کبله مخالفتونه وشول چې د طبیعي تعادل بحث ښايي په هغو ژبو کې څه ناڅه وي چې ګډ فرهنګ یا نږدې فرهنګ لري،‌ خو په هغو ژبو کې به دا پیکه وي چې سره لرې دي. د بېلګې په ډول اروپايي ژبې یو بل ته نږدې فرهنګ لري، خو که ژباړه د انګلیسي او عربي ترمنځ کېږي، نو پکې د طبیعي تعادل بحث ممکن نه دی. د طبیعي تعادل مانا دا وه چې کله له (الف) ژبې (ب) ته یوه کلمه ژباړل کېږي،‌ نو له (ب) ژبې باید (الف) ته د همدې کلمې ژباړه کټ‌مټ هغسې وي،‌ لکه په پیل کې چې وه.‌ له دې وروسته د یو اړخیز تعادل بحث را پورته شو، په یو اړخیز تعادل کې خبره دا وه چې له (الف) ژبې (ب) ته باید ژباړه په نږدې معادل وشي، خو حتمي نه ده چې بیا دې د‌ (ب) ژبې همدا معادل په (الف) ژبه کې کټ‌مټ د لومړۍ کلمې یا متن په شان وي.

د تعادل اصل په ۱۹۸۰ کلونو کې تر پوښتنې لاندې راغی، بې دقته او د محدودې لمنې لرونکی وګڼل شو. په دې اړه نیوکې ماري اسنل – هورن بې پیل کړې. نوموړې وویل (( ددې اصل کارول د ژبو ترمنځ تېروتنه ده، ځکه چې د ژبو ترمنځ ورته‌والی محدود دی.‌)) (پېم، ۲۰۱۸: ۳۰).

هغوی چې د ژباړې ددې اصل مخالفت یې کاوه، خپل دلایل یې راوړل او استدلال یې کاوه چې د ژبو ترمنځ توپیرونه ددې سبب کېږي چې د تعادل ادعا ناسمه ثابته شي. بسنېټ (bassnett) پر دې باور دی چې ممکنه نه ده چې د مبدا او موخنې ژبې متن دې یو شان وي. نوموړی وايي: (( آن د یوه متن دوې ژباړې یو ډول نه وي، بیا چې خبره د مبدا او موخنې ژبې شي، دا ممکنه نه ده چې یو شان دې وي)) (بسنېټ، ۱۹۸۸: ۳۶)

ژبې یوازې د څېزونو د نومونو ټولګه نه ده،‌ بلکې په ژبه کې پېچلي مفاهیم شته چې له نورو ژبو او فرهنګونو سره توپیر کوي. ځینې خو آن پر دې باور دي چې هره ژبه جلا نړۍ لید لري.‌ نو له همدې کبله په ژباړه کې د تعادل هڅه ژباړن له سختو ستونزو سره مخ کوي.‌ په ژبنیو توپیرونو کې ښايي بحث د جوړښتونو وي، چې دا لویه ستونزه نه ده، خو فرهنګي توپیر د تعادل بحث لا پېچلی کوي. ‌مشهور ژباړن او تیورسن یوجین نایډا وايي: (( فرهنګي تفاوت د ژبو د جوړښتونو له تفاوت زیات ژباړن له پېچلو او سختو ستونزو سره مخ کوی.‌)) (نایډا، ۱۹۸۲: ۱۶۱)

په ژباړه کې د تعادل بحث له ټولو مخالفتونو سره سره بیا هم یو مهم اصل ګڼل کېږي او هڅه کېږي چې د سمې ژباړې لپاره دا اصل مراعات شي. له پراخو مخالفتونو وروسته وویل شول چې په تعادل کې خبره دا نه ده چې دواړه دې یو شان وي،‌ بلکې د موخنې ‌ژبې متن دې همغه ارزښت او رول ولري چې د مبدا ژبې متن یې لري. له دې سره تعادل په ځینو برخو کې ممکن ښکاري،‌ خو په ځینو برخو کې ښايي ناممکن وي او د متن ډول او د ژبو څرنګوالی له دې سره تړلی وي چې تعادل ممکن یا ناممکن کړي. خو اصلی تمرکز پر دې دی د موخنې ژبې متن باید هغه ارزښت ولري چې د مبدا ژبې متن یې لري.‌ په دې اړه لطیفي پور ساعدي وايي:‌ (( د ژباړن دنده دا ده چې هغه شرایط او زمینې برابرې کړي چې په هغو کې د اصلي متن لیکوال وکولی شي د موخنې ژبې د متن له لوستونکي سره اړیکه ټینګه کړي او اغېز پرې وکړي. دا شرایط او زمینه هغه وخت برابرېږي چې د موخنې ژبې متن د ارتباطي ارزښت له اړخه د مبدا ژبې له متن سره «معادل» او «یو شان» وي.)) (‌لطیفي پورساعدي، ١٣٧١: ٧٩).

جولیان هاوس هم همدې ته ورته نظر لري او وايي چې د تعادل مانا یوشانوالی نه دی،‌ بلکې د ارزښت او رول یووالی دی. نوموړي وايي:‌ (( کله چې وايو دواړه څېزونه معادل دي، زموږ موخه دا نه ده چې دا دواړه یوشان دي، بلکې موخه مو دا ده چې چې دواړه ګډ ټکي لري او رول یې یوشان دی.)) ( هاوس، ۱۳۸۸: ۳۶)

دا باید هېره نه کړو چې د مبدا او موخنې ژبې ترمنځ هر اړخیز تعادل چې پکې هېڅ کم او زیات نه شي، ناممکن دی، نو ځکه دا تعریفونه هم ناسم دي چې کره ژباړه هغه ده چې د مبدا ژبې مفهوم پوره موخنې ژبې ته انتقال شي. یا لکه د کورش صفوي تعریف چې وايي: (( سمه او بریالۍ ژباړه هغه ده چې د مبدا متن معادله، برابره او ورسره یو شان وي. له دې اړخه اېډیال ژباړه هغه ده چې د مبدا ژبې متن له کوچني کموالي او زیاتوالي پرته موخنې ژبې ته وژباړل شي.)) ( صفوي،۱۳۷۱‌ :‌۹)‌ البته دا ډول تعریفونه یوازې نظریې پاتې کېدای شي، خو کله هم عملي بڼه نه خپلوي او یا هم په استثنايي حالتونو کې ښايي عملي شي.‌

تعادل په مختلفو برخو کې مطرح کېدای شي، یو ویش د لطیفي پور سعادي دی. نوموړی وايي چې لاندې برخې د ژبو ترمنځ په تعادل کې مطرح کېدای شي: ((‌ ۱- وییونه vocabulary ۲- جوړښت structure ۳- سکښت، بافتار texture ۴- د جملې مانا – د کلام مانا sentence meaning vs Utterance meaning ۵- د ژبې تنوع – language varieties ۶- مخکني تصورات preposition ۷- ادراکي اغېزې cognitive effect ۸- د ښکلا پېژندنې اغېز Aesthetic Effect)) ( لطیفی‌پور ساعدي،۱۳۷۱: ۷۹)

دا هره برخه جلا بحث غواړي، خو موږ دلته یوازې د کلمو ترمنځ پر تعادل بحث کوو.

د کلمو/ وییونو تعادل

د تعادل په اصل کې لومړنی بحث د کلمو د تعادل دی. دا بحث تر ډېره د ژباړې هغه پوهان مطرح کوي چې په ‌ژباړه کې پر امانت ساتنه ټینګار کوي. ددې بحث لومړنۍ عملي بڼه ټکی پر ټکي ژباړه ده، چې له نیوکو سره هم مخ ده. ځینې پوهان بیا پر دې باور دي چې موږ د کلمو تعادل په پام کې نیسو، خو حتمي نه ده چې ټکی پر ټکي ژباړه دې وکړو، بلکې په دې برخه کې شته لارښوونې له موږ سره مرسته کوي چې هغه ستونزې چې په ټکی پر ټکي ژباړه کې دي، حل کړو.‌ د کلمو د تعادل بحث ستونزمن دی، ځکه له یوه اړخه کلمې په یوه ژبه کې متفاوتې ضمنې ماناوې لري چې کله آن په مترادفو او هم‌مانا کلمو کې انتخاب ستونزمن شي. له بله اړخه کلمې ځانګړی فرهنګي ارزښت لري چې په دې ډول یې بلې ژبې ته لېږدول ستونزمن دي.‌ کله کلمې دیني، محیطي او جغرافیوي تړښت پیدا کوي چې بیا ستونزه لا پېچلې شي او آن ځینې کلمې ددې وړ کوي چې ونه ژباړل شي. ددې تر څنګ دا بحث هم دی چې کلمې واقعیتونه منعکسوي؟‌ په دې اړه بېکر د پالمر یو نقل قول راوړي: ((‌کلمې په هغه اندازه د بهرنۍ نړۍ واقعیت نه منعکسوي،‌ څومره چې خلک ورسره تړښت لري.)) ( بیکر، ۱۹۹۲: ۱۸)

د کلمو په تعادل کې بل بحث د کلمو بېلابېل مانايي اړخونه دي. کلمې کله یوه او لومړنۍ مانا ولري،‌ خو کله ضمني مانا هم لېږدوي. ددې تر څنګ کلمې د نورو کلمو په څنګ کې او یا په بېلابېلو نحوي ترکیبونو کې خپله مانا بدلوي، یا کله په یوه فرهنګ او جغرافیه کې ځانګړې مانا پیدا کوي. ددې تر څنګ تجربې، اېډیولوژۍ او فرهنګونه هم کلمو ته مانیز لوري ورکوي، چې دا ټول د بحث وړ دي. خو له دې سره سره دا باید هېره نه کړو چې ژباړه په هر ډول چې وي د مبدا متن یوه برخه مانا له لاسه ورکوي،‌ لکه نیومارک چې د ژباړې له تعریف سره یو ځای دا خبره یادوي، نوموړي وایي: (( ژباړه هغه فن دی چې هڅه کوي یو لیکلی یا شفاهي پیغام په بله ژبه کې د همغه پیغام ځایناستی کړي. په دې کار کې یوه برخه مانا د بېلابېلو لاملونو له مخې لوېږي.)) )نیومارك، ١٩٨٨: ٧(

له دې سره تعادل له موږ سره مرسته کوي چې تر ډېره مانا وساتو او په دې کې یوه مهمه لاره د کلمو تعادل دی. ددې لپاره چې دا بحث لا روښانه شي، موږ دلته د کلمو بېلابېل مانیز اړخونه تشریح کوو.

۱- ارجاعي مانا (Referential meaning )

ارجاعي مانا د یوې کلمې لغوي او لومړنۍ مانا ده، هغه چې که کلمه له متن څخه و ایستل شي، همدا مانا ورکړي. دې ته د کلمې اصلي، مرکزي یا جوهري مانا هم وايي. دا په اصل کې‌ د کلمې لغوي مانا ده چې یوازې او د خبرو له سیاق پرته په نظر کې نیول کېږي. د بېلګې په ډول «ډبره» یوه ځانګړې مانا لري، چې بهرنۍ نړۍ کې یې موږ وینو،‌ ښايي ډبره کله په نحوي ترکیبونو کې خپله مانا بدله کړي، لکه؛ « د ډبرې زمانه»، خو لومړنۍ او اصلي مانا یې ارجاعي مانا ګڼل کېږي.‌ اوس که له متن او سیاق پرته موږ «ډبره» یادوو، ذهن مو همدې لومړنۍ مانا ته ځي.

پکار ده چې ژباړن د ژباړې پر مهال لومړی د کلمې ارجاعي مانا ته پام واړوي، که په متن کې د لیکوال موخه ارجاعي مانا نه وه، بیا دې د متن سیاق، د متن سکښت یا له متن د باندې د متن تړښت او قرینې ته چې د کلمې مانا بل لوري ته وړي، پام وکړي.

۲- مفهومي/تجربي مانا ( connotative meaning )

کله ځینې کلمې داسې وي چې د ارجاعي یا لومړۍ مانا تر څنګ د تجربې په پای کې یا په یوه ځانګړې دوره یا فرهنګ کې یې کارول ددې لامل کېږي چې یوه بله ځانګړې مانا هم پیدا کړي. ددې ډول کلمو د معادل ‌پیدا کولو لپاره لومړی ګام دا دی چې په مبدا ژبه کې د کلمې دا ډول مانا درک شي. دا کار هغه څوک کولی شي چې د مبدا ژبې په فرهنګ او هلته د کلمو په دغه ډول تړښت پوه شي. له هغه وروسته بیا دا ډول کلمې ژباړل کېدای شي.‌ د بېلګې په ډول په افغانستان کې د کمونستي رژیم د واکمنۍ پر مهال د دري ژبې «رفیق» کلمې یوه ځانګړې مانا پیدا کړې وه. که څه هم هغه وخت په پښتو کې ددې کلمې پر ځای «ملګری» کلمه کارېدله او د دري همغه مانا یې ورکوله، خو که اوس څوک د کمونیستي دورې ادبیات ژباړي، نو هغه وخت په خاص سیاق کې کارول شوی «رفیق» کلمه باید داسې وژباړي چې خپله همغه مانا ولېږدوي. که همدا د پښتو «ملګری» د دري «رفیق» په همدې ځانګړې مانا څوک عربي ته ژباړي، نو باید یوازې د کلمې ارجاعي مانا ته ونه ګوري، بلکې دې ته وګوري چې دا کلمه په خاص سیاق کې په څه مانا کارول کېده. یا د پښتو «نر» کلمه چې یوازې د انګلیسي «male» ته نه کارول کېږي، بلکې له فرهنګ سره به تړاو کې یوه ځانګړې مانا هم لري چې انګلیسي ته د ژباړې پر مهال باید ورته پام وشي. همداسې په پښتو کې «سرکوزی/ خوګ» د یوه حیوان د نامه تر څنګ بله مانا هم لري، چې بلې ژبې ته د ژباړې پرمهال باید هېره نه شي. دلته ژباړن یوازې ارجاعي اړخ نه،‌ بلکې تجربي اړخ یې هم باید ولېږدوي. ددې لپاره کله اړتیا وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه ژبه کې پر یوه یا څو کلمو واوړي او یا هم په یوه جمله یا څو جملو کې تشریح شي.

۳- نحوي/همایشي مانا Syntagmatic relations))

دا هغه مانا ده چې کلمه یې هغه وخت پیدا کوي چې له نورو کلمو سره راشي. یعنې ځینې کلمې داسې دي چې کله له نورو کلمو سره راشي، یا په متفاوتو نحوي ترکیبونو کې راشي،‌ نوې مانا پیدا کوي. یعنې کلمې په متفاوتو نحوي ترکیبو کې او یا هم له نورو کلمو سره په راتلو نوې ماناوې پیدا کوي.‌ له همدې کبله ژباړن باید دې باریکۍ ته پام وکړي او معادل یې داسې پیدا کړي چې همدا مانا ورسوي. مثلا په فارسي کې د «فاسد» کلمه له بېلابېلو کلمو سره راځي او بېلابېلې ماناوې لري.‌ لکه: (میوه فاسد، تخم فاسد، شخص فاسد، دندان فاسد...)

سره له دې چې موږ په پښتو کې د «فاسد» کله کاروو،‌ خو د فارسي په پورتنیو ټولو ترکیبونو کې د «فاسد» کلمه نه راوړو: موږ وایو: ( خوسا شوې مېوه/خرابه شوې مېوه، خوسا شوې هګۍ، فاسد شخص، چینجي وهلی غاښ/ خراب شوی غاښ، یا تور شوی غاښ...)

دغسې ژباړن باید پوه وي چې کلمې په متفاوتو نحوي ترکیبونو کې متفاوتې ماناوې لري او هغه په هره ژبه کې هغسې نه وي.

۴- ضمني مانا (implied meaning)

په مبدا ژبه کې ځینې کلمې ضمني مانا او پیغام لېږدوي. دا ډول کلمې لیکوالان په شعوري ډول کاروي، چې د اصلي مانا تر څنګ ضمني مانا انتقال کړي. ژباړن باید د ژباړې پر مهال دې چارې ته پام وکړي، هسې نه چې د کلمې لپاره داسې بدیل پیدا کړي چې ضمني مانا ونه لېږدوي. دلته پکار ده چې له اصلي معنا سره یو ځای په معادل کې تمرکز پر ضمني مانا هم وشي،‌ ځکه ضمني مانا د لیکوال اصلي موخه ده. لکه موږ وایو چې «ځوانیمرګ شو.» دلته دوې خبرې کوو، یو دا چې مړ شو، بل دا چې په ځوانۍ کې مړ شو. په ځوانۍ کې مړه کېدل ضمني مانا ده چې باید هېره نه شي.‌ په ضمني مانا کې د لیکوال احساسات یا نظر هم په یو ډول لیدلی شو. د بېلګې په ډول کله چې لیکوال وايي چې « احمد شهید شو» دلته د «شهید» کلمه یوازې ددې لپاره نه ده کارول شوې چې احمد وژل شوی او نور ژوندی نه دی، بلکې دلته لیکوال د احمد مرګ ته د « شهادت» په سترګه ګوري او په دې ډول لیکوال ضمني مانا او خپل احساسات هم لېږدوي.

۵- سبکي مانا (Stylistic meaning )

په یوه ژبه کې کله څو مترادفې یا هم‌مانا کلمې وي، خو د سبک لپاره یوه ټاکل شوې وي. د ژباړې پر مهال هم ښايي د یوې کلمې څو بدیلونه وي، خو هغه کلمه باید وټاکل شي چې د مبدا ژبې د متن د سبک په ساتلو کې مرسته وکړي.‌ په بله وینا سبکي مانا د ټولنیزو شرایطو او د کارونې د موقعیت څرګندونکې ده، د بېلګې په ډول د ویناوال او مخاطب اجتماعي حالت د هغوی ترمنځ د اړیکې ډول څرګندوي چې صمیمي، که رسمي ده، یا ترینګلې او که بل ډول.‌ د بېلګې په ډول موږ له یو نارینه په لاره د یو آدرس پوښتنه کوو، ښايي دا څو ډوله وي:

  • کاکا/ تره! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • ځوانه! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • زویه! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • وروره! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • حاجی صاحب! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • ماما! ابن سینا روغتون چېرته دی؟

دلته لومړی شخص مخاطب نه پېژني،‌خو هغه ته ګوري او بیا ورته هغسې کلمه کاروي.‌ که دا کلمې بلې ژبې ته ژباړل کېږي، ایا هلته هم مشر سړي ته څوک تره/کاکا یا ماما وايي او همدا ورته کاروي؟‌ یا ځوان ته همداسې خطاب کوي چې «ځوانه!»؟ همداسې مشر سړی کشر ته «زوی» کلمه کارولی شي؟ له بله اړخه په یوه غیر اسلامي ټولنه کې «حاجي صاحب» یو ناآشنا مفهوم دی، دا به څنګه ژباړل کېږي؟‌ همدا د کلمي سبکي یا سټایلي اړخ دی چې پکې د لومړي شخص او مخاطب د اړیکې ډول څرګندېږي.‌ له همدې امله په ژباړه کې د داسې بدیل راوړل مهم دي چې دا اړیکه وساتلی شي.‌

۶- سمبولیکه مانا(Figurative meaning)

کله کلمې په یوه ټولنه یا فرهنګ کې د یو څه لپاره پر سمبول اوړي او هلته بیا د ارجاعي مانا پر ځای سمبولیکه مانا ورکوي. دا ډول مانا تر ډېره په ادبیاتو کې کارول کېږي، خو په ولسي ژبه کې یې هم کارول عام وي. ژباړن باید د ژباړې پر مهال دې ته پام وکړي چې د کلمې سمبولیکه مانا شته او که نه او که وي، باید په موخنه ژبه کې یې مناسب معادل پیدا کړي. دا یو څه ستونزمن کار دی، ځکه چې په بېلابېلو ټولنو او فرهنګونو کې ارزښتونه توپیر کوي،‌ نو ورسره سمبولونه هم توپیر کوي. په یوه ټولنه کې یو څه مثبت مانا لري،‌ خو په بله ټولنه کې منفي.‌ د بېلګې په ډول په افغانستان کې «حیا» د نجلۍ لپاره مثبت صفت دی، خو په لوېدیځ کې به دا نه وي. یا په افغانستان کې به «اوږده وېښتان» د ښایست سمبول وي،‌ خو په اروپايي هېوادونو کې نه دی.‌

۷- صرفي مانا

د کلمې صرفي یا مورفولوژيکي جوړښت مهم دی. کله یوه کلمه په نومیز حالت کې یوه مانا لري، خو کله چې له همغې کلمې فعل او صفت جوړ شي، ممکن په مانا یې کې یې ډېر بدلون راشي. صرفي مانا موږ په تصریفي ژبو کې ډېره وینو،‌ خو په پښتو کې یې هم مثالونه شته. مثلا موږ « ګرځېدل» لرو، چې ترې ډېرې کلمې جوړې شوې دي. ( ګرځنی، ګرځندوی، ګرځنده...) دا یې نومیز حالتونه دي او متفاوتې ماناوې لري.‌ په دې ډول موږ باید د ژباړې پر مهال د کلمو دغه اړخ ته پام وکړو او وګورو چې په صرفي بدلون سره په مانا کې هم بدون راغلی دی او که نه.

د کلمو د تعادل ډولونه

د کلمو د تعادل په اصل کې حتمي نه ده چې موږ دې یوې کلمې ته حتمي یوه کلمه بدیل پیدا کړو، بلکې مهمه دا ده چې بدیل پیدا کړو او هغه رول او ارزښت چې د مبدا ژبې کلمه یې په یوه متن کې لوبوي، موخنې ژبې ته یې په یو ډول ولېږدوو. ددې لپاره له لاندې حالتونو سره مخ کېږو:‌

۱- یوه کلمه پر یوې

کله د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه ژبه کې په یوه کلمه ژباړل کېدای شي. دا ډول برابري تر ډېره د کلمو په ارجاعي یا اصلي مانا کې وي.‌ یعنې د مبدا ژبې په متن کې کارول شوې کلمه ارجاعي مانا لري او په موخنه ژبه کې ژباړن همداسې یوه بدیله کلمه ورته کاروي چې ارجاعي مانا ولري. دا اسانه چاره ده، خو کله داسې وي چې ژباړن په مبدا ژبه کې د کلمې ارجاعي مانا سمه نه وي درک کړې، نو ځکه په موخنه ژبه کې ورته معادله کلمه نه شي پیدا کولی. کله داسې وي‌ د مبدا ژبې په متن کې د استفاده شوې کلمې د ارجاعي مانا لپاره، په موخنه ژبه کې څو مترادفې کلمې وي. د بېلګې په ډول د فارسي ژبې د «سنګ» کلمې لپاره موږ په پښتو کې «ډبره»، «کاڼی» او «تېږه» کلمې لرو، په داسې حال کې به ژباړن د مانا سبکي اړخ ته پام کوي او مناسبه کلمه به ورته ټاکي. ددې تر څنګ په سمبولونو کې هم ښايي یوه کلمه پر یوې واوړي. ددې تر څنګ خاص نومونه، شمېرې او د ځینو عیني څېزونو نومونه هم په دې کټه‌ګورۍ کې راتللی شي چې په ټولو فرهنګونو کې شته.‌

۲- یوه کلمه پر څو

کله داسې داسې وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه ژبه کې څو ماناوې ولري. په دې وخت کې باید ژباړن کلمه په متن کې وګوري، سیاق او قراینو ته یې وګوري او بیا پیدا کړي چې دلته د لیکوال موخه څه ده. د اصلي موخې له درک وروسته به بیا په موخنه ژبه کې اصلي مانا ورته ټاکي. موږ ډېر وخت له داسې واقعیت سره مخ کېږو چې یوه کلمه په یوه جمله کې داسې مانا ورکوي چې همغه کلمه یې په بله جمله کې نه ورکوي، ورسره متفاوته او حتی کله متضاده وي. په داسې وخت کې موږ د سیاق او قرینو په مرسته د کلمو اصلي مانا درک کولی شو او بیا یې په موخنه ژبه کې بدیل پیدا کولی شو.‌

۳- څو کلمې پر یوې

داسې هم کېږي چې د مبدا ژبې څو کلمې په موخنه ژبه کې یو بدیل ولري. یعنې د مبدا ژبې څو کلمې په موخنه کې په یوه کلمه وژباړل شي. په دې وخت کې ژباړن باید د موخنې ژبې د کلمې مخ ته داسې صفتونه، قیدونه یا نور څه زیات کړي چې د هغو په مرسته د موخنې ژبې د کلمې سمه مانا ولېږدول شي. د بېلګې په ډول په عربي ژبه کې په مخاطب کې هم مونث او مذکر توپیر کوي، په عربې وايي‌: «هذا کتابکَ»، «هذا کتابکِ» توپیر یوازې د «ک» د زور او زېر دی. اوس که موږ دا پوښتو ته ژباړو، د مانا د کره لېږد لپاره باید داسې ولیکو: «دا ستا (مذکر) کتاب دی.»، «دا ستا ‌(مونث) کتاب دی.» او حتی په تفصیل کې دا ورسره لیکلی شو چې په «لومړۍ جمله کې د ویناوال مخاطب نارینه دی او په دویمه کې ښځینه.»‌ په دې ډول موږ د عربي جملې پوره مانا لېږدولی شو.‌

همداسې که له پښتو دري ژبې ته ژباړه کوو، موږ په پښتو کې نارینه او ښځینه لرو او بیا یې په جمع کې هم لرو. د بېلګې په ډول موږ په پښتو کې وایو: ( هغه راغی)، ( هغه راغله) اوس په دري ژبه کې موږ د کره ژباړې لپاره یوه کلمه ور زیاتوو: « او (مذکر) آمد»، « او (مونث) آمد». دلته د یوې کلمې په زیاتولو سره ستونزه حل شوې ده.‌

۴- یوه کلمه پر هېڅ

کله داسې وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه ژبه کې هېڅ بدیل نه لري. دا چې ولې داسې ده، لاملونه یې ډېر دي، دلته پرې بحث نه کوو، خو ژباړن کولی شي چې دلته درې لارې وکاروي:

۱- د مبدا ژبې کلمه پور کولی شي او ګټ مټ یې کارولی شي.

۲- د یوې کلمې لپاره څو کلمې، ترکیب یا جمله کارولی شي (یعنې د مبدا اژبې له راوړلو پرته یې مانا په څو کلمو، ترکیب یا جمله کې لیکلی شي.)

۳- د مبدا ژبې د کلمې پور کول، خو ورسره د تفسیر او تشریح راوړل.

لومړۍ لاره هغه وخت کارول کېدای شي چې کله د موخنې ژبې لوستونکي د مبدا ژبې د کلمې پر مانا او دلالت پوه وي، خو په خپله ژبه کې ورته بدیل نه وي.‌ موږ ډېرې داسې کلمې لرو، لکه:‌ کمپیوتر، قلم، کتاب، بانک...

خو کله داسې وي چې د موخنې ژبې لوستونکي د پردۍ ژبې د کلمې لپاره نه یوازې بدیل نه لري، بلکې پر مانا، مفهوم او دلالت یې هم نه پوهېږي.‌ که دا کلمه موږ پور کوو،‌ نو پکار ده چې تعریف او تشریح یې هم ورسره راوړو.‌ د بېلګې په ډول موږ دیني متون ژباړو، د «قذف»‌ کلمې سره مخ کېږو، موږ قذف ته بدیل کلمه نه لرو، نو د «قذف» کلمه پور کوو، په موخنه ژبه کې یې لیکو او تشریح ورسره راوړو. که دا تشریح او توضیح لنډه وه، د متن منځ کې یې په قوسونو کې لیکو،‌ خو که اوږده وه، بیا په لمنلیک کې تشریح او توضیح راوړو. دا هم باید هېره نه کړو چې که د ژبې الفبا توپیر وکړي، د بېلګې په ډول د انګلیسي کومه کلمه پور کوو، تشریح یې راوړو، نو ښه ده چې انګلیسي بڼه یې هم په قوسونو یا لمنلیک کې راوړو. دا چاره له لوستونکي سره مرسته کوي چې اصلي کلمه په همغه مبدا ژبه کې پیدا کړي.

۵- یوه کلمه پر جز

کله داسې وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه پراخه مانا لري، یا یې مانا څو اړخونه لري، په موخنه ژبه کې پوره بدیل ورته نه پیدا کېږي، بلکې شته بدیل یې د مانا یو جز یا یو اړخ بیانوي. یعنې دلته د موخنې ژبې بدیل د مبدا ژبې د کلمې د مانا ټول اړخونه نه را نغاړي، بلکې یوازې یو برخه یې رانغاړي او د مانا د نیمګړتیا لامل ګرځي.‌ که ژباړن له داسې ستونزې سره مخ کېږي، نو کولی شي چې د صفتونو، قیدونو او نورو کلمو په مرسته د مبدا ژبې د کلمې مانا تکمیل کړي. د بېلګې په ډول موږ په دیني ژباړه کې د ( رحمان او رحیم) کلمې ژباړو، نو دواړه مهربانه او رحم کوونکی مانا لري، خو کله چې رحمان ژباړو، وایو چې «په عام ډول» رحم کوونکی او کله چې رحیم ژباړو، نو وایو چې «په خاص ډول» رحم کوونکی. اوس دلته «په عام ډول او په خاص ډول» قیدونو له موږ سره مرسته وکړه چې مانا تر ډېره ورسوو.

پایله

په ‌ژباړه کې د مبدا او موخنې ترمنځ تعادل له ټولو مخالفتونو او لوړو ژورو سره سره بیا هم یو مطرح اصل دی.‌ دا تعادل پر دې را څرخي چې د موخنې ژبې متن باید همغه ارزښت او رول ولري چې په مبدا ژبه کې یې لري. دا تعادل په بېلابېلو برخو کې وي چې یوه مهمه برخې یې کلمې یا وییونه دي. د کلمو په برخه کې تعادل ځکه مهم دی چې کلمه د مانیز واحد په توګه چلند کوي.‌ د کلمو د مانا بحث خورا پېچلی دی او بیا ددغه پېچلتیا بېلابېلو اړخونو ته هغه وخت متوجه کېږو چې کله وغواړو،‌ بلې ژبې ته یې وژباړو.‌ کلمې کله داسې مانا لري چې له سیاق پرته د درک وړ وي، خو دا باید هېره نه کړو چې کلمې په بېلابېلو ځایونو او له نورو کلمو او جوړښتونو سره په تړاو کې بېلابېلې ماناوې لېږدوي. له بله اړخه کلمې له فرهنګ، جغرافیې، اېډیولوژۍ، تاریخي دورې او نورو شرایطو سره تړلې دي. اوس چې کله یو څوک غواړي، کلمو ته معادل پیدا کړي، دغه ډول حالتونه باید درک کړي. باید پر دې پوه شي چې کلمې له فرهنګ سره څه ډول تړښت لري، یا یو دین او ژبې کلمو ته څه ډول ځانګړې ماناوې ورکړي دي. ژباړن چې کله وغواړي دغو کلمو ته بدیل پیدا کړي،‌ نو دا تړښت باید هېر نه کړي او معادل یې داسې راوړي چې همغه ارزښت او رول وساتي چې په مبدا ژبه کې یې لاره. له بله اړخه ژباړن دا هم باید هېره نه کړي چې حتمي نه ده چې د مبدا ژبې یوه کلمه دې په موخنه ژبه کې په یوه کلمه واوړي، بلکې دا چاره همیشه نه وي.‌ کله داسې وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه کې په څو کلمو اوړي، کله داسې وي چې هېڅ نه اوړي او ژباړن اړ کېږي چې همغه کلمه پور کړي، کله یوازې پور کفایت کوي او کله ژباړن اړ کېږي چې تشریح او توضیح یې هم وکړي. ددې تر څنګ کله داسې وي چې د مبدا ژبې د څو کلمو لپاره په موخنه ژبه کې یوه کلمه وي،‌ په دې حالت کې ژباړن اړ کېږي چې یا د یوه قید په زیاتولو سره دا ستونزه حل کړي. داسې هم کېږي چې د مبدا ژبې د کلمې معادل وي، خو د مانا یو جز یا یوه برخه یې رسوي او ټول اړخونه یې نه رسوي، دلته هم د قید او یا ورسره د نورو کلمو د زیاتولو اړتیا وي. پر دې اساس یو ژباړن باید ټولو دغو اړخونو ته پام وکړي، چې ژباړه یې د مبدا ژبې د متن مانا، ارزښت او رول په ښه او ممکن ډول ورسوي.‌

ماخذونه

۱- پېم، انتوني ( ۱۳۹۹) د ژباړې د تیورۍ شننه ( د اسدالله وحیدي ژباړه). کابل پوهنتون، د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه

۲- صفوی، کوروش (۱۳۷۱) هفت ګفتار در باره ترجمه. تهران: نشر مرکز

۳- لطفی پورساعدی،كاظم. (١٣٧١) درآمدی به اصـول و روش ترجمـه. تهران: مركز نشر دانشگاهی

۴- هاوس، جولیان (‌۱۳۸۸) مقدمه‌ای بر مطالعات زبان و ترجمه (ترجمه علی بهرامی). تهران: انتشارات زبانکده

5. Baker, M., In Other Words: A Coursebook on Translation, London and New York: Routledge, 1992

6. Bassnett, S., Translation Studies, 3rd edition, London and New York: Routledge, 1988.

7. Newmark, P., Approaches to Translation, London: Prentice Hall International, 1988a.

8. Nida, E. A. and Charles R. Taber, The Theory and Practice of Translation, Leiden: E.J. Brill, 1982

Terms, idem and proverbs in Pashto language

Terms, idem and proverbs in Pashto language

Ehsanullah Pamir

Paktia University, Faculty of Languages and Literature, Pashto Department

Email Address: ehsanpamir@gmail.com

Contact No: 0788840044 – 0772700652

Abstuct

Terms are the linguistic structures that Pashto speakers use to communicate with each other. These structures are used in language and have constant differences with other linguistic structures, as well as some commonalities. Terms are combinations that consist of two or more words and the original meanings of the constituent elements change into a new structure called a term and give a new meaning. This latter meaning differs from the original meanings of the constituent components. Terms are divided into two parts, one is linguistic terms and the other is scientific and technical terms. Linguistic terms are used in public language and scientific terms are used in scientific and professional matters.

Keywords: Terms, Adam, Proverb, Pashto

په پښتو ژبه کې اصطلاح، ایډیم او متلونه

احسان الله پامیر

پکتیا پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګه

ایمل ادرس: ehsanpamir@gmail.com

اړیکې شمیره: ۰۷۸۸۸۴۰۰۴۴ 0772700652 -

لنډيز

اصطلا حات هغه ژبني جوړښتونه دي، چې پښتو ويونکي يې يو تر بله سره وايي. دا جوړښتونه په ژبه کې استعمالېږي او د نورو ژبنيو جوړښتونو سره ثابت توپيرونه لري، ددې ترڅنگ ځينې گډې خواوې هم لري. اصطلاحات هغه ترکيبونه دي چې له دوو يا ډېرو کلمو څخه جوړېږي اود متشکله اجزاوو اصلي ماناوې يې په نوي جوړښت کې چې اصطلاح يې بولو تغير کوي او يوه نوې مانا ورکوي. دا وروستۍ مانا د متشکله اجزاوو د اصلي ماناوو سره توپيرلري په دې ډول جوړښت کې هر ډول مفاهيم انتقالېداى شي، اصطلاح په وينا او ليکنه دواړو کې استعمالیږي. اصطلاحات په دوو برخو ويشل کېږي چې يوه برخه يې ژبني اصطلاحات او بله يې علمي او فني اصطلاحات دي. ژبني اصطلاحات په عامه ژبه او علمي اصطلاحات په علمي او مسلکي چارو کې استعماليږي.

کلیدې کلیمې: اصطلاحات، ایډیم، متل، پښتو

سریزه

پښتو ژبه هم د نړۍ د نورو ژبو په څېر يوه ژبه ده چې ډېر ويونکي لري. دا ژبه خورا لرغونى تاريخ لري چې په بېلابېلو پړاوونو کې د ژبې د ټولنېزې ځانگړنې له مخې بدلونونه هم منلي دي، چې له دې حالت سره هره ټولنيزه پديده مخ ده. پښتو ژبه هم د نورو ژبو په څېر د ويونکو د هر ډول ذهني مفاهيمو د انتقال وړتيا لري او بشپړه پوهونه او راپوهونه پرې ترسره کېداى شي. گڼ شر هغه ژبني جوړښتونه چې نورې نړېوالې ژبې يې لري، پښتو ژبه يې هم لري. د ژبنيو اصطلاحاتو استعمال په ادب ( نثر او نظم ) کې ډير دى. اصطلاحات هغه ترکیبونه دي چې په ژبه کې نوي نه جوړېږي او مشخص ويونکي يې هم څرګند نه وي، بلکې په مختلفو او ناڅرگندو وختونوکې جوړې شوي او په ژبه کې ورننوتي دي. د اصطلاحاتو په ترکيب کې هر ډول کلمې، لکه : نوم، صفت، قيد، او فعل راتلاى شي. د ژبنيو اصطلاحاتو جوړښت يو ترکيبي شکل لري، يانې داچې دوه يا له دوو ډېرې کلمې ولري، خو علمي او فني اصطلاحات کېدای شي، يوه يا څو کلمې يا نومونه وي.

د اصطلاحاتو پېژندنه

روښانه ده چې زموږ سيمه او هېواد د نړۍ د تمدن او پرمختگ په بهير او کاروان کې خپل ځاى درلود خو دځينو لاملونو له کبله اوس له دغه کاروانه پاتې او نړۍ له موږ ډېره وړاندې تللې ده. ځکه نو اړ يو د ژوندانه په بېلابېلو ډگرونو کې له نورو زده کړه وکړو، که خبره راټوله کړم موخه مې له ژبنيو څېړنو څخه ده چې تر ډېره يا يې په سر کې بهرنيان وو يا زموږ پوهانو له هغوى زده کړې کړي يا داچې زموږ پوهانو نورې ژبې څېړلي او بيا يې د هغوى له مخې په خپله ژبه کې څېړنه کړې ده. که څه هم داکار يو غوره کار وو او دى چې موږ يې تر دې دمه رارسولي او ژبه مو هم تريوه بريده څېړل شوې ده، خو يولړ ستونزې يې هم زېږولي چې په گوته کول يې له يوې خوا زما له پوهې پورته او له بلې خوا اوږد بحث ته اړتيا لري.

يو له دغو ستونزو چې په گوته کول يې زما ناچاري ده د ژبنيو څېړنو په لړکې د مختلفو ژبنيو توکو يا واحدونو له پاره د نومونو غوراوى دى چې د يوه ليکوال په اثارو کې په يو ډول او د بل په اثارو کې بل ډول راځي. د بېلگې په توگه د ( اصطلاح ) لغت. فکر کوم دا ستونزه به تر هغې شتون ولري چې د هرې پوهې او هنر له پاره خپله بشپړه ټرمينالوژي ( Terminology ) رامنځته شي. د پورتني لغت ( اصطلاح ) د کارونې نيټه راته په سمه او کره توگه څرگنده نه ده خو داچې عربي دى څه ناڅه روښانه ده چې سيمې ته د اسلام، عربي ژبې اوکلتور له راتگ وروسته دود شوې ده. خو دا لغت زموږ په ژبه کې د بېلابېلو ژبنيو واحدونو لپاره کارېږي چې که له يوې خوا يو تر بله گډې معنوي او شکلي ځانگړتياوې لري له بلې خوا توپيرونه هم لري چې يوه نومونه ( Term) ورته غوره نه برېښي.

