پوهنیار احسان الله پامیر

ژبه او دهغې اړيکې  

لنډیز

     ژبه د پوهولو او راپوهولو تر ټولو قوي وسیله ده چې انسان ددې قوي وسيلې په توګه د ژوندانه بيلا بيلې مرحلې پاس کوي افهام او تفهيم کوي او د ژوند ستونزې هواره وي که څه بعضې نور حيوانات هم د ژوند ستونزې هواروي خو په کومه اندازه چې انسان د ژبې په وسيله پيچلې مسئلو ته د حل لاره مومي نور حيوانات ورڅخه عاجز دي ژبه په انساني ژوند کې مهم رول لوبوي. ځينې څېړونکي د ژبې په واسطه انسان د ژوي (حيوان) څخه بېلوي او ورته خبرې کوونکی ژوی (ناطق حيوان) وايي، د ژبې اړيکې له انسانیت سره نه شلیدونکې دي او هیڅکله موږ خپل انسانیت بې له ژبې او بې له مفاهمې نه شو څرګندولای دانسانیت مانا الفت مینه او محبت دي انسانان د همدې له پاره خلق شو دی چې انسانيت وکړي او په ځمکه انسان واوسيږي انسان که څوک ووايي چې نه انسان دعبادت له پاره پيدا شوی دی دا هم سمه خبره ده خوانسانیت هم د عبادت جز دی بې له انسانیته فکر نه کوم عبادت پوره او کامل وي نو د دې ټولو انساني اړتیاوو د پوره کولو او او انسانيت د ښودلو او برلا کولو وسیله ژبه ده دلته ویلای شو چې ژبه له انسانیت سره سیده اړیکه لري . همداسې  د نړي ټول پرمختګونه هغه که په هره برخه کې شوي دي هغه که علمي دي که صنعتي که تخنيکي  او که نور ټولنيز پرمختګونه ټول د فکر سره اړيکه لري انسانان د همدې فکري قوې په اساس خپلو اړتياوو او ضرورتونو ته ځير کيږي او دخپلې فکري قوې په مرسته د ژوند ستونزې او مشکلات رفع کوي خو د فکر په انتقال او خپله په فکر کولو کې ژبه يو اغيزمن رول لوبوي دا په دې مانا ده چې ژبه له تفکر سره هم نيغ په نيغه اړيکه لري .همداسې ژبه دپېښو سره اړيکې لري او دپېښې ( واقعت ) د پيژند او درک قوه ده ميک ګريټ (Mcgrath )  ليکي چې په ژبه کې شيان او مالومات په ټولګيو ويشل کيږي زموږ ژبه د پېښو د پيژند وسيله ده دی .  په دې سربېره ژبه هغه اوازونه دي چې انسانان يي دخپلو افکارو او خيالاتو د څرګندولو په غرض تر يو خاص نظم او سيستم لاندې د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه راباسي او په دې توګه په خپلو منځوکې يو له بله اړيکه پيدا کوي او ليک هغه سيمبولونه او علامې دي چې دهغوی په واسطه  انسانان يو له بله خپل افکار اوخيالات اظهاروي ، ليک په عمومي ډول پر دوو برخو باندې ويشل کيږي يو تصويري ليک دی او بل الفبايي ليک په تصويري ليک کې انسانان خپل فکرونه او خيالات دتصويرونو او شکلونو په واسطه څرګندوي.

 

