لیکنه :ـ احسان الله پامیر

جفاګرخونه وم

 

اوس مې جانان راته په بده شوی

راته په سپکه سترګه ګوري

دخوښی شیبې په غم بدلې

راته په چل اوښتی

خدای پوهیږي

ورته ناوس ښکاریږم 

اوکه جفامې کړې

نه جفاګرخونه یم

خوجیب مې لغړ

او..............

دومره ناپوه ومه زه

له بې وفاسره مې مینه کړله 

اودهغه مینه دجیب مینه وه

زه خوریښتینی ومه

خوجانا ن مې دوکه باز وخاته

اوس بې غمه یمه

بیخ مې دناز اوهم دراز وخاته

 

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

                                                          

 

 

 

لیکنه :ـ احسان الله پامیر

زما غریب پښتانه

اوس مې هیواد ټپي ټپي ښکاریږي

هره شیبه پکې دغم خبرې

دهر سړي دخولې نه آورمه زه

دغرولمن کې دګلونو پر ځای

راته بمونه دډالی په توګه

نن دباران پرځای سکروټې پرما

زما په کلي اورې

زما دمظلوم وینې ناحق توییږي

دالقاعدې او دطالب په نامه

زما غریب پښتانه

نن ټول تبا تبا شول

زما دشهید په وینو سره خاوره

زما دغازیانو مسکن

زما دمیړانې خونه

زما دغیرت ټاټوبی

پکې غوغا جوړه ده

راځی همغه پخواني پښتانه

دراکټ توره میله

دبم بد مرغې جوړې

له بنده ونیسو خطایې کړو دسند په لوري

داواسکټي بریدونه

داچریکي بریدونه

نورد قلم په توګه

دوحدت فضاکې

دجرګې له لارې

په مرکه باندې یې حل کړو سره .

مړه احساسات

 

 

 

                                                 لیکنه :ـ احسان الله پامیر

 

مړه احساسات

 

کورکې مې جنــګ مقابلې جوړې دي

راته په نوم دالقــــاعدې جــوړې دي

 څومره چې غلی مې احساس وې ښه دی

ددښمنانو پرې مزې جوړې دي

هره چاودنه کې پښتون مړ کیږي

زماد شهیدو جنازې جوړې دي

مجبور یو بیا تیره صحنه راولو

دچنګیز بیا ځلې دورې جوړې دي

څوک راته یو څوک راته بل څه وایي

او س په کلتور مو مسخرې جوړې دي

(پامیره ) نن دجاسوسانو په لاس

راته اورونه  او لمبې جوړې دي

 

 

 

 

 

 

 

 

     لیکنه :  محموده تقوا  
ګیله

چې زړه در کې روغ نه ؤ نور د تن هیڅ په کار نه دی
پښتون چې مرور ؤ دا وطن هیڅ په کار نه دی

چې عذر د خپل ورورته ته پردي خلک ورلېږې
دا هسې ځان ښودل دي دا رفتن هیڅ په کار نه دی

هېواد مو لکه تن دی موږه ټول ئې لکه غړي
چې غړي ئې ټپي وي دا بدن هیڅ په کار نه دی

چې نور پکې له موره او پښتون خوار له میرې وي
دا بېله ګډا ستاسو یو اټن هیڅ په کار نه دی

وطن مو لکه باغ دی دا قومونه ئې ګلونه
یو ګل چې کې وي مړاوی دا ګلشن هیڅ په کار نه دی

بویونه چې د مینې او دوستۍ پکې خواره ؤ
اوس وینې کې جاري دي دا ختن هیڅ په کار نه دی

بلبل چې مرور وي نور د ټولو بازار تود وي
دا هسې دوزخ زار دی نور چمن هیڅ په کار نه دی

چې مرګ مو یو پر بل باندې حرام ګرځول شوی
ژوندون ته ښکلا ورکړۍ مرګ مردن هیڅ په کار نه دی

تقوا د ورور ولۍ لپاره ته هڅې جاري کړه
خیرن زړونه ښه پاک کړه زړه پمن هیڅ په کار نه دی

                        

ادبي معلومات

لیکنه :احسان الله پامیر

لنده کيسه

د لنډی کيسی اصطلاح د غربی ادب د (شارت ستوری) له اصطلاح څخه اخيستل شوی ده. لنده کيسه: هغه نثری داستان دی چی لند وی او تر دوو ساعتو پوری ختم شی. په بله وينا هغه نثری فورم دی چی له داسی عناصرو څخه چوره وی چی يو بل سره ارتباط ولری او د يو بل تر اغيزی لاندی وی.

