لیکنه :  محموده تقوا  
ګیله

چې زړه در کې روغ نه ؤ نور د تن هیڅ په کار نه دی
پښتون چې مرور ؤ دا وطن هیڅ په کار نه دی

چې عذر د خپل ورورته ته پردي خلک ورلېږې
دا هسې ځان ښودل دي دا رفتن هیڅ په کار نه دی

هېواد مو لکه تن دی موږه ټول ئې لکه غړي
چې غړي ئې ټپي وي دا بدن هیڅ په کار نه دی

چې نور پکې له موره او پښتون خوار له میرې وي
دا بېله ګډا ستاسو یو اټن هیڅ په کار نه دی

وطن مو لکه باغ دی دا قومونه ئې ګلونه
یو ګل چې کې وي مړاوی دا ګلشن هیڅ په کار نه دی

بویونه چې د مینې او دوستۍ پکې خواره ؤ
اوس وینې کې جاري دي دا ختن هیڅ په کار نه دی

بلبل چې مرور وي نور د ټولو بازار تود وي
دا هسې دوزخ زار دی نور چمن هیڅ په کار نه دی

چې مرګ مو یو پر بل باندې حرام ګرځول شوی
ژوندون ته ښکلا ورکړۍ مرګ مردن هیڅ په کار نه دی

تقوا د ورور ولۍ لپاره ته هڅې جاري کړه
خیرن زړونه ښه پاک کړه زړه پمن هیڅ په کار نه دی