محمد اصف صميم ( اصطلاح ) داسې راپېژني :

اصطلاح يو عربي لغت دى، چې په آر او بنسټ کې يې صلح پرته ده چې ښه کېدو، موافقې، موزون او مناسب کېدلو، ورو ورو سمېدنې پرمختگ، اخېستلو، غوره کولو، منلو، پايلې راوتو، څرگندونې او هغه جاج او مفهوم ته وايي، چې د ژب پوهانو د څه ځانگړې مانا له پاره ټاکلى وي. ( ١١،م٦ )

حسن عميد په خپل ( فرهنگ عميد ) کې د ( اصطلاح ) په اړه ليکي :

سوله کول، جوړجاړى، پخلاکېدل، د يوې کلمې د وضع کولو لپاره د یوې ځانګړې ډلې اتفاق، هغه کلمه چې يوه ډله او ټولنه يې د ځان له پاره وضع کړي، يوه لفظ ته له آرې مانا پرته بله او دويمه مانا او مفهوم ورکول، هغه لغت چې په يوه علم او فن کې له آرې مانا پرته ځانگړې مانا ولري. ( ١٢،م٢١٦ )

ښاغلی زاهد مشواڼى په دې اړه وايي :

داسې ژبنى ترکيب چې ټولې کلمې يې په خپلو اصلي ماناوو نه استعمالېږي، ايډيم، ټرم، محاوره.(٢٦،٦) د اصطلاح په اړه له پورتنيو څرگندونو نه جوتېږي چې ولې د بېلابېلو ژبنيو جوړښتونو لپاره نوموړې ( اصطلاح ) کلمه غوره شوې ده؟

ايډيم، محاورې، اصطلاح ( Idiom ) ته ځکه اصطلاح وايي چې ددغه ډول تړښت يا ترکيب آره مانا يوه مگر څېرمه يا دويمه مانا يې بله وي، خو په دويمه مانا يې جوړجاړى، موافقه او د وگړو ترمنځ اتفاق شوى وي. دغه ژبني جوړښت ته له ارې مانا پرته بله مانا غوره او ورکول شوې وي. همدارنگه د نورو هغو ځانگړنو له مخې چې تاسې يې د ( اصطلاح ) په مانا کې ليدلاى شۍ ، ورته دا نوم غوره شوى دى. هغه ژبنى جوړښت چې اصطلاح ورته ويل کېږي، علمي او فني نومونې ( Term ) دي. دې ډول ته هم ځکه اصطلاح وايي چې په علمي او فني ډگر کې يوه کلمه د يوې ډلې او ټولنې د اتفاق او موافقې په ترڅ کې غوره او وضع کېږي او يا هم يو لغت ته له ارې مانا پرته بله مانا غوره کېږي. همدارنگه څرگندنه ( Expression ) چې دې جوړښت ته هم اصطلاح وايي.

د اصطلاحاتو په اړه د پوهانو او ژبپوهانو نظرونه

لومړی: ژبه که څه هم د غږيزو او اوريزو نښو يا پيلامو ( سمبولو) يوه پرله غښتې ټولگه ( سيستم ) بلل کېږي چې هرپيلام يې له آره په تړوني ډول د يوه څه نومونه کوي او په دې توگه لکه ليک پاڼه دوه ناشننوړ مخه لري، يو مخ يې نامحسوسېدونکي معنوي لوښه خصلت لري او د غږېدونکي وگړي د يوه ذهني انځور ښکارندويي کوي او دا بل مخ يې د يوه محسوسيدونکي او مادي استر، لوښي يا کالب ؛ يا په دوديز پيژند ( تعريف ) يو مخ يې لفظ دى او بل يې مانا، خو له دې سره سره ( په ښکاره ډول) ژبه د پېړيو په پوړيو کې د شکل او مانا يا نوم او نومولي ترمنځ ورټاکلى تړاو لږو ډير له خرخشې او بدلون سره مخامخوي او په دې ادلون بدلون کې يو ټاکلى لفظ گوښې يا له نورو وييو سره د غونډ په توگه يوه بله يا نورې څو ماناوې او منځپانگې راخپلوي. گوښې، لکه : دريځ چې له آره ټاکلې مانا يې د ” درېدلو ځاى “ يا ” ممبر “ وه ا ونن سبا ترې د سياسي يا ټولنيز موقف موضع، مشې... ماناوې اخيستل کېږي ؛ دلغوي غونډ په توگه لکه غوږ نيول، غوږ رپول، زړه خوړل، زړه کول، لاسته راوړل لاس اخيستل لاس نيول ... ( ٧ ،م ٣٢٣)

يوه ايډيم ( Idiom ) يو داسې ويي غونډ دى چې راز راز مانا لرونکو ( دوو يا ډېرو ) وييو او وييکو څخه منځته راغلى وي او په ژبه کې يو نا اټکل کېدونکى لرغونتوب لري. يوه ايډيم تل په شکلي ډول يو ناشننوړ او ټينگ يووالى نه وي خو په معنوي ډول يو ناشننوړ غونډ ( مجموع ) گڼل کېږي. په بله وينا، ايډيم د داسې وييو غونډ دى چې په يوه جملوي يا په بله وينا نحوي چاپيريال کې ځانته بېلابېله شکلي خپلواکي ساتلاى شي. د ساري په ډول له هر راز اوښتنې سره مخامخېداى شي، خو په گډه چې کومه يوازينۍ مانا منځته راوړي، نه شنل کېدونکې مانا بلل کېږي. دغسې يوه منځته راغلې گډه مانا کله داسې وي چې د ټوکونو ( اجزاوو) له بېلابېلو ماناوو سره څه نا څه ورته والى او اړيکې لري او د شنلو ( تجزيه کېدلو ) پروخت يې گډه مانا کورټه له منځه نه ځي، د چا خبره يو څرک هومره يې لالگېږي لکه : برخه اخېستل، سرپه څنۍ کېدل، مقصد ته رسېدل وروسته پاتېدل، خوله په خوله کېدل، پرمخ تلل، لاسته راوړل يا راوستل له منځه وړل . .. او نور.

په دويم ډول ايډيمونو کې گډه مانا داسې وي چې د بېلابېلو توکونو ماناوې يې ښکارندويي نه شي کولاى او له ټوټه کېدو سره هرتوک خپلې گوښې آرې مانا ته ورگرځي، کټ مټ، لکه د يوه کېمياوي تړنگ توکونه( د ساري په ډول هايدروجن او اکسيجن چې يوهم ځانته د خپل تړنگ ( اوبو ) ښکارندويي نه شي کولاى ) بېلگې يې، لکه غوږرپول، زړه مړېدل زړه ماتېدل، زړه پخېدل، سپينې ښوېيدل ، تښتېدل يا غوټه کېدل پزې ته رسېدل، سترگې رپېدل،

لاس ترزنې کښېناستل، لاس پرسرکېدل لاس اخېستل او داسې نورې کنايې او مجازي مانا ښندونکې ايډيمونه.

درېيم هغه ايډيمونه دي چې د متلو او بولنو ( مقولو ) په ډول وي، يا په بله وينا غوره وينا، وجېزه ډوله يا مقوله ډوله ويناوې او متلونه وي، دا مانا چې کومې کېسې ته گوته نيسي او هره يوه د وينا په بهير کې د يوه ناشنونکي ويي غونډ ( لغوي گروپ ) په توگه، لکه يو ايډيم کارول کېږي، کټ مټ د شاعرانه ارسال المثل غوندې، لکه : د کبرجام نسکوردى پلانى او بيستانى سره نوک او اورۍ دي، پلانى او بيستانى د يوې سوړې ماران دي يا د يوې باغچې گلان دي، په يوه گل نه پسرلى کېږي،دايې هم په انارو، خوند يې باران وړى دى، د کوهي خټه پر کوهي لگي وروري خوري به کړو حساب ترمنځ، يوه بلا بلې ته وايي چې بو، ښه ښه دي بد بد دي، خپل عمل د لارې مل دى، د جولا منډه تر موږي پورې وي، لرې ځه ژر راځه، مه کوه پرچا چې وبه شي پرتا، لاس چې مات شي د غاړې بارشي يا غاړې ته ورځي. د چا پرتوگاښ تښتېدل ( خجالت کېدل ) يا ډارېدل ( ککړک )، پرپچه سپرېدل او کشمير ليدل لور په لوټه تېره کول، اوبه له ورخې تېرېدل، اوبه په ډانگ بېلول، چې په ناز لويېږي په زيار زړېږي.

له هسې عادي بولنو او متلونو سره د دغه راز ايډيمونو توپير همدومره دى چې دلته بولنې او متلونه په جلا او خپلواک ډول د وينا له بهېره بهر د يوې کړې يا شوې وينا د ټينگار، پخلي او جوتتيا لپاره په څرمه او سرباري ( اضافي ) ډول نه، بلکې پخپله د آرې وينا يا يوه ويناييز واحد ( جملې ) د يوه نه جلاکېدونکي ټوک او برخې په توگه کارول کېږي.

له دې کبله د داسې تضمين شوي يا استخدام شوي متل يا بولنې آره بڼه تل خوندي نه پاتې کېږي، خو په هرډول د يوې ايډيمونه غوندې د وينا يا جملې دننه د مانا او شکل له مخې بولنه شنل کېدونکى ويي غونډ او برخه جوړوي، لکه : غرزى لاس ترزنې کښېناست. په دې جمله کې ( لاس تر زنې کښېناست ) اصطلاحي غونډ ( کل ) دى چې د يوې جملې خبر يې جوړ کړى دى. ( ٩ : ٥٢، ٥٣ م م )

دویم: اصطلاحي واحدونه هغه تعبېرونه دي چې هر ملت او ولس يې د خپل ژوندانه په چاپېريال کې د خپلو عنعنو، اخلاقو، روحياتو په چوکاټ کې په خپله ژبه کې رامنځته کوي. دغه واحدونه نه يوازې په خبرو اترو کې استعمالېږي، بلکې په ليکلي اثرونو کې هم ستره برخه لري. اصطلاحات که يوې خوا د ژبې د لغوي پانگې بشپړوونکې برخه ده ؛ نو له بله پلوه يو ادبي خوند او رنگ هم لري.اصطلاحات ( Idioms ) کوم خاص سبک پورې تړلى نه وي. بلکې د څو سبکونو ترمنځه شريک واحدونه گڼل کېږي.

په ژبه کې دغه ډول ترکيبونه ځانته جلا او بېل بېل خصوصيات لري په دې مانا چې نحوي ترکيبونه ( Phrases ) او ژبني اصطلاحات ( فرازيالوجيکي واحدونه ) يو تربله توپيرلري. د نحوي ترکيبونو ( غونډونو ) په باب مو دمخه څه نا څه اشاره کړې ده.

اوس به وگورو چې دغه ژبني اصطلاحات ( Idioms ) سربېره پردې چې په کې د معنوي ( سيمانتيکي ) موضوع له پلوه تربحث او غور لاندې نيول کيږي ؛

نو په نحوي لحاظ د جوړښت له مخه څه ډول ترکيبونه دي او په ژبه کې څه ارزښت لري ؟ ( اصطلاحات ) دغه ډول ژبني ترکيبونه د ژبني ترکيبونه د ژبې خاص عنصر او ژبني خاص ډول څرگندونو ته ويل کېږي ته ويل کېږي، چې د زمانې په اوږدو کې د خلکو له خوا منځته راغلي او په ژبه کې ثابت لغوي ترکيبونه ( غونډونه ) دي. د دغو ترکيبونو اجزاوې دومره ثابتې او ټينگې اړيکې لري چې بېلول يې گران کاردى.

اصطلاحات سمدلاسه د خبرو کولو په وخت کې نوي نه جوړېږي چې د کوم ټاکلي مطلب د ښکاره کولو لپاره ورځنې کارواخستل شي، بلکې په جوړ شوي ډول د ژبې د ويونکو په حافظه کې ساتل کېږي او هرکله د ضرورت په وخت کې د تيار جوړشوي لغوي ترکيب ( غونډ ) په ډول د مطلب د روښانولو لپاره ور ځنې کاراخېستل کېږي.

دغه اصطلاحات ثابت او ټاکلي دي پرته له تصرف کولو څخه د ضرورت په وخت کې د جوړشوي غونډ په توگه کارول کېږي، چې مجازي او کنايي مانا څرگندوي. پخپله دغه ډول غونډ نېغه مانا نه ورکوي، لکه : ( لورپه لوټه تېره کول ) د دغه ترکيب مانا په مستقيمه توگه نه څرگندېږي مگر په دويمه مجازي مانا سره ( چل ول کولو يا قريب، غولولو او وخت تېرولو ) په مانا راځي. بل مثال : اوښ په بډه وهل، لوى لاس لرل، په همدې توگه ډېرمثالونه لرو، چې د پښتو ژبې لغوي پانگه زياته شتمنه او بډايه ده، چې راټولول او راغونډول يې ډېرزياراو کارغواړي فرېزيولوژيکي واحدونه چې د ايډيم د اصطلاح په ځاى رځي د مانا اوجوړښت له مخې دغه نښې لري :

١. ثابت داخلي ترکيب چې په گډه يوه عمومي مانا او مفهوم څرگندوي. په اسمي او فعلي ترکيبونو کې يې اهميت يوشان دى. فرېزېولوژيکي فعلي ترکيبونه که څه هم د مرکبو فعلونو په څېر ښکاري، ولې د مرکبو فعلونو څخه توپير لري. ځکه په ثابتو فعلي ترکيبونو کې ټول يوه گډه عمومي مانا ورکوي.

٢. اصطلاحات د هغو توکونو څخه جوړيږي چې په دغه ثابت ترکيب کې خپله ټاکلې فرېزيولوژيکي ( اصطلاحي ) مانا له لاسه ورکوي.

د بېلگې په توگه :

لاروهل، ژبه کول، ژبه نيول، غم خوړل، زړه خوړل. که د دغو مثالونو هره برخه يانې هريو توکى يې په جلا جلا توگه مانا کړو ؛ نو بيا هغه خاصه مانا او مطلب نه ورکوي.

ځکه ( لاروهل ) کې د تگ مانا پرته ده په لغوي مانا سره ( لار) او ( وهل ) کوم معنوي ارتباط سره نه لري يا ( ژبه ) او ( کول ) سره جلا مفهومونه دي.

۳. د ترکيبوونکو عناصرو څخه عمومي مانا لاس ته راځي يعنې ټول ترکيب د يوه واحد مفهوم په توگه مانا ورکوي.

٤. په فرېزيولوژيکي واحدونو کې ځيني محاورې او متلونو هم راتلاى شي او همدارنگه د ليکوالو او پوهانو غوره ويناوې هم شاملې دي، لکه : پوره ورک دې کړه دوه کوره، د کبرکاسه نسکوره ده.

٥. دغه ډول اصطلاحات ( ترکيبونه ) ټکي په ټکي نه ترجمه کېږي.

٦. هره ژبه خاص او جلا اصطلاحات لري.

٧. فرېزيولوژيکي واحدونه د خپل معنوي خصوصيتونو له مخې د نورو ازادو ترکيبونو څخه توپير لري.

٨. په هره ژبه کې دغه ترکيبونه ثابت وي. نوي نه جوړېږي، خو داسې ځانگړتيا څرگندوي چې ټولنه يې په مانا باندې پوهېږي، ځکه چې د ژبې د ويونکو له خوا منځته راغلي دي.

٩. فرېزيولوژيکي واحدونه د نوروازادو لغتونو (ترکيبونو) په څېر د ژبې په لغوي سيستم کې چې موجود دي، ماناييز او گرامري خاصيت هم لري.

١٠. ثابت ترکيبونه د مکملو جملو په څېر هم راځي، لکه :

١ - سترگې نه دي تيږې دي.

٢ - ابۍ مړه شوه، تبه يې وشلېده.

د جوړښت له مخې کېداى شي دغه ترکيبونه ثابت نه وي خو د مانا له مخې يو نه تجزيه کېدونکى ترکيب ( مجموعه ) گڼل کېږي يا په بله وينا سره، يوه اصطلاح د کلمو داسې يوه مجموعه ( ترکيب ) ده چې په نحوي چاپېريال کې بېلابېل لفظي خپلواکي ساتلى شي. البته هر ډول گرامري تغيير په کې راتلاى شي خو مشترکه گډه مانا چې د دغه ( غونډ ) د اجزاوو څخه لاس ته راځي نه تجزيه کېدونکې مانا به وي. د مثال په توگه که مونږ د پښتو يو څو فرېزيولوژيکي واحدونو په غورسره وڅېړو، نو دا به راته جوته شي چې ځينې دغه ډول ترکيبونه ثابت او مستقيمه مانا ورځنې نه راوځي.

بلکې په مجازي توگه مانا ورکوي يانې معنوي اړخ يې د ټول ترکيب نه لاس ته راغلى وي او دې سره گرامري بڼې هم ثابتې وي، لکه :

١ - د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايېدل.

٢ - د بوسو لاندې اوبو تېرول.

٣ - سپين سترگي کول.

٤ - جگ لوکول.

٥ - په چپ اړخ پاڅېدل.

٦ - اورپه اوبو کې بلېدل.

اصطلاحات د باید لاندېنيو ځانگړنو درلودونکې وي :

١. اصطلاح ( Term ) يوه مانالرونکې ( Monysemy ) وي، که يو لغت په ژبه کې د څو يا ډېروماناوولرونکې ځانگړنه ولري، خپله اصطلاحي ځانگړنه له لاسه ورکوي او يا هم کېداى شي عمومي او ورځني لغتونه خپلې ځنې ځانگړنې او ماناوې له لاسه ورکړي او په اصطلاح واوړي او کله ناکله کېداى شي خپله نا اصطلاحي ځانگړنه هم خوندي کړي، لکه : ( غږ ) چې هم يو عمومي او ورځنى لغت دى او هم د ژبپوهنې ( غږپوهنې ) يوه اصطلاح. همدارنگه ( مخرج ) چې هم يو ورځنى او عمومي لغت دى او هم د رياضي اوغږپوهنې اصطلاح ده.

٢. اصطلاحات په خپلواکه او ناتړلې توگه مانا ورکوي او له دې پلوه د نورو عادي ژبنيو کلمو په څېر چې تر خپلمنځي تړاو وروسته معنا ورکوي اړمنې نه وي. يانې په وينا کې قرينې ته اړتيا نه لري. په خپلواک او جلا ډول کارېږي، له قرينې پرته د پوهېدو وړ وي. کله هم په ژبه کې يوه اصطلاح په څو اصطلاحي مفهومونو کارېږي چې هغه وخت کله ناکله د اساسي موخې پېژندنه وړاندې کوي، لکه : سمبول په ژبپوهنه او سمبول په کېميا کې او نور.

٣. اصطلاحات له احساسي او هېجاني پېښو سره اړېکه نه لري بلکې د علم او هنر د مختلفوبرخو په يوه ځانگړې موضوع پورې اړه لري او په ځانگړو علمي مفاهېمو پورې تړلې وي.

٤. ځېنې اصطلاحات نړېواله او عمومي بڼه لري او په مختلفو ژبو يې ژباړل کېداى نه شي. دغه ډول اصطلاحات په نسبي ډول د ټولو د پوهېدنې وړ وي او په متخصصانو پورې ځانگړې نه وي. ځينې اصطلاحات بيا داسې وي چې د يوې ځانگړې څانگې د پوهانو لپاره د پوهېدو وړ وي، خو کېداى شي د ټولو له پاره د پوهېدو وړ نه وي، لکه : فلسفه، ديموکراسي، کنفرانس، فوټبال، کمونېزم، ترافيک او پوليس چې ډېرې يې ټولو او عامو وگړو ته څه نا څه د پوهېدو وړ دي.

٥. په ژبو کې ځينې داسې کلمې شتون لري چې هم پخپله جلا سيمه ييزه مانا کې اصطلاح اوهم د نااصطلاحي مانا لرونکې وي لکه : ( ځايناستى) يانې نومځرى گرامري اصطلاح ده او( ځايناستى ) يانې کفيل نااصطلاحي يا

اداري اصطلاح، همدارنگه ( مفهوم ) په منطق او فلسفه کې اصطلاح او ( مفهوم ) د نااصطلاحي ويي په توگه د پوهول شوي، روښانه، مانا او مضمون مانا لري. ( ١٤ : ٧٨، ٧٩م م )

په پښتو ژبه کې د دغه ډول اصطلاحا تو څو بېلگې :

الف : پوځي :

برېدمل، تورن، جگتورن، جگړن، ډگرمن، ډگروال، تېښته، منډه برېد، اور، پروت، سلام کئ، کېڼ خوا گور، تيارسئ، سمونمل سمونوال، څارندوى، څارن، سر څارمن، بريدمن، تورن، ساتونکى سمونيار، پاسوال،بريدمل، ساتنمن....
ب : سياسي او اداري :

دريځ، ولسمشر، هېوادمشر، څارنوال، څارنوالي، ولايت والي ولسوال، ولسوالي، ښاروال، نوماند، مېنه، کوټ، څلى، څارنمل وړکتون، روزنتون، پالنځى....

ج : علمي :

پوهنتون، پوهنځى، کتابتون، پوهيالى، پوهنيار، پوهاند، ښوونکى ښوونځى، رنځپوه، روغتياپال، ښوويالى، ښوونيار، څېړندوى څېړنوال، څېړنمل، زده کړيال .... ( ١٠ : ٣٧ ، ٤٠م )

د. ادبي :

څلوريځ، څلوريزه، کېسه، سندره، لنډۍ، سروکى، بگتۍ،کېسۍ چاربيته.... دغه ډول اصطلاحات زيات دي چې اوس په سيمه او هېواد کې ترې کار اخستل کېږي، له پښتو، عربي، انگليسي، ترکي او نورو ژبو جوړې شوې دي.

د نومونو مثالونه :

( د اسمان کټ )، ( د اسمان پړک )، ( نوک او اورۍ )، ( د لستوڼي مار )

د پورتنيو مثالونو څخه څرگندېږي چې په دغو ترکيبونو کې لغوي او گرامري تغيير نه پېښېږي، په دې مانا چې د يوې ټاکلې کلمې پرځاى بله کليمه نه شي راتلاى. د مثال په توگه ( لاس وينځل ) يوه اصطلاح ده چې د انکارکولو او صرف نظرکولو په مانا ده او لاس ته راوستل هم بله اصطلاح ده ، که د دغو پرځاى داسې وويل شي ( لاسونه وينځل ) يا ( لاسونو ته راوستل ) دلته گورو چې فرېزيولوژيکي مانا له لاسه ورکوي او بيا ازاد لغوي ترکيب جوړوي.

په پښتو ژبه کې داسې ترکيبونه چې د يو جز پرځاى بله مترادفه کلمه راتلاى شي او د دغې اصطلاح په مانا کې تغيير نه پېښوي، يانې لومړۍ برخه ثابته او دويمه برخه کې بدلون راځي لکه : زړه اچول او زړه غورځول، خوا سړېدل يا يخېدل، زړه ښويېدل، زړه غورځېدل، زړه لوېدل، خوا سړول، خوايخول،

زړه تشول يا خالي کول، زړه سړول يا يخول. همدارنگه سورشين کېدل يا سورشين اوښتل، تورسپين کېدل، تورسپين اوښتل او داسې نور.

همدارنگه داسې اصطلاحات هم په پښتو ژبه کې شته چې د ترکيب دويمه برخه ې ټاکلې او ثابته وي، مگر لومړۍ برخه کې يې جلا مترادف الفاظ راغلي وي.

1 - تندر پرېوتل او ټکه پرېوتل .

٢ - قول کول، لفظ کول، ژبه کول، وعده کول.

په دغه مثالونو کې گورو چې دغه لفظي تغيير د اصطلاح په مانا باندې کومه اغېزه نه کوي او مانا ورسره نه اوړي.که ووايو ( ساړه اسوېلي کول ) يا ( سوړاسوېلي کول ).په نوموړې اصطلاح کې په گرامري لحاظ د جمع پر ځاى مفرد راغلى دى مگر بيا هم په مانا کې کوم بدلون نه ليدل کېږي.

د پښتو ژبې په اصطلاحاتو کې داسې ترکيبونه هم شته دي، که د ترکيب د يوې برخې پرځاى يوه بله کلمه راوړل شي د ثابت ترکيب په توگه به وي خو د مانا له مخې به توپير وکړي، لکه :

١- هغه ترکيبونه چې لومړۍ برخه يې بدلون او دويمه برخه يې پرځاى وي. ( د زړه تورېدل ) په اصطلاح کې د ( زړه ) پرځاى ( سترگې )

( سترگې تورېدل ). همدارنگه مخ ( مخ تورېدل ) راشي، نو بيا د ترکيب په مانا کې بدلون راځي.

٢ – هغه ترکيبونه چې دويمه برخه يې بدلون ومني، خو لومړۍ برخه کې هماغه ټاکلې کلمه وي، دلته په معنوي لحاظ ډېر توپير په کې راځي.

زړه کول، زړه ساتل، زړه وهل، زړه وړل، زړه اېستل، زړه لوېدل، زړه ماتېدل

زړه تشول، زړه خوږېدل، زړه چاودل يا سر ( خوړل، خوږول، گرځول، غړول ماتول ). لاس ( لگول، اخېستل، رسېدل، پورې کول، نيول ).

په پښتو ژبه داسې اصطلاحات هم وينو سربېره پردې چې د هغو څخه مجازي او کنايي مانا لاس ته راځي، نو لغوي مانا يا مستقيمه مانا هم ورکوي، لکه : ( تاراچول ).

الف. په لومړۍ لغوي مانا کې، ښکاري چې تار په ستن کې اچول دي.

ب. په دويمه مانا کې د اشنايۍ، دوستۍ او رابطې په مانا سره، لکه :

د فلاني سره يې تار اچولى دى.

همدارنگه ( تڼۍ شلول ).

الف. د کميس تڼۍ وشلېده.

ب. تڼۍ يې سره وشلولې.

دلته مقصد او هدف په دويمه مانا کې د شخړې او جگړې څخه دى.

( ٥ : ٧٠،٧٥ م م )( ٣ )

اصطلاحات او محاورې هغه تعبېرونه دي چې يو ولس يې د خپل چاپېريال دودونو، کړو وړو او ساييزو( رواني ) غوښتنو له مخې په خپله ژبه کې ځايوي او رامنځته کوي او د خپلو موخو ( اهدافو ) له پاره يې استعاره کوي. د اصطلاح په راوړنه او کارونه د اورېدونکي سوچ او اند ( فکر ) له واره د کارونکي د موخې پرلور ورځي او بې له دې چې ويونکى يا گړېدونکى خپله موخه ډانگ پېيلې ووايي، اصطلاح يې د زړه خبره ډاگيزه کوي او انځوروي.

ايډيم د ژبني جوړښت له مخې هغه لغوي ترکيب دى، چې له رنگارنگو مانالرونکو ( دوو يا ډېرو ) لغتونو او الفاظو رغېدلى وي او نااټکلېدونکى لرغونتوب لري.

ايډيم کوم ټينگ، غښتلى او ناشونى ( ناقابل تجزيه ) تړښت او ترکيب نه دى. بلکې د نوي چاپېريال، دريځ او موقعيت له مخې بېلابېل جولې او بڼې اخلي ؛ خو په گډه چې کومه يوازينۍ مانا رامنځته کوي، هغه نه شنل کېدونکي مانا بلل کېږي. دغسې يوه گډه مانا کله داسې وي، چې د توکو ( اجزاوو ) له بېلابېلو ماناوو سره څه زيات ورته والى نه لري او د شننې پروخت يې کورټه له منځه ځي، لکه : برخه اخېستل، سرپرڅړۍ اوښتل او.... ( ١١،م٥٠ )

اصطلاحات د خپلو ځانگړنو له مخې په دوو برخو بېلېږي

الف. اسمي اصطلاحات Nominal Idioms :

دا برخه هغه اصطلاحات ( Idioms ) رااخلي چې رغنده توکي يې نوم او د هغه څلورگونې ډلې ( څيزنوم، ستاينوم، شمېرنوم، نومځري ) وي. نوموالي اصطلاحات نه يوازې داچې په خپل جوړښت کې نومونه لري بلکې وييکي ( ادات ) هم لري، خو يوه ستره ځانگړنه يې داده چې فعل نه لري چې همدايې له فعلي هغې څخه جلا کوي. ( ٥ : ٧٦ م )

داسمي اصطلاحاتو څو بېلگې :

په سپېرو ايرو لړلى : تور تپلى اوښتى، خيرن پېرن.

بدو ته شين : بدو کړو ته بېلودى او چمتو.

په وازدو پټ، په وازدو ډک : څورب، چاغ .

د زړه رنځ : د داسې بد وگړي له پاره چې کړه وړه يې د زغم نه وي.

ويده بخت : بدبخت ، ناسم بخت.

تېرې بېرې خبرې : ناسمې او گډوډې خبرې، زياتې خبرې.

تشې دوړې : يوازې خاورې ډوړې، خوشې چارې.

د چا تر نظرپورې : د چا په نظر يا اند.

مخ يې تور ږيره يې کله : رسوا او شرمېدلى . ( ٨ : ١٧١،٣٥٢م م)

ب. فعلي اصطلاحات Verbal Idioms :

دا اصطلاحات هغه ډول دى چې رغنده توکي يې فعلونه وي . په ټوليز خپلواک او ناخپلواک مورفيمونه د دغه ډول اصطلاحاتو په رغون کې ونډه لري، خو هغه څه چې له نوموالي ( اسمي ) اصطلاح يې جلا کوي، وروستى توکى دى چې فعل ( مصدر ) وي لکه : جگ رېبل، جگ لو کول چې يوه فعلي اصطلاح ده.

د فعلي اصطلاحاتو څو بېلگې :

ادې بورېدل : د ( چا ) د مرگ ښېرا کول ، د مرگ هېله کول.

ارمان خوړل : ارمان کول، پښېمانېدل ، ارمانجنېدل.

اسمان پرېوتل : په کړاو اخته کېدل، له پېښې سره مخامخېدل.

اسمان په کاڼو ويشتل : خوشې او بې گټې کار کول.

بازارسړول : له دوده لوېدل ، نوم ورکېدل .

تنده سړېدل : خړوبېدل ، په اوبو مړېدل . ( ١١ : ١، ٢٦م م )

د مانا او استعمال له مخې څېړنه : وړاندې مو تر بېلابېلوسرليکونو لاندې څه نا څه دې موضوع ته نغوته وکړه ا وځينې تياره گوټونه مو ترې روښانه کړل ، چې دلته د لا روښانتيا هڅه کوو : په ټوليز ډول ژبه د خپل منځي پوهاوي او اړيکو له پاره يوه ښه، اغېزمنه او بشپړه وسيله ده چې انسانان کولاى شي په سمه توگه خپل ذهني توکي نورو ته ورلېږدوي.

دغه خاصيت په نورو هغو وسيلو کې چې انسان يې د خپل منځي اړيکو له پاره کاروي، نشته. زموږ موخه له ژبې څخه هغه سېستم دى چې له وييزو او اوريزو نښو يا سمبولونو رغېدلى او د خپل منځي پوهاوي او اړيکو له پاره کارېږي.

ژبني واحدونه چې په ټوله کې د ژبې د پېژند تابع دي ټول د دې له پاره دي چې د انسانانو ترمنځ اړيکه ټينگوي.انسانان خپل ذهني مفاهيم د اوازونواو غږېزو غړو په مرسته نورو ته ښکاره او لېږدوي او مقابل لورى هم همدا چار ترسره کوي چې پايله يې يوتربله اړيکه ده. کله چې يو څوک غواړي له خپل بل همنوعه ( انسان ) سره اړيکه ټينگه کړي او هغه څه چې په فکر او ذهن کې يې وي ووايي، نو د غوښتنې سره سم خپل ذهني توکي دکلمو، ترکيب، جملې او وينا په جوړښت او چوکاټ کې مقابل لوري ته ورلېږدوي.

فکرکوم له معنوي او موضوعي پلوه د ژبنيو واحدونو ويشون ناشونى دى ځکه ټول ژبني واحدونو د ذهني توکو د لېږد دنده ترسره کوي او دنده يې يوه ده. ذهني توکي که هره موضوع وي په هرکالب او ژبني واحد کې د ليږد وړ دي. له دې څخه مې موخه داده چې موږ کولاى نه شو چې کوم ژبنى جوړښت يا واحد د يوې ځانگړې موضوع له پاره ځانگړى کړو او ووايو چې يوازې هغه يا دغه ډول موضوعات رانغاړي. د بېلگې په توگه : کلمه دا، ترکيب هغه او نور.

خو دغه موضوع ته له يوبل اړخه وگورو په دې ډول چې ځينې ژبني واحدونه د مانا له مخې بشپړ او ځينې نابشپړ دي، لکه خپلواک او ناخپلواک يالغت، ترکيب او جمله. چې که له يوې خوابېخې بې مانا نه دي خو بيا په خپل منځ کې توپير هم لري، لکه وييکي يا ويي چې له جملې سره پرتله کړو، نو دا خبره جوتوي.

اصطلاح ( Idiom ) هم د ژبني واحد په توگه د هر ډول ذهني مفاهيمو د لېږد وسيله ده، هر ډول موضوع او ماناوې رااخلي، له همدې لامله يې وگړي په ژبې کاروي. د اصطلاحاتو کارونه په وگړو کې ډېر عادي خبره ده او داسې نه ده چې گواکې د کومې اصطلاح د اورېدلو پروخت دې څوک پوه نه شي او يا دېد هغې د مانا پوښتنه وکړي. د اصطلاحاتو په کارونه او مانا خلک هاغسې پوهېږي، لکه نور ژبني واحدونو چې په ورځنيوخبروکې يې کاروي.

اصطلاح د ژبې په دواړو ډولونو وينا او ليکنه کې کارول کېږي، همدارنگه د کلام او وينا په دواړو برخو ( نظم او نثر ) کې يې ونډه پراخه ده.

د اصطلاح دا ځانگړنه چې په سيده او مستقيمه توگه او يا د کلمو له لومړنيو ماناوو څخه يې موخه نه ترلاسه کېږي، له شعر سره څه ناڅه ورته والى لري، له همدې کبله يې شعر سره ملتيا ډېره او غښتلې ده.

ځینې نور ډولونه یې په لاندې ډول دي.

الف _ ژبني اصطلاحات :

د ژبنيو اصطلاحاتو نه موخه ( Expression , Idiom ) دي په لاندې ډول :

اصطلاح ، محاوره يا ايډيم ( Idiom ) :

ايډيم چې له يوناني لغت ( Idioma ) څخه راوتلى، مانا يې ” ځانگړتيا “ او ” ځانگړې څرگندونه “ ده. ( ١٤، م٨١ )

هغه ژبنى جوړښت چې دا نوم ورته غوره شوى ځانگړې مانايي او شکلي بڼه لري. په دغه جوړښت کې رغنده توکي په جلا او خپلواک ډول يوه مانا او په تړلي او ترکيبي ډول بله او ځانگړې مانا لري.

لکه چې وړاندې وويل شول ، ايډيمونه هغه ځانگړي ژبني واحدونه دي چې تل په دويمه او مجازي مانا کارېږي.

د ايډيمونو دغه ځانگړتيا نږدې په ډېرو ژبو کې يوشان ده او يوازې هغه ژبنى واحد ايډيم بولي چې پورتنۍ ځانگړتيا ولري . نوموړى جوړښت په انگرېزي ژبه کې هم پښتو ته ورته جوړښت لري د څرگندونې هغه ډول چې له رغنده توکو يې مانا توپير لري ايډيم باله شي. دا جوړښتونه د يوې ژبې ځانگړي جوړښتونه دي چې بلې ژبې ته يې اړول يا ژباړل ناشوني دي. ( ١٧،م ٢٣١)

ايډيم هغه ترکيب ( Phrase ) دى چې د رغنده توکو انفرادي يا ارو ماناوو ته په کتو ترې د مانا اټکل ستونزمن او کله نا کله ناشونى وي. د کلمو هغه گروپ يا ترکيب چې مانا يې د رغنده توکو له انفرادي يا آرو ماناوو سره توپير ولري.

هغه ژبنى او گرامري جوړښت ( ډول، واحد ) چې د ځانگړو وگړو له خوا په ځانگړي وخت يا ځاى کې کارېږي. ( ۱۵،م ٧٧٠)

د بېلگې په توگه په امرېکا کې ( Apples and Oranges ) يوه اصطلاح يا ايډيم دى چې آره مانا يې ( مڼې او نارنجان ) دي، دا هغه وخت کارېږي چې د وگړو او څېزونو ترمنځ توپير څرگندول موخه وي لکه :

ته اتل او زيارمل سره پرتله کولاى نه شې، دوى ( مڼې او نارنجان ) دي. دلته له يوې خوا زموږ هغه خبره چې وړاندې مو وکړه، جوتېږي چې د يوې ژبې اصطلاح (Idiom ) پر بلې هغې ژباړل کېداى نه شي ځکه ( مڼې او نارنجان ) څه مانا لري ؟ له بلې خوا دا راښايي چې د پښتو او انگرېزي ژبې ځينې اصطلاحات په مانا کې سره ورته دي.

د ( Apples and Oranges ) ايډيم ته که ځېر شو، د مڼو ( Apples ) او نارنجانو ( Oranges ) په نوعيت او ماهيت کې توپير شته، هم د رنگ او هم د خوند او کېداى شي نور چې د زراعت پوهان به پرې ښه پوهېږي، خو عام وگړي يې يوازې په ډېرو ښکاره او څرگندو توپيرونو پوهېږي او درک يې کوي. همدې توپير ته په کتو دا اصطلاح د نورو څېزونو او وگړو د توپېرونې له پاره هم کارېږي خو په ځانگړې مانا او شکل، پورتنۍ وينا داسې پښتو کولاى شو :

ته اتل او زيارمل پرتله کولاى نه شې، دوى د ځمکې او اسمان توپير سره لري يا اتل او زيارمل سره د پرتلې وړنه دي، دوى د ځمکې او اسمان په څېر دي. موږ په پښتو کې د توپيرنې له پاره بېلابېلې اصطلاحات ( Idiom ) لرو، لکه : ځمکه او اسمان، اور او اوبه، تور او سپين او نورې چې د کارونې بېلابېل ځايونه لري او هره يوه يې ښايي د ځاى او حالت له مخې په خپل ځاى وکارول شي. په انگرېزي ژبه کې هم يوه اصطلاح يا ايډيم يوه کلمه نه بلکې يو ترکيب ( Phrase ) دى، په دې مانا چې له دوو يا زياتو کلمو رغېدلى وي. نږدې ( ٧٠٠٠ ) انگرېزي ايډيمونه چې ما وپلټل کوچنۍ هغه يې ( As is ) وه چې دوه توکي ( As ) او ( is ) لري. همدارنگه د دوى پر وړاندې داسې ايډيمونه هم وو چې د رغنده توکو شمېر يې نږدې اوو ته رسېده خو دا يې وروستى بريد نه دى شونې ده چې له دې ډېر توکي ولري. ( ١٥ , ٩م )

ايډيمونه په ژبه کې لرغونى او نااټکليدونکى تاريخ لري، هغه وخت چې ژبه رامنځته شوې د پراختيا په بهير کې يې په مختلفو پړاوونو کې ايډيمونه رامنځته شوي او د استفادې او استعمال وړ گرځېدلي دي. ايډيمونه د خلکود ژوندانه د بېلابېلو برخو ښکارندوى او څرگندوى دي او هره موضوع په خپله غېږه کې رانغاړي.

لکه چې څرگنده ده هره ذهني ښکارنده لومړى له يوه وگړي او سرچينې پيلېږي، بيا نورو ته خپرېږي او پراختيا مومي په همدې ډول ايډيم هم لومړى د يوه وگړي په وسيله رامنځته شوى، د وگړو په منځ کې ويل شوى او بيا وروسته يې عموميت او عاموالى موندلى لکه لنډۍ، متل او نور ولسي ( فولکلوريک ) توکي چې د يوه وگړي وينا ده او وروسته د ټول ولس مال گرځېدلى دى.

ژبه يوه تړوني او قراردادي ښکارنده ده، د يوې ټولنې وگړي د خپلو ورځنيو چارو د پرمختگ له پاره بېلابېل څېزونه رامنځته کوي او پرهغوى نومونه ږدي چې هغه څېزونه بيا پرې پيژندل کېږي.