هيدسن وايي: د لنډی کيسی لپاره يوازی لنډوالی شرط نه دی بلکه  د دی تر څنگ نوری ځانگرتياوی هم لری او هغه دا چی د کيسی موضوع د خپلو حدود په چوکات کی رانغښتل کيږی ، بی ځايه او بی ضرورته خبری پکی نه ځائيږی د تأثر او اغيز يووالی پکی يوازينی شرط دی.

لنده کيسه هغه نثری فورم دی چی د ناول څخه لنډ وی .

لنده  کيسه له انگريزی ژبی نه اردو او له اردو نه پښتو ته راغلی دی .

د لنډی کيسی ضرورت او اهميت:

ضرورت او اهميت يي په دی کی دی چی لنډه ده د وخت د ضياع مخه نيسی او په لنډ وخت کی روحی تسکين او پند پکی وی.

د لندی کيسی موضوعات:

پخوا به لنده کيسه د يوه کرکتر په شاهوخوا څرخيده خو اوس هر څه چی په انسانی ژوند پوری اره لری د لندی قيصی موضوعات گنل کيری.

د د لندی کيسی د جوړښت اساسی عناصر:

1.     پلات  ( خاکه – طرحه)

2.     پيلامه.

3.     کرکتر(کردار- قهرمان) يا کرکترونه.

4.     تجسس يا ذهنی هخه او تلوسه.

5.     منظر کشی او مکالمی.

6.     تخيل يا خيال پردازی.

7.     انتباع او پايله.

                                               ناول

ناول په اوسنی مفهوم په اتلسمه پيری کی د انگليسی ادب کی را پيدا شو او د نورو ژانرونو په څير ناول هم په شلمه پيری کی پښتو ته له اردو ژبی څخه راغی لومړنی پستو ناول چی له اردو خخه  پستو ژبی ته " د نقش نگين" په نامه د دپتی نظير احمد "مراة العروس" مياحسيب گل کاکاخيل راژباړلی دی . وروسته په پښتو ادب کی دود شوی او لومرنی ناول سيد راحت زاخيلی د "نتيجه عشق" په نامه ليکلی دی.

د ناول د جورښت اساسی عناصر:

طرحه ، اصلی او فرعی کرکترونه ، منظرکشی ، مکالمی او د کيسی پيل ، منح او پای لری له لندی کيسی سره دا توپير لری چی هم پکی پيسی  په تفصيل سره بيانيری او يي کرکترونه زيات وی.

ډرامه: هره پيښه د سترگو په وراندی ښکاری او د ادبپوهانو په نظر دری بنستيز توکی لری (وحدت زمان ، وحدت مکان او وحدت عمل) دی.

رومان : د ميلاد په لومريو پيريو کی به رومان هغو اوږدو کيسو ته ويل کيده چی معمولاً به د يو زلمی او پيغلی د مينی داسی کيسی وی چی د مينی په لاره کی به يي زيات مشکلات گالل او د زياتی ستونزی او مشکلاتو له گاللو وروسته به بريالی کيدل. خو په دولسمه او ديرلسمه پيری کی اروپايانو رومان هغه منثوری کيسی ته ويه چی په رومانی ژبه ( فرانسوی ، ايتالوی ، پرتگالی ..... به ليکل شوی وه.

د ناول او رومان توپير:

د رومان او ناول عناصر سره يو دی خو د ناول په نسبت د رومان ليکنه ستونزوره ده او لوی کړاو غواړی د ناول په نسبت په رومان کی د پيښو لړی او کړی زياتی وی ، چی په يوه او بله بنه د مرکزی او اساسی پيښو سره اړيکی لری او په مستقيمه او غير مستقيمه توگه د هغو بشپرونکی وی ، لوستونکی له حان سره بيول او په پای کی له تولو يوه بشپره او هر ارخيزه نتيجه وراندی کول د رومان ليکونکی ژوره مطالعه ، د ژوند زياتی تجربی او دير غور  او دقت غواری حکه نو رومان ليکونکی کم او د گوتو په شمير دی.

ادبی توته: له لندی کيسی سره يي توپير دا دی چی په لنده کيسه کی معمولاً د خپلو حدودو په چوکات کی په پرلپسی توگه پر مخ ځی بلاخره د اوج او بيا د پايلی برخی ته رسيری ، خو حکايوی ادبی توته دا دول ځانگرنه نلری کله کله پکی زياته برخه بی هدفه الفاظی وی.

