لهجه او د لهجې د رامنځته کېدو عوامل
احسان لله پامیر ۱*
۱ پکتیا پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ، پښتوڅانګه
اړیکې شمیره : 0788840044 ایمل ادرس : ehsanpamir@gmail.com
لنډیز
لهجه د خبرو اترو طرز یا د خبرو دافادې یو ډول دی، لهجې ته په انګریزي ژبه کې ډیالیکت(Dialect) وایي چې د یوناني ژبې د (Dialectos ) له کلیمې څخه جوړه شوې ده او ډیالکتوس د خبرو کولو طریقې ته ویل کیږي. ګړدودونه په جغرافیایي ماحول سربېره په ټولنه کې د یوې ژبې د ویونکو له ټولنيز او اقتصادي دریځ سره هم بدلون مومي. لکه د کلیوالو لهجه، د بزګرو لهجه، د مامورینو لهجه، د اشرافو لهجه او داسې نورې ډېرې لهجې یې په بیلګو کې راتللای شي. ژبپوهان وايي ،چې له ژبې څخه لهجې هغه وخت منځته راځي، چې ویونکي یې له خپل اصلي او طبعي ټاټوبي څخه د بېلا بېلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او نظامي عواملو له امله نورو سیمو ته ور ولېږدیږي او هلته د نورو ژبو په ګاونډ کې واقع شي او د نورو ژبو او ثقافت تر اغېز لاندې راشي، د ځینو لهجو د انکشاف لړۍ دومره پسې اوږده شي، چې یوه بله ژبه منځ ته راوړي.
کلیدي کلیمې: لهجه، ثقافت، ژبه، وګړي
سریزه
د خبرو اترو او د وینا ډول چې د نړۍ ډېرو ژبو ته په لږ او ډېر توپير سره ورغلې دي یا هم کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو په منځ کې لیدل کیږي لهجه بلل کیږي، د هرې ژبې ویونکي د بېلابېلو بیولوژیکي، سوسیالوژیکي او جغرافیايي دریځونو په لرلو سره د هماغې یوې ژبې په استعمال او کارونه کې توپیر لري. مګر څرنګه چې لیدل کیږي دا فردي توپیرونه په خپلو منځو کې دومره لرې نه دي، ځکه نو دې هر یوه ته موږ دیالکت، نه بلکې ایډیالیکت یا فردي لهجه وایو او په دې ډول له دغو فردي ایډیالیکتونو څخه دلته تیریږو او یوازې هماغه ډلې په پام کې نیسو چې یو راز ګډ، سیمه ایز یا ټولنیز خصوصیت او ځانګړتیا ولري. نو همدا علت دی چې وایو د پلانۍ سیمې، د پلانۍ ډلې یا پلاني ټبر ګړدود. په لنډه توګه ویلای شو، چې ګړدود یا لهجه د یوې ژبې هغه ځانګړې بڼه ده، چې په یو ټاکلي جغرافیايي سیمې، تاریخي دورې، ټولنیز قشریا طبقې پورې اړه لري. ددې څېړنې څخه مومه داده چې لهجه څه ده او او د لهجې څنګه رامنځ ته کیږي، د لهجې د پیدایښت عوامل کوم دی او کله یوه لهجه په ژبه اوړی او یا کله یوه لهجه له منځه ځي.
میتود او کړنلاره
په دغه څیړنه کې ما د کتابتونې میتود او کړنلارې څخه ګټه اخیستې ده .
پښتو ګړدود، پارسي ګویش او عربي لهجه د انګریزي نومونې ډیالکت ژباړې دي، چې د یوناني ژبې ديالکتوس یعني خبرو اترو او د وینا له ډول څخه د نړۍ ډېرو ژبو ته په لږ او ډېر توپير سره ورغلې دي یا هم کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو په منځ کې لیدل کیږي لهجه بلل کیږي، ددې لپاره چې د ګړدود په اصطلاحي مانا باندې پوه شو غوره به دا وي،چې لومړی د ژبې یوه لنډه پيژندنه وکړو: ژبه د غږیزو نښو او علامو یوه داسې کسبي او اتفاقي یا تړوني سیستم او مجموعه ده چې د یوې ټولنې وګړي یې یو له بله د پوهولو او راپوهلو لپاره استعمالوي او یو بل ته یې اوروي، یا په بله وینا: ژبه د یو لړ اختیاري ویيزو او اوریزو سمبولونو جوړه شوې سیستم او مجموعه ده، چې هر یو سمبول یې موږ ته د یوه ذهني انځور ښکارندويي کوي. دا انځورونه د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، پېښې او کړه وړه را اخلي او په دې توګه ژبه د انسانانو ترمنځ د پوهولو او اړیکو یوه آله او وسیله ګرځي، کوم بریدونه چې د یې ژبې ګړدودونه سره بېلوي، هغه ګړنی، صوتي، ګرامري او لکزیکي توپیرونه دي. لنډه دا چې ديالکتولوژي له آره د تشریحي ژبپوهنې یوه غوره څانګه ده اوداسې یو علم دی چې د یوې ژبې د جامع نظام فرعي نظامونه څیړي، ژبه د مفاهمې د یوې غورې وسیلې په توګه په انساني ټولنه کې هغه وخت منځ ته راغله کله چې الله تعالی ج انسان پیدا کړ او ادم علیه سلام ته یې ژبه په خپل لوی حکمت سره ورزده کړه او څه وخت چې بشر د ښکار کولو، خوارکي شیانو د لاس ته راوړلو، کور جوړولو، کالیو پیدا کولو او د ژوند دنورو اړتیاوو دلرې کولو لپاره یو ځای او سره راغونډ شول، په دې را غونډیدو او یو ځای کیدو سره، د دوی د ټولنیز ژوند اړیکې د یو ځانګړي جوړښت له مخې سره ټینګې شوې او د ژوندانه د ترسره کول لپاره یې نوو بدلونونو ته لاره هواره کړه، په بله وینا: ژبه تر قبیلوي سیستم لاندې هغه وسیله ده، چې دهغې په وسیله د یوې قبیلې هر غړی له بل سره د پوهولو او راپوهولو په وخت کې د یو ځانګړي او خاص نظم او جوړښت له مخې په یې لهجې سره خبرې کوي.
