د فعل هویت او دریځ

پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی/ پښتوڅانګه

احسان الله   پامیر – ehsanpamir@gmail.com       0788840044

لنډیز

 فعل (کړ) د وینا د یوه عمده جز په توګه په یوه زمانه کې د یو کار په کولو یا د یوې پېښې پر پېښېدو دلالت کوي، یا په بل عبارت فعل هغه خپلواک مورفیم ته ویل کیږي چې د یوې زمانې په چوکاټ کې د یو څه پېښېدنه څرګندوي؛ لکه: لیکم، ومې لیکل، و به لیکم، محمود لیک لیکي، احمد به ټولګي ته لاړ شي.

فعل پراخ مفهوم لري او بېلابېل موضوعات په بر کې نیسي. څرنګه چې یو  فعل په یوه زمانه کې د یو کار په کولو دلالت کوي، په ټاکلي شخص او زمان پورې اړه لري، فعل ځانګړي رېښې لري، څرنګه چې فعل بې له زمانې څخه نه شي څرګندېدای ځینو ورته زماني لغت هم ویلای دی، همدارنګه فعل د وینا مهم او عمده جز تشکیلوي چې له فعل څخه پرته جمله نیمګړې بلل کیږي، او کله هم فعل په یوازې توګه یوه جمله جوړوي. په عمومي توګه فعل د دریو اړخونو له مخې ګردانیږي، لومړی د شخص، دویم د عدد او دریم د جنس له اړخه په پښتو ژبه کې د فعل هویت او دریځ همدا دی چې فعل په کومو حالتونو په کومو ځایونو کې راتلای شي.

کلیدي کلیمې: فعل، هویت، دریځ، اوړون، ستاینوم، ترکیب، جمله

سریزه

په عمومي توګه فعل په پښتو کې د دریو اړخونو له مخې ګردانیږي چې په لاندې ډول دي .

۱ـ د شخص له مخې: په پښتو ژبه کې فعل اشخاص څرګندوي، دغه څرګندونې د تصریفې روستاړو په واسطه کیږي چې په رېښې پورې نښلي او لومړی، دویم او درېيم شخص چط متکلم، مخاطب او غایب هم ورته ویل کیږي، څرګندوي ؛ لکه : زه خورم، ته خورې، دوی خوري …

 ۲- د عدد له مخې: چې شخص د مفرد او جمعې په لحاظ ټاکي، د مفرد او جمعې لپاره هماغه تصریفي روستاړي دي چې مونږ پرې د جمعې تفکیک کولی شو ؛ لکه : زه کتاب لولم، مونږ کتاب لولو …

 ۳- د جنس له مخې : چې شخص نرینه وي یا ښځينه څرګندوي يې، جنس په پښتو ژبه کې یوازې د دویمې رېښې په ګردان کې څرګندېدای شي یعنې جنس په تېره زمانه کې هغه هم د درېيم شخص په مورد کې څرګندېږي نه د لومړي او دویم شخص په مورد کې، په پښتو ژبه کې فعل د دوو صیغو لرونکی دی، معلوم او مجهول. د فعل صیغه هغه وخت معلومه بلل کیږي چې د جملې فاعل معلوم وي ؛ لکه : احمد راغی، محمود خط ولیکه. مجهول فعل چې فاعل يې څرکند او معلوم نه وي ؛ لکه : ډوډۍ وخوړل شوه، خط ولیکل شو. فعل د استعمال او معنویت له مخې ځانګړې شکلونه لري، په دې لحاظ فعل د بیان طرز او بڼې له پلوه په لاندې ډولونو وېشل کېږي، خبري وجه، شرطي وجه، امکاني وجه، احتمالي وجه، امري وجه، مصدري وجه، تمنايي وجه.

په پښتو ژبه کې فعل د مانا له پلوه پر لازمي او معتدي ویشل شوی دی.

