Terms, idem and proverbs in Pashto language

Ehsanullah Pamir

Paktia University, Faculty of Languages and Literature, Pashto Department

Email Address: ehsanpamir@gmail.com

Contact No: 0788840044 – 0772700652

Abstuct

Terms are the linguistic structures that Pashto speakers use to communicate with each other. These structures are used in language and have constant differences with other linguistic structures, as well as some commonalities. Terms are combinations that consist of two or more words and the original meanings of the constituent elements change into a new structure called a term and give a new meaning. This latter meaning differs from the original meanings of the constituent components. Terms are divided into two parts, one is linguistic terms and the other is scientific and technical terms. Linguistic terms are used in public language and scientific terms are used in scientific and professional matters.

Keywords: Terms, Adam, Proverb, Pashto



په پښتو ژبه کې اصطلاح، ایډیم او متلونه

احسان الله پامیر

پکتیا پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګه

ایمل ادرس: ehsanpamir@gmail.com

اړیکې شمیره: ۰۷۸۸۸۴۰۰۴۴ 0772700652 -

لنډيز

اصطلا حات هغه ژبني جوړښتونه دي، چې پښتو ويونکي يې يو تر بله سره وايي. دا جوړښتونه په ژبه کې استعمالېږي او د نورو ژبنيو جوړښتونو سره ثابت توپيرونه لري، ددې ترڅنگ ځينې گډې خواوې هم لري. اصطلاحات هغه ترکيبونه دي چې له دوو يا ډېرو کلمو څخه جوړېږي اود متشکله اجزاوو اصلي ماناوې يې په نوي جوړښت کې چې اصطلاح يې بولو تغير کوي او يوه نوې مانا ورکوي. دا وروستۍ مانا د متشکله اجزاوو د اصلي ماناوو سره توپيرلري په دې ډول جوړښت کې هر ډول مفاهيم انتقالېداى شي، اصطلاح په وينا او ليکنه دواړو کې استعمالیږي. اصطلاحات په دوو برخو ويشل کېږي چې يوه برخه يې ژبني اصطلاحات او بله يې علمي او فني اصطلاحات دي. ژبني اصطلاحات په عامه ژبه او علمي اصطلاحات په علمي او مسلکي چارو کې استعماليږي.

کلیدې کلیمې: اصطلاحات، ایډیم، متل، پښتو

سریزه

پښتو ژبه هم د نړۍ د نورو ژبو په څېر يوه ژبه ده چې ډېر ويونکي لري. دا ژبه خورا لرغونى تاريخ لري چې په بېلابېلو پړاوونو کې د ژبې د ټولنېزې ځانگړنې له مخې بدلونونه هم منلي دي، چې له دې حالت سره هره ټولنيزه پديده مخ ده. پښتو ژبه هم د نورو ژبو په څېر د ويونکو د هر ډول ذهني مفاهيمو د انتقال وړتيا لري او بشپړه پوهونه او راپوهونه پرې ترسره کېداى شي. گڼ شر هغه ژبني جوړښتونه چې نورې نړېوالې ژبې يې لري، پښتو ژبه يې هم لري. د ژبنيو اصطلاحاتو استعمال په ادب ( نثر او نظم ) کې ډير دى. اصطلاحات هغه ترکیبونه دي چې په ژبه کې نوي نه جوړېږي او مشخص ويونکي يې هم څرګند نه وي، بلکې په مختلفو او ناڅرگندو وختونوکې جوړې شوي او په ژبه کې ورننوتي دي. د اصطلاحاتو په ترکيب کې هر ډول کلمې، لکه : نوم، صفت، قيد، او فعل راتلاى شي. د ژبنيو اصطلاحاتو جوړښت يو ترکيبي شکل لري، يانې داچې دوه يا له دوو ډېرې کلمې ولري، خو علمي او فني اصطلاحات کېدای شي، يوه يا څو کلمې يا نومونه وي.

د اصطلاحاتو پېژندنه

روښانه ده چې زموږ سيمه او هېواد د نړۍ د تمدن او پرمختگ په بهير او کاروان کې خپل ځاى درلود خو دځينو لاملونو له کبله اوس له دغه کاروانه پاتې او نړۍ له موږ ډېره وړاندې تللې ده. ځکه نو اړ يو د ژوندانه په بېلابېلو ډگرونو کې له نورو زده کړه وکړو، که خبره راټوله کړم موخه مې له ژبنيو څېړنو څخه ده چې تر ډېره يا يې په سر کې بهرنيان وو يا زموږ پوهانو له هغوى زده کړې کړي يا داچې زموږ پوهانو نورې ژبې څېړلي او بيا يې د هغوى له مخې په خپله ژبه کې څېړنه کړې ده. که څه هم داکار يو غوره کار وو او دى چې موږ يې تر دې دمه رارسولي او ژبه مو هم تريوه بريده څېړل شوې ده، خو يولړ ستونزې يې هم زېږولي چې په گوته کول يې له يوې خوا زما له پوهې پورته او له بلې خوا اوږد بحث ته اړتيا لري.

يو له دغو ستونزو چې په گوته کول يې زما ناچاري ده د ژبنيو څېړنو په لړکې د مختلفو ژبنيو توکو يا واحدونو له پاره د نومونو غوراوى دى چې د يوه ليکوال په اثارو کې په يو ډول او د بل په اثارو کې بل ډول راځي. د بېلگې په توگه د ( اصطلاح ) لغت. فکر کوم دا ستونزه به تر هغې شتون ولري چې د هرې پوهې او هنر له پاره خپله بشپړه ټرمينالوژي ( Terminology ) رامنځته شي. د پورتني لغت ( اصطلاح ) د کارونې نيټه راته په سمه او کره توگه څرگنده نه ده خو داچې عربي دى څه ناڅه روښانه ده چې سيمې ته د اسلام، عربي ژبې اوکلتور له راتگ وروسته دود شوې ده. خو دا لغت زموږ په ژبه کې د بېلابېلو ژبنيو واحدونو لپاره کارېږي چې که له يوې خوا يو تر بله گډې معنوي او شکلي ځانگړتياوې لري له بلې خوا توپيرونه هم لري چې يوه نومونه ( Term) ورته غوره نه برېښي.

محمد اصف صميم ( اصطلاح ) داسې راپېژني :

اصطلاح يو عربي لغت دى، چې په آر او بنسټ کې يې صلح پرته ده چې ښه کېدو، موافقې، موزون او مناسب کېدلو، ورو ورو سمېدنې پرمختگ، اخېستلو، غوره کولو، منلو، پايلې راوتو، څرگندونې او هغه جاج او مفهوم ته وايي، چې د ژب پوهانو د څه ځانگړې مانا له پاره ټاکلى وي. ( ١١،م٦ )

حسن عميد په خپل ( فرهنگ عميد ) کې د ( اصطلاح ) په اړه ليکي :

سوله کول، جوړجاړى، پخلاکېدل، د يوې کلمې د وضع کولو لپاره د یوې ځانګړې ډلې اتفاق، هغه کلمه چې يوه ډله او ټولنه يې د ځان له پاره وضع کړي، يوه لفظ ته له آرې مانا پرته بله او دويمه مانا او مفهوم ورکول، هغه لغت چې په يوه علم او فن کې له آرې مانا پرته ځانگړې مانا ولري. ( ١٢،م٢١٦ )

ښاغلی زاهد مشواڼى په دې اړه وايي :

داسې ژبنى ترکيب چې ټولې کلمې يې په خپلو اصلي ماناوو نه استعمالېږي، ايډيم، ټرم، محاوره.(٢٦،٦) د اصطلاح په اړه له پورتنيو څرگندونو نه جوتېږي چې ولې د بېلابېلو ژبنيو جوړښتونو لپاره نوموړې ( اصطلاح ) کلمه غوره شوې ده؟

ايډيم، محاورې، اصطلاح ( Idiom ) ته ځکه اصطلاح وايي چې ددغه ډول تړښت يا ترکيب آره مانا يوه مگر څېرمه يا دويمه مانا يې بله وي، خو په دويمه مانا يې جوړجاړى، موافقه او د وگړو ترمنځ اتفاق شوى وي. دغه ژبني جوړښت ته له ارې مانا پرته بله مانا غوره او ورکول شوې وي. همدارنگه د نورو هغو ځانگړنو له مخې چې تاسې يې د ( اصطلاح ) په مانا کې ليدلاى شۍ ، ورته دا نوم غوره شوى دى. هغه ژبنى جوړښت چې اصطلاح ورته ويل کېږي، علمي او فني نومونې ( Term ) دي. دې ډول ته هم ځکه اصطلاح وايي چې په علمي او فني ډگر کې يوه کلمه د يوې ډلې او ټولنې د اتفاق او موافقې په ترڅ کې غوره او وضع کېږي او يا هم يو لغت ته له ارې مانا پرته بله مانا غوره کېږي. همدارنگه څرگندنه ( Expression ) چې دې جوړښت ته هم اصطلاح وايي.

