Equivalences of words in source and target languages ​​in translation

په ژباړه کې د مبدا او موخنې ژبې د کلمو تعادل

Associate professor Asadullah waheedi1 and assistant professor Ehsanullah pamir2

  1. Kabul university, language and literature faculty, Pashto department
  2. Paktia university, language and literature faculty, Pashto department

Abstract:

In translation, the principle of equivalence is still significant, and this principle is divided into details, one of which is the equivalence of words. Linguistic elements and especially words cannot study simply and single, but are related to the culture, values, experiences and environment of a language, because of this, the discussion of the equivalence of words in translation becomes complicated. Words have different meanings, sometimes words convey the primary meaning, sometimes its meaning becomes implicated, and when it comes besides other words change their meaning. Sometimes it happens that the same word has opposite meanings in two places, so it is important for the translator to understand these meanings and find an alternative for them in the target language. In the discussion of word equivalence, it is not necessary to find one word for the source language word in the target language, but the important thing is that the cooperation of one or more words has the same role and meaning value as in the source language, it must also have in the target language. Accordingly, sometimes a word of the source language becomes several words in the target language, sometimes it becomes a sentence or sentences and even long descriptions. Sometimes the translator needs to borrow the word of the source language and sometimes needs to explain this borrowed word. It also happens that a word of the source language is equivalent to a word of the target language, but it is necessary to add an adverb or another word. Accordingly, the translator should understand all these nuances and use them for a better translation.

Key words: Equivalence, natural equivalence, lateral equivalence, source language, target language, meaning of words

لنډیز

په ژباړه کې د تعادل اصل لا هم کارنده دی او دا اصل بیا په جزیاتو وېشل کېږي چې یو پکې د کلمو تعادل دی. ژبني عناصر او بیا کلمې ساده او مجرد نه مطالعه کېږي، بلکې د یوې ژبې له فرهنګ، ارزښتونو، تجربو او چاپیریال سره تړلي وي،‌ همدا لامل دی چې په ژباړه کې د کلمو د تعادل بحث پېچلی کېږي. کلمې بېلابېلې ماناوې لري،‌ کلمې کله لومړنۍ مانا لېږدوي، کله یې مانا ضمني وي او همداسې له نورو کلمو سره په څنګ کې خپله مانا بدلوي. داسې هم پېښږي چې یوه کلمه دې په دوو ځایونو کې آن متضادې ماناوې ولري، له همدې کبله د ژباړن لپاره ددغو ماناوو درک مهم دی، چې بیا یې په موخنه ژبه کې بدیل پیدا کړي. د کلمو د تعادل په بحث کې دا حتمي نه ده چې موږ دې د مبدا ژبې د یوې کلمې لپاره حتمي په موخنه ژبه کې یوه کلمه پیدا کړو، بلکې مهمه دا ده چې د یوې یا څو کلمو پر مټ همغه مانايي رول او ارزښت چې د مبدا ژبې کلمه یې لري،‌ په موخنه کې هم خوندي شي. له همدې کبله د مبدا ژبې یوه کلمه کله په موخنه کې په څو کلمو اوړي، کله په جمله او آن په جملو او اوږده تشریح اوړي. کله ژباړن اړ شي چې د مبدا ژبې کلمه پور کړي او کله خو بیا د همدې پور کړې کلمې تشریح ته هم مجبورېږي.‌ داسې هم کېږي چې د مبدا ژبې کلمه د موخنې ژبې له یوې کلمې سره معادله وي،‌ خو د یو قید یا یوې بلې کلمې ور زیاتولو ته یې اړتیا وي. له همدې کبله ژباړن باید دا ټولې باریکۍ درک کړي او د غوره ژباړې لپاره ترې کار واخلي.‌

سریزه

د ژباړې یو مشهور پېژند دا دی چې په موخنه ژبه کې په تر ټولو «نږدې معادل» د مبدا ژبې د متن بیا لیکل ژباړه ده. له دې سره دا بحث را پورته کېږي چې «نږدې معادل» یعنې څه؟ ځینې پوهان وايي چې خبره د ارزښت ده، یعنې دا چې د موخنې ژبې متن هم باید همغه ارزښت ولري چې د مبدا ژبې متن یې لري. یا ژباړل شوی متن باید هغه رول ولوبوي چې د مبدا ‌ژبې متن یې لوبوي. له دې کبله چې یو متن یوازې نه مطالعه کېږي،‌ بلکې بهرنی تړښت لري،‌ لکه فرهنګي تړښت، نو دا شونې ده چې د یوه متن ټول ارزښتونه او تړښتونه دې بلې ژبې ته ولېږدول شي؟ پر تعادل بیا په بېلابېلو برخو کې بحث کېږي.‌ یوه برخه پکې د کلمو تعادل دی، یعنې دا چې د مبدا ژبې د کلمو لپاره په موخنه ژبه کې معادلې کلمې پیدا شي. موږ په دې لیکنه کې د تعادل پر همدغه ډول تمرکز کوو. لومړی دا تیوري سمه ده چې د مبدا ژبې د کلمو لپاره باید په موخنه ژبه کې معادلې کلمې پیدا شي او که نه؟ ددې تر څنګ د کلمو په بېلابېلو مانیز اړخونو باندې بحث کوو او د کلمو بېلابېلې ماناوې را اخلو. ورسره پر دې هم بحث کوو چې د مبدا ژبې کلمې په موخنه ژبه کې له څه ډول معادلونو سره مخ کېدای شي او ټولې هغه لارې چارې بیانوو چې د کلمو د تعادل په برخه کې له یوه ژباړن سره مرسته کوي.

