ایلیاد
لیکوال : داکتر سیروس شمیسا
ژباړه :پوهنیار احسان الله پامیر
ایلیاد دنړۍ دویمه تر ټولو زړه حماسه ده ، دیونان مشهور لیکوال همر اثر دی ۲۴ سرودونه لري دمیلاد نه ۸۰۰ کال پخوا لیکل شوې ده دایلیاد موضوع دټرای (په اوسنی ترکیه کیه کې یوښاردی) سره دیونان دخلکو جګړه ده چې لس کاله یې دوام کړی دی .
دټرای پاچا چې پریام نومیدلو پنځوس زامن یې درلودل چې د دوی له جملې نه هکتور په زړورتیا او میړانه او پاریس په ښکلا باندې پیژندل شوی وو غیب ویونکو دپاریس شتون دخپل پلار پریام لپاره چې دټرای پاچا وو بد شګونه (ښه نه وو ) بللی نو دخپل پلار په لارښوونه پاریس په همغه کوچینوالي کې غره ته یوړل شو او هلته پریښودل شو پاریس هملته په غره کې لوی شو او چوپاني یې پیل کړه یوه ورځ هغه ته درې الاهې راغلې او له ده نې وغوښتل چې ددوی په مینځ کې قضاوت وکړې او ووایي چې کومه الاهه ښایسته ده پاریس د (افردایتې ) په نامه الاهه پکې وټاکله په دې سره دهغه دوو نورو الاهو د ټرای له خلکو سره کینه پیدا شوله او پاریس یې سپانتا ته یوړ پاریس له مودو وروسته دسپانتا دپاچا منلاس ښځه هلن له سپانتا څخه ټرای ته راوتښتوله اګاممنون دمنلاس پاچا ورور پریکړه وکړه چې نورو لویانو په مرسته هلن بیرته راولي ، ډیرې جنګي بیړی او لوی لوی خلک لکه اولیس او اشیل دټرای په لوري وخوځیدل په دې وخت کې ډیرې پيښې رامینځ ته کیږي لکه غیب ویونکو ویلې وو چې دټرای دښار دروازه به اشیل خلاصوي او له خلاصولو ورسته به مړ کیږي اشیل هغه څوک وو چې خپلې مور تتیس په داسې اوبو مینځلی وو چې نه مړ کیدلو یوازې یوه پښه یې پاته او نه وه مینځل شوې دده مرګ هم بیا له همغه پښې څخه وو بې له یوې پښې څخه نور دمرګ ضد وو داشیل مور تتس چې کله دغیب ویونکو له دې خبرې څخه چې اشیل به مړ کیږي ، اشیل دښځو په جامه کې دجنګ له میدانه راوایست خو اولیس هغه بیا ځلې دجنګ میدان ته راکش کړ بل پیښه داوه چې یو سخت توفان راوالوت او خلکو به ویل چې خدایان په قهر شوي دي اګاممنوی ددې لپاره چې توفان ودریږي خپله لور (ایفی ژني ) قربان کړه خو دارتمس په نامه الاهې هغه وژغورله وروسته یونانیان له جنګي بیړیو څخه ښکته شول او دټرای خلکو دخپلو ګاونډیانو په مرسته دهکتور په لارښوونه له یونانیانو سره په جنګ شروع وکړه .
