مړه احساسات
لیکنه :ـ احسان الله پامیر
مړه احساسات
کورکې مې جنــګ مقابلې جوړې دي
راته په نوم دالقــــاعدې جــوړې دي
څومره چې غلی مې احساس وې ښه دی
ددښمنانو پرې مزې جوړې دي
هره چاودنه کې پښتون مړ کیږي
زماد شهیدو جنازې جوړې دي
مجبور یو بیا تیره صحنه راولو
دچنګیز بیا ځلې دورې جوړې دي
څوک راته یو څوک راته بل څه وایي
او س په کلتور مو مسخرې جوړې دي
(پامیره ) نن دجاسوسانو په لاس
راته اورونه او لمبې جوړې دي
+ نوشته شده در شنبه بیست و چهارم مهر ۱۳۸۹ ساعت 18:2 توسط احسان الله پامیر
|
نوم مې احسان الله دی او پامیر تخلص کوم دډګروال شاه حسن خان احمدي زوی دوردګو ولایت د چک ولسوالی به کاریز احمد خان کلي کې زږیدلی یم او اوسمهال په کابل ښارکې اوسیږم زما ویبلاګ ستاسو ویبلاګ ستاسو درغنده نیوکو او انتقادونو په هیله !ahsanpamir@yahoo.com