سریزه

        هغه لومړنی ځانګړنه چې انسان له نورو حيواناتو څخه بيلوي او توپير يې کوي هغه ژبه او مفاهمه ده انسان لومړنی مخلوق دی چې الله تعالی د نطق او خبرو کولو توان ورکړی دی انسان دهمدې قوت په اساس کولای شي پيچلې مسئلې حل کړي ، د ويشلو موضوعاتو په اړه يو له بله بحث وکړي او مفاهمه وکړي انسان د خپل ژوند له لومړيو څخه دا ځانګړنه په کسبي ډول له ټولنې څخه زده کوي چې له همدې امله موږ وايو ژبه فطري نه بلکه کسبي پديده ده خو يوه خبره بايد په ياد ولرو د انسان د خبرو کولو قوت  يا دنطق قوت فطري دی يعني  يوازې انسان ته الله تعالی دا قوت ورکړی دی چې انسان به ضرور خبرې کوي نطق به کوي او مفاهمه به کوي چې نور مخلوقات دا قوت بيا نه لري نو دا د خبرو کولو توان په انسان کې فطري دی خو دا چې  انسان په کومه ژبه او کومه لهجه خبرې کوي دا بيا کسبي  دی او له ټولنې څخه زده کيدونکی قوت نو نطق فطري  يا خبرې کول فطري او افهام او تفهيم کړنلاره او طريقه چې آيان موږ دا مفاهمه په پښتو ، پاړسی او انګريزي کوو او که په بله کومه ژبه دا د انسانانو له پاره کسبي ده په کومه ټولنه کې چې انسان ژوند کوي او له کومو ګاونډيانو سره چې اړيکه لري دهغو ټولنو ژبه زده کوي او هغوی په څېر مفاهمه کوي او يوبل پوهوي دا چې خبره راڅخه اوږده شوې نه وي انسان له هماغه وخته چې خبرې وکړي له يو لړ برخو سره يې اړيکې پيدا کيږي د ژوند لومړی اړيکې د خبرو کولو په واسطه جوړيږي همداسې ژبه له انسانيت ، ژبه له فکر ، ژبه له ژوند ، ژبه له پيښو  او له نورو بيلابيلو پديدو سره اړيکې لري دا چې د انسان مانا مينه او الفت ده نو موږ خپله مينه او الفت بې له ژبې يا بې له مفاهمې سره نه شو څرګندولای حيوانات هم په خپل منځ کې مينه لري خو هغوی بيا په بله طريقه په خپل منځ کې يو له بله مفاهمه کوي او يا يې هم هيڅ نه شي کولای دا مفاهمه که بې غږه توګه هم وي يعني که په اشاروي توګه د انسانانو ترمنځ مفاهمه وشي هم د نور حيواناتو سره توپير لري حيوانات کيدای شي هيڅ اشارات درک نه کړي خو انسانان د اشارو د درک قوت هم  لري له اشارې څخه پوهيږي چې مطلب او مفهوم څه دی  . ددې څخه  دا جوتيږي کله چې ژبه نه وي نو انسانيت هم  تر سوال لاندې راځي موږ خپل انسانيت مجبور يو د ژبې او مفاهمې له لارې نورو ته وښيو چې دا  مفاهمه کيدای شي په غږيزه توګه وي او يا کيدای شي په اشاروي توګه وي يا داسې هم کيدای شي دا مفاهمه په ليکلې بڼه وي کله چې خپل انسانيت څرګندوو نو فکر ته هم اړتيا ليدل کيږي بې فکره نه شو کولای په ښه توګه  خپل انسانيت څرګند کړو دلته اړتيا ليدل کيږي چې ژبه بايد له فکر سره هم اړيکه ولري همداسې کله چې څرګندونې کوو بايد معقولې وي د عقل زيږنده وي که د عقل زيږنده نه وي کيدای شي  چټيات وي نو په دې اساس ويلای شو چې ژبه له عقل سره هم اړيکه لري همداسې له نور موضوعاتو سره هم اړيکې موجودې دی په لاندې بحثونو کې دا اړيکې هر يو په جلاجلا توګه څيړو او بحث ورباندې کوو .