فریدریک انګلز د ژبې په باره کې داسې وايي(( هره قبیله د یوې ځانګړې لهجې لرونکې ده، د قبیلې د وګړو ګڼه او شمېره د قبیلې له تکامل سره زیاتیږي او د ځنډن استوګنځي څخه کډه کوي، کله چې دا نوې کورنۍ په یوه نوې او ځانګړي چاپېریال کې ځای نیسي او میشت کیږي هرو مرو د خپلې عنعنوي او مروجې ژبې څخه یا څه هیروي او یا هم یو څه ورباندې زیاتوي، په دغه شان یون او لیږد کې د پيړیو او وخت په تېرېدو سره ددغو لیږدول شویو کورنیو ژبه او لهجه له خپلې پخوانی قبیلې او پلارني ټاټوبي سره ورو ورو توپیر مومي، خو سره له دې هم د اصلي قبيلې ژبه، رنګ او څېره په دغو ملي قبایلو او کورنیو کې څه ناڅه پاته کیږي.)) ( ۸ :۴ )
ژبه څه ته وايي؟ اوسني ژبپوهان ددې پوښتنې په ځواب کې داسې وايي چې د ژبې تر ټولو مهمې ځانګړنې دادي:
۱ – ټول ژبني فعالیتونه د اواز په بڼه له انساني غږیز سیستم یا جهاز ( ژبې، شونډې او حنجرې ) څخه راوځي.
۲ – ژبه رمزي (سمبولیکه ) ده چې په عمومي ډول د خپل مدلول سره کوم منطقي او ضروري اړیکه نه لري او دوخت په تیریدو سره نوموړي رمزونه ( سمبولونه ) تغیر هم کوي.
۳ – ژبه سيستماتیکه ده او په همدې دلیل د ښودلو وړ ده. ژبې په عمومي ډول ځان ته ټاکلي قواعد لري، که څه هم د یوې ژبې قاعدې د بلې ژبې سره په ټولو ماناوو سره یو شان نه دي.
۴ – ژبه بشري ځانګړنه ( خاصه ) ده او د نورو حیواناتو له ( ژبې ) سره جوت توپير لري.
۵ – ژبه یوه ټولنیزه پدیده ده، چې د هغې په واسطه د ټولنې د وګړو ترمنځ یو ډول ټولنیز مناسبات منځ ته راځي.
۶ – ژبه غریزه نه ده بلکې له ټولنې څخه زده کیږي، که چېرې ژبه طبعي غریزه وای نو په ټوله بشري ټولنه کې به فقط یوه ژبه وای او زده کړې ته به يې اړتیا نه وه او ټولو انسانانو به په یوې ژبې خبرې کولې.
۷ - ژبه د تفکر د انتقال وسيله ده، خو په عین زمان کې یوه نسبي خپلواکي هم لري.
لنډه دا چې ژبه د اوازونو هغه رمزي سیستم دی، چې د ټولنې له خوا د ویلو او پوهولو د پاره وضع شوې او د انسان په ځانګړي صوتي جهاز پورې اړه لري.
ژبه د انسانانو د اختیاري ویيزو غږونو او د غږونو د لړیو څخه هغه جوړ شوی سیستم دی، چې دیوه ګروپ او ټولګي له خوا یو له بل سره د پوهوولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي، ژبه د انساني چاپیریال شیان، پیښې، کړه اوړه په پوره او کره ډول سره افاده کوي.
ژبه هغه آوازونه دي چې انسانان یې د خپلو افکارو او خیالاتو د څرګندولو په غرض تر یو خاص نظم او سیستم لاندې د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه راباسي او په دې توګه انسانان په خپلو منځونو کې یو له بل سره د پوهولو او راپوهولو رابطې او اړیکې ټینګوي، ژبه د غږیزو نښو او علامو یو داسې کسبي او اتفاقي یا تړوني سیستم او مجموعه ده چې د یوې ټولنې وګړي یې یو له بله د پوهولو او راپوهولو لپاره پر ژبه راوړي، یا په بله وینا ژبه د یو لړ وييزو او اوریزو سمبولونو، رمزونو، نښو سیستم او مجموعه ده چې هر سمبول یې زموږ د یوه ذهني انځور ښکارندويي کوي، دا انځورونه د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، پېښې او کړه وړه را اخلي او په دې توګه ژبه د انسانانو ترمنځ د پوهولو او اړیکو نیولو وسیله او آله ګرځي.( ۸ :۶ )
اوس به راشو دې ته چې لهجه څه ته وايي؟ ژبپوهان وايي کوم ګروپي تغیر چې دیې ژبې په وييزو او غږیز سیستم او نظام کې لیدل کیږي یا پيښيږي هغه لهجه بلل کیږي، یا په بل عبارت سره: کوم ځانګړي توپيرونه چې د یې ژبې د ويونکو په منځ کې لیدل کیږي دهغې ژبې بېلابېلې لهجې دي، په بله وینا: د یوې ژبې هر ویونکی د خپلې ژبې د لهجې ښکارندويي کوي او یو له بله سره د بېلابېلو بیولوژیکي او جغرافیايي دریځونو په لرلو سره دهماغې یوې ژبې په استعمال او کارولو کې توپیر لري، مګر څرنګه چې دا فردي توپيرونه په خپلو منځونو کې دومره سره لرې نه دي نو ځکه دې هر یوه ته موږ ډيالیکټ نه بلکې ايډیالیکټ یا فردي لهجه وایو او په دې ډول له داو فردي اډیالکټونو څخه موږ یوازې هماغه ډلې ټپلې په پام کې نیسو کوم چې سره یو راز او یو ګډ سیمه ایز یا ټولنیز خصوصیت ولري نو وایو چې د فلانۍ سیمې ډلې یا ټبر ګړدود هغه صوتي ګرامري او لکزیکي توپیرونه دي چې دیوې ژبې د ویونکو په منځ کې لیدل کیږي.