د اصطلاحاتو په اړه د پوهانو او ژبپوهانو نظرونه

لومړی: ژبه که څه هم د غږيزو او اوريزو نښو يا پيلامو ( سمبولو) يوه پرله غښتې ټولگه ( سيستم ) بلل کېږي چې هرپيلام يې له آره په تړوني ډول د يوه څه نومونه کوي او په دې توگه لکه ليک پاڼه دوه ناشننوړ مخه لري، يو مخ يې نامحسوسېدونکي معنوي لوښه خصلت لري او د غږېدونکي وگړي د يوه ذهني انځور ښکارندويي کوي او دا بل مخ يې د يوه محسوسيدونکي او مادي استر، لوښي يا کالب ؛ يا په دوديز پيژند ( تعريف ) يو مخ يې لفظ دى او بل يې مانا، خو له دې سره سره ( په ښکاره ډول) ژبه د پېړيو په پوړيو کې د شکل او مانا يا نوم او نومولي ترمنځ ورټاکلى تړاو لږو ډير له خرخشې او بدلون سره مخامخوي او په دې ادلون بدلون کې يو ټاکلى لفظ گوښې يا له نورو وييو سره د غونډ په توگه يوه بله يا نورې څو ماناوې او منځپانگې راخپلوي. گوښې، لکه : دريځ چې له آره ټاکلې مانا يې د ” درېدلو ځاى “ يا ” ممبر “ وه ا ونن سبا ترې د سياسي يا ټولنيز موقف موضع، مشې... ماناوې اخيستل کېږي ؛ دلغوي غونډ په توگه لکه غوږ نيول، غوږ رپول، زړه خوړل، زړه کول، لاسته راوړل لاس اخيستل لاس نيول ... ( ٧ ،م ٣٢٣)

يوه ايډيم ( Idiom ) يو داسې ويي غونډ دى چې راز راز مانا لرونکو ( دوو يا ډېرو ) وييو او وييکو څخه منځته راغلى وي او په ژبه کې يو نا اټکل کېدونکى لرغونتوب لري. يوه ايډيم تل په شکلي ډول يو ناشننوړ او ټينگ يووالى نه وي خو په معنوي ډول يو ناشننوړ غونډ ( مجموع ) گڼل کېږي. په بله وينا، ايډيم د داسې وييو غونډ دى چې په يوه جملوي يا په بله وينا نحوي چاپيريال کې ځانته بېلابېله شکلي خپلواکي ساتلاى شي. د ساري په ډول له هر راز اوښتنې سره مخامخېداى شي، خو په گډه چې کومه يوازينۍ مانا منځته راوړي، نه شنل کېدونکې مانا بلل کېږي. دغسې يوه منځته راغلې گډه مانا کله داسې وي چې د ټوکونو ( اجزاوو) له بېلابېلو ماناوو سره څه نا څه ورته والى او اړيکې لري او د شنلو ( تجزيه کېدلو ) پروخت يې گډه مانا کورټه له منځه نه ځي، د چا خبره يو څرک هومره يې لالگېږي لکه : برخه اخېستل، سرپه څنۍ کېدل، مقصد ته رسېدل وروسته پاتېدل، خوله په خوله کېدل، پرمخ تلل، لاسته راوړل يا راوستل له منځه وړل . .. او نور.

په دويم ډول ايډيمونو کې گډه مانا داسې وي چې د بېلابېلو توکونو ماناوې يې ښکارندويي نه شي کولاى او له ټوټه کېدو سره هرتوک خپلې گوښې آرې مانا ته ورگرځي، کټ مټ، لکه د يوه کېمياوي تړنگ توکونه( د ساري په ډول هايدروجن او اکسيجن چې يوهم ځانته د خپل تړنگ ( اوبو ) ښکارندويي نه شي کولاى ) بېلگې يې، لکه غوږرپول، زړه مړېدل زړه ماتېدل، زړه پخېدل، سپينې ښوېيدل ، تښتېدل يا غوټه کېدل پزې ته رسېدل، سترگې رپېدل،

لاس ترزنې کښېناستل، لاس پرسرکېدل لاس اخېستل او داسې نورې کنايې او مجازي مانا ښندونکې ايډيمونه.

درېيم هغه ايډيمونه دي چې د متلو او بولنو ( مقولو ) په ډول وي، يا په بله وينا غوره وينا، وجېزه ډوله يا مقوله ډوله ويناوې او متلونه وي، دا مانا چې کومې کېسې ته گوته نيسي او هره يوه د وينا په بهير کې د يوه ناشنونکي ويي غونډ ( لغوي گروپ ) په توگه، لکه يو ايډيم کارول کېږي، کټ مټ د شاعرانه ارسال المثل غوندې، لکه : د کبرجام نسکوردى پلانى او بيستانى سره نوک او اورۍ دي، پلانى او بيستانى د يوې سوړې ماران دي يا د يوې باغچې گلان دي، په يوه گل نه پسرلى کېږي،دايې هم په انارو، خوند يې باران وړى دى، د کوهي خټه پر کوهي لگي وروري خوري به کړو حساب ترمنځ، يوه بلا بلې ته وايي چې بو، ښه ښه دي بد بد دي، خپل عمل د لارې مل دى، د جولا منډه تر موږي پورې وي، لرې ځه ژر راځه، مه کوه پرچا چې وبه شي پرتا، لاس چې مات شي د غاړې بارشي يا غاړې ته ورځي. د چا پرتوگاښ تښتېدل ( خجالت کېدل ) يا ډارېدل ( ککړک )، پرپچه سپرېدل او کشمير ليدل لور په لوټه تېره کول، اوبه له ورخې تېرېدل، اوبه په ډانگ بېلول، چې په ناز لويېږي په زيار زړېږي.

له هسې عادي بولنو او متلونو سره د دغه راز ايډيمونو توپير همدومره دى چې دلته بولنې او متلونه په جلا او خپلواک ډول د وينا له بهېره بهر د يوې کړې يا شوې وينا د ټينگار، پخلي او جوتتيا لپاره په څرمه او سرباري ( اضافي ) ډول نه، بلکې پخپله د آرې وينا يا يوه ويناييز واحد ( جملې ) د يوه نه جلاکېدونکي ټوک او برخې په توگه کارول کېږي.

له دې کبله د داسې تضمين شوي يا استخدام شوي متل يا بولنې آره بڼه تل خوندي نه پاتې کېږي، خو په هرډول د يوې ايډيمونه غوندې د وينا يا جملې دننه د مانا او شکل له مخې بولنه شنل کېدونکى ويي غونډ او برخه جوړوي، لکه : غرزى لاس ترزنې کښېناست. په دې جمله کې ( لاس تر زنې کښېناست ) اصطلاحي غونډ ( کل ) دى چې د يوې جملې خبر يې جوړ کړى دى. ( ٩ : ٥٢، ٥٣ م م )

دویم: اصطلاحي واحدونه هغه تعبېرونه دي چې هر ملت او ولس يې د خپل ژوندانه په چاپېريال کې د خپلو عنعنو، اخلاقو، روحياتو په چوکاټ کې په خپله ژبه کې رامنځته کوي. دغه واحدونه نه يوازې په خبرو اترو کې استعمالېږي، بلکې په ليکلي اثرونو کې هم ستره برخه لري. اصطلاحات که يوې خوا د ژبې د لغوي پانگې بشپړوونکې برخه ده ؛ نو له بله پلوه يو ادبي خوند او رنگ هم لري.اصطلاحات ( Idioms ) کوم خاص سبک پورې تړلى نه وي. بلکې د څو سبکونو ترمنځه شريک واحدونه گڼل کېږي.

په ژبه کې دغه ډول ترکيبونه ځانته جلا او بېل بېل خصوصيات لري په دې مانا چې نحوي ترکيبونه ( Phrases ) او ژبني اصطلاحات ( فرازيالوجيکي واحدونه ) يو تربله توپيرلري. د نحوي ترکيبونو ( غونډونو ) په باب مو دمخه څه نا څه اشاره کړې ده.

اوس به وگورو چې دغه ژبني اصطلاحات ( Idioms ) سربېره پردې چې په کې د معنوي ( سيمانتيکي ) موضوع له پلوه تربحث او غور لاندې نيول کيږي ؛

نو په نحوي لحاظ د جوړښت له مخه څه ډول ترکيبونه دي او په ژبه کې څه ارزښت لري ؟ ( اصطلاحات ) دغه ډول ژبني ترکيبونه د ژبني ترکيبونه د ژبې خاص عنصر او ژبني خاص ډول څرگندونو ته ويل کېږي ته ويل کېږي، چې د زمانې په اوږدو کې د خلکو له خوا منځته راغلي او په ژبه کې ثابت لغوي ترکيبونه ( غونډونه ) دي. د دغو ترکيبونو اجزاوې دومره ثابتې او ټينگې اړيکې لري چې بېلول يې گران کاردى.

اصطلاحات سمدلاسه د خبرو کولو په وخت کې نوي نه جوړېږي چې د کوم ټاکلي مطلب د ښکاره کولو لپاره ورځنې کارواخستل شي، بلکې په جوړ شوي ډول د ژبې د ويونکو په حافظه کې ساتل کېږي او هرکله د ضرورت په وخت کې د تيار جوړشوي لغوي ترکيب ( غونډ ) په ډول د مطلب د روښانولو لپاره ور ځنې کاراخېستل کېږي.

دغه اصطلاحات ثابت او ټاکلي دي پرته له تصرف کولو څخه د ضرورت په وخت کې د جوړشوي غونډ په توگه کارول کېږي، چې مجازي او کنايي مانا څرگندوي. پخپله دغه ډول غونډ نېغه مانا نه ورکوي، لکه : ( لورپه لوټه تېره کول ) د دغه ترکيب مانا په مستقيمه توگه نه څرگندېږي مگر په دويمه مجازي مانا سره ( چل ول کولو يا قريب، غولولو او وخت تېرولو ) په مانا راځي. بل مثال : اوښ په بډه وهل، لوى لاس لرل، په همدې توگه ډېرمثالونه لرو، چې د پښتو ژبې لغوي پانگه زياته شتمنه او بډايه ده، چې راټولول او راغونډول يې ډېرزياراو کارغواړي فرېزيولوژيکي واحدونه چې د ايډيم د اصطلاح په ځاى رځي د مانا اوجوړښت له مخې دغه نښې لري :

١. ثابت داخلي ترکيب چې په گډه يوه عمومي مانا او مفهوم څرگندوي. په اسمي او فعلي ترکيبونو کې يې اهميت يوشان دى. فرېزېولوژيکي فعلي ترکيبونه که څه هم د مرکبو فعلونو په څېر ښکاري، ولې د مرکبو فعلونو څخه توپير لري. ځکه په ثابتو فعلي ترکيبونو کې ټول يوه گډه عمومي مانا ورکوي.