ايډيمونه هم تړلي او ترکېبي جوړښتونه دي چې د رغنده توکو جلا جلا کارونه يې يوه مانا او که يوځاى او تړلي وکارول شي، بله مانا ورکوي. چې د جلاجلا کارونې له پاره يې هم د وگړو ترمنځ تړون او قرارداد شوى او د يوځاى او تړلي جوړښت له پاره يې هم په دويمه او مجازي مانا د وگړو تړون شوى دى. د ايډيمونو منځته راتگ د يوې انگېزې له مخې کيږي او هغه څوک چې په ذهن کې ايډيم جوړوي او د يوې ځانگړې مانا لپاره يې ترخولې راوباسي د ايډيم د رغنده توکو په اره او لومړنۍ مانا پوهېږي، خو په تړلې او ترکېبي بڼه دغه توکو ته بله مانا ورکوي. د ايډيم تر رامنځته کېدو وړاندې د يوې پېښې پېښېدنه اړينه ده چې ترې وروسته دغه جوړښت رامنځته شوى دى، د بېلگې په توگه ( غوږخوړل ) يو ايډيم دى لومړنۍ او آره مانا يې د غوږ خوړل خو دويمه، ځانگړې او اصطلاحي ( Idiomatic ) مانا يې له يوه غږ څخه د غوږ يا غوږونو ربړېدل او ځورېدل دي.د ايډيم رامنځته کوونکي د شاعرانه مزاج، خيال، پياوړي ذهن او فکر خاوندان دي چې د دغه جوړښت د لومړنۍما نا په رڼا کې هغه ته دويمه او مجازي مانا ورکوي چې له دې څخه د لومړنۍ او دويمې مانا ترمنځ د اړېکوشتون څرگندېږي ، چې په هغې پوهېدل خورا گران او ستونزمن دي.له ژبني پلوه ايډيمونه تل دوه ياتر دوو زيات توکي لري او تردې دمه هغه ټول ايډيمونه چې ما په پښتو او انگرېزي ژبو کې ليدلي ساده او يو توکيز يې نه درلود. هغه لغت چې څو ماناوې لري، په دې لړۍ کې نه شمېرل کېږي. په ايډيمونو کې ټول ژبني واحدونه ( خپلواک او ناخپلواک ) کارېږي او په کوم ځانگړي واحد پورې تړلي نه دي. وروستى توکى يې د وگړي ( شخص ) او شمېر له مخې اوړي، هغه هم په فعلي ايډيمونو کې. ايډيمونه د وينا په هر ډول کې د کارېدنې وړدي نثر وي که نظم ( شعر). داچې د شعرژبه هم ناسيده او پېچلې وي او ژرپوهېدل پرې گران دي او ايډيمونه هم همداسې يوه بڼه لري له دې کبله د ايډيمونو کارونه په شعر کې ډېره ده. له بلې خوا د ليکنې ژبې په پرتله د شفاهي ژبې لرغونتوب ته په کتو، څرگنده ده چې ايډيمونه هم لومړى په شفاهي ژبه کې رامنځته شوي او بيا يې ليکنې ژبې ته هم لارموندلې، اوس په وينا او ليک دواړو کې کارېږي.ايديمونه د بڼې او شکل له مخې بدلون مني، خو مانا يې جوته او نااوړېدونې وي. د بېلگې په توگه ( لاس وينځل ) چې يو ايډيم دى مانا يې هيله پرېکول، ناهيلي، زړه صبرول او له يوې موضوع نه تېرېدل دي. خو که د دغه ايډيم لومړى توکى ( لاس) په ( لاسونو ) واوړي بڼه يې اوړي خو مانايي بدلون نه مني او هغه مانا چې ( لاس وينځل ) يې لري ( لاسونه وينځل ) يې هم ساتي. د بېلگې په توگه يو څوک يوه پلار ته وايي: ( له زوى څخه دې لاس ووينځه، د کار نه دى. ) يا ( له زوى څخه دې لاسونه ووينځه، د کار نه دى ). په جمله کې د کارېدنې پروخت هم د ايډيمونو توکي خپل ځاى بدلوي د پښتو جملې د جوړښت او غوښتنې پر بنسټ ځان سمه وي، لکه ( غوږخوړل ) يو ايډيم دى چې د يو لوړ او جگ غږ ( لکه د موسيقۍ يا وگړي ) نه د ربړېدلو او ځورېدلو پروخت کارېږي. يو څوک بل ته وايي ( ډېرلوړ يا جگ مه غږېږه، چې غوږونه دې راته وخوړل ) چې دلته له يوې خوا ( غوږخوړل ) په ( غوږونه خوړل ) اوښتى او له بلې خوايې ترمنځ ( دې، را، ته ) وييکي ځاى پر ځاى شوي او د ( غوږخوړل ) ايډيم شکلي جوتتيا يې له منځه وړې ده. داچې لغت د يوې مانا لپاره رامنځته شوي او ديوې مانا ښکارندويي کوي، خو په يوه ايډيم کې لغتونه خپله آره مانا له لاسه ورکوي او دويمه مانا راخپلوي، نو د لغتونو له مخې د يوه ايډيم ژباړه تېروتنه او ناشونې ده. ځکه په ايډيم کې دلغتونو لومړنۍ تړوني او قرادادي مانا چې په ټولنه کې شته له منځه ځي او دويمه مانايې موخه ده په کارده دويمه مانا يې وژباړل شي نه لومړى هغه، کېداى شي ژباړن د يوې ژبې له پاره په بلې ژبې کې داسې ايډيم بيامومي چې مانايي شباهت ولري. اصطلاحات ( Idiom , Expression ) د خپل ځانگړي جوړښت له امله چې لري يې، دا او دې ته ورته ژبني واحدونه چې دوه يا تر دوو زيات ژبني توکي لري ترکيب ( Phrase ) يې هم بولي او د ژبپوهنې د يوې جلا څانگې فرېزيولوژي ( Phraseology ) په ترڅ کې څېړل کېږي خو د دود له مخې د نحوې په برخه کې د څېړنې ځاى يې نيولى دى. هغه واحدونه چې د فرېزېولوژۍ په ترڅ کې څېړل کېږي د فرېزلوګېزم (phraseologism) په نوم يادېږي. چې د موندنې او پيداېښت سرچېنې يې په لاندې ډول دي :

الف. فولکلورFolklore ( ولسي يا شفاهي ادبيات ).

ب. بدېعي او هنري ادبيات.

ج. د مشرانو، لويانو او سپېڅلو وگړو له ويناوو څخه اقتباس( ١٤،م٨٠ )

ايډيم د مانا او سيمانتيک (Semantic ) له نظره د نحوي پوهې په چوکاټ کې نه څېړل کېږي، بلکې د ژبپوهنې يوه بېله څانگه ده چې دغه ډول اصطلاحات څېړي. فرېزېولوژي د ژبپوهنې د يوې څانگې په توگه او هم د ژبپوهنې د همدغې څانگې د څېړلو د موضوع په حيث پېژندل شوې، د څېړلو دغې موضوع ته فرېزيولوگېزم هم ويل شوى دى. دغه څانگه د ژبې د لغتونو لغوي، معنوي ترکيبونه څېړي فرېزيولوژي د يوناني ژبې د ( Phrases ) او ( Logos ) څخه منځته راغلى نو ( Phrases ) د څرگندونې مانا ورکوي او ( Logos ) د پوهنې په مانا همدارنگه په دغه باب ډېرو ژبپوهانو څرگندونې کړي دي :

الف : فرېزيولوژي په ژبه کې د ژبې د ثابتو ترکيبونو مجموعې ( غونډ) ته وايي.

ب : ثابت لغوي ترکيبونه فرېزيولوگېزم ( فرېزيولوژي ) گڼل کېږي.

ج : لغوي ثابت ترکيبونه چې په عنعنوي ډول تکرار شوي وي د فرېزيولوگېزم په نوم يادېږي. ( ٥ ،م ٧٢)

ب: علمي او فني اصطلاحات ( Terms ) :

د ( Term ) او ( Termin ) کلمې د لاتيني ژبې د ( Terminus ) له کلمې څخه راوتلې چې مانا يې حد،حدود، بريد، دوره او نومول دي. هغه پوهه چې د دغه اصطلاحا تو په اړه ويېنه کوي ټرمينالوژي ( Terminology ) يې بولي، همدارنگه ټرمينالوژي د اصطلاحاتو ( Terms ) ټولگې او مجموعې ته وايي.

دا ډول اصطلاحات هغه نومونه دي چې د علم، تخنيک، هنر او فرهنگ يا په ټوليز ډول د پوهنو او هنرونو په برخه کې رامنځته کېږي. د يوې ژبې ټولې کلمې اصطلاحات نه بلل کېږي ، بلکې هغه کلمې چې د يوه علمي او فني نوم په توگه ځانگړې شوې وي اصطلاح ( Term ) باله شي. په دې برخه کې ښاغلى پوهاند رښتين وايي :

لغت هغه کلمه ده چې د يوې مانا له پاره وضع شوي وي او درستو خلکو پرې اتفاق کړى وي، نو په دې لحاظ لغت او اصطلاح سره فرق لري، ځکه چې اصطلاح هغه ده چې يوې خاصې ډلې پرې اتفاق کړى وي.(٩،م٤)

په يوه ژبه کې د دغې ډول کلمو او نومونو شمېر د نورو عادي کلموپه پرتله ټاکلى او محدود وي. هره ژبه ځانته جلا اصطلاحات (Term) لري ، هرڅومره چې ژبه پراخه او پرمختللې وي، نو د پرديو له اصطلاحا تو نه هم خوندي وي. خو د نړۍ د مختلفو وگړو ترمنځ علمي او فني اړيکې د دې لامل گرځي چې ځينې اصطلاحات هم يو بل ته ولېږدوي. دلته دا خبره اړينه ده چې بډايه او شتمنې ژبې تل نيستمنو ژبو ته اصطلاحات لېږدوي .هغه لغت او نومونه چې اصطلاح گرځي، هغه داسې وي چې له وړاندې د ژبې په ويي زېرمه کې شتون لري او د ژبې ويونکي يې په خپلو ورځنيو خبرو کې کاروي.وروسته کله چې يوه علمي او فني ډله په خپل علمي او فني ډگر کې يوه ښکارنده رامنځته کوي، نو هغه عادي ورځنى کارېدونکى لغت رااخلي او پخپله برخه کې يو څه پرې نوموي او اصطلاح گرځي او يا هم کېداى شي دغه نومونه داسې وي چې هغه کلمه چې اصطلاح ( Term ) گرځي، وړاندې په عادي ورځنۍ ژبه کې شتون ونه لري او نوې رامنځته شي.

لکه د ” دريځ “ ويي چې وړاندې په عادي گړني ژبه کې يې شتون درلود او مانا يې ( د درېدلو ځاى، ممبر ) وو، وروسته د سياست په ډگر کې يوه اصطلاح ( Term ) گرځېدلې او هلته يې د ( موقف ) مانا راخپله کړې ده، همدارنگه ځينې ويي چې وړاندې يې په ژبه کې شتون نه درلود او نوي رغېدلي، لکه د ” نوماند “ ويى او اصطلاح ، خو ښايي په ياد ولرو چې پورتنۍ چاره د ژبپوهانو په مرسته ترسره کېږي. په همدې توگه ځينې لغت لکه وړاندې چې ترې يادونه وشوه داسې وي چې په ژبه کې په نورو بڼو شتون لري، خو په نوې بڼه يې شتون يوازې اصطلاحي وي، د ساري په توگه د ” پوهنتون او پوهنځي لغتونه چې د ( پوه، پوهنه، پوهول،تان او تون او ځاى ) ژبني توکي په ژبه کې له وړاندې وو، خو وروسته ترې د ” پوهنتون او پوهنځي ” اصطلاحات ( Term ) په نوې بڼه د يوې علمي اړتيا پر بنسټ رامنځته شوې دي. هر علم او فن ځانته جلا اصطلاحات (Term ) او ټرمينالوژي ( Terminology ) لري چې هره اصطلاح پخپل ځاى کې ځانگړې مانا لري لکه ادبي، سياسي، ټولنېزې، فلسفي، تصوفي، ساينسي، اسلامي نظامي او نور اصطلاحات. د بېلگې په توگه په ژبپوهنه کې ( غږ ) يوه اصطلاح ده همدارنگه ( جگړن ) يوه نظامي اصطلاح ده، چې دا اصطلاحات وړاندې هم په عادي او ورځنۍ ژبه کې شتون درلود. په يوه ژبه کې نه يوازې داچې خپله اصطلاحات دود لري، بلکې د نورو ژبو هغه هم کاروي په تېره بيا هغه چې نړېوال يا سيمه ييز دود لري، لکه : کېميا بيولوژي، فزيک، تاريخ، طب، راکټ، کېلو، سيستم، قول اوردو... دا ډول اصطلاحات ( Terms ) د جوړښت له مخې کېداى شي کله ساده او يو توکيز وي او کله ډېرتوکيز، بيا دا خبره راغبرگومچې د اصطلاحاتو رامنځته کول د يوه علمي پلاوي، ډلې او ټولنې له خوا ترسره کېږي او بيا نورو اړونده وگړو، څانگواو ټولنې ته خپرېږي.

اصطلاحات او متلونه:

يو له خورا مهمو موضوعاتو هم د متلونو او اصطلاحاتو( Idioms ) توپيرول او جلاکول دي، ځکه په ډېرو ځايونوکې ددغو دوو بيلابيلو جوړښتونو توپيرشوى نه دى. په پښتو کې متل عين هغه شي ته وايي چې په عربي يې مثل بولي، ښايي چې متل له عربي څخه مفغن شوى وي. ځکه چې کله په تفغين کې ( ث ) په ( ت ) بدلېږي، لکه ميراث چې ميرات شو. د عربي لغت پوهان وايي چې مثل او نظير او دا کلمه له عربي مثل څخه جوړه شوې او پرټولو حکمتو او لنډو قصو او اساتيرو اطلاق شوه.

د پښتو ادب يو مهم توک دغه متلونه دي چې په لنډو ويناوو کې حکمتونه او د گټې خبرې ځاى شوي دي. په متلو کې د ملتو د روحياتو خورا ښې ښې نکتې پرتې وي او ځينې پوهان وايي چې ترشعر لا متلونه د ملتو پر عقليت ښه دلالت کوي. ولې چې اشعار د داسې خلقو له کومو راوځي چې فکر او ذهن او عقليت يې ترعوامو لوړوي.

اما متلونه د عوامو له تفکره حکايت کوي او د متلو الفاظ لکه اشعار مصنوعي او پالش شوي نه وي او د عوامو په ژبه وي، نو متلونه د وگړو غږ گڼلى شو او پر روحياتو يې دلالت ترشعر ټينگ او د ويسا وړ وي. متلونه د ملتو د اجتماعي ژوندون او د دوى د عقلي هويت ښکاره کوونکي دي. په مختلفو اوضاعوو او کيفياتو کې د تجربو او ازميښتونو نتيجې په لنډو کلماتو کې ځاى شوې دي. ( ١ : ١٨، ١٩م م )

د هر ولس په شفاهي ادب کې متل ( ضرب المثل ) مهم ځاى لري. د بډايو ژبو يو خصوصيت دادى چې په متلونو هم بډاى وي. متل د خبرو يوه بېخي لنډه جمله ده چې د مانا په لحاظ بشپړه او د مفهوم او مورد په لحاظ عامه وي. د متل بلاغت او فصاحت په دې کې دى چې د فورم له مخې لنډ او مؤجز د مانا په لحاظ مستعار او کنايه، د افهام له مخې ساده او عام فهم او د افادې په لحاظ په هدف رسا او سم لگېږي. ماکسيم گورکي د متل په باب ويل : ” په لفظي ساده گۍ کې يې تر ټولو لويه هوښياري او حکمت ځاى شوى دى، متل او سندره همېشه مؤجز وي ؛ خو د بشپړ کتاب هومره تفکر او احساس پکې وي. “ ده به ليکوالو ته مشوره ورکوله، چې ليکوالي له متل څخه پيل زده کړي. چې الفاظ پکې داسې کښېښکل شوي وي لکه په موټي کې گوتې، متل ( چې پښتانه ورته د هوښيارانو خبره هم وايي ) خبره خوندوره کوي او دهغې مفهوم دمضبوتيا او غبرگون غوندې دي. متل اصلاً د يوه هوښيار او حکيم عاقلانه (( مقوله )) وي چې په قصدي يا اتفاقي ډول يې له خولې وتلې وي ؛ خو بيا د لفظي ښکلا او مناسبت او معنوي حکيمانه افادې او ارزښت په برکت د ولس په ژبه جاري او خوندي ساتل شوى وي. د متل لومړى ويونکى د ولس له نظره لوېدلى وي ؛ خو وينا يې د شفاهي ادب يوه ارزښتناکه برخه وگرځي. د متل په مرکز کې د گرامر له مخې يو شخص (( غالباً مفرد غايب يا مخاطب )) ځاى لري ؛ خو د ويونکي او هم د اورېدونکي په فکر کې د هغه مورد بېخي عام وي.متل د ولسي جهانبينۍ، تفکر او ذهنيت بېل بېل اړخونه ترسيموي تاريخي وي، لکه : ( که ته نازو شې ؛ نو ميرخان به څوک وزېږوي ) جغرافيوي، وي ( پېريانو ته غزنى څه شى دى. ) اخلاقي، وي ( چې بد گرځې، بد به پرځې ) مذهبي، وي ( چې اوبه وي، تيمم ته حاجت نشته ) اقتصادي، وي ( د خپلې بړستنې سره پښې غځول په کار دي ) او لکه نور.

د متل ستر خصوصيت دادى چې همېشه کنايي مانا افاده کوي، که خپله اصله او حقيقي مانا افاده کړي، هغه بيا متل نه دى. مثلاً : ( که غر لوړ دى پر سر يې لار ده ) ( د غله په ږيره خلى وي ) ، ( په يوه گل نه پسرلى کېږي ). دلته يو متل هم په خپله لومړۍ مانا نه دى او نه د ( لوړغر، په سر يې لاره )

( غل، ږيره، خلى )، ( گل، پسرلى ) ترمنځه ارتباط ملحوظ دى چې د متل حقيقي مانا ده ؛ بلکې دلته هر متل خاص کنايي مفهوم لري چې هم اورېدونکى پرې پوهېږي او هم د ويونکي مطلب وي او هغه د متل کنايي مانا ده که کنايي مانا افاده نه کړي هغه متل بللى نه شو.

د متل د پيدايښت سرچينه :

د فولکلورېستانو په عقيده متلونه هغه وخت د ولسونو په ژبو کې پيداشوي وو، چې ژبې يې لا د ليک په قيد کې نه وې راغلې. له لرغونو پېړيو راهېسې ولسونو د خپلو متلونو بديعي او هنري پلو بشپړ کړى او د بلاغت درجې ته يې رسولى دى. متلونه چې د ژبې با ارزښته پانگه او د ولس د ژوند د شرايطو و اخلا قو، کولتور، او نورو خصوصياتو هېنداره ده. په ژبه کې د پيدايښت څو لارې لري چې دغه شپږ يې نسبتاً عامې دي :

١- د طبيعي او اجتماعي پېښو له درکه، هغو ته د ارزښت ورکولو او په مستعار ډول په ټيپيکو پېښو کې د استعمال او تکرار له لارې.

٢ - د تاريخي پېښو د درک او انعکاس له لارې.

٣ - يوه خاصه برخه د اشعارو او سندرو له لارې.

٤ - بېخي محدوده برخه د کتابونو له لارې.

٥ - د مذهبي احکامو له لارې.

٦ - له نورو ژبو د ترجمې او اخېستنې له لارې.

د ولسونو په ژبو کې ( خصوصاً د گاونډيو او ارتباط لرونکو ولسونو ترمنځه ) متل د مضمون له مخې بريد نه مني او په يو مضمون او مفهوم ډېر متلونه پيداکېدلاى شي، چې يو تربله ترجمه او اخېستنه ښکاري که څه هم ښايي د خپلو ژبو اصلي مال وي، لکه پښتو : (( څوک چې بل ته کوهي کيني، خپله به يې پکې شپه وي ))

دري : (( چاه کن را چاه درپيش است ))

عربي : (( من حفر بيراً ﻻِخيه، قد وقع فيه ))

د فورم له مخې د يوې ژبې متل د بلې ژبې په قالب کې په اسانۍ نه اچول کېږي. په يوه ژبه کې متل داسې خاص اهنگ، انډوليز موازات او کله کله داسې قافيه لري چې په بله ژبه کې غالباً هغه له لاسه ورکوي. خصوصاً د قافيې په برخه کې، لکه : ( خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا )، ( خپل عمل د لارې مل ) او نور. په بل عبارت د يوې ژبې متل داسې لفظي او معنوي ښکلا او بداعت لري چې که بلې ژبې ته ترجمه شي هغه له لاسه ورکولاى شي.

د متلونو ژبه :

متلونه له لفظي او معنوي ښکلاوو ډک دي. د متل ايجاز، اختصار او په هغه کې د لوى مفهوم ځايول د هغه بلاغت او فصاحت هميشه د ادب د تيورۍ د محققينو پام ځانته اړولى دى.د معنوي ښکلاوو، استعارو، تشبيهاتو او نورو ادبي خصوصياتو په څنگ کې متلونه داسې ژبني خصوصيات هم لري، چې د ژبپوهانو او لهجه څېړونکو خاصه لېوالتيا ورسره پيداشوې ده. متلونه د ژبې د ډېرو لهجو ساتندوى دي، نو د لهجو د څېړونکو له پاره په زړه پورې موضوع ده د ژبپوهانو او ژبنيو خواوو د څېړونکو او محققينو له خوا په هغو کې د ژبو لرغوني فورمونه او ژبنۍ خواوې څېړل کېږي. ډېر وخت ژبپوهانو په دې باب مشاجره لرله چې متل نحوي جمله ده که نه، که وي هغه څه ډول ؟ سبب يې دادى چې نحوي جملې او دمتلونو جملې سره توپير لري. په متل کې کلمه له خپله ځايه نه شي خوځولاى او نه په آزادانه ډول بدليدلى شي، فعل يې د فاعلي کتگورۍ او د زمان ( ماضي حال، مستقبل ) له مخې تغيير نه مني. د متل د يوې کلمې د اړولوپه صورت کې امکان لري ټوله جمله واوړي. د متل په اړولو سره د هغه د ايجاز او اختصار ځاى امکان لري په څو جملو ډک شي. د متل په اړولو سره به جمله حقيقي مانا ورکوي نه مجازي او کنايي او بالاخره بيا ورته متل نه شو ويلى او داسې نور ؛ نو ځکه د متل جمله او نحوي جمله سره توپيرلري. په دې باب مشاجره د شوروي ژبپوهانو ترمنځه د دې پېړۍ ترلومړۍ نيمايي پورې روانه وه. دې پوښتنې ته په ( ١٩٥٨ ) زېږديز کال کې يوه شوروي پوه ( پ. و تکاچېنکو ) مثبت ځواب ورکړ، متلونه او محاورې يې د نحوي جملو ټاکلى ټايپ وگاڼه. د ده د اوږدې څېړنې لنډيز دادى چې متلونه او محاورې هماغه نحوي جملې دي ؛ خو د زمانې په تېرېدو يې داسې لفظي او معنوي ټينگ امتزاج موندلى، داسې سره نښتې، سره پيوندشوې چې د پخواني ساختمان او جوړښت ورانول، اړول او بدلون پکې راوستل د هغو څرنگوالى، بلاغت او فصاحت له منځه وړي.

د متلونو لهجوي خوا :

متلونه عموماً په ټولنو کې په معياري ژبو خپرېږي هغه متلونه چې په معياري ژبه وي د ټولنې په هرگوټ کې اورېدل کېږي، خو د ټولنې په ځينو سيمو کې داسې متلونه هم وي چې په هغو کې د يوې لهجې انعکاس ساتل شوى وي. مثلاً په پښتو :

بلرغو = ايله گرد، څڅوړى = شال – په لوېديزه لهجه کې :

(( په باغ کې الو _ په کلي کې بلرغه )) ، ( خپله خواري نه ژاړي _ د سر څڅوړى غواړي ) همدارنگه : بيستۍ = شوى، خامتا، پوواړه = ناولې چټله = په ختيزه لهجه کې :

( چې رارسيږي د سوات بيستۍ + د خوارانو به ښکاره شي سرې پوندۍ )

( څه اوړه خيشته پيشته څه ميرمن پوواړه ).

د متلونو پروړاندې اصطلاح ( Idiom ) يو داسې واحد دى چې دا د يوې جملې ( Sentence ) نه، بلکې د يوه ترکيب ( Phrase ) بڼه يا شکل لري. همدارنگه له معنوي پلوه هم نيمگړې وي.اصطلاح د جملې يوه برخه وي په داسې حال کې چې متل يوه بشپړه جمله وي. لکه چې وړاندې مو وويل د متل موضوع يو ډول نصيحت وي، له دې اخوا څه نه رااخلي. خو اصطلاح بيا داسې تړلې او ناخپلواکه نه ده، ټول ټولنيز موضوعات رانغاړي نه يوازې نصيحت، وجيزې او وراشي. ځينې هغه اصطلاحات (Idiom) چې وجيزو او وراشو ته ورته دي، له متلونو سره گډې شوې دي، لکه : بې ډوله گډېدل، شل کېدل او داسې نورمتلونو په کتار کې راوړل شوي دي، داسې : بې ډوله مه گډېږه بې ما دې شل نه کړه. په همدې ډول يو شمېر اصطلاحات د متلونو سره گډ شوي چې د دواړو ژبنيو واحدونو ( اصطلاح او متل ) ترمنځ بريد يې ناڅرگند کړى دى.

پايله

دغه څېړنه چې تر ډېره بريده په اصطلاحاتو راڅرخېږي، د اصطلاحاتو پېژندنه، ژبني او علمي اصطلاحات، اصطلاحات د پوهانو او ژبپوهانو له نظره، اصطلاحات او متلونه، د اصطلاحاتو جوړښتونه، اسمي او فعلي اصطلاحات او د مانا او استعمال له مخې د اصطلاحاتو څېړنه رااخلي. اصطلاح يو عربي لغت دى د اصطلاح ( Expression )، ايډيم ،اصطلاح او محاورې (Idiom ) او نومونې ( Term ) ژبنيو جوړښتونو له پاره کارېږي ، نه د يوه يوازيني جوړښت له پاره . په دې مانا کله چې موږ د ( اصطلاح ) لغت اورو، نو بېلابېل جوړښتونه مو ذهن ته راځي. دا ستونزه ځکه رامنځته کېږي چې موږ د خپلو ژبنيو جوړښتونو له پاره خپل نومونه نه لرو او که لرو يې هم نوي او د بېلابېلو لاملونو له مخې ډېر دود شوي نه دي. اصطلاحات سمدلاسه د خبرو کولو په وخت کې نوي نه جوړېږي چې د کوم ټاکلي مطلب د ښکاره کولو لپاره ورځنې کارواخستل شي، بلکې په جوړ شوي ډول د ژبې د ويونکو په حافظه کې ساتل کېږي او هرکله د ضرورت په وخت کې د تيار جوړشوي لغوي ترکيب ( غونډ ) په ډول د مطلب د روښانولو لپاره ور ځنې کاراخېستل کېږي

ماخذونه

١. حبيبي، عبدالحى. ( ١٣٨٦ ). د پښتو د نوي ادب لارې. پېښور ميهن خپرندويه ټولنه .

٢. خاورې ، غوټۍ. ( ١٣٦٦ ). پښتو شفاهي ادبيات . کابل ، پښتو ټولنه .

٣. دوست شينوارى، محمد دوست. ( ١٣٨٥ ). د پښتودولسي ادب لارې پېښور دانش خپرندويه ټولنه.

٤. رښتين، صديق الله. ( ١٣٨٣ ). پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه ( دويم چاپ ) پېښور، ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز.

٥. رښتين زېور، زرغونه. ( ١٣٨٢ ). پښتو نحوه. پېښور، ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، ١٣٨٢ ل.

٦. زاهد مشواڼى، عبدالقيوم. ( ١٣٨٥ ). زاهد پښتو _ پښتوسيند. پېښور دانش خپرندويه ټولنه.

٧. زيار، مجاوراحمد. ( ١٣٨٥ ). پښتو پښويه. پېښور، دانش خپرندويه ټولنه .

٨. زيار، مجاوراحمد. ( ١٣٨٢ ). د خوشال ادبي پښتو. پېښور، دانش خپرندويه ټولنه.

٩. زيار، مجاوراحمد. ( ١٣٦٠ ) . وييپوهنه. کابل، کابل پوهنتون.

١٠. سادات، سارا. ( ١٣٨٨ ). ملي ټرمينالوژي. کندهار، بېنوا فرهنگي ټولنه.

١١. صميم، محمد آصف. ( ١٣٨٧ ). د لرغونې شاعرۍ گړنې. جرمني د پښتني فرهنگ د ودې او پراختياټولنه.

١٢. عميد، حسن. ( ١٣٨١ ). فرهنگ عميد ( سه جلدي، جلداول ). تهران موسسه انتشارات اميرکبير.

١٣. محمد رفيع. ( ١٣٨٠ ). د ماشومانو گل غونچه. پېښور، د اريک د گرځنده کتابتونونو اداره.

١٤. يمين، محمد حسين. ( ١٣٨٤ ). واژه شناسي در زبان فارسي. کابل بنگاه انتشارات ميوند.

15. Cambridge. (2007). Cambridge Idioms Dictionary. 2 Ed. Cambridge Cambridge University Press.

16. Hornby A.S. (2010). Oxford Advanced Learner's Dictionary. 7 ed. Oxford, Oxford University Press.

17. Swan, Michael. (2005). Practical English Usage.3 Ed.Oxford, Oxford University Press.

لهجه او د لهجې د رامنځته کېدو عوامل

احسان لله پامیر ۱*

۱  پکتیا پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ، پښتوڅانګه

اړیکې شمیره : 0788840044        ایمل ادرس : ehsanpamir@gmail.com

لنډیز

لهجه د خبرو اترو طرز یا د خبرو دافادې یو ډول دی، لهجې ته په انګریزي ژبه کې ډیالیکت(Dialect) وایي چې د یوناني ژبې د (Dialectos )  له کلیمې څخه جوړه شوې ده او ډیالکتوس د خبرو کولو طریقې ته ویل کیږي. ګړدودونه په جغرافیایي ماحول سربېره په ټولنه کې د یوې ژبې د ویونکو له ټولنيز او اقتصادي دریځ سره هم بدلون مومي. لکه د کلیوالو لهجه، د بزګرو لهجه، د مامورینو لهجه، د اشرافو لهجه او داسې نورې ډېرې لهجې یې په بیلګو کې راتللای شي. ژبپوهان وايي ،چې‎‎‎ له ژبې څخه لهجې هغه وخت منځته راځي، چې ویونکي یې له خپل اصلي او طبعي ټاټوبي څخه د بېلا بېلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او نظامي عواملو له امله نورو سیمو ته ور ولېږدیږي او هلته د نورو ژبو په ګاونډ کې واقع شي او د نورو ژبو او ثقافت تر اغېز لاندې راشي، د ځینو لهجو د انکشاف لړۍ دومره پسې اوږده شي، چې یوه بله ژبه منځ ته راوړي.

کلیدي کلیمې: لهجه، ثقافت، ژبه، وګړي

سریزه

د خبرو اترو او د وینا ډول چې د نړۍ ډېرو ژبو ته په لږ او ډېر توپير سره ورغلې دي یا هم  کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو په منځ کې لیدل کیږي لهجه بلل کیږي، د هرې ژبې ویونکي د بېلابېلو بیولوژیکي، سوسیالوژیکي او جغرافیايي دریځونو په لرلو سره د هماغې یوې ژبې په استعمال او کارونه کې توپیر لري. مګر څرنګه چې لیدل کیږي دا فردي توپیرونه په خپلو منځو کې دومره لرې نه دي، ځکه نو دې هر یوه ته موږ دیالکت، نه بلکې ایډیالیکت یا فردي لهجه وایو او په دې ډول له دغو فردي ایډیالیکتونو څخه دلته تیریږو او یوازې هماغه ډلې په پام کې نیسو چې یو راز ګډ، سیمه ایز یا ټولنیز خصوصیت او ځانګړتیا ولري. نو همدا علت دی چې وایو د پلانۍ سیمې، د پلانۍ ډلې یا پلاني ټبر ګړدود. په لنډه توګه ویلای شو، چې ګړدود یا لهجه د یوې ژبې هغه ځانګړې بڼه ده، چې په یو ټاکلي جغرافیايي سیمې، تاریخي دورې، ټولنیز قشریا طبقې پورې اړه لري. ددې څېړنې څخه مومه داده چې لهجه څه ده او او د لهجې څنګه رامنځ ته کیږي، د لهجې د پیدایښت عوامل کوم دی او کله یوه لهجه په ژبه اوړی او یا کله یوه لهجه له منځه ځي.

میتود او کړنلاره

په دغه څیړنه کې ما د کتابتونې میتود او کړنلارې څخه ګټه اخیستې ده .

پښتو ګړدود، پارسي ګویش او عربي لهجه د انګریزي نومونې ډیالکت ژباړې دي، چې د یوناني ژبې ديالکتوس یعني خبرو اترو او د وینا له ډول څخه د نړۍ ډېرو ژبو ته په لږ او ډېر توپير سره ورغلې دي یا هم  کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو په منځ کې لیدل کیږي لهجه بلل کیږي، ددې لپاره چې د ګړدود په اصطلاحي مانا باندې پوه شو غوره به دا وي،چې لومړی د ژبې یوه لنډه پيژندنه وکړو: ژبه د غږیزو نښو او علامو یوه داسې کسبي او اتفاقي یا تړوني سیستم او مجموعه ده چې د یوې ټولنې وګړي یې یو له بله د پوهولو او راپوهلو لپاره استعمالوي او یو بل ته یې اوروي، یا په بله وینا: ژبه د یو لړ اختیاري ویيزو او اوریزو سمبولونو جوړه شوې سیستم او مجموعه ده، چې هر یو سمبول یې موږ ته د یوه ذهني انځور ښکارندويي کوي. دا انځورونه د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، پېښې او کړه وړه را اخلي او په دې توګه ژبه د انسانانو ترمنځ د پوهولو او اړیکو یوه آله او وسیله ګرځي، کوم بریدونه چې د یې ژبې ګړدودونه سره بېلوي، هغه ګړنی، صوتي، ګرامري او لکزیکي توپیرونه دي. لنډه دا چې ديالکتولوژي له آره د تشریحي ژبپوهنې یوه غوره څانګه ده اوداسې یو علم دی چې د یوې ژبې د جامع نظام فرعي نظامونه څیړي، ژبه د مفاهمې د یوې غورې وسیلې په توګه په انساني ټولنه کې هغه وخت منځ ته راغله کله چې الله تعالی ج انسان پیدا کړ او ادم علیه سلام ته یې ژبه په خپل لوی حکمت سره ورزده کړه او څه وخت چې بشر د ښکار کولو، خوارکي شیانو د لاس ته راوړلو، کور جوړولو، کالیو پیدا کولو او د ژوند دنورو اړتیاوو دلرې کولو لپاره یو ځای او سره راغونډ شول، په دې را غونډیدو او یو ځای کیدو سره، د دوی د ټولنیز ژوند اړیکې د یو ځانګړي جوړښت له مخې سره ټینګې شوې او د ژوندانه د ترسره کول لپاره یې نوو بدلونونو ته لاره هواره کړه، په بله وینا: ژبه تر قبیلوي سیستم لاندې هغه وسیله ده، چې دهغې په وسیله د یوې قبیلې هر غړی له بل سره د پوهولو او راپوهولو په وخت کې د یو ځانګړي او خاص نظم او جوړښت له مخې په یې لهجې سره خبرې کوي.

فریدریک انګلز د ژبې په باره کې داسې وايي(( هره قبیله د یوې ځانګړې لهجې لرونکې ده، د قبیلې د وګړو ګڼه او شمېره د قبیلې له تکامل سره زیاتیږي او د ځنډن استوګنځي څخه کډه کوي، کله چې دا نوې کورنۍ په یوه نوې او ځانګړي چاپېریال کې ځای نیسي او میشت کیږي هرو مرو د خپلې عنعنوي او مروجې ژبې څخه یا څه هیروي او یا هم یو څه ورباندې زیاتوي، په دغه شان یون او لیږد کې د پيړیو او وخت په تېرېدو سره ددغو لیږدول شویو کورنیو ژبه او لهجه له خپلې پخوانی قبیلې او پلارني ټاټوبي سره ورو ورو توپیر مومي، خو سره له دې هم د اصلي قبيلې ژبه، رنګ او څېره په دغو ملي قبایلو او کورنیو کې څه ناڅه پاته کیږي.)) ( ۸  :۴ )

ژبه څه ته وايي؟ اوسني ژبپوهان ددې پوښتنې په ځواب کې داسې وايي چې د ژبې تر ټولو مهمې ځانګړنې دادي:

۱ – ټول ژبني فعالیتونه د اواز په بڼه له انساني غږیز سیستم یا جهاز ( ژبې، شونډې او حنجرې ) څخه راوځي.

۲ – ژبه رمزي (سمبولیکه ) ده چې په عمومي ډول د خپل مدلول سره کوم منطقي او ضروري اړیکه نه لري او دوخت په تیریدو سره نوموړي رمزونه ( سمبولونه ) تغیر هم کوي.

۳ – ژبه سيستماتیکه ده او په همدې دلیل د ښودلو وړ ده. ژبې په عمومي ډول ځان ته ټاکلي قواعد لري، که څه هم د یوې ژبې قاعدې د بلې ژبې سره په ټولو ماناوو سره یو شان نه دي.

۴ – ژبه بشري ځانګړنه ( خاصه ) ده او د نورو حیواناتو له ( ژبې ) سره جوت توپير لري.

۵ – ژبه یوه ټولنیزه پدیده ده، چې د هغې په واسطه د ټولنې د وګړو ترمنځ یو ډول ټولنیز مناسبات منځ ته راځي.

۶ – ژبه غریزه نه ده بلکې له ټولنې څخه زده کیږي، که چېرې ژبه طبعي غریزه وای نو په ټوله بشري ټولنه کې به فقط یوه ژبه وای او زده کړې ته به يې اړتیا نه وه او ټولو انسانانو به په یوې ژبې خبرې کولې.

۷ -  ژبه د تفکر د انتقال وسيله ده، خو په عین زمان کې یوه نسبي خپلواکي هم لري.

لنډه دا چې ژبه د اوازونو هغه رمزي سیستم دی، چې د ټولنې له خوا د ویلو او پوهولو د پاره وضع شوې او د انسان په ځانګړي صوتي جهاز پورې اړه لري.

ژبه د انسانانو د اختیاري ویيزو غږونو او د غږونو د لړیو څخه هغه جوړ شوی سیستم دی، چې دیوه ګروپ او ټولګي له خوا یو له بل سره د پوهوولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، ژبه د انساني چاپیریال شیان، پیښې، کړه اوړه په پوره او کره ډول سره افاده کوي.

 ژبه هغه آوازونه دي  چې انسانان یې د خپلو افکارو او خیالاتو د څرګندولو په غرض تر یو خاص نظم او سیستم لاندې د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه راباسي او په دې توګه انسانان په خپلو منځونو کې یو له بل سره د پوهولو او راپوهولو رابطې او اړیکې ټینګوي، ژبه د غږیزو نښو او علامو یو داسې کسبي او اتفاقي یا تړوني سیستم او مجموعه ده چې  د یوې ټولنې وګړي یې یو له بله د پوهولو او راپوهولو لپاره پر ژبه راوړي، یا په بله وینا ژبه د یو لړ وييزو او اوریزو سمبولونو، رمزونو، نښو سیستم او مجموعه ده چې هر سمبول یې زموږ د یوه ذهني انځور ښکارندويي کوي، دا انځورونه د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، پېښې او کړه وړه را اخلي او په دې توګه ژبه د انسانانو ترمنځ د پوهولو او اړیکو نیولو وسیله او آله ګرځي.( ۸  :۶ )

اوس به راشو دې ته چې لهجه څه ته وايي؟ ژبپوهان وايي کوم ګروپي تغیر چې دیې ژبې په وييزو او غږیز سیستم او نظام کې لیدل کیږي یا پيښيږي هغه لهجه بلل کیږي، یا په بل عبارت سره: کوم ځانګړي توپيرونه چې د یې ژبې د ويونکو په منځ کې لیدل کیږي دهغې ژبې بېلابېلې لهجې دي، په بله وینا: د یوې ژبې هر ویونکی د خپلې ژبې د لهجې ښکارندويي کوي او یو له بله سره د بېلابېلو بیولوژیکي او جغرافیايي دریځونو په لرلو سره دهماغې یوې ژبې په استعمال او کارولو کې توپیر لري، مګر څرنګه چې دا فردي توپيرونه په خپلو منځونو کې دومره سره لرې نه دي نو ځکه دې هر یوه ته موږ ډيالیکټ نه بلکې ايډیالیکټ یا فردي لهجه وایو او په دې ډول له داو فردي اډیالکټونو څخه موږ یوازې هماغه ډلې ټپلې په پام کې نیسو کوم چې سره یو راز او یو ګډ سیمه ایز یا ټولنیز خصوصیت ولري نو وایو چې د فلانۍ سیمې ډلې یا ټبر ګړدود هغه صوتي ګرامري او لکزیکي توپیرونه دي چې دیوې ژبې د ویونکو په منځ کې لیدل کیږي.