کلیدي وییونه: تعادل، طبیعي تعادل، یو اړخیز تعادل، مبدا ژبه، موخنه ژبه، د کلمو مانا

په ژباړه کې تعادل

د شلمې پېړۍ په نیمايي کې د ( تعادل) اصطلاح په ژباړه کې مروجه شوه. په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو کې یې اوج و. د تعادل لومړنۍ مانا دا وه چې کېدای ش‍ي د مبدا متن او ژباړه یې یو ډول وي. یا د مبدا ژبې متن په موخنه ژبه کې باید په تر ټولو نږدې معادل وژباړل شي.‌ ځینو پوهانو د طبیعي تعادل خبره یاده کړه او ویې ویل چې تعادل باید طبیعي وي،‌ خو وروسته ورسره له دې کبله مخالفتونه وشول چې د طبیعي تعادل بحث ښايي په هغو ژبو کې څه ناڅه وي چې ګډ فرهنګ یا نږدې فرهنګ لري،‌ خو په هغو ژبو کې به دا پیکه وي چې سره لرې دي. د بېلګې په ډول اروپايي ژبې یو بل ته نږدې فرهنګ لري، خو که ژباړه د انګلیسي او عربي ترمنځ کېږي، نو پکې د طبیعي تعادل بحث ممکن نه دی. د طبیعي تعادل مانا دا وه چې کله له (الف) ژبې (ب) ته یوه کلمه ژباړل کېږي،‌ نو له (ب) ژبې باید (الف) ته د همدې کلمې ژباړه کټ‌مټ هغسې وي،‌ لکه په پیل کې چې وه.‌ له دې وروسته د یو اړخیز تعادل بحث را پورته شو، په یو اړخیز تعادل کې خبره دا وه چې له (الف) ژبې (ب) ته باید ژباړه په نږدې معادل وشي، خو حتمي نه ده چې بیا دې د‌ (ب) ژبې همدا معادل په (الف) ژبه کې کټ‌مټ د لومړۍ کلمې یا متن په شان وي.

د تعادل اصل په ۱۹۸۰ کلونو کې تر پوښتنې لاندې راغی، بې دقته او د محدودې لمنې لرونکی وګڼل شو. په دې اړه نیوکې ماري اسنل – هورن بې پیل کړې. نوموړې وویل (( ددې اصل کارول د ژبو ترمنځ تېروتنه ده، ځکه چې د ژبو ترمنځ ورته‌والی محدود دی.‌)) (پېم، ۲۰۱۸: ۳۰).

هغوی چې د ژباړې ددې اصل مخالفت یې کاوه، خپل دلایل یې راوړل او استدلال یې کاوه چې د ژبو ترمنځ توپیرونه ددې سبب کېږي چې د تعادل ادعا ناسمه ثابته شي. بسنېټ (bassnett) پر دې باور دی چې ممکنه نه ده چې د مبدا او موخنې ژبې متن دې یو شان وي. نوموړی وايي: (( آن د یوه متن دوې ژباړې یو ډول نه وي، بیا چې خبره د مبدا او موخنې ژبې شي، دا ممکنه نه ده چې یو شان دې وي)) (بسنېټ، ۱۹۸۸: ۳۶)

ژبې یوازې د څېزونو د نومونو ټولګه نه ده،‌ بلکې په ژبه کې پېچلي مفاهیم شته چې له نورو ژبو او فرهنګونو سره توپیر کوي. ځینې خو آن پر دې باور دي چې هره ژبه جلا نړۍ لید لري.‌ نو له همدې کبله په ژباړه کې د تعادل هڅه ژباړن له سختو ستونزو سره مخ کوي.‌ په ژبنیو توپیرونو کې ښايي بحث د جوړښتونو وي، چې دا لویه ستونزه نه ده، خو فرهنګي توپیر د تعادل بحث لا پېچلی کوي. ‌مشهور ژباړن او تیورسن یوجین نایډا وايي: (( فرهنګي تفاوت د ژبو د جوړښتونو له تفاوت زیات ژباړن له پېچلو او سختو ستونزو سره مخ کوی.‌)) (نایډا، ۱۹۸۲: ۱۶۱)