ژبه او انسان

       ژبه د انساني فرهنګ او ټولنيز ژوند هغه قوي وسيله ده چې د انسان د ژوندانه په دويم پړاو يا دماشومتوب په زمانه کې زده کيږي او ددې قوي وسيلې په توګه د ژوندانه بيلا بيلې مرحلې پاس کوي افهام او تفهيم کوي او د ژوند ستونزې هواره وي که څه بعضې نور حيوانات هم د ژوند ستونزې هواروي خو په کومه اندازه چې انسان د ژبې په وسيله پيچلې مسئلو ته د حل لاره مومي نور حيوانات ورڅخه عاجز دي ژبه په انساني ژوند کې مهم رول لوبوي. ځينې څېړونکي د ژبې په واسطه انسان د ژوي (حيوان) څخه بېلوي او ورته خبرې کوونکی ژوی (ناطق حيوان) وايي؛ خو ځېنې نور څېړونکي بيا په دې عقيده دي چې ژوي هم يو ډول غږونه کولای شي او د مخابرې يو سيستم لري، چې سړی ورته ژبه يا د ژبې يوه خاصه بڼه ويلای شي؛ خو واقعيت داسې دی چې د ژبې مرکز په لوی  دماغ کې دی، چې په ژبې د پوهېدلو او کنترول دنده په غاړه لري. د غـږېدو په وخت کې د انسان د دماغ يوازې څلورمه برخه يعنې په سلو کې پنځه ويشت (٪۲۵) وده کړې وي او پنځه اويا (٪۷۵) بيا وروسته وده کوي؛ حال دا چې د ژوو دماغ په سلو کې د پنځه شپېتو (٪۶۵) څخه زيات د زېږېدو په وخت کې بشپړوي . لوی دماغ يا ماغزه په دوو برخو وېشل شوی دی يوه يې کيڼه (ګڅه) برخه ده او بله يې ښی برخه ده. د نورو څېړونو په نتيجه کې ثابته شوې ده چې د ښي لاس کسانو په سلو کې نوي (٪۹۰) اود کيڼ لاس کسانو په سلوکې شپېتو(٪۶۰) د ژبې  مرکز د لوی دماغ په کيڼه (ګڅه، چپه) برخه کې دی.  په دې توګه ويلای شو، چې د اکثرو انسانانو د ژبې مرکز د لوی دماغ په کيڼه (ګڅه ) برخه کې دی. د غږونو د ژبې دستګاه تالو دی، چې د غږونو پټۍ  لري او د ژبې د عضلې او شونډو په مرسته سره غږونه جوړوي. که د ژبې مرکز ته په لوی دماغ کې تاوان او ټکان ورسېږي؛ نو بيا په ژبه کې هم خنډ پېښېږي او ژبه نسلي او يا د خبرو څخه بلکل پاتې کېږي او سړی ګونګېـږي؛ که څه هم د تالو د غږ پټۍ يې جوړې وي. داسې هم کېدای شي، چې د ژبې مرکز په لوی دماغ کې جوړوي؛ خو د تالو دغږ پټۍ خرابې شوې وي، په دې حالت کې هم په خبرو کې خنډ راځي. د انسانانو د تالو د غږونو په پټيوکې  د پرتو غږونو شمېر زيات او پراخه  دی او مختلف ډول غږونه جوړولای شي؛ خو د ژوو(حيواناتو) د تالو د غږونو شمېر ډېر کم دی او يوازې څو محدود غږونه کولای شي جوړ کړي . لکه مخکې مو چطې وويل د انسان مانا انس ، مينه او الفت دی  نو دا مينه الفت او انس موږ به ژبه د مفاهمې له لارې کولای شو خپل د انسانيت نور احساسات او عواطف يوازې د ژبې له لارې له نورو سره شريکولای شو که ژبه ونه لرو يا مفاهمه ونه لرو نه شو کولای خپل احساسات بيان کړو همداسې انساني رويه د مفاهمې له لارې له يو اوبل سره د پوهونې او راپوهونې له لارې سرته رسولای شو کومې اړيکې چې وګړي ټولنه او يا يو قوم يې يو له بله سره لري يوازې پېښې او حادثې نه دي بلکه ټولنيز اړخ يې تر ټول ډېر په دخيل دی د وګړو د عملونو په مقابل کې عکس العملونه ټول د همدغه مفاهمې له لارې صورت نيسي   د دې پور تنيو ټکو څخه دا نتيجه په لاس راځي، چې د انسان ژبه دغږونو د شمېر(د کميت) له پلوه بډای او بشپړه ده او د ژوو بيا نيمګړې ده. په دومره اندازه سره ژبه د انسان او ژوي د توپير نښه ګڼل کېدلای شي چې انسان په ډېره پيمانه او ژوي په لږه پيمانه د خبرو کولو توان لري او يا هم هيڅ خبرې نه شي کولای . همداسې په رويه او روش کې هم په توپير سره انسان د مفاهمې له لارې بېل او ژوي بيا بېل روش لري بل په عملونو او د عملونو په مقابل کې د عکس العملونو له مخې هم انسان او ژبه سره ډېر په اړيکه کې دي او حيوانات يا ژوي کيدای شي  د مفاهمې له لارې نه بلکه له کومې بلې لارې د عمل په مقابل کې عکس العمل وښيي . په انساني ژوند کې ژبه  او مفاهمه په انسان پورې ځانګړې عمليه ده د انسان د فکر کولو، پوهونې راپوهونې اوهمدارنګه