لیکنه :ـ احسان الله پامیر

انتهاري

         

نن دخوښی په ځای غمونه ګورم

سرپه ژړا دزړه ټپونه ګورم

چې مې ترې هیلې دهرڅه لرلې 

پکې دسرو وینو ډنډونه ګورم

فکر مې داوء چې آباد به شي نور

اوس یې لوخړه شنه بڼونه ګورم

زما داتل بچي ملنګ تاویږي

نن مې یتیم ببر سرونه ګورم

چې په غیرت یې افتخار ګټلو

اوس یې جنډی سپیره قبرونه ګورم

(پامیره) بیا انتهاري راروان

ټوله تنه کې یې بمونه ګورم