٢. اصطلاحات د هغو توکونو څخه جوړيږي چې په دغه ثابت ترکيب کې خپله ټاکلې فرېزيولوژيکي ( اصطلاحي ) مانا له لاسه ورکوي.

د بېلگې په توگه :

لاروهل، ژبه کول، ژبه نيول، غم خوړل، زړه خوړل. که د دغو مثالونو هره برخه يانې هريو توکى يې په جلا جلا توگه مانا کړو ؛ نو بيا هغه خاصه مانا او مطلب نه ورکوي.

ځکه ( لاروهل ) کې د تگ مانا پرته ده په لغوي مانا سره ( لار) او ( وهل ) کوم معنوي ارتباط سره نه لري يا ( ژبه ) او ( کول ) سره جلا مفهومونه دي.

۳. د ترکيبوونکو عناصرو څخه عمومي مانا لاس ته راځي يعنې ټول ترکيب د يوه واحد مفهوم په توگه مانا ورکوي.

٤. په فرېزيولوژيکي واحدونو کې ځيني محاورې او متلونو هم راتلاى شي او همدارنگه د ليکوالو او پوهانو غوره ويناوې هم شاملې دي، لکه : پوره ورک دې کړه دوه کوره، د کبرکاسه نسکوره ده.

٥. دغه ډول اصطلاحات ( ترکيبونه ) ټکي په ټکي نه ترجمه کېږي.

٦. هره ژبه خاص او جلا اصطلاحات لري.

٧. فرېزيولوژيکي واحدونه د خپل معنوي خصوصيتونو له مخې د نورو ازادو ترکيبونو څخه توپير لري.

٨. په هره ژبه کې دغه ترکيبونه ثابت وي. نوي نه جوړېږي، خو داسې ځانگړتيا څرگندوي چې ټولنه يې په مانا باندې پوهېږي، ځکه چې د ژبې د ويونکو له خوا منځته راغلي دي.

٩. فرېزيولوژيکي واحدونه د نوروازادو لغتونو (ترکيبونو) په څېر د ژبې په لغوي سيستم کې چې موجود دي، ماناييز او گرامري خاصيت هم لري.

١٠. ثابت ترکيبونه د مکملو جملو په څېر هم راځي، لکه :

١ - سترگې نه دي تيږې دي.

٢ - ابۍ مړه شوه، تبه يې وشلېده.

د جوړښت له مخې کېداى شي دغه ترکيبونه ثابت نه وي خو د مانا له مخې يو نه تجزيه کېدونکى ترکيب ( مجموعه ) گڼل کېږي يا په بله وينا سره، يوه اصطلاح د کلمو داسې يوه مجموعه ( ترکيب ) ده چې په نحوي چاپېريال کې بېلابېل لفظي خپلواکي ساتلى شي. البته هر ډول گرامري تغيير په کې راتلاى شي خو مشترکه گډه مانا چې د دغه ( غونډ ) د اجزاوو څخه لاس ته راځي نه تجزيه کېدونکې مانا به وي. د مثال په توگه که مونږ د پښتو يو څو فرېزيولوژيکي واحدونو په غورسره وڅېړو، نو دا به راته جوته شي چې ځينې دغه ډول ترکيبونه ثابت او مستقيمه مانا ورځنې نه راوځي.

بلکې په مجازي توگه مانا ورکوي يانې معنوي اړخ يې د ټول ترکيب نه لاس ته راغلى وي او دې سره گرامري بڼې هم ثابتې وي، لکه :

١ - د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايېدل.

٢ - د بوسو لاندې اوبو تېرول.

٣ - سپين سترگي کول.

٤ - جگ لوکول.

٥ - په چپ اړخ پاڅېدل.

٦ - اورپه اوبو کې بلېدل.

اصطلاحات د باید لاندېنيو ځانگړنو درلودونکې وي :

١. اصطلاح ( Term ) يوه مانالرونکې ( Monysemy ) وي، که يو لغت په ژبه کې د څو يا ډېروماناوولرونکې ځانگړنه ولري، خپله اصطلاحي ځانگړنه له لاسه ورکوي او يا هم کېداى شي عمومي او ورځني لغتونه خپلې ځنې ځانگړنې او ماناوې له لاسه ورکړي او په اصطلاح واوړي او کله ناکله کېداى شي خپله نا اصطلاحي ځانگړنه هم خوندي کړي، لکه : ( غږ ) چې هم يو عمومي او ورځنى لغت دى او هم د ژبپوهنې ( غږپوهنې ) يوه اصطلاح. همدارنگه ( مخرج ) چې هم يو ورځنى او عمومي لغت دى او هم د رياضي اوغږپوهنې اصطلاح ده.

٢. اصطلاحات په خپلواکه او ناتړلې توگه مانا ورکوي او له دې پلوه د نورو عادي ژبنيو کلمو په څېر چې تر خپلمنځي تړاو وروسته معنا ورکوي اړمنې نه وي. يانې په وينا کې قرينې ته اړتيا نه لري. په خپلواک او جلا ډول کارېږي، له قرينې پرته د پوهېدو وړ وي. کله هم په ژبه کې يوه اصطلاح په څو اصطلاحي مفهومونو کارېږي چې هغه وخت کله ناکله د اساسي موخې پېژندنه وړاندې کوي، لکه : سمبول په ژبپوهنه او سمبول په کېميا کې او نور.

٣. اصطلاحات له احساسي او هېجاني پېښو سره اړېکه نه لري بلکې د علم او هنر د مختلفوبرخو په يوه ځانگړې موضوع پورې اړه لري او په ځانگړو علمي مفاهېمو پورې تړلې وي.

٤. ځېنې اصطلاحات نړېواله او عمومي بڼه لري او په مختلفو ژبو يې ژباړل کېداى نه شي. دغه ډول اصطلاحات په نسبي ډول د ټولو د پوهېدنې وړ وي او په متخصصانو پورې ځانگړې نه وي. ځينې اصطلاحات بيا داسې وي چې د يوې ځانگړې څانگې د پوهانو لپاره د پوهېدو وړ وي، خو کېداى شي د ټولو له پاره د پوهېدو وړ نه وي، لکه : فلسفه، ديموکراسي، کنفرانس، فوټبال، کمونېزم، ترافيک او پوليس چې ډېرې يې ټولو او عامو وگړو ته څه نا څه د پوهېدو وړ دي.

٥. په ژبو کې ځينې داسې کلمې شتون لري چې هم پخپله جلا سيمه ييزه مانا کې اصطلاح اوهم د نااصطلاحي مانا لرونکې وي لکه : ( ځايناستى) يانې نومځرى گرامري اصطلاح ده او( ځايناستى ) يانې کفيل نااصطلاحي يا

اداري اصطلاح، همدارنگه ( مفهوم ) په منطق او فلسفه کې اصطلاح او ( مفهوم ) د نااصطلاحي ويي په توگه د پوهول شوي، روښانه، مانا او مضمون مانا لري. ( ١٤ : ٧٨، ٧٩م م )

په پښتو ژبه کې د دغه ډول اصطلاحا تو څو بېلگې :

الف : پوځي :

برېدمل، تورن، جگتورن، جگړن، ډگرمن، ډگروال، تېښته، منډه برېد، اور، پروت، سلام کئ، کېڼ خوا گور، تيارسئ، سمونمل سمونوال، څارندوى، څارن، سر څارمن، بريدمن، تورن، ساتونکى سمونيار، پاسوال،بريدمل، ساتنمن....
ب : سياسي او اداري :

دريځ، ولسمشر، هېوادمشر، څارنوال، څارنوالي، ولايت والي ولسوال، ولسوالي، ښاروال، نوماند، مېنه، کوټ، څلى، څارنمل وړکتون، روزنتون، پالنځى....

ج : علمي :

پوهنتون، پوهنځى، کتابتون، پوهيالى، پوهنيار، پوهاند، ښوونکى ښوونځى، رنځپوه، روغتياپال، ښوويالى، ښوونيار، څېړندوى څېړنوال، څېړنمل، زده کړيال .... ( ١٠ : ٣٧ ، ٤٠م )

د. ادبي :

څلوريځ، څلوريزه، کېسه، سندره، لنډۍ، سروکى، بگتۍ،کېسۍ چاربيته.... دغه ډول اصطلاحات زيات دي چې اوس په سيمه او هېواد کې ترې کار اخستل کېږي، له پښتو، عربي، انگليسي، ترکي او نورو ژبو جوړې شوې دي.

د نومونو مثالونه :

( د اسمان کټ )، ( د اسمان پړک )، ( نوک او اورۍ )، ( د لستوڼي مار )

د پورتنيو مثالونو څخه څرگندېږي چې په دغو ترکيبونو کې لغوي او گرامري تغيير نه پېښېږي، په دې مانا چې د يوې ټاکلې کلمې پرځاى بله کليمه نه شي راتلاى. د مثال په توگه ( لاس وينځل ) يوه اصطلاح ده چې د انکارکولو او صرف نظرکولو په مانا ده او لاس ته راوستل هم بله اصطلاح ده ، که د دغو پرځاى داسې وويل شي ( لاسونه وينځل ) يا ( لاسونو ته راوستل ) دلته گورو چې فرېزيولوژيکي مانا له لاسه ورکوي او بيا ازاد لغوي ترکيب جوړوي.