د  يووالي وسيله ده د ټولنو او قومونو په بيلولو او سره يوځای کولو کې پراخه ونډه لري يا داسې هم ويلای شو چې ژبه په انساني ژوند کې د د ټولنې د يوالي  ګډه نښه ده ، له بل سره د نيږدې کسانو او يا يوله بله د سره لېرې کسانو تر منځ اختلافونه چې په ټولو ټولنو او ډلو کې ليدل کيږي کيدای شي تر ټول عمده علت او سبب يې يو له بله ناسمه مفاهمه او يا نه پوهيدنه وي کله چې دوی يوله بله سره پوهونه راپوهونه ونه کړي اواصل مقصدته ونه رسيږي نو تر منځ يې اختلافونه پيدا کيږي او که مفاهمه سمه وشي هيڅکله به مخالف نه شي دې ته په کتو سره د اسپرانتو مفکوره رامنځ ته شوې ده يعني د نړيوالې يا بين المللي ژبې زده کول په دې مانا چې  هر څوک ددې له پاره چې له هرچاسر په سمه توګه پوهونه راپوهونه وکړي د خپلې مورنی  اوملي ژبې ترڅنګ بايد يوه نړيواله او بين المللي ژبه هم زده کړي خو په نړي کې دې نظريې تر ډيره عملي اړخ ونه موند ځکه د سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو واکمنيو په نظرکې نيولو سره هر هيواد او هرملت ته خپله ژبه تر بل هرڅه ډير ارزښت لري ، ژبه هغه ټولنيزه پديده ده چې په وګړو پورې تړلې او انسانيت د رشد او تکامل پروسه له يوه نسل څخه بل نسل ته ليږدوي ، که له انساني فرهنګه ژبه او مفاهمه واخيستل شي نو ټولنيز ژوند مو ترې اخستی دی او په واقعت کې مو د هغه ټولنې کلتور او فرهنګ ور وژلی دی ژبه د انساني ژوند د اړيکو کيلي او کله کله د کلتور سرمايه هم ګڼل کيږي کوم وګړي چې پرې واکمن وي د ځان  له پاره ټولنيزې اړيکې او ځانګړي هويت مومي نو له  دې امله قومي او فردي هويت تر ډېره په ژبه پورې اړه لري او دا چې يوه ټولنه له بلې ټولنې څخه توپير مومي همدا هويت دی چې  اړوند ټولنې د ژبې په واسطه لاس ته راوړی دی ، ژبه او مفاهمه که په غږيزه توګه  که په ليکنی او که په اشاروي يا حرکي ډول وي  لومړنۍ د اړيکو نيولو وسيله ده چې پرلپسې پيړيو راهيسي د خلکو ، قومونو ، ټولنواو ملتونو تر منځ کارول کيږي په ننی نړۍ کې ژبه د پخوا په څېرپه ساده توګه  يوازې د انسانانو تر منځ د اړيکو نيولو ، پوهولو او راپوهول وسيله نه ده بلکه اوس ژبه د يوويښ او فعال  قوم او يو ملت د پيژندلو تر ټولو غوره ځانګړنه ده . الله تعالی په قران کريم کې څو ځله د ژبو او بېلابېلو قومونو يادونه کړې  ده خو غوره او تر ټولو بهتره يې يوازې تقوا لرونکي ګڼلي دي د هر ملت ژبه  د خاورو په دې نړي کې د هغه ملت د شتون په اندازه مهمه ده ، ددې له پاره چې يو قوم او يو ملت وپيژنو بايد هغه ملت ژبه وپيژنو دلته کيدای شي هغه فرانسوی متل چې د ژبو په اړه ويل شوی دی سل په سله رښتيا وي فرانسوي متل دی وايي ( هر هغه څوک چې خپله مورني ژبه يې نه وي زده وحشي دی  ) له همدي  امله د نړي علمي او فرهنګي ټولنې هڅه کوي تر څو ټولې ژبې حتی هغه ژبې چې لږ اوپه  نشت شمير ويونکي لري هم ژوندی وساتي جان استوارت وايي کله چې استعمار وغواړي يو قوم او ملت تر خپل استعمار لاندې راولي لومړی دهغه ملت هويت او ژبه پيژنې او په اړه يې پوهه تر لاسه کوي او کله چې ملت خپل هويت او ژبه له لاسه ورکړي د تل له پاره د نورو تر غلامی او استعمار لاندې راځي په اوس وخت کې د يو ملت او قوم د له منځه وړو له پاره هغه ملت په فزيکي توګه له منځه نه وړل کيږي بلکه د هتلر هماغه پخواني فورمول نه کار اخيستل کيږي هتلر ويلي وو د ملت د له منځه وړو له پاره کافي ده چې دهغو ژبه له منځه يوسی ټولنپوهان د نورو فرهنګونو سره د مبارزې له پاره داسې نظريه لري دوی وايي ژبې د بشريت او انسانيت تر ټولو غوره معنوي ذخيري دي چې په له منځه وړو سره يي نه يوازې د هغه ژبې له ويونکو سره ظلم کيږي بلکه د بشريت له معنويت او انسانيت سره دښمني هم بلل کيږي  له ژبې سره دښمني بيا د ژبو وژل ګڼل  کيږي او د ژبې وژل د يو قوم او يوملت بلاخره د انسانيت  وژل دي .