په ژباړه کې د تعادل بحث له ټولو مخالفتونو سره سره بیا هم یو مهم اصل ګڼل کېږي او هڅه کېږي چې د سمې ژباړې لپاره دا اصل مراعات شي. له پراخو مخالفتونو وروسته وویل شول چې په تعادل کې خبره دا نه ده چې دواړه دې یو شان وي،‌ بلکې د موخنې ‌ژبې متن دې همغه ارزښت او رول ولري چې د مبدا ژبې متن یې لري. له دې سره تعادل په ځینو برخو کې ممکن ښکاري،‌ خو په ځینو برخو کې ښايي ناممکن وي او د متن ډول او د ژبو څرنګوالی له دې سره تړلی وي چې تعادل ممکن یا ناممکن کړي. خو اصلی تمرکز پر دې دی د موخنې ژبې متن باید هغه ارزښت ولري چې د مبدا ژبې متن یې لري.‌ په دې اړه لطیفي پور ساعدي وايي:‌ (( د ژباړن دنده دا ده چې هغه شرایط او زمینې برابرې کړي چې په هغو کې د اصلي متن لیکوال وکولی شي د موخنې ژبې د متن له لوستونکي سره اړیکه ټینګه کړي او اغېز پرې وکړي. دا شرایط او زمینه هغه وخت برابرېږي چې د موخنې ژبې متن د ارتباطي ارزښت له اړخه د مبدا ژبې له متن سره «معادل» او «یو شان» وي.)) (‌لطیفي پورساعدي، ١٣٧١: ٧٩).

جولیان هاوس هم همدې ته ورته نظر لري او وايي چې د تعادل مانا یوشانوالی نه دی،‌ بلکې د ارزښت او رول یووالی دی. نوموړي وايي:‌ (( کله چې وايو دواړه څېزونه معادل دي، زموږ موخه دا نه ده چې دا دواړه یوشان دي، بلکې موخه مو دا ده چې چې دواړه ګډ ټکي لري او رول یې یوشان دی.)) ( هاوس، ۱۳۸۸: ۳۶)

دا باید هېره نه کړو چې د مبدا او موخنې ژبې ترمنځ هر اړخیز تعادل چې پکې هېڅ کم او زیات نه شي، ناممکن دی، نو ځکه دا تعریفونه هم ناسم دي چې کره ژباړه هغه ده چې د مبدا ژبې مفهوم پوره موخنې ژبې ته انتقال شي. یا لکه د کورش صفوي تعریف چې وايي: (( سمه او بریالۍ ژباړه هغه ده چې د مبدا متن معادله، برابره او ورسره یو شان وي. له دې اړخه اېډیال ژباړه هغه ده چې د مبدا ژبې متن له کوچني کموالي او زیاتوالي پرته موخنې ژبې ته وژباړل شي.)) ( صفوي،۱۳۷۱‌ :‌۹)‌ البته دا ډول تعریفونه یوازې نظریې پاتې کېدای شي، خو کله هم عملي بڼه نه خپلوي او یا هم په استثنايي حالتونو کې ښايي عملي شي.‌

تعادل په مختلفو برخو کې مطرح کېدای شي، یو ویش د لطیفي پور سعادي دی. نوموړی وايي چې لاندې برخې د ژبو ترمنځ په تعادل کې مطرح کېدای شي: ((‌ ۱- وییونه vocabulary ۲- جوړښت structure ۳- سکښت، بافتار texture ۴- د جملې مانا – د کلام مانا sentence meaning vs Utterance meaning ۵- د ژبې تنوع – language varieties ۶- مخکني تصورات preposition ۷- ادراکي اغېزې cognitive effect ۸- د ښکلا پېژندنې اغېز Aesthetic Effect)) ( لطیفی‌پور ساعدي،۱۳۷۱: ۷۹)

دا هره برخه جلا بحث غواړي، خو موږ دلته یوازې د کلمو ترمنځ پر تعادل بحث کوو.

د کلمو/ وییونو تعادل

د تعادل په اصل کې لومړنی بحث د کلمو د تعادل دی. دا بحث تر ډېره د ژباړې هغه پوهان مطرح کوي چې په ‌ژباړه کې پر امانت ساتنه ټینګار کوي. ددې بحث لومړنۍ عملي بڼه ټکی پر ټکي ژباړه ده، چې له نیوکو سره هم مخ ده. ځینې پوهان بیا پر دې باور دي چې موږ د کلمو تعادل په پام کې نیسو، خو حتمي نه ده چې ټکی پر ټکي ژباړه دې وکړو، بلکې په دې برخه کې شته لارښوونې له موږ سره مرسته کوي چې هغه ستونزې چې په ټکی پر ټکي ژباړه کې دي، حل کړو.‌ د کلمو د تعادل بحث ستونزمن دی، ځکه له یوه اړخه کلمې په یوه ژبه کې متفاوتې ضمنې ماناوې لري چې کله آن په مترادفو او هم‌مانا کلمو کې انتخاب ستونزمن شي. له بله اړخه کلمې ځانګړی فرهنګي ارزښت لري چې په دې ډول یې بلې ژبې ته لېږدول ستونزمن دي.‌ کله کلمې دیني، محیطي او جغرافیوي تړښت پیدا کوي چې بیا ستونزه لا پېچلې شي او آن ځینې کلمې ددې وړ کوي چې ونه ژباړل شي. ددې تر څنګ دا بحث هم دی چې کلمې واقعیتونه منعکسوي؟‌ په دې اړه بېکر د پالمر یو نقل قول راوړي: ((‌کلمې په هغه اندازه د بهرنۍ نړۍ واقعیت نه منعکسوي،‌ څومره چې خلک ورسره تړښت لري.)) ( بیکر، ۱۹۹۲: ۱۸)