په پښتو ژبه کې داسې ترکيبونه چې د يو جز پرځاى بله مترادفه کلمه راتلاى شي او د دغې اصطلاح په مانا کې تغيير نه پېښوي، يانې لومړۍ برخه ثابته او دويمه برخه کې بدلون راځي لکه : زړه اچول او زړه غورځول، خوا سړېدل يا يخېدل، زړه ښويېدل، زړه غورځېدل، زړه لوېدل، خوا سړول، خوايخول،

زړه تشول يا خالي کول، زړه سړول يا يخول. همدارنگه سورشين کېدل يا سورشين اوښتل، تورسپين کېدل، تورسپين اوښتل او داسې نور.

همدارنگه داسې اصطلاحات هم په پښتو ژبه کې شته چې د ترکيب دويمه برخه ې ټاکلې او ثابته وي، مگر لومړۍ برخه کې يې جلا مترادف الفاظ راغلي وي.

1 - تندر پرېوتل او ټکه پرېوتل .

٢ - قول کول، لفظ کول، ژبه کول، وعده کول.

په دغه مثالونو کې گورو چې دغه لفظي تغيير د اصطلاح په مانا باندې کومه اغېزه نه کوي او مانا ورسره نه اوړي.که ووايو ( ساړه اسوېلي کول ) يا ( سوړاسوېلي کول ).په نوموړې اصطلاح کې په گرامري لحاظ د جمع پر ځاى مفرد راغلى دى مگر بيا هم په مانا کې کوم بدلون نه ليدل کېږي.

د پښتو ژبې په اصطلاحاتو کې داسې ترکيبونه هم شته دي، که د ترکيب د يوې برخې پرځاى يوه بله کلمه راوړل شي د ثابت ترکيب په توگه به وي خو د مانا له مخې به توپير وکړي، لکه :

١- هغه ترکيبونه چې لومړۍ برخه يې بدلون او دويمه برخه يې پرځاى وي. ( د زړه تورېدل ) په اصطلاح کې د ( زړه ) پرځاى ( سترگې )

( سترگې تورېدل ). همدارنگه مخ ( مخ تورېدل ) راشي، نو بيا د ترکيب په مانا کې بدلون راځي.

٢ – هغه ترکيبونه چې دويمه برخه يې بدلون ومني، خو لومړۍ برخه کې هماغه ټاکلې کلمه وي، دلته په معنوي لحاظ ډېر توپير په کې راځي.

زړه کول، زړه ساتل، زړه وهل، زړه وړل، زړه اېستل، زړه لوېدل، زړه ماتېدل

زړه تشول، زړه خوږېدل، زړه چاودل يا سر ( خوړل، خوږول، گرځول، غړول ماتول ). لاس ( لگول، اخېستل، رسېدل، پورې کول، نيول ).

په پښتو ژبه داسې اصطلاحات هم وينو سربېره پردې چې د هغو څخه مجازي او کنايي مانا لاس ته راځي، نو لغوي مانا يا مستقيمه مانا هم ورکوي، لکه : ( تاراچول ).

الف. په لومړۍ لغوي مانا کې، ښکاري چې تار په ستن کې اچول دي.

ب. په دويمه مانا کې د اشنايۍ، دوستۍ او رابطې په مانا سره، لکه :

د فلاني سره يې تار اچولى دى.

همدارنگه ( تڼۍ شلول ).

الف. د کميس تڼۍ وشلېده.

ب. تڼۍ يې سره وشلولې.

دلته مقصد او هدف په دويمه مانا کې د شخړې او جگړې څخه دى.

( ٥ : ٧٠،٧٥ م م )( ٣ )

اصطلاحات او محاورې هغه تعبېرونه دي چې يو ولس يې د خپل چاپېريال دودونو، کړو وړو او ساييزو( رواني ) غوښتنو له مخې په خپله ژبه کې ځايوي او رامنځته کوي او د خپلو موخو ( اهدافو ) له پاره يې استعاره کوي. د اصطلاح په راوړنه او کارونه د اورېدونکي سوچ او اند ( فکر ) له واره د کارونکي د موخې پرلور ورځي او بې له دې چې ويونکى يا گړېدونکى خپله موخه ډانگ پېيلې ووايي، اصطلاح يې د زړه خبره ډاگيزه کوي او انځوروي.

ايډيم د ژبني جوړښت له مخې هغه لغوي ترکيب دى، چې له رنگارنگو مانالرونکو ( دوو يا ډېرو ) لغتونو او الفاظو رغېدلى وي او نااټکلېدونکى لرغونتوب لري.

ايډيم کوم ټينگ، غښتلى او ناشونى ( ناقابل تجزيه ) تړښت او ترکيب نه دى. بلکې د نوي چاپېريال، دريځ او موقعيت له مخې بېلابېل جولې او بڼې اخلي ؛ خو په گډه چې کومه يوازينۍ مانا رامنځته کوي، هغه نه شنل کېدونکي مانا بلل کېږي. دغسې يوه گډه مانا کله داسې وي، چې د توکو ( اجزاوو ) له بېلابېلو ماناوو سره څه زيات ورته والى نه لري او د شننې پروخت يې کورټه له منځه ځي، لکه : برخه اخېستل، سرپرڅړۍ اوښتل او.... ( ١١،م٥٠ )

اصطلاحات د خپلو ځانگړنو له مخې په دوو برخو بېلېږي

الف. اسمي اصطلاحات Nominal Idioms :

دا برخه هغه اصطلاحات ( Idioms ) رااخلي چې رغنده توکي يې نوم او د هغه څلورگونې ډلې ( څيزنوم، ستاينوم، شمېرنوم، نومځري ) وي. نوموالي اصطلاحات نه يوازې داچې په خپل جوړښت کې نومونه لري بلکې وييکي ( ادات ) هم لري، خو يوه ستره ځانگړنه يې داده چې فعل نه لري چې همدايې له فعلي هغې څخه جلا کوي. ( ٥ : ٧٦ م )

داسمي اصطلاحاتو څو بېلگې :

په سپېرو ايرو لړلى : تور تپلى اوښتى، خيرن پېرن.

بدو ته شين : بدو کړو ته بېلودى او چمتو.

په وازدو پټ، په وازدو ډک : څورب، چاغ .

د زړه رنځ : د داسې بد وگړي له پاره چې کړه وړه يې د زغم نه وي.

ويده بخت : بدبخت ، ناسم بخت.

تېرې بېرې خبرې : ناسمې او گډوډې خبرې، زياتې خبرې.

تشې دوړې : يوازې خاورې ډوړې، خوشې چارې.

د چا تر نظرپورې : د چا په نظر يا اند.

مخ يې تور ږيره يې کله : رسوا او شرمېدلى . ( ٨ : ١٧١،٣٥٢م م)

ب. فعلي اصطلاحات Verbal Idioms :

دا اصطلاحات هغه ډول دى چې رغنده توکي يې فعلونه وي . په ټوليز خپلواک او ناخپلواک مورفيمونه د دغه ډول اصطلاحاتو په رغون کې ونډه لري، خو هغه څه چې له نوموالي ( اسمي ) اصطلاح يې جلا کوي، وروستى توکى دى چې فعل ( مصدر ) وي لکه : جگ رېبل، جگ لو کول چې يوه فعلي اصطلاح ده.

د فعلي اصطلاحاتو څو بېلگې :

ادې بورېدل : د ( چا ) د مرگ ښېرا کول ، د مرگ هېله کول.

ارمان خوړل : ارمان کول، پښېمانېدل ، ارمانجنېدل.

اسمان پرېوتل : په کړاو اخته کېدل، له پېښې سره مخامخېدل.

اسمان په کاڼو ويشتل : خوشې او بې گټې کار کول.

بازارسړول : له دوده لوېدل ، نوم ورکېدل .

تنده سړېدل : خړوبېدل ، په اوبو مړېدل . ( ١١ : ١، ٢٦م م )

د مانا او استعمال له مخې څېړنه : وړاندې مو تر بېلابېلوسرليکونو لاندې څه نا څه دې موضوع ته نغوته وکړه ا وځينې تياره گوټونه مو ترې روښانه کړل ، چې دلته د لا روښانتيا هڅه کوو : په ټوليز ډول ژبه د خپل منځي پوهاوي او اړيکو له پاره يوه ښه، اغېزمنه او بشپړه وسيله ده چې انسانان کولاى شي په سمه توگه خپل ذهني توکي نورو ته ورلېږدوي.

دغه خاصيت په نورو هغو وسيلو کې چې انسان يې د خپل منځي اړيکو له پاره کاروي، نشته. زموږ موخه له ژبې څخه هغه سېستم دى چې له وييزو او اوريزو نښو يا سمبولونو رغېدلى او د خپل منځي پوهاوي او اړيکو له پاره کارېږي.

ژبني واحدونه چې په ټوله کې د ژبې د پېژند تابع دي ټول د دې له پاره دي چې د انسانانو ترمنځ اړيکه ټينگوي.انسانان خپل ذهني مفاهيم د اوازونواو غږېزو غړو په مرسته نورو ته ښکاره او لېږدوي او مقابل لورى هم همدا چار ترسره کوي چې پايله يې يوتربله اړيکه ده. کله چې يو څوک غواړي له خپل بل همنوعه ( انسان ) سره اړيکه ټينگه کړي او هغه څه چې په فکر او ذهن کې يې وي ووايي، نو د غوښتنې سره سم خپل ذهني توکي دکلمو، ترکيب، جملې او وينا په جوړښت او چوکاټ کې مقابل لوري ته ورلېږدوي.