طنز: يوه عربی کلمه ده چی لغوی معنی يي ناز او کرشمه ، پيغور او مسخره او په ادبی اصطلاح کی د هنری ادبياتو يو ژانر دی چی په ليکنه کی د ليکوال اصلی مقصد انتقاد وی خو دا انتقاد شوخی او ريشخندی او تمسخر په جامه کی نغستی وی ، د وينا لحن او انداز يي د توکو او تکالو په شکل وی او زياتره وخت پکی مسايل سرچپه (منعکس) مطرح کيری.طنز په واقعيت کی هغه ترخه خندا ده چی د تولنی د خلکو په ناوره اعمالو ، عاداتو ، اخلاقو او افکارو باندی کيری.

ادبی ليکونه: هغه ليکونه دی چی د اديبانو تر منح تبادله کيری او يو لر مهم انتقادی ، سياسی ، فلسفی او ادبی مسايل پکی ليکل کيری د ليکنی ژبه يي هنری او د تخيل نه دکه وی له استعارو ، کنايو ، تشبيهاتو او نرو ادبی صنعتونو خخه پکی کار اخيستل کيری ژبه يي خورا خوره وی.

د لندی کيسی ، ناول او درامی توپيرونه

لنده کيسه ناول او درامه بيل بيل ادبی فورمونه دی سره له دی چی د جورست توکی يي تر ديره حده سره يو دی ؛ مثلا په لنده کيسه او ناول کی هم پلات ، کرکترونه ( اصلی او فرعی) ، مکلمی او منظرکشی ، سپنس (تجسس) ، د کيسی پيل ، منح او اوج او پايله (انتباع) د جورست توکی دی خو درامه هم له همدغو توکو خخه جوره ده خو په فنی او تخنيکی دول بيا فرق لری او د فن له مخی حانگری ليکنی چوکات لری ؛ مثلا:

1.     ناول او لنده کيسه د لوستنی او اوريدنی خيزونه دی او د ليکوال خيال او تخيل د غورونو او سترگو په لور حی ؛ خو درامه د ليدلو خيز دی کتونکی هر خه پکی وينی او ليکوال د عمل او مکالمی په ذريعه په مستقيمه توگه خلکو ته تخيل ورليردوی.

2.     د لندی کيسی او ناول ليکوالان د ژوند هر دول پيسی لوستونکو ته د خپلو کردارونو په خوله وراندی کوی خو په درامی کی هغه په خپله خوله خه نشی ويلای بلکه کرکترونه هر خه وايي .

3.     د لندی کيسی او ناول د درامی سره تر تولو ستر توپير دا دی چی د درامی تول دارومدار په مکالمه دی او بی له مالمی د درامی تصور هم نشی کيدای خو په ناول کی کله کله مکالمو ته ارتيا پيسيری خو په لنده کيسه کی بيا دا اړتيا ديره کمه ده ، ديری داسی لندی کيسی شته چی هيڅ مکالمه نه لری.

 

ادبي ژانرونه

 

لیکنه : احسان الله پامیر

نثر

نثر په لغت کې پاشلو تیتیدلو او خورولو ته وایي او په اصطلاح کې هغه وینا ده چې دوزن او قافــــــــــــــــــیي له قید څخه خـــــــــالي او آزاد وي په پښتوکې لومړی نثر دهاشم سرواني دسالو وږمه او دسلیمان ماکوتذکره الاولیا ده.

رومان

فرانسوي کلمه ده معنایې خیالي داســــــتانونه او دمیــنې محــبت کیسې په اصطلاح کې هغه داستان چې له ناول څخه اوږد وي دپیښــو دیوې سترې  لړی تصویر په ادبي چوکاټ کې ځایوي.په پښتوکې لومړی رومـــان دآدم خان او درخانۍ دی چې صدرخان خټک په نظم لیکلی.

 

داستان

داستان په لغت کې ویل او بیانول دي په اصـطلاح کې داستان هغه کیسه ده چې بنسټ یې تخیل ،رومان ،او مافوق الطـــبیعت عناصرو باندې ولاړ دی دلنډې کیسې په نسبت دژوند اړخونه پکې مفصـل بیانیږي او دکیسو ترټولو لرغونی شکل دی .

