فاشیزم Fascism وپیژنئ
لیکنه: پوهنیار احسان الله پامیر
فاشیزم Fascism وپیژنئ
دفاشیزم کلیمه دفاشیسمو Fascismo له کلیمې څخه اخیستل شوې ده دفاشیسموFascismoکلیمه په لرغوني روم کې دلرګیو لنډو لنډو یو له بله سره تړلو بستو او یوه تبر ته ویل کیده چې دزور او قدرت په توګه به دلښکر دقطارونو تر څنګه وړل کیده ، فاشیزم له تاریخي پلوه دحکومتي نظامونو هغه ډول دی چې ۱۹۲۲ – ۱۹۴۳ کلونو ترمینځ په ایټالیا کې دموسولیني په وسیله په مخ وړل کیده دا کلیمه وروسته په پراخه مفهوم وکارول شوه هغه رژیمونو ته چې سره ورته ځانګړنې به یې لرلې هم همدا کلیمه کارول کیده ، دموسولوني په اند فاشیزم یو مذهبي مفهوم دی چې په هغه کې انسان دلوړ قانون او ریښتونې ارادې سره تړلی دی ، له وګړيو نیولې بیاتر روحاني ټولنې پورې ارتقا کوي ، هغه چاچې په مذهبي سیاستونو کې فاشیزم له فرصت غوښتلو بغیر بل څه نه دی بللی دوی په دې باندې نه دې پوه شوي چې فاشیزم سربیره پردې چې یو حکومتي سیستم دی بلکه یو فکري سیستم هم دی .
فاشیزم دمادي طبعیت له ټولو فردي تجربو سره چې په ۱۸ پیړۍ کې یې رواج درلود مخالفت لرلو ، فاشیزم دفردي آزادی مخالف او د دولت پلوي کوي ، وګړو ته هغه وخت ارزښت ورکوي د ټول وجدان او ارادې سره دې دولت پلوي وکړي ، په دې نظام ګې ددولت دآزادی اصول دوګړو له ګټو څخه انکار کوي ، فاشیزم دولت په یوه واقعي او حقیقي بنا ولاړ بولي .
دفاشیزم لپاره موسولیني په ۱۹۳۲ کال په ايټالیا دایرة المعارف کې لاندېني اصول ښودلي دي .
1) دسولې په ګټو بې باوري .
2) دسوسیالیستي فکرسره مخالفت .
3) دلیبرالیزم سره مخالفت .
4) دټولو ډلو پلوي له دولت څخه .
5) دامکان ترحده دپیشوا او لارښود درناوی .
6) یو ډله ایز سیستم رامینځ ته کول .
7) له دیمو کراسی سره مخالفت ( دیمو کراسی ته بوالهوس او ځان پالنې په سترګه کتل )
8) په اتل پرستی او زور پرستی باور لرل .
9) دجنګي روحیې لپاره تبلیغ .
له لومړي نړیوالې جکړې وروسته ایټالیا هم دنورو اروپایي هیوادونو په څیر په ټولنیزو او اقتصادي ستونزو کې را ګیر وو لاریونونه ، شورشونه ، دځمکو غصب او نورو ستونزو مبتلا هیواد وو ، دحکومت شکل یې دیموکراتیک وو دبرتانیا او امریکا خلاف له دیموکراسی څخه برخوردار نه وو وروسته داټولې ستونزې ناحل پاته شوې او ګډوډیو او شورشونو زور واخیست او لازیات شول په دې ګډوډ او له ستونزو څخه ډک حالت کې دفاشیست موسولوني ګوند مینه وال زیات شول او فاشیزم اعلان وکړ چې ایټالیابه له شته ستونزو څخه خلاصوي او وعده یې وکړه چې دلرغونې روم شان وشوکت ، افتخار او امپراتوري به بیرته لاس ته راوړي ، فاشیزم ټولې ناراضه ډلې ټپلې ځان ته راجلب کړې ، هغه سربازان چې مخکې بیکاره پاته شوي وو، منځنی مایوسه طبقې ، وطن پلوي ځوانان او کلیوال او نورو فاشیستانو تورې جامې په تن کړې او دیو لوی ملي آرمان لپاره یې چیغې او فریادونه شروع کړل دوی هر څه هر چاته ورکول او ویل یې ، کار ، نیکبختي او ملي افتخار .
د دوی سیاسي استدلال تروریزم او په سرکونو کې جنګونه وو ، دولت ددې هرڅه نه ضعیف وو او نه یې شوای کولای ددوی مخه ونیسي ، کله چې صنعتي محفلونو هم دفاشیزم څخه حمایت وکړ ( موسولوني ایل دوچه ) په ۱۹۲۲ کال کې یو لوی قدرت ته ورسید او بې له ځنډه یې یو دیکتاتوري نظام په پښو ودرولو او یو ځانګړی اقتصادي نظام یې رامینځ ته کړ ، دولت عمومي کړنې او فعالیتونه په غاړه واخیستل فوځ یې نور هم تقویه کړ په ۱۹۳۵ کال دحبشې ( اوسنی اتیوپیا ) دفتحې په واسطه دایټالیا امپراتوري په شمالي افریقا کې لاپراخه کړه فاشیزم په دې وخت کې تر ډیره حده بریالی مالومیدلو ځکه په یو ګډوډ او نا امنه هیواد کې یې نظم او امن رامینځ ته کړ څه ناڅه امنیت پکې رامینځ ته شو .د ایټالیا خلکو موسولیني تائیدولو او ویل یې ده پر وخت او په موقع سره حرکت پیل کړی دی .