 ځینې نور ژبڅېړونکي لهجه بیا داسې را پيژني: لهجه هغه وييز او لیکل شوې ژبې ته وايي، کوم چې د اصلي ژبې له سیستم څخه په ځینو کلیمو او تلفظونو کې بېله شوې وي. دا بېلتون د قبیلو، سیمو، ښارونو، کلیو، بانډو، پوهو او ناپوهو، سواد لرونکو او بې سوادو وګړو ترمنځ خبرو اترو په وخت کې کې لیدل کیږي خو بیا هم د ژپې عمومي جوړښت ساتي، کوم وخت چې د ژبو ترمنخ د مقایسه یي او پرتله کولو عملي څېړنې په امریکا، اروپا او نورو هیوادونو کې د پوهانو له خوا پیل شوې او په دې سره د ژبې د علم په برخه کې اساسي او میتودیکه مطالعه په عملي او غوره اصولو سره بنا شوه، په پای کې پوهان دې پایلې ته ورسېدل چې دیوې ټولنې غړي په یوه سیمه کې یوه ژبه استعمالوي او د پيړیو په تیریدو سره په ژبه کې پرمختګ او بدلونونه منځ ته راځي او د هر نوي نسل په ژبه کې نوي شیان منځ ته راځي او دغه نوي شیان په یوه نامه سره نوموي، هماغه دی چې دا نوي شیان د ژبې د بدلون سبب ګرځي په دغه صورت کې په ژبه کې یا د ژبې په ساختمان او جوړښت کې زړې کلیمې له منځه ځي او پر ځای یې نوې کلیمې د ټولنې د احتیاج اړتیا له مخې چې انساني ټولنه ورته اړه ده، ځای نیسي. ژبه د پرمختګ او انکشاف په وخت کې ځان ته ځانګړې بڼه غوره کوي او کله دغه ځانګړيتوب ته بدلون او تغیر ورکوي، د ژبې د تغیر او اختلاف عمل د ژپې په عمومي سیستم او نظام کې کوم بدلون منځ ته نه راځي.

 په حقیقت کې په یوه ژبه کې د لهجو د منځ ته راتللو او یا په اصطلاح د کوچینیو او  وړو ژبو د پیدا کیدو لپاره لاره هواروي. د لهجې په اړه ډیری ګرامرونو او کتابونو داسې پېژند هم را اخیستی دی، لهجه عربي کلیمه ده، چې په پښتو کې یې ګړدود په فارسي کې یې ګوېش بولي او د انګلیسي(Dialect)  ژباړې دي، چې د یوناني ژبې ( (Dialktos له کلیمې څخه، چې د خبرو اترو، د وینا د طرز (ډول) یا د خبرو کولو طریقې ته وايي مشتق شوې ده او د نړۍ ډېرو ژبو ته په لږ او ډېر توپیر سره ورغلې ده. د اصطلاح له مخې لهجه د یوې ژبې هغه ځانګړې بڼه ده، چې د یوې ژبې د ویونکو تر منځ په لږ او ډېر توپیر سره ویل کیږي.

یا لهجه د یوې ژبې هغه اوښتې بڼه ده، چې په یوې ټاکلې جغرافیایي سیمې تاریخې دورې ټولنیزې ډلې او انساني طبقې پورې اړه لري.

ځینې نور ژبپوهان وايي، چې کوم ګروپي توپیرونه، چې دیوې ژبې په وییز او غږیز نظام کې لیدل کیږي لهجه بلل کیږي، یا کوم ځانګړي توپیرونه، چې دیوې ژبې د ویونکو ترمنځ لیدل کیږي دهغې ژبې بیلا بېلې لهجې دي. ځینې بیا وایي لهجه هغې وییزې او لیکل شوې ژبې ته وایي، چې د اصلي ژبې له سیستم څخه په ځینو کلیمو او تلفظونو کې بېله شوې وي دا بیلتون د قبیلو، سیمو، ښارونو، کلیو، بانډو، پوهو او ناپوهو وګړو ترمنځ د خبرو اترو په وخت کې لیدل کیږي خو بیاهم د ژبې عمومي جوړښت ساتي. (۳  : ۸ )

د ژبې او لهجې په اړه یوه بله نظریه هم موجوده ده، هیوز وايي ((په دې برخه کې بهترینه خبره دا ده، چې وویل شي کوم شی چې ژبه نه ده لهجه ده))؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې لهجه د ژبې خصوصیات نه لري بلکې لهجه د ژبې اوښتی شکل دی نه کلي ژبه.

د ژبې په تعریف کې موږ ویلي دي، چې ژبه د یو لړ ویزو او اوریزو سمبولونو سیستم دی، که ژبه موږ یو سیستم وبولو نو کوم توپیرونه ، چې ددې ژبې په ویلو کې د بېلا بېلو انساني ډلو له خوا په بېلا بېلو جغرافیايي سیمو کې رامنځته شوې وي لهجې بلل کیږي، ژبه د لهجو مجموعې ته ویل کیږي، ژبه کل او لهجه جز ده. ( ۴  :۹۶)

لهجه یوې ژبې سیمه ایزه نوعه هم بللای شو، لهجې ته فزیولوجي هم ویل شوې ده، او هغه هم د افادې د څرګندولو لارې ته ویل کيږي. ( ۱۰ : ۲۱ )

ژبپوهان وايي کوم ګروپي تغیر چې د ژبې په وييز او غږیز سیستم او شکل کې لیدل کیږي یا پيښيږي هغه لهجه بلل کیږي. ( ۹ :  ۴ )

همدا رنګه  په پښتو- پښتو تشریحي قاموس کې دویم ټوک کې د لهجې په اړه داسې کښل شوي دي: د یوه ځای محاوره، د یوې ژبې هغه فورم، چې په یوه خاصه منطقه او سیمه پورې اړه لري او د ژبې د معیاري یا اصلي فورم څخه د محلي لغوي پانګې، تلفظ او ګرامري جوړښت له مخې توپیر مومي. (۱: ۱۴۰۴ )

په دې ډول کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو په ویناکې لیدل کیږي، دهغې ژبې بیلابېلې لهجې بلل کیږي، په بله وینا دیوې ژبې هر ویونکی ددغې ژبې د یوې لهجې ښکارندويي کوي او یو له بله سره د بېلابېلو بیولوژيکي، سوسیالوژیکي او جغرافیايي دریځونو په درلودلو سره دهماغې یوې ژبې په استعمال او کارونه کې توپير لري.

په پښتو ژبه کې هم همدا سوسيالوژیکي او جغرافیایی دريځونه ددې سبب شوي دي چې یو شمیر لهجې لرو او هره لهجه د ژبنیو جوړښتونو او لغوي پانګې له اړخه غني دي. د وردګو لهجه هم یو له هغو لهجو څخه ده چې د معیاري لهجې سره جوت توپیر لري، بډایه لغوي پانګه او ژبني جوړښتونه لري، خو په اوس وخت کې دا چې د وردګو وګړي د یو شمیر سیاسي امنیتي او نورو ټولنیزو علتونو په اساس د مرکزي، شمالي، جنوبي او نورو سیمو له خلکو سره په اړیکه او تماس کې دي تر ډیره یې خپله لهجه پرې ایښې ده او تر ډیره د یومعار خواته روان دي.

۱ – ۳ –  د لهجې د پیدایښت لاملونه

    ژبپوهان وايي ،چې‎‎‎ له ژبې څخه لهجې هغه وخت منځته راځي، چې ویونکي یې له خپل اصلي او طبعي ټاټوبي څخه د بېلا بېلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او نظامي عواملو له امله نورو سیمو ته ور ولېږدیږي او هلته د نورو ژبو په ګاونډ کې واقع شي او د نورو ژبو او ثقافت تر اغېز لاندې راشي، د ځینو لهجو د انکشاف لړۍ دومره پسې اوږده شي، چې یوه بله ژبه منځ ته راوړي.( ۲ : ۲۳ )

 د هغوی له رواجونو سره د هغوی د ژبې اصطلاحات او لغاتونه هم را خپل کړي او ځینې خپل رواجونه او لغات هغو ته ور انتقال کړي. په دې سره یوه نوې لهجه منځته راځي، چې د اصلي (لومړنۍ) لهجې سره اړیکه او توپير لري. همدا ډول پوهان وایي، چې د قبیلې د وګړو ګڼه او شمېره د قبیلې د تکامل سره زیاتیږي او د ځنډن استوګنځي څخه کډه کوي کله ،چې‎‎‎ دا کورنۍ په یوه نوي او ځانګړي چاپېریال کې ځاي نیسي، نو د خپلې مروجې او عنعنوي ژبې څخه یا څه هېروي او یا څه ور باندې زیاتوي، په دغه لېږد او یون کې د پېړیو او وخت په تېرېدو سره ددغو لېږل شویو کورنیو ژبه او لهجه له خپلې قبیلې او پلرني ټاټوبي سره ورو ورو توپیر مومي، خو سره له دې هم د اصلي قبیلې ژبه، رنګ او څېره په دغو ملي قبایلو او کورنیو کې څه نا څه پاتې کیږي او هم ویل کیږي، چې د انساني چاپېریال او مهال څیزونه پېښې او کړه وړه د وګړو تر منځ فیزیکې، روحي، کلتوري او ټولنیزې ځانګړنې تل په تحول کې وي او یوه ځانګړې او جوته بڼه نشي درلودای، نو همدغه اوښتنه او تحول په ژبه کې د بېلا بېلو ګړدودونو مانا لري او هم د انسانانو ځاني ځانګړنې لکه پوهه او ناپوهي، دعمر زیاتوالی او کموالی، بډاینه او بېوزلي، نارینتوب او ښځینه توب، ګړدودیز توپیرونه پېښوي.

د یادونې وړ ده، چې د لهجې د اوښتون د پورته عواملو سره، سره له ژبې څخه د لهجو د منځته راتګ یو بل مهم لامل د وخت تېرېدل دي. د وخت په تېرېدو سره نوي نسلونه منځته راځي او معارف زیاتیږي، د ټولنو خلک د خپل ژوند د ضرورتونو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېلا بېلو سیمو او ځایونو ته سفرونه کوي، په بېلا بېلو تجارتونو او کاروبارونو لاس پورې کوي، د نورو ټولنو نوي اختراع شوي وسایل او اسباب او د هغو ټولنو د کار مروج اسباب له هماغه نومونو سره لومړنۍ ټولنې ته راوړل کیږي او په خپله هم له نویو نومونو سره نوې آلې تولیدوي، چې‎‎‎ په نتیجه کې یې په لهجه کې بېلابېل بدلونونه را منځته کیږي او د ګړدود مروجه بڼه یې تغیر کوي.

له ژبې څخه د لهجو دمنځته راتګ جریان د ژبې له پیدایښت څخه تر نن ورځې پورې جاري دی، د لهجو د منځته راتګ د عواملو په هکله مختلفې نظریې موجودې دي، خو په عمومي ډول د لهجو دمنځته راتګ عوامل په دوه برخو باندې ویشل کیږي.

۱ – د ژبې خارجي لاملونه: دا هغه لاملونه دي چې د یوې ژبې پورې اړوند خارجي چاپیریال او محیط جوړوي او دغه عوامل عبارت دي له تاریخي، جغرافیايي، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او داسې نور ... (۵  : ۱۱ )

الف – جغرافیايي عوامل: په جغرافیایي عواملو کې په بېلابېلوسیمو کې د یوې ژبې د ویونکو مېشتېدل راځي،په مختلفو سیمو کې د یوې ژبې د ویونکو د په وجه د هغوی په ګړدود کې توپیر راځي مثال:- د خوستیو او وردګو لهجې ،چې‎‎‎ د خوستیو په لهجه کې دکلیمې د منځ (الف) په (واو) بدلیږي او د کابل، کار او کاغذ کلیمې په کوبل، کور، او کوغذ سره تلفظ کیږي او په وردګي لهجه کې بیا په اصلي ډول تلفظ کیږي.

ب – تجارتي عوامل: د تجارت په واسطه کیدای شي د یوې ټولنې لهجه تغیر وکړي، هغه خلک ،چې‎‎‎ دیوې ټولنې څخه بلې ټولنې ته د تجارت له پاره ځي د دوو لارو په واسطه د هغو ټولنو لغاتونه او اصطلاحات خپلې ټولنې ته را انتقالوي.

۱ - د وارد شویو شیانو نومونه (چې موږ ورته په ټولنه کې نوم نه لرو) راوړل.

۲ -  خوله په خوله یا سینه په سینه د هغو ځینې نومونه او اصطلاحات راوړل.

ت ـ د ټولنیزو تماسونوعوامل: له ټولنیزو تماسونو څخه مراد، راډیو، تلویزیون، انټرنیټ،مجله، اخبار او کتاب یعنې ټولې چاپیزې او غږیزې رسنۍ دي.

ث - سیاسیي عوامل: دسیاست په ډګر کې د یوې لهجې د استعمال څخه کیدای شي د هماغې لهجې لغات او اصطلاحات بلې لهجې ته ور ننوځي.

ج - کلتوري عوامل: د یوې ټولنې د کلتوري ځانګړنو انتقال بلې ټولنې ته نوي لغاتونه له ځان سره لیږدوي، لکه د شیرینخوري کلیمه چې پښتو ته را انتقال شوې ده، او په ډیرو پښتو لهجو او ګړدودونو کې کارول کیږي.

۲ – د ژبې داخلي لاملونه: د ژبې په داخلي چاپیریال کې دغه لاندې تغیرات او بدلونونه منځ ته راځي.

الف – مورفوفونیمکي بلونونه

ب – فونيمیکي بدلونونه

ج – لغوي بدلونونه

الف – مورفوفونیمکي بدلونونه: مورفیم کله کله د خپل چاپیریال یا نورو عواملو د تاثیر له امله بدلون مومي او بېلابېل شکلونه ځان ته غوره کوي د مورفیم د دغو بېلابېلو بدلونونو نه چې د محیط او چاپیریال په وجه ور پېښیږي او دغه رنګه د مورفیمونو داسې نور بدلونونه  چې په مورفیم کې د مختلفو عواملو په وجه واقع کیږي، هغه ته مورفوفونیمیکي بدلون وايي. مورفوفونیمکي بدلون په ځینو ژبو کې ساده او په ځینو نورو ژبو کې ډېر پيچلی وي خو په عمومي ډول په دوه ډوله پيښيږي. یو دا چې کله مورفیم د کوم فونیم په وجه اغیزمن شي او بدلون وکړي، لکه په انګریزي ژبه کې چې (S  ) د جمع مورفیم دی کله چې تر غږن اواز وروسته راشي په غږن ( z ) سره تلفظ کیږي لکه د ( eggs, roads, rooms ) په کلیمو کې، د پورته دریو واړ کلیمو په مفرد شکل کې د پای اوازونه په ترتیب سره ( g, d, m  ) دي او دغه درې واړه غږونه د غږن اواز څخه وروسته راغلي، نو د غږ غږنتیا د اغیزې له مخې (S  ) په ( z ) یعني غږن ډول ادا کیږي او که چیرته همدغه د جمع مورفیم (S  ) تر بې غږه اواز وروسته واقع شي، نو بې غږه (S  ) په ( س )  تلفظ او ادا کیږي. لکه د ( roots, books , lips ) په کلیمو کې چې ( p, k, t )  اوازونه دي نو ځکه د جمع مورفیم یعنې (S  ) په خپل اصلي شکل یعني ( س ) تلفظ کیږي او د خپل مخني فونیم په واسطه بدلون نه مومي، دغه رنګه په پښتو ژبه کې د ( زما- zama  ) او ( ستا – sta ) په کلیمو کې ( ز) راشي په (س) یعني بې غږن اواز تلفظ کیږي. د لهجې مورفوفونیمیکي بدلون او تغیرات ډېر ډولونه لري چې دلته یې د وخت د ضایع او د موضوع د لنډيز په خاطر نه راوړو او ورڅخه تیریږو. (۸ : ۱۱)

ب – فونيمیکي بدلونونه:  د ژبې په داخلي چاپېریال کې د تغیراتو او بدلونونو له جملې څخه یو هم فونیميکي تغیرات دي چې لاندې ډولونه لري او په لنډه توګه ورڅخه یادونه کوو.

۱ – د واولونو تغیر: په دې تغیر کې په یوه لهجه کې واولونه تغیر کوي چې دورګو په لهجه کې هم له دې ډول تغیراتو او بدلونونو څخه زیات موجود دي چې په خپل وخت به ورڅخه یادونه وکړو، د دې ډول تغیراتو بېلګې لکه: (مور) چې په ځینو لهجو کې (مېر) تلفظ کيږي یا لکه ( غوا) چې په ځینو لهجو کې د (غو) په شکل تلفظ کیږي او داسې نور ...

۲ – د کانسونینټونو تغیر: په دې تغیر او بدلون کې بې غږه غږونه بدلون مومي د بېلګې په توګه (سریښ) چې په ځینو لهجو کې د (شریش) په شکل تلفظ کیږي د وردګو په لهجه کې هم دا ډول تغیرات او بدلونونه شتون لري چې ورباندې بحث کوو.

۳ – د کانسونینټونو بدلون په واولونو باندې: په واولونو باندې اوښتل د لهجو یو بل بدلون دی لکه د (ویده ) او (بیده )  په کلیمو کې چې په ( و) په ( ب ) اوښتی دی، باید یادونه وکړو چې د ژبې په داخلي چاپیریال کې یو شمیر فونیمیکي تغیرات په مختلفو لهجو کې د مختلفو عواملو له کبله رامنځ ته کیږي. (۸ : ۱۴ )

ج – لغوي بدلونونه:  د ژبې په داخلي چاپیریال کې یو شمیر لغوي تغیرات او بدلونونه د ژبې په مختلفو لهجو کې دمختلفو عواملو له امله رامنځ ته کیږي. لکه (مړی)، (ډوډی)، (ټيکله) او داسې نور...( ۸  : ۱۵ )

                څرنګه چې ژبه د یو لړ وييزو او اوریزو سمبولونو څخه جوړ شوی سیستم دی او هر سمبول زموږ د ذهني انځور ښکارندويي کوي او دا انځورونه په خپل وار د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، پيښې او کړه وړه منعکسوي نو ښکاره خبره ده چې دغه انساني چاپیریال او مهال، څیزونه، پیښې او کړه وړه په یوه حالت نه پاته کیږي او تل په بدلون اوتحول کې وي او بیا په خپله دخلکو او وګړو ترمنځ فزیکي، اروايي، کلتوري، ټولنیزې او اقتصادي ځانګړتیاوې یوه څرګنده بڼه نه شي درلودلای نو همدغه بدلون او اوښتنه د ژبني بدلون او اوښتنې، یا په بل عبارت د ژبنۍ رنګارنګۍ لامل او منشاء ده او په یوه ژبه کې دا رنګارنګي د بېلابېلو بڼو یا لهجو مانا لري، دمهال تېرېدنه هم د لهجوي بدلون سبب کیږي دمثال په توګه که په کومه سیمه کې تر اسلام د مخه د پښتو متن پیدا شي خامخا به ورباندې دهمغې ټاکلې سیمې وګړي غږیدلای او پوهېدلای نه شي، بیا خپلواکي مومي او بېلابېلې ژبې ورته ویل کیږي.

                تر کومه ځایه، چې د پښتو ژبې د لهجو د پیدایښت مسئاله ده، په عامه توګه پورتنۍ څرګندونې هم په پښتو ژبه کې د یو ژبني خصوصیت په توګه د انطباق او صدق وړ ده، خو ځینې نور لاملونه هم په کې دخیل دي، چې هغه د پښتنو غرنۍ، ټبرنۍ او کوچیانی ژوند او له یوه ځایه بل ځای ته لیږدېدنې او میشتیدنې دي، چې ژبې یې راز راز توپیرونه پیدا کړي او په دې توګه په مختلفو لهجو ویشل شوې ده، دا هم په یوه داسې هیواد کې کومه د حیرانتیا او تعجب خبره نه ده چې د یو ځانګړي جغرافیايي، غرني او تاریخي څلور لاریز دریځ په درلودلو سره د څلورګونو ژبنیو ډلو او ډلګیو تقریبا د ۴۲ ژبو ټاټوبی دی، په پښتو کې لهجوي رنګارنګي ښايي دلته د هیواد په مرکز کې یو خوا د لیکنۍ پښتو له رنګارنګۍ او بل خوا د بېلابېلو سیمو او ټبرونو له پښتنو سره د مخامخېدو له مخې څه ناڅه څرګنده شي، خو یوه بشپړه لهجوي رنګارنګي به راته هلته څرنګنده شي چې په ټولو پښتنو سیمو و ټبرونو وګرځو او ورسره خبرې وکړو او یا یې د یوې غږثبتوونکې آلې په واسطه ریکارد کړو.د پښتو ژبې لهجې د ټولنیزو طبقاتو پر بنیاد منځ ته نه دي راغلې، بلکې په جغرافيایي او ټبرني بنسټونو ولاړې دي په کومو ځایونو کې چې پورتني عوامل پیاوړي وي، هلته لهجوي رنګارنګي هم ډیره لیدل کیږي، د مثال په توګه د آوارو سیمو، میدانونو او ښارونو په پرتله په لوړو او غرنیو سیمو او درو کې لهجوي رنګارنګی سره ډېر مخامخ کیږو. ځکه په آوارو سیمو او ښارونو کې د راز راز ټبرونو اړیکې سره ټینګې شوې او لهجوي یوالي ته سره رسیدلي دي، خو په غرونو او درو کې، چې خوړونه، سیندونه، ځنګلونه او داسې نور طبعي لاملونه هم شته، لهجوي یوالی ډېر کم لیدل کیږي، بلکې برعکس لازیاته رنګارنګي شته، د همدې له مخې دا اټکل کولای شو، چې د پښتنو له مدني کیدو سره، چې لیک لوست، خپرونې، او مواصلات پکې پرمخ ولاړ شي، د ویش دغه عوامل او دلایل کمزوري کیږي او له دې سره ورو  ورو بېلابېلې لهجې د یوالي یا په بل عبارت د له منځه تللو خواته درومي. (۶  : ۹۹ )

۱ – ۴ –  د لهجه څېړنې اړتیا

            د هرې سیمې د لهجې راټولول یو علمی ضرورت دی چې د ژبې د لرغونتوب او زړو کلیمو د ثبتولو په برخه کې غوره رول لري، د پښتو ژبې د څیړنې په برخه کې د لهجې څیړنه علمي ژبنی اړتیا ده. د لهجې له پیژندلو او څیړلو مخ اړول په حقیقت کې د علمي څېړنې مخ اړول دي، لهجه پوهنه او د ګړدودونو تشریح او څیړنه د ژبپوهنې د یوې غوره او مهمې څانګې په توګه د ژبپوهنې د څیړنو په لړ کې لوړ او اوچت ځای لري، په نړیواله کچه د ژبپوهنې لوی لوی پوهان او څیړونکي په لهجو او ګړدودونو څیړنه کوي، د نړۍ د پوهانو د ژبنیو څیړنو په لړ کې د لهجو څیړنه او مطالعه نړیوال ارزښت لري او په دې اړوند څيړنې ډېر دقت او لا غور غواړي.

                ګړدود پوهان وايي چې لهجه له اصلي ژبې او سیستم ځخه په ځینو کلیمو او تلفظونو کې بېله شوي وي، دا بېلتون د قبیلو، ښارونو، کلیو، بانډو، لوستو او نالوستو ترمنځ د خبرو اترو په وخت کې څرګنديږي او د ژبې عمومي جوړښت ساتي. (۹ : ۵ )

                له دې پیژندنې ښکاري چې د یوې ژبې عمومي جوړښت د لهجو په واسطه ساتل کیږي، هیځکله نه شي کیدای چې یوه یا دوې لهجې د پښتو ژبې عمومي جوړښت وساتي او د ټولو لهجو نماینده ګي وکړي، بلکې د پښتو ژبې هره لهجه خورا غني لرغوني او اصلي ژبني توکي لري چې د هرې لهجې راټولول او څېړل په خپل ځای ځانګړی  ژبنی ارزښت لري نو په همدې اساس د ټولو لهجو خوندي کول او ساتنه یوه اړینه موضوع ده، تر څو د ژبې عمومي جوړښت خوندي او وساتل شي. له بله اړخه که وکتل شي، د یوې ژبې د بېلابېلو لهجو ویونکو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د لیک او لوست عامیدل، خپرونې، مواصلات او نور هغه څه دي چې په رامنځته کیدو او غوړیدو سره یې په لهجو تاثیرات لویږي او له دې سره ورو ورو د یوې ژبې لهجې د یووالي خواته حرکت کوي ډيری لهجې کیدای شي له منځه لاړې شي او په ژبه کې یوه معیاري او کره لهجه رامنځته شي. ( ۹ : ۵۷ )

                پورتنۍ توضیح ته په کتو سره پښتني ټولنه په اوس وخت کې په همداسې شرایطو او حالاتو کې ده چې همدا حالت پکې د پرمختګ په حال کې دي، سړکونه، لويې لارې، پلونه، تخنیکي وسایل لکه موټرونه، ټلیفونونه، رسنۍ، راډیوګانې، تلویزونونه، چاپي او بریښنایي رسنۍ او نور د پرمختیا په حال کې دي، له دې لارې ورځ تر بلې خلک یو له بله سره اړیکي نیسي او اړیکې یې لا پراخیږي.

په ټولیز ډول دې اړیکو او د اړیکو پراختیا د پښتنو په مدني کیدو کې ډیر لوړ رول لوبولی دی ان تر دې چې ډیرو خپلې لهجې پرې ایښې او د نورو لهجې یې خپلې کړې دي او ډېرو خو د یوې معیاري او کره لهجې خواته یون پیل کړی دی، په اوس وخت کې تر بل هرڅه د لهجو څیړنه او را تولونه مهمه ده، نورې څیړنې هر وخت کیدای شي، خو لهجې ورځ تر بلې د منځه ځي، لغتونه او نورې کلیمې پکې مري او له منځه د تلو په حال کې دي، په څیړنه کې باید اولیت د لهجو څیړنو ته ورکړو، د لهجو اصلیت د وخت په تیریدو سره تغیر مومي او اصلی حالت یې نه پاته کیږي، د اریايي ژبو په مطالعه کې موږ دا حقیقت واضیح وینو د آریايي ژبو ډیری اثار دمنځه تللي او یوازې یو څو ډبر لیکونه یې راپاته دي چې اوس یې ژبپوهان په څیړنو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، همدا شان د پښتو لهجې هم د همداسې یو برخلیک سره مخ دي یو وخت به د لهجو ډيری مالومات او اثار د منځه تللي وي، د لهجو راټولول او بیرته را ژوندي کول به ناشوني وي او څیړونکي به له یو شمېر ستونزو سره مخ وي، د پښتو لهجو په اړه بهرنیو او داخلي ژبپوهانو د خپل وس او توان تر حده کار کړی، موږ هغه کار ته درناوی کوو او بس یې نه بولو،  د پښتو لهجې تر اوسه په پوره او بشپړ ډول نه دي ثبت شوې او نه دي راټولې شوې. د لهجو په څیړنه کې کیدای شي د هغه لهجې د وګړو له تاریخي، سیاسي او ټولنیز سیادت او کلتور څخه خبر شو یو خوا به مو د ژبې په غني کولو او پیاوړي کولو او بله خوا به مو د یې لوی قوم او ټبر د کلتور ساتنه او ټولنیز سیادت ساتلی وي. همدا د لهجو څیړنه ده چې موږ په لیکني او شفاهي او ډول د يوې ژبې کره او معیاري ګړدود او لهجې خوا ته سوق کوي، که چیرته لهجې ونه څیړو  یو خواته به مو د پښتو ژبې یوه پټه او غني برخه په یوه لهجه کې همداسې پټه او تر خاورو لاندې پري ایښې وي او له بلې خوا به مو د هغه ټبر او قوم کلتور او د غني ژبني جوښتونه نه وي سپړلي. همدا دلایل دي چې موږ اړ کیږو د یې ژبې بېلابېلې لهجې او ګړدودونه وڅیړو او خلکو ته یې برلا کړو، د وردګو لهجه هم یوه له هغو لهجو ده چې تر خاورو لاندې پټه ده او تر اوسه چا ورباندې څیړنه او تحقیق نه دی کړی که چا ورباندې څیړنه هم کړي وي، د دریاب څخه د یوه څاڅکي مثال لري.

                د پښتو لهجې خورا غني او له ډيرو کلیمو او لغتونو ډکې دي چې راټولول او ثبتول یې اړین دي دا غني لغتونه د پښتو اړیکې له اوستا او سانسګریت سره او یا هم له هغه ور اړوي، د وردګو لهجه هم د پښتو یو له خورا غني او لرغونو لهجو څخه ده چې د پښتو ژبې په غني کیدو او پیاوړې ژبې کې یې خپله ونډه لا پخوا څرګنده کړې ده، ددې لپاره چې د پښتو ژبې د لهجو بشپړه رنګارنګي راته څرګنده شي باید له ساحوي میتود څخه کار واخلو یاني په ټولو پښتني سیمو وګرځو، له نیږدې ورسره خبرې وکړو او خبرې یې د یوې آلې په واسطه ثبت او راټولې کړو تر ثبت او راټولولو ورسته یې په دقیق ډول تحلیل او څېړو. (۷  : ۵۶ )

                پوهاند دوکتور محمد حسین یمین د لهجه څېړنې د اړتیا په اړه ویلي دي، لهجه څېړنه موږ ته د ژبې زاړه او تاریخي لغتونه را پېژني، د ژبې د تاريخي تحول څخه مو خبروي، د ژبې د لهجو تر منځ اړیکې راپيژني، د ویونکو له رواجونو او ټولنیزو حالاتو مو خبروي، د ژبې مواد برابروي او د یوې ژبې لهجه له مرګه ساتي.(۱۱ : ۳۷ )

پایله

د پایلې په توګه ویلای شو چې لهجه د یوې ژبې د ویونکو بیل طرز دی کله چې د وګړو ترمنځ اړیکې او فاصلې سره زیاتیږي او نو د دوی د ژبې د ویلو طرز او طریقه سره تو پیر کوي. او کله چې د ژبې  ویونکو ترمنځ  اړیکې سره نیږدې کیږي نو ددوی لهجې سره په یوه واحده لهجه اوړي په نړی کې ډیری ژبې او لهجې نوې رامنځته کیږي چې علت یې د خلکو یو له بله سره د اړیکو لریوالی دی او ډیری لهجې د منځه ځي او مړې کيږي+

 ددې علت هم د خلکو یو له بله سره د اړیکو نیږديوالی دی نو که څومره خلک یو له بله سره اړیکې یې نیږدې کیږي په هماغه اندازه یې واحدې لهجې ته رسیږي او که څومر یې له بله اړیکې سره لرې کيږي د یوې ژبې د ویونکو ترمنځ دلهجو او بلا اخره دژبو د منځ ته راتګ سبب کیږي.

ماخذونه

  1. پښتو – پښتو تشریحي قاموس، دويم ټوګ. (۱۳۸۳ ل ). د افغانستان د علومو اکاډمي، دژبو او ادبیاتو مرکز.
  2. پکتین، یارمحمد. ( ناچاپ ). د پکتیا لهجې فونولوژیکي او مورفولوژیکي څیړنه.
  3. رښتین، صدیق الله. ( ۱۳۷۲ ل ). پښتو ګرامر. ژباړه، هاشمي، سید محی الدین. یونیورسيټي بوک ایجنسي، پېښور.
  4. رفیع، حبیب الله، (۱۳۹۴ ل ). ژبساتنه، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد.
  5. زیار، مجاوراحمد. (۱۳۸۵ ل). لیکلارښود، ساپي پښتو څیړنو او پراختیا مرکز.
  6. شپون، وجیه الله. (۱۳۸۹ ل ). د لرغونو ژبو سره د پښتو ژبې اړیکې. مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
  7. شینواری، معروف شاه. ( ۱۳۹۵ ل ). د پشتو ژبې تارخي تحول، دانش خپرندویه ټولنه، کابل.
  8. غوربندی، میراجان. (۱۳۹۵ ل ).ګړدود (لهجه) پوهنه، کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
  9. منګل، علي محمد. (۱۳۸۷ ل ). پښتو لهجې. د افغانستان د علومو اکاډمي.
  10. هوتک، محمد معصوم. ( ۲۰۰۷ م ). پرمعیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه. علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار.
  11. یمین، محمد حسین. (۱۳۹۵ ل ). در آمدی بر لهجه شناسي، انتشارات سعید، کابل.

Accent and factors of accent creation

Dialect is a form of speech or kind of speech description, the accent is called dialect in English which is made up of the Greek word (dialectos) and dialectos is the way of speaking. The addition to geographical environment accent is also changed with speakers, economical and social status in society. Like rural dialect, formers dialects, civil servants’ dialect, aristocratic dialects and many more. Linguists say that dialects are formed when speakers are leaving their native and natural residence to other area due to different social, economical, political and military factors. Moreover, occurring in the neighborhood of other languages ​​and being in flounced by that languages, and culture.  the improvement of some dialects becomes so long that it creates another language.

Keywords: accent, culture, language, people

د فعل هویت او دریځ

پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی/ پښتوڅانګه

احسان الله   پامیر – ehsanpamir@gmail.com       0788840044

لنډیز

 فعل (کړ) د وینا د یوه عمده جز په توګه په یوه زمانه کې د یو کار په کولو یا د یوې پېښې پر پېښېدو دلالت کوي، یا په بل عبارت فعل هغه خپلواک مورفیم ته ویل کیږي چې د یوې زمانې په چوکاټ کې د یو څه پېښېدنه څرګندوي؛ لکه: لیکم، ومې لیکل، و به لیکم، محمود لیک لیکي، احمد به ټولګي ته لاړ شي.

فعل پراخ مفهوم لري او بېلابېل موضوعات په بر کې نیسي. څرنګه چې یو  فعل په یوه زمانه کې د یو کار په کولو دلالت کوي، په ټاکلي شخص او زمان پورې اړه لري، فعل ځانګړي رېښې لري، څرنګه چې فعل بې له زمانې څخه نه شي څرګندېدای ځینو ورته زماني لغت هم ویلای دی، همدارنګه فعل د وینا مهم او عمده جز تشکیلوي چې له فعل څخه پرته جمله نیمګړې بلل کیږي، او کله هم فعل په یوازې توګه یوه جمله جوړوي. په عمومي توګه فعل د دریو اړخونو له مخې ګردانیږي، لومړی د شخص، دویم د عدد او دریم د جنس له اړخه په پښتو ژبه کې د فعل هویت او دریځ همدا دی چې فعل په کومو حالتونو په کومو ځایونو کې راتلای شي.

کلیدي کلیمې: فعل، هویت، دریځ، اوړون، ستاینوم، ترکیب، جمله

سریزه

په عمومي توګه فعل په پښتو کې د دریو اړخونو له مخې ګردانیږي چې په لاندې ډول دي .

۱ـ د شخص له مخې: په پښتو ژبه کې فعل اشخاص څرګندوي، دغه څرګندونې د تصریفې روستاړو په واسطه کیږي چې په رېښې پورې نښلي او لومړی، دویم او درېيم شخص چط متکلم، مخاطب او غایب هم ورته ویل کیږي، څرګندوي ؛ لکه : زه خورم، ته خورې، دوی خوري …

 ۲- د عدد له مخې: چې شخص د مفرد او جمعې په لحاظ ټاکي، د مفرد او جمعې لپاره هماغه تصریفي روستاړي دي چې مونږ پرې د جمعې تفکیک کولی شو ؛ لکه : زه کتاب لولم، مونږ کتاب لولو …

 ۳- د جنس له مخې : چې شخص نرینه وي یا ښځينه څرګندوي يې، جنس په پښتو ژبه کې یوازې د دویمې رېښې په ګردان کې څرګندېدای شي یعنې جنس په تېره زمانه کې هغه هم د درېيم شخص په مورد کې څرګندېږي نه د لومړي او دویم شخص په مورد کې، په پښتو ژبه کې فعل د دوو صیغو لرونکی دی، معلوم او مجهول. د فعل صیغه هغه وخت معلومه بلل کیږي چې د جملې فاعل معلوم وي ؛ لکه : احمد راغی، محمود خط ولیکه. مجهول فعل چې فاعل يې څرکند او معلوم نه وي ؛ لکه : ډوډۍ وخوړل شوه، خط ولیکل شو. فعل د استعمال او معنویت له مخې ځانګړې شکلونه لري، په دې لحاظ فعل د بیان طرز او بڼې له پلوه په لاندې ډولونو وېشل کېږي، خبري وجه، شرطي وجه، امکاني وجه، احتمالي وجه، امري وجه، مصدري وجه، تمنايي وجه.

په پښتو ژبه کې فعل د مانا له پلوه پر لازمي او معتدي ویشل شوی دی.

الف- لازمي فعل : هغه فعل ته وايي چې مفعول نه قبلوي او فعل په تېره او ناتېره زمانه کې د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږی، یا دا چې فعل په تېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي چې البته دغه مطابقت په ناتېره زمانه کې د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه او د درېيم شخص په مورد کې یوازې د شخص له پلوه فعل د فاعل لپاره تصریف کیږي. په تېره زمانه کې لازمي فعل د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږي، خو د درېيم شخص په مورد کې سربېره پر شخص او عدد د جنس له پلوه هم له فعل سره سمون ښيي.

ب - متعدي: متعدي فعل هغه فعل ته وايي چې مفعول قبولوي او فعل په تېره زمانه کې د جملې د مفعول لپاره اوړون مومي، البته دغه اوړون د شخص، عدد او جنس له پلوه تر سره کیږي. په دې مقاله کې د فعل د همدې پيژندنې او هويت په اساس د فعل یا کړ دریځ او ځایګوټي باندې بحث شوی دی.

د فعل دریځ

خبر (مسند، فعل) هم لكه د (مبتدا، مسند اليه، فاعل) د جملې بله مهمه برخه ده. مسند د مبتدا او مسند اليه حال ښكاره كوي، په جمله كې خبر دڅه كوي، څه كيږي، څه ډول (څنګه) دي. څه دي، څوك دى، د چا، څه په باب، څه وخت، چېرته سوالوته ځواب وركوي .

داکتر زرغونې ریښتین زیور په خپل کتاب کې ویلې دي

1- د جملې خبر د مبتدا په شان د كلام د ټولو توكونو څخه راتلاى شي.

2- خبرد جوړښت له مخې ساده (يوتوكيز) مركب (دوه توكيز، تركيبى) او په متعدده توګه سره راتلاى شي.

3- د پښتو ژبې په جملو كې هغه څه چې د خبر په توګه راوړل كيږي يا به فعلي غونډوي او يا خو به اسمي غونډوي.( ۵ : ۳۴ )

هغه جملې چې د خبر په برخه كې يې يو پوره فعل او يا فعلي تركيب (غونډ) وي د فعلي جملې په نامه او هغه چې دخبر برخه يې د مبتدا په څیر اسمي وي داسمي جملې په نامه ياديږي. نو په دې توګه په پښتو ژبه كې خبر په دووډولو ويشل كيږي:

اسمي او فعلي: داسمي او فعلي اصطلاح په ډيرو نورو ژبو لكه روسى فارسي او داسې نورو كې هم شته او په همدغه ترتيب سره جملې په اسمي او فعلي باندې جلا كيږي، نو په دغه اساس په پښتو ژبه كې هم جملې په اسمي او فعلي باندې ويشلى شو:

اسمى جمله: هغې جملې ته وايي چې مسند اليه او مسند (مبتدا او خبر) يې دواړه نومونه وي يعنى د مبتدا او خبر برخې يې داسمي غونډونو (اجزاو) څخه تركيب شوي وي او د يو اسناد (كومكى فعل) په مرسته يې سره ارتباط پيدا كړى وي يا په بله ژبه داسمي جملې اساسي توكي درې دي (مسند اليه، مسند، اسناد) د مسند اليه او مسند ترمنځ حكم ته اسناد وايي. (۳ : ۶۷ )

په اسمي جملو كې (خبر، مسند) د كلام بېلا بېلې اجزاوې (نومونه، صفتونه، ضميرونه، عددونه، قيدونه، فعلي صفات، اسمي فرازيالوژيكي تركيبونه) په مستقيم او غير مستقيم حالت سره راتلاى شي.