فکرکوم له معنوي او موضوعي پلوه د ژبنيو واحدونو ويشون ناشونى دى ځکه ټول ژبني واحدونو د ذهني توکو د لېږد دنده ترسره کوي او دنده يې يوه ده. ذهني توکي که هره موضوع وي په هرکالب او ژبني واحد کې د ليږد وړ دي. له دې څخه مې موخه داده چې موږ کولاى نه شو چې کوم ژبنى جوړښت يا واحد د يوې ځانگړې موضوع له پاره ځانگړى کړو او ووايو چې يوازې هغه يا دغه ډول موضوعات رانغاړي. د بېلگې په توگه : کلمه دا، ترکيب هغه او نور.

خو دغه موضوع ته له يوبل اړخه وگورو په دې ډول چې ځينې ژبني واحدونه د مانا له مخې بشپړ او ځينې نابشپړ دي، لکه خپلواک او ناخپلواک يالغت، ترکيب او جمله. چې که له يوې خوابېخې بې مانا نه دي خو بيا په خپل منځ کې توپير هم لري، لکه وييکي يا ويي چې له جملې سره پرتله کړو، نو دا خبره جوتوي.

اصطلاح ( Idiom ) هم د ژبني واحد په توگه د هر ډول ذهني مفاهيمو د لېږد وسيله ده، هر ډول موضوع او ماناوې رااخلي، له همدې لامله يې وگړي په ژبې کاروي. د اصطلاحاتو کارونه په وگړو کې ډېر عادي خبره ده او داسې نه ده چې گواکې د کومې اصطلاح د اورېدلو پروخت دې څوک پوه نه شي او يا دېد هغې د مانا پوښتنه وکړي. د اصطلاحاتو په کارونه او مانا خلک هاغسې پوهېږي، لکه نور ژبني واحدونو چې په ورځنيوخبروکې يې کاروي.

اصطلاح د ژبې په دواړو ډولونو وينا او ليکنه کې کارول کېږي، همدارنگه د کلام او وينا په دواړو برخو ( نظم او نثر ) کې يې ونډه پراخه ده.

د اصطلاح دا ځانگړنه چې په سيده او مستقيمه توگه او يا د کلمو له لومړنيو ماناوو څخه يې موخه نه ترلاسه کېږي، له شعر سره څه ناڅه ورته والى لري، له همدې کبله يې شعر سره ملتيا ډېره او غښتلې ده.

ځینې نور ډولونه یې په لاندې ډول دي.

الف _ ژبني اصطلاحات :

د ژبنيو اصطلاحاتو نه موخه ( Expression , Idiom ) دي په لاندې ډول :

اصطلاح ، محاوره يا ايډيم ( Idiom ) :

ايډيم چې له يوناني لغت ( Idioma ) څخه راوتلى، مانا يې ” ځانگړتيا “ او ” ځانگړې څرگندونه “ ده. ( ١٤، م٨١ )

هغه ژبنى جوړښت چې دا نوم ورته غوره شوى ځانگړې مانايي او شکلي بڼه لري. په دغه جوړښت کې رغنده توکي په جلا او خپلواک ډول يوه مانا او په تړلي او ترکيبي ډول بله او ځانگړې مانا لري.

لکه چې وړاندې وويل شول ، ايډيمونه هغه ځانگړي ژبني واحدونه دي چې تل په دويمه او مجازي مانا کارېږي.

د ايډيمونو دغه ځانگړتيا نږدې په ډېرو ژبو کې يوشان ده او يوازې هغه ژبنى واحد ايډيم بولي چې پورتنۍ ځانگړتيا ولري . نوموړى جوړښت په انگرېزي ژبه کې هم پښتو ته ورته جوړښت لري د څرگندونې هغه ډول چې له رغنده توکو يې مانا توپير لري ايډيم باله شي. دا جوړښتونه د يوې ژبې ځانگړي جوړښتونه دي چې بلې ژبې ته يې اړول يا ژباړل ناشوني دي. ( ١٧،م ٢٣١)

ايډيم هغه ترکيب ( Phrase ) دى چې د رغنده توکو انفرادي يا ارو ماناوو ته په کتو ترې د مانا اټکل ستونزمن او کله نا کله ناشونى وي. د کلمو هغه گروپ يا ترکيب چې مانا يې د رغنده توکو له انفرادي يا آرو ماناوو سره توپير ولري.

هغه ژبنى او گرامري جوړښت ( ډول، واحد ) چې د ځانگړو وگړو له خوا په ځانگړي وخت يا ځاى کې کارېږي. ( ۱۵،م ٧٧٠)

د بېلگې په توگه په امرېکا کې ( Apples and Oranges ) يوه اصطلاح يا ايډيم دى چې آره مانا يې ( مڼې او نارنجان ) دي، دا هغه وخت کارېږي چې د وگړو او څېزونو ترمنځ توپير څرگندول موخه وي لکه :

ته اتل او زيارمل سره پرتله کولاى نه شې، دوى ( مڼې او نارنجان ) دي. دلته له يوې خوا زموږ هغه خبره چې وړاندې مو وکړه، جوتېږي چې د يوې ژبې اصطلاح (Idiom ) پر بلې هغې ژباړل کېداى نه شي ځکه ( مڼې او نارنجان ) څه مانا لري ؟ له بلې خوا دا راښايي چې د پښتو او انگرېزي ژبې ځينې اصطلاحات په مانا کې سره ورته دي.

د ( Apples and Oranges ) ايډيم ته که ځېر شو، د مڼو ( Apples ) او نارنجانو ( Oranges ) په نوعيت او ماهيت کې توپير شته، هم د رنگ او هم د خوند او کېداى شي نور چې د زراعت پوهان به پرې ښه پوهېږي، خو عام وگړي يې يوازې په ډېرو ښکاره او څرگندو توپيرونو پوهېږي او درک يې کوي. همدې توپير ته په کتو دا اصطلاح د نورو څېزونو او وگړو د توپېرونې له پاره هم کارېږي خو په ځانگړې مانا او شکل، پورتنۍ وينا داسې پښتو کولاى شو :

ته اتل او زيارمل پرتله کولاى نه شې، دوى د ځمکې او اسمان توپير سره لري يا اتل او زيارمل سره د پرتلې وړنه دي، دوى د ځمکې او اسمان په څېر دي. موږ په پښتو کې د توپيرنې له پاره بېلابېلې اصطلاحات ( Idiom ) لرو، لکه : ځمکه او اسمان، اور او اوبه، تور او سپين او نورې چې د کارونې بېلابېل ځايونه لري او هره يوه يې ښايي د ځاى او حالت له مخې په خپل ځاى وکارول شي. په انگرېزي ژبه کې هم يوه اصطلاح يا ايډيم يوه کلمه نه بلکې يو ترکيب ( Phrase ) دى، په دې مانا چې له دوو يا زياتو کلمو رغېدلى وي. نږدې ( ٧٠٠٠ ) انگرېزي ايډيمونه چې ما وپلټل کوچنۍ هغه يې ( As is ) وه چې دوه توکي ( As ) او ( is ) لري. همدارنگه د دوى پر وړاندې داسې ايډيمونه هم وو چې د رغنده توکو شمېر يې نږدې اوو ته رسېده خو دا يې وروستى بريد نه دى شونې ده چې له دې ډېر توکي ولري. ( ١٥ , ٩م )

ايډيمونه په ژبه کې لرغونى او نااټکليدونکى تاريخ لري، هغه وخت چې ژبه رامنځته شوې د پراختيا په بهير کې يې په مختلفو پړاوونو کې ايډيمونه رامنځته شوي او د استفادې او استعمال وړ گرځېدلي دي. ايډيمونه د خلکود ژوندانه د بېلابېلو برخو ښکارندوى او څرگندوى دي او هره موضوع په خپله غېږه کې رانغاړي.

لکه چې څرگنده ده هره ذهني ښکارنده لومړى له يوه وگړي او سرچينې پيلېږي، بيا نورو ته خپرېږي او پراختيا مومي په همدې ډول ايډيم هم لومړى د يوه وگړي په وسيله رامنځته شوى، د وگړو په منځ کې ويل شوى او بيا وروسته يې عموميت او عاموالى موندلى لکه لنډۍ، متل او نور ولسي ( فولکلوريک ) توکي چې د يوه وگړي وينا ده او وروسته د ټول ولس مال گرځېدلى دى.

ژبه يوه تړوني او قراردادي ښکارنده ده، د يوې ټولنې وگړي د خپلو ورځنيو چارو د پرمختگ له پاره بېلابېل څېزونه رامنځته کوي او پرهغوى نومونه ږدي چې هغه څېزونه بيا پرې پيژندل کېږي.

