شعراوشاعري که دوخت ضایع یا

waste of time

پخوا به مې شعرونه لیکل اولوستل به مې ،یواویونیم به مې یادولودمغزو تشه به مې پرې ډکوله اودتنهایی په وخت کې به مې له ځانه سره شـــــعرونه زمزمه کول ښه به خوشحاله وم چه زه شعر لیکم .په کلي کې به مې دپولواوپټیو په سرښه په مزه کلیوالي شاعري کوله په هغه اوهغه ....شاعراودهغه په شـــــــــاعری به مې ملنډې وهلې اوورپورې خندل به مې خپل لیـــکلي شعربه خوند راکولو هرڅه رانه پاته ؤپه کتاب تونونوکې به مې هم دشاعرانوپه شــعري ټولګوباندې پیسې ورکلې اواخستل به مې شعري کتابونه مې ښایســــته ډیرمطــــالعه کول خو وای وای چې وروستی فکر نه لومړی کیږي دکلي په جماعـت کې به دکلــــــې ملاصاحب وعض اوتبلیغ کولو اومابه په جیب کې دتاویذو په څیر کاغــــــذونوکې اوتې بوتې لیکلې خلکو به په جماعت کې دملاصاحب خبروته غوږ نیـــــولی ؤ،تســـــبیح به یې ویل اوما! اومابه خــط اوخال،شونډې اوذلـــغې ســـــــــــتایلې ،خلـــکوبه لاالاه الله ویل  اومابه  جانان ...لیلا لیلا ویل خـــلکو به دخدای عبادت ،لمونځ او اودس کولو په وظیفواوتلاوت کې به یې ثوابونه لــــټول اوزه !اوزه به دیارپه ښــــایســـــته تندی اواننګي کې دمچکې ځای دلټولو په فـکر کې وم باڼه به مې له غـــشو،ذلفې به مې له ښامارانواو...... سره تشــبه کولې په ادبي فنونو یې هم لږلږپوهیدم اوسربه مې پرې خلاصیدلو.                                                                                  

      داخو لاپریږده چې دشعر په بیــــلا بیلا فورمونوکې مې قلــــــم ښه وچلولو په مشاعروکې به مې چې شعرونه ویل خلکوبه خوښــــول اوزه به یې نورهم هـڅولم

شعرمې ښلا اوظرافت لرله قافیه ،ردیف،څپه او...مې هــم پیژندل دمشـــــاعرې په ورځ به ښوونـځی ته نه تلم اومشــــــاعرې ته به مې ځان رسولو،فرض لمونځ به دمشاعرې په خاطــــر رانه پاته ؤ .                                                         

      خویوازې زه نه وم چې په دې مرض اختــــه وم زمـوږ دســـیمې ټول ځوانان لاتراوسه په دې مرض اخته دي مشاعره زموږ په سیمه کې دود اورواج ګرځیدلې وه  دښونځی له اساسي مضامیـــــــنوســـــــــره مو مــــــخه ښه کړې وه اویوازې دشعرویلواولیکلوته مومخه کړې وه، دمشــــــــاعرواومحــــفلونو بازارموښه ګرم ؤ خوزه پوهیږم دانه یوازې زموږ په سیمه کې بلکه په ټولوپښتـنوسیموکې داحال  همداحال دی ټولوته معلومه ده په راډیوګانو،تلویزیونونواوټولورسنــــــــیوکې که دهرچانه پوښتنه وکړي چه ټولــــنې ته څه پـــیغام لرې اودویلولپاره څه لرې هغه به درته ووایې چه یوشعر به درته ووایم. اې وروره !شــعر به دڅه کړم شـــــــعر څه شی دی ؟هیڅ .                                                             

      دتخنیک ،اقتـــصاد ،سیاســـــت .... په باره کــــې راتــــه ووایــه . له یـــوې 

خوا پښــتون قوم په تکنـــــالوژی برابره مډرنه اوتخـــنیکي پوهې ته کــــفر وايي  دانګلیسي ، جرمني ....ژبوزده کول داسلام مخالف بولي  څوک چې په انګلـيسي ژبه وغـــــږیږي هغه ته کافروایې .                                                         

       شاعرانوته درناوی لرم دهغه شعرته په سپکه سترګه نه ګورم خوزماپه اند اوفکر که دشعر ویلونه ډډه وکړی ښه به وي دشعر لیکلو په ځای تخنـــیکي اویا سیاسي مطالعه وشي هغه څه چې هیڅ مادي اومعنوي ګــټه ونه لري بې له شکه چې ضایع دوخت دی اوله هغه نه باید ډډه وشـي هغه څوک چې نه پوهیږي دهغه چا په واسطه چې پوهیــږې باید پوه کړل شي که څوک وایي چه په شعر لیکلوبه سرمایه دارشم داناممکنه ده چې په شعرلیکلود څوک ســــــرمایه دارشي .....که دشعر اوشاعری په ځای ساینسي مضـــــــــامین مطالـعه شي دابه بهـــــــتره وي ترشعرلیکلونه دشطریج لوبه ډیره ښـــه ده ځکه دشــطرنج دلوبـې په واسـطه که نورڅه نه وي ذهني پرمختیا خومینځ ته را ځي اودانـسان ذهن خـوپرمخـتګ کوياوشعرداهم نه شي کولای .

      بعضې وایې چې شـــــعراحســـاسات راپاروي خوزه وایم هغه احــساسات چې دشعر په واسطه راپاریږي هغه هــــــیڅ احـــساسات نه دي اودادراپاریـــدونــــکو احـــــــساساتوپه واسطه رامینځ ته شوي ټپونه خولاتراوسـه نه دي رغـــــــــیدلې .....زما لپاره دا دازښت وړده چې څوک یې راسره ومني نه داچې یونظردی بلــکه واقعت اوحقیقت هم همداسې دی په پای کې که د دارړو بابولالو،شعراوشـــــاعری څخه تیرشواوټولنه دترقی په لوروخوځؤ ښه به وي په شــــــــعراوشاعری که څه کیدلای  شوای تراوسه به هرڅه شوي ؤخوتر اوسه هیڅ هم ونه شــــول وروسته له دې نه باید دهرڅه دکیـــــــــــدو لــــپاره نورې نوې لارې ولـــــټول شــــــــي نه دشــــعراوشــــــــــاعری لاره. خـــدای دوکړي چې لیکنه مې په چا بده ونه لګیږي اوڅـــــوک راته په قارنه شي.

                                             لیکنه :احسان الله (پامیر)