الف- لازمي فعل : هغه فعل ته وايي چې مفعول نه قبلوي او فعل په تېره او ناتېره زمانه کې د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږی، یا دا چې فعل په تېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي چې البته دغه مطابقت په ناتېره زمانه کې د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه او د درېيم شخص په مورد کې یوازې د شخص له پلوه فعل د فاعل لپاره تصریف کیږي. په تېره زمانه کې لازمي فعل د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږي، خو د درېيم شخص په مورد کې سربېره پر شخص او عدد د جنس له پلوه هم له فعل سره سمون ښيي.

ب - متعدي: متعدي فعل هغه فعل ته وايي چې مفعول قبولوي او فعل په تېره زمانه کې د جملې د مفعول لپاره اوړون مومي، البته دغه اوړون د شخص، عدد او جنس له پلوه تر سره کیږي. په دې مقاله کې د فعل د همدې پيژندنې او هويت په اساس د فعل یا کړ دریځ او ځایګوټي باندې بحث شوی دی.

د فعل دریځ

خبر (مسند، فعل) هم لكه د (مبتدا، مسند اليه، فاعل) د جملې بله مهمه برخه ده. مسند د مبتدا او مسند اليه حال ښكاره كوي، په جمله كې خبر دڅه كوي، څه كيږي، څه ډول (څنګه) دي. څه دي، څوك دى، د چا، څه په باب، څه وخت، چېرته سوالوته ځواب وركوي .

داکتر زرغونې ریښتین زیور په خپل کتاب کې ویلې دي

1- د جملې خبر د مبتدا په شان د كلام د ټولو توكونو څخه راتلاى شي.

2- خبرد جوړښت له مخې ساده (يوتوكيز) مركب (دوه توكيز، تركيبى) او په متعدده توګه سره راتلاى شي.

3- د پښتو ژبې په جملو كې هغه څه چې د خبر په توګه راوړل كيږي يا به فعلي غونډوي او يا خو به اسمي غونډوي.( ۵ : ۳۴ )

هغه جملې چې د خبر په برخه كې يې يو پوره فعل او يا فعلي تركيب (غونډ) وي د فعلي جملې په نامه او هغه چې دخبر برخه يې د مبتدا په څیر اسمي وي داسمي جملې په نامه ياديږي. نو په دې توګه په پښتو ژبه كې خبر په دووډولو ويشل كيږي:

اسمي او فعلي: داسمي او فعلي اصطلاح په ډيرو نورو ژبو لكه روسى فارسي او داسې نورو كې هم شته او په همدغه ترتيب سره جملې په اسمي او فعلي باندې جلا كيږي، نو په دغه اساس په پښتو ژبه كې هم جملې په اسمي او فعلي باندې ويشلى شو:

اسمى جمله: هغې جملې ته وايي چې مسند اليه او مسند (مبتدا او خبر) يې دواړه نومونه وي يعنى د مبتدا او خبر برخې يې داسمي غونډونو (اجزاو) څخه تركيب شوي وي او د يو اسناد (كومكى فعل) په مرسته يې سره ارتباط پيدا كړى وي يا په بله ژبه داسمي جملې اساسي توكي درې دي (مسند اليه، مسند، اسناد) د مسند اليه او مسند ترمنځ حكم ته اسناد وايي. (۳ : ۶۷ )

په اسمي جملو كې (خبر، مسند) د كلام بېلا بېلې اجزاوې (نومونه، صفتونه، ضميرونه، عددونه، قيدونه، فعلي صفات، اسمي فرازيالوژيكي تركيبونه) په مستقيم او غير مستقيم حالت سره راتلاى شي.

په سوال او ځواب، ديالوګ، متلونو او اصطلاحګانو كې كومكي فعلونه غورځيږي لكه: د بيزو دوستي د ځان تاوان. خپل عمل د لارې مل .سردې ګل بيخ دې پياز.

د مثال په توګه يو څو اسمي جملې په لاندې توګه ګورو.

1- نوم په اصلي حالت كې د خبر په توګه او د كومكي فعل سره:

خوشحال خوشحال دى. زه ښوونكي يم. دى استاد دى. د كلي مشر خانميردى.

