لیکونکی
: احسان الله پامیر
په جنګي سیمو کې د
ژورنا لیستانوخوندیتوب
دګرځیدو راکرځیدو په
وخت کې له ډزو ،کمین یا دخلکو دقهرجن ټولي سره دمخامخ کیدواو یا ستاسو دتښتولو په
اړه لاندې سپارښتنې او توصیې وړاندې کیږي
۱ ـ ګرځیدو راګرځیدو پر
مهال
جنګي سیموته سفرکول تل
له خطر نه ډک وي او باید محتاطانه پلان شي .
ـ له سفرنه مخکې
• دلیږدونې وسیله مو تیاره کړی او دهغې عمومې وضعت
وڅیړی (او یاله بل چاڅخه غوښتنه وکړی ترڅوهغه وڅیړي )همدارنګه وګوری چه دتیلوټانکی
یې ډکه وي او دترمیم سامان آلات او معمولي اضافي پرزي په هغي کې موجودې وي
• یوه دژغورنې بسته لکه تودې جامې
،بړستن ،دلومړنیو مرستو یوه پیټي
،اوبه او خوراکي توکي برابرکړی .
• رسمې اسناد لکه دژونالیستی کارت
او دسفر اسناد برابر کړی
دنقشې پر مخ دخپل سفر
تګلوری مطالعه کړی
دڅیړنې دسیمو دپرانیستو
ساعتونه او پرګرځیدو راګرځیدو باندې دبندیز وخت چک کړی
دخطرناکو سیمو په اړه
حکومتي مقاماتو او غیر حکومتي سازمانونو څخه وپوښتی .
دسفر په بهیر کې
کوښښ وکړی چې پلان شوی
تګلوری او ټاکل شوی زماني جدول تعقیب کړی او له قرار ګاه او یانورو ژورنالیستانو
سره په تماس کې اوسی .
Try to کوښښ وکړی
چه دنورو ژورنالیستانو په تګلارې حرکت وکړی include other journalists or places on your route
د شپې له خوا واسطه مه چلوی .
هغه پارسلونه او یا
پاکټونه چې نا پیژاند افراد یې د لیږدونې لپاره تاسوته درکوي هیڅکله ونه منی
.
دهر څیز له لیږدونې نه
چې خلک شکمن کړي لکه دوربین ،دنښې ایښودنې علامې یا پوځي جامو څخه ډډه وکړی .
که په پوځي یا دبشري
مرستو په کاروان کې خوځیږی دکاروان دمسؤل له اوامروڅخه اطاعت وکړی .
په شپه کې ګرځیدل
راګرځیدل
دهرکار ترسره کول په
شپه کې دخطدنه ډک دي . دافرادو پیژندنه سخته ده او
او ښایي ځوک دیوه جګړه
مار په ګومان تاسو دتیروتنې له مخې په نښه کړي نو له دې امله دشپې له فعالیتونو
څخه ډډه وکړی .
دشپې په بهیر کې
دګړندیتوب په نسبت محتاطانه حرکت ډیرمهم دی .
مناسبې جامې واغوندی
.
دکمرې ، راډیو او یا
ټیپ ریکارډر ښوونکي سویچونه مړه کړی .
خپله تګلاره په احتیاط
وټاکی ، په تیاره ساحو کې ځیرک واوسی او داړتیا په صورت کې خپل تګلوری بدل کړی
،کله کله ودریږی شا او خوا ته نظر وکړی او په دقیقه توګه غوږ ونیسی .
که تاسو دیوه ټیم یوه
برخه یاستی ،دټیم له نورو غړو سره دکتنې لپاره سیمې وټاکی .
که له رڼا خپروونکو
څراغونو سره مخامخ شوی دځمکې پر مخ وغزیږی او انتظار وباسی ترڅودغه رڼاورکه شي
.
دهغه رڼا منبع ته چې په
تاسو پورې اړه لري متوجه اوسی .
دهغې سیمې څخه تیریدل
چې جګړه هلته روانه ده
که په ډزو کې بند پاته
شوی دځمکې پرمخ او یا دامکان په صورت کې ددیوال اویا دموټر دټایرونو تر شا څملی په
ممکن یا نیږدې صورت کې سیمه پریږدی او ځان خوندي ځای ته ورسوی په زیګ زاګ ډول منډه
وکړی ترڅو تر هدف لاندې راتلل مو ستونزه من شي .
له جنګي سیمې څخه له
تیریدو مخکې په خپله تګلاره تګ تمرین کړی او په یاد یې ولری خپله نقلیه واسطه مو
وڅیړی او زغره والې جامې واغوندی .
له سیمې څخه په احتیاط
تیر شی .
خپل ځان له هغه کسانو
څخه چې په جګړه کې ښکیل دي جلا کړی دبیلګې په ډول دخپلې واسطې پر مخ یوه مطبوعاتي
علامه ودروی .
که دي ته اړ شی چې په
آزاده فضاکې ویده شی
نو یوازې په خپله نقلیه
وسیله کې ویده شی او له دننه یې دروازې کلپ او یا کلکې کړی .
که څوتنه یاست نو دپیرې
کولو سیستم برابر کړی .
کله چې ماین ایښودل
شووسیموته رسیږی
که چیرې دغه ساحه ساتل
کیږي غوښتنه وکړی ترڅو ماینو نه لرې کړي او تاسو وکړای شی له هغه ځای څخه تیر شی
هیڅکله تاسو په خپله دغه کار مه کوی او که نه ساتل کیږي له هغه ځای څخه مه تیریږی
بله لار پیداکړی او یا بیرته راستانه شی .