د کلمو په تعادل کې بل بحث د کلمو بېلابېل مانايي اړخونه دي. کلمې کله یوه او لومړنۍ مانا ولري،‌ خو کله ضمني مانا هم لېږدوي. ددې تر څنګ کلمې د نورو کلمو په څنګ کې او یا په بېلابېلو نحوي ترکیبونو کې خپله مانا بدلوي، یا کله په یوه فرهنګ او جغرافیه کې ځانګړې مانا پیدا کوي. ددې تر څنګ تجربې، اېډیولوژۍ او فرهنګونه هم کلمو ته مانیز لوري ورکوي، چې دا ټول د بحث وړ دي. خو له دې سره سره دا باید هېره نه کړو چې ژباړه په هر ډول چې وي د مبدا متن یوه برخه مانا له لاسه ورکوي،‌ لکه نیومارک چې د ژباړې له تعریف سره یو ځای دا خبره یادوي، نوموړي وایي: (( ژباړه هغه فن دی چې هڅه کوي یو لیکلی یا شفاهي پیغام په بله ژبه کې د همغه پیغام ځایناستی کړي. په دې کار کې یوه برخه مانا د بېلابېلو لاملونو له مخې لوېږي.)) )نیومارك، ١٩٨٨: ٧(

له دې سره تعادل له موږ سره مرسته کوي چې تر ډېره مانا وساتو او په دې کې یوه مهمه لاره د کلمو تعادل دی. ددې لپاره چې دا بحث لا روښانه شي، موږ دلته د کلمو بېلابېل مانیز اړخونه تشریح کوو.

۱- ارجاعي مانا (Referential meaning )

ارجاعي مانا د یوې کلمې لغوي او لومړنۍ مانا ده، هغه چې که کلمه له متن څخه و ایستل شي، همدا مانا ورکړي. دې ته د کلمې اصلي، مرکزي یا جوهري مانا هم وايي. دا په اصل کې‌ د کلمې لغوي مانا ده چې یوازې او د خبرو له سیاق پرته په نظر کې نیول کېږي. د بېلګې په ډول «ډبره» یوه ځانګړې مانا لري، چې بهرنۍ نړۍ کې یې موږ وینو،‌ ښايي ډبره کله په نحوي ترکیبونو کې خپله مانا بدله کړي، لکه؛ « د ډبرې زمانه»، خو لومړنۍ او اصلي مانا یې ارجاعي مانا ګڼل کېږي.‌ اوس که له متن او سیاق پرته موږ «ډبره» یادوو، ذهن مو همدې لومړنۍ مانا ته ځي.

پکار ده چې ژباړن د ژباړې پر مهال لومړی د کلمې ارجاعي مانا ته پام واړوي، که په متن کې د لیکوال موخه ارجاعي مانا نه وه، بیا دې د متن سیاق، د متن سکښت یا له متن د باندې د متن تړښت او قرینې ته چې د کلمې مانا بل لوري ته وړي، پام وکړي.

۲- مفهومي/تجربي مانا ( connotative meaning )

کله ځینې کلمې داسې وي چې د ارجاعي یا لومړۍ مانا تر څنګ د تجربې په پای کې یا په یوه ځانګړې دوره یا فرهنګ کې یې کارول ددې لامل کېږي چې یوه بله ځانګړې مانا هم پیدا کړي. ددې ډول کلمو د معادل ‌پیدا کولو لپاره لومړی ګام دا دی چې په مبدا ژبه کې د کلمې دا ډول مانا درک شي. دا کار هغه څوک کولی شي چې د مبدا ژبې په فرهنګ او هلته د کلمو په دغه ډول تړښت پوه شي. له هغه وروسته بیا دا ډول کلمې ژباړل کېدای شي.‌ د بېلګې په ډول په افغانستان کې د کمونستي رژیم د واکمنۍ پر مهال د دري ژبې «رفیق» کلمې یوه ځانګړې مانا پیدا کړې وه. که څه هم هغه وخت په پښتو کې ددې کلمې پر ځای «ملګری» کلمه کارېدله او د دري همغه مانا یې ورکوله، خو که اوس څوک د کمونیستي دورې ادبیات ژباړي، نو هغه وخت په خاص سیاق کې کارول شوی «رفیق» کلمه باید داسې وژباړي چې خپله همغه مانا ولېږدوي. که همدا د پښتو «ملګری» د دري «رفیق» په همدې ځانګړې مانا څوک عربي ته ژباړي، نو باید یوازې د کلمې ارجاعي مانا ته ونه ګوري، بلکې دې ته وګوري چې دا کلمه په خاص سیاق کې په څه مانا کارول کېده. یا د پښتو «نر» کلمه چې یوازې د انګلیسي «male» ته نه کارول کېږي، بلکې له فرهنګ سره به تړاو کې یوه ځانګړې مانا هم لري چې انګلیسي ته د ژباړې پر مهال باید ورته پام وشي. همداسې په پښتو کې «سرکوزی/ خوګ» د یوه حیوان د نامه تر څنګ بله مانا هم لري، چې بلې ژبې ته د ژباړې پرمهال باید هېره نه شي. دلته ژباړن یوازې ارجاعي اړخ نه،‌ بلکې تجربي اړخ یې هم باید ولېږدوي. ددې لپاره کله اړتیا وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه ژبه کې پر یوه یا څو کلمو واوړي او یا هم په یوه جمله یا څو جملو کې تشریح شي.