2- نوم په غېر اصلي حالت كې د پېشينې او پسينې سره د خبر په توګه:

داړونكي ځناوران په ځنګله كې وي. دى زمونږ له دوستانو څخه دى.

3- په جمله كې صفت داسمي خبر په توګه:

د كابل د ښار كوڅې لويې دي. دغه ښار زوړ دى. د ظلم ماڼۍ ړنګه ده. هواروښانه ده. كتاب پر ميز پروت دى. ښه خلك لږ دي. په دغو جملو كې لويې دي، زوړ دى، ړنګه ده، روښانه ده، پرميز پروت دى داسمې خبر په توګه پېژندل شوي دي.(۱ : ۴۸ )

4- فعلي صفت (نومونه) داسمي خبر په توګه:

دوي خپل كلي ته تلونكي دي. داسې وخت راتلونكى دى. اباسيند تل څپاندوي.

په دوبي كې لمرسوځونكى وي. ځلانده دى. دى ښه ګټندوى دى. پښتانه د هيواد ساتندوى دي. ماشومان خوځنده دي. ددې كتاب څومره ارزښت دى.

5- قيد داسمي خبر په توګه:

ددوي كور د ښار له مركز څخه لرې دى. كتاب هلته دى. خبره نژدې ده.

6- ضمير د خبريه توګه: ددې هلك پلار دى دى. دده مطلب زه يم، ته ته يې اوزه زه يم.

7- خبر اضافى ضمير وي: دغه كور زمونږ دى. دغه كتاب ستادى. ددغه كتاب لومړۍ برخې زما دي.

8- اسمي خبر د پوښتنې (استفهامي) ضميرونه وي: دغه راروان هلك څوك دى. دلته څوك دي؟ هلته څه دي؟ خلك څومره وو؟ د پوهنځي لاركومه ده؟ دى په ټولګي كې څوم دى؟ دغه ښكلى ليك د چادى؟

9- عدد د مسند (خبر) په توګه: په پښتو ژبه كې واولونه اته دي. دا كوټه پنځمه ده. خبرې ډيرې سريې يو دى.

10- مصدر داسمي خبر په توګه: ددوي مقصد تلل وو. ددوي مطلب يوازې او يوازې پخلا كول دي.

11- فعلي نوم (حاصل مصدر) داسمي خبر له پاره: لومړنۍ زړده كړه د كوچنيانو له پاره روزنه او پالنه ده.

12- د تركيبونو (غونډونو) په توګه د اسميه خبر څرګندونه:

1- د اضافي تركيب په توګه:

خوشحال خان د ملك اكوړي لمسى دى. خندا د ژوند مالګه ده.

2- د اضافى ضمير تركيب داسمي خبر په توګه: دغه هلك زما ورور دى. دا زما سره هلك زما د ترور زوى دى. دا وطن زمونږ مور ده.

د پوښتنې له پاره: دغه سړي د چا ورور دى؟ ادم خان ا درخانى د كوم ځاى وو؟

3- توصيفى تركيب د خبر په توګه: خوشحال خان خټك پياوړى شاعر دى. روغتيا او صحت لوى نعمت دى. علم پټه خزانه ده. نن څومره ښه هوا ده. ناست كسان ښه خلك دي. څه ښكلې مرغۍ ده!

همدارنګه صفات د قيد په توګه هم توصيفي تركيب جوړ وي او په اسمي خبر كې داسې راوړل كيږي: نن ډېره ښه توده هوا ده.

د شمير (عددي) تركيب په توګه د خبر څرګندونه: علم يوه رڼا ده. يوه اوونۍ اووه ورځې ده او اووه ورځې يوه اونۍ ده. دروژې مياشت ډېرش ورځې ده. په ساعت كې اوس څلوربجې دي.

خبر د يو ظرفي تركيب په توګه: نمراو سپوږمۍ په اسمان كې دي.

ملالۍ په كور كې ده. كتاب پرميز باندې دى. قلم تر ميز لاندې دي.

