لیکونکی پوهیالی احسان الله پامیر 

ژبه او ليک

        ژبه هغه اوازونه دي چې انسانان يي دخپلو افکارو او خيالاتو د څرګندولو په غرض تر يو خاص نظم او سيستم لاندې د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه راباسي او په دې توګه په خپلو منځوکې يو له بله اړيکه پيدا کوي او ليک هغه سيمبولونه او علامې دي چې دهغوی په واسطه  انسانان يو له بله خپل افکار اوخيالات اظهاروي ، ليک په عمومي ډول پر دوو برخو باندې ويشل کيږي يو تصويري ليک دی او بل الفبايي ليک په تصويري ليک کې انسانان خپل فکرونه او خيالات دتصويرونو او شکلونو په واسطه څرګندوي او داوازونو سره کومه رابطه نه لري اما په الفبايي ليک کې دهغو اوازونو له پاره چې په خبرواو اترو کې استعماليږي سيمبولونه راوړل کيږي او ددغه سيمبولونو مجموعه چې د يوې ژبې ټول اوازونه  وښيي د ژبې الفبا بلل کيږي ژبه او ليک که څه هم يو له بله سره ډېرې نيږدې اړيکې لري خو بيا هم ژبه بيل شی ده او ليک بيل څيز دی دواړه بايده سره ګډ نه شي يو ژبپوه د ژبې او ليک په اړه ښه توپير کولای شي خو هغه کسان چې په دې اړه يي غور نه وي کړی ژبه او ليک دواړه يو شي بولي حتی کله کله ځيني خلک ليک اساس بولي او په همدې اساس د ژبې قضاوت کوي حال دا چې اساس ژبه ده او دليک قضاوت بايد د ژبې پر اساس وښيو  همدغسې اشتباه ګانې کله کله د ګرامر او ژبې تر منځ هم واقع کيږي يو ژبپوه هر کله چې د ژبې ګرامر ليکي هيڅ کله دمورنۍ ژبې وويونکي ته دانه وايي چې داسې مه وايه داسې ووايه ، بلکه ددې پر ځای چې دې د مورنۍ ژبې څښتن ته لارښوونه وکړي دی په خپله بايد د مورنۍ ژبې له خاوند څخه لارښوونه او هدايت واخلي يعني بايد پوښتنه ځنې وکړي چې تاسې څنګه وايي ؟ هرډول چې هغوی ويل دی بايد هغه شی کټ مټ په خپل ډيټا کې ضبط کړي دا ځکه چې ګرامر د ژبې له مخې ليکل کيږي او ژبه د ګرامر له مخې منځ ته نه راځي ، يو ژبپوه هيڅ وخت دا زيار نه باسي چې د ژبې ټول مواد هرومرو تر عمومي قواعدو لاندې راولي ځکه چې دده په نزد د ګرامر د پوهانو په اصطلاح د ژبې استثناآت هغومره اهميت لري لکه باقاعده شيان چې  يې لري  او استثناآت هم دژبې يوه مهمه برخه تشکيلوي نو که چېرې دی له هغو سترګې پټې کړي يا يې په بله بڼه سره وښيي په حقيقت کې دی د ژبې له يوې مهمې برخې سترګې پټوي او دژبې ددغې برخې په حقيقي بڼه او ساختمان باندې پرده غوړوي او هغه چاته چې دده د تحقيق  له مخې نوموړې ژبه مطالعه کوي نيمګړې مالومات وړاندې کوي

لیکونکی پوهیالی احسان الله پامیر 

 