 

ژبه او فکر

      د نړي ټول پرمختګونه هغه که به هر برخه کې شوي دي هغه که علمي دي که صنعتي که تخنيکي  او که نور ټولنيز پرمختګونه ټول د فکر سره اړيکه لري انسانان د همدې فکري قوې په اساس خپلو اړتياوو او ضرورتونو ته ځير کيږي او دخپلې فکري قوې په مرسته د ژوند ستونزې او مشکلات رفع کوي خو د فکر په انتقال او خپله په فکر کولو کې ژبه يو اغيزمن رول لوبوي دا په دې مانا ده چې ژبه له تفکر سره نيغ په نيغه اړيکه لري خو په دې مانا هم نه ده څوک چې ګونګ دي او خبرې نه شي کولای هغه به فکر هم نه شي کولای نه هغه  چې ګونګ دي فکر کولای شي اوفعال فکر لري  مهدي نيکونام وايي ژبه فکر دی چې د لغتونو غږونو او نورو حرکتونواو اشارو په قالب کې وړاندې کيږي د فکر د خاوند قصد او تصميم نورو ته څرګندوي . افلاطون عقيده لرله چې د انسان روح د فکر کولو په وخت کې له ځان سره خبرې کوي نو په حقيقت کې دا خبرې کول له فکر سره مستقيمه اړيکه لري ځکه د فکر کولو په وخت کې همدا فکر په الفاظو ، غږونو او حرکتونو بدليږي، ده ويلي فکر بې له ژبې هيڅ مانا نه لري داريوش کريمي وايي تول انسانان ددې له پاره چې له نورو سره اړيکې ټينګې کړي او له نورو انسانانو سره پوهونه راپوهونه وکړي ژبې ته اړتيا لري خو ژبه بې له تفکر څخه نه رامنځ ته کيږي يعني مفاهمه بې فکره صورت نه نيسي ژبه د وګړو د فکرکولو لاره څرګندوي او ژبه د هر چا د فکر زيږنده مقصدونه او هدفونه روښانه کوي نو زما په اند هرڅومر چې د يو چافکر او د فکرکلو لارې چارې پيچلې وي په هماغه اندازه يې ژبه هم پيچلې وي يا داسې هم ويلای شو په کومه اندازه چې ژبه پيچلې وي يا مفاهمه پيچلې وي په هماغه اندازه تفکر هم پيچلی وي د ژبې او فکر په اړه بحث تر ډېره د ژبې له  ارواپوهنې سره تړاو لري او د ابحث دا پوښتنې هم زيږوي لکه :آيا يوازې ژبه د ذهن د لوړو کړنو ، تفکر ، تخيل ، استدلال قضاوت اونورو کړنوله پاره شره ده ؟ آيا که د موږ ژبه نه وای زده موږ به ذهني کړنې او فکرونه سرته رسولي وو ؟ آيا که د مريضی يا کومې بلې پيښې په واسطه د خبرو کولو توان او قدرت له لاسه ورکړو ايا فکر کول او تخيل کول هم له لاسه ورکوو ؟ دا او دې ته ورت پوښتنې نوې پوښتنې نه دي فيلسوفانو او متفکرانو پخواورته ځوابونه ويلي دي چې ددې جملې نه افلاطون لومړنۍ شخص وو چې ژبه اوفکر يې يو بللي دي او ويلي يي دي چې ژبه فکر دی همدا رنګه واټسن هم  دا موضوع بيان کړې ده فکر بې له هغه ژبې او مفاهمې چې دحرکتونو او يا د غږونو له لارې سرته رسيږی هيڅ هم نه دی ده يوازې په کم توپير ويلي دي چې فکر ژبه دی پوهان وايي ژبه د انسان د ذهني کړنو او فعاليتونو يوازينی او موثر عامل نه دی خو تر ټولو مهم عامل يې کيدای شي وبولو خو فکر بې له زبې او مفاهمې کيدای شي ډير ساده او ابتدايي وي او تجربوي او عملي اړخ يي کيدای شي ډير ضعيف وي تر دې حده چې نه شو کولای د فکر کولو حکم ورباندې وکړو (۲ :۱۳۴)  دلته کولای شو د ژبې او تفکر په بحث کې څو څيزونه مطرح کړو اول د مغزو کړنې : د انسان مغز تر اوسه د نړۍ د ټولو تخنيکونو او ماشينونو په پرتله يوازينی ماشين دی چې نور ماشينونه ورسره رقابت نه شي کولای په نړۍ کې د رواجي عقيدې خلاف د انسان مغز تر ټولو حيواناتو تر مغزونو لوی مغز نه دی  د انسان مغز نيږدې په ده نيمو کرو ويشل شوی دی چې کله ناکله  ورته ښې طرف او چپ طرف مغز هم ويل کيږي  دمغز دواړه طرفونه يو له بله سره تړلې عصبي ريښي لري چې د مغزکړنې سره هماهنګه کوي  ټول استعدادونه او قابليتونه چې انسان يې ترسره کوي د انسان د مغز زيږنده ده او هغه څه چې موږ ورته ذهن ، حافظه ، تفکر ، زبان ، منطق او .... وايو او په هر يوه بېل بېل بحث کوو دا په واقعت کې ټول د يوه مغز په نرم افزارو يا پوستکالو بحث دی. ( ۵ :  ۱۴۹)  بل څه چې بحث ورباندې کوو هغه په مغز کې د ژبې مرکز دی نيږدې  د نوي سلنه وګړو د مغز چپه  خوا ژبنی کړنې څاري او کنترولوی يي په داسې حال کې چې نيمه راسته کره د ليدلو مهارتونه ، د غيرژبنيو غږونو ادراک او موسيقي غږونه کنترولوي همداسې د انسان د مغز هره خوا د انسان دبدن مخالفه خواکنترولوی په دې مانا چې ښی طرف مغز د انسان چپ لاس او پښه او چپ  طرف مغز د انسان ښی لاس