۳- نحوي/همایشي مانا Syntagmatic relations))

دا هغه مانا ده چې کلمه یې هغه وخت پیدا کوي چې له نورو کلمو سره راشي. یعنې ځینې کلمې داسې دي چې کله له نورو کلمو سره راشي، یا په متفاوتو نحوي ترکیبونو کې راشي،‌ نوې مانا پیدا کوي. یعنې کلمې په متفاوتو نحوي ترکیبو کې او یا هم له نورو کلمو سره په راتلو نوې ماناوې پیدا کوي.‌ له همدې کبله ژباړن باید دې باریکۍ ته پام وکړي او معادل یې داسې پیدا کړي چې همدا مانا ورسوي. مثلا په فارسي کې د «فاسد» کلمه له بېلابېلو کلمو سره راځي او بېلابېلې ماناوې لري.‌ لکه: (میوه فاسد، تخم فاسد، شخص فاسد، دندان فاسد...)

سره له دې چې موږ په پښتو کې د «فاسد» کله کاروو،‌ خو د فارسي په پورتنیو ټولو ترکیبونو کې د «فاسد» کلمه نه راوړو: موږ وایو: ( خوسا شوې مېوه/خرابه شوې مېوه، خوسا شوې هګۍ، فاسد شخص، چینجي وهلی غاښ/ خراب شوی غاښ، یا تور شوی غاښ...)

دغسې ژباړن باید پوه وي چې کلمې په متفاوتو نحوي ترکیبونو کې متفاوتې ماناوې لري او هغه په هره ژبه کې هغسې نه وي.

۴- ضمني مانا (implied meaning)

په مبدا ژبه کې ځینې کلمې ضمني مانا او پیغام لېږدوي. دا ډول کلمې لیکوالان په شعوري ډول کاروي، چې د اصلي مانا تر څنګ ضمني مانا انتقال کړي. ژباړن باید د ژباړې پر مهال دې چارې ته پام وکړي، هسې نه چې د کلمې لپاره داسې بدیل پیدا کړي چې ضمني مانا ونه لېږدوي. دلته پکار ده چې له اصلي معنا سره یو ځای په معادل کې تمرکز پر ضمني مانا هم وشي،‌ ځکه ضمني مانا د لیکوال اصلي موخه ده. لکه موږ وایو چې «ځوانیمرګ شو.» دلته دوې خبرې کوو، یو دا چې مړ شو، بل دا چې په ځوانۍ کې مړ شو. په ځوانۍ کې مړه کېدل ضمني مانا ده چې باید هېره نه شي.‌ په ضمني مانا کې د لیکوال احساسات یا نظر هم په یو ډول لیدلی شو. د بېلګې په ډول کله چې لیکوال وايي چې « احمد شهید شو» دلته د «شهید» کلمه یوازې ددې لپاره نه ده کارول شوې چې احمد وژل شوی او نور ژوندی نه دی، بلکې دلته لیکوال د احمد مرګ ته د « شهادت» په سترګه ګوري او په دې ډول لیکوال ضمني مانا او خپل احساسات هم لېږدوي.

۵- سبکي مانا (Stylistic meaning )

په یوه ژبه کې کله څو مترادفې یا هم‌مانا کلمې وي، خو د سبک لپاره یوه ټاکل شوې وي. د ژباړې پر مهال هم ښايي د یوې کلمې څو بدیلونه وي، خو هغه کلمه باید وټاکل شي چې د مبدا ژبې د متن د سبک په ساتلو کې مرسته وکړي.‌ په بله وینا سبکي مانا د ټولنیزو شرایطو او د کارونې د موقعیت څرګندونکې ده، د بېلګې په ډول د ویناوال او مخاطب اجتماعي حالت د هغوی ترمنځ د اړیکې ډول څرګندوي چې صمیمي، که رسمي ده، یا ترینګلې او که بل ډول.‌ د بېلګې په ډول موږ له یو نارینه په لاره د یو آدرس پوښتنه کوو، ښايي دا څو ډوله وي:

  • کاکا/ تره! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • ځوانه! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • زویه! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • وروره! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • حاجی صاحب! ابن سینا روغتون چېرته دی؟
  • ماما! ابن سینا روغتون چېرته دی؟

دلته لومړی شخص مخاطب نه پېژني،‌خو هغه ته ګوري او بیا ورته هغسې کلمه کاروي.‌ که دا کلمې بلې ژبې ته ژباړل کېږي، ایا هلته هم مشر سړي ته څوک تره/کاکا یا ماما وايي او همدا ورته کاروي؟‌ یا ځوان ته همداسې خطاب کوي چې «ځوانه!»؟ همداسې مشر سړی کشر ته «زوی» کلمه کارولی شي؟ له بله اړخه په یوه غیر اسلامي ټولنه کې «حاجي صاحب» یو ناآشنا مفهوم دی، دا به څنګه ژباړل کېږي؟‌ همدا د کلمي سبکي یا سټایلي اړخ دی چې پکې د لومړي شخص او مخاطب د اړیکې ډول څرګندېږي.‌ له همدې امله په ژباړه کې د داسې بدیل راوړل مهم دي چې دا اړیکه وساتلی شي.‌