په پښتو ژبه كې فعلي خبر:

فعلي جمله: هغه جملې دي چې خبريې فعلي بشپړه بڼه ولري يعنى د فعل برخه يې اصلي فعلونه وي، يا په بله وينا فعلي جمله هغه ده، چې له پوره فاعل فعل او يا له فاعل، مفعول، فعل نه جوړه وي. په دغه ډول جملو كې خبري برخه د فعل ټول ګرامري شكلونه (زمانه، جنس، عدد، شخص، وجه، حالت) د فعل ډولونه، لازمي، متعدى، معلوم، مجهول، مثبت او منفى) خواوې څرګنديږي.( ۶ : ۳۴ )

داکتر زرغونې ریښتین زیور فعلونه د جوړښت له مخې يو توكيز (ساده) دوه توكيز (اشتقاقي، تركيبي) ښوودلي دي . تركيبي فعلونه يعنى هغه نوميز فعلونه دي چې د يو (اسم، صفت، عدد، قيد، مصدر، فعلى نومونه) د كومكى (مرستيال) فعلونو په مرسته جوړيږي، البته د ساده او (تركيبي، اشتقاقي) فعلونو زيات شمير مثالونه په زياتو ماخذونوكې ليدلى شو. دلته مونږ يوازې د فعلي جملو مثالونه په لاندې توګه راوړل غواړو.(۵ : ۲۵ )

ساده لازمي فعل د خبر په توګه: زه ښار ته ځم.

ساده متعدي فعل د خبر په توګه: دى اخبار لولي. ده اخبار ولوست.

اشتقاقي او تركيبي فعلونه د خبر په توګه: لمر راوخوت، كتابونه به راوړم.

خبر په متعدد ډول:

په پښتو ژبه كې د جملې خبر په متعدد ډول هم راځي، په دې معنا چې د يوه مبتداله پاره څو خبره ذكر شوي وي، داکتر زرغونه زیور لیکي كه چيري په يوه جمله كې د يوه خبر له پاره زياتې مبتداوې راشي نوهغه جمله متعدده مبتدا لرونكې جمله ده. همدارنګه كه په جمله كې ددوونه زيات فعلونه (خبر) (اسمى- فعلى) راوړل شوي وي نو دا به هم د متعددې خبر لرونكې جملې په نامه ياديږي لكه: دى له قهره پاڅيد، كښيناست، ويي ويل:

دى د جملې فاعل، پاتې برخه د فاعل سره نحوي رابطه لري او د فعل مطابقت د فاعل سره څرګندوي. لونګ پورته وغورځيد، كښته وغورځيد، له ډيره قهره غلى شو. په فعليه جمله كې د جملې اصلي توكي درې ښودل شوي دي: فاعل، مفعول، فعل، البته په متعدي فعلونو كې مفعول هم د فعل د معنا د بشپړونكي توكي په حيث د جملې مهم جز ګڼل كيږي.( ۷ : ۸۲ )

په پښتو كې دمسند (فعل) دريځ:

الف- : هسې خو په حقيقت كې فعل (مسند) دجملې په پاى كې راځي لكه:

1- پښتنو هر ډول مبارزې ته ملاتړلې وه.

2- كوم كام چې يو ځل د ازادۍ خوند بيامومي نو بيا هغه په خوښۍ د غلامۍ رسۍ پښوته نه اچوي.

3- په سبا باندې ميرويس خان د كندهار ټول اولس راغونډ كړ.

ب: فعل (مسند) د جملې په منځ كې:

دجنون ځنځير مې پريوت وګريوان ته

چې په زړه مې ستا د زلفو سودار اغله

په اول بيت كې (پريوت) د جملې فعل دى.

ج: مسند (فعل) راتګ دجملې په سركې:

په شعري ژبه كې خو خامخا دغه ترتيب زيات ليدل كيږي مګر كله هم پرته له شعر څخه په ځينو مواردو كې فعل د مخه راځي چې مونږ به يې په بېله برخه كې راوړو:

په دې برخه كې اوس يو څو نور مثالونه راوړو.