ايډيمونه هم تړلي او ترکېبي جوړښتونه دي چې د رغنده توکو جلا جلا کارونه يې يوه مانا او که يوځاى او تړلي وکارول شي، بله مانا ورکوي. چې د جلاجلا کارونې له پاره يې هم د وگړو ترمنځ تړون او قرارداد شوى او د يوځاى او تړلي جوړښت له پاره يې هم په دويمه او مجازي مانا د وگړو تړون شوى دى. د ايډيمونو منځته راتگ د يوې انگېزې له مخې کيږي او هغه څوک چې په ذهن کې ايډيم جوړوي او د يوې ځانگړې مانا لپاره يې ترخولې راوباسي د ايډيم د رغنده توکو په اره او لومړنۍ مانا پوهېږي، خو په تړلې او ترکېبي بڼه دغه توکو ته بله مانا ورکوي. د ايډيم تر رامنځته کېدو وړاندې د يوې پېښې پېښېدنه اړينه ده چې ترې وروسته دغه جوړښت رامنځته شوى دى، د بېلگې په توگه ( غوږخوړل ) يو ايډيم دى لومړنۍ او آره مانا يې د غوږ خوړل خو دويمه، ځانگړې او اصطلاحي ( Idiomatic ) مانا يې له يوه غږ څخه د غوږ يا غوږونو ربړېدل او ځورېدل دي.د ايډيم رامنځته کوونکي د شاعرانه مزاج، خيال، پياوړي ذهن او فکر خاوندان دي چې د دغه جوړښت د لومړنۍما نا په رڼا کې هغه ته دويمه او مجازي مانا ورکوي چې له دې څخه د لومړنۍ او دويمې مانا ترمنځ د اړېکوشتون څرگندېږي ، چې په هغې پوهېدل خورا گران او ستونزمن دي.له ژبني پلوه ايډيمونه تل دوه ياتر دوو زيات توکي لري او تردې دمه هغه ټول ايډيمونه چې ما په پښتو او انگرېزي ژبو کې ليدلي ساده او يو توکيز يې نه درلود. هغه لغت چې څو ماناوې لري، په دې لړۍ کې نه شمېرل کېږي. په ايډيمونو کې ټول ژبني واحدونه ( خپلواک او ناخپلواک ) کارېږي او په کوم ځانگړي واحد پورې تړلي نه دي. وروستى توکى يې د وگړي ( شخص ) او شمېر له مخې اوړي، هغه هم په فعلي ايډيمونو کې. ايډيمونه د وينا په هر ډول کې د کارېدنې وړدي نثر وي که نظم ( شعر). داچې د شعرژبه هم ناسيده او پېچلې وي او ژرپوهېدل پرې گران دي او ايډيمونه هم همداسې يوه بڼه لري له دې کبله د ايډيمونو کارونه په شعر کې ډېره ده. له بلې خوا د ليکنې ژبې په پرتله د شفاهي ژبې لرغونتوب ته په کتو، څرگنده ده چې ايډيمونه هم لومړى په شفاهي ژبه کې رامنځته شوي او بيا يې ليکنې ژبې ته هم لارموندلې، اوس په وينا او ليک دواړو کې کارېږي.ايديمونه د بڼې او شکل له مخې بدلون مني، خو مانا يې جوته او نااوړېدونې وي. د بېلگې په توگه ( لاس وينځل ) چې يو ايډيم دى مانا يې هيله پرېکول، ناهيلي، زړه صبرول او له يوې موضوع نه تېرېدل دي. خو که د دغه ايډيم لومړى توکى ( لاس) په ( لاسونو ) واوړي بڼه يې اوړي خو مانايي بدلون نه مني او هغه مانا چې ( لاس وينځل ) يې لري ( لاسونه وينځل ) يې هم ساتي. د بېلگې په توگه يو څوک يوه پلار ته وايي: ( له زوى څخه دې لاس ووينځه، د کار نه دى. ) يا ( له زوى څخه دې لاسونه ووينځه، د کار نه دى ). په جمله کې د کارېدنې پروخت هم د ايډيمونو توکي خپل ځاى بدلوي د پښتو جملې د جوړښت او غوښتنې پر بنسټ ځان سمه وي، لکه ( غوږخوړل ) يو ايډيم دى چې د يو لوړ او جگ غږ ( لکه د موسيقۍ يا وگړي ) نه د ربړېدلو او ځورېدلو پروخت کارېږي. يو څوک بل ته وايي ( ډېرلوړ يا جگ مه غږېږه، چې غوږونه دې راته وخوړل ) چې دلته له يوې خوا ( غوږخوړل ) په ( غوږونه خوړل ) اوښتى او له بلې خوايې ترمنځ ( دې، را، ته ) وييکي ځاى پر ځاى شوي او د ( غوږخوړل ) ايډيم شکلي جوتتيا يې له منځه وړې ده. داچې لغت د يوې مانا لپاره رامنځته شوي او ديوې مانا ښکارندويي کوي، خو په يوه ايډيم کې لغتونه خپله آره مانا له لاسه ورکوي او دويمه مانا راخپلوي، نو د لغتونو له مخې د يوه ايډيم ژباړه تېروتنه او ناشونې ده. ځکه په ايډيم کې دلغتونو لومړنۍ تړوني او قرادادي مانا چې په ټولنه کې شته له منځه ځي او دويمه مانايې موخه ده په کارده دويمه مانا يې وژباړل شي نه لومړى هغه، کېداى شي ژباړن د يوې ژبې له پاره په بلې ژبې کې داسې ايډيم بيامومي چې مانايي شباهت ولري. اصطلاحات ( Idiom , Expression ) د خپل ځانگړي جوړښت له امله چې لري يې، دا او دې ته ورته ژبني واحدونه چې دوه يا تر دوو زيات ژبني توکي لري ترکيب ( Phrase ) يې هم بولي او د ژبپوهنې د يوې جلا څانگې فرېزيولوژي ( Phraseology ) په ترڅ کې څېړل کېږي خو د دود له مخې د نحوې په برخه کې د څېړنې ځاى يې نيولى دى. هغه واحدونه چې د فرېزېولوژۍ په ترڅ کې څېړل کېږي د فرېزلوګېزم (phraseologism) په نوم يادېږي. چې د موندنې او پيداېښت سرچېنې يې په لاندې ډول دي :

الف. فولکلورFolklore ( ولسي يا شفاهي ادبيات ).

ب. بدېعي او هنري ادبيات.

ج. د مشرانو، لويانو او سپېڅلو وگړو له ويناوو څخه اقتباس( ١٤،م٨٠ )

ايډيم د مانا او سيمانتيک (Semantic ) له نظره د نحوي پوهې په چوکاټ کې نه څېړل کېږي، بلکې د ژبپوهنې يوه بېله څانگه ده چې دغه ډول اصطلاحات څېړي. فرېزېولوژي د ژبپوهنې د يوې څانگې په توگه او هم د ژبپوهنې د همدغې څانگې د څېړلو د موضوع په حيث پېژندل شوې، د څېړلو دغې موضوع ته فرېزيولوگېزم هم ويل شوى دى. دغه څانگه د ژبې د لغتونو لغوي، معنوي ترکيبونه څېړي فرېزيولوژي د يوناني ژبې د ( Phrases ) او ( Logos ) څخه منځته راغلى نو ( Phrases ) د څرگندونې مانا ورکوي او ( Logos ) د پوهنې په مانا همدارنگه په دغه باب ډېرو ژبپوهانو څرگندونې کړي دي :

الف : فرېزيولوژي په ژبه کې د ژبې د ثابتو ترکيبونو مجموعې ( غونډ) ته وايي.

ب : ثابت لغوي ترکيبونه فرېزيولوگېزم ( فرېزيولوژي ) گڼل کېږي.

ج : لغوي ثابت ترکيبونه چې په عنعنوي ډول تکرار شوي وي د فرېزيولوگېزم په نوم يادېږي. ( ٥ ،م ٧٢)

ب: علمي او فني اصطلاحات ( Terms ) :

د ( Term ) او ( Termin ) کلمې د لاتيني ژبې د ( Terminus ) له کلمې څخه راوتلې چې مانا يې حد،حدود، بريد، دوره او نومول دي. هغه پوهه چې د دغه اصطلاحا تو په اړه ويېنه کوي ټرمينالوژي ( Terminology ) يې بولي، همدارنگه ټرمينالوژي د اصطلاحاتو ( Terms ) ټولگې او مجموعې ته وايي.

دا ډول اصطلاحات هغه نومونه دي چې د علم، تخنيک، هنر او فرهنگ يا په ټوليز ډول د پوهنو او هنرونو په برخه کې رامنځته کېږي. د يوې ژبې ټولې کلمې اصطلاحات نه بلل کېږي ، بلکې هغه کلمې چې د يوه علمي او فني نوم په توگه ځانگړې شوې وي اصطلاح ( Term ) باله شي. په دې برخه کې ښاغلى پوهاند رښتين وايي :

لغت هغه کلمه ده چې د يوې مانا له پاره وضع شوي وي او درستو خلکو پرې اتفاق کړى وي، نو په دې لحاظ لغت او اصطلاح سره فرق لري، ځکه چې اصطلاح هغه ده چې يوې خاصې ډلې پرې اتفاق کړى وي.(٩،م٤)

په يوه ژبه کې د دغې ډول کلمو او نومونو شمېر د نورو عادي کلموپه پرتله ټاکلى او محدود وي. هره ژبه ځانته جلا اصطلاحات (Term) لري ، هرڅومره چې ژبه پراخه او پرمختللې وي، نو د پرديو له اصطلاحا تو نه هم خوندي وي. خو د نړۍ د مختلفو وگړو ترمنځ علمي او فني اړيکې د دې لامل گرځي چې ځينې اصطلاحات هم يو بل ته ولېږدوي. دلته دا خبره اړينه ده چې بډايه او شتمنې ژبې تل نيستمنو ژبو ته اصطلاحات لېږدوي .هغه لغت او نومونه چې اصطلاح گرځي، هغه داسې وي چې له وړاندې د ژبې په ويي زېرمه کې شتون لري او د ژبې ويونکي يې په خپلو ورځنيو خبرو کې کاروي.وروسته کله چې يوه علمي او فني ډله په خپل علمي او فني ډگر کې يوه ښکارنده رامنځته کوي، نو هغه عادي ورځنى کارېدونکى لغت رااخلي او پخپله برخه کې يو څه پرې نوموي او اصطلاح گرځي او يا هم کېداى شي دغه نومونه داسې وي چې هغه کلمه چې اصطلاح ( Term ) گرځي، وړاندې په عادي ورځنۍ ژبه کې شتون ونه لري او نوې رامنځته شي.

