ادبي معلومات
لنده کيسه
د لنډی کيسی اصطلاح د غربی ادب د (شارت ستوری) له اصطلاح څخه اخيستل شوی ده. لنده کيسه: هغه نثری داستان دی چی لند وی او تر دوو ساعتو پوری ختم شی. په بله وينا هغه نثری فورم دی چی له داسی عناصرو څخه چوره وی چی يو بل سره ارتباط ولری او د يو بل تر اغيزی لاندی وی.
هيدسن وايي: د لنډی کيسی لپاره يوازی لنډوالی شرط نه دی بلکه د دی تر څنگ نوری ځانگرتياوی هم لری او هغه دا چی د کيسی موضوع د خپلو حدود په چوکات کی رانغښتل کيږی ، بی ځايه او بی ضرورته خبری پکی نه ځائيږی د تأثر او اغيز يووالی پکی يوازينی شرط دی.
لنده کيسه هغه نثری فورم دی چی د ناول څخه لنډ وی .
لنده کيسه له انگريزی ژبی نه اردو او له اردو نه پښتو ته راغلی دی .
د لنډی کيسی ضرورت او اهميت:
ضرورت او اهميت يي په دی کی دی چی لنډه ده د وخت د ضياع مخه نيسی او په لنډ وخت کی روحی تسکين او پند پکی وی.
د لندی کيسی موضوعات:
پخوا به لنده کيسه د يوه کرکتر په شاهوخوا څرخيده خو اوس هر څه چی په انسانی ژوند پوری اره لری د لندی قيصی موضوعات گنل کيری.
د د لندی کيسی د جوړښت اساسی عناصر:
1. پلات ( خاکه – طرحه)
2. پيلامه.
3. کرکتر(کردار- قهرمان) يا کرکترونه.
4. تجسس يا ذهنی هخه او تلوسه.
5. منظر کشی او مکالمی.
6. تخيل يا خيال پردازی.
7. انتباع او پايله.
ناول
ناول په اوسنی مفهوم په اتلسمه پيری کی د انگليسی ادب کی را پيدا شو او د نورو ژانرونو په څير ناول هم په شلمه پيری کی پښتو ته له اردو ژبی څخه راغی لومړنی پستو ناول چی له اردو خخه پستو ژبی ته " د نقش نگين" په نامه د دپتی نظير احمد "مراة العروس" مياحسيب گل کاکاخيل راژباړلی دی . وروسته په پښتو ادب کی دود شوی او لومرنی ناول سيد راحت زاخيلی د "نتيجه عشق" په نامه ليکلی دی.
د ناول د جورښت اساسی عناصر:
طرحه ، اصلی او فرعی کرکترونه ، منظرکشی ، مکالمی او د کيسی پيل ، منح او پای لری له لندی کيسی سره دا توپير لری چی هم پکی پيسی په تفصيل سره بيانيری او يي کرکترونه زيات وی.
ډرامه: هره پيښه د سترگو په وراندی ښکاری او د ادبپوهانو په نظر دری بنستيز توکی لری (وحدت زمان ، وحدت مکان او وحدت عمل) دی.
رومان : د ميلاد په لومريو پيريو کی به رومان هغو اوږدو کيسو ته ويل کيده چی معمولاً به د يو زلمی او پيغلی د مينی داسی کيسی وی چی د مينی په لاره کی به يي زيات مشکلات گالل او د زياتی ستونزی او مشکلاتو له گاللو وروسته به بريالی کيدل. خو په دولسمه او ديرلسمه پيری کی اروپايانو رومان هغه منثوری کيسی ته ويه چی په رومانی ژبه ( فرانسوی ، ايتالوی ، پرتگالی ..... به ليکل شوی وه.