 

ناول

ناول یوه ایټالوي کلمه ده په لغـــــــت کې نوي ،عجیبه ،او تازه څیز ته ویل کیږي او په اصطلاح کې هغه ژانر دی چې له لـنډې کیسې څخه لوی او له رومان څخه لنډ وي موضوع یې انسا ني ژوند وي په پښتوکې لومړی ناول (دوه سره مین وروڼه )محمد رفیق قانع لیــــــــکلی او لومړی ژباړلی ناول دویکتورهوګو (بیچاره ګان )دی چې عبدالـــــحی حبیبي د(بیوزلان )په نوم ژباړلی دی .

 

لنډه کیسه

 

دکیسو یو ډول دی ،دداسې یوله بله سره تړلیو عناصــــروڅخه جوړه شوې وي چې یودبل تراغیزې لاندې وي بې ضرورته خـــــبرې نه پکې ځاییږی کرکټر ،تلوسه ،تجسس، تخیل دکیسې پایله او نتیجه پکې شامل وي په کوزه پښتونخواکې الومړی لنډه کیسه راحت الله راحت زاخیــــلي (شلیدلې پڼه )ده او په افغانستان کې لومړی عبدالحی حبیبي لیکلې.

 

ډرامه

۱  ډرامه دیالوګ او منالوګ ته وایــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي .

۲  درامه دحقیقت نقل او دفطرت پیښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې دي.

۳  دیوناني ډراوڅخه اخستل شوې معنایې عمل کول دي اوپه اصطلاح کې ډرامه ژوندی کیسه ده چې ټول احســـــــاسات او جذبات پکې په حرکت او خوځیدوسره ترسره کیږي په پښــــتو کې لومړی ډرامه عبدالاکبرخان اکبر د(دری یتیمان )په نوم لیکلې ده

 

ادبي ټوټه

ادبپوهان ورته منثور شعر او نازک ادب هم وایـــــي شعري کیفیــــت لري ،حکایوي بڼه لري حقیقت او واقعـت په زړه پورې تـــــــشریح کوي چې دا حقیقت او واقعت په داسې رنګیـنو الفاظو کې نغښتی وي چې په احساس او عواطفو ژوره اغیزه کوي په پښتوکې لومړی ادبې ټوټه دراحت زاخیلي ده او په افغانستان کې لومړی عبدالـــحی حبیبي لیکلې ده .

 

                                                         ژباړه

دموضوع ایستل دیوې ژبې له چارچوبه او دبلې ژبې چارچوب ته اچـــولو ته ژباړه وایي یا دیوې ژبې نه بلې ژبې ته اړول ژباړه ده په پــــــــښتوکې لومړی ژباړه دهاشم سرواني ده .

 

                                    ادبي راپورتاژ

په ادبي راپورتاژ کې د پیښې تعبیر اوتحلـــیل په ادبي اوهـــــنري ژبه کیږي دتخیل په ملتیاپه خوږه اوهنـري ژبه خلـــــــکوته وړاندې کیږي په پښتوکې لومړی عبدالهادي داوی په (ګلخانه )اثرکې لیکلې دي.

                                       طنز

طنزپه لغت کې ناز ،کرشمه ،پیغور او مســـــــخره ته وایي او په اصطلاح کې هغه لیکنه چې دریشخند او تمسخرپه جامه کې نغـښتې وي طنز ورته وایي

 

                                     سفرنامه

په سفرنامه کې تول هغه واقعـات او حــــــــــــــالات بیـــــــــــانیږي چې دلیکوال يا سفرکوونکي له خوانه لیدل شوي وي لومړنی شرط پکې ســــــفرکول دي .

 

                                آتوبیوګرافي

دخپل ژوند داحوال او واقعــــــــــاتو بیان ته ویل کیږي دځان په اړه شرحه اومعلومات لیکل آتوبیوګرافي ده .

 

                                  بیګرافي لیکنه 

دادمقاله لیکنې یو شکل دی دیو تن دزیږیدو څخـــه بیاترمرګه پورې ټولې پیښې او دده دژوند ټول مراحل اوداســـــــې نور په تفـــــصیل سره راوړل بیوګرافي لیکنه ده .

 

                                     نظم

په لغت کې دمرغلروپییلوته وایي او په اصطلاح کې هغه لیکنه چې وزن اوقافیه ولري نظم بلل کیږي .

                                           شعر        

په ښکلې او آهنګینه ژبه دفکر او خیال عاطفي تړون ته شـــــــــــعروایي.