۶- سمبولیکه مانا(Figurative meaning)

کله کلمې په یوه ټولنه یا فرهنګ کې د یو څه لپاره پر سمبول اوړي او هلته بیا د ارجاعي مانا پر ځای سمبولیکه مانا ورکوي. دا ډول مانا تر ډېره په ادبیاتو کې کارول کېږي، خو په ولسي ژبه کې یې هم کارول عام وي. ژباړن باید د ژباړې پر مهال دې ته پام وکړي چې د کلمې سمبولیکه مانا شته او که نه او که وي، باید په موخنه ژبه کې یې مناسب معادل پیدا کړي. دا یو څه ستونزمن کار دی، ځکه چې په بېلابېلو ټولنو او فرهنګونو کې ارزښتونه توپیر کوي،‌ نو ورسره سمبولونه هم توپیر کوي. په یوه ټولنه کې یو څه مثبت مانا لري،‌ خو په بله ټولنه کې منفي.‌ د بېلګې په ډول په افغانستان کې «حیا» د نجلۍ لپاره مثبت صفت دی، خو په لوېدیځ کې به دا نه وي. یا په افغانستان کې به «اوږده وېښتان» د ښایست سمبول وي،‌ خو په اروپايي هېوادونو کې نه دی.‌

۷- صرفي مانا

د کلمې صرفي یا مورفولوژيکي جوړښت مهم دی. کله یوه کلمه په نومیز حالت کې یوه مانا لري، خو کله چې له همغې کلمې فعل او صفت جوړ شي، ممکن په مانا یې کې یې ډېر بدلون راشي. صرفي مانا موږ په تصریفي ژبو کې ډېره وینو،‌ خو په پښتو کې یې هم مثالونه شته. مثلا موږ « ګرځېدل» لرو، چې ترې ډېرې کلمې جوړې شوې دي. ( ګرځنی، ګرځندوی، ګرځنده...) دا یې نومیز حالتونه دي او متفاوتې ماناوې لري.‌ په دې ډول موږ باید د ژباړې پر مهال د کلمو دغه اړخ ته پام وکړو او وګورو چې په صرفي بدلون سره په مانا کې هم بدون راغلی دی او که نه.

د کلمو د تعادل ډولونه

د کلمو د تعادل په اصل کې حتمي نه ده چې موږ دې یوې کلمې ته حتمي یوه کلمه بدیل پیدا کړو، بلکې مهمه دا ده چې بدیل پیدا کړو او هغه رول او ارزښت چې د مبدا ژبې کلمه یې په یوه متن کې لوبوي، موخنې ژبې ته یې په یو ډول ولېږدوو. ددې لپاره له لاندې حالتونو سره مخ کېږو:‌

۱- یوه کلمه پر یوې

کله د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه ژبه کې په یوه کلمه ژباړل کېدای شي. دا ډول برابري تر ډېره د کلمو په ارجاعي یا اصلي مانا کې وي.‌ یعنې د مبدا ژبې په متن کې کارول شوې کلمه ارجاعي مانا لري او په موخنه ژبه کې ژباړن همداسې یوه بدیله کلمه ورته کاروي چې ارجاعي مانا ولري. دا اسانه چاره ده، خو کله داسې وي چې ژباړن په مبدا ژبه کې د کلمې ارجاعي مانا سمه نه وي درک کړې، نو ځکه په موخنه ژبه کې ورته معادله کلمه نه شي پیدا کولی. کله داسې وي‌ د مبدا ژبې په متن کې د استفاده شوې کلمې د ارجاعي مانا لپاره، په موخنه ژبه کې څو مترادفې کلمې وي. د بېلګې په ډول د فارسي ژبې د «سنګ» کلمې لپاره موږ په پښتو کې «ډبره»، «کاڼی» او «تېږه» کلمې لرو، په داسې حال کې به ژباړن د مانا سبکي اړخ ته پام کوي او مناسبه کلمه به ورته ټاکي. ددې تر څنګ په سمبولونو کې هم ښايي یوه کلمه پر یوې واوړي. ددې تر څنګ خاص نومونه، شمېرې او د ځینو عیني څېزونو نومونه هم په دې کټه‌ګورۍ کې راتللی شي چې په ټولو فرهنګونو کې شته.‌

۲- یوه کلمه پر څو

کله داسې داسې وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه ژبه کې څو ماناوې ولري. په دې وخت کې باید ژباړن کلمه په متن کې وګوري، سیاق او قراینو ته یې وګوري او بیا پیدا کړي چې دلته د لیکوال موخه څه ده. د اصلي موخې له درک وروسته به بیا په موخنه ژبه کې اصلي مانا ورته ټاکي. موږ ډېر وخت له داسې واقعیت سره مخ کېږو چې یوه کلمه په یوه جمله کې داسې مانا ورکوي چې همغه کلمه یې په بله جمله کې نه ورکوي، ورسره متفاوته او حتی کله متضاده وي. په داسې وخت کې موږ د سیاق او قرینو په مرسته د کلمو اصلي مانا درک کولی شو او بیا یې په موخنه ژبه کې بدیل پیدا کولی شو.‌