ژبه او پېښې

         ژبه دپېښې سره اړيکې لري او دپېښې ( واقعت ) د پيژند او درک قوه ده ميک ګريټ (Mcgrath )  ليکي چې په ژبه کې شيان او مالومات په ټولګيو ويشل کيږي زموږ ژبه د پېښو د پيژند وسيله ده دی زياتوي چې که چېرته په دوه ژبو کې د يوه شي (څيز) يا پېښې له پاره يو ډول يا يو قسم لفظونه وي نو بيا د شي يا پېښې پيژند هم ددې دواړو ژبو د ويوونکو په شانته دی   او برخلاف که بېل بېل ډول لفظونه وي نو بيا دشي يا پېښې پيژندنه ، درک او تصور يې هم ويشلی دی د بېلګې په توګه زموږ په ژبه کې واورې د ټولو بڼو يا شکلونو له پاره يو لفظ شته دی خو د اسکيمو (Eskimo   ) قوم داسې يوه ژبه لري چې د واورې د مختلفو بڼو يا حالتونو د پاره بېل بېل لفظونه لري او د واورې د مختلفو شکلونو ترمنځ په کې توپير کيږي واوره د وريدلو په حالت کې ، واوره د ځمکې پرسر ، واوره د کور د بام په سر او نور له دې کبله د اسکيمو (Eskimo   ) او زموږ د واورې پېژند او تصور مختلف دی د شيانو او پېښو پيژند، درک او تصور دژبې پورې اړه لري او ژبه زده کيږي زموږ د شيانو او پېښو پيژند او تصور هم د ټولنيز کيدلو د برخې په توګه د زده کړې په لړۍ (پروسه) کې ولاړ دي د پښتو ژبه چې ډېره لرغونې ژبه ده د ډېرو پېښو او واقعتونو د پيژندلو آينه يا هنداره ده د پښتو ژبې په مرستط سره سړی کولی شي چې ډېرې پېښې و پېژني داکتر کبير ستوری وايي ما د پښتو ژبې په مرسته دا پېښه او واقعت وپيژانده چې د انسان په وجود کې د ساايزو پېښو دوه مرکزونه دي چې يو دماغ او بل زړه دی حال داچې د لوېديځ په ساپوهنه کې دماغ د ټول ساايزو يانفسي توکونو مرکز ګڼل کيږي خو که سړی د پښتو ژبې پر بنسټ د شيانو او پېښو جاج واخلي نو د ماغ د عقل او فکر مرکزدی او زړه د احساساتو ، جذباتو او غوښتنو لکه زړه مې نه غواړي چې هلته ولاړ شم ، زړه مې خفه دی ، زړه مې خوشحاله دی ، او داسې نور ډېر څه د زړه پورې تړل کيږي دماغ د زړه دواړه دساايزو (نفسي او روحي ) توکونو واکمن مقامونه دي خو دا دواړه مقامونه يو له بل سره تړلي دی او ګډ کار کوي . ددماغ اوزړه د دندو دا وېش د جذباتو او احساساتو (قار ، وېرې) د جسماني فزيولوژيکي يا طبي بدرګو په واسطه ملل کېدلی شي چې د زړه د حرکاتو او کارپورې اړه لري نه يوازې په ساپوهنه کې بلکې پخپله ژبپوهنه کې هم پښتو دزيات شمېر پېښو او واقعتونو د پېژندنې سبب  ګرځيدلی شي . دلته د الکزاندر هماګايف سره دمرکې يوه برخه راړو چې وايي : ما په يوه مجله کې لوستي وو چې د پښتون قوم دژبې پښتو د ګرامر په مرسته د ويد د کتاب الفاظ چې په سانسګرت ژبه ليکل شوي دي مانا کيدلی شي زما له دې ژبې سره مينه پيدا شوله چې دومره پخوانۍ ده او ګرامري قاعدويې په پخوانی ژبو اغېز کړی او اوس هم پرې ولس غږيږي او د يوه قوم ژبه ده نو د  ژبو په انستيتيوت کې مې دا ژبه زده کړه . دی زياتوي چې پښتو ژبې ته د پاملرنې له لارې دېرې پېښې او واقعتونه راسپړل کيدای شي چې نه يوازې د پښتنو له پاره بلکه د ټولې سيمې او نړۍ له پاره د ارزښت وړ دي .