 

تکل

په انګلیسي کې ورته YASSE، په اوردوکې ورته انـــشا‌ئیه او په پښتوکې ورته تکل وایي داسې لیکنه ده چې دلنډې کیــــسې ،داســـــــتان ،سیاسي او .....لیکنو څخه په توپیرپه خوږه اوپــسته ژبه لیکل کیږي لطافت پکې مهمه ځانګړتیاشمیرل کیږي قلندرمومند ورته هــــــــڅه نوم ورکړ او ولسي ادبي جرګې ورته تکل چې همدابیامشهورشو .لومـــــــړی تکل فرانسوي لیکوال میخایل ډیمونټین لیکلی دی او انګلیسي ته هم دفرانسوي نه تللی دی.

 

                                       حکایت

په فارسې کې ورته حکایت او په پښتو کې ورته افسانه وایي په داسې شکل لیکل کیږي چې لویتونکی په ساده ګی ورباندې پوه شي نورپه افســـــــــانه عنوان کې ښودل شوی

 

                                   افسانه

حکایت ،نکل اوسرګذشت هم ورته وایي او هغه کیسه ده چې لوستونکي افسون یا جادو وکړي یا له حقیقته لرې کیسې ته وایي

 

 

                                     اسطوره

اسطوره هغه سپیڅلی روایت دی چې دځمکې ،کائناتو او انسان دجوړښت  په اړه وي دتاریخ نه مخکې اربات الاانواع او اتلان پکې تشریح کیږي

 

                

ادب

 

ادب

لیکنه : احسان الله پامیر

ادب یوه اجتماعي مؤسسه او دادب وســــــیله یعني ژبه یوه اجتماعي حادثه ده .دهر ادبي اثر دمینځه ته راتګ اصــلي منبع اجتماعي ژوند دی .دشاعر داجتماعي هستی پرته نه دده شــعور هستیدلای شي اونه شعر اونه کوم بل ادبي فـــــورم . هره ادبـــي پارچــه دخپلو محیطي ،خصوصاً داقتصادي او اجتماعي شرایطو هنداره ده یعني هر تخیلي ایجاد دهغه حقیقي جهان انعکاس دی چـې ایجادګر پکې اوسي او دده ادبي پارچه له همدغه جهان سره دده دتـــماس اوله هغه څه سره چې په دغه جهان کې ئې مومي ،یا دده دمــینې نتیجه ده او یا دده دکرکې او نفرت نتیجه ده .

      ادبي اثر په ټولنه کې دیوه اجتماعي مقصود لپاره مینځ ته راځي او له ټولنـې څخه مؤثر کیږي ،په تولنه کې استعمالیږي او دټولنې له خوا ارزول کیږي ،په ټولنه اغــــیزه کوي او دتولنــــې له بــدلون او پراختیاسره همغاړۍ یعني برابر بدلون او پراخــتیامومي . دادبي اثر ایجادګر په خپله هم دټولنې یو غړی دی چې ځان ته ټولنــیزدریځ او رول لري هیڅ یو ادیب او هنرمنداو د دوی هنـري او ادبي پارچه یا اثر دخلامخلوق نه دی .ادب هم دنورو اجتماعي مؤسـسو په توګه تل بدلیږي له یوه حالته بل حالت ته اوله بل حالت نه بل حالت ته ځي په نهایت کې وده او پراخــــتیا مومي . دهرې ټولنې ادب په یوه ټــاکلې مرحله کې په هغه شرایطو بنــــاوي چې ددغه ټولنــې تیرتاریخ تهیه کړی وي نو له دې امله باید ادب او هره بله مؤســسه تل دمربوطــې ټولنې دعیني شرایطو او تاریخي حقایقو پربنا مطـالعه شي نه په کوم بل ډول .

تنباکو او دهغه مضر آفت

تنباکو او دهغه مضر آفت

لیکنه اوراټولونه :احسان الله پامیر

 

دا اند چې دتنباکــــــوڅکول دسګــــرت ،نصوار ،چلم ........په ډول دغونه لرغونی دی لکه خپـله تنباکو .په ۱۶۰۴کال کې دلومړي ځل لپاره دبرتانیې پاچا لومړي جیمز په رسمي توګه اعلان وکړ چې دتنباکو څکول روغتیا ته  مضر دي البته دا دتنباکو پرضد لومړی څرګندونه وه هــــمدارنګه دتنباکو پرضد لومړی طــبي رپوټ په ۱۸۵۹کال کې چاپ شوی دی په رپوټ کې ویل شوي وء چې په فرانســــــه کې په یــوه روغتون کــې ۶۸تنه ناروغان دشونډو ،ستوني او خولې په سرطان اخــــته و‌ء چې ټولو تنــباکو څکول او ۶۶تنوپکې دتنباکو څکولو لپاره دخټو څخه کوچیني پایـپونه جوړ کړي و‌ء.