او پښه کنترولوي عصاب پيژندونکي وايي دمغز د چپې خوا په دريو  حصو کې د ژبې مرکز دی او په همدې دريو ناحيو کې د ژبې کاروه سرته رسيږي  خو وروستيو څيړنو وښوودله چې د ژبې اړوند بعضې کارونه په ښې خوا کې هم  ترسره کيږي  اوس دا درې ناحيې تشريح کوو . لومړي ناحيه  دبروکا ناحيه ده پل بروکا فرانسوي جراح په ۱۸۶۰ کال کې په په خپل ګزارش کې وښودله کله چې د بروکا برخې ته صدمه ورسيږي انسان د خبرو کولو قدرت له لاسه ورکوي او بروکا د خبرو کولو په قدرت او وړتيا کې مستقيمه اغيزه لري دا برخه په لومړيو کې د انسان د مغز په چپه خوا کې کڼل  کيده خو وروسته ثابته شوه چې دا ناحيه دمغز په ښی خوا کې واقعت لري  . ( ۳:  ۱۸۵ )  بله برخه يا دويمه ناحيه د ورنيکه په نامه ده کارل ورنيکه الماني داکتر په ۱۸۷۰ کال دخپل کزارش له مخې وښودله ده وويل دا برخه د خبرو د درکولو په برخه کې رول لري او د چا چې په دې برخه يا په دې ناحيه کې ستونزې وي هغه خبرې نه شي درکولای د ناحيه د انسان دمغز په چپه کره کې ثابته شوې ده ورنيکه دمغز هغه برخه ده چې د خبرو کولو په درک کې مستقيمه اغيزه لري بله برخه يا دريمه ناحيه د مغز حرکتي او تکميلي برخه ده دا برخه دوو جراحانو د پنفيلډ او رابرتس په نومونو په ۱۹۵۰ کال کې په خپل ګزارش کې وښوده دو وويل چې دا برخه د مفاهمې په فزيکي جوړښت کې رول لري يا په دې مانا دحرکاتو مفاهمه او ژبه يا دانسان حرکتونه د همدې برخې له لارې کنتروليږي بل په مغز کې د تفکر ځای دی دلته آيا تفکرپه مغز کې بېل ځای لري اوکه په هماغه دخبروکولو ناحيه  د تفکر ناحيه هم ده ؟ موږ ددې پوښتنې په ځواب کې ويلای شو هغه څوک چې خبرې نه شي کولای خو فکر کولای شي دا ځواب په لاس راځي چې که د خبرو کولو او فکر کولو ناحيه يوه وای نو ګونګی به فکر نه شوای کولای خو داسې نه تفکر په مغز کې بېل ځای لري  تفکر د ارواپوهنې ، فلسفې او منطق له نظره هم بايد وڅيړل شي نور علوم تفکر د منطق لاسته راوړنه بولي او منطق داسې راپيژني منطق د تفکر تللو ته ويل کيږي يا په بله وينا د فکرونه ټولګې ته منطق ويل کيږي جان لاک وايي تفکر يوازې د خبرو کولو څخه ګټه نه پورته کوي بلکه له نورو حسونو لکه تصوير ، مزه ، بوی او نورو څخه هم ګټه پورته کوي کله چې دا ټول په مغز کې را غونډ شي د تفکر له پاره ترې موضوع جوړيږي  جان لاک د مغز په ذاتي پوهه باور نه درلوود خو تفکر يي د ذهن په ټوليزو کړنو کې شميرلو .(۴ : ۱۸۵)  ديکارت بيادانسان د  مغز په ذاتي پوهه باور درلوود او د خپلې يوې رسالې د نفس کړنې په يودېرشمه ، دوه دېرشمه او درې دېرشمه ماده کې يې داسې ويلې دي په مغز کې يوه غده ده چې د نفس کړنې په همدې غده کې  بشپړيږي او دا يې رد کړې ده چې ګواکي دنفس کړنې په زړه کې  کامليږي. (۶ : ۳۳۱ )  د ژبې او تفکر تر منځ د اړيکو په اړه بايد زياته کړو چې ټول ذهني  فعاليتونه د انسان د عصابو په واسطه  سره کيږي که انسان له همدې عصبي سيستم څخه برخوردار نه وای ژبه يې هم نه شو زده کولای که چيرې د انسان په څېر يا انسان ته ورته او نيږدې حيوان شمبازي ته نظر واچوو او هغه ته د ژبې زده کولو هڅه وکړو عبس کاربه مو کړی وي ځکه ژبه يعني يو پرمختللی او تنظيم شوی نظام ځکه د هغه حيوان ذهن او اعصاب د داسې يو پرختللي  او منظم نظام له پاره الله تعالی نه دی برابر کړی  بعضي ژبپوهان لکه ساپير او ورف ژبه د فکر اساس او بنسټ بولي چې دا نظريه يوازې د دوی په نامه مشهوره شوې هم ده ادوارد ساپير وايي که له ډيرو خلکو وپوښتې ايابې له ژبې او مفاهمې کولای شی فکر وکړی دو به ووايي هو ؛ خو زما له پاره دا دمنلو نه ده دی وايي دا به ومنه چې بې له ژبې فکر کيدای شي خو د ژبې اصول او قواعد تفکر ته اړتيا لري ساپير وايي بې له فکره مفاهمه به چټيات وي او هيڅ نه شي کيدای چې يو څوک د بې له تفکره استدلال وکړي اوياد خبرې وکړي که يي وکړي هم هغه به پوچې او چټې خبرې وي .( ۱ :  ۳۵ ) خو ځيني نور فکر د ژبې اساس او بنسټ بولي دوی وايي فکر مستقل دی خو له مانا سره اړيکه لري يعني دمانا اصل منشا فکر دی ځينو بيا ژبه د فکر له پاره يوه وسيله بللې ده دوی وايي د مغز ټولې کړنې د فکر زيږنده دي ژبه او مفاهمه يي د انتقال او خبراوي يوه وسيله ده .