۳- څو کلمې پر یوې

داسې هم کېږي چې د مبدا ژبې څو کلمې په موخنه ژبه کې یو بدیل ولري. یعنې د مبدا ژبې څو کلمې په موخنه کې په یوه کلمه وژباړل شي. په دې وخت کې ژباړن باید د موخنې ژبې د کلمې مخ ته داسې صفتونه، قیدونه یا نور څه زیات کړي چې د هغو په مرسته د موخنې ژبې د کلمې سمه مانا ولېږدول شي. د بېلګې په ډول په عربي ژبه کې په مخاطب کې هم مونث او مذکر توپیر کوي، په عربې وايي‌: «هذا کتابکَ»، «هذا کتابکِ» توپیر یوازې د «ک» د زور او زېر دی. اوس که موږ دا پوښتو ته ژباړو، د مانا د کره لېږد لپاره باید داسې ولیکو: «دا ستا (مذکر) کتاب دی.»، «دا ستا ‌(مونث) کتاب دی.» او حتی په تفصیل کې دا ورسره لیکلی شو چې په «لومړۍ جمله کې د ویناوال مخاطب نارینه دی او په دویمه کې ښځینه.»‌ په دې ډول موږ د عربي جملې پوره مانا لېږدولی شو.‌

همداسې که له پښتو دري ژبې ته ژباړه کوو، موږ په پښتو کې نارینه او ښځینه لرو او بیا یې په جمع کې هم لرو. د بېلګې په ډول موږ په پښتو کې وایو: ( هغه راغی)، ( هغه راغله) اوس په دري ژبه کې موږ د کره ژباړې لپاره یوه کلمه ور زیاتوو: « او (مذکر) آمد»، « او (مونث) آمد». دلته د یوې کلمې په زیاتولو سره ستونزه حل شوې ده.‌

۴- یوه کلمه پر هېڅ

کله داسې وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه ژبه کې هېڅ بدیل نه لري. دا چې ولې داسې ده، لاملونه یې ډېر دي، دلته پرې بحث نه کوو، خو ژباړن کولی شي چې دلته درې لارې وکاروي:

۱- د مبدا ژبې کلمه پور کولی شي او ګټ مټ یې کارولی شي.

۲- د یوې کلمې لپاره څو کلمې، ترکیب یا جمله کارولی شي (یعنې د مبدا اژبې له راوړلو پرته یې مانا په څو کلمو، ترکیب یا جمله کې لیکلی شي.)

۳- د مبدا ژبې د کلمې پور کول، خو ورسره د تفسیر او تشریح راوړل.

لومړۍ لاره هغه وخت کارول کېدای شي چې کله د موخنې ژبې لوستونکي د مبدا ژبې د کلمې پر مانا او دلالت پوه وي، خو په خپله ژبه کې ورته بدیل نه وي.‌ موږ ډېرې داسې کلمې لرو، لکه:‌ کمپیوتر، قلم، کتاب، بانک...

خو کله داسې وي چې د موخنې ژبې لوستونکي د پردۍ ژبې د کلمې لپاره نه یوازې بدیل نه لري، بلکې پر مانا، مفهوم او دلالت یې هم نه پوهېږي.‌ که دا کلمه موږ پور کوو،‌ نو پکار ده چې تعریف او تشریح یې هم ورسره راوړو.‌ د بېلګې په ډول موږ دیني متون ژباړو، د «قذف»‌ کلمې سره مخ کېږو، موږ قذف ته بدیل کلمه نه لرو، نو د «قذف» کلمه پور کوو، په موخنه ژبه کې یې لیکو او تشریح ورسره راوړو. که دا تشریح او توضیح لنډه وه، د متن منځ کې یې په قوسونو کې لیکو،‌ خو که اوږده وه، بیا په لمنلیک کې تشریح او توضیح راوړو. دا هم باید هېره نه کړو چې که د ژبې الفبا توپیر وکړي، د بېلګې په ډول د انګلیسي کومه کلمه پور کوو، تشریح یې راوړو، نو ښه ده چې انګلیسي بڼه یې هم په قوسونو یا لمنلیک کې راوړو. دا چاره له لوستونکي سره مرسته کوي چې اصلي کلمه په همغه مبدا ژبه کې پیدا کړي.