موسولیني ددې لپاره چې د هغه تبلیغ مخه ونیسې کوم چې ویل یې فاشیزم هسې یوه فلسفه ده نو هڅه یې وکړه چې دخپل رژیم لپاره درناوی رامینځته کړي نو بې مانا شعارونه یې رامینځ ته کړل او ویل یې .
1) هیواد دبشریت ټولیز وجدان او اراده څرګندوي .
2) تل حق له موسولیني سره دی.
3) خبرې او بحث نه بلکه اطاعت .
4) ایمان راوړی ،اطاعت وکړی او وجنګیږی .
د ۱۹۳۰ لسیزو ټولو دیکتاتورانو او ښي جناحو دایټالیا سیاسي فاشستي کړنلارې تقلید کړې او هغه یې دخپلو هیوادونو له آدابو ، سنتو او حالتونو سره سمې پلې کړې دبیلګې په توګه په اسپانیا کې لیبرال فرانکو فوځ له کلیسا سره وتړلو فاشیستي نظام ته یې تر ۱۹۷۵ لسیزې او آن دخپل ژوند تر پایه دوام ورکړخو نور رژيمونه لکه د آلمان نازي رژیم په شرقي اروپاکې ځنې رژیمونه او حتی خپله فاشیسته ایټالیا په دویمه نړیواله جګړه کې له ماتې سره مخامخ شول .
تر ټولو بریالی او مضر فاشیستي هیواد نازي آلمان وو چې وروسته له لومړی نړیوالې جګړې بیا دایټالیا په څیر له ډیرو ستونزو سره مخ شو داهیواد مجبور وو خپل شرم او ماته ومني بیا په ۱۹۱۹ کال نیم ژواندې دیموکراسي په دې هیواد کې په پښو ودریده که څه هم چې دآلمان دلوړې طبقې دمنلو وړ نه وه دوی ډیر د آلمان دنازیزم او هیتلر دعقیدې پلوي وو وروسته په آلمان کې دفاشیزم یوه غوره نظریه رامینځ شوه دهغه عنوان غوره نژاد وو چې دانظریه تاریخي ریښې لري او دالمان د ۱۹ قرن په فلسفو او عقایدو کې راغلې ده ځکه آلمانیان غوره خلک وو او دآلمان ماته په لومړۍ نړیواله جګړه کې دآلماني فوځیانو درغلي وه ، خو دوی نه غوښتل ځانونه مقصر او ملامت وبولي ، نو لازمه وه چې پړه په نورووګړو لکه یهودانو او سوسیال دیموکراتانوچې دآلمان فوځ یې له شانه په توره وهلی وو واچوي داخلک هغه وخت او اوس هم دجګړې او ستونزو درا مینځ ته کولو عاملین بلل کیږی .
د ۱۹۳۵ لسیزو په لومړیو کې آلمان دبیرته ښه کیدو په لور روان شو میلیونونو کسانو دهیتلر نظریات ومنل او په ۱۹۳۳ کال کې نازیانو د آلمان لوی ګوند رامینځ ته کړ هیتلر دالمان صدر اعظم شو او واک ته درسیدو سره سم یې یو ګوندې او حزبي حکومت رامینځ ته کړ دفاشیزم او نازیزم توپیر په دې کې وو چې فاشیزم ایټالوي فاشیستان دامپریالیزم او پخواني روم دامپراتوری دراژوندې کولو غوښتونکي وو او دآلمان نازیان بیا دیو نوي نظام چې دنژاد دغوراوي په اساس مینځ ته راغلی وو غوښتونکي وو په عین حال کې دواړه دمنځنی طبقې انقلاب او ګډوډي بلل کیږي یا فاشیزم دنشنلیستي ټولنې هغه افراطي جریان ته ویل کیږي چې ملي تعصب بدلوي رابدلوی او هڅه کوي دوطن دوستی څخه په سوی استفادې سره ویشلي هیوادونه او ملتونه یو له بل سره په جګړه کې ښکیل کړي ، دملتونو تر مینځ تضاد رامینځ ته کړي او ممکن هیوادونه دځان په ګټه غلامی ته کش کړی .
له بده مرغه دپردیو کړیو او دې داسې هیوادونو او خلکو په هڅه چې نه غواړي زموږ هیواد په پښو ودریږي دلته هم د هرې طبقې له خوانه فاشستي کړنې ترسره کیږي دسر په سترګو وینو چې ټولنه مو ورځ په ورځ دبد بختی ، فاشیزم او دربدری په لور روانه ده دنور ملتونو او هیوادونو سره تضاد او دښمني څه چې په خپل کور او کلي کې په دښمنی ، ورور وژنه ، چور او چپاوول اخته یو کور په کور کلي په کلي بدی او نارواوې ورځ تر بلې زور اخلي او لا دبد بختی به لور روان یو دیو سوکاله او آسوده افغانستان په هیله .