د ناول او رومان توپير:
د رومان او ناول عناصر سره يو دی خو د ناول په نسبت د رومان ليکنه ستونزوره ده او لوی کړاو غواړی د ناول په نسبت په رومان کی د پيښو لړی او کړی زياتی وی ، چی په يوه او بله بنه د مرکزی او اساسی پيښو سره اړيکی لری او په مستقيمه او غير مستقيمه توگه د هغو بشپرونکی وی ، لوستونکی له حان سره بيول او په پای کی له تولو يوه بشپره او هر ارخيزه نتيجه وراندی کول د رومان ليکونکی ژوره مطالعه ، د ژوند زياتی تجربی او دير غور او دقت غواری حکه نو رومان ليکونکی کم او د گوتو په شمير دی.
ادبی توته: له لندی کيسی سره يي توپير دا دی چی په لنده کيسه کی معمولاً د خپلو حدودو په چوکات کی په پرلپسی توگه پر مخ ځی بلاخره د اوج او بيا د پايلی برخی ته رسيری ، خو حکايوی ادبی توته دا دول ځانگرنه نلری کله کله پکی زياته برخه بی هدفه الفاظی وی.
طنز: يوه عربی کلمه ده چی لغوی معنی يي ناز او کرشمه ، پيغور او مسخره او په ادبی اصطلاح کی د هنری ادبياتو يو ژانر دی چی په ليکنه کی د ليکوال اصلی مقصد انتقاد وی خو دا انتقاد شوخی او ريشخندی او تمسخر په جامه کی نغستی وی ، د وينا لحن او انداز يي د توکو او تکالو په شکل وی او زياتره وخت پکی مسايل سرچپه (منعکس) مطرح کيری.طنز په واقعيت کی هغه ترخه خندا ده چی د تولنی د خلکو په ناوره اعمالو ، عاداتو ، اخلاقو او افکارو باندی کيری.
ادبی ليکونه: هغه ليکونه دی چی د اديبانو تر منح تبادله کيری او يو لر مهم انتقادی ، سياسی ، فلسفی او ادبی مسايل پکی ليکل کيری د ليکنی ژبه يي هنری او د تخيل نه دکه وی له استعارو ، کنايو ، تشبيهاتو او نرو ادبی صنعتونو خخه پکی کار اخيستل کيری ژبه يي خورا خوره وی.
د لندی کيسی ، ناول او درامی توپيرونه
لنده کيسه ناول او درامه بيل بيل ادبی فورمونه دی سره له دی چی د جورست توکی يي تر ديره حده سره يو دی ؛ مثلا په لنده کيسه او ناول کی هم پلات ، کرکترونه ( اصلی او فرعی) ، مکلمی او منظرکشی ، سپنس (تجسس) ، د کيسی پيل ، منح او اوج او پايله (انتباع) د جورست توکی دی خو درامه هم له همدغو توکو خخه جوره ده خو په فنی او تخنيکی دول بيا فرق لری او د فن له مخی حانگری ليکنی چوکات لری ؛ مثلا:
1. ناول او لنده کيسه د لوستنی او اوريدنی خيزونه دی او د ليکوال خيال او تخيل د غورونو او سترگو په لور حی ؛ خو درامه د ليدلو خيز دی کتونکی هر خه پکی وينی او ليکوال د عمل او مکالمی په ذريعه په مستقيمه توگه خلکو ته تخيل ورليردوی.
2. د لندی کيسی او ناول ليکوالان د ژوند هر دول پيسی لوستونکو ته د خپلو کردارونو په خوله وراندی کوی خو په درامی کی هغه په خپله خوله خه نشی ويلای بلکه کرکترونه هر خه وايي .
3. د لندی کيسی او ناول د درامی سره تر تولو ستر توپير دا دی چی د درامی تول دارومدار په مکالمه دی او بی له مالمی د درامی تصور هم نشی کيدای خو په ناول کی کله کله مکالمو ته ارتيا پيسيری خو په لنده کيسه کی بيا دا اړتيا ديره کمه ده ، ديری داسی لندی کيسی شته چی هيڅ مکالمه نه لری.