۵- یوه کلمه پر جز

کله داسې وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه پراخه مانا لري، یا یې مانا څو اړخونه لري، په موخنه ژبه کې پوره بدیل ورته نه پیدا کېږي، بلکې شته بدیل یې د مانا یو جز یا یو اړخ بیانوي. یعنې دلته د موخنې ژبې بدیل د مبدا ژبې د کلمې د مانا ټول اړخونه نه را نغاړي، بلکې یوازې یو برخه یې رانغاړي او د مانا د نیمګړتیا لامل ګرځي.‌ که ژباړن له داسې ستونزې سره مخ کېږي، نو کولی شي چې د صفتونو، قیدونو او نورو کلمو په مرسته د مبدا ژبې د کلمې مانا تکمیل کړي. د بېلګې په ډول موږ په دیني ژباړه کې د ( رحمان او رحیم) کلمې ژباړو، نو دواړه مهربانه او رحم کوونکی مانا لري، خو کله چې رحمان ژباړو، وایو چې «په عام ډول» رحم کوونکی او کله چې رحیم ژباړو، نو وایو چې «په خاص ډول» رحم کوونکی. اوس دلته «په عام ډول او په خاص ډول» قیدونو له موږ سره مرسته وکړه چې مانا تر ډېره ورسوو.

پایله

په ‌ژباړه کې د مبدا او موخنې ترمنځ تعادل له ټولو مخالفتونو او لوړو ژورو سره سره بیا هم یو مطرح اصل دی.‌ دا تعادل پر دې را څرخي چې د موخنې ژبې متن باید همغه ارزښت او رول ولري چې په مبدا ژبه کې یې لري. دا تعادل په بېلابېلو برخو کې وي چې یوه مهمه برخې یې کلمې یا وییونه دي. د کلمو په برخه کې تعادل ځکه مهم دی چې کلمه د مانیز واحد په توګه چلند کوي.‌ د کلمو د مانا بحث خورا پېچلی دی او بیا ددغه پېچلتیا بېلابېلو اړخونو ته هغه وخت متوجه کېږو چې کله وغواړو،‌ بلې ژبې ته یې وژباړو.‌ کلمې کله داسې مانا لري چې له سیاق پرته د درک وړ وي، خو دا باید هېره نه کړو چې کلمې په بېلابېلو ځایونو او له نورو کلمو او جوړښتونو سره په تړاو کې بېلابېلې ماناوې لېږدوي. له بله اړخه کلمې له فرهنګ، جغرافیې، اېډیولوژۍ، تاریخي دورې او نورو شرایطو سره تړلې دي. اوس چې کله یو څوک غواړي، کلمو ته معادل پیدا کړي، دغه ډول حالتونه باید درک کړي. باید پر دې پوه شي چې کلمې له فرهنګ سره څه ډول تړښت لري، یا یو دین او ژبې کلمو ته څه ډول ځانګړې ماناوې ورکړي دي. ژباړن چې کله وغواړي دغو کلمو ته بدیل پیدا کړي،‌ نو دا تړښت باید هېر نه کړي او معادل یې داسې راوړي چې همغه ارزښت او رول وساتي چې په مبدا ژبه کې یې لاره. له بله اړخه ژباړن دا هم باید هېره نه کړي چې حتمي نه ده چې د مبدا ژبې یوه کلمه دې په موخنه ژبه کې په یوه کلمه واوړي، بلکې دا چاره همیشه نه وي.‌ کله داسې وي چې د مبدا ژبې یوه کلمه په موخنه کې په څو کلمو اوړي، کله داسې وي چې هېڅ نه اوړي او ژباړن اړ کېږي چې همغه کلمه پور کړي، کله یوازې پور کفایت کوي او کله ژباړن اړ کېږي چې تشریح او توضیح یې هم وکړي. ددې تر څنګ کله داسې وي چې د مبدا ژبې د څو کلمو لپاره په موخنه ژبه کې یوه کلمه وي،‌ په دې حالت کې ژباړن اړ کېږي چې یا د یوه قید په زیاتولو سره دا ستونزه حل کړي. داسې هم کېږي چې د مبدا ژبې د کلمې معادل وي، خو د مانا یو جز یا یوه برخه یې رسوي او ټول اړخونه یې نه رسوي، دلته هم د قید او یا ورسره د نورو کلمو د زیاتولو اړتیا وي. پر دې اساس یو ژباړن باید ټولو دغو اړخونو ته پام وکړي، چې ژباړه یې د مبدا ژبې د متن مانا، ارزښت او رول په ښه او ممکن ډول ورسوي.‌

ماخذونه

۱- پېم، انتوني ( ۱۳۹۹) د ژباړې د تیورۍ شننه ( د اسدالله وحیدي ژباړه). کابل پوهنتون، د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه

۲- صفوی، کوروش (۱۳۷۱) هفت ګفتار در باره ترجمه. تهران: نشر مرکز

۳- لطفی پورساعدی،كاظم. (١٣٧١) درآمدی به اصـول و روش ترجمـه. تهران: مركز نشر دانشگاهی

۴- هاوس، جولیان (‌۱۳۸۸) مقدمه‌ای بر مطالعات زبان و ترجمه (ترجمه علی بهرامی). تهران: انتشارات زبانکده

5. Baker, M., In Other Words: A Coursebook on Translation, London and New York: Routledge, 1992

6. Bassnett, S., Translation Studies, 3rd edition, London and New York: Routledge, 1988.

7. Newmark, P., Approaches to Translation, London: Prentice Hall International, 1988a.

8. Nida, E. A. and Charles R. Taber, The Theory and Practice of Translation, Leiden: E.J. Brill, 1982