په سوال او ځواب، ديالوګ، متلونو او اصطلاحګانو كې كومكي فعلونه غورځيږي لكه: د بيزو دوستي د ځان تاوان. خپل عمل د لارې مل .سردې ګل بيخ دې پياز.

د مثال په توګه يو څو اسمي جملې په لاندې توګه ګورو.

1- نوم په اصلي حالت كې د خبر په توګه او د كومكي فعل سره:

خوشحال خوشحال دى. زه ښوونكي يم. دى استاد دى. د كلي مشر خانميردى.

2- نوم په غېر اصلي حالت كې د پېشينې او پسينې سره د خبر په توګه:

داړونكي ځناوران په ځنګله كې وي. دى زمونږ له دوستانو څخه دى.

3- په جمله كې صفت داسمي خبر په توګه:

د كابل د ښار كوڅې لويې دي. دغه ښار زوړ دى. د ظلم ماڼۍ ړنګه ده. هواروښانه ده. كتاب پر ميز پروت دى. ښه خلك لږ دي. په دغو جملو كې لويې دي، زوړ دى، ړنګه ده، روښانه ده، پرميز پروت دى داسمې خبر په توګه پېژندل شوي دي.(۱ : ۴۸ )

4- فعلي صفت (نومونه) داسمي خبر په توګه:

دوي خپل كلي ته تلونكي دي. داسې وخت راتلونكى دى. اباسيند تل څپاندوي.

په دوبي كې لمرسوځونكى وي. ځلانده دى. دى ښه ګټندوى دى. پښتانه د هيواد ساتندوى دي. ماشومان خوځنده دي. ددې كتاب څومره ارزښت دى.

5- قيد داسمي خبر په توګه:

ددوي كور د ښار له مركز څخه لرې دى. كتاب هلته دى. خبره نژدې ده.

6- ضمير د خبريه توګه: ددې هلك پلار دى دى. دده مطلب زه يم، ته ته يې اوزه زه يم.

7- خبر اضافى ضمير وي: دغه كور زمونږ دى. دغه كتاب ستادى. ددغه كتاب لومړۍ برخې زما دي.

8- اسمي خبر د پوښتنې (استفهامي) ضميرونه وي: دغه راروان هلك څوك دى. دلته څوك دي؟ هلته څه دي؟ خلك څومره وو؟ د پوهنځي لاركومه ده؟ دى په ټولګي كې څوم دى؟ دغه ښكلى ليك د چادى؟

9- عدد د مسند (خبر) په توګه: په پښتو ژبه كې واولونه اته دي. دا كوټه پنځمه ده. خبرې ډيرې سريې يو دى.

10- مصدر داسمي خبر په توګه: ددوي مقصد تلل وو. ددوي مطلب يوازې او يوازې پخلا كول دي.

11- فعلي نوم (حاصل مصدر) داسمي خبر له پاره: لومړنۍ زړده كړه د كوچنيانو له پاره روزنه او پالنه ده.

12- د تركيبونو (غونډونو) په توګه د اسميه خبر څرګندونه:

1- د اضافي تركيب په توګه:

خوشحال خان د ملك اكوړي لمسى دى. خندا د ژوند مالګه ده.

2- د اضافى ضمير تركيب داسمي خبر په توګه: دغه هلك زما ورور دى. دا زما سره هلك زما د ترور زوى دى. دا وطن زمونږ مور ده.

د پوښتنې له پاره: دغه سړي د چا ورور دى؟ ادم خان ا درخانى د كوم ځاى وو؟

3- توصيفى تركيب د خبر په توګه: خوشحال خان خټك پياوړى شاعر دى. روغتيا او صحت لوى نعمت دى. علم پټه خزانه ده. نن څومره ښه هوا ده. ناست كسان ښه خلك دي. څه ښكلې مرغۍ ده!

همدارنګه صفات د قيد په توګه هم توصيفي تركيب جوړ وي او په اسمي خبر كې داسې راوړل كيږي: نن ډېره ښه توده هوا ده.

د شمير (عددي) تركيب په توګه د خبر څرګندونه: علم يوه رڼا ده. يوه اوونۍ اووه ورځې ده او اووه ورځې يوه اونۍ ده. دروژې مياشت ډېرش ورځې ده. په ساعت كې اوس څلوربجې دي.

خبر د يو ظرفي تركيب په توګه: نمراو سپوږمۍ په اسمان كې دي.

ملالۍ په كور كې ده. كتاب پرميز باندې دى. قلم تر ميز لاندې دي.

په پښتو ژبه كې فعلي خبر:

فعلي جمله: هغه جملې دي چې خبريې فعلي بشپړه بڼه ولري يعنى د فعل برخه يې اصلي فعلونه وي، يا په بله وينا فعلي جمله هغه ده، چې له پوره فاعل فعل او يا له فاعل، مفعول، فعل نه جوړه وي. په دغه ډول جملو كې خبري برخه د فعل ټول ګرامري شكلونه (زمانه، جنس، عدد، شخص، وجه، حالت) د فعل ډولونه، لازمي، متعدى، معلوم، مجهول، مثبت او منفى) خواوې څرګنديږي.( ۶ : ۳۴ )

داکتر زرغونې ریښتین زیور فعلونه د جوړښت له مخې يو توكيز (ساده) دوه توكيز (اشتقاقي، تركيبي) ښوودلي دي . تركيبي فعلونه يعنى هغه نوميز فعلونه دي چې د يو (اسم، صفت، عدد، قيد، مصدر، فعلى نومونه) د كومكى (مرستيال) فعلونو په مرسته جوړيږي، البته د ساده او (تركيبي، اشتقاقي) فعلونو زيات شمير مثالونه په زياتو ماخذونوكې ليدلى شو. دلته مونږ يوازې د فعلي جملو مثالونه په لاندې توګه راوړل غواړو.(۵ : ۲۵ )

ساده لازمي فعل د خبر په توګه: زه ښار ته ځم.

ساده متعدي فعل د خبر په توګه: دى اخبار لولي. ده اخبار ولوست.

اشتقاقي او تركيبي فعلونه د خبر په توګه: لمر راوخوت، كتابونه به راوړم.

خبر په متعدد ډول:

په پښتو ژبه كې د جملې خبر په متعدد ډول هم راځي، په دې معنا چې د يوه مبتداله پاره څو خبره ذكر شوي وي، داکتر زرغونه زیور لیکي كه چيري په يوه جمله كې د يوه خبر له پاره زياتې مبتداوې راشي نوهغه جمله متعدده مبتدا لرونكې جمله ده. همدارنګه كه په جمله كې ددوونه زيات فعلونه (خبر) (اسمى- فعلى) راوړل شوي وي نو دا به هم د متعددې خبر لرونكې جملې په نامه ياديږي لكه: دى له قهره پاڅيد، كښيناست، ويي ويل:

دى د جملې فاعل، پاتې برخه د فاعل سره نحوي رابطه لري او د فعل مطابقت د فاعل سره څرګندوي. لونګ پورته وغورځيد، كښته وغورځيد، له ډيره قهره غلى شو. په فعليه جمله كې د جملې اصلي توكي درې ښودل شوي دي: فاعل، مفعول، فعل، البته په متعدي فعلونو كې مفعول هم د فعل د معنا د بشپړونكي توكي په حيث د جملې مهم جز ګڼل كيږي.( ۷ : ۸۲ )

په پښتو كې دمسند (فعل) دريځ:

الف- : هسې خو په حقيقت كې فعل (مسند) دجملې په پاى كې راځي لكه:

1- پښتنو هر ډول مبارزې ته ملاتړلې وه.

2- كوم كام چې يو ځل د ازادۍ خوند بيامومي نو بيا هغه په خوښۍ د غلامۍ رسۍ پښوته نه اچوي.

3- په سبا باندې ميرويس خان د كندهار ټول اولس راغونډ كړ.

ب: فعل (مسند) د جملې په منځ كې:

دجنون ځنځير مې پريوت وګريوان ته

چې په زړه مې ستا د زلفو سودار اغله

په اول بيت كې (پريوت) د جملې فعل دى.

ج: مسند (فعل) راتګ دجملې په سركې:

په شعري ژبه كې خو خامخا دغه ترتيب زيات ليدل كيږي مګر كله هم پرته له شعر څخه په ځينو مواردو كې فعل د مخه راځي چې مونږ به يې په بېله برخه كې راوړو:

په دې برخه كې اوس يو څو نور مثالونه راوړو.

راغله ليونى ليلا په ناز

ښكار كوي د زړونو لكه باز

دلته (راغله) او (ښكار كوي) تر نورو برخو دمخه راغلى دى.( ۲: ۲۲ )                                                                                 

يا: يم اتل د زما نوزه د تاريخ د كار ناموزه

درېيم: په پښتو ژبه كې دجملې په جوړښت كې د غړو (اجزاو) د پرله پسې والى قاعدې:

الف: دلته بايد ووايو چې دجملې اجزا د جملو په ډولونو پورې هم اړه لري. كه جمله اسمي وي د كلمو ترتيب ډير ساده او اسان دى او دجملې برخې، اول مسند اليه بيا مسند او درېيم (ربط) (كومكي) فعل راځي ولې كه چېرې فعلي جملې وي په ساده او ازادو جملو كې لومړى فاعل بيا فعل يا 1- فاعل، 2- مفعول، 3- فعل راځى مګر په مقيدو جملو كې:

1- فاعل 2- زمانى 3- مكانى 4- نور قيدونه 5- فعل راځي.

په دې توګه د فاعل او فعل ترمنځ د فعل متعلقات راوړل كيږي. لومړى د ظرف قيدونه بيانور قيدونه او مفعول راځي او په پاي كې فعل راځي.

په هغو جملو كې چې د زمانې او ځاى قيدونه راغلي وي، د زمانې قيد تر مكاني قيدد مخه راوړل كيږي. لكه:

زه پرون په تلوار له كوره پوهنتون ته ولاړم.

فاعل، قيد زمان، حالت، پيل ځاى، تم ځاى، فعل.

په دغه جمله كې د فعل مربوطات چې څلور توكي دي د اهميت له مخې وړاندې وروسته كيداي شي.

په متعدي فعلونو كې هم په دې توګه راځي:

ده پرون په بازار كې په تلوار ديوه دوكاندار څخه خپل زوي ته يو كتاب واخيست.

په مجهولو فعلونو كې د فاعل پر ځاي مفعول راوړل كيږي او نور مربوطات هم ورسره راځي مګر شمير يې لږ دى.

ملالۍ پرون په كوركې ورټل شوه.

په پښتو ژبه كې دجملې اجزا د تاكيد او ياد زياتې توجه دراګرځولو له پاره وړاندې وروسته كيږي. د مثال په توګه كه څه هم مفعول په عادي جملو كې د فعل سره جوخت راوړل كيږي ولې د زياتې توجه او اهميت له مخې د فاعل نه مخكې راځي.

لكه : د كندهار زوړ ښار احمد شاه بابا جوړ كړ.

يا دا بل مثال: د ګلانو سرونه وږمو ورو ورو او په خيال سره ښورول. زما كتاب تا چاته وركړ.

په دې جملو كې د كندهار زور ښار، د ګلانو سرونه، زما كتاب مفعول ګگڼل كيږي او تر فاعل د مخه راغلي دي.

په پښتو ژبه كې كه د جملې فاعل نا خپلواك ضميرونه وي د شخصي ضمير د غير اصلى حالت په ځاي راغلى وي نو مفعول ترېنه د مخه راځي. د پښو ترپامې تر غوږ شوه. دوي مې وليدل. او به دې راوړې. دى دې وليد.

همدرانګه په جمله كې دمفعول او فعل ترتيب هغه وخت راځي چې فاعل صرف د فعلي خاتمى (پسينى) په واسط څرګند شوي وي. لكه: سړى وينم. ډوډۍ وخوره.

په هغو جملو كې چې مستقيم فاعل ذكر نه شي او مفعول ناخپلواك ضميروي فعل بيا د مفعول نه دمخه وي لكه وينم دې، ليكم يې، ګورم دې، جوړوم يې، پاڅوم يې.(۵ :۴۶ )

بله خبره خو داده چې د فعل مربوطات لكه زمانى، مكانى او نور قيدونه د اهميت له مخې د جملې په سر كې دفاعل نه د مخه هم راځي لكه پرون ته چېرې تللى وې. پرون زه په كور كې وم. په هيواد كې څوك كار كوي. په هيواد كې خلك كار كوي. په فابريكه كې كارشته. ددغه ځاى په ښكلي درې كې يو اولس ودان و. په منډه كې څوك لومړي شول. په منډه كې زمرك لومړۍ شو.

په امريه جملو كې هم د ظرف قيدونه اول راځي بيا نور قيدونه او په پاى كې مفعول او فعل راځي. سبا ته په بازار كې ماته يو ښه قلم واخله. سبا ته د سليم سره زمونږ ځاى ته راشه!

پایله:

فعل هغه کلیمه ده چې د یو کار کول یا کیدل او یا یو حالت او یو اغیز په یوه زمانه کې څرګند کړي لکه ولیکه، لیکي، لیکلی دی، وبه یې لیکي. په دغه مثالونو کې په تېر، حال او راتلونکي زمانه کې د لیکلو کار او عمل څرګندیږي. او په لاس مې خوږیږي، منګی مات شو، په یوه زمانه کې یو حالت او اغیز څرګندوي. هر فعل  د استعمال او د معنا د افادې له مخې یو صورت او ډول لري چې له هغې څخه یې کیفي او فعلي صورت څرګندیږي. فعل یو عمل یا یو اغیز دی چې خامخا فاعل ته منسوبیږي او یا د فاعل مرستیال ته منسوبیږي، بله خبره داده چې هر فعل او کار چې څرګندیږي په یو وخت او زمانه پورې اړه لري.

 په پښتو ژبه کې ټول فعلونه که لازمي دي او که متعدي، په ناتېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي، خو لازمي فعل په تېره زمانه کې هم د فاعل سره مطابقت ښيي خو متعدي فعل په تېره زمانه کې د مفعول سره مطابقت ښيي. او کومکي فعلونه هغه فعلونو ته ویل کېږي چې په ځانګړې توګه د استعمال وړ نه وي، او د اصلي فعلونو سره په خوا کې راځي.

اخځلیکونه

  1. پنزل، هربرت.(۱۳۸۹ل). د پښتو ګرامر. د محمد رحيم الهام ژباړه.  صديقي خپرندويه ټولنه
  2. تږی، حبیب الله. ( ۱۳۸۹ ل ).نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل، دانش خپرندویه ټولنه، پیښو
  3. خویشکی، محمد صابر. ( ۱۳۹۳ ل ). پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه. مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
  4. رښتين، صديق الله،(۱۳۲۷ ل ).  پښتو ګرامر اول جز، پښتو ټولنه، كابل
  5. ریښتن زیور، زرغونه. ( ۱۳۸۲ ل ).  پښتو نحوه، ساپي د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز.
  6. زيار، مجاور احمد. ( ۱۳۶۲ ل).  پښتو پښويه. دلوړو زده کړو وزارت چاپخونه، کابل.
  7. زیار، مجاوراحمد. (۱۳۹۳ ل ). وییپوهنه او ویي رغاونه، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
  8. وصیل،  محمد کریم. ( ۱۳۹۱ ل ) جمله په پښتوژبه کې

Paktia University, Language and Literature Faculty/ Pashtu Department

Ehsanullah Pamir

E-mail: ehsanpamir@gmail.com

Cell Phone: (+93) 78 88 400 44-0772700652

Abstract

The verb indicates the act of doing something at a time or the occurrence of an event as a major component of speech, or in other words the verb is an independent morpheme that describes the occurrence of something within specific time.; e. g: I write, I wrote, I will write, Mahmoud is writing a letter, Ahmad will go to class.

The verb has a wide concept and covers distinct subjects. So that a verb indicates doing something at a time, depending on the particular person and time and it has special roots. Since, verb cannot occur without time some people also called it tense word. Similarly, verb forms the most important and main component of a speech. Hence, a sentence without verb is incomplete and seldom verb forms a single sentence. In general, the verb is classified into three aspects, the first is the identity and position of the verb in the Pashto language in relation to the person, second, the number and third, in which situations the verb can be found.

ادیسه

ادیسه

لیکوال :   دوکتور سیروس شمیسا

ژباړه : پوهنیار احسان الله پامیر

ادیسه دیونان مشهور  لیکوال او ادیب همر اثر دی چې ۲۴ سرودونه لري . دیونانیانو په باور ټرای پلوو خدایانو دیوناني پهلوانانو دبیرته راګرځیدو په وخت کې مانع رامینځ ته کړل ددوی په اړه دخلکو په ژبه کیسې موجودې وې ادیسه هم یو له هغو کیسو څخه د  ادیســئوس (اولیس) پهلوان دلارې کیسه ده چې دټرای له جګړې بیرته خپل پلارني وطن ایتـــاکا( انطاکیه) ته راګرځیدلی دی .

توفان د  ادیسئوس (اولیس ) کیښتۍ یوې لیرې سیمې ته یوړې هلت یو قسم میوه د (کنار) په نوم موجوده وه هر چا به چې له هغه میوې څخه وخوړل تیرې شوې خاطرې به یې هیرې شوې ، داولیس ډیرو ملګرو له دې میوې څخه وخوړل خپل تر ژوند اوخپل پلارنی وطن یې هیر کړ .  

 اولیس خپل ملګري په زور په کیښتیو کې  سپاره کړل او کیښتی روانې شوې  ، کیښتی د(غولان ) یو سترګي جزیرې ته ورسیدې  غولان په ټنډه یوه سترګه درلوده او سړي به یې خوړل اولیس او دهغه ملګري هلته له کیښتیو ښکته شول او دغولان غار ته ولاړل غولان داولیس له ملګرونه دوه تنه وخوړل او دروازه یې وتړله بیایې دوه تنه نور وخوړل او له غاره بیرون راووت کله چې دشپې بیرته راغی اولیس ددې غم څخه دخلاصون لپاره غولان ته شراب ورکړل او په شرابو یې مست او نشه کړ او غولا ویده شو کله چې وید شو اولیس په ګرم شوي میخ دهغه سترګه ړنده کړه غولان دغار په دروازه کې کښیناست تر څو دوی له غاره ونه وزي او ټول وخوري بیا اولیس او دهغه ملګرو دمیږو دخیټې لاندې وړیو کې ځانونه پټ کړل او له غاره بیرون راووتل له هغه ځایه روان شول بیا دبادونو خدای جزیرې ته ورسیدل ایئول دبادونو خدای اولیس ته  مشک ورکړل چې په هغه کې یې سخت بادونه بند کړي وو او ورته ویې ویل چې دمشکو سر باید خلاص نه کړي ځکه بادونه به راووزي اولیس او دهغه ملګرو په دې هیله چې کیدای شي په مشکو کې پټه خزانه موجوده وي دمشکو سریې واز کړ کله یې چې دمشکو سر واز کړ ډاروونکي بادونه ترې راووتل او داولیس کیښتۍ یې یوې بلې جزیرې ته یوړې هغه ځای هم دغولان سړي خور وو غولان د دوی په کښتیو تیږې راوورولې یوازې داولیس بیړی پاته شوه اونورې ټولې له مینځه ولاړې اولیس له هغه ځایه یوې بلې جزیرې ته ولاړ چې دهغه ځای ملکه یوه جادویي ښځه وه جادوګرې ښځې اولیس او دهغه سره پاته ملګروته جادویي شراب ورکړل چې ټول په خوګانو بدل شول اولیس دجادویي ګیاه په مرسته چې (هرمس) الاهې ورته ښودلي وو جادو مات کړ او جادو ګره ښځه یې مجبوره کړه ترڅو ملګري  یې بیرته په سړیو بدل کړي له هغه ځایه دمړو ځای ته ولاړل تر څو له (زیئوس ) سره ملاقات وکړي ، بیا د ( سیرن ) سیمې ته ولاړل چې هلته پریګانو په شنوجاموکې سندرې ویلې او په لاره تیریدونکي لارویان به یې ځانونو ته را جلبول اولیس دخپلو ملګرو غوږونه په مومو بند کړل او له هغه ځایه یې تیر کړل چې دیوې لویې تیږې دواړو خواو ته دوه لوی لوی دیوان وو چې یوه دیو د دریاب اوبه بهولې او په ویروونکي غږ یې بیرته درولې بل دیو دوولس لاسونه او شپږ غاړې لرلې په هره غاړه کې یې لوی سر درلود په هر سر کې یې یوه لویه خوله لرله چې په هره خوله کې یې درې قطاره غاښونه لرل کله چې  له دغه ځایه تیر شول یوې بلې جزیرې ته ورسیدل چې هلته دلمر دغوایانو رمې څریدلې اولیس غوایان ووژل او لمر په قهر شو لمر باد ته امر وکړ چې د دوی کښتی غرقې کړي اولیس ځان ته نجات ورکړ او دالاهو یوې جزیرې ته ولاړ هلته یوه الاهه ورباندې مینه شوه او اولیس ته یې وویل که چیرته همدلته پاته شي ده ته به اوږد او همیشنی عمر ورکړي اولیس ورسره ونه منله بیا الاهې اولیس اووه کاله بندي کړ چې ورسته بیا دزیئوس (خدایانو خدای ) په امرله بنده ازاد شو کله چې له بنده ازاد شو اولیس  په ماته تخته سپورشو بیایې  د دریاب لاره ونیوله بادونو دهغه تخته له مینځه یوړه او دی یې یوې بلې جزیرې ته یوړ دهغه ځای پاچا داولیس ډیر درناوی وکړ او هغه ته یې یوه کیښتی ورکړه تر څو خپل دزږیدو ځای ایتاکا(انطاکیه) ته ولاړشي ، داولیس دسفر شل کاره تیر شوي ووپلار یې سپین ږیری شوی وو خپل شان او شوکت یې له لاسه ورکړی وو مور یې دزوی په جدایی کې ځان په دار ځړولی وو او زوی یې (تلماک) اوس ښه په ځان باندې ځوان شوی وو پاک لمنې میرمن (پنبه لوپ) دخپل خاوند په جدایی کې دروازه په ځان پسې تړلې وه ، دښار امیرانو ددوی قصر نیولی وو د دوی شتمني یې لوټ کړې وه له پنبه لوپ څخه یې غوښتي وو چې  د دوی له جملې څخه له یوه سره واده وکړي پنبه لوپ دمخالفت جرئت نه درلود او له دوی نه یې یوه غوښتي وو چې زه یو کفن ګنډم او بیا به ستاسو  له کوم یوه سره واده وکړم دورځې په یې کفن ګنډلو او دشپې به یې بیرته شکولو په همدې سره یې وخت تیرولو .وروسته له شلو کالو څخه اولیس دسوالګرو په جامه کې ښار ته ننوت هیچا هغه ونه پیژاند یوازې خپل سپي هغه وپيژانده په دې وخت کې داولیس ښځې وویل هر چا چې دګوتمی تر سوري غیشی وویشت له هغه سره به واده وکړي په ټول ښار کې هیڅوک په دې ونه توانیدل چې غیشی دګوتمی له سوري څخه وباسي خو اولیس په اسانی سره غشی وویشت او دګوتمی له سوري څخه یې وایست پنبه لوپ بیا له اولیس سره واده وکړ دخپل پخواني زوی په مرسته یې ټول دښمنان ووژل ده وروسته خپلې میرمنې ته حقیقي حال وویلو او دژوند ټوله کیسه یې بیان او ښکاره کړه .

لکه څرنګه چې لیدل کیږي ادیسه د ایلیاد په خلا ف دپرله پسې پیښو ټولګه ده چې وروسته دارنګه پیښې بیا په رمانس کې وینو .

ایلیاد

ایلیاد

لیکوال : داکتر سیروس شمیسا

ژباړه :پوهنیار  احسان الله پامیر

ایلیاد دنړۍ دویمه تر ټولو زړه حماسه ده ، دیونان مشهور لیکوال همر اثر دی ۲۴ سرودونه لري دمیلاد نه ۸۰۰ کال پخوا لیکل شوې ده دایلیاد موضوع دټرای (په اوسنی ترکیه کیه کې یوښاردی) سره دیونان دخلکو جګړه ده چې لس کاله یې دوام کړی دی .

     دټرای پاچا چې پریام نومیدلو پنځوس زامن یې درلودل چې د دوی له جملې نه هکتور په زړورتیا او میړانه او پاریس په ښکلا باندې پیژندل شوی وو غیب ویونکو دپاریس شتون دخپل پلار پریام لپاره چې دټرای پاچا وو بد شګونه (ښه نه وو ) بللی نو دخپل پلار په لارښوونه پاریس په همغه کوچینوالي کې غره ته یوړل شو او هلته پریښودل شو پاریس هملته په غره کې لوی شو او چوپاني یې پیل کړه یوه ورځ هغه ته درې الاهې راغلې او له ده نې وغوښتل چې ددوی په مینځ کې قضاوت وکړې او ووایي چې کومه الاهه ښایسته ده پاریس د (افردایتې ) په نامه الاهه پکې وټاکله په دې سره دهغه دوو نورو الاهو د ټرای له خلکو سره کینه پیدا شوله او پاریس یې سپانتا ته یوړ پاریس له مودو وروسته دسپانتا دپاچا منلاس ښځه هلن له سپانتا څخه ټرای ته راوتښتوله اګاممنون دمنلاس پاچا ورور پریکړه وکړه چې نورو لویانو په مرسته هلن بیرته راولي ، ډیرې  جنګي بیړی او لوی لوی خلک لکه اولیس او اشیل دټرای په لوري وخوځیدل په دې وخت کې ډیرې پيښې رامینځ ته کیږي لکه غیب ویونکو ویلې وو چې دټرای دښار دروازه به اشیل خلاصوي او له خلاصولو ورسته به مړ کیږي اشیل هغه څوک وو چې خپلې مور تتیس په داسې اوبو مینځلی وو  چې نه مړ کیدلو یوازې یوه پښه یې پاته او نه وه مینځل شوې دده مرګ هم بیا له همغه پښې څخه وو بې له یوې پښې څخه نور دمرګ ضد وو داشیل مور تتس چې کله دغیب ویونکو له دې خبرې څخه چې اشیل به مړ کیږي ، اشیل دښځو په جامه کې دجنګ له میدانه راوایست خو اولیس هغه بیا ځلې دجنګ میدان ته راکش کړ بل پیښه داوه چې یو سخت توفان راوالوت او خلکو به ویل چې خدایان په قهر شوي دي اګاممنوی ددې لپاره چې توفان ودریږي خپله لور (ایفی ژني ) قربان کړه خو دارتمس په نامه الاهې هغه وژغورله وروسته یونانیان له جنګي بیړیو څخه ښکته شول او دټرای خلکو دخپلو ګاونډیانو په مرسته دهکتور په لارښوونه له یونانیانو سره په جنګ شروع وکړه .

     دټرای ښار معاصرې لس کاله دوام وکړ په دې جنګ کې زئوس دخدایانو خدای او افردایتې الاهې د ټرای دخلکو پلوي کوله هرا الاهې او اتینې الاهې هغه دوتنه الاهې وې چې پاریس دښکلا دقضاوت کولو په وخت کې نه وې خوښې کړې دوی د یونانیانو پلوي کوله ، دجنګ په لومړي کال د یونان سردار اګاممنون په یوه حمله کې دمعبد دمشر کاهن (اپولون ) لور په غنیمت ونیوله اپولو هم په یونانی لښکرو بلاوې رانازلې کړې اګاممنون د لښکر دمشرانو په ځانګړې توګه داشیل په ټینګار هغه نجلی بیرته خوشې کړله خو په بدل کې یې بریزیس Briseis چې په یوه حمله کې نیول شوی وو خوشی شو په دې وخت کې اشیل په قهر کیږي او له جنګه ګوښه کیږي خو په زړه کې وایي چې یونانیان باید ماته وخوري داشیل په ګوښه کیدو سره  هکتور دیونانیانو لښکر ته ماته ورکوي پاتروګل چې دخدایانو له زامنو څخه وو او داشیل نیژدې ملګری وو بې حوصلې کیږې داشیل صلاح اخلي او جنګ ته ورځي خو هکتور هغه وژنې ، اشیل او دخدایانو خدای زئوس بیا په قهر کیږي ، اشیل هغه زغره چې خدایانو ورته جوړه کړې وه اغوندي او دټرای په لښکرو حمله کوي ډیر لښکریان او هکتور وژني دهکتور جنازه په خپلو اسونو پسې تړي او دټرای په میدان کې یې ګرزوي پاریس چې دهکتور ورور وو کله یې چې دخپل ورور جنازه ولیده اشیل یې په پښه په غشې وویشت او مړ یې کړ بیا داشیل مور تتیس داشیل جنازه دیونانیانو له سخت جنګ څخه راوړي او هغه خښوي او هر څه یې اولیس ته بښي آژاکس یو له یوناني پهلوانانو څخه وو هغه ددې پيښو په لیدو سره په قهر کیږي او په دې فکر چې دیوناني لښکرو مشران دي د میږو په یوه رمه حمله کوي کله چې په حقیقت پوه شي له ډیره قهره خپل ځان په توره وهي او ځان وژني ، دټرای په ښار کې دپالادیم په نامه یو بوت وو چې زئوس دخدایانو خدای دټرای خلکو ته ډالی کړی وو داسې ویل کیدل تر هغه چې د ابوت په دې ښار کې وي دټرای دښار نیول ناشوني دي ، اولیس دسوالګرو په جامه کې ښار ته ننوت او بوت یې راغلا کړ په دې وخت کې اتینې الاهې چې دټرای له خلکو سره یې مخالفت درلود یونانیانو ته وویل چې یو لوی دلرګي آس جوړ کړي او تر ټولو مهم پهلوانان دآس په مینځ کې پټ شي بیا خپلو خیمو ته اور واچوی او دجزیرې په څنګ کې پټ شی دټرای خلک به ووایي چې یونانیانو ماته وخوړه او آس به دښار مینځ ته یوسي همداسې وشول دوی یو لوی آس جوړ کړ پهلوانان پکې پټ شول او بیایې خپلو خیمو ته اور واچولو دټرای خلکو ددې لپاره چې یونانیانو ماته وخوړه یو لوی جشن جوړ کړ او په شرابو مست او نشه شول هماغه وو چې اولیس او نور یوناني پهلوانان داس له مینځه راووتل دښار دروازه یې خلاصه کړله او دجزیرې په څنګ کې نورو پټو شوو یونانیانو ته یې دښار مینځ ته دراتلو لاره برابره کړله دټرای خلک یې ووژل دهغوی ښځې یې یو له بله سره وویشلې او په پای کې منلاس پاچا هلن پیدا کړله او هغه یې بیرته یونان ته یوړه په دې حماسه کې څه چې په نړیواله توګه غوره بلل شوي دي هغه داشیل (اکیلوس ) قهرماني او په داسې اوبو مینځل وو چې ګواکې اشیل نه مړکیږي او داسې نور دنه منلو وړ منې کارونه پکې شوی وو کله یې چې هکتور وژنې دهغه په جسد وحشیانه کړنه ترسره کوي او ۱۲ ورځې دهغه جنازه په خاورو کې یوې خوا بله خوا کشوي په دې سربیره دټرای په ښار کې ټول وژنه کوي او خلک له مینځه وړي . د ایلیاد دحماسې اصلي موضوع داشیل قهر او غوسه ښودل شوې ده .

فاشیزم  Fascism   وپیژنئ

 لیکنه: پوهنیار احسان الله پامیر

فاشیزم  Fascism   وپیژنئ

دفاشیزم کلیمه دفاشیسمو  Fascismo  له کلیمې څخه اخیستل شوې ده دفاشیسموFascismoکلیمه په لرغوني  روم کې دلرګیو لنډو لنډو یو له بله سره تړلو بستو او یوه تبر ته ویل کیده چې دزور او قدرت په توګه به دلښکر دقطارونو تر څنګه وړل کیده ، فاشیزم له تاریخي پلوه دحکومتي نظامونو هغه ډول دی چې ۱۹۲۲ – ۱۹۴۳ کلونو ترمینځ په ایټالیا کې دموسولیني په وسیله په مخ وړل کیده دا کلیمه وروسته په پراخه مفهوم وکارول شوه هغه رژیمونو ته چې سره ورته ځانګړنې به یې لرلې هم همدا کلیمه کارول کیده ، دموسولوني په اند فاشیزم یو مذهبي مفهوم دی چې په هغه کې انسان دلوړ قانون او ریښتونې ارادې سره تړلی دی ، له وګړيو نیولې بیاتر روحاني ټولنې پورې ارتقا کوي ، هغه چاچې په مذهبي سیاستونو کې فاشیزم له فرصت غوښتلو بغیر بل څه نه دی بللی دوی په دې باندې نه دې پوه شوي چې فاشیزم سربیره پردې چې یو حکومتي سیستم دی بلکه یو فکري سیستم هم دی .

      فاشیزم دمادي طبعیت له ټولو فردي تجربو سره چې په ۱۸ پیړۍ کې یې رواج درلود مخالفت لرلو ، فاشیزم دفردي آزادی مخالف او د دولت پلوي کوي ، وګړو ته هغه وخت ارزښت ورکوي د ټول وجدان او ارادې سره دې دولت پلوي وکړي ، په دې نظام ګې ددولت دآزادی اصول دوګړو له ګټو څخه انکار کوي ، فاشیزم  دولت په یوه واقعي او حقیقي بنا ولاړ بولي .

    دفاشیزم لپاره موسولیني په ۱۹۳۲ کال  په ايټالیا دایرة المعارف کې لاندېني اصول ښودلي دي .

1) دسولې په ګټو بې باوري .

2) دسوسیالیستي فکرسره مخالفت .

3) دلیبرالیزم سره مخالفت .

4) دټولو ډلو پلوي له دولت څخه .

5) دامکان ترحده دپیشوا او لارښود درناوی .

6) یو ډله ایز سیستم رامینځ ته کول .

7) له دیمو کراسی سره مخالفت ( دیمو کراسی ته بوالهوس او ځان پالنې په سترګه کتل )

8) په اتل پرستی او زور پرستی باور لرل .

9) دجنګي روحیې لپاره تبلیغ .

له لومړي نړیوالې جکړې وروسته ایټالیا هم دنورو اروپایي هیوادونو په څیر په ټولنیزو او اقتصادي ستونزو کې را ګیر وو  لاریونونه ، شورشونه ، دځمکو غصب او نورو ستونزو مبتلا هیواد وو ، دحکومت شکل یې دیموکراتیک وو دبرتانیا او امریکا خلاف له دیموکراسی څخه برخوردار نه وو وروسته داټولې ستونزې ناحل پاته شوې او ګډوډیو او شورشونو زور واخیست او لازیات شول په دې ګډوډ او له ستونزو څخه ډک حالت کې دفاشیست موسولوني ګوند مینه وال زیات شول او فاشیزم اعلان وکړ چې ایټالیابه له شته ستونزو څخه خلاصوي او وعده یې وکړه چې دلرغونې روم شان وشوکت ، افتخار او امپراتوري به بیرته لاس ته راوړي ، فاشیزم ټولې ناراضه ډلې ټپلې ځان ته راجلب کړې ، هغه سربازان چې مخکې بیکاره پاته شوي وو، منځنی مایوسه طبقې ، وطن پلوي ځوانان او کلیوال او نورو فاشیستانو تورې جامې په تن کړې او دیو لوی ملي آرمان لپاره یې چیغې او فریادونه شروع کړل دوی هر څه هر چاته ورکول او ویل یې ، کار ، نیکبختي او ملي افتخار .

    د دوی سیاسي استدلال تروریزم او په سرکونو کې جنګونه وو ، دولت ددې هرڅه نه ضعیف وو او نه یې شوای کولای ددوی مخه ونیسي ، کله چې صنعتي محفلونو هم دفاشیزم څخه حمایت وکړ ( موسولوني ایل دوچه ) په ۱۹۲۲ کال کې یو لوی قدرت ته ورسید او بې له ځنډه  یې یو دیکتاتوري نظام په پښو ودرولو او یو ځانګړی اقتصادي نظام یې  رامینځ ته کړ ، دولت عمومي کړنې او فعالیتونه په غاړه واخیستل فوځ یې نور هم تقویه کړ په ۱۹۳۵ کال دحبشې ( اوسنی اتیوپیا ) دفتحې په واسطه دایټالیا امپراتوري په شمالي افریقا کې لاپراخه کړه فاشیزم په دې وخت کې تر ډیره حده بریالی مالومیدلو ځکه په یو ګډوډ او نا امنه هیواد کې یې نظم او امن رامینځ ته کړ څه ناڅه امنیت پکې رامینځ ته شو .د ایټالیا خلکو موسولیني  تائیدولو او ویل یې ده پر وخت او په موقع سره حرکت پیل کړی دی .

      موسولیني ددې لپاره چې د هغه تبلیغ مخه ونیسې کوم چې ویل یې فاشیزم هسې یوه فلسفه ده نو هڅه یې وکړه چې دخپل رژیم لپاره درناوی رامینځته کړي  نو بې مانا شعارونه یې رامینځ ته کړل او ویل یې .

1) هیواد دبشریت ټولیز وجدان او اراده څرګندوي .

2) تل حق له موسولیني سره دی.

3) خبرې او بحث نه بلکه اطاعت .

4) ایمان راوړی ،اطاعت وکړی او وجنګیږی .

د ۱۹۳۰ لسیزو ټولو دیکتاتورانو او ښي جناحو دایټالیا سیاسي فاشستي کړنلارې تقلید کړې او هغه یې دخپلو هیوادونو له آدابو ، سنتو او حالتونو سره سمې پلې کړې دبیلګې په توګه  په اسپانیا کې لیبرال فرانکو فوځ له کلیسا سره وتړلو فاشیستي نظام ته یې تر ۱۹۷۵ لسیزې او آن دخپل ژوند تر پایه دوام ورکړخو نور رژيمونه لکه د آلمان نازي رژیم په شرقي اروپاکې ځنې رژیمونه او حتی خپله فاشیسته ایټالیا په دویمه نړیواله جګړه کې له ماتې سره مخامخ شول .

     تر ټولو بریالی او مضر فاشیستي هیواد نازي آلمان وو چې وروسته له لومړی نړیوالې جګړې بیا دایټالیا په څیر له ډیرو ستونزو سره مخ شو داهیواد مجبور وو خپل شرم او ماته ومني بیا په ۱۹۱۹ کال نیم ژواندې دیموکراسي په دې هیواد کې په پښو ودریده که څه هم چې دآلمان دلوړې طبقې دمنلو وړ نه وه دوی ډیر د آلمان دنازیزم او هیتلر دعقیدې پلوي وو وروسته  په آلمان کې دفاشیزم یوه غوره نظریه رامینځ شوه دهغه عنوان غوره نژاد وو چې  دانظریه تاریخي ریښې لري او دالمان د ۱۹ قرن په فلسفو او عقایدو کې راغلې ده ځکه آلمانیان غوره خلک وو او دآلمان ماته په لومړۍ نړیواله جګړه کې دآلماني فوځیانو درغلي وه ، خو دوی نه غوښتل ځانونه مقصر او ملامت وبولي ، نو لازمه وه چې پړه په نورووګړو لکه یهودانو او سوسیال دیموکراتانوچې دآلمان فوځ یې له شانه په توره وهلی وو  واچوي داخلک هغه وخت او اوس هم دجګړې او ستونزو  درا مینځ ته کولو عاملین  بلل کیږی .