 

ژبه او پېښې

         ژبه دپېښې سره اړيکې لري او دپېښې ( واقعت ) د پيژند او درک قوه ده ميک ګريټ (Mcgrath )  ليکي چې په ژبه کې شيان او مالومات په ټولګيو ويشل کيږي زموږ ژبه د پېښو د پيژند وسيله ده دی زياتوي چې که چېرته په دوه ژبو کې د يوه شي (څيز) يا پېښې له پاره يو ډول يا يو قسم لفظونه وي نو بيا د شي يا پېښې پيژند هم ددې دواړو ژبو د ويوونکو په شانته دی   او برخلاف که بېل بېل ډول لفظونه وي نو بيا دشي يا پېښې پيژندنه ، درک او تصور يې هم ويشلی دی د بېلګې په توګه زموږ په ژبه کې واورې د ټولو بڼو يا شکلونو له پاره يو لفظ شته دی خو د اسکيمو (Eskimo   ) قوم داسې يوه ژبه لري چې د واورې د مختلفو بڼو يا حالتونو د پاره بېل بېل لفظونه لري او د واورې د مختلفو شکلونو ترمنځ په کې توپير کيږي واوره د وريدلو په حالت کې ، واوره د ځمکې پرسر ، واوره د کور د بام په سر او نور له دې کبله د اسکيمو (Eskimo   ) او زموږ د واورې پېژند او تصور مختلف دی د شيانو او پېښو پيژند، درک او تصور دژبې پورې اړه لري او ژبه زده کيږي زموږ د شيانو او پېښو پيژند او تصور هم د ټولنيز کيدلو د برخې په توګه د زده کړې په لړۍ (پروسه) کې ولاړ دي د پښتو ژبه چې ډېره لرغونې ژبه ده د ډېرو پېښو او واقعتونو د پيژندلو آينه يا هنداره ده د پښتو ژبې په مرستط سره سړی کولی شي چې ډېرې پېښې و پېژني داکتر کبير ستوری وايي ما د پښتو ژبې په مرسته دا پېښه او واقعت وپيژانده چې د انسان په وجود کې د ساايزو پېښو دوه مرکزونه دي چې يو دماغ او بل زړه دی حال داچې د لوېديځ په ساپوهنه کې دماغ د ټول ساايزو يانفسي توکونو مرکز ګڼل کيږي خو که سړی د پښتو ژبې پر بنسټ د شيانو او پېښو جاج واخلي نو د ماغ د عقل او فکر مرکزدی او زړه د احساساتو ، جذباتو او غوښتنو لکه زړه مې نه غواړي چې هلته ولاړ شم ، زړه مې خفه دی ، زړه مې خوشحاله دی ، او داسې نور ډېر څه د زړه پورې تړل کيږي دماغ د زړه دواړه دساايزو (نفسي او روحي ) توکونو واکمن مقامونه دي خو دا دواړه مقامونه يو له بل سره تړلي دی او ګډ کار کوي . ددماغ اوزړه د دندو دا وېش د جذباتو او احساساتو (قار ، وېرې) د جسماني فزيولوژيکي يا طبي بدرګو په واسطه ملل کېدلی شي چې د زړه د حرکاتو او کارپورې اړه لري نه يوازې په ساپوهنه کې بلکې پخپله ژبپوهنه کې هم پښتو دزيات شمېر پېښو او واقعتونو د پېژندنې سبب  ګرځيدلی شي . دلته د الکزاندر هماګايف سره دمرکې يوه برخه راړو چې وايي : ما په يوه مجله کې لوستي وو چې د پښتون قوم دژبې پښتو د ګرامر په مرسته د ويد د کتاب الفاظ چې په سانسګرت ژبه ليکل شوي دي مانا کيدلی شي زما له دې ژبې سره مينه پيدا شوله چې دومره پخوانۍ ده او ګرامري قاعدويې په پخوانی ژبو اغېز کړی او اوس هم پرې ولس غږيږي او د يوه قوم ژبه ده نو د  ژبو په انستيتيوت کې مې دا ژبه زده کړه . دی زياتوي چې پښتو ژبې ته د پاملرنې له لارې دېرې پېښې او واقعتونه راسپړل کيدای شي چې نه يوازې د پښتنو له پاره بلکه د ټولې سيمې او نړۍ له پاره د ارزښت وړ دي .

 

ژبه او ليک

        ژبه هغه اوازونه دي چې انسانان يي دخپلو افکارو او خيالاتو د څرګندولو په غرض تر يو خاص نظم او سيستم لاندې د صوتي غړو په واسطه له خولې څخه راباسي او په دې توګه په خپلو منځوکې يو له بله اړيکه پيدا کوي او ليک هغه سيمبولونه او علامې دي چې دهغوی په واسطه  انسانان يو له بله خپل افکار اوخيالات اظهاروي ، ليک په عمومي ډول پر دوو برخو باندې ويشل کيږي يو تصويري ليک دی او بل الفبايي ليک په تصويري ليک کې انسانان خپل فکرونه او خيالات دتصويرونو او شکلونو په واسطه څرګندوي او داوازونو سره کومه رابطه نه لري اما په الفبايي ليک کې دهغو اوازونو له پاره چې په خبرواو اترو کې استعماليږي سيمبولونه راوړل کيږي او ددغه سيمبولونو مجموعه چې د يوې ژبې ټول اوازونه  وښيي د ژبې الفبا بلل کيږي ژبه او ليک که څه هم يو له بله سره ډېرې نيږدې اړيکې لري خو بيا هم ژبه بيل شی ده او ليک بيل څيز دی دواړه بايده سره ګډ نه شي يو ژبپوه د ژبې او ليک په اړه ښه توپير کولای شي خو هغه کسان چې په دې اړه يي غور نه وي کړی ژبه او ليک دواړه يو شي بولي حتی کله کله ځيني خلک ليک اساس بولي او په همدې اساس د ژبې قضاوت کوي حال دا چې اساس ژبه ده او دليک قضاوت بايد د ژبې پر اساس وښيو  همدغسې اشتباه ګانې کله کله د ګرامر او ژبې تر منځ هم واقع کيږي يو ژبپوه هر کله چې د ژبې ګرامر ليکي هيڅ کله دمورنۍ ژبې وويونکي ته دانه وايي چې داسې مه وايه داسې ووايه ، بلکه ددې پر ځای چې دې د مورنۍ ژبې څښتن ته لارښوونه وکړي دی په خپله بايد د مورنۍ ژبې له خاوند څخه لارښوونه او هدايت واخلي يعني بايد پوښتنه ځنې وکړي چې تاسې څنګه وايي ؟ هرډول چې هغوی ويل دی بايد هغه شی کټ مټ په خپل ډيټا کې ضبط کړي دا ځکه چې ګرامر د ژبې له مخې ليکل کيږي او ژبه د ګرامر له مخې منځ ته نه راځي ، يو ژبپوه هيڅ وخت دا زيار نه باسي چې د ژبې ټول مواد هرومرو تر عمومي قواعدو لاندې راولي ځکه چې دده په نزد د ګرامر د پوهانو په اصطلاح د ژبې استثناآت هغومره اهميت لري لکه باقاعده شيان چې  يې لري  او استثناآت هم دژبې يوه مهمه برخه تشکيلوي نو که چېرې دی له هغو سترګې پټې کړي يا يې په بله بڼه سره وښيي په حقيقت کې دی د ژبې له يوې مهمې برخې سترګې پټوي او دژبې ددغې برخې په حقيقي بڼه او ساختمان باندې پرده غوړوي او هغه چاته چې دده د تحقيق  له مخې نوموړې ژبه مطالعه کوي نيمګړې مالومات وړاندې کوي .(۸ : ۶ ) پر دې سربیره ژبه د روح او روان سره هم اړیکه لري داکتر کبیر ستور وایی یوازې د غږ ژبه د ساوالو لړونو سره اړيکې نه لري بلکه د لیک ژبه هم د لیک مانا په ښوودنه کې  د ټاکلو نښو نښانو له لارې د سړيتوب ټاکلي لړونه راپه ګوته کوي (۷ :  ۱۷ )