راغله ليونى ليلا په ناز

ښكار كوي د زړونو لكه باز

دلته (راغله) او (ښكار كوي) تر نورو برخو دمخه راغلى دى.( ۲: ۲۲ )                                                                                 

يا: يم اتل د زما نوزه د تاريخ د كار ناموزه

درېيم: په پښتو ژبه كې دجملې په جوړښت كې د غړو (اجزاو) د پرله پسې والى قاعدې:

الف: دلته بايد ووايو چې دجملې اجزا د جملو په ډولونو پورې هم اړه لري. كه جمله اسمي وي د كلمو ترتيب ډير ساده او اسان دى او دجملې برخې، اول مسند اليه بيا مسند او درېيم (ربط) (كومكي) فعل راځي ولې كه چېرې فعلي جملې وي په ساده او ازادو جملو كې لومړى فاعل بيا فعل يا 1- فاعل، 2- مفعول، 3- فعل راځى مګر په مقيدو جملو كې:

1- فاعل 2- زمانى 3- مكانى 4- نور قيدونه 5- فعل راځي.

په دې توګه د فاعل او فعل ترمنځ د فعل متعلقات راوړل كيږي. لومړى د ظرف قيدونه بيانور قيدونه او مفعول راځي او په پاي كې فعل راځي.

په هغو جملو كې چې د زمانې او ځاى قيدونه راغلي وي، د زمانې قيد تر مكاني قيدد مخه راوړل كيږي. لكه:

زه پرون په تلوار له كوره پوهنتون ته ولاړم.

فاعل، قيد زمان، حالت، پيل ځاى، تم ځاى، فعل.

په دغه جمله كې د فعل مربوطات چې څلور توكي دي د اهميت له مخې وړاندې وروسته كيداي شي.

په متعدي فعلونو كې هم په دې توګه راځي:

ده پرون په بازار كې په تلوار ديوه دوكاندار څخه خپل زوي ته يو كتاب واخيست.

په مجهولو فعلونو كې د فاعل پر ځاي مفعول راوړل كيږي او نور مربوطات هم ورسره راځي مګر شمير يې لږ دى.

ملالۍ پرون په كوركې ورټل شوه.

په پښتو ژبه كې دجملې اجزا د تاكيد او ياد زياتې توجه دراګرځولو له پاره وړاندې وروسته كيږي. د مثال په توګه كه څه هم مفعول په عادي جملو كې د فعل سره جوخت راوړل كيږي ولې د زياتې توجه او اهميت له مخې د فاعل نه مخكې راځي.

لكه : د كندهار زوړ ښار احمد شاه بابا جوړ كړ.

يا دا بل مثال: د ګلانو سرونه وږمو ورو ورو او په خيال سره ښورول. زما كتاب تا چاته وركړ.

په دې جملو كې د كندهار زور ښار، د ګلانو سرونه، زما كتاب مفعول ګگڼل كيږي او تر فاعل د مخه راغلي دي.

په پښتو ژبه كې كه د جملې فاعل نا خپلواك ضميرونه وي د شخصي ضمير د غير اصلى حالت په ځاي راغلى وي نو مفعول ترېنه د مخه راځي. د پښو ترپامې تر غوږ شوه. دوي مې وليدل. او به دې راوړې. دى دې وليد.

همدرانګه په جمله كې دمفعول او فعل ترتيب هغه وخت راځي چې فاعل صرف د فعلي خاتمى (پسينى) په واسط څرګند شوي وي. لكه: سړى وينم. ډوډۍ وخوره.

په هغو جملو كې چې مستقيم فاعل ذكر نه شي او مفعول ناخپلواك ضميروي فعل بيا د مفعول نه دمخه وي لكه وينم دې، ليكم يې، ګورم دې، جوړوم يې، پاڅوم يې.(۵ :۴۶ )

بله خبره خو داده چې د فعل مربوطات لكه زمانى، مكانى او نور قيدونه د اهميت له مخې د جملې په سر كې دفاعل نه د مخه هم راځي لكه پرون ته چېرې تللى وې. پرون زه په كور كې وم. په هيواد كې څوك كار كوي. په هيواد كې خلك كار كوي. په فابريكه كې كارشته. ددغه ځاى په ښكلي درې كې يو اولس ودان و. په منډه كې څوك لومړي شول. په منډه كې زمرك لومړۍ شو.