       د ۱۹۳۵ لسیزو په لومړیو کې آلمان دبیرته ښه کیدو په لور روان شو میلیونونو کسانو دهیتلر نظریات ومنل او په ۱۹۳۳ کال کې نازیانو د آلمان لوی ګوند رامینځ ته کړ  هیتلر دالمان صدر اعظم شو او واک ته درسیدو سره سم یې یو ګوندې او حزبي حکومت رامینځ ته کړ  دفاشیزم او نازیزم توپیر په دې کې وو چې فاشیزم ایټالوي فاشیستان دامپریالیزم او پخواني روم دامپراتوری دراژوندې کولو غوښتونکي وو او دآلمان نازیان بیا دیو نوي نظام چې دنژاد دغوراوي په اساس مینځ ته راغلی وو غوښتونکي وو په عین حال کې دواړه دمنځنی طبقې انقلاب او ګډوډي بلل کیږي یا فاشیزم دنشنلیستي ټولنې هغه افراطي جریان ته ویل کیږي چې ملي تعصب بدلوي رابدلوی او هڅه کوي دوطن دوستی څخه په سوی استفادې سره ویشلي هیوادونه او ملتونه یو له بل سره په جګړه کې ښکیل کړي ، دملتونو تر مینځ تضاد رامینځ ته کړي او ممکن هیوادونه دځان په ګټه غلامی ته کش کړی .

       له بده مرغه دپردیو کړیو او دې داسې هیوادونو او خلکو په هڅه چې نه غواړي زموږ هیواد په پښو ودریږي دلته هم د هرې طبقې له خوانه فاشستي کړنې ترسره کیږي دسر په سترګو وینو چې ټولنه مو ورځ په ورځ دبد بختی ، فاشیزم او دربدری په لور روانه ده دنور ملتونو او هیوادونو سره تضاد او دښمني څه چې په خپل کور او کلي کې په دښمنی ، ورور وژنه ، چور او چپاوول  اخته یو کور په کور کلي په کلي بدی او نارواوې ورځ تر بلې زور اخلي او لا دبد بختی به لور روان یو  دیو سوکاله او آسوده افغانستان په هیله .

ګیل ګمیش Gilgames

ګیل ګمیش Gilgames

لیکوال : داکتر سیروس شمیسا

ژباړه : پوهنیار احسان الله پامیر

تر ټولو پخوانی حماسه چې په لاس کې یې لرو هغه دسومیریانو دګیل ګمیش Gilgamesh   ده ددې حماسې دپيدایښت نیټه ۳۰۰۰ کاله مخکې له میلاده راپیلیږي، دا حماسه په ۱۲ ماتو لوحو دشعر په شکل لیکل شوې ده دآشور باني پال په کتابتون کې تر لاسه شوې ده ماتې لوحې یې دبرتانیې موزیم ته یوړل شوې او دجورج اسمیت له خوانه ولوستل شوې ده په ۱۸۶۲م کال کې څرګنده کړې ده چې ددې  داستاني لوحو څخه په یوه باندې دنوح(ع) دتوفان په اړه لیکل شوي دي .

        ګیل ګمیش داورک Uruke یا ایرخ Erech  دښار یو ظالم او جبار پادشاه وو دده دبدن درې برخې له خدای څخه او یوه برخه یې له سړیو (آدمیزادو ) څخه جوړه شوې وه له ده سره مقابله او یاري دوستی ګرنه خبره وه خلکو دده دظلم او زور زیاتي څخه خدایانو ته شکایت وکړ او خدایانو ته یې وویل چې                  ګیل ګمیشGilgamesh خپل انډول نه ویني معشوقه له معشوق سره ، نجلی له هلک سره او ښځه له خاوند سره نه پریږدي خدایانو دګیل ګمیش Gilgamesh   دماتې لپاره انکیدو Enkidu پیدا کړ  چې قوي زورور او وحشي سړی وو انکیدو Enkidu له حیواناتو سره واښه او اوبه خوړل یو ، ورسته یو ښکاري هغه ولید او ګیل ګمیش Gilgamesh   ته یې خبر یوړ ده له معبد نه ایشتر مقدسه او پاکه الاهه پسې ولیږله تر څو هغه ورته راولي او نور ځناوران خوشي کړي کله چې ګیل ګمیش Gilgamesh   معبد ته راځې تر څو له ایشتر الاهې سره ملاقات وکړی       انکیدو Enkidu  ښار ته راځي او دهغه مخه نیسي                 ګیل ګمیش  Gilgamesh په ځمکه غورځوي بیا دګیل ګمیش مور انکیدو Enkidu ته وایي ته زما زوی یې همدا نن ورځ ما ته وزیږولې ، زه ستا مور یم او ګیل ګمیش Gilgamesh ستا ورور دی ، دلته دوی دواړه سره ملګري کیږي له ګیل ګمیش Gilgamesh څخه نیک سړی جوړیږي بیا وروسته دوی دواړه ستونزمن سفرونه پیلوي اوپریکړه کوي چې دپاکو ځنګلونو سردار خومبه به (هومبه به ) سره جګړه وکړي داچې انکیدو Enkidu  په زړه کې د دښتو او ځناورو مینه لرله بیرته دښتې ته ولاړ تر څو له ځناورو سره ژوند وکړي هغه ښکاري ته چې دی یې پیدا کړی وو په غوصه شو او نفرت یې ورباندې وویلو او هغه او په ایشتر الاهې یې هم لعنت وویلو او ورته ویې ویل زه دې له ځناورو څخه پردی کړم ځکه له خپلې صحرا او ځناورو څخه دې ښار ته یوړم وروسته  بیا له ( خومبه به ) سره یوه ستونزمنه اوخترناکه جګړه کوي او هغه وژني .

      دګیل ګمی Gilgamesh میړانه او غیرت ددې سبب کیږي چې دآشوري خدای وینځه ایشتر الاهه ورباندې مینه کیږي خو ګیل ګمیش Gilgamesh یې نه ورسره مني بیا ایشتر الاهه غوصه کیږي دګیل ګمیش او داورک دسیمې دله مینځه وړلو لپاره یوآسماني نر غویی ځمکې ته رالیږي خو ګیل ګمیش او انکیدو هغه آسماني غویی وژني په دې وخت کې خدایان عصبانی کیږي او دانکیدو دمرګ پریکړه کوي انکیدو ناروغ کیږي په وروستی شپه خپل مرګ په خوب ویني او مړ کیږي ګیل ګمیش شپږ ورځې او شپږ شپې دخپل ورور انکیدو دمرګ ویر کوي او په اوومه ورځ یې خاور ته سپاري ، دانکیدو مرګ ګیل ګمیش ته په زړه کې ویره ورواچوله ده فکر کولو چې د انکیدو مرګ دده خپل مرګ دی یعني دی خپله مړ شوی ګیل ګمیش له مرګ څخه سخت وویریدلو ، دیو تل پاتې ژوند په لټه کې شو په سفر ولاړ او په دې پسې ګرزیدلو چې دمرګ راز ومومي تصمیم یې ونیولو چې     اوت نه پيشتم utana pishtim ته ور شي او له هغه نه دمرګ او ژوند په اړه وپوښتي او دمرګ رازترې ومومي اوت نه پيشتم utana pishtim هغه څوک وو چې تل ژوندی وو او نه مړکیدلو یوازې هغه د تل پاتې او همیشني ژوند په راز پوه شوی وو وروسته دډیرو ستونزو له تیرولو دخدایانو باغ ته ورسید اود    اوت نه پيشتم utana pishtim دکور په لټه کې شو په ډیر کړاو سره دمرګ له سینده تیر شو او په دښته کې یې دهغه لاره وموندله او اوت نه پيشتم utana pishtim ته ورورسید له هغه نه یې دژوند دراز په اړه وپوښتل هغه ورته وویل ستا  دبدن دریمه برخه له سړیانو (آدمیزادو) څخه ده اومرګ دسړیو (آدمیانو) لپاره دی اوت نه پيشتم utana pishtim  ګیل ګمیش ته دخپل ژوندانه کیسه چې څرنګه دخدایانو په جرګه کې شامل شو وکړه او ورته ویې ویل چې دلوی توفان په وخت کې یې یوه بیړۍ جوړه کړه او دځناورانو يوه یوه جوړه یې پکې واچوله کله چې توفان آرام شو بیړۍ دغره په سر کښیناسته ، په اوومه ورځ یې کبوتره او زاغ دحالاتو دکشف لپاره وګمارل او بیا وچې ته ووتل او اوت نه پيشتم utana pishtim دخدایانو په جرګه کې شامل شو .

      کله چې ګیل ګمیش له اوت نه پيشت څخه بیرته راګرځیدلو اوت نه پيشتم دیوې ګیاه په اړه چې دتل ژوندي کیدو سبب کیدله لارښوونه وکړه او ورته ویې ویل څوک چې له دې ګیاه څخه وخوري تل به ژوندی وی او ځواني به یې بیرته راورګرځي    ګیل ګمیش له ډیر ستونزو وروسته ګیا وموندله کله چې غواړي ویې خوري نو ده لومړی ځان ومینځلو په دغه وخت کې یو مار پیدا کیږي او هغه ګیاه خوري ، مار همیشنی ژوند ترلاسه کوي ، ګیل ګمیش دومره غمګین او مایوسه کیږي چې دمړو دنیاته ولاړ شي او دمرګ راز له خپل مړ شوي ورور انکیدوله روح څخه وپوښتي ، نو ځمکه یې سوری کړه او دانکیدو سیوره یې بیرون ته را وایسته یو بل یې وپيژندل ، یو له بل نه لیرې ودریدل او یو بل ته یې خبرې وکړې ګیل ګمیش په زوره ورته چیغې وهلې او دانکیدو سیوري اوریدلې ، ګیل ګمیش ورته وویل دمړو له دنیانه راته خبرې وکړه دانکیدو سیورې ورته وویل که دمړو له دنیانه درته خبرې وکړم په ځمکه به ولویږې او وبه تښتې ګیل ګمیش ورته وویل اې دوسته !  غواړم تل په ځمکه کې ولویږم او تل وژاړم دانکیدو سوري ورته وویل ستا دوست په خاورو کې ولوید او خاورې شو. له دې سره دانکیدو سیوره ورکه شوه ګیل ګمیش ناهیلی بیرته خپلې سیمې اوروک Uruk   ته راستون شو بیا دقصرپه تالار کې سر په ځمکه ږدي او غواړي چې ویده شي خو مرګ هغه په خپله غیږه کې نیسي او ګیل ګمیش Gilgamesh په همیشنی خوب ویده کیږي او مړ کیږي.

       ګیل ګمیشGilgamesh د مرګ او ژوند حماسه ده ، دمرګ په اړه ترټولو پخوانی او لومړنی مفکوره چې دحماسې په توګه بیان شوې ده   ګیل ګمیش دې نتیجې ته ورسید کله چې نه شم کولای ژوند همیشنی کړم یعني تل ژوندی شم نو باید روح همیشینی  کړم دروح همیشه توب او تل پاتی کیدو لپاره په نیک نامه پسې ځې او ډیر کړاوونه ګالي . په حقیقت کې ده هیڅ ماته نه ده خوړلې او یوه بریالی هڅه یې کړې ده ، دا حماسه دیوه همیشني ژوند لپاره یوه شانداره او بریالی هڅه ده .

h  

پوهنیار احسان الله پامیر

ژبه او دهغې اړيکې  

لنډیز

     ژبه د پوهولو او راپوهولو تر ټولو قوي وسیله ده چې انسان ددې قوي وسيلې په توګه د ژوندانه بيلا بيلې مرحلې پاس کوي افهام او تفهيم کوي او د ژوند ستونزې هواره وي که څه بعضې نور حيوانات هم د ژوند ستونزې هواروي خو په کومه اندازه چې انسان د ژبې په وسيله پيچلې مسئلو ته د حل لاره مومي نور حيوانات ورڅخه عاجز دي ژبه په انساني ژوند کې مهم رول لوبوي. ځينې څېړونکي د ژبې په واسطه انسان د ژوي (حيوان) څخه بېلوي او ورته خبرې کوونکی ژوی (ناطق حيوان) وايي، د ژبې اړيکې له انسانیت سره نه شلیدونکې دي او هیڅکله موږ خپل انسانیت بې له ژبې او بې له مفاهمې نه شو څرګندولای دانسانیت مانا الفت مینه او محبت دي انسانان د همدې له پاره خلق شو دی چې انسانيت وکړي او په ځمکه انسان واوسيږي انسان که څوک ووايي چې نه انسان دعبادت له پاره پيدا شوی دی دا هم سمه خبره ده خوانسانیت هم د عبادت جز دی بې له انسانیته فکر نه کوم عبادت پوره او کامل وي نو د دې ټولو انساني اړتیاوو د پوره کولو او او انسانيت د ښودلو او برلا کولو وسیله ژبه ده دلته ویلای شو چې ژبه له انسانیت سره سیده اړیکه لري . همداسې  د نړي ټول پرمختګونه هغه که په هره برخه کې شوي دي هغه که علمي دي که صنعتي که تخنيکي  او که نور ټولنيز پرمختګونه ټول د فکر سره اړيکه لري انسانان د همدې فکري قوې په اساس خپلو اړتياوو او ضرورتونو ته ځير کيږي او دخپلې فکري قوې په مرسته د ژوند ستونزې او مشکلات رفع کوي خو د فکر په انتقال او خپله په فکر کولو کې ژبه يو اغيزمن رول لوبوي دا په دې مانا ده چې ژبه له تفکر سره هم نيغ په نيغه اړيکه لري .همداسې ژبه دپېښو سره اړيکې لري او دپېښې ( واقعت ) د پيژند او درک قوه ده ميک ګريټ (Mcgrath )  ليکي چې په ژبه کې شيان او مالومات په ټولګيو ويشل کيږي زموږ ژبه د پېښو د پيژند وسيله ده دی .  په دې سربېره ژبه هغه اوازونه دي چې انسانان يي دخپلو افکارو او خيالاتو د څرګندولو په غرض تر يو خاص نظم او سيستم لاندې د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه راباسي او په دې توګه په خپلو منځوکې يو له بله اړيکه پيدا کوي او ليک هغه سيمبولونه او علامې دي چې دهغوی په واسطه  انسانان يو له بله خپل افکار اوخيالات اظهاروي ، ليک په عمومي ډول پر دوو برخو باندې ويشل کيږي يو تصويري ليک دی او بل الفبايي ليک په تصويري ليک کې انسانان خپل فکرونه او خيالات دتصويرونو او شکلونو په واسطه څرګندوي.

سریزه

        هغه لومړنی ځانګړنه چې انسان له نورو حيواناتو څخه بيلوي او توپير يې کوي هغه ژبه او مفاهمه ده انسان لومړنی مخلوق دی چې الله تعالی د نطق او خبرو کولو توان ورکړی دی انسان دهمدې قوت په اساس کولای شي پيچلې مسئلې حل کړي ، د ويشلو موضوعاتو په اړه يو له بله بحث وکړي او مفاهمه وکړي انسان د خپل ژوند له لومړيو څخه دا ځانګړنه په کسبي ډول له ټولنې څخه زده کوي چې له همدې امله موږ وايو ژبه فطري نه بلکه کسبي پديده ده خو يوه خبره بايد په ياد ولرو د انسان د خبرو کولو قوت  يا دنطق قوت فطري دی يعني  يوازې انسان ته الله تعالی دا قوت ورکړی دی چې انسان به ضرور خبرې کوي نطق به کوي او مفاهمه به کوي چې نور مخلوقات دا قوت بيا نه لري نو دا د خبرو کولو توان په انسان کې فطري دی خو دا چې  انسان په کومه ژبه او کومه لهجه خبرې کوي دا بيا کسبي  دی او له ټولنې څخه زده کيدونکی قوت نو نطق فطري  يا خبرې کول فطري او افهام او تفهيم کړنلاره او طريقه چې آيان موږ دا مفاهمه په پښتو ، پاړسی او انګريزي کوو او که په بله کومه ژبه دا د انسانانو له پاره کسبي ده په کومه ټولنه کې چې انسان ژوند کوي او له کومو ګاونډيانو سره چې اړيکه لري دهغو ټولنو ژبه زده کوي او هغوی په څېر مفاهمه کوي او يوبل پوهوي دا چې خبره راڅخه اوږده شوې نه وي انسان له هماغه وخته چې خبرې وکړي له يو لړ برخو سره يې اړيکې پيدا کيږي د ژوند لومړی اړيکې د خبرو کولو په واسطه جوړيږي همداسې ژبه له انسانيت ، ژبه له فکر ، ژبه له ژوند ، ژبه له پيښو  او له نورو بيلابيلو پديدو سره اړيکې لري دا چې د انسان مانا مينه او الفت ده نو موږ خپله مينه او الفت بې له ژبې يا بې له مفاهمې سره نه شو څرګندولای حيوانات هم په خپل منځ کې مينه لري خو هغوی بيا په بله طريقه په خپل منځ کې يو له بله مفاهمه کوي او يا يې هم هيڅ نه شي کولای دا مفاهمه که بې غږه توګه هم وي يعني که په اشاروي توګه د انسانانو ترمنځ مفاهمه وشي هم د نور حيواناتو سره توپير لري حيوانات کيدای شي هيڅ اشارات درک نه کړي خو انسانان د اشارو د درک قوت هم  لري له اشارې څخه پوهيږي چې مطلب او مفهوم څه دی  . ددې څخه  دا جوتيږي کله چې ژبه نه وي نو انسانيت هم  تر سوال لاندې راځي موږ خپل انسانيت مجبور يو د ژبې او مفاهمې له لارې نورو ته وښيو چې دا  مفاهمه کيدای شي په غږيزه توګه وي او يا کيدای شي په اشاروي توګه وي يا داسې هم کيدای شي دا مفاهمه په ليکلې بڼه وي کله چې خپل انسانيت څرګندوو نو فکر ته هم اړتيا ليدل کيږي بې فکره نه شو کولای په ښه توګه  خپل انسانيت څرګند کړو دلته اړتيا ليدل کيږي چې ژبه بايد له فکر سره هم اړيکه ولري همداسې کله چې څرګندونې کوو بايد معقولې وي د عقل زيږنده وي که د عقل زيږنده نه وي کيدای شي  چټيات وي نو په دې اساس ويلای شو چې ژبه له عقل سره هم اړيکه لري همداسې له نور موضوعاتو سره هم اړيکې موجودې دی په لاندې بحثونو کې دا اړيکې هر يو په جلاجلا توګه څيړو او بحث ورباندې کوو .

ژبه او انسان

       ژبه د انساني فرهنګ او ټولنيز ژوند هغه قوي وسيله ده چې د انسان د ژوندانه په دويم پړاو يا دماشومتوب په زمانه کې زده کيږي او ددې قوي وسيلې په توګه د ژوندانه بيلا بيلې مرحلې پاس کوي افهام او تفهيم کوي او د ژوند ستونزې هواره وي که څه بعضې نور حيوانات هم د ژوند ستونزې هواروي خو په کومه اندازه چې انسان د ژبې په وسيله پيچلې مسئلو ته د حل لاره مومي نور حيوانات ورڅخه عاجز دي ژبه په انساني ژوند کې مهم رول لوبوي. ځينې څېړونکي د ژبې په واسطه انسان د ژوي (حيوان) څخه بېلوي او ورته خبرې کوونکی ژوی (ناطق حيوان) وايي؛ خو ځېنې نور څېړونکي بيا په دې عقيده دي چې ژوي هم يو ډول غږونه کولای شي او د مخابرې يو سيستم لري، چې سړی ورته ژبه يا د ژبې يوه خاصه بڼه ويلای شي؛ خو واقعيت داسې دی چې د ژبې مرکز په لوی  دماغ کې دی، چې په ژبې د پوهېدلو او کنترول دنده په غاړه لري. د غـږېدو په وخت کې د انسان د دماغ يوازې څلورمه برخه يعنې په سلو کې پنځه ويشت (٪۲۵) وده کړې وي او پنځه اويا (٪۷۵) بيا وروسته وده کوي؛ حال دا چې د ژوو دماغ په سلو کې د پنځه شپېتو (٪۶۵) څخه زيات د زېږېدو په وخت کې بشپړوي . لوی دماغ يا ماغزه په دوو برخو وېشل شوی دی يوه يې کيڼه (ګڅه) برخه ده او بله يې ښی برخه ده. د نورو څېړونو په نتيجه کې ثابته شوې ده چې د ښي لاس کسانو په سلو کې نوي (٪۹۰) اود کيڼ لاس کسانو په سلوکې شپېتو(٪۶۰) د ژبې  مرکز د لوی دماغ په کيڼه (ګڅه، چپه) برخه کې دی.  په دې توګه ويلای شو، چې د اکثرو انسانانو د ژبې مرکز د لوی دماغ په کيڼه (ګڅه ) برخه کې دی. د غږونو د ژبې دستګاه تالو دی، چې د غږونو پټۍ  لري او د ژبې د عضلې او شونډو په مرسته سره غږونه جوړوي. که د ژبې مرکز ته په لوی دماغ کې تاوان او ټکان ورسېږي؛ نو بيا په ژبه کې هم خنډ پېښېږي او ژبه نسلي او يا د خبرو څخه بلکل پاتې کېږي او سړی ګونګېـږي؛ که څه هم د تالو د غږ پټۍ يې جوړې وي. داسې هم کېدای شي، چې د ژبې مرکز په لوی دماغ کې جوړوي؛ خو د تالو دغږ پټۍ خرابې شوې وي، په دې حالت کې هم په خبرو کې خنډ راځي. د انسانانو د تالو د غږونو په پټيوکې  د پرتو غږونو شمېر زيات او پراخه  دی او مختلف ډول غږونه جوړولای شي؛ خو د ژوو(حيواناتو) د تالو د غږونو شمېر ډېر کم دی او يوازې څو محدود غږونه کولای شي جوړ کړي . لکه مخکې مو چطې وويل د انسان مانا انس ، مينه او الفت دی  نو دا مينه الفت او انس موږ به ژبه د مفاهمې له لارې کولای شو خپل د انسانيت نور احساسات او عواطف يوازې د ژبې له لارې له نورو سره شريکولای شو که ژبه ونه لرو يا مفاهمه ونه لرو نه شو کولای خپل احساسات بيان کړو همداسې انساني رويه د مفاهمې له لارې له يو اوبل سره د پوهونې او راپوهونې له لارې سرته رسولای شو کومې اړيکې چې وګړي ټولنه او يا يو قوم يې يو له بله سره لري يوازې پېښې او حادثې نه دي بلکه ټولنيز اړخ يې تر ټول ډېر په دخيل دی د وګړو د عملونو په مقابل کې عکس العملونه ټول د همدغه مفاهمې له لارې صورت نيسي   د دې پور تنيو ټکو څخه دا نتيجه په لاس راځي، چې د انسان ژبه دغږونو د شمېر(د کميت) له پلوه بډای او بشپړه ده او د ژوو بيا نيمګړې ده. په دومره اندازه سره ژبه د انسان او ژوي د توپير نښه ګڼل کېدلای شي چې انسان په ډېره پيمانه او ژوي په لږه پيمانه د خبرو کولو توان لري او يا هم هيڅ خبرې نه شي کولای . همداسې په رويه او روش کې هم په توپير سره انسان د مفاهمې له لارې بېل او ژوي بيا بېل روش لري بل په عملونو او د عملونو په مقابل کې د عکس العملونو له مخې هم انسان او ژبه سره ډېر په اړيکه کې دي او حيوانات يا ژوي کيدای شي  د مفاهمې له لارې نه بلکه له کومې بلې لارې د عمل په مقابل کې عکس العمل وښيي . په انساني ژوند کې ژبه  او مفاهمه په انسان پورې ځانګړې عمليه ده د انسان د فکر کولو، پوهونې راپوهونې اوهمدارنګه د  يووالي وسيله ده د ټولنو او قومونو په بيلولو او سره يوځای کولو کې پراخه ونډه لري يا داسې هم ويلای شو چې ژبه په انساني ژوند کې د د ټولنې د يوالي  ګډه نښه ده ، له بل سره د نيږدې کسانو او يا يوله بله د سره لېرې کسانو تر منځ اختلافونه چې په ټولو ټولنو او ډلو کې ليدل کيږي کيدای شي تر ټول عمده علت او سبب يې يو له بله ناسمه مفاهمه او يا نه پوهيدنه وي کله چې دوی يوله بله سره پوهونه راپوهونه ونه کړي اواصل مقصدته ونه رسيږي نو تر منځ يې اختلافونه پيدا کيږي او که مفاهمه سمه وشي هيڅکله به مخالف نه شي دې ته په کتو سره د اسپرانتو مفکوره رامنځ ته شوې ده يعني د نړيوالې يا بين المللي ژبې زده کول په دې مانا چې  هر څوک ددې له پاره چې له هرچاسر په سمه توګه پوهونه راپوهونه وکړي د خپلې مورنی  اوملي ژبې ترڅنګ بايد يوه نړيواله او بين المللي ژبه هم زده کړي خو په نړي کې دې نظريې تر ډيره عملي اړخ ونه موند ځکه د سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو واکمنيو په نظرکې نيولو سره هر هيواد او هرملت ته خپله ژبه تر بل هرڅه ډير ارزښت لري ، ژبه هغه ټولنيزه پديده ده چې په وګړو پورې تړلې او انسانيت د رشد او تکامل پروسه له يوه نسل څخه بل نسل ته ليږدوي ، که له انساني فرهنګه ژبه او مفاهمه واخيستل شي نو ټولنيز ژوند مو ترې اخستی دی او په واقعت کې مو د هغه ټولنې کلتور او فرهنګ ور وژلی دی ژبه د انساني ژوند د اړيکو کيلي او کله کله د کلتور سرمايه هم ګڼل کيږي کوم وګړي چې پرې واکمن وي د ځان  له پاره ټولنيزې اړيکې او ځانګړي هويت مومي نو له  دې امله قومي او فردي هويت تر ډېره په ژبه پورې اړه لري او دا چې يوه ټولنه له بلې ټولنې څخه توپير مومي همدا هويت دی چې  اړوند ټولنې د ژبې په واسطه لاس ته راوړی دی ، ژبه او مفاهمه که په غږيزه توګه  که په ليکنی او که په اشاروي يا حرکي ډول وي  لومړنۍ د اړيکو نيولو وسيله ده چې پرلپسې پيړيو راهيسي د خلکو ، قومونو ، ټولنواو ملتونو تر منځ کارول کيږي په ننی نړۍ کې ژبه د پخوا په څېرپه ساده توګه  يوازې د انسانانو تر منځ د اړيکو نيولو ، پوهولو او راپوهول وسيله نه ده بلکه اوس ژبه د يوويښ او فعال  قوم او يو ملت د پيژندلو تر ټولو غوره ځانګړنه ده . الله تعالی په قران کريم کې څو ځله د ژبو او بېلابېلو قومونو يادونه کړې  ده خو غوره او تر ټولو بهتره يې يوازې تقوا لرونکي ګڼلي دي د هر ملت ژبه  د خاورو په دې نړي کې د هغه ملت د شتون په اندازه مهمه ده ، ددې له پاره چې يو قوم او يو ملت وپيژنو بايد هغه ملت ژبه وپيژنو دلته کيدای شي هغه فرانسوی متل چې د ژبو په اړه ويل شوی دی سل په سله رښتيا وي فرانسوي متل دی وايي ( هر هغه څوک چې خپله مورني ژبه يې نه وي زده وحشي دی  ) له همدي  امله د نړي علمي او فرهنګي ټولنې هڅه کوي تر څو ټولې ژبې حتی هغه ژبې چې لږ اوپه  نشت شمير ويونکي لري هم ژوندی وساتي جان استوارت وايي کله چې استعمار وغواړي يو قوم او ملت تر خپل استعمار لاندې راولي لومړی دهغه ملت هويت او ژبه پيژنې او په اړه يې پوهه تر لاسه کوي او کله چې ملت خپل هويت او ژبه له لاسه ورکړي د تل له پاره د نورو تر غلامی او استعمار لاندې راځي په اوس وخت کې د يو ملت او قوم د له منځه وړو له پاره هغه ملت په فزيکي توګه له منځه نه وړل کيږي بلکه د هتلر هماغه پخواني فورمول نه کار اخيستل کيږي هتلر ويلي وو د ملت د له منځه وړو له پاره کافي ده چې دهغو ژبه له منځه يوسی ټولنپوهان د نورو فرهنګونو سره د مبارزې له پاره داسې نظريه لري دوی وايي ژبې د بشريت او انسانيت تر ټولو غوره معنوي ذخيري دي چې په له منځه وړو سره يي نه يوازې د هغه ژبې له ويونکو سره ظلم کيږي بلکه د بشريت له معنويت او انسانيت سره دښمني هم بلل کيږي  له ژبې سره دښمني بيا د ژبو وژل ګڼل  کيږي او د ژبې وژل د يو قوم او يوملت بلاخره د انسانيت  وژل دي .

ژبه او فکر

      د نړي ټول پرمختګونه هغه که به هر برخه کې شوي دي هغه که علمي دي که صنعتي که تخنيکي  او که نور ټولنيز پرمختګونه ټول د فکر سره اړيکه لري انسانان د همدې فکري قوې په اساس خپلو اړتياوو او ضرورتونو ته ځير کيږي او دخپلې فکري قوې په مرسته د ژوند ستونزې او مشکلات رفع کوي خو د فکر په انتقال او خپله په فکر کولو کې ژبه يو اغيزمن رول لوبوي دا په دې مانا ده چې ژبه له تفکر سره نيغ په نيغه اړيکه لري خو په دې مانا هم نه ده څوک چې ګونګ دي او خبرې نه شي کولای هغه به فکر هم نه شي کولای نه هغه  چې ګونګ دي فکر کولای شي اوفعال فکر لري  مهدي نيکونام وايي ژبه فکر دی چې د لغتونو غږونو او نورو حرکتونواو اشارو په قالب کې وړاندې کيږي د فکر د خاوند قصد او تصميم نورو ته څرګندوي . افلاطون عقيده لرله چې د انسان روح د فکر کولو په وخت کې له ځان سره خبرې کوي نو په حقيقت کې دا خبرې کول له فکر سره مستقيمه اړيکه لري ځکه د فکر کولو په وخت کې همدا فکر په الفاظو ، غږونو او حرکتونو بدليږي، ده ويلي فکر بې له ژبې هيڅ مانا نه لري داريوش کريمي وايي تول انسانان ددې له پاره چې له نورو سره اړيکې ټينګې کړي او له نورو انسانانو سره پوهونه راپوهونه وکړي ژبې ته اړتيا لري خو ژبه بې له تفکر څخه نه رامنځ ته کيږي يعني مفاهمه بې فکره صورت نه نيسي ژبه د وګړو د فکرکولو لاره څرګندوي او ژبه د هر چا د فکر زيږنده مقصدونه او هدفونه روښانه کوي نو زما په اند هرڅومر چې د يو چافکر او د فکرکلو لارې چارې پيچلې وي په هماغه اندازه يې ژبه هم پيچلې وي يا داسې هم ويلای شو په کومه اندازه چې ژبه پيچلې وي يا مفاهمه پيچلې وي په هماغه اندازه تفکر هم پيچلی وي د ژبې او فکر په اړه بحث تر ډېره د ژبې له  ارواپوهنې سره تړاو لري او د ابحث دا پوښتنې هم زيږوي لکه :آيا يوازې ژبه د ذهن د لوړو کړنو ، تفکر ، تخيل ، استدلال قضاوت اونورو کړنوله پاره شره ده ؟ آيا که د موږ ژبه نه وای زده موږ به ذهني کړنې او فکرونه سرته رسولي وو ؟ آيا که د مريضی يا کومې بلې پيښې په واسطه د خبرو کولو توان او قدرت له لاسه ورکړو ايا فکر کول او تخيل کول هم له لاسه ورکوو ؟ دا او دې ته ورت پوښتنې نوې پوښتنې نه دي فيلسوفانو او متفکرانو پخواورته ځوابونه ويلي دي چې ددې جملې نه افلاطون لومړنۍ شخص وو چې ژبه اوفکر يې يو بللي دي او ويلي يي دي چې ژبه فکر دی همدا رنګه واټسن هم  دا موضوع بيان کړې ده فکر بې له هغه ژبې او مفاهمې چې دحرکتونو او يا د غږونو له لارې سرته رسيږی هيڅ هم نه دی ده يوازې په کم توپير ويلي دي چې فکر ژبه دی پوهان وايي ژبه د انسان د ذهني کړنو او فعاليتونو يوازينی او موثر عامل نه دی خو تر ټولو مهم عامل يې کيدای شي وبولو خو فکر بې له زبې او مفاهمې کيدای شي ډير ساده او ابتدايي وي او تجربوي او عملي اړخ يي کيدای شي ډير ضعيف وي تر دې حده چې نه شو کولای د فکر کولو حکم ورباندې وکړو (۲ :۱۳۴)  دلته کولای شو د ژبې او تفکر په بحث کې څو څيزونه مطرح کړو اول د مغزو کړنې : د انسان مغز تر اوسه د نړۍ د ټولو تخنيکونو او ماشينونو په پرتله يوازينی ماشين دی چې نور ماشينونه ورسره رقابت نه شي کولای په نړۍ کې د رواجي عقيدې خلاف د انسان مغز تر ټولو حيواناتو تر مغزونو لوی مغز نه دی  د انسان مغز نيږدې په ده نيمو کرو ويشل شوی دی چې کله ناکله  ورته ښې طرف او چپ طرف مغز هم ويل کيږي  دمغز دواړه طرفونه يو له بله سره تړلې عصبي ريښي لري چې د مغزکړنې سره هماهنګه کوي  ټول استعدادونه او قابليتونه چې انسان يې ترسره کوي د انسان د مغز زيږنده ده او هغه څه چې موږ ورته ذهن ، حافظه ، تفکر ، زبان ، منطق او .... وايو او په هر يوه بېل بېل بحث کوو دا په واقعت کې ټول د يوه مغز په نرم افزارو يا پوستکالو بحث دی. ( ۵ :  ۱۴۹)  بل څه چې بحث ورباندې کوو هغه په مغز کې د ژبې مرکز دی نيږدې  د نوي سلنه وګړو د مغز چپه  خوا ژبنی کړنې څاري او کنترولوی يي په داسې حال کې چې نيمه راسته کره د ليدلو مهارتونه ، د غيرژبنيو غږونو ادراک او موسيقي غږونه کنترولوي همداسې د انسان د مغز هره خوا د انسان دبدن مخالفه خواکنترولوی په دې مانا چې ښی طرف مغز د انسان چپ لاس او پښه او چپ  طرف مغز د انسان ښی لاس او پښه کنترولوي عصاب پيژندونکي وايي دمغز د چپې خوا په دريو  حصو کې د ژبې مرکز دی او په همدې دريو ناحيو کې د ژبې کاروه سرته رسيږي  خو وروستيو څيړنو وښوودله چې د ژبې اړوند بعضې کارونه په ښې خوا کې هم  ترسره کيږي  اوس دا درې ناحيې تشريح کوو . لومړي ناحيه  دبروکا ناحيه ده پل بروکا فرانسوي جراح په ۱۸۶۰ کال کې په په خپل ګزارش کې وښودله کله چې د بروکا برخې ته صدمه ورسيږي انسان د خبرو کولو قدرت له لاسه ورکوي او بروکا د خبرو کولو په قدرت او وړتيا کې مستقيمه اغيزه لري دا برخه په لومړيو کې د انسان د مغز په چپه خوا کې کڼل  کيده خو وروسته ثابته شوه چې دا ناحيه دمغز په ښی خوا کې واقعت لري  . ( ۳:  ۱۸۵ )  بله برخه يا دويمه ناحيه د ورنيکه په نامه ده کارل ورنيکه الماني داکتر په ۱۸۷۰ کال دخپل کزارش له مخې وښودله ده وويل دا برخه د خبرو د درکولو په برخه کې رول لري او د چا چې په دې برخه يا په دې ناحيه کې ستونزې وي هغه خبرې نه شي درکولای د ناحيه د انسان دمغز په چپه کره کې ثابته شوې ده ورنيکه دمغز هغه برخه ده چې د خبرو کولو په درک کې مستقيمه اغيزه لري بله برخه يا دريمه ناحيه د مغز حرکتي او تکميلي برخه ده دا برخه دوو جراحانو د پنفيلډ او رابرتس په نومونو په ۱۹۵۰ کال کې په خپل ګزارش کې وښوده دو وويل چې دا برخه د مفاهمې په فزيکي جوړښت کې رول لري يا په دې مانا دحرکاتو مفاهمه او ژبه يا دانسان حرکتونه د همدې برخې له لارې کنتروليږي بل په مغز کې د تفکر ځای دی دلته آيا تفکرپه مغز کې بېل ځای لري اوکه په هماغه دخبروکولو ناحيه  د تفکر ناحيه هم ده ؟ موږ ددې پوښتنې په ځواب کې ويلای شو هغه څوک چې خبرې نه شي کولای خو فکر کولای شي دا ځواب په لاس راځي چې که د خبرو کولو او فکر کولو ناحيه يوه وای نو ګونګی به فکر نه شوای کولای خو داسې نه تفکر په مغز کې بېل ځای لري  تفکر د ارواپوهنې ، فلسفې او منطق له نظره هم بايد وڅيړل شي نور علوم تفکر د منطق لاسته راوړنه بولي او منطق داسې راپيژني منطق د تفکر تللو ته ويل کيږي يا په بله وينا د فکرونه ټولګې ته منطق ويل کيږي جان لاک وايي تفکر يوازې د خبرو کولو څخه ګټه نه پورته کوي بلکه له نورو حسونو لکه تصوير ، مزه ، بوی او نورو څخه هم ګټه پورته کوي کله چې دا ټول په مغز کې را غونډ شي د تفکر له پاره ترې موضوع جوړيږي  جان لاک د مغز په ذاتي پوهه باور نه درلوود خو تفکر يي د ذهن په ټوليزو کړنو کې شميرلو .(۴ : ۱۸۵)  ديکارت بيادانسان د  مغز په ذاتي پوهه باور درلوود او د خپلې يوې رسالې د نفس کړنې په يودېرشمه ، دوه دېرشمه او درې دېرشمه ماده کې يې داسې ويلې دي په مغز کې يوه غده ده چې د نفس کړنې په همدې غده کې  بشپړيږي او دا يې رد کړې ده چې ګواکي دنفس کړنې په زړه کې  کامليږي. (۶ : ۳۳۱ )  د ژبې او تفکر تر منځ د اړيکو په اړه بايد زياته کړو چې ټول ذهني  فعاليتونه د انسان د عصابو په واسطه  سره کيږي که انسان له همدې عصبي سيستم څخه برخوردار نه وای ژبه يې هم نه شو زده کولای که چيرې د انسان په څېر يا انسان ته ورته او نيږدې حيوان شمبازي ته نظر واچوو او هغه ته د ژبې زده کولو هڅه وکړو عبس کاربه مو کړی وي ځکه ژبه يعني يو پرمختللی او تنظيم شوی نظام ځکه د هغه حيوان ذهن او اعصاب د داسې يو پرختللي  او منظم نظام له پاره الله تعالی نه دی برابر کړی  بعضي ژبپوهان لکه ساپير او ورف ژبه د فکر اساس او بنسټ بولي چې دا نظريه يوازې د دوی په نامه مشهوره شوې هم ده ادوارد ساپير وايي که له ډيرو خلکو وپوښتې ايابې له ژبې او مفاهمې کولای شی فکر وکړی دو به ووايي هو ؛ خو زما له پاره دا دمنلو نه ده دی وايي دا به ومنه چې بې له ژبې فکر کيدای شي خو د ژبې اصول او قواعد تفکر ته اړتيا لري ساپير وايي بې له فکره مفاهمه به چټيات وي او هيڅ نه شي کيدای چې يو څوک د بې له تفکره استدلال وکړي اوياد خبرې وکړي که يي وکړي هم هغه به پوچې او چټې خبرې وي .( ۱ :  ۳۵ ) خو ځيني نور فکر د ژبې اساس او بنسټ بولي دوی وايي فکر مستقل دی خو له مانا سره اړيکه لري يعني دمانا اصل منشا فکر دی ځينو بيا ژبه د فکر له پاره يوه وسيله بللې ده دوی وايي د مغز ټولې کړنې د فکر زيږنده دي ژبه او مفاهمه يي د انتقال او خبراوي يوه وسيله ده .