دټرای ښار معاصرې لس کاله دوام وکړ په دې جنګ کې زئوس دخدایانو خدای او افردایتې الاهې د ټرای دخلکو پلوي کوله هرا الاهې او اتینې الاهې هغه دوتنه الاهې وې چې پاریس دښکلا دقضاوت کولو په وخت کې نه وې خوښې کړې دوی د یونانیانو پلوي کوله ، دجنګ په لومړي کال د یونان سردار اګاممنون په یوه حمله کې دمعبد دمشر کاهن (اپولون ) لور په غنیمت ونیوله اپولو هم په یونانی لښکرو بلاوې رانازلې کړې اګاممنون د لښکر دمشرانو په ځانګړې توګه داشیل په ټینګار هغه نجلی بیرته خوشې کړله خو په بدل کې یې بریزیس Briseis چې په یوه حمله کې نیول شوی وو خوشی شو په دې وخت کې اشیل په قهر کیږي او له جنګه ګوښه کیږي خو په زړه کې وایي چې یونانیان باید ماته وخوري داشیل په ګوښه کیدو سره هکتور دیونانیانو لښکر ته ماته ورکوي پاتروګل چې دخدایانو له زامنو څخه وو او داشیل نیژدې ملګری وو بې حوصلې کیږې داشیل صلاح اخلي او جنګ ته ورځي خو هکتور هغه وژنې ، اشیل او دخدایانو خدای زئوس بیا په قهر کیږي ، اشیل هغه زغره چې خدایانو ورته جوړه کړې وه اغوندي او دټرای په لښکرو حمله کوي ډیر لښکریان او هکتور وژني دهکتور جنازه په خپلو اسونو پسې تړي او دټرای په میدان کې یې ګرزوي پاریس چې دهکتور ورور وو کله یې چې دخپل ورور جنازه ولیده اشیل یې په پښه په غشې وویشت او مړ یې کړ بیا داشیل مور تتیس داشیل جنازه دیونانیانو له سخت جنګ څخه راوړي او هغه خښوي او هر څه یې اولیس ته بښي آژاکس یو له یوناني پهلوانانو څخه وو هغه ددې پيښو په لیدو سره په قهر کیږي او په دې فکر چې دیوناني لښکرو مشران دي د میږو په یوه رمه حمله کوي کله چې په حقیقت پوه شي له ډیره قهره خپل ځان په توره وهي او ځان وژني ، دټرای په ښار کې دپالادیم په نامه یو بوت وو چې زئوس دخدایانو خدای دټرای خلکو ته ډالی کړی وو داسې ویل کیدل تر هغه چې د ابوت په دې ښار کې وي دټرای دښار نیول ناشوني دي ، اولیس دسوالګرو په جامه کې ښار ته ننوت او بوت یې راغلا کړ په دې وخت کې اتینې الاهې چې دټرای له خلکو سره یې مخالفت درلود یونانیانو ته وویل چې یو لوی دلرګي آس جوړ کړي او تر ټولو مهم پهلوانان دآس په مینځ کې پټ شي بیا خپلو خیمو ته اور واچوی او دجزیرې په څنګ کې پټ شی دټرای خلک به ووایي چې یونانیانو ماته وخوړه او آس به دښار مینځ ته یوسي همداسې وشول دوی یو لوی آس جوړ کړ پهلوانان پکې پټ شول او بیایې خپلو خیمو ته اور واچولو دټرای خلکو ددې لپاره چې یونانیانو ماته وخوړه یو لوی جشن جوړ کړ او په شرابو مست او نشه شول هماغه وو چې اولیس او نور یوناني پهلوانان داس له مینځه راووتل دښار دروازه یې خلاصه کړله او دجزیرې په څنګ کې نورو پټو شوو یونانیانو ته یې دښار مینځ ته دراتلو لاره برابره کړله دټرای خلک یې ووژل دهغوی ښځې یې یو له بله سره وویشلې او په پای کې منلاس پاچا هلن پیدا کړله او هغه یې بیرته یونان ته یوړه په دې حماسه کې څه چې په نړیواله توګه غوره بلل شوي دي هغه داشیل (اکیلوس ) قهرماني او په داسې اوبو مینځل وو چې ګواکې اشیل نه مړکیږي او داسې نور دنه منلو وړ منې کارونه پکې شوی وو کله یې چې هکتور وژنې دهغه په جسد وحشیانه کړنه ترسره کوي او ۱۲ ورځې دهغه جنازه په خاورو کې یوې خوا بله خوا کشوي په دې سربیره دټرای په ښار کې ټول وژنه کوي او خلک له مینځه وړي . د ایلیاد دحماسې اصلي موضوع داشیل قهر او غوسه ښودل شوې ده .