لکه د ” دريځ “ ويي چې وړاندې په عادي گړني ژبه کې يې شتون درلود او مانا يې ( د درېدلو ځاى، ممبر ) وو، وروسته د سياست په ډگر کې يوه اصطلاح ( Term ) گرځېدلې او هلته يې د ( موقف ) مانا راخپله کړې ده، همدارنگه ځينې ويي چې وړاندې يې په ژبه کې شتون نه درلود او نوي رغېدلي، لکه د ” نوماند “ ويى او اصطلاح ، خو ښايي په ياد ولرو چې پورتنۍ چاره د ژبپوهانو په مرسته ترسره کېږي. په همدې توگه ځينې لغت لکه وړاندې چې ترې يادونه وشوه داسې وي چې په ژبه کې په نورو بڼو شتون لري، خو په نوې بڼه يې شتون يوازې اصطلاحي وي، د ساري په توگه د ” پوهنتون او پوهنځي لغتونه چې د ( پوه، پوهنه، پوهول،تان او تون او ځاى ) ژبني توکي په ژبه کې له وړاندې وو، خو وروسته ترې د ” پوهنتون او پوهنځي ” اصطلاحات ( Term ) په نوې بڼه د يوې علمي اړتيا پر بنسټ رامنځته شوې دي. هر علم او فن ځانته جلا اصطلاحات (Term ) او ټرمينالوژي ( Terminology ) لري چې هره اصطلاح پخپل ځاى کې ځانگړې مانا لري لکه ادبي، سياسي، ټولنېزې، فلسفي، تصوفي، ساينسي، اسلامي نظامي او نور اصطلاحات. د بېلگې په توگه په ژبپوهنه کې ( غږ ) يوه اصطلاح ده همدارنگه ( جگړن ) يوه نظامي اصطلاح ده، چې دا اصطلاحات وړاندې هم په عادي او ورځنۍ ژبه کې شتون درلود. په يوه ژبه کې نه يوازې داچې خپله اصطلاحات دود لري، بلکې د نورو ژبو هغه هم کاروي په تېره بيا هغه چې نړېوال يا سيمه ييز دود لري، لکه : کېميا بيولوژي، فزيک، تاريخ، طب، راکټ، کېلو، سيستم، قول اوردو... دا ډول اصطلاحات ( Terms ) د جوړښت له مخې کېداى شي کله ساده او يو توکيز وي او کله ډېرتوکيز، بيا دا خبره راغبرگومچې د اصطلاحاتو رامنځته کول د يوه علمي پلاوي، ډلې او ټولنې له خوا ترسره کېږي او بيا نورو اړونده وگړو، څانگواو ټولنې ته خپرېږي.

اصطلاحات او متلونه:

يو له خورا مهمو موضوعاتو هم د متلونو او اصطلاحاتو( Idioms ) توپيرول او جلاکول دي، ځکه په ډېرو ځايونوکې ددغو دوو بيلابيلو جوړښتونو توپيرشوى نه دى. په پښتو کې متل عين هغه شي ته وايي چې په عربي يې مثل بولي، ښايي چې متل له عربي څخه مفغن شوى وي. ځکه چې کله په تفغين کې ( ث ) په ( ت ) بدلېږي، لکه ميراث چې ميرات شو. د عربي لغت پوهان وايي چې مثل او نظير او دا کلمه له عربي مثل څخه جوړه شوې او پرټولو حکمتو او لنډو قصو او اساتيرو اطلاق شوه.

د پښتو ادب يو مهم توک دغه متلونه دي چې په لنډو ويناوو کې حکمتونه او د گټې خبرې ځاى شوي دي. په متلو کې د ملتو د روحياتو خورا ښې ښې نکتې پرتې وي او ځينې پوهان وايي چې ترشعر لا متلونه د ملتو پر عقليت ښه دلالت کوي. ولې چې اشعار د داسې خلقو له کومو راوځي چې فکر او ذهن او عقليت يې ترعوامو لوړوي.

اما متلونه د عوامو له تفکره حکايت کوي او د متلو الفاظ لکه اشعار مصنوعي او پالش شوي نه وي او د عوامو په ژبه وي، نو متلونه د وگړو غږ گڼلى شو او پر روحياتو يې دلالت ترشعر ټينگ او د ويسا وړ وي. متلونه د ملتو د اجتماعي ژوندون او د دوى د عقلي هويت ښکاره کوونکي دي. په مختلفو اوضاعوو او کيفياتو کې د تجربو او ازميښتونو نتيجې په لنډو کلماتو کې ځاى شوې دي. ( ١ : ١٨، ١٩م م )

د هر ولس په شفاهي ادب کې متل ( ضرب المثل ) مهم ځاى لري. د بډايو ژبو يو خصوصيت دادى چې په متلونو هم بډاى وي. متل د خبرو يوه بېخي لنډه جمله ده چې د مانا په لحاظ بشپړه او د مفهوم او مورد په لحاظ عامه وي. د متل بلاغت او فصاحت په دې کې دى چې د فورم له مخې لنډ او مؤجز د مانا په لحاظ مستعار او کنايه، د افهام له مخې ساده او عام فهم او د افادې په لحاظ په هدف رسا او سم لگېږي. ماکسيم گورکي د متل په باب ويل : ” په لفظي ساده گۍ کې يې تر ټولو لويه هوښياري او حکمت ځاى شوى دى، متل او سندره همېشه مؤجز وي ؛ خو د بشپړ کتاب هومره تفکر او احساس پکې وي. “ ده به ليکوالو ته مشوره ورکوله، چې ليکوالي له متل څخه پيل زده کړي. چې الفاظ پکې داسې کښېښکل شوي وي لکه په موټي کې گوتې، متل ( چې پښتانه ورته د هوښيارانو خبره هم وايي ) خبره خوندوره کوي او دهغې مفهوم دمضبوتيا او غبرگون غوندې دي. متل اصلاً د يوه هوښيار او حکيم عاقلانه (( مقوله )) وي چې په قصدي يا اتفاقي ډول يې له خولې وتلې وي ؛ خو بيا د لفظي ښکلا او مناسبت او معنوي حکيمانه افادې او ارزښت په برکت د ولس په ژبه جاري او خوندي ساتل شوى وي. د متل لومړى ويونکى د ولس له نظره لوېدلى وي ؛ خو وينا يې د شفاهي ادب يوه ارزښتناکه برخه وگرځي. د متل په مرکز کې د گرامر له مخې يو شخص (( غالباً مفرد غايب يا مخاطب )) ځاى لري ؛ خو د ويونکي او هم د اورېدونکي په فکر کې د هغه مورد بېخي عام وي.متل د ولسي جهانبينۍ، تفکر او ذهنيت بېل بېل اړخونه ترسيموي تاريخي وي، لکه : ( که ته نازو شې ؛ نو ميرخان به څوک وزېږوي ) جغرافيوي، وي ( پېريانو ته غزنى څه شى دى. ) اخلاقي، وي ( چې بد گرځې، بد به پرځې ) مذهبي، وي ( چې اوبه وي، تيمم ته حاجت نشته ) اقتصادي، وي ( د خپلې بړستنې سره پښې غځول په کار دي ) او لکه نور.

د متل ستر خصوصيت دادى چې همېشه کنايي مانا افاده کوي، که خپله اصله او حقيقي مانا افاده کړي، هغه بيا متل نه دى. مثلاً : ( که غر لوړ دى پر سر يې لار ده ) ( د غله په ږيره خلى وي ) ، ( په يوه گل نه پسرلى کېږي ). دلته يو متل هم په خپله لومړۍ مانا نه دى او نه د ( لوړغر، په سر يې لاره )

( غل، ږيره، خلى )، ( گل، پسرلى ) ترمنځه ارتباط ملحوظ دى چې د متل حقيقي مانا ده ؛ بلکې دلته هر متل خاص کنايي مفهوم لري چې هم اورېدونکى پرې پوهېږي او هم د ويونکي مطلب وي او هغه د متل کنايي مانا ده که کنايي مانا افاده نه کړي هغه متل بللى نه شو.

د متل د پيدايښت سرچينه :

د فولکلورېستانو په عقيده متلونه هغه وخت د ولسونو په ژبو کې پيداشوي وو، چې ژبې يې لا د ليک په قيد کې نه وې راغلې. له لرغونو پېړيو راهېسې ولسونو د خپلو متلونو بديعي او هنري پلو بشپړ کړى او د بلاغت درجې ته يې رسولى دى. متلونه چې د ژبې با ارزښته پانگه او د ولس د ژوند د شرايطو و اخلا قو، کولتور، او نورو خصوصياتو هېنداره ده. په ژبه کې د پيدايښت څو لارې لري چې دغه شپږ يې نسبتاً عامې دي :



١- د طبيعي او اجتماعي پېښو له درکه، هغو ته د ارزښت ورکولو او په مستعار ډول په ټيپيکو پېښو کې د استعمال او تکرار له لارې.

٢ - د تاريخي پېښو د درک او انعکاس له لارې.

٣ - يوه خاصه برخه د اشعارو او سندرو له لارې.

٤ - بېخي محدوده برخه د کتابونو له لارې.

٥ - د مذهبي احکامو له لارې.

٦ - له نورو ژبو د ترجمې او اخېستنې له لارې.

د ولسونو په ژبو کې ( خصوصاً د گاونډيو او ارتباط لرونکو ولسونو ترمنځه ) متل د مضمون له مخې بريد نه مني او په يو مضمون او مفهوم ډېر متلونه پيداکېدلاى شي، چې يو تربله ترجمه او اخېستنه ښکاري که څه هم ښايي د خپلو ژبو اصلي مال وي، لکه پښتو : (( څوک چې بل ته کوهي کيني، خپله به يې پکې شپه وي ))

دري : (( چاه کن را چاه درپيش است ))

عربي : (( من حفر بيراً ﻻِخيه، قد وقع فيه ))

د فورم له مخې د يوې ژبې متل د بلې ژبې په قالب کې په اسانۍ نه اچول کېږي. په يوه ژبه کې متل داسې خاص اهنگ، انډوليز موازات او کله کله داسې قافيه لري چې په بله ژبه کې غالباً هغه له لاسه ورکوي. خصوصاً د قافيې په برخه کې، لکه : ( خپله ژبه هم کلا ده، هم بلا )، ( خپل عمل د لارې مل ) او نور. په بل عبارت د يوې ژبې متل داسې لفظي او معنوي ښکلا او بداعت لري چې که بلې ژبې ته ترجمه شي هغه له لاسه ورکولاى شي.