په ۱۹۵۴کال کې دروغتیا نړیــــــوالې ادارې WHO، دامـــریکا دسرطان ټولنې او دبرتانیي دروغتـــیايي څیړنو ډلې یو رپوټ خپورکړچې پکې ویل شوي وء په کومو هیـوادونو کې چې دتنباکو څکولولعنت ډیر عام شوی دی په هغه هیوادوکې دسږو سرطان له ناروغی څخه دمړو شمیره په خطرناکه توګه مخ په زیاتیدوده په دې دپوټ کـــې زیاته شــــوې وه چـــې په مړوکې دنورو په پرتله دسګرت څکوونکو شمیره زیاته وه .

       دخپروشوو شــمیرو له مخې یوازې په ۱۹۹۱کال کې په امریکا کې د سګرت څکولو له امله دري نیم میلیونه تنه مړه شوي دي . دڅیړنو له مخې چین یوازینی هغه هیواد دی چې پــــکې دورځــــــې دوه زره (۲۰۰۰) تنه سګرت څکوونکي  خپل ژوند له لاسه ورکوي .

        په ۲۰۰۱م کال کې دامریکا دسګرت  جوړولو مــــــــشهورې کمپنی MORIS PHILIP په سپین سترګی سره ادعاوکړه چې دتنباکو په څکولو کې اقتصادي ګټه ده هغه دا چې یو سګرت دانسان ۱۸ دقیقې عمر کموی دا چې سګرت څکوونکي تر وخت دمــخه مـــري په دې کې اقتصادي ګټه ده دغه کمپنی د دلائـلو او شواهـــــدو په توګه څرګنده کــــــړیده چې دچــــک په جمهوریت کې تنــــــــباکو څکوونکي ترخپل  وخت دمخه مړه شوي دي نو دکال ۱۴۷ میلیونه ډالر سپـــمیدلې دي که هغه خلک ژوندي پاته وای نو دابه پرې مصــــــــــرف شوي وای دیوه بل رپوټ سره سم هرکال دتنـباکو دڅکولو له امله په نړۍ کې ۳۰ لکه تنه دمرګ ښکار کیږي .

        د PHYSIANS FLEGEOCA LLROYA د۱۹۷۷ کــال دیوه رپوټ له مخې که په یوه سګرت کې موجودنیــــکوتین وایســتل شي او یوه روغ سړي ته ورکړل شي هغه به سمدستي ومري .

        نو دسګرتو دضررونوله مخې دسګرتو پلورونکي دمرګ پلورونکي بللی شو . همــــدارنګه په نوو څیړنو کې سګرت څکول دنوي پیرعزرائیل ښودل شوی دی .

       تنباکو ۸۰٪یا ۹۰٪ دسګرتو په شکل څکول کیږي او دا طریقه ورځ په ورځ په نــــړۍ کې زیاته دود کیږي هغه وخت چې ځیـــــــنو خواخوږو دسګرتو په ضد تبلیغات پیل کړل نو دســـګرتو په خرڅــــلاو یې بده اغیزه وکړه ځکه نو دسګرتو کمپنی اړ شوې چې دخلـــــکو دتیر ایســــــتلو لپاره سګریتو ته فلـــټرونه جوړ کړي او وښې چې په دې توګه دسګرتو دمضرو اغیزو څخه مخه نـــــیول کیــــــږي خو حقیقت دادی چې هغه اجزاوې چې دسرطان سبب کیږي ټولې به فلـټرڅخه تیریږي او جسم ته ننوزي .

      همدا رنګه داسلام دسپیــڅلي دین له نظره سګرت ، نصوار ، چرس ، تریاک ، هروئین ...... اونور ټول نشه راوړونکي شیان دي نو هرهغه شی چې دانسان اعصاب ګډوډوي او انســـــــان له یوه حالــت څخه بل حالت ته وباسي خمر ورته ویل کیږي درسول ص حدیث شریــف دی چې وایي ټول نشه راوړونکي خـمریا شـــراب دی او ټول خـــــمر یا شـــراب حرام دي .

په پای کې دټولو مسمـــــانانو وروڼو څخه په درناوي هیله کوم چې دتنباکو دناوړه بوټي څخه که په هره طــریقه سره وي ځان ساتنه وکړي او پر ضد یې ارزښتناک ګامونه اوچـــت کړي .

                       ستاسو دلاچټکتیا او مبارزې په هیله !