ژبه او پېښې

         ژبه دپېښې سره اړيکې لري او دپېښې ( واقعت ) د پيژند او درک قوه ده ميک ګريټ (Mcgrath )  ليکي چې په ژبه کې شيان او مالومات په ټولګيو ويشل کيږي زموږ ژبه د پېښو د پيژند وسيله ده دی زياتوي چې که چېرته په دوه ژبو کې د يوه شي (څيز) يا پېښې له پاره يو ډول يا يو قسم لفظونه وي نو بيا د شي يا پېښې پيژند هم ددې دواړو ژبو د ويوونکو په شانته دی   او برخلاف که بېل بېل ډول لفظونه وي نو بيا دشي يا پېښې پيژندنه ، درک او تصور يې هم ويشلی دی د بېلګې په توګه زموږ په ژبه کې واورې د ټولو بڼو يا شکلونو له پاره يو لفظ شته دی خو د اسکيمو (Eskimo   ) قوم داسې يوه ژبه لري چې د واورې د مختلفو بڼو يا حالتونو د پاره بېل بېل لفظونه لري او د واورې د مختلفو شکلونو ترمنځ په کې توپير کيږي واوره د وريدلو په حالت کې ، واوره د ځمکې پرسر ، واوره د کور د بام په سر او نور له دې کبله د اسکيمو (Eskimo   ) او زموږ د واورې پېژند او تصور مختلف دی د شيانو او پېښو پيژند، درک او تصور دژبې پورې اړه لري او ژبه زده کيږي زموږ د شيانو او پېښو پيژند او تصور هم د ټولنيز کيدلو د برخې په توګه د زده کړې په لړۍ (پروسه) کې ولاړ دي د پښتو ژبه چې ډېره لرغونې ژبه ده د ډېرو پېښو او واقعتونو د پيژندلو آينه يا هنداره ده د پښتو ژبې په مرستط سره سړی کولی شي چې ډېرې پېښې و پېژني داکتر کبير ستوری وايي ما د پښتو ژبې په مرسته دا پېښه او واقعت وپيژانده چې د انسان په وجود کې د ساايزو پېښو دوه مرکزونه دي چې يو دماغ او بل زړه دی حال داچې د لوېديځ په ساپوهنه کې دماغ د ټول ساايزو يانفسي توکونو مرکز ګڼل کيږي خو که سړی د پښتو ژبې پر بنسټ د شيانو او پېښو جاج واخلي نو د ماغ د عقل او فکر مرکزدی او زړه د احساساتو ، جذباتو او غوښتنو لکه زړه مې نه غواړي چې هلته ولاړ شم ، زړه مې خفه دی ، زړه مې خوشحاله دی ، او داسې نور ډېر څه د زړه پورې تړل کيږي دماغ د زړه دواړه دساايزو (نفسي او روحي ) توکونو واکمن مقامونه دي خو دا دواړه مقامونه يو له بل سره تړلي دی او ګډ کار کوي . ددماغ اوزړه د دندو دا وېش د جذباتو او احساساتو (قار ، وېرې) د جسماني فزيولوژيکي يا طبي بدرګو په واسطه ملل کېدلی شي چې د زړه د حرکاتو او کارپورې اړه لري نه يوازې په ساپوهنه کې بلکې پخپله ژبپوهنه کې هم پښتو دزيات شمېر پېښو او واقعتونو د پېژندنې سبب  ګرځيدلی شي . دلته د الکزاندر هماګايف سره دمرکې يوه برخه راړو چې وايي : ما په يوه مجله کې لوستي وو چې د پښتون قوم دژبې پښتو د ګرامر په مرسته د ويد د کتاب الفاظ چې په سانسګرت ژبه ليکل شوي دي مانا کيدلی شي زما له دې ژبې سره مينه پيدا شوله چې دومره پخوانۍ ده او ګرامري قاعدويې په پخوانی ژبو اغېز کړی او اوس هم پرې ولس غږيږي او د يوه قوم ژبه ده نو د  ژبو په انستيتيوت کې مې دا ژبه زده کړه . دی زياتوي چې پښتو ژبې ته د پاملرنې له لارې دېرې پېښې او واقعتونه راسپړل کيدای شي چې نه يوازې د پښتنو له پاره بلکه د ټولې سيمې او نړۍ له پاره د ارزښت وړ دي .

ژبه او ليک

        ژبه هغه اوازونه دي چې انسانان يي دخپلو افکارو او خيالاتو د څرګندولو په غرض تر يو خاص نظم او سيستم لاندې د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه راباسي او په دې توګه په خپلو منځوکې يو له بله اړيکه پيدا کوي او ليک هغه سيمبولونه او علامې دي چې دهغوی په واسطه  انسانان يو له بله خپل افکار اوخيالات اظهاروي ، ليک په عمومي ډول پر دوو برخو باندې ويشل کيږي يو تصويري ليک دی او بل الفبايي ليک په تصويري ليک کې انسانان خپل فکرونه او خيالات دتصويرونو او شکلونو په واسطه څرګندوي او داوازونو سره کومه رابطه نه لري اما په الفبايي ليک کې دهغو اوازونو له پاره چې په خبرواو اترو کې استعماليږي سيمبولونه راوړل کيږي او ددغه سيمبولونو مجموعه چې د يوې ژبې ټول اوازونه  وښيي د ژبې الفبا بلل کيږي ژبه او ليک که څه هم يو له بله سره ډېرې نيږدې اړيکې لري خو بيا هم ژبه بيل شی ده او ليک بيل څيز دی دواړه بايده سره ګډ نه شي يو ژبپوه د ژبې او ليک په اړه ښه توپير کولای شي خو هغه کسان چې په دې اړه يي غور نه وي کړی ژبه او ليک دواړه يو شي بولي حتی کله کله ځيني خلک ليک اساس بولي او په همدې اساس د ژبې قضاوت کوي حال دا چې اساس ژبه ده او دليک قضاوت بايد د ژبې پر اساس وښيو  همدغسې اشتباه ګانې کله کله د ګرامر او ژبې تر منځ هم واقع کيږي يو ژبپوه هر کله چې د ژبې ګرامر ليکي هيڅ کله دمورنۍ ژبې وويونکي ته دانه وايي چې داسې مه وايه داسې ووايه ، بلکه ددې پر ځای چې دې د مورنۍ ژبې څښتن ته لارښوونه وکړي دی په خپله بايد د مورنۍ ژبې له خاوند څخه لارښوونه او هدايت واخلي يعني بايد پوښتنه ځنې وکړي چې تاسې څنګه وايي ؟ هرډول چې هغوی ويل دی بايد هغه شی کټ مټ په خپل ډيټا کې ضبط کړي دا ځکه چې ګرامر د ژبې له مخې ليکل کيږي او ژبه د ګرامر له مخې منځ ته نه راځي ، يو ژبپوه هيڅ وخت دا زيار نه باسي چې د ژبې ټول مواد هرومرو تر عمومي قواعدو لاندې راولي ځکه چې دده په نزد د ګرامر د پوهانو په اصطلاح د ژبې استثناآت هغومره اهميت لري لکه باقاعده شيان چې  يې لري  او استثناآت هم دژبې يوه مهمه برخه تشکيلوي نو که چېرې دی له هغو سترګې پټې کړي يا يې په بله بڼه سره وښيي په حقيقت کې دی د ژبې له يوې مهمې برخې سترګې پټوي او دژبې ددغې برخې په حقيقي بڼه او ساختمان باندې پرده غوړوي او هغه چاته چې دده د تحقيق  له مخې نوموړې ژبه مطالعه کوي نيمګړې مالومات وړاندې کوي .(۸ : ۶ ) پر دې سربیره ژبه د روح او روان سره هم اړیکه لري داکتر کبیر ستور وایی یوازې د غږ ژبه د ساوالو لړونو سره اړيکې نه لري بلکه د لیک ژبه هم د لیک مانا په ښوودنه کې  د ټاکلو نښو نښانو له لارې د سړيتوب ټاکلي لړونه راپه ګوته کوي (۷ :  ۱۷ )

پایله

     په لنډه توګه ویلا ی شو چې ژبه د انسانیت سره ژبه دفکر سره ژبه د پيښو سره ژبه دلیک سره او ژبه له نورو ویشلو پدیدو سره نه شليدونکې اړیکې لري د همدې نه شلیدونکو اړیکو په واسطه انسانان خپل انسانیت د ژبې په واسطه څرګندوي او نورو ته خپل انس او الفت د ژبې یا د پوهولو راپوهولو په واسطه روښانوي لکه مخکې مو چې یاودونه وکړه ژبه په انساني ژوند کې د  ټولنې د يوالي  ګډه نښه ده ،د یو  له بله  سره د نيږدې کسانو او يا يوله بله د سره لېرې کسانو تر منځ اختلافونه چې په ټولو ټولنو او ډلو کې ليدل کيږي کيدای شي تر ټولو عمده علت او سبب يې يو له بله ناسمه مفاهمه او يا نه پوهيدنه وي کله چې دوی يوله بله سره پوهونه راپوهونه ونه کړي اواصل مقصدته ونه رسيږي نو تر منځ يې اختلافونه پيدا کيږي او که مفاهمه سمه وشي هيڅکله به مخالف نه شي په دې سربیره ژبه د فکر او تفکر له قوې سره اړیکه لری انسانان دخپلې فکري قوې په مرسته د ژوند ستونزې او مشکلات رفع کوي خو د فکر په انتقال او خپله په فکر کولو کې ژبه يو اغيزمن رول لوبوي دا په دې مانا ده چې ژبه له تفکر سره نيغ په نيغه اړيکه لري انسانانا لکه څرنګه چې خپل انسانیت  د ژبې په واسطه رابیرون کوي او نورو ته یې څرګندوي همداسې د خپل ذهن او فکر نوښتونه او ابتکارونه هم د ژبې په واسطه را څرګندوي ، ژبه د پيښو سره هم همداسې نه شلیدونکې اړیکه لری زموږ ژبه د پېښو د پيژند وسيله ده که چېرته په دوه ژبو کې د يوه شي (څيز) يا پېښې له پاره يو ډول يا يو قسم لفظونه وي نو بيا د شي يا پېښې پيژند هم ددې دواړو ژبو د ويوونکو په شانته دی   هر پيشه چې موږ یې په سترګو وينو یا یې په حواسو حس کوو  موږ مجبور یو هغه دژبې په واسطه نورو ته روښانه کړو  ، د لیک سره هم ژبه مستقیمه اړیکه لري ځکه د ژبې په واسطه د مفاهیمو څرګندول په دوه دوله صورت نیسي یابه موږ خپلې څرګندونې په غږیزه توګه کوو او یا به یې په لیکنی بڼه کوو که په غږیزه توګه خپل مفاهیم څرګند ګړو د ژبې او غږ اړیکه او که په لیکني ډول یې څرګند کړو د ژبې او لیک اړيکه ورته ویل کیږي په پای کې ضرور بولم دا یادونه یو ځل بیا وکړم چې ژبه له بیلابېلو پديدو سره نه شلیدونکې اړیکه لري او یو له بل سره تړلي دي .

اخځلیکونه

1. ادوارد ،ساپير . درامدي برمطالعه سخن ګفتن ،۱۳۸۶ کال ،  لومړی  چاپ،  ژباړه : علي محمد حق شناس ، سروش خپرندويه  تهران .

2. باطني ، محمد رضا . ۱۳۸۵ کال ، اتم چاپ . زبان وتفکر ،د مقالو ټولګه ، اګاه خپرندويه موسسه   ، تهران .

3. جورج،  يول .نګاهی به زبان،  ۱۳۸۶ کال اووم چاپ ژباړه : نسرين حيدری،. ليلې خپرندويه تهران ټولنه.

4. جان  لاک . جستاري درفهم بشر ،۱۳۸۶ کال .   دويم چاپ ژباړه : شفق رضا زاده ،تماشا خپرندويه ټولنه ، تهران .

5. دني ،استاينبرګ . ۱۳۸۱کال ، درامدی بر روانشناسي زبان ،ژباړه : ارسلان ګلفام ، تهران .

6. رنه ،ديکارت ، ۱۳۸۶ کال.فلسفه ديکارت ،  ژباړه : منوچهر صانعي دره بيدي ، الهدا خپرندويه ، تهران .  

7. ستوری ، کبیر ، ژبساپوهنه ، د پښتونخوا د پوهنې دیره ، پيښور .

8. شاکر ، نور احمد . ژبنی څيړنې ، ۱۳۵۰ کال . کابل پوهنتون مطبعه .

لیکونکی پوهیالی احسان الله پامیر 

ژبه او ليک

        ژبه هغه اوازونه دي چې انسانان يي دخپلو افکارو او خيالاتو د څرګندولو په غرض تر يو خاص نظم او سيستم لاندې د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه راباسي او په دې توګه په خپلو منځوکې يو له بله اړيکه پيدا کوي او ليک هغه سيمبولونه او علامې دي چې دهغوی په واسطه  انسانان يو له بله خپل افکار اوخيالات اظهاروي ، ليک په عمومي ډول پر دوو برخو باندې ويشل کيږي يو تصويري ليک دی او بل الفبايي ليک په تصويري ليک کې انسانان خپل فکرونه او خيالات دتصويرونو او شکلونو په واسطه څرګندوي او داوازونو سره کومه رابطه نه لري اما په الفبايي ليک کې دهغو اوازونو له پاره چې په خبرواو اترو کې استعماليږي سيمبولونه راوړل کيږي او ددغه سيمبولونو مجموعه چې د يوې ژبې ټول اوازونه  وښيي د ژبې الفبا بلل کيږي ژبه او ليک که څه هم يو له بله سره ډېرې نيږدې اړيکې لري خو بيا هم ژبه بيل شی ده او ليک بيل څيز دی دواړه بايده سره ګډ نه شي يو ژبپوه د ژبې او ليک په اړه ښه توپير کولای شي خو هغه کسان چې په دې اړه يي غور نه وي کړی ژبه او ليک دواړه يو شي بولي حتی کله کله ځيني خلک ليک اساس بولي او په همدې اساس د ژبې قضاوت کوي حال دا چې اساس ژبه ده او دليک قضاوت بايد د ژبې پر اساس وښيو  همدغسې اشتباه ګانې کله کله د ګرامر او ژبې تر منځ هم واقع کيږي يو ژبپوه هر کله چې د ژبې ګرامر ليکي هيڅ کله دمورنۍ ژبې وويونکي ته دانه وايي چې داسې مه وايه داسې ووايه ، بلکه ددې پر ځای چې دې د مورنۍ ژبې څښتن ته لارښوونه وکړي دی په خپله بايد د مورنۍ ژبې له خاوند څخه لارښوونه او هدايت واخلي يعني بايد پوښتنه ځنې وکړي چې تاسې څنګه وايي ؟ هرډول چې هغوی ويل دی بايد هغه شی کټ مټ په خپل ډيټا کې ضبط کړي دا ځکه چې ګرامر د ژبې له مخې ليکل کيږي او ژبه د ګرامر له مخې منځ ته نه راځي ، يو ژبپوه هيڅ وخت دا زيار نه باسي چې د ژبې ټول مواد هرومرو تر عمومي قواعدو لاندې راولي ځکه چې دده په نزد د ګرامر د پوهانو په اصطلاح د ژبې استثناآت هغومره اهميت لري لکه باقاعده شيان چې  يې لري  او استثناآت هم دژبې يوه مهمه برخه تشکيلوي نو که چېرې دی له هغو سترګې پټې کړي يا يې په بله بڼه سره وښيي په حقيقت کې دی د ژبې له يوې مهمې برخې سترګې پټوي او دژبې ددغې برخې په حقيقي بڼه او ساختمان باندې پرده غوړوي او هغه چاته چې دده د تحقيق  له مخې نوموړې ژبه مطالعه کوي نيمګړې مالومات وړاندې کوي

لیکونکی پوهیالی احسان الله پامیر 

ژبه او پېښې

         ژبه دپېښې سره اړيکې لري او دپېښې ( واقعت ) د پيژند او درک قوه ده ميک ګريټ (Mcgrath )  ليکي چې په ژبه کې شيان او مالومات په ټولګيو ويشل کيږي زموږ ژبه د پېښو د پيژند وسيله ده دی زياتوي چې که چېرته په دوه ژبو کې د يوه شي (څيز) يا پېښې له پاره يو ډول يا يو قسم لفظونه وي نو بيا د شي يا پېښې پيژند هم ددې دواړو ژبو د ويوونکو په شانته دی   او برخلاف که بېل بېل ډول لفظونه وي نو بيا دشي يا پېښې پيژندنه ، درک او تصور يې هم ويشلی دی د بېلګې په توګه زموږ په ژبه کې واورې د ټولو بڼو يا شکلونو له پاره يو لفظ شته دی خو د اسکيمو (Eskimo   ) قوم داسې يوه ژبه لري چې د واورې د مختلفو بڼو يا حالتونو د پاره بېل بېل لفظونه لري او د واورې د مختلفو شکلونو ترمنځ په کې توپير کيږي واوره د وريدلو په حالت کې ، واوره د ځمکې پرسر ، واوره د کور د بام په سر او نور له دې کبله د اسکيمو (Eskimo   ) او زموږ د واورې پېژند او تصور مختلف دی د شيانو او پېښو پيژند، درک او تصور دژبې پورې اړه لري او ژبه زده کيږي زموږ د شيانو او پېښو پيژند او تصور هم د ټولنيز کيدلو د برخې په توګه د زده کړې په لړۍ (پروسه) کې ولاړ دي د پښتو ژبه چې ډېره لرغونې ژبه ده د ډېرو پېښو او واقعتونو د پيژندلو آينه يا هنداره ده د پښتو ژبې په مرستط سره سړی کولی شي چې ډېرې پېښې و پېژني داکتر کبير ستوری وايي ما د پښتو ژبې په مرسته دا پېښه او واقعت وپيژانده چې د انسان په وجود کې د ساايزو پېښو دوه مرکزونه دي چې يو دماغ او بل زړه دی حال داچې د لوېديځ په ساپوهنه کې دماغ د ټول ساايزو يانفسي توکونو مرکز ګڼل کيږي خو که سړی د پښتو ژبې پر بنسټ د شيانو او پېښو جاج واخلي نو د ماغ د عقل او فکر مرکزدی او زړه د احساساتو ، جذباتو او غوښتنو لکه زړه مې نه غواړي چې هلته ولاړ شم ، زړه مې خفه دی ، زړه مې خوشحاله دی ، او داسې نور ډېر څه د زړه پورې تړل کيږي دماغ د زړه دواړه دساايزو (نفسي او روحي ) توکونو واکمن مقامونه دي خو دا دواړه مقامونه يو له بل سره تړلي دی او ګډ کار کوي . ددماغ اوزړه د دندو دا وېش د جذباتو او احساساتو (قار ، وېرې) د جسماني فزيولوژيکي يا طبي بدرګو په واسطه ملل کېدلی شي چې د زړه د حرکاتو او کارپورې اړه لري نه يوازې په ساپوهنه کې بلکې پخپله ژبپوهنه کې هم پښتو دزيات شمېر پېښو او واقعتونو د پېژندنې سبب  ګرځيدلی شي . دلته د الکزاندر هماګايف سره دمرکې يوه برخه راړو چې وايي : ما په يوه مجله کې لوستي وو چې د پښتون قوم دژبې پښتو د ګرامر په مرسته د ويد د کتاب الفاظ چې په سانسګرت ژبه ليکل شوي دي مانا کيدلی شي زما له دې ژبې سره مينه پيدا شوله چې دومره پخوانۍ ده او ګرامري قاعدويې په پخوانی ژبو اغېز کړی او اوس هم پرې ولس غږيږي او د يوه قوم ژبه ده نو د  ژبو په انستيتيوت کې مې دا ژبه زده کړه . دی زياتوي چې پښتو ژبې ته د پاملرنې له لارې دېرې پېښې او واقعتونه راسپړل کيدای شي چې نه يوازې د پښتنو له پاره بلکه د ټولې سيمې او نړۍ له پاره د ارزښت وړ دي .

د ژبپوهنې په اړه لنډ مالومات                                                      

                                                لیکنه او راټولونه احسان الله پامیر

ژبپوهنه په دوه برخو ويشل شوې ده:

  1. نظري ژبپوهنه =   Theoretical linguistics
  2. تطبيقي ژبپوهنه= Appling linguistics

نظري ژبپوهنه (  Theoretical linguistics):

نظري ژبپوهنه د ژبپوهنې هغه څانگه ده چې په هغې کې ژبني پرنسيپونه ، اصول او قواعد څيړل کيږي چې د نړۍ په ټولو ژبو د تطبيق وړ وي.

تطبيقي ژبپوهنه( Appling linguistics):

هغه معلومات چې د نظري ژبپوهنې په واسطه منځ ته راغلي وي تر تطبيق لاندې نيول او له هغه څخه عملا  ګټه اخيستل دي.

له بله پلوه د تاريخي تحولاتو په نظر کې نيولو او يا نه نيولو له مخېنظري ژبپوهنه په دوه لويو برخوويشل شوې ده.

  1. Diachronic linguistics= Historical linguistics
  2. Synchronic linguistics= Descriptive linguistics

تاريخي ژبپوهنه(Diachronic linguistics):

چې په فارسی کې ورته زبانشناسي در زماني او په پښتو کې ورته نا هممهاله ژبپوهنه ويلای شو او تاريخي ژبپوهنه (Historical linguistics)هم ورته وايي .دا هغه ژبپوهنه ده چې د يوې ژبې يا ژبو تاريخي تحولات په نظر کې نيسي.

تاريخي ژبپوهنه بيا يوه بله مهمه څانګه لري چې د  پرتليزې ژبپوهنې(په انگرېزي Comparative linguistics)) په نامه يادېږي ، دغه څانګه د بیلابیلو ژبو تر پرتلنې وروسته د ژبو تاريخي آر، قدامت او اړيکمني تر څیړنې لاندې نیسي.

تشريحي ژبپوهنه(Synchronic linguistics):

دې ژبپوهنې ته  په فارسي کې تشريحي ژبپوهنه  (Descriptive linguistics) يا زبانشناسي همزمانی او په پښتو کې ورته هممهاله ژبپوهنه وايي .

د يوې ژبې تشريحي او غير تاريخي مطالعه ده چې يوه ژبه(Language) په يو ټاکلې زمانه کې پرته له تاريخي تحولاتو په نظر کې نيولو سره تر مطالعې لاندې نيول کيږي.

دتشریحي ژبپوهنی غوره څانگې په لاندې ډول دي

  1. 1.    Phonetics غږ پوهه يا اواز شناسي
  2. 2.    Grammar پښويه يا صرف او نحوه
  3. 3.    Lexicologyوييپوهنه يا واژه شناسي
  4. 4.    Etymology آر پوهه يا ريشه شناسي
  5. 5.    Semantics مانا پوهه يا معني شناسي
  6. 6.    Dialectology گړدود پوهه يا لهجه شناسي

۱      غږپوهنه(Phonetics):

غږ پوهنه یا فونولوژي د دوه کلیمو څخه رغېدلې کلمه ده ، چې فون د غږ او لوژي بيا د پوهې معنی ورکوي همدارنګه فونولوژي د ګرامر د مقدمې په توګه هغه برخه ګڼل کېږي، چې يوازې  د ژبې ارزښناک غږونه(فونيمونه) تر څېړنې لاندې نيسي.

د فون (Phone) تعريف:

په ژبپوهنه کې يوازې او يوازې يو ويز غږ ته فون ويل کيږي.فونيتکس په فون باندې بنا دي او د فونيتکس خام مواد فون دي. چې ثبتول يې د ژبو د لابراتوار او تخنيکي الاتو په مرسته منځته راځي. د فون اصطلاح يوه فزيکي پيښه ده چې د هر ويز غږ لپاره استعماليږي يعنې په دې پسې نه گرځي چې څنگه د يوې خاصې ژبې په جورښت کې ورڅخه کار واخستل شي.

فونيم (Phoneme):

فونيم تر ټولو کوچنی غږيز يا فونولوژيکي واحد ته ويل  کيږي چې په جلا توگه مانا نه ورکوي ليکن کله چې يو ځای شي مانا لرونکي الفاظ جوړوي او په مانيزو توکو کې مانيز توپير راولي.

مثلا: ا- و – ر په جلا توگه هيڅ مانا نلري خو کله چې سره يو ځای شي د اور (or)کلمه ترې جوړيږی.

د پور کلمه چې قرض مانا لري نو کله چې مور د پور کلمه د تور کلمې ته واړو مانا يې بدليږي ؛ نو دا ثابته شوه چې فونيم په مانا لرونکي الفاظ جوړوي او په مانا لرونکو توکو کې مانيز توپير راولي.

د فونيم په باب هغه فکر هغه وخت پيدا شو چې انسانانو د خپلو ژبو د ليکلو له پاره د تصويرونو پر ځای د الفبا څخه کار واخيست خو د فونيم د تيورۍ د منځ ته راتلو په باره کې د لومړي ځل له پاره جان بادوين  په زړه پورې پلټنې وکړې.

نوموړی اصلاْ  د پولند و ، په ځوانۍ کې له هغه ځايه د روسيې پېترزبورګ(اوسني لېننګراد) ته ولاړ ، له ۱۸۷۵ څخه تر ۱۸۸۳ د ګازان پوهنتون د پروفيسر شو  او هلته یې د ژبپوهنې يو پوهنځی تاسيس کړ.

ده د فونيم د تيورۍ د اساساتو په باره کې د ۱۸۷۰ په شاوخوا کې زياتې څېړنې وکړې او د لومړي ځل له پاره یې د فونيم کلمه په روسي کې (fonema) په هماغه مانا چې اوس استعمالېږي ، استعمال کړه او له فون(phone) يعنې خاص غږ (special sound) يا وييز غږ چې په روسي کې ورته (zvuk) وايي ، څخه توپير وکړ.

له بلې خوا په همدغه وخت کې انګليسي پوه لويټ هم د فونيم د تيورۍ په باب پلټنې کولې خو هغه د فونيم کلمه نه ده استعمال کړې ، ده  يوازې فونيميکي ليکنه او فونيټيکي ليکنه سره جلا کړه چې لومړۍ ته یې پراخه ليکنه (Broad Transcript) او دويمې ته يې تنګه ليکنه (Narrow transcript) وويلې . د فونيم په باره کې ځينو نورو ژبپوهانو لکه جاکوبسن او بلوم فيلد او نورو هم ډېرې پلټنې کړې دي.

بايد ووايم چې پښتو ژبې په لومړي سر کې ځانته ځانګړې الفبا او ځانګړی د ليکدود ډول درلود چې د خروشتي ليکدود په نامه يادېده خو کله چې د اسلام دين په افغانستان کې خپور شو د ليکدود دغه ډول عربي ليکدود ته واوښت.

د پښتو اوسنی ليکدود د عربي الفبا پر اساس جوړ شوی . د عربي الفبا په چوکات کې د پښتو اوازونو له پاره توري ډېر پخوا جوړ شوی ځکه پښتو ژبه وه او ليک به یې هم و. خو د ځينو رواياتو له مخې په هجري څلورمې پېړۍ کې جوړ شوی دی په دې باب قاضي خير الله په (خير الغات) کې داسې ليکلی دي،چې : د سلطان محمود په زمانه کې د ده د يوه وزير حسن ميمندي په خاصه اشاره قاضي سيف الله د پښتو د غږونو له پاره توري جوړ کړه چې هغه (ټ،ډ،ړ،ڼ، ښ،ږ،څ،ځ) دي، او دغه ترتيب رواج وموند. ژبښودنه هم د ليکدود په بحث کې د (مراعت الانساب) په حواله د سلطان محمود د وزير حسن ميمندي په اشاره د پښتو  تورو جوړونکی قاضي سيف الله ګڼي.

۲        پښويه(Grammar):

ګرامر د يوې ژبې علمې شرحه ده ، او  لاندې درې څانګې لري:

  1. فونولوژي(Phonology)
  2. مورفولوژي(Morphology)
  3. نحو(Syntax)

د يادونې وړ ده چې د ځينو محققينو په اند وييپوهنه هم د ګرامر څلورمه څانګه ګڼل شوې ده خو موږ یې د تشریکي ژبپوهنې بیله  برخه بولو .

۳  وويپوهنه(Lexicology):

وییپوهنه(Lexicology)د ژبپوهنې هغه څانگه ده چې د یوې ژبې یا ژبو د لغتونو بیلابېل (شکلي،معنوي، منشایي)اړخونه څېړي ؛ د ژبپوهنې دا برخه ځینی پوهان تر غږپوهنی – گړپوهی – غونډله پوهې وروسته د گرامر څلورمه برخه بولي او ځینی نور یې د ژبپوهنې یوه بېله څانگه بولی.

۴         آرپوهنه(Etymology):

ایتیمولوژی ( آرپوهنه ) یوه لرغونی یونانی کلمه ده چی ( ایتیمو ) یی د رښتینوالی ، واقعیت ، صحیح ، درست او باور په مانا ، او ( لوجی ) یی د علم او پوهی په مانا راځی . محترم زیار صاحب چی د اوسنی ژوندیو پښتو ژبپوهانو په ډله کی یی پدی اړوند ډیری څیړنی کړیدی ، دده په لیکنو کی ایتیمولوجی د ( آرپوهنی ) پنامه یاده شویده چی ښایی موخه به یی د لغاتونو د لومړنۍ اصلی ریښی سپړل وی . داهغه څه دی چی د ایتیمولوجی د لرعونی یونانی مفهوم سره سمون لری .

     آرپوهنه دا د لغاتونو د ریښی پیژندنی هغه علم دی چی دیوی ژبی د لغاتونو تاریخ څیړی . په نورو کلمو سره ویلای شو چی ددی علم د متودونو په مټ د یوه لغات داسی اړخونه تر څیړنی لاندی نیول کیږی لکه : لغات کله او د کومی سرچینی د لاری و نوموړی ژبی ته راننوتۍ دی ، د وخت په تیریدو سره یی په بڼه او مانا کی کوم بدلونونه منځته راغلی دی . دا ټول هغه څه دی چی یوازی د آرپوهنی د علمی شننو او تاریخی – مقایسوی متودو پر بنسټ تر سره کیږی . کله چی لا د آرپوهنی علمی متودونو پوره وده نه وه کړی ، اکثره وختونه د لغاتونو ریښی د حدس وهلو او خیال له مخی پیداکیدلی . دبیلګی په توګه په ۱۸ پیړۍ کی د تریدیاکوفسکی پنامه یو روسی ژبپوه پدی باور وو چی د ( ناروی ) هیواد نوم د روسی کلمی ( نارویخیا Нарвихия ) څخه ریښه اخلی چی مانا یی لوړوالۍ دی او داځکه چی د ناروی هیواد د دنیا د نقشی په لوړه برخه کی پروت دی . ده همدارنکه فکر کاوه چی د ایټالیا نوم هم روسی ریښه لری چی د ( اودالیا Удалия ) څخه اخیست شویدی او دا بیا د ( لیری ) مانا ورکوی ، داځکه چی د ایټالیا هیواد له روسیی څخه خورا لیری پروت دی .

۵    مانا پوهه يا معني شناسي    Semantics

            د عمومي سیمانتیک پوهانو د مطالعې موضوع عموماً د یوه انسان په سلوک باندې د بل انسان د ژبې او سلوک تأثیر دی دوی دا څیړي چې ولې او څنګه عین لغتونه او سلوکونه د مختلفو اشخاصو په نظر داسې مختلفې ماناوې لري چې زیاتره وخت د خبرو اترو نتیجه اشتباه او ناوړه مفاهمه وي.

۶        ګړدود پوهه(Dialectology):

ژبپوهنه مختلفی څانگی لری چی تر ټولو مشهوره څانگه یی د تشریحی ژبپوهنی په نامه یادیږی . گڔدود پوهنه له اره د تشریحی ژبپوهنی یوه غوره څانگه ده او داسی یو علم چی د یوی ژبی د جامع نظام فرعی نظامونه څیڔی . لکه څنگه چی لیدل کیږی هره ژبه ځانته گڔدودونه لری . پښتو ژبه هم د نورو ژبو په څیر په بیلابیلو سیمو کی د ویونکو د موجودیت له امله ډیری لهجی لری . دا ځکه چی ژبه د گڔدودونو له مجموعی څخه تشکیلیږی .

د ګړدود لغوي تعريف:

پښتو گړدود ، پارسی گویش او عربی لهجه د پرنگی نومونی دیالکټ ( Dialect ) ژباړی دی ، چی له یونانی ژبی څخه ( Dialkhtos) (خبری اتری وینا ډول څخه د نړۍ  ډیرو ژبو ته په لږ او ډیر توپیر ورغلی دی .

د ګړدود اصطلاحي تعريف:

کوم ځانگړی توپیرونه چی د یوی ژبی د ویونکو له خوا لیدل کیږی . د هغی ژبی بیلابیل گړدودونه د ی . په بله وینا د یوی ژبی هر ویونکی د دغی ژبی د یوه گړدود ښکارندویی کوی او یو له بله سره د بیلابیلو بیولوژیکی ، سوسیالوجیکی او جغرافیایی دریځونو په لرلو سره  د هماغی یوی ژبی په استعمال او کارونه کی توپیر لری . مگر څرنگه چی دا فردی توپیرونه په خپلو مینځو کی دومره لری نه وی ځکه نو دی هر یوه ته مونږ ډیالکټ نه بلکی ایډیالکټ ( Ideolect ) ، ( فردی لهجه ) وایو او په دی ډول له دغو فردی ایدیالکتونو هماغه ډلی په پام کی نیسو چی یو راز گډ سیمه ایز یا ټولنیز خصوصیت ولری ، نو همدا علت دی چی وایو د پلانی سیمی ډلی یا د ټبر گړدود . په لنډه توگه ویلای شو گړدود یا لهجه د یوی ژبی هغه ځانگړی بڼه ده چی په یوی ټاکلی جغرافیایی سیمی ، تاریخی دوری یا ټولنیز قشر يا طبقی پوری اړه لری .

پامیري ژبې

لیکنه احسان الله پامیر

پامیري ژبې

کله چې علم د تاریخي ، جغرافیوي او مقایسوي تاریخي ژبپوهنې په اصولو د باختر ي  او پیرسیک ژبو تر منځه بریدونه ټاکي پامیري ژبې د باختري ژبو په لړ کې څرګند ځای نیسي . پامیري ژبې ددغې آریایي  لرغونې سیمې په غولې کې پیدا شوې ، روزل شوې دپامیر او دهغه ورڅیرمه سیمو په غیږ کې یې لا تر اوسه ځان ساتلی دی ، د ژبنیو اړیکو او خپلوی له مخې په یوه ګروپ کې ټولې پامیري ژبې راټولول یوه اصطلاح ده تر اوسه  لا دا په یقیني ډول څرګنده نه ده چې ټولې پامیري ژبې د یوې لرغونې سرچینې څخه رازږیدلې وي او بیا څانګې څانګې شوې وي او که د  آریایي ژبو څخه بیلې بیلې پاته شوې دي چې د ځانګړو څانګو په حیث یې ځان ساتلی دی  ، د پامیری ژبو متخصص مارګین سټرن د دغو ژبو سرچینه یوه نه ګڼې دی لیکي (( د ټولو پامیري ژبو له پاره د واحد فونولوژیک سیستم پیدا کول امکان نه لري ، یوازې په څو فونیټیکې خواصو کې دوی سره ګډون لري په هغې کې هم دوی کله کله سره جلا او د نورو ژبو مثلا پښتو سره په یوه کتار کې دریږي )) دلته باید یاده شي چې د مارګین سټرن له دغې نظریې نه زیات کلونه تیر شوي دي او دا وروستی نظریه نه ده ، ترهغه وخته په پامیري ژبو کې مطالعه لږه شوې وه او بیخې لږ مواد پکې راټول شوي وو مثلا یازګولیامي ژبه تقریبا څیړل شوې نه وه ، د پامیري ژبو تر مینځ فونولوژیک بریدونه نه وو ټاکل شوي په ځانګړې توګه د غږیزو پرتله هیڅ نه وه شوې ، وروسته  د ژبپوهانو او محقیقینو له خوا په دې باب ډیر مواد راټول شوی او غږیز بریدونه یې ټاکل شوي دي ، ددوی ژوره مطالعه او طبقه بندي څیړونکي ته ډاډ ورکوی چې دوی له یوې ونې بیلې بیلې څانګې او له یوې چینې څخه راپیدا شوې وبولي چې وروسته یې ځانګړی تکامل کړی دی .ددغه خپلوانو ژبو ترمینځه کله کله د فونوټیکي سیستم د سمون ناڅرګندوالی د خپل تکامل په وروستیو مرحلو کې منځ ته راغلی وي د نورو پامیري ژبو په لړ کې زیاته خپلوي د شوغنايي ژبو تر مینځه لیدل کیږي د اګروپ له ۴ ژبو څخه عبارت دی

1)  شوغنایي ژبه

2) روشاني ژبه

3)بارتنګي ژبه

4)سریکولي ژبه

ددغه څلوروژبو سټه یوه ده چې د عمومي شوغنایي ژبو په نامه یادیدلای شي د نورو پامیري ژبو (واخاني ، اشکاشمي ، مونجاني ، یازګولیامي ) ژبو په لړکې شوغنایي ګروپ ته یازګولیامي ژبه ډیره نیږدې ده دلته باید یاده شي چې د نورو ژبو په لړ کې پښتو د مونجاني سره نسبتا زیات نیږدې والی لری چې مقایسه به یې وروته وړاندې کړو ، د آریایي ژبو محقیقین عقیده لري چې پښتو د مونجاني او پامیري نورو ژبو تر مینځ موقعت لري

د پامیري ژبو ټاټوبی

د ژبپوهنې په اصطلاح  د پامیري ژبو نه د اینډو اروپایي ژبو هغه آریایي ګروپ مطلب دی چې په پامیر او ورڅیرمه سیمو کې پرې خبرې کیږي داسیمې په لاندې ډول دی ، د پنج سین او د هغه د معاونینو په غاړه خصوصا د افغانستان او شوروي غرني بدخشان په سیمه کې او دهغوی سره د کشمیر په ګاونډۍ سیمه کې ، حزا د هند په شمال غرب کې او بلاخره د سینکیان په پامیري برخه کې

پامیري ژبې په دې ډول دي :

  1. 1.   د شوغنايي روشاني ژبو ګروپ : د شوغنایي ، باوجووي او روشاني خوفي لهجو په شمول چې د  پنج به اودواړو غاړو او دخوف په  دره کې پرې خبرې کیږي . بارتنګي او اروشوري ژبې د پنج  د ښې معاون ، بارتنګ سیند په غاړه ، سریکولي ژبه په سین کیان کې د تاشقرغان د سیند او دهغه د معاونینو وارچې او تپنزیف په غاړه ، د تغامه او بورونګسول په درو کې ورباندې خبرې کیږي .
  2. 2.   یازګولامي ژبه : په دې ژبه یوازې د شوروي په پامیر کې او د پنج سیند د ښي معاون یازګولام په دره کې ورباندې خبرې کیږي .
  3. 3.  واخاني ژبه : د پنج په  بره خوا کې په دواړو غاړو او دکشمیر  دبرخون سیند په غاړه او دهند په شمال غرب کې د خونزه نومي سیند په غاړه ، په سین کیان کې د تاشقرغان د سیند به غاړه او دسریکولیانو په جنوبي سیمو کې پرې خبرې کیږي .
  4. 4.  اشکاشمي ژبه : د پنج سیند په هغه سیمه کې چې د لودیځ څخه د شمال په لور خپل لوری بدلوي او د افغانستان د سنګلیچه په سیمه کې ورباندې خبرې کیږي .
  5. 5.  مونجاني ژبه:د افغان پامیر د مونج  دسیند په غاړه چې د کوکچې یوه سرچینه ده همدارنګه د لوت کوه (د کونز د سیند ښې مرستیال چې ایدګا دیالیکت ورکې موجوده ده خبرې کیږي
  6. 6.  وانچې ژبه : دا ژبه په اوس وخت کې د هغه لږ شمیر کلیماتو په برکت شهرت لري چې لومړی په ۱۹۹۴ کال کې د اي اې زاروبين او بیا د روزینفلډ له خوانه وړاندې شوې وې د اژبه پخوا د پنج سیند د ښې مرستیال وانچه په غاړه موجوده وه .