په امريه جملو كې هم د ظرف قيدونه اول راځي بيا نور قيدونه او په پاى كې مفعول او فعل راځي. سبا ته په بازار كې ماته يو ښه قلم واخله. سبا ته د سليم سره زمونږ ځاى ته راشه!

 

پایله:

فعل هغه کلیمه ده چې د یو کار کول یا کیدل او یا یو حالت او یو اغیز په یوه زمانه کې څرګند کړي لکه ولیکه، لیکي، لیکلی دی، وبه یې لیکي. په دغه مثالونو کې په تېر، حال او راتلونکي زمانه کې د لیکلو کار او عمل څرګندیږي. او په لاس مې خوږیږي، منګی مات شو، په یوه زمانه کې یو حالت او اغیز څرګندوي. هر فعل  د استعمال او د معنا د افادې له مخې یو صورت او ډول لري چې له هغې څخه یې کیفي او فعلي صورت څرګندیږي. فعل یو عمل یا یو اغیز دی چې خامخا فاعل ته منسوبیږي او یا د فاعل مرستیال ته منسوبیږي، بله خبره داده چې هر فعل او کار چې څرګندیږي په یو وخت او زمانه پورې اړه لري.

 په پښتو ژبه کې ټول فعلونه که لازمي دي او که متعدي، په ناتېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي، خو لازمي فعل په تېره زمانه کې هم د فاعل سره مطابقت ښيي خو متعدي فعل په تېره زمانه کې د مفعول سره مطابقت ښيي. او کومکي فعلونه هغه فعلونو ته ویل کېږي چې په ځانګړې توګه د استعمال وړ نه وي، او د اصلي فعلونو سره په خوا کې راځي.

اخځلیکونه

  1. پنزل، هربرت.(۱۳۸۹ل). د پښتو ګرامر. د محمد رحيم الهام ژباړه.  صديقي خپرندويه ټولنه
  2. تږی، حبیب الله. ( ۱۳۸۹ ل ).نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل، دانش خپرندویه ټولنه، پیښو
  3. خویشکی، محمد صابر. ( ۱۳۹۳ ل ). پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه. مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
  4. رښتين، صديق الله،(۱۳۲۷ ل ).  پښتو ګرامر اول جز، پښتو ټولنه، كابل
  5. ریښتن زیور، زرغونه. ( ۱۳۸۲ ل ).  پښتو نحوه، ساپي د پښتو څیړنو او پراختیا مرکز.
  6. زيار، مجاور احمد. ( ۱۳۶۲ ل).  پښتو پښويه. دلوړو زده کړو وزارت چاپخونه، کابل.
  7. زیار، مجاوراحمد. (۱۳۹۳ ل ). وییپوهنه او ویي رغاونه، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار.
  8. وصیل،  محمد کریم. ( ۱۳۹۱ ل ) جمله په پښتوژبه کې

Paktia University, Language and Literature Faculty/ Pashtu Department

Ehsanullah Pamir

E-mail: ehsanpamir@gmail.com

Cell Phone: (+93) 78 88 400 44-0772700652

Abstract

The verb indicates the act of doing something at a time or the occurrence of an event as a major component of speech, or in other words the verb is an independent morpheme that describes the occurrence of something within specific time.; e. g: I write, I wrote, I will write, Mahmoud is writing a letter, Ahmad will go to class.

The verb has a wide concept and covers distinct subjects. So that a verb indicates doing something at a time, depending on the particular person and time and it has special roots. Since, verb cannot occur without time some people also called it tense word. Similarly, verb forms the most important and main component of a speech. Hence, a sentence without verb is incomplete and seldom verb forms a single sentence. In general, the verb is classified into three aspects, the first is the identity and position of the verb in the Pashto language in relation to the person, second, the number and third, in which situations the verb can be found.