ځینې نور ژبڅېړونکي لهجه بیا داسې را پيژني: لهجه هغه وييز او لیکل شوې ژبې ته وايي، کوم چې د اصلي ژبې له سیستم څخه په ځینو کلیمو او تلفظونو کې بېله شوې وي. دا بېلتون د قبیلو، سیمو، ښارونو، کلیو، بانډو، پوهو او ناپوهو، سواد لرونکو او بې سوادو وګړو ترمنځ خبرو اترو په وخت کې کې لیدل کیږي خو بیا هم د ژپې عمومي جوړښت ساتي، کوم وخت چې د ژبو ترمنخ د مقایسه یي او پرتله کولو عملي څېړنې په امریکا، اروپا او نورو هیوادونو کې د پوهانو له خوا پیل شوې او په دې سره د ژبې د علم په برخه کې اساسي او میتودیکه مطالعه په عملي او غوره اصولو سره بنا شوه، په پای کې پوهان دې پایلې ته ورسېدل چې دیوې ټولنې غړي په یوه سیمه کې یوه ژبه استعمالوي او د پيړیو په تیریدو سره په ژبه کې پرمختګ او بدلونونه منځ ته راځي او د هر نوي نسل په ژبه کې نوي شیان منځ ته راځي او دغه نوي شیان په یوه نامه سره نوموي، هماغه دی چې دا نوي شیان د ژبې د بدلون سبب ګرځي په دغه صورت کې په ژبه کې یا د ژبې په ساختمان او جوړښت کې زړې کلیمې له منځه ځي او پر ځای یې نوې کلیمې د ټولنې د احتیاج اړتیا له مخې چې انساني ټولنه ورته اړه ده، ځای نیسي. ژبه د پرمختګ او انکشاف په وخت کې ځان ته ځانګړې بڼه غوره کوي او کله دغه ځانګړيتوب ته بدلون او تغیر ورکوي، د ژبې د تغیر او اختلاف عمل د ژپې په عمومي سیستم او نظام کې کوم بدلون منځ ته نه راځي.
په حقیقت کې په یوه ژبه کې د لهجو د منځ ته راتللو او یا په اصطلاح د کوچینیو او وړو ژبو د پیدا کیدو لپاره لاره هواروي. د لهجې په اړه ډیری ګرامرونو او کتابونو داسې پېژند هم را اخیستی دی، لهجه عربي کلیمه ده، چې په پښتو کې یې ګړدود په فارسي کې یې ګوېش بولي او د انګلیسي(Dialect) ژباړې دي، چې د یوناني ژبې ( (Dialktos له کلیمې څخه، چې د خبرو اترو، د وینا د طرز (ډول) یا د خبرو کولو طریقې ته وايي مشتق شوې ده او د نړۍ ډېرو ژبو ته په لږ او ډېر توپیر سره ورغلې ده. د اصطلاح له مخې لهجه د یوې ژبې هغه ځانګړې بڼه ده، چې د یوې ژبې د ویونکو تر منځ په لږ او ډېر توپیر سره ویل کیږي.
یا لهجه د یوې ژبې هغه اوښتې بڼه ده، چې په یوې ټاکلې جغرافیایي سیمې تاریخې دورې ټولنیزې ډلې او انساني طبقې پورې اړه لري.
ځینې نور ژبپوهان وايي، چې کوم ګروپي توپیرونه، چې دیوې ژبې په وییز او غږیز نظام کې لیدل کیږي لهجه بلل کیږي، یا کوم ځانګړي توپیرونه، چې دیوې ژبې د ویونکو ترمنځ لیدل کیږي دهغې ژبې بیلا بېلې لهجې دي. ځینې بیا وایي لهجه هغې وییزې او لیکل شوې ژبې ته وایي، چې د اصلي ژبې له سیستم څخه په ځینو کلیمو او تلفظونو کې بېله شوې وي دا بیلتون د قبیلو، سیمو، ښارونو، کلیو، بانډو، پوهو او ناپوهو وګړو ترمنځ د خبرو اترو په وخت کې لیدل کیږي خو بیاهم د ژبې عمومي جوړښت ساتي. (۳ : ۸ )
د ژبې او لهجې په اړه یوه بله نظریه هم موجوده ده، هیوز وايي ((په دې برخه کې بهترینه خبره دا ده، چې وویل شي کوم شی چې ژبه نه ده لهجه ده))؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې لهجه د ژبې خصوصیات نه لري بلکې لهجه د ژبې اوښتی شکل دی نه کلي ژبه.