د متلونو ژبه :

متلونه له لفظي او معنوي ښکلاوو ډک دي. د متل ايجاز، اختصار او په هغه کې د لوى مفهوم ځايول د هغه بلاغت او فصاحت هميشه د ادب د تيورۍ د محققينو پام ځانته اړولى دى.د معنوي ښکلاوو، استعارو، تشبيهاتو او نورو ادبي خصوصياتو په څنگ کې متلونه داسې ژبني خصوصيات هم لري، چې د ژبپوهانو او لهجه څېړونکو خاصه لېوالتيا ورسره پيداشوې ده. متلونه د ژبې د ډېرو لهجو ساتندوى دي، نو د لهجو د څېړونکو له پاره په زړه پورې موضوع ده د ژبپوهانو او ژبنيو خواوو د څېړونکو او محققينو له خوا په هغو کې د ژبو لرغوني فورمونه او ژبنۍ خواوې څېړل کېږي. ډېر وخت ژبپوهانو په دې باب مشاجره لرله چې متل نحوي جمله ده که نه، که وي هغه څه ډول ؟ سبب يې دادى چې نحوي جملې او دمتلونو جملې سره توپير لري. په متل کې کلمه له خپله ځايه نه شي خوځولاى او نه په آزادانه ډول بدليدلى شي، فعل يې د فاعلي کتگورۍ او د زمان ( ماضي حال، مستقبل ) له مخې تغيير نه مني. د متل د يوې کلمې د اړولوپه صورت کې امکان لري ټوله جمله واوړي. د متل په اړولو سره د هغه د ايجاز او اختصار ځاى امکان لري په څو جملو ډک شي. د متل په اړولو سره به جمله حقيقي مانا ورکوي نه مجازي او کنايي او بالاخره بيا ورته متل نه شو ويلى او داسې نور ؛ نو ځکه د متل جمله او نحوي جمله سره توپيرلري. په دې باب مشاجره د شوروي ژبپوهانو ترمنځه د دې پېړۍ ترلومړۍ نيمايي پورې روانه وه. دې پوښتنې ته په ( ١٩٥٨ ) زېږديز کال کې يوه شوروي پوه ( پ. و تکاچېنکو ) مثبت ځواب ورکړ، متلونه او محاورې يې د نحوي جملو ټاکلى ټايپ وگاڼه. د ده د اوږدې څېړنې لنډيز دادى چې متلونه او محاورې هماغه نحوي جملې دي ؛ خو د زمانې په تېرېدو يې داسې لفظي او معنوي ټينگ امتزاج موندلى، داسې سره نښتې، سره پيوندشوې چې د پخواني ساختمان او جوړښت ورانول، اړول او بدلون پکې راوستل د هغو څرنگوالى، بلاغت او فصاحت له منځه وړي.

د متلونو لهجوي خوا :

متلونه عموماً په ټولنو کې په معياري ژبو خپرېږي هغه متلونه چې په معياري ژبه وي د ټولنې په هرگوټ کې اورېدل کېږي، خو د ټولنې په ځينو سيمو کې داسې متلونه هم وي چې په هغو کې د يوې لهجې انعکاس ساتل شوى وي. مثلاً په پښتو :

بلرغو = ايله گرد، څڅوړى = شال – په لوېديزه لهجه کې :

(( په باغ کې الو _ په کلي کې بلرغه )) ، ( خپله خواري نه ژاړي _ د سر څڅوړى غواړي ) همدارنگه : بيستۍ = شوى، خامتا، پوواړه = ناولې چټله = په ختيزه لهجه کې :

( چې رارسيږي د سوات بيستۍ + د خوارانو به ښکاره شي سرې پوندۍ )

( څه اوړه خيشته پيشته څه ميرمن پوواړه ).

د متلونو پروړاندې اصطلاح ( Idiom ) يو داسې واحد دى چې دا د يوې جملې ( Sentence ) نه، بلکې د يوه ترکيب ( Phrase ) بڼه يا شکل لري. همدارنگه له معنوي پلوه هم نيمگړې وي.اصطلاح د جملې يوه برخه وي په داسې حال کې چې متل يوه بشپړه جمله وي. لکه چې وړاندې مو وويل د متل موضوع يو ډول نصيحت وي، له دې اخوا څه نه رااخلي. خو اصطلاح بيا داسې تړلې او ناخپلواکه نه ده، ټول ټولنيز موضوعات رانغاړي نه يوازې نصيحت، وجيزې او وراشي. ځينې هغه اصطلاحات (Idiom) چې وجيزو او وراشو ته ورته دي، له متلونو سره گډې شوې دي، لکه : بې ډوله گډېدل، شل کېدل او داسې نورمتلونو په کتار کې راوړل شوي دي، داسې : بې ډوله مه گډېږه بې ما دې شل نه کړه. په همدې ډول يو شمېر اصطلاحات د متلونو سره گډ شوي چې د دواړو ژبنيو واحدونو ( اصطلاح او متل ) ترمنځ بريد يې ناڅرگند کړى دى.

پايله

دغه څېړنه چې تر ډېره بريده په اصطلاحاتو راڅرخېږي، د اصطلاحاتو پېژندنه، ژبني او علمي اصطلاحات، اصطلاحات د پوهانو او ژبپوهانو له نظره، اصطلاحات او متلونه، د اصطلاحاتو جوړښتونه، اسمي او فعلي اصطلاحات او د مانا او استعمال له مخې د اصطلاحاتو څېړنه رااخلي. اصطلاح يو عربي لغت دى د اصطلاح ( Expression )، ايډيم ،اصطلاح او محاورې (Idiom ) او نومونې ( Term ) ژبنيو جوړښتونو له پاره کارېږي ، نه د يوه يوازيني جوړښت له پاره . په دې مانا کله چې موږ د ( اصطلاح ) لغت اورو، نو بېلابېل جوړښتونه مو ذهن ته راځي. دا ستونزه ځکه رامنځته کېږي چې موږ د خپلو ژبنيو جوړښتونو له پاره خپل نومونه نه لرو او که لرو يې هم نوي او د بېلابېلو لاملونو له مخې ډېر دود شوي نه دي. اصطلاحات سمدلاسه د خبرو کولو په وخت کې نوي نه جوړېږي چې د کوم ټاکلي مطلب د ښکاره کولو لپاره ورځنې کارواخستل شي، بلکې په جوړ شوي ډول د ژبې د ويونکو په حافظه کې ساتل کېږي او هرکله د ضرورت په وخت کې د تيار جوړشوي لغوي ترکيب ( غونډ ) په ډول د مطلب د روښانولو لپاره ور ځنې کاراخېستل کېږي

ماخذونه

١. حبيبي، عبدالحى. ( ١٣٨٦ ). د پښتو د نوي ادب لارې. پېښور ميهن خپرندويه ټولنه .

٢. خاورې ، غوټۍ. ( ١٣٦٦ ). پښتو شفاهي ادبيات . کابل ، پښتو ټولنه .

٣. دوست شينوارى، محمد دوست. ( ١٣٨٥ ). د پښتودولسي ادب لارې پېښور دانش خپرندويه ټولنه.

٤. رښتين، صديق الله. ( ١٣٨٣ ). پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه ( دويم چاپ ) پېښور، ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز.

٥. رښتين زېور، زرغونه. ( ١٣٨٢ ). پښتو نحوه. پېښور، ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، ١٣٨٢ ل.

٦. زاهد مشواڼى، عبدالقيوم. ( ١٣٨٥ ). زاهد پښتو _ پښتوسيند. پېښور دانش خپرندويه ټولنه.

٧. زيار، مجاوراحمد. ( ١٣٨٥ ). پښتو پښويه. پېښور، دانش خپرندويه ټولنه .

٨. زيار، مجاوراحمد. ( ١٣٨٢ ). د خوشال ادبي پښتو. پېښور، دانش خپرندويه ټولنه.

٩. زيار، مجاوراحمد. ( ١٣٦٠ ) . وييپوهنه. کابل، کابل پوهنتون.

١٠. سادات، سارا. ( ١٣٨٨ ). ملي ټرمينالوژي. کندهار، بېنوا فرهنگي ټولنه.

١١. صميم، محمد آصف. ( ١٣٨٧ ). د لرغونې شاعرۍ گړنې. جرمني د پښتني فرهنگ د ودې او پراختياټولنه.

١٢. عميد، حسن. ( ١٣٨١ ). فرهنگ عميد ( سه جلدي، جلداول ). تهران موسسه انتشارات اميرکبير.

١٣. محمد رفيع. ( ١٣٨٠ ). د ماشومانو گل غونچه. پېښور، د اريک د گرځنده کتابتونونو اداره.

١٤. يمين، محمد حسين. ( ١٣٨٤ ). واژه شناسي در زبان فارسي. کابل بنگاه انتشارات ميوند.

15. Cambridge. (2007). Cambridge Idioms Dictionary. 2 Ed. Cambridge Cambridge University Press.

16. Hornby A.S. (2010). Oxford Advanced Learner's Dictionary. 7 ed. Oxford, Oxford University Press.

17. Swan, Michael. (2005). Practical English Usage.3 Ed.Oxford, Oxford University Press.