 

پایله

     په لنډه توګه ویلا ی شو چې ژبه د انسانیت سره ژبه دفکر سره ژبه د پيښو سره ژبه دلیک سره او ژبه له نورو ویشلو پدیدو سره نه شليدونکې اړیکې لري د همدې نه شلیدونکو اړیکو په واسطه انسانان خپل انسانیت د ژبې په واسطه څرګندوي او نورو ته خپل انس او الفت د ژبې یا د پوهولو راپوهولو په واسطه روښانوي لکه مخکې مو چې یاودونه وکړه ژبه په انساني ژوند کې د  ټولنې د يوالي  ګډه نښه ده ،د یو  له بله  سره د نيږدې کسانو او يا يوله بله د سره لېرې کسانو تر منځ اختلافونه چې په ټولو ټولنو او ډلو کې ليدل کيږي کيدای شي تر ټولو عمده علت او سبب يې يو له بله ناسمه مفاهمه او يا نه پوهيدنه وي کله چې دوی يوله بله سره پوهونه راپوهونه ونه کړي اواصل مقصدته ونه رسيږي نو تر منځ يې اختلافونه پيدا کيږي او که مفاهمه سمه وشي هيڅکله به مخالف نه شي په دې سربیره ژبه د فکر او تفکر له قوې سره اړیکه لری انسانان دخپلې فکري قوې په مرسته د ژوند ستونزې او مشکلات رفع کوي خو د فکر په انتقال او خپله په فکر کولو کې ژبه يو اغيزمن رول لوبوي دا په دې مانا ده چې ژبه له تفکر سره نيغ په نيغه اړيکه لري انسانانا لکه څرنګه چې خپل انسانیت  د ژبې په واسطه رابیرون کوي او نورو ته یې څرګندوي همداسې د خپل ذهن او فکر نوښتونه او ابتکارونه هم د ژبې په واسطه را څرګندوي ، ژبه د پيښو سره هم همداسې نه شلیدونکې اړیکه لری زموږ ژبه د پېښو د پيژند وسيله ده که چېرته په دوه ژبو کې د يوه شي (څيز) يا پېښې له پاره يو ډول يا يو قسم لفظونه وي نو بيا د شي يا پېښې پيژند هم ددې دواړو ژبو د ويوونکو په شانته دی   هر پيشه چې موږ یې په سترګو وينو یا یې په حواسو حس کوو  موږ مجبور یو هغه دژبې په واسطه نورو ته روښانه کړو  ، د لیک سره هم ژبه مستقیمه اړیکه لري ځکه د ژبې په واسطه د مفاهیمو څرګندول په دوه دوله صورت نیسي یابه موږ خپلې څرګندونې په غږیزه توګه کوو او یا به یې په لیکنی بڼه کوو که په غږیزه توګه خپل مفاهیم څرګند ګړو د ژبې او غږ اړیکه او که په لیکني ډول یې څرګند کړو د ژبې او لیک اړيکه ورته ویل کیږي په پای کې ضرور بولم دا یادونه یو ځل بیا وکړم چې ژبه له بیلابېلو پديدو سره نه شلیدونکې اړیکه لري او یو له بل سره تړلي دي .

 

 

 

 

اخځلیکونه

1. ادوارد ،ساپير . درامدي برمطالعه سخن ګفتن ،۱۳۸۶ کال ،  لومړی  چاپ،  ژباړه : علي محمد حق شناس ، سروش خپرندويه  تهران .

2. باطني ، محمد رضا . ۱۳۸۵ کال ، اتم چاپ . زبان وتفکر ،د مقالو ټولګه ، اګاه خپرندويه موسسه   ، تهران .

3. جورج،  يول .نګاهی به زبان،  ۱۳۸۶ کال اووم چاپ ژباړه : نسرين حيدری،. ليلې خپرندويه تهران ټولنه.

4. جان  لاک . جستاري درفهم بشر ،۱۳۸۶ کال .   دويم چاپ ژباړه : شفق رضا زاده ،تماشا خپرندويه ټولنه ، تهران .

5. دني ،استاينبرګ . ۱۳۸۱کال ، درامدی بر روانشناسي زبان ،ژباړه : ارسلان ګلفام ، تهران .

6. رنه ،ديکارت ، ۱۳۸۶ کال.فلسفه ديکارت ،  ژباړه : منوچهر صانعي دره بيدي ، الهدا خپرندويه ، تهران .  

7. ستوری ، کبیر ، ژبساپوهنه ، د پښتونخوا د پوهنې دیره ، پيښور .

8. شاکر ، نور احمد . ژبنی څيړنې ، ۱۳۵۰ کال . کابل پوهنتون مطبعه .