د ژبې په تعریف کې موږ ویلي دي، چې ژبه د یو لړ ویزو او اوریزو سمبولونو سیستم دی، که ژبه موږ یو سیستم وبولو نو کوم توپیرونه ، چې ددې ژبې په ویلو کې د بېلا بېلو انساني ډلو له خوا په بېلا بېلو جغرافیايي سیمو کې رامنځته شوې وي لهجې بلل کیږي، ژبه د لهجو مجموعې ته ویل کیږي، ژبه کل او لهجه جز ده. ( ۴ :۹۶)
لهجه یوې ژبې سیمه ایزه نوعه هم بللای شو، لهجې ته فزیولوجي هم ویل شوې ده، او هغه هم د افادې د څرګندولو لارې ته ویل کيږي. ( ۱۰ : ۲۱ )
ژبپوهان وايي کوم ګروپي تغیر چې د ژبې په وييز او غږیز سیستم او شکل کې لیدل کیږي یا پيښيږي هغه لهجه بلل کیږي. ( ۹ : ۴ )
همدا رنګه په پښتو- پښتو تشریحي قاموس کې دویم ټوک کې د لهجې په اړه داسې کښل شوي دي: د یوه ځای محاوره، د یوې ژبې هغه فورم، چې په یوه خاصه منطقه او سیمه پورې اړه لري او د ژبې د معیاري یا اصلي فورم څخه د محلي لغوي پانګې، تلفظ او ګرامري جوړښت له مخې توپیر مومي. (۱: ۱۴۰۴ )
په دې ډول کوم ځانګړي توپیرونه چې د یوې ژبې د ویونکو په ویناکې لیدل کیږي، دهغې ژبې بیلابېلې لهجې بلل کیږي، په بله وینا دیوې ژبې هر ویونکی ددغې ژبې د یوې لهجې ښکارندويي کوي او یو له بله سره د بېلابېلو بیولوژيکي، سوسیالوژیکي او جغرافیايي دریځونو په درلودلو سره دهماغې یوې ژبې په استعمال او کارونه کې توپير لري.
په پښتو ژبه کې هم همدا سوسيالوژیکي او جغرافیایی دريځونه ددې سبب شوي دي چې یو شمیر لهجې لرو او هره لهجه د ژبنیو جوړښتونو او لغوي پانګې له اړخه غني دي. د وردګو لهجه هم یو له هغو لهجو څخه ده چې د معیاري لهجې سره جوت توپیر لري، بډایه لغوي پانګه او ژبني جوړښتونه لري، خو په اوس وخت کې دا چې د وردګو وګړي د یو شمیر سیاسي امنیتي او نورو ټولنیزو علتونو په اساس د مرکزي، شمالي، جنوبي او نورو سیمو له خلکو سره په اړیکه او تماس کې دي تر ډیره یې خپله لهجه پرې ایښې ده او تر ډیره د یومعار خواته روان دي.
۱ – ۳ – د لهجې د پیدایښت لاملونه
ژبپوهان وايي ،چې له ژبې څخه لهجې هغه وخت منځته راځي، چې ویونکي یې له خپل اصلي او طبعي ټاټوبي څخه د بېلا بېلو ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او نظامي عواملو له امله نورو سیمو ته ور ولېږدیږي او هلته د نورو ژبو په ګاونډ کې واقع شي او د نورو ژبو او ثقافت تر اغېز لاندې راشي، د ځینو لهجو د انکشاف لړۍ دومره پسې اوږده شي، چې یوه بله ژبه منځ ته راوړي.( ۲ : ۲۳ )
د هغوی له رواجونو سره د هغوی د ژبې اصطلاحات او لغاتونه هم را خپل کړي او ځینې خپل رواجونه او لغات هغو ته ور انتقال کړي. په دې سره یوه نوې لهجه منځته راځي، چې د اصلي (لومړنۍ) لهجې سره اړیکه او توپير لري. همدا ډول پوهان وایي، چې د قبیلې د وګړو ګڼه او شمېره د قبیلې د تکامل سره زیاتیږي او د ځنډن استوګنځي څخه کډه کوي کله ،چې دا کورنۍ په یوه نوي او ځانګړي چاپېریال کې ځاي نیسي، نو د خپلې مروجې او عنعنوي ژبې څخه یا څه هېروي او یا څه ور باندې زیاتوي، په دغه لېږد او یون کې د پېړیو او وخت په تېرېدو سره ددغو لېږل شویو کورنیو ژبه او لهجه له خپلې قبیلې او پلرني ټاټوبي سره ورو ورو توپیر مومي، خو سره له دې هم د اصلي قبیلې ژبه، رنګ او څېره په دغو ملي قبایلو او کورنیو کې څه نا څه پاتې کیږي او هم ویل کیږي، چې د انساني چاپېریال او مهال څیزونه پېښې او کړه وړه د وګړو تر منځ فیزیکې، روحي، کلتوري او ټولنیزې ځانګړنې تل په تحول کې وي او یوه ځانګړې او جوته بڼه نشي درلودای، نو همدغه اوښتنه او تحول په ژبه کې د بېلا بېلو ګړدودونو مانا لري او هم د انسانانو ځاني ځانګړنې لکه پوهه او ناپوهي، دعمر زیاتوالی او کموالی، بډاینه او بېوزلي، نارینتوب او ښځینه توب، ګړدودیز توپیرونه پېښوي.
د یادونې وړ ده، چې د لهجې د اوښتون د پورته عواملو سره، سره له ژبې څخه د لهجو د منځته راتګ یو بل مهم لامل د وخت تېرېدل دي. د وخت په تېرېدو سره نوي نسلونه منځته راځي او معارف زیاتیږي، د ټولنو خلک د خپل ژوند د ضرورتونو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېلا بېلو سیمو او ځایونو ته سفرونه کوي، په بېلا بېلو تجارتونو او کاروبارونو لاس پورې کوي، د نورو ټولنو نوي اختراع شوي وسایل او اسباب او د هغو ټولنو د کار مروج اسباب له هماغه نومونو سره لومړنۍ ټولنې ته راوړل کیږي او په خپله هم له نویو نومونو سره نوې آلې تولیدوي، چې په نتیجه کې یې په لهجه کې بېلابېل بدلونونه را منځته کیږي او د ګړدود مروجه بڼه یې تغیر کوي.
