ادیسه
لیکوال : دوکتور سیروس شمیسا
ژباړه : پوهنیار احسان الله پامیر
ادیسه دیونان مشهور لیکوال او ادیب همر اثر دی چې ۲۴ سرودونه لري . دیونانیانو په باور ټرای پلوو خدایانو دیوناني پهلوانانو دبیرته راګرځیدو په وخت کې مانع رامینځ ته کړل ددوی په اړه دخلکو په ژبه کیسې موجودې وې ادیسه هم یو له هغو کیسو څخه د ادیســئوس (اولیس) پهلوان دلارې کیسه ده چې دټرای له جګړې بیرته خپل پلارني وطن ایتـــاکا( انطاکیه) ته راګرځیدلی دی .
توفان د ادیسئوس (اولیس ) کیښتۍ یوې لیرې سیمې ته یوړې هلت یو قسم میوه د (کنار) په نوم موجوده وه هر چا به چې له هغه میوې څخه وخوړل تیرې شوې خاطرې به یې هیرې شوې ، داولیس ډیرو ملګرو له دې میوې څخه وخوړل خپل تر ژوند اوخپل پلارنی وطن یې هیر کړ .
اولیس خپل ملګري په زور په کیښتیو کې سپاره کړل او کیښتی روانې شوې ، کیښتی د(غولان ) یو سترګي جزیرې ته ورسیدې غولان په ټنډه یوه سترګه درلوده او سړي به یې خوړل اولیس او دهغه ملګري هلته له کیښتیو ښکته شول او دغولان غار ته ولاړل غولان داولیس له ملګرونه دوه تنه وخوړل او دروازه یې وتړله بیایې دوه تنه نور وخوړل او له غاره بیرون راووت کله چې دشپې بیرته راغی اولیس ددې غم څخه دخلاصون لپاره غولان ته شراب ورکړل او په شرابو یې مست او نشه کړ او غولا ویده شو کله چې وید شو اولیس په ګرم شوي میخ دهغه سترګه ړنده کړه غولان دغار په دروازه کې کښیناست تر څو دوی له غاره ونه وزي او ټول وخوري بیا اولیس او دهغه ملګرو دمیږو دخیټې لاندې وړیو کې ځانونه پټ کړل او له غاره بیرون راووتل له هغه ځایه روان شول بیا دبادونو خدای جزیرې ته ورسیدل ایئول دبادونو خدای اولیس ته مشک ورکړل چې په هغه کې یې سخت بادونه بند کړي وو او ورته ویې ویل چې دمشکو سر باید خلاص نه کړي ځکه بادونه به راووزي اولیس او دهغه ملګرو په دې هیله چې کیدای شي په مشکو کې پټه خزانه موجوده وي دمشکو سریې واز کړ کله یې چې دمشکو سر واز کړ ډاروونکي بادونه ترې راووتل او داولیس کیښتۍ یې یوې بلې جزیرې ته یوړې هغه ځای هم دغولان سړي خور وو غولان د دوی په کښتیو تیږې راوورولې یوازې داولیس بیړی پاته شوه اونورې ټولې له مینځه ولاړې اولیس له هغه ځایه یوې بلې جزیرې ته ولاړ چې دهغه ځای ملکه یوه جادویي ښځه وه جادوګرې ښځې اولیس او دهغه سره پاته ملګروته جادویي شراب ورکړل چې ټول په خوګانو بدل شول اولیس دجادویي ګیاه په مرسته چې (هرمس) الاهې ورته ښودلي وو جادو مات کړ او جادو ګره ښځه یې مجبوره کړه ترڅو ملګري یې بیرته په سړیو بدل کړي له هغه ځایه دمړو ځای ته ولاړل تر څو له (زیئوس ) سره ملاقات وکړي ، بیا د ( سیرن ) سیمې ته ولاړل چې هلته پریګانو په شنوجاموکې سندرې ویلې او په لاره تیریدونکي لارویان به یې ځانونو ته را جلبول اولیس دخپلو ملګرو غوږونه په مومو بند کړل او له هغه ځایه یې تیر کړل چې دیوې لویې تیږې دواړو خواو ته دوه لوی لوی دیوان وو چې یوه دیو د دریاب اوبه بهولې او په ویروونکي غږ یې بیرته درولې بل دیو دوولس لاسونه او شپږ غاړې لرلې په هره غاړه کې یې لوی سر درلود په هر سر کې یې یوه لویه خوله لرله چې په هره خوله کې یې درې قطاره غاښونه لرل کله چې له دغه ځایه تیر شول یوې بلې جزیرې ته ورسیدل چې هلته دلمر دغوایانو رمې څریدلې اولیس غوایان ووژل او لمر په قهر شو لمر باد ته امر وکړ چې د دوی کښتی غرقې کړي اولیس ځان ته نجات ورکړ او دالاهو یوې جزیرې ته ولاړ هلته یوه الاهه ورباندې مینه شوه او اولیس ته یې وویل که چیرته همدلته پاته شي ده ته به اوږد او همیشنی عمر ورکړي اولیس ورسره ونه منله بیا الاهې اولیس اووه کاله بندي کړ چې ورسته بیا دزیئوس (خدایانو خدای ) په امرله بنده ازاد شو کله چې له بنده ازاد شو اولیس په ماته تخته سپورشو بیایې د دریاب لاره ونیوله بادونو دهغه تخته له مینځه یوړه او دی یې یوې بلې جزیرې ته یوړ دهغه ځای پاچا داولیس ډیر درناوی وکړ او هغه ته یې یوه کیښتی ورکړه تر څو خپل دزږیدو ځای ایتاکا(انطاکیه) ته ولاړشي ، داولیس دسفر شل کاره تیر شوي ووپلار یې سپین ږیری شوی وو خپل شان او شوکت یې له لاسه ورکړی وو مور یې دزوی په جدایی کې ځان په دار ځړولی وو او زوی یې (تلماک) اوس ښه په ځان باندې ځوان شوی وو پاک لمنې میرمن (پنبه لوپ) دخپل خاوند په جدایی کې دروازه په ځان پسې تړلې وه ، دښار امیرانو ددوی قصر نیولی وو د دوی شتمني یې لوټ کړې وه له پنبه لوپ څخه یې غوښتي وو چې د دوی له جملې څخه له یوه سره واده وکړي پنبه لوپ دمخالفت جرئت نه درلود او له دوی نه یې یوه غوښتي وو چې زه یو کفن ګنډم او بیا به ستاسو له کوم یوه سره واده وکړم دورځې په یې کفن ګنډلو او دشپې به یې بیرته شکولو په همدې سره یې وخت تیرولو .وروسته له شلو کالو څخه اولیس دسوالګرو په جامه کې ښار ته ننوت هیچا هغه ونه پیژاند یوازې خپل سپي هغه وپيژانده په دې وخت کې داولیس ښځې وویل هر چا چې دګوتمی تر سوري غیشی وویشت له هغه سره به واده وکړي په ټول ښار کې هیڅوک په دې ونه توانیدل چې غیشی دګوتمی له سوري څخه وباسي خو اولیس په اسانی سره غشی وویشت او دګوتمی له سوري څخه یې وایست پنبه لوپ بیا له اولیس سره واده وکړ دخپل پخواني زوی په مرسته یې ټول دښمنان ووژل ده وروسته خپلې میرمنې ته حقیقي حال وویلو او دژوند ټوله کیسه یې بیان او ښکاره کړه .
لکه څرنګه چې لیدل کیږي ادیسه د ایلیاد په خلا ف دپرله پسې پیښو ټولګه ده چې وروسته دارنګه پیښې بیا په رمانس کې وینو .