سرګولامي ژبه :ددې ژبې په اړه دڅیړونکو تخمین هم شهر ت لري چې د فیض آباد خواته دسرګولام سیند په بره خواکې موجوده ده او د پامیرې ژبو په ډله کې  شمیرل کیږي پامیري ژبې د دوو اولسونو ژبې دي چې د دوی په لړ کې خورا لوی اولس د شوغنایي روشاني ژبو ویونکې او واخانیان دي ، د شوغنایي روشاني ژبو د ویونکو شمیر د څلویښت پنځوسو زرو په شااو خواکې دی او د واخانیانو شمیر ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې رسیږي په پاته ټولو پامیري ژبو یوازې څلور څلورنیم زره کسان خبرې کوي ، ټولې پامیري ژبې لیک نه لري د روانې پیړی په دیرشو کلونوکې د شوغنایې او واخاني ژبو د پاره دلیکه د منځ ته رواړلو لپاره کوښښ وشو خو مطلوبه نتیجه یې ورنه کړه په معاصر وخت کې د شوروي پامیریان په تاجیکي ژبه سریکولیان په اویګوري ژبه او افغاني پامیریان په پښتو او دري ژبه زده کړې کوي همدغه درې ژبې د پامیري بیلو بیلو ژبو ویونکو ترمینځ د افادې او استفادې ژبې هم دي ځکه خپله پامیري ژبې سره ډیرې لرې دي او دیوې ژبې ویونکي د بلې ژبې له ویونکو سره په نورو ژبو نه پوهیږي . د پامیري ژبو په لړ کې د شوغنایي روشاني ژبو ګروپ مهم ځای نیسي په دغه ګروپ کې دغه ژبې او دیالکتیکونه شامل دي :

‌أ)    شوغنایي

‌ب)        روشاني

‌ج)            بارتنګي

‌د)  اوروشوري

‌ه)  سریکولي

ددغه ژبو او دیالیکتیکونو تر مینځه نیږدي والی او خپلوي تر دې حده ده چې ویونکې یې په آسانه سره یو تر بله پوهیدلای شي د دغې نیږدې خپلوی له مخې کیدای شي دغه ټولې ژبې دیوې ژبې بیل بیل دیالیکتیکونه و بلل شي خو دهغې عامې ژبې نوم نشته چې د غه ټولې یې څانګې او دیالیکتیکونه وګڼل شي دغو ټولو ژبو په ځانګړې او مساوي توګه پراختیا موندلې او یوه دبلې دیالیکت نه شو ګڼلای ، سریکولي ژبه له خپله ګروپه په لږ څه لیرې شوې ده او علت یې هم دادی ، چې تقریبا سل کاله کیږي ، چې د خپل ګروپ سره یې تماسونه شلیدلې دي. د پامیري ژبو ددغه ګروپ علمي مطالعه او پلټنه د تیرې عیسوي پیړۍ په دویمه نیمايي کې د  ر . شاو   او د  ک . ګ . زلیمان له خوا  شروع شوه .په ۱۸۹۵ کال کې د زلیمان اثر چې د ایوانوف شوغنایي قاموس نومیده خپور شو د ادهغه موادو سیستماتیکه تجزیه او تالیف وو چې د یوه پلټونکي ایوانوف نومې له خوا نه راټول شوی وو ، ددغې ژبې اساسي مطالعه او پلټنه په ۱۹۱۴ کال کې زاروبین شرع کړې او په دې باره کې د دغې ژبې د ګروپ د پوره پیژندنې ښه اساسونه کيښودل .په ۱۹۲۸ ۱۹۴۲ کلونو کې پروفیسور مارګین سټرن د شوغنایي ژبې د تاریخ په باب دوه مقالې خپرې کړې . بیا په ۱۹۵۳ کال کې د  و .س . سوکولوه له خوا د شوغنایي خصوصا د فونیټیک په برخه کې یو ډیر ښه اثر خپور شو. د همدغې محققې له خوا د شوغنایي روشاني ژبو درسته طبقه بندي هم وشوه. سربیره په دغه یادو شویو محقیقینو د شوغنایي روشاني ژبو د ګروپ په باب یو لړ نورو محقیقینو هم څیړنې او پلټنې کړې دي ، چې ددغه ګروپ ژبو مطالعه او څیړنه یې اسانه کړې ده د شاه عبدالله بدخشي (د افغانستان د ځینو ژبواو لهجو قاموس ) چې د پښتو ټولنې له خوا په ۱۳۳۹ کال کې خپور شوی دی ، د پامیر ې نورو ژبو په څنګ کې د پښتو شوغنایي په لغوي مقایسته کې ښه مرسته کولای شي .

ګرامر ته یوه کتنه :

د شوغنایي روشاني ژبو دګروپ ټول دیالیکتونه پرته له سریکولي د اسم ذات مذکر او مونث  کتیګوری لري ، د سریکولي او وروشوري نه پرته ددغه ګروپ په ټولو دیالیکتونو کې د جمع علامه ( ېن مجهوله ې + ن ) راغلې ده د اضافي او صفتي ترکیب په باب ددغو ګروپ ژبو ډول او طرز د نورو باختري ژبو په شان دی یانې مضاف الیه او صفت د پښتو په  شان د مضاف او موصوف تر مخه راځي ، شخصي ضمیرونه دوه ګرامري (لومړی او دویم ) حالتونه لري مګر جمع یې تغیر نه مومي .

شوغنایي                                                                    روشاني                                                                     پښتو

واز                                                                                  از                                                                                      زه

ماش                                                                               ماش                                                                          مونږ

تو                                                                                          ته                                                                                     ته

تمه                                                                                      تمه                                                                            تاسو

مو                                                                                         مو                                                                                ما 

تو                                                                                        تا                                                                                        تا

د واټن له مخې اشاري ضمیرونه درې صیغې لري :

شوغنایي                                                               روشاني                                                        پښتو

یو                                                                                    یا                                                                 دا

واذ                                                                              واذ                                                             دوی

دي                                                                                دی                                                          دغه

مې                                                                                مای                                                            هوغه

نور ضمیرونه په دې ډول دي:

چیدوم ( کوم )

چیز ( څه څه شي )

چای ( څوک )

چي ( چا ، د چا )

ار ( هر )

فعل : د شوغنایي- روشاني ژبو په ټولو دیالیکتونو کې فعل د ماضي او دحال دوه اساسونه موجود دي.

د حال او مستقبل زمانه :

لو وم                     لولم

لو وام                     لولو

لو وي                    لولې

لو ویت                لولی         

ماضي :

اوم لوود                           ما لوست

ام لوود                          موږ لوست       

په دغه صورت متعدي فعل په ماضي کې یوازې دفاعل تغییر غواړي نور د پښتو په شان په فعل کې تغیر نه راځي .

آدات :

د عطف د جمع په ځای (ات، او ) راځي چې د بغلان د سره کوتل په کتیبه کې د (اوته ) په بڼه لیکل شوی دی مثلا یا پوند تیزدات سور لوود= هغه په لاره ځي او سندره وایي .

د تابعي جملو د وصل دپاره (څه که ) راځي چې د پښتو د(چې ) منا ورکوي لکه چیر څه نه که ماش چیز خوران = کار چې نه کړې مونږ به څه خورو

د تردید له پاره (یو یا ) استعمالیږي

د پښتو د نو په ځای ته استعمالیږي لکه ایدته چیز لو ود = هغه نو څه وویل                       

پوهندوی جمعه ګل لورین

دکابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځی دژبپوهنې استاد

دشیخ الرئیس بو علي سینا بلخي (مخارج الحروف ) اثر او نوې ژبپوهنه

سریزه :

ابن سینا بلخي داسې یو نړیوال شخصیت و چې په نامه نه یوازې مونږ ، بلکې شرق ویاړي ، نړی ویاړی او انسانیت ویاړی .

     دابن سینای بلخي خدای ورکړی استعداد دنبوغ درجې ته رسېدلی و ، په لس کلنۍ کې یې دقرآني علمونو اصول ، ادب ، حساب او جبر المقالې له زده کړې فراغت وموند وروسته تردې یې له حکیم ابو عبدالله ناتلي څخه دمنطق ، فلسفې او هیآت علمونه ولوستل ، له اسماعیل زاهد څخه یې فقه وویله ، بیایې دطبعې علومو خواته مخه شوله او دطب به زده کړه بوخت شو ، په شپاړس کلنۍ کې دسیمې له لویو عالمانو او سترو طبیبانو څخه شمیرل کیده او دمروجو علمونو له تحصیله څخه فارغ شوی و ، به (۲۱) کلنۍ کې یې تالیفات پیل کړل  او دژوندترپایه پورې یې دغه کار پسې وپاله دشیخ الرئیس مؤلفات دوه سوه شل ښوول شوي دي چې له دغو څخه تقریباسل کتابه او رسالې دنړۍ په کتابونو کې خوندي دی ،په دغه خوندي کتابونو کې یو هم د(مخارج الحروف ) رساله ده او کله کله په (اسباب الحدوث الحروف ) او نورو نومونو هم یاده شوې ده .

مخارج الحروف :

    دغږپوهنې (Phonology ) په تاریخ کې دبوعلي سینا بلخي د ( مخارج الحروف ) رساله دیادونې وړ مقام لري ، ځکه په دې کتاب کې ځینې داسې ابتکارونه شته چې اوس په یوویشتمې پیړۍ کې هم دنوې ژبپوهنې دشاګردانو لپاره دڅېړنې غوره مواد لري . نوموړی کتاب دهېواد او سيمې دنامتو پوهاند ، ارواښاد ،اکادمیسن ،عبدالشکور رشاد له خوا په پښتو ژبه ژباړل شوی دی . درسالې متن دنوښتونو ترڅنګه دعلامه رشاد بابا هغه څیړنې ګروېږنې چې یې ددې رسالې دمقدمې او تعلقاتو په توګه له حاضر متن سره ملې کړې دي . دژبپوهنې او ادب تاریخ دشاګردانو لپاره داستفادې مهم مواد برابروي .

     په کتابي شکل سره د (مخارج الحروف ) دپښتو ترجمې به چاپولو کې دژباړن غرض داو . ګوندې دنوې ژبپوهنې شاګردان په دې بوه شي چې په ختیز کې نژدې زرکاله پخوا دغږ پوهنې (Phonology) په باب دومرې ژورې او دقیقې څیړنې شوي دي چې دشلمې او یوویشتمې پیړۍ دنوې غږپوهنې په څنګ کې یې لا ددرېدلولپاره خپل ځای له لاسه نه دی ورکړی او داتوم په قرن کې لا داروپا په دریو ژبو (جرمني، انګریزي، او روسي ) ترجمه کیږي .

    ( دمخارج الحروف ) رسالې پاړسي مترجم استاد پرویز ناتل خانلري (معجم الادباء ) په حواله ( ابن الجبان ) غوره ګڼی او درسالې دپاړسي ترجمې په مقدمه کې یې کښلي دي .     

      ددې رسالې دیپاچه دهغه ابو منصور محمد بن علي بن عمر بن الجبان په نامه ده چې ابو عبیدعبدالواحد ابن فقیه جوزجاني په (سیرة شیخ ) کې له شیخ الرئیس ابن سینا سره دده مناظره راوړې ده

درسالې دکښلو اړتیا :

      په ۴۱۴ هـ ق کال کې شیخ الرئیس ابن سینا بلخي داصفهان دواکمن علاؤالدوله په بلنه له همدانه څخه (دصوفیانو به جامه کې پټ) اصفهان ته ولاړ علاؤ الدوله ونازاوه او دده له حیثیته سره سمه وضعه یې ورسره وکړله څوورځې علاؤ الدوله له شیخ الرئیس څخه وغوښتل هره جمعې شپه به دده مجلس ته ورځي او هلته به داصفهان ددربار له پوهانو او ملایانو سره علمي بحثونه کوي.

  ابو عبیدجوزجاني (دشیخ الرئیس شاګرد وایي

     یوه شپه دابو منصور محمد بن علي بن عمر الجبان (یا جباني ) او شیخ الرئیس ترمنځ دعربي ژبې دلغاتو او ادب په اړه مناظره پیښه شوه ابو منصور شیخ الرئیس ته وویل :

      (ته حکیم او فیلسوف یې خو دعربو په ژبه او ادب کې مطالعه نه لرې .ځکه نو دعربي لغتونو په باب ستا خبره سند نه ده )

دابو منصور الجبان داخبره په شیخ الرئیس درنه پریوتله دابو منصور محمد بن احمد بن ازهر بن صلحه بن نوح ازهري دلغاتو مشهور او جامع کتاب (تهذیب الغه ) یې له خراسانه وروغوښت دوه کاله یې بشپړه دعربي ژبې او ادبیاتو مطالعه وکړله او په عربي لغت او ادب کې یې مهارت دې حد ته ورسیده چې په لسو ټوکونو کې یې د(لسان العرب ) په نامه دعربي لغتونو یو کتاب دری ډېرې خوږې عربي قصیدې یې نظم کړلې او دری رسالې یې په عربي ژبه دعربي ادب د دریو نامتو استادانو . الو الفضل محمد بن حسین مشهور په ابن عمید الوزیر صاحب ، ابوالقاسم اسماعیل الوزیر ابن عباد الوزیر الطالقاني او ابو الحسن ابراهیم ابن هلال بن ابراهیم بین زهرون بن حبون الحراني الصابي په سبک وکښلې ، الجبان ولوستلې ، هیښ پاته شو ، عذر یې وغوښت او په عربي لغت او ادب کې یې هم دابن سینای بلخي تبحر    ومانه ، زمونږ تر بحث لاندې رساله (مخارج الحروف ) یا (اسباب حدوث الحروف ) ابن سینای بخلي ددغه ابو منصور الجبان په ځواب کې کښلې او ده ته یې اهدا کړې ده ۲ څوار لسم

ارزونه :

     بوعلي سینای بلخي درسالې په لومړیو دریو فصلونو کې دعام غږ دپیدا کېدلو لاملونه د ( ویناییزو غږونو ) دپیدا کیدو سببونه او غږیز غړي (حنجره او ژبې ) څیړلې دي . دغه بحثونو ترده دمخه داسلامي دورې دغږ پوهې په کتابونو کې نه موندل کیږي او پر مفرد ومرکب باندې دویناییزو غږونو ویشل هم ددغې رسالې خصوصیت دی .

    ښاغلی استاد خانلري دتاریخ زبان فارسي په (۶۶) مخ کې وایي  دابن سینامفرد ګفتاري غږونه هغه حرفونه دي چې عربي غږپوهانو لکه سیبویه (۱۸۰هـ ق مړ) او نورو (شدید ) بللی دی او دابن سینا مرکب ګفتاري غږونه د دوی (رخوه ) حرفونه دي چې لومړۍ ډلې ته یې په انګریزي کې انسدادي (Stop) او دویمې ته مښن یا مښلي (Fricative) وایي .

دنوې ژبپوهنې نظریات :

    د Stopاو Fricative دوې نومونې په نوې ژبپوهنه کې په زیږ ډول (شیوه تولید ) چې په انګریزي کې ورته ( Manner of Articulation )وایي اړوندېږي ، او دا هغه حالت دی چې ویند غړي یې دیوه غږ دزیږ پروخت ځانته غوره کوي ، دهغه غږ دزیږ ډول په نامه نومول کیږي .

    الف : Stop یا Plosive  په پښتو تم - انسدادي او په فارسي - دری (انفجاری ، بند شي )ژباړل شوي دي ، دغه راز زیږ دول هله رامینځ ته کېږي چې په یو زیږ ځي کې سره دوه غړي داسې یو له بله اړیکه ومومي چې دګړهار بهیر یوه لنډه شېبه وتړي او هوا تمه شي لکه د پ، ت، ک، ب، د، و او نورو په وینګ (تلفظ ) کې

     ب: Fricative یا Constrictive په پښتو (مښلی یا مښن ) او په فارسي دري سایشي (احتکاکي ) ژباړل شوي دي .

     کله چې په یوه زیږځی کې دوه غړي سره داسې نژدې شي چې دګړهار مجری دیو څه شېبې له مخې دومره تنګه کړي چې له هغې تنګې څخه هوا دتیریدو پر وخت په غړو پورې ومښل شي یا وسولول شي او یو غږ رامنځته کړي ،مښلی ډول تر لاسه کیږي .

    مښلی ډول کله کله دژبې بڼې له مخې پر ناوه یې ( شپیلکي یاصفیري ) او پاشلي ډولو ویشل کیږی لکه د(س) او (ز) دپیدایښت په وخت دپاشلي ډول له پیدایښته سره ژبه ناوه کیږي نه ،بلکې هوا په ټولې تنګې پورې سولیږي لکه د (خ)او(څ) له پیدایښت سره د(س،ش اوف )غږونه هم مښن دي ۹: ۱۲۲-  ۱۲۴

     دانګریزي ژبې مښنو غږونو بیلګي په وروستي ډول دي

[f] په fin  کې

[v] په van کې

[Ø] په thin کې

[ð] پهthis  کې

[s] پهsin  کې

[z] په  zoo کې

[s] په ship کې

[h] پهhoop  کې  ۷ : ۱۱۷

ټول تم مښلي غږونه بندیزې (پرمانع ) دي ۱: ۲۵

یاپه بله وینا تم والی او بندوالی رامنځته کوي . په څلورم فصل کې شیخ الرئیس دګفتاري غږونو ( دده په اصطلاح حرفونو) . حرف عربي کلیمه ده په  لغت کې ( طرف ) څنډې (کنارې) او څوکې معنا لري اصطلاحا دوینا تر ټولو کوچینی صوتي واحد (Phoneme) او دهغه رسم او سمبول ته ( Grapheme) ویل کیږي پخوانیو صرفیانو دکلیمي  هغه اسم یا فعل به نه و حرف باله چې په انګریزي ژبه یې preposition   postposition  بولي - په پښتو کې ورته سربل او اوستر بل وایي.

   حرف دخبرو معنا هم لري ، لکه احمد بامن حرف نمې زند یا ـ حرف شما را قطع کردم . وتونځی ( مخرجونه ) چې په انګریزي ژبه یې point of articulation  بولي او دګفتاري غږونو صفات چې په انګریزي ژبه یې Manner of articulation  بولي دهر حرف لپاره دیو بل پسې راوړي دي او داسلامي دورې دنورو غږ پوهانو ( مجودینو) پر بله نه دي تللي چې یو وار دټولو ګفتاري غږونو مخرجونه څیړي او بیا په بل فصل کې دهغوی صفات بیانوي .

دګفتاري غږونو ترتیب یې هم له هغه ترتیب څخه چې تر ده پخوانیو اسلامي غږ پوهانو درلود توپیر لري .

استاد خانلري په دې اړه په تعلیقاتو کې په تفصیل غږیدلی دی .

دنوې ژبپوهنې نظریات :

دمعاصرې ژبپوهنې مبادي په لومړي ټوګ کې داسې راغلـــــي دي : ( صدایم درپی چیزې مې رود که چشمانم نمی توانند دید ، زبان مې چرخانم و واژهاوانبوهي از واژه ها را در بر مې ګيرم ( والت ویتمن ) ۵ : ۹۰

دابرخه دګرامر هماغه برخه ده چې یوازي ارزښتناک غږونه ( اوازونه - فونیمونه ) څیړي . څنګه چې دهر اواز پیدایښت له دوه اړخونو ، یا په بله وینه ، دزیږ ډول او زیږ ځي له مخې څیړل کیږي او جوتیږي ، نو دلته له یوې خوا پر دوه ګونو خوله ییز او په پزیز وتوځو سربیره په زیږځیو او له بلې خوا پر زیږډولونو چې په څه زور او شدت یا دغږیزو غړو دپراخۍ او تنګۍ او داسې نورو اغیزو له مخې ترسره کیږي ، رڼا واچول شي . ۶: ۲۳

    په نړیواله کچه دآواز پوهې (phonemics) په څیړنه کې داسې هڅې کیږي تر څو دبشري ژبې دغږونو ټولنیز آرونه یاکلي اصولو نمونې ( ماډلونه ) رابرسېره شي  . دنوموړي څپرکي دویمه غوره موضوع زیږځي او زیږډول دي چې لومړی په زیږ ځي او بیا په زیږ ډول باندې  خبرې کیږي

۱ -  زیږځي ( جایګا تولید، واجکاه ، مخرج ) :place of articulation

دغږیزو غړو هغو برخو ته ویل کیږي چې ژاولنتیا ( ارتجاعیت ) وړتیایې په پرتلیز ډول ډیره وي او څه ناڅه غلي او ناخوځنده وي لکه پاسنۍ ښونډه ، پاسني منځني غاښونه ( مخنی ، منځنی ،وروستنی تالو) او ورۍ ، ستونی او داسې نور لکه بیواک غږونه چې دنوموړو زیږځایونو څخه راوځي دهماغه زیږځي په نامه  لکه شونډیز بیواک ، غاښیز بیواک او داسې نور . ۴: ۳۳

دمخرج ځانګړنې:

لیدل کیږي چې بیواک پ [p]،س[s] اوګ[g] غږونو تم مښلي ، تم. ناغږن، ناغږن اوغږن دي مثلا په پښتو کې (درې) وییونه لکه پور[por]،سور[sor]اوګور[gor]دبیلابیلوکلمو ترسرلیک لاندې پیژندل کیږي.

   له دې کبله معلومه شوه چې دهسکو یادشویو کلمو توپیرونکي لاملونه نورې ځانګړنې دي .

·        که د[p] بیواک غږ دزیږ ځانګړنو ته پام وکړو ،نوڅرګنده ده چې دهغه دوینګ پرمهال شونډې تړل کیږي

·        په داسې حال کې چې د[s] په تولید کې دژبې برنی مخ څه ناڅه غوڅه بڼه غوره کوي .

·   دګ [g]بیواک ، باید ووایو چې نوموړی آواز هم تم والی اوبندوالی په نرم تالو کې راولي له دې کبله دمخرج درې ځانګړنې په لاندې ډول دي .

[p] پ                                                                [s] س                                                                  [g] ګ

غبرګ شونډیز

voiceless bilabial

تمیز

exclusive

ناغږن

alveolar

اوریز

fricative

مښلي

voiceless

ناغږن

نرم تالویز

post palatal

تمیز

exclusive

غږن

voiced

۲  - زیږ ډول . شیوه یا نحوه تولید : Manner of Articulation

هغه حالت چي ویند غړی یې دیوه غږ دزیږ پر وخت ځان ته غوره کوي دهغه غږ دزیږ ډول په نامه غوره زیږ ډولونه په لاندې ډول دي ۴: ۳۰

a.    غبرګ شونډیز: ب /b/ ، پ/p/ ، م، /m/ ، او نیمواک (semi vowel)  و/w/

b.    شونډیز غاښیز : ف/f/ ، وې /v/، روسي /cp/ ،  /b/

c.    اوریز تالویز: ش /Ŝ/

d.    مختالویز : ږ/ĝ/ لکه ږلۍ /alǝyĝ/ ، ږدن /dǝnĝ/

e.    تالویز : ژ /ž/ ، لکه ژبه  ، /ǝbaž/ ژوند  /wandž/

f.      نرم تالویز : ګ /g/ ، ک /k/ ، ښ  /x/

g.    ژبۍ ییز : خ  /x/ ، غ /ģ/

h.    ستونیز : هـ یا ه ، /h/ لکه هیر /her/ ، پوه  /poh/

i.       کومیز : ع  /?/ ، ح/h/  ، او عربي  /ء/

لنډه داچې دویناییزو غړو په واسطه دسا هوا بهیر دلارې پر سر دبندیز رامنځته کولو ځانګړنو ته زیږ ډول وایي .

    زیږ ډول کله بیواک او مخرج غوندې چې دژبې دغږونو په جوړولو کې توپیرونکی بنسټیز چار (نقش) لري

ع[?] بیواک دح ، ه [h] په مقابل کې

چ[Č] دش [Ŝ] په مقابل کې

ج [j] په مقابل دژ[ž] کې

ت، ط[t] دس،ص،ث، [s] په مقابل کې

او [d] د ز،ذ،ظ،ض [z] په مقابل کې 

له دې لارې یو له بله څخه توپیریږي  ۸:۳۰

     نړیواله فونیټیکه الفبا (International Phonetic Alphabet )چېت د انترنت څخه راخیستل شوې ده وروستنۍ بیا کتنه یې دمې په (۲۰۰۵) کې شوې ده دنوموړې الفبې (IPA) دبیواکونو(Consonants ) اوډنه دبلخي ابن سینا دزیږځي او زیږډول پربنسټ ترسر شوې ده ۱۱ . ۱۹ of  ۳

   دکتاب په پنځم څپرکي کې دهغو حروفو بیان شوی دی چې دعربو په ژبه کې نشته خوله دغو حرفونو سره ورته والی لري نوموړي حروف (آوازونه ) په لاندې ډول دي .

   سپک ، نری ( خفیف ) کاف ، جیم او درې نور ډوله جيم ته ورته حرفونه (آوازونه) هم شته چې په عربي او پارسي ژبو کې نه دي اوریدل شوي (مګرپه نورو ژبو کې موندل کيږي ) دخوارزمي او ترکي ژبو یادونه دابن سینا په متن کې شته ، خو دنورو ژبو او سیمو ذکر یې نه دی کړی ګومان کیږي چې ابن سینا به دماورانهر ، افغانستان او اوسني ایران ځینې نورې ژبې هم په نظر کې لرلې دځ او څ په شان غږونه ژباړن غالبا دپښتو ژبې بللي دي .

    له دغو غږونو څخه بل صاد /ص/ ، شین /ش/ دی ، بل غږ زائیه سین /س/ دی چې په خوارزمي ژبه کې ډیر شته بل زائي شین دی ، دغه غږونه دغړو په جوش کې هم اوریدل کیږي بل غنه یې (را) دنوموړي غږ نسبت (رې ) او غین ته کټ مټ هغه نسبت دی چې تیر حرف (غږ) زې او شین ته درلود . نور ډولونه یې ( لامي راء)، ( مطبقه راء ) او (طائي راء ) بل مطبقه لام چې په ترکي ژبه کې ډیر دی ، په عربي ژ به کې هم دمشهور لام پر ځای یې کاروي بله یې (فاء ) ده چې په مشابهت کې (باء ) ته نږدې ده دفارسیانو په ژبه کې شته . بله مشدده (باء )( بې ) ده چې په فارسي کې داهم شتون لري دغسې نور حرفونه (غږونه ) یو راز میم او نون دي . ددوی په ادا کې یوازې په هغه بونګهار بسنه کیږي چې دسږمو په وروستۍ تشې کې پیدا شوې وي .۲ :۵۴-۶۰

   په پنځم فصل کې شیخ الرئیس هغه ګفتاري غږونه څیړلې دي چې دعربو په ژبه کې نشته ، ترده پخوانیو اسلامي غږپوهانو دابرخه بيخي هېره کړې ده او که یې لږڅیړنه هم په ضمني توګه کړې وي هغه ددې لپاره وي چې دعربي غږونو التباس زر سره را نه شي او قرآن لوستونکي په غلتی کې کښېــــنوځي ، مګر دشیخ الرئیــس څیړنه په دې باب ځانګړې او مستقله ده او ځینې داسې ګفتاري غږونه یې هم څــېړلي دي چې په اوسنۍ پښــتو کې ژوندي او عربي او پاړسي ژبو کې نشته لکه څ(دپښتو په [څوارلس ]او دخوارزمي په [څوذیس] کې دپاړسي چـــهارده په مانا ) او داسې نور  ۲ اتــلسم

درسالې شپږم فصل دغږ پوهنې په هیڅ متداول شرقي کتاب کې نه دی لیدل شوی دغه فصل دشیخ الرئیس له نوښتونو (ابتکارانو ) څخه دی .

    همدا راز بیلګې چې بو علي سینا بلخی دآوازونو په اړه چې بې له ویناو څخه دنورو حرکتونو له امله هم اوریدل کيږي نړیوالو ته وړاندې کړې دي چې ساری یې په نوې ژبپوهنې کې هم نه لیدل کیږي نوښتګر ابن سینای بلخي دغږونو په موندنه کې له ډیرو ساده محیطي موادو څخه کار اخیستی دی لکه هوا ، لوندځای ، وچ جسم ،کلک نری  جسم ،زیږ جسم ،څرمن ، دجسم چاودنه ،نم ، له هوا سره  داوبو ګډ بهیدل، کلک پلن جسم ،رطوبت ، سریښناکه رطوبت ، پوکاڼه (حباب ) دپاڼو څیریدل ، یو صیقل شوی وچ جسم ، ږمنځ ، دږمنځې غاښونه ، پوست ټوکر ، کاغذ ، رپنده جسم ، دهوا فشار ، دچکچکو غږ ، ورغوی ، لاس ، ګوته ، رښکۍ (رشمه ) ، لرګی ، تخته ، اوبه ، ونې ، دباد چلېدل ، پاسته سره پیچلي جسمونه ، دمرغانو غږونه او داسې نور ....

دپورتنیو څیزونو په مرسته پرته له ګړهاري غړو څخه دوروستیو آوازونو اوریدل او موندنه یې ترسره کړیده .

هاء : هوا چې پخپله په هوا کې په زور وشړله شي ، دها غږ اوریدل کیږي

عین : هوا چې په اوبو کې په زورسره وشړله شي دعین غږ اوریدل کیږي

حاء : هوا چې ترلانده ، پلن او تنګ ځای ووځي دحاء غږاوریدل کیږي

خاء : یووچ جسم له بل کلک (په پنډوالي)نري اوپه (اوږدو ) کش کړي شوي جسم سره داسې وموښل شي چې زیږوالی یې لیرې کړي.

قاف  دجسمونو له چاودلو اوپه یوه پلا راایستلو څخه په تیره بیا چې لږ نو(نم) ولري دقاف غږ چاودلو څخه دکاف غږ پیداکیږي.

جیم پررطوبت له لویدلو څخه دجیم غږ پیداکیږي لکه داوبو غټ څا څکي چې په زور سره په ولاړه اوبو کې ونښلي اوپه  کې ننوځي.

شین : دوچو اجسامو په تنګو سوریو کې په زور سره رطوبتونه ننوځي دشین غږ اوریدل کیږي .

ضاد : درطوبتونو دلویو کوبیو (حباب) له چاودلو څخه ضاد غږ اوریدل کیږي

صاد : د سرېښناکو رطوبتونو دغټوکوبیو (حباب) له چاودلو څخه  یاد کوم ټکر له ا مله دپاڼو په منځ کې دهوا دننوتلو اودپاڼو له داسې څیرلو څخه دصاد غږ پیداکیږي .

سین : دږمنځې غوندې شي په غاښونوکې (پوکول) (یاپه دغوغاښونوکې په زور سره دهوانفوذ کول دسین غږ پیداکوي .

ثاء : که دږمنځې غوندې شي غاښونه (په زورسره نژدې کړل شي ) نودثا‌‌‌ء غږ اوریدل کیږي .

طاء : دچکچکو غږ دي ( په دې شرط) چې ورغوی څه ژوروي اویوله بل سره ونه ولګیږي .

تاء : ورغوی دهغه لاس ( په منځوۍ ) ګوته په زور سره وهل دتاء غږ ورکوي .

را‌ء : رښکۍ چې په یوه شي پورې داسې کلکه تړلې وي چې ورځنې خلاصه نه شي او (تندباد) په مخ کې راشي ددغې رښکۍ له لړزیدو څخه د(رې) غږ راخیژي.

لام : اوبه په لاس وهل یاګوته په زورسره په اوبوداسې چخل چې هوا په اوبو ننوځې اوبیرته راوغورځي .

یاء : په یوه پلا دیو شي په اوبو کې ناڅاپه داسې لویدل چې هوا له ځانه سره په اوبو ننه باسي .

فاء : په (ونو) یادونو غوندې شیانو دباد دچلیدلو غږ دفاء (فې) آواز ته ورته دی.

باء : پاسته  سره پیچلي جسمونه چې یوله بله جلا کیږي دباء (بې) غږ ځنې راوځي.

نورغږونه هم شته چې لیکل کیږي نه - اوله سختو (درندو) اوسپکو سببونو څخه پیداکیږي دغسې زیاتره غږونه له مرغانو څخه اوریدل کیږي، دځینو قومونو داسې ژبې هم شته چې دمرغانو غږونو ته ورته (مشابه ) دي . ۲ : ۶۲ - ۶۹

پایله :

دنوې ژبپوهنې شاګردان باید پدې پوه شي چې نږدې زر کاله پخوا په ختیځ کې دغږ پوهنې (Phonology) په اړه دومره ژورې څیړنې شوې دي چې دشلمې اویوویشتمې پیړي دنوې ژبپوهنې په څنګ کې یې خپل ځای ځایګی ټینګ ساتلی دی .

دابن سینا مخارج الحروف اثر دملګرو ملتونو دمنشور په دریو رسمي اروپایي (جرمني ،انګریزي او روسي ) ژباړل شوی دی .

داډول بحثونه تر بوعلي سینا بلخې دمخه داسلامي دورې دغږ پوهنې په کتابونو کې نه موندل کیږي .

دزیږ ډول له مخې دویناییزو غږونو ویشل پرتم - انسدادي(stop) یا (plosive) اومښلي - سایشي (fricative) یا (constrictive ) باندي ، دابن سینا اثر  ته ځانګړی ارزښت وربښي .

همدا راز زیږځي (place of articulation ) اوزیږ ډول (manner of articulation) دغږ پوهې بنسټیزه اواساسې مسئله ده ، په دې توګه په نړیواله کچه داواز پوهې په څیړنو کې داسې هڅې کیږي ترڅو دبشري ژبې غږونو دکلي  اصولو ما‌‌ډلونه رابرسیره (کشف) شي . ۱۰ : ۵

نړیواله فونیټیکه الفباء (International Phonetic Alphabet) (IPA) چې دنړیوال جال (انټرنټ) څخه رااخیستل شوې ده وروستنۍ بیاکتنه یې د (May) په ۲۰۰۵ م  کال تر سره شوه .

دنړیوالې فونیټیکې الفبې (IPA) دبیواکونو (Consonant) اوډونه (ترتیب) دابن  سینا  دزیږځي (Point of articulation) اوزیږډول (Manner of articulation) پربنسټ دیوویشتمې پیړۍ دپنځم کال په تیریدو سره کیدون لري چې دې کار نوموړي اثر ته نړیوال حیثیت اواعتبار وربښلی دی .

داسې ښکاري چې شیخ الرئیس دغږپوهې په څیړنو کې دعربي ژبې له پولوڅخه وځي اودخپلو څیړنو لمن نورو داسې ژبو پورې پراخوي لکه : پښتو، پاړسي ، خوارزمي ، ترکي اوداسې نورې چې دترکي ، خورازمي ژبو یادونه دابن سیناپه متن کې راغلې ده ، مګر دنوروژبو اوسیمو ذکر یې نه دی کړی.

درسالې شپږم څپرکی دشیخ الرئیس له نوښتونو څخه ګڼل شوی دی . ځکه دغږ پوهنې په هیڅ ختیز متداول کتاب کې اونه په نوې ژبپوهنه کې داډول کړندود تر سترګو شوی دی .

اخځلیک :

·        انتخابي ، نرګس ، شیر خان زاده مصطفی ، رهنمای تلفظ زبان انګلیسي ، فرهنګ معاصر ، تهران ۱۳۸۲

·   بلخي ابوعلي سینا ، مخارج الحروف ، ترجمه ، مقدمه او تعلیقات دپوهاند عبدالشکور رشاد ، دافغانستان دعلومو اکاډمي ، دژبو او ادبیاتو انستیتیوت ، کابل ۱۳۵۹

·        حق شناس علي محمد ، آواشناسي (فونیټیک ) ، اګاه ، تهران  ۱۳۸۲

·   حق شناس علي محمد، اوا شناسي (غږپوهه ) ، پښتوژباړه ، لورین جمعه ګل ، کابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګه ، کابل ۱۳۸۵ لمریز کال

·   دابروولسکي مایکل، ارنف مارک ، درآمدې بر زبان شناسي معاصر جلد اول ، ترجمهء علی درزي ، سازمان مطالعه وتدوین کتب علوم انساني دانشګاهای (سمت) تهران : ۱۳۸۰

·        زیار مجاور احمد ، پښتو پښویه (ګرامر ) ، دانش خپرندویه ټولنه ، اکسفورډ : ۲۰۰۵

·   کریستال ډیویډ ، فرهنګ توصیفي آوا شناسي ، ترجمه محمد فائض ، خلیل میرزایي ، موسسه انتشارات نګاه ، تهران : ۱۳۸۲

·        مشکوة الدیني مهدي ، ساخت آوایي زبان ، دانشګاه فردوسي مشهد ، مشهد : ۱۳۷۷

·        یار محمد لطف الله ، درآمدې به آواشناسي ، مرکز نشر دانشګاهې ، تهران : ۱۳۶۴

·        McMahon . April . Introduction to English Phonology , Edinburgh university press : 2002

·        http//en. Wikipedia.org./wiki/.International Phonetic Alphabet : 2007 /05/30

انسان خندیدن را دوست دارد. هر انسان بالغ به طور متوسط در روز 17 بار می خندد و همین علاقه انسان به خندیدن است که باعث پدید آمدن جوک و طنز و حتی کمدی شده است.

خندیدن برای ما نشاط آور است و به همین خاطر به خندیدن علاقه داریم. اما جالب است بدانید انسان ها تنها موجوداتی هستند که می خندند.

خندیدن مکانیزم پیچیده ای دارد که در عین حال می تواند دوای درد بسیاری از دردها باشد و دانشمندان هنوز هم معتقدند که خنده می تواند در درمان بیماری ها مؤثر باشد.

* خنده چیست؟

خنده از دو قسمت تشکیل شده است که یکی به حالت صورت و دیگری به صدایی که تولید می شود اطلاق می شود. وقتی ما می خندیم، مغز دستور این عمل ها را صادر می کند و اگر شدیدتر بخندیم، دستوراتی برای تکان خوردن دست ها و پاها نیز صادر می شود. هنگام خنده 15 ماهیچه صورت به حرکت در می آیند که مهم ترین آنها مکانیزم حرکت لب های بالای شماست. ماهیچه های حلق شما دچار انقباض می شوند و به همین علت شما دچار بریده نفس کشیدن می شوید.

گاهی اوقات در حالت های شدید خنده مجراهای اشکی شما هم وارد کار می شوند و در حالی که شما از شدت خنده دهان خود را برای گرفتن اکسیژن بیشتر باز و بسته می کنید صورت تان هم از اشک خیس می شود و حتی رنگ چهره تان به قرمز تغییر می کند و صداهای عجیبی نیز تولید می کنید. 

محققان بسیاری تا کنون سعی کرده اند که از مکانیزم خنده بیشتر بدانند، اما مشکل این است که در هنگام تحقیقات، خنده افراد زود از بین می رود .

یکی از محققان تحقیق خود را روی صدای خنده متمرکز کرد و به این نتیجه رسید که همه خنده ها از یکی از صداهای ها-ها-ها یا هو-هو-هو پیروی می کنند و امکان ندارد فردی بتواند با ترکیب این دو صدا بخندد. محققان معتقدند که در بدن انسان یابنده هایی وجود دارد که خنده را تشخیص می دهد و باعث ادامه یافتن آن می شود. از نظر آنها خنده یک عکس العمل کاملاً اتوماتیک و نا خودآگاه است.

* چرا می خندیم؟

بیشتر محققان معتقدند که خنده باعث ایجاد کشش و رابطه نزدیک میان انسان ها می شود. وقتی شما با کسی احساس راحتی می کنید با او می خندید و این احساس را نشان می دهید.

اینکه شما نمی خواهید در یک گروه احساس تنهایی کنید، باعث می شود هنگام خنده با آنان بخندید و آنها را همراهی کنید و به همین دلیل است که خنده را مسری می دانند.

اگر دقت کرده باشید معمولاً اگر بزرگ خانواده و یا حتی رئیس تان بخندد، شما نیز می خندید و این دقیقاً همان حالتی است که گفته می شود با خنده می توان رفتارهای دیگران و حتی خلقیات آنان را کنترل کرد. به طور مثال اگر هنگام خطر شما بخندید و فرد تهدیدکننده نیز بخندد تا حدود زیادی مشکل حل می شود.

یکی از محققان خنده انسان را با آواز پرنده ها مقایسه می کند و معتقد است که خنده یک عکس العمل طبیعی انسان برای ایجاد رابطه است. تحقیقات دیگر نشان می دهد که خنده در زمانی که در یک گروه هستند، 30 برابر زمانی است که شما تنها مثلاً جلوی تلویزیون نشسته اید.