له ژبې څخه د لهجو دمنځته راتګ جریان د ژبې له پیدایښت څخه تر نن ورځې پورې جاري دی، د لهجو د منځته راتګ د عواملو په هکله مختلفې نظریې موجودې دي، خو په عمومي ډول د لهجو دمنځته راتګ عوامل په دوه برخو باندې ویشل کیږي.
۱ – د ژبې خارجي لاملونه: دا هغه لاملونه دي چې د یوې ژبې پورې اړوند خارجي چاپیریال او محیط جوړوي او دغه عوامل عبارت دي له تاریخي، جغرافیايي، سیاسي، کلتوري، اقتصادي او داسې نور ... (۵ : ۱۱ )
الف – جغرافیايي عوامل: په جغرافیایي عواملو کې په بېلابېلوسیمو کې د یوې ژبې د ویونکو مېشتېدل راځي،په مختلفو سیمو کې د یوې ژبې د ویونکو د په وجه د هغوی په ګړدود کې توپیر راځي مثال:- د خوستیو او وردګو لهجې ،چې د خوستیو په لهجه کې دکلیمې د منځ (الف) په (واو) بدلیږي او د کابل، کار او کاغذ کلیمې په کوبل، کور، او کوغذ سره تلفظ کیږي او په وردګي لهجه کې بیا په اصلي ډول تلفظ کیږي.
ب – تجارتي عوامل: د تجارت په واسطه کیدای شي د یوې ټولنې لهجه تغیر وکړي، هغه خلک ،چې دیوې ټولنې څخه بلې ټولنې ته د تجارت له پاره ځي د دوو لارو په واسطه د هغو ټولنو لغاتونه او اصطلاحات خپلې ټولنې ته را انتقالوي.
۱ - د وارد شویو شیانو نومونه (چې موږ ورته په ټولنه کې نوم نه لرو) راوړل.
۲ - خوله په خوله یا سینه په سینه د هغو ځینې نومونه او اصطلاحات راوړل.
ت ـ د ټولنیزو تماسونوعوامل: له ټولنیزو تماسونو څخه مراد، راډیو، تلویزیون، انټرنیټ،مجله، اخبار او کتاب یعنې ټولې چاپیزې او غږیزې رسنۍ دي.
ث - سیاسیي عوامل: دسیاست په ډګر کې د یوې لهجې د استعمال څخه کیدای شي د هماغې لهجې لغات او اصطلاحات بلې لهجې ته ور ننوځي.
ج - کلتوري عوامل: د یوې ټولنې د کلتوري ځانګړنو انتقال بلې ټولنې ته نوي لغاتونه له ځان سره لیږدوي، لکه د شیرینخوري کلیمه چې پښتو ته را انتقال شوې ده، او په ډیرو پښتو لهجو او ګړدودونو کې کارول کیږي.
۲ – د ژبې داخلي لاملونه: د ژبې په داخلي چاپیریال کې دغه لاندې تغیرات او بدلونونه منځ ته راځي.
الف – مورفوفونیمکي بلونونه
ب – فونيمیکي بدلونونه
ج – لغوي بدلونونه
الف – مورفوفونیمکي بدلونونه: مورفیم کله کله د خپل چاپیریال یا نورو عواملو د تاثیر له امله بدلون مومي او بېلابېل شکلونه ځان ته غوره کوي د مورفیم د دغو بېلابېلو بدلونونو نه چې د محیط او چاپیریال په وجه ور پېښیږي او دغه رنګه د مورفیمونو داسې نور بدلونونه چې په مورفیم کې د مختلفو عواملو په وجه واقع کیږي، هغه ته مورفوفونیمیکي بدلون وايي. مورفوفونیمکي بدلون په ځینو ژبو کې ساده او په ځینو نورو ژبو کې ډېر پيچلی وي خو په عمومي ډول په دوه ډوله پيښيږي. یو دا چې کله مورفیم د کوم فونیم په وجه اغیزمن شي او بدلون وکړي، لکه په انګریزي ژبه کې چې (S ) د جمع مورفیم دی کله چې تر غږن اواز وروسته راشي په غږن ( z ) سره تلفظ کیږي لکه د ( eggs, roads, rooms ) په کلیمو کې، د پورته دریو واړ کلیمو په مفرد شکل کې د پای اوازونه په ترتیب سره ( g, d, m ) دي او دغه درې واړه غږونه د غږن اواز څخه وروسته راغلي، نو د غږ غږنتیا د اغیزې له مخې (S ) په ( z ) یعني غږن ډول ادا کیږي او که چیرته همدغه د جمع مورفیم (S ) تر بې غږه اواز وروسته واقع شي، نو بې غږه (S ) په ( س ) تلفظ او ادا کیږي. لکه د ( roots, books , lips ) په کلیمو کې چې ( p, k, t ) اوازونه دي نو ځکه د جمع مورفیم یعنې (S ) په خپل اصلي شکل یعني ( س ) تلفظ کیږي او د خپل مخني فونیم په واسطه بدلون نه مومي، دغه رنګه په پښتو ژبه کې د ( زما- zama ) او ( ستا – sta ) په کلیمو کې ( ز) راشي په (س) یعني بې غږن اواز تلفظ کیږي. د لهجې مورفوفونیمیکي بدلون او تغیرات ډېر ډولونه لري چې دلته یې د وخت د ضایع او د موضوع د لنډيز په خاطر نه راوړو او ورڅخه تیریږو. (۸ : ۱۱)
ب – فونيمیکي بدلونونه: د ژبې په داخلي چاپېریال کې د تغیراتو او بدلونونو له جملې څخه یو هم فونیميکي تغیرات دي چې لاندې ډولونه لري او په لنډه توګه ورڅخه یادونه کوو.