دڅیړنې له سیمي څخه
تیریدل
څیړنه وکړی هغه افراد
چې په هغه سیمه کې دي ټول وسلوال دي او یا کمه برخه
وسله له ځان سره لري
(زره جاکټ ، برچه ) وسلې یې لاسي دي یا داوږې ایا ځوانان دي یا دلوړ عمر خاوندان
ځوانان معمولا ډیر عصبي اود وړاندوینې وړنه دي ددوی جاموته پاملرنه وکړی عادي جامې
یې اغوستې او که پوځي آیا نشه دي او که نه څومره عصباني یا قهر جن دي بیا وروسته
ځان ورسره عیار کړی .
که له جدي خطر سره
مخامخ یاست ، که چیرې کولای شی چې بیا راستانه شی ، خو په داسې تو ګه چې دچا توجه
تاسوته جلب نه شي چې دډزو لامل نه شی . که په څو نقلیه واسطو کې یاست هر ځلې باید
یوه نقلیه واسطه راتاو شي که دڅیړنې له ځایه په څرګنده لیدل کیږی بیا مه راستنیږی ځکه
په دې صورت کې ډیر ژر نیول کیږی او یا به تر ډزو لاندې راشی .
دڅیړنې په بهیر کې په
سملاسې توګه مه خوځیږی تل خپل لاسونه آزاد او ښکاره ونیسی آرام او صمیمي واوسی .
ګستاخ او مغرور مه اوسی
،خو ځان ډیر ډارن او مطیع هم مه ښایاست .
له بیلابیلو ډلو څخه
اجازه لیک ولری خو محتاط اوسی چې کوم یو
یې له شرایطوسره مناسب دی هغه وښایاست .
له یاده ونه باسی چې
ځینې ساتونکې ښایې ستاسو په ژبه پوه شي نو له دې امله هغه څه ته ځیرک اوسی چې
وایاست یې .
څو چې له تاسو څخه
ِغوښتنه ونه شي له خپلې نقلیه واسطې څخه مه راوزی .
د خپلې نقلیه واسطې
ماشین مو مړ کړی .
که چیرې ساتونکېستاسو
له نقلیه واسطې څخه کوم شی غلا کوي اعتراض وکړی خو ډیر ټینګار مه کوی .
له دوی سره وګوری او له
یو لوړ رتبه افسر سره دخبرو کولو غوښتنه وکړی .
له چاودیدونکې لومې څخه
ځان ساتل چې چاودیدونکې لومې عبارت دي له :
په کورونو کې ( دروازې
، کړکی ،چت ، فرنیچر ، ټلیفونونه ، دکورلوازم ، کتابونه ، زنګ لرونکې ساعتونه ،
دخوب بسترونه ، کوچونه ،بګسونه )
په پخلنځي کې (چای جوشي
، کنسروشوي خوراکونه ، بوتلونه )
په واټ یا جاده کې
(دخوراکي توکو زیرمه ، پلونه ،پلي لارې ، طبعي پټنځایونه ، نقلیه واسطې ، بې
خاونده وسلې ، جسدونه ، نارنجک او نورمهمات ) .
اساسي احتیاطي اقدامات
له ځمکني ماین سره
دنښلول شوي مزي په موندلوسره دهغه موقعت په نښه کړی او ترې لرې شی دنقشې پر مخ
دسیمې په کتنه او په جي پي اس سیمه ایز مقامات خبر کړی .
منفرد ماینونه ډیر کم
دی معمولا په یوه ساحه کې شپږ ماینونه ځای پر ځای کیږي او یا له ۳۰ ماینونو څخه په جوړې شوې ګروپي بڼه او یا په
کتارونو کې (معمولا دځمکې پر مخ دلرګیو په ستنو ښودل کیږي او کرل کیږي ) .
هیڅکله له لارې څخه مه
بې لارې کیږی حتی دحاجت دلرې کولولپاره هم .
هیڅکله له ماین او ماشې
سره تماس مه نیسی یا هغه بمب ، دتوپ یا توغوندي ګولی ته چې نا چاودلې معلومیږي لاس
مه وروړی .
هیڅکله ماینونه
دیادګاري سوغات په توګه مه پیری او له نوروڅخه هم غوښتنه وکړی چې ماینونه شنډاو
غیرفعال کړي ورسته تاسې کولای شی هغه دیادګاري سوغات په توګه له ځان سره واخلی .
یو ژورنالست چې په یوه
جنګي سیمه کې رپوټ برابروي ښایي له ماینونو او چاودیدونکو لومو سره مخامخ شي .
ماینونه په لاندې بڼو
یا غیر متوقعه توګه دناروزل شویو جګړه مارو له خوا ایښودل کیږي .
ممکنه ده چې دا ماینونه
دکنترولي مزي په وسیله چې دفشار له زیاتولو او یا کمولو سره سست او یا کلکیږي
فعالیږي حساس ماینونه دیو شمیر افرادو یا
وسایطو له تیریدو وروسته ایښودل کیږي که
چیرې چاودیدونکې توکي او دامونه کشفوی باید دپیښې نښه یا دنقلیه وسایطو دټایر کرښه
چې مخکې تیر شوي تعقیب کړی او په چټکی سره سیمه ترک کړی که په یو ځای کې ماین ګوری
په دي مانا چې تاسو له مخکې څخه دکرل شوو ماینونو په یوه سیمه کې موقعت لری .