۱ – د واولونو تغیر: په دې تغیر کې په یوه لهجه کې واولونه تغیر کوي چې دورګو په لهجه کې هم له دې ډول تغیراتو او بدلونونو څخه زیات موجود دي چې په خپل وخت به ورڅخه یادونه وکړو، د دې ډول تغیراتو بېلګې لکه: (مور) چې په ځینو لهجو کې (مېر) تلفظ کيږي یا لکه ( غوا) چې په ځینو لهجو کې د (غو) په شکل تلفظ کیږي او داسې نور ...
۲ – د کانسونینټونو تغیر: په دې تغیر او بدلون کې بې غږه غږونه بدلون مومي د بېلګې په توګه (سریښ) چې په ځینو لهجو کې د (شریش) په شکل تلفظ کیږي د وردګو په لهجه کې هم دا ډول تغیرات او بدلونونه شتون لري چې ورباندې بحث کوو.
۳ – د کانسونینټونو بدلون په واولونو باندې: په واولونو باندې اوښتل د لهجو یو بل بدلون دی لکه د (ویده ) او (بیده ) په کلیمو کې چې په ( و) په ( ب ) اوښتی دی، باید یادونه وکړو چې د ژبې په داخلي چاپیریال کې یو شمیر فونیمیکي تغیرات په مختلفو لهجو کې د مختلفو عواملو له کبله رامنځ ته کیږي. (۸ : ۱۴ )
ج – لغوي بدلونونه: د ژبې په داخلي چاپیریال کې یو شمیر لغوي تغیرات او بدلونونه د ژبې په مختلفو لهجو کې دمختلفو عواملو له امله رامنځ ته کیږي. لکه (مړی)، (ډوډی)، (ټيکله) او داسې نور...( ۸ : ۱۵ )
څرنګه چې ژبه د یو لړ وييزو او اوریزو سمبولونو څخه جوړ شوی سیستم دی او هر سمبول زموږ د ذهني انځور ښکارندويي کوي او دا انځورونه په خپل وار د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، پيښې او کړه وړه منعکسوي نو ښکاره خبره ده چې دغه انساني چاپیریال او مهال، څیزونه، پیښې او کړه وړه په یوه حالت نه پاته کیږي او تل په بدلون اوتحول کې وي او بیا په خپله دخلکو او وګړو ترمنځ فزیکي، اروايي، کلتوري، ټولنیزې او اقتصادي ځانګړتیاوې یوه څرګنده بڼه نه شي درلودلای نو همدغه بدلون او اوښتنه د ژبني بدلون او اوښتنې، یا په بل عبارت د ژبنۍ رنګارنګۍ لامل او منشاء ده او په یوه ژبه کې دا رنګارنګي د بېلابېلو بڼو یا لهجو مانا لري، دمهال تېرېدنه هم د لهجوي بدلون سبب کیږي دمثال په توګه که په کومه سیمه کې تر اسلام د مخه د پښتو متن پیدا شي خامخا به ورباندې دهمغې ټاکلې سیمې وګړي غږیدلای او پوهېدلای نه شي، بیا خپلواکي مومي او بېلابېلې ژبې ورته ویل کیږي.
تر کومه ځایه، چې د پښتو ژبې د لهجو د پیدایښت مسئاله ده، په عامه توګه پورتنۍ څرګندونې هم په پښتو ژبه کې د یو ژبني خصوصیت په توګه د انطباق او صدق وړ ده، خو ځینې نور لاملونه هم په کې دخیل دي، چې هغه د پښتنو غرنۍ، ټبرنۍ او کوچیانی ژوند او له یوه ځایه بل ځای ته لیږدېدنې او میشتیدنې دي، چې ژبې یې راز راز توپیرونه پیدا کړي او په دې توګه په مختلفو لهجو ویشل شوې ده، دا هم په یوه داسې هیواد کې کومه د حیرانتیا او تعجب خبره نه ده چې د یو ځانګړي جغرافیايي، غرني او تاریخي څلور لاریز دریځ په درلودلو سره د څلورګونو ژبنیو ډلو او ډلګیو تقریبا د ۴۲ ژبو ټاټوبی دی، په پښتو کې لهجوي رنګارنګي ښايي دلته د هیواد په مرکز کې یو خوا د لیکنۍ پښتو له رنګارنګۍ او بل خوا د بېلابېلو سیمو او ټبرونو له پښتنو سره د مخامخېدو له مخې څه ناڅه څرګنده شي، خو یوه بشپړه لهجوي رنګارنګي به راته هلته څرنګنده شي چې په ټولو پښتنو سیمو و ټبرونو وګرځو او ورسره خبرې وکړو او یا یې د یوې غږثبتوونکې آلې په واسطه ریکارد کړو.د پښتو ژبې لهجې د ټولنیزو طبقاتو پر بنیاد منځ ته نه دي راغلې، بلکې په جغرافيایي او ټبرني بنسټونو ولاړې دي په کومو ځایونو کې چې پورتني عوامل پیاوړي وي، هلته لهجوي رنګارنګي هم ډیره لیدل کیږي، د مثال په توګه د آوارو سیمو، میدانونو او ښارونو په پرتله په لوړو او غرنیو سیمو او درو کې لهجوي رنګارنګی سره ډېر مخامخ کیږو. ځکه په آوارو سیمو او ښارونو کې د راز راز ټبرونو اړیکې سره ټینګې شوې او لهجوي یوالي ته سره رسیدلي دي، خو په غرونو او درو کې، چې خوړونه، سیندونه، ځنګلونه او داسې نور طبعي لاملونه هم شته، لهجوي یوالی ډېر کم لیدل کیږي، بلکې برعکس لازیاته رنګارنګي شته، د همدې له مخې دا اټکل کولای شو، چې د پښتنو له مدني کیدو سره، چې لیک لوست، خپرونې، او مواصلات پکې پرمخ ولاړ شي، د ویش دغه عوامل او دلایل کمزوري کیږي او له دې سره ورو ورو بېلابېلې لهجې د یوالي یا په بل عبارت د له منځه تللو خواته درومي. (۶ : ۹۹ )
۱ – ۴ – د لهجه څېړنې اړتیا
د هرې سیمې د لهجې راټولول یو علمی ضرورت دی چې د ژبې د لرغونتوب او زړو کلیمو د ثبتولو په برخه کې غوره رول لري، د پښتو ژبې د څیړنې په برخه کې د لهجې څیړنه علمي ژبنی اړتیا ده. د لهجې له پیژندلو او څیړلو مخ اړول په حقیقت کې د علمي څېړنې مخ اړول دي، لهجه پوهنه او د ګړدودونو تشریح او څیړنه د ژبپوهنې د یوې غوره او مهمې څانګې په توګه د ژبپوهنې د څیړنو په لړ کې لوړ او اوچت ځای لري، په نړیواله کچه د ژبپوهنې لوی لوی پوهان او څیړونکي په لهجو او ګړدودونو څیړنه کوي، د نړۍ د پوهانو د ژبنیو څیړنو په لړ کې د لهجو څیړنه او مطالعه نړیوال ارزښت لري او په دې اړوند څيړنې ډېر دقت او لا غور غواړي.
ګړدود پوهان وايي چې لهجه له اصلي ژبې او سیستم ځخه په ځینو کلیمو او تلفظونو کې بېله شوي وي، دا بېلتون د قبیلو، ښارونو، کلیو، بانډو، لوستو او نالوستو ترمنځ د خبرو اترو په وخت کې څرګنديږي او د ژبې عمومي جوړښت ساتي. (۹ : ۵ )
له دې پیژندنې ښکاري چې د یوې ژبې عمومي جوړښت د لهجو په واسطه ساتل کیږي، هیځکله نه شي کیدای چې یوه یا دوې لهجې د پښتو ژبې عمومي جوړښت وساتي او د ټولو لهجو نماینده ګي وکړي، بلکې د پښتو ژبې هره لهجه خورا غني لرغوني او اصلي ژبني توکي لري چې د هرې لهجې راټولول او څېړل په خپل ځای ځانګړی ژبنی ارزښت لري نو په همدې اساس د ټولو لهجو خوندي کول او ساتنه یوه اړینه موضوع ده، تر څو د ژبې عمومي جوړښت خوندي او وساتل شي. له بله اړخه که وکتل شي، د یوې ژبې د بېلابېلو لهجو ویونکو ترمنځ د اړیکو پراختیا، د لیک او لوست عامیدل، خپرونې، مواصلات او نور هغه څه دي چې په رامنځته کیدو او غوړیدو سره یې په لهجو تاثیرات لویږي او له دې سره ورو ورو د یوې ژبې لهجې د یووالي خواته حرکت کوي ډيری لهجې کیدای شي له منځه لاړې شي او په ژبه کې یوه معیاري او کره لهجه رامنځته شي. ( ۹ : ۵۷ )
پورتنۍ توضیح ته په کتو سره پښتني ټولنه په اوس وخت کې په همداسې شرایطو او حالاتو کې ده چې همدا حالت پکې د پرمختګ په حال کې دي، سړکونه، لويې لارې، پلونه، تخنیکي وسایل لکه موټرونه، ټلیفونونه، رسنۍ، راډیوګانې، تلویزونونه، چاپي او بریښنایي رسنۍ او نور د پرمختیا په حال کې دي، له دې لارې ورځ تر بلې خلک یو له بله سره اړیکي نیسي او اړیکې یې لا پراخیږي.
په ټولیز ډول دې اړیکو او د اړیکو پراختیا د پښتنو په مدني کیدو کې ډیر لوړ رول لوبولی دی ان تر دې چې ډیرو خپلې لهجې پرې ایښې او د نورو لهجې یې خپلې کړې دي او ډېرو خو د یوې معیاري او کره لهجې خواته یون پیل کړی دی، په اوس وخت کې تر بل هرڅه د لهجو څیړنه او را تولونه مهمه ده، نورې څیړنې هر وخت کیدای شي، خو لهجې ورځ تر بلې د منځه ځي، لغتونه او نورې کلیمې پکې مري او له منځه د تلو په حال کې دي، په څیړنه کې باید اولیت د لهجو څیړنو ته ورکړو، د لهجو اصلیت د وخت په تیریدو سره تغیر مومي او اصلی حالت یې نه پاته کیږي، د اریايي ژبو په مطالعه کې موږ دا حقیقت واضیح وینو د آریايي ژبو ډیری اثار دمنځه تللي او یوازې یو څو ډبر لیکونه یې راپاته دي چې اوس یې ژبپوهان په څیړنو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، همدا شان د پښتو لهجې هم د همداسې یو برخلیک سره مخ دي یو وخت به د لهجو ډيری مالومات او اثار د منځه تللي وي، د لهجو راټولول او بیرته را ژوندي کول به ناشوني وي او څیړونکي به له یو شمېر ستونزو سره مخ وي، د پښتو لهجو په اړه بهرنیو او داخلي ژبپوهانو د خپل وس او توان تر حده کار کړی، موږ هغه کار ته درناوی کوو او بس یې نه بولو، د پښتو لهجې تر اوسه په پوره او بشپړ ډول نه دي ثبت شوې او نه دي راټولې شوې. د لهجو په څیړنه کې کیدای شي د هغه لهجې د وګړو له تاریخي، سیاسي او ټولنیز سیادت او کلتور څخه خبر شو یو خوا به مو د ژبې په غني کولو او پیاوړي کولو او بله خوا به مو د یې لوی قوم او ټبر د کلتور ساتنه او ټولنیز سیادت ساتلی وي. همدا د لهجو څیړنه ده چې موږ په لیکني او شفاهي او ډول د يوې ژبې کره او معیاري ګړدود او لهجې خوا ته سوق کوي، که چیرته لهجې ونه څیړو یو خواته به مو د پښتو ژبې یوه پټه او غني برخه په یوه لهجه کې همداسې پټه او تر خاورو لاندې پري ایښې وي او له بلې خوا به مو د هغه ټبر او قوم کلتور او د غني ژبني جوښتونه نه وي سپړلي. همدا دلایل دي چې موږ اړ کیږو د یې ژبې بېلابېلې لهجې او ګړدودونه وڅیړو او خلکو ته یې برلا کړو، د وردګو لهجه هم یوه له هغو لهجو ده چې تر خاورو لاندې پټه ده او تر اوسه چا ورباندې څیړنه او تحقیق نه دی کړی که چا ورباندې څیړنه هم کړي وي، د دریاب څخه د یوه څاڅکي مثال لري.
د پښتو لهجې خورا غني او له ډيرو کلیمو او لغتونو ډکې دي چې راټولول او ثبتول یې اړین دي دا غني لغتونه د پښتو اړیکې له اوستا او سانسګریت سره او یا هم له هغه ور اړوي، د وردګو لهجه هم د پښتو یو له خورا غني او لرغونو لهجو څخه ده چې د پښتو ژبې په غني کیدو او پیاوړې ژبې کې یې خپله ونډه لا پخوا څرګنده کړې ده، ددې لپاره چې د پښتو ژبې د لهجو بشپړه رنګارنګي راته څرګنده شي باید له ساحوي میتود څخه کار واخلو یاني په ټولو پښتني سیمو وګرځو، له نیږدې ورسره خبرې وکړو او خبرې یې د یوې آلې په واسطه ثبت او راټولې کړو تر ثبت او راټولولو ورسته یې په دقیق ډول تحلیل او څېړو. (۷ : ۵۶ )
پوهاند دوکتور محمد حسین یمین د لهجه څېړنې د اړتیا په اړه ویلي دي، لهجه څېړنه موږ ته د ژبې زاړه او تاریخي لغتونه را پېژني، د ژبې د تاريخي تحول څخه مو خبروي، د ژبې د لهجو تر منځ اړیکې راپيژني، د ویونکو له رواجونو او ټولنیزو حالاتو مو خبروي، د ژبې مواد برابروي او د یوې ژبې لهجه له مرګه ساتي.(۱۱ : ۳۷ )
پایله
د پایلې په توګه ویلای شو چې لهجه د یوې ژبې د ویونکو بیل طرز دی کله چې د وګړو ترمنځ اړیکې او فاصلې سره زیاتیږي او نو د دوی د ژبې د ویلو طرز او طریقه سره تو پیر کوي. او کله چې د ژبې ویونکو ترمنځ اړیکې سره نیږدې کیږي نو ددوی لهجې سره په یوه واحده لهجه اوړي په نړی کې ډیری ژبې او لهجې نوې رامنځته کیږي چې علت یې د خلکو یو له بله سره د اړیکو لریوالی دی او ډیری لهجې د منځه ځي او مړې کيږي+
ددې علت هم د خلکو یو له بله سره د اړیکو نیږديوالی دی نو که څومره خلک یو له بله سره اړیکې یې نیږدې کیږي په هماغه اندازه یې واحدې لهجې ته رسیږي او که څومر یې له بله اړیکې سره لرې کيږي د یوې ژبې د ویونکو ترمنځ دلهجو او بلا اخره دژبو د منځ ته راتګ سبب کیږي.
ماخذونه
- پښتو – پښتو تشریحي قاموس، دويم ټوګ. (۱۳۸۳ ل ). د افغانستان د علومو اکاډمي، دژبو او ادبیاتو مرکز.
- پکتین، یارمحمد. ( ناچاپ ). د پکتیا لهجې فونولوژیکي او مورفولوژیکي څیړنه.
- رښتین، صدیق الله. ( ۱۳۷۲ ل ). پښتو ګرامر. ژباړه، هاشمي، سید محی الدین. یونیورسيټي بوک ایجنسي، پېښور.
- رفیع، حبیب الله، (۱۳۹۴ ل ). ژبساتنه، مومند خپرندویه ټولنه، جلال اباد.
- زیار، مجاوراحمد. (۱۳۸۵ ل). لیکلارښود، ساپي پښتو څیړنو او پراختیا مرکز.
- شپون، وجیه الله. (۱۳۸۹ ل ). د لرغونو ژبو سره د پښتو ژبې اړیکې. مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
- شینواری، معروف شاه. ( ۱۳۹۵ ل ). د پشتو ژبې تارخي تحول، دانش خپرندویه ټولنه، کابل.
- غوربندی، میراجان. (۱۳۹۵ ل ).ګړدود (لهجه) پوهنه، کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.
- منګل، علي محمد. (۱۳۸۷ ل ). پښتو لهجې. د افغانستان د علومو اکاډمي.
- هوتک، محمد معصوم. ( ۲۰۰۷ م ). پرمعیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه. علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار.
- یمین، محمد حسین. (۱۳۹۵ ل ). در آمدی بر لهجه شناسي، انتشارات سعید، کابل.
Accent and factors of accent creation
Dialect is a form of speech or kind of speech description, the accent is called dialect in English which is made up of the Greek word (dialectos) and dialectos is the way of speaking. The addition to geographical environment accent is also changed with speakers, economical and social status in society. Like rural dialect, formers dialects, civil servants’ dialect, aristocratic dialects and many more. Linguists say that dialects are formed when speakers are leaving their native and natural residence to other area due to different social, economical, political and military factors. Moreover, occurring in the neighborhood of other languages and being in flounced by that languages, and culture. the improvement of some dialects becomes so long that it creates another language.
Keywords: accent, culture, language, people