دڅښلوکوکاکولا...... اوپپسي زیانونه او ګټې

 لیکنه :ـ احسان الله پامیر

لکه څرنګه چې ټولوته معلومه ده کوکاکولا،پپسي ،ډیو، میرندا،....اوسپرټ په ټولو هیوادونو دهرچا له خوا څښل کیږي اوپه نړیواله کچه پیر اوپلور لري همــــدارنګه زموږ غریبانو په هیواد کې کوکــــاکولا اود نورو ســــپرایټونو څــــښل دود ،رواج ،موډاوفشن ګرځیدلي دي په محفلونو کې مودسترخوان پرې ښایسته کړی وي اوکله بیادګرمی تنده پرې ماته ؤخوله بده مرغه دهغه ګټې اوزیانونوته نه یوځیرشوي چې څه ګټه اوتاوان لري اوکه نه، ګټه یې  کومـه اوتاوان یې څه دی ،ګټه یې دچالپـــاره اوتاوان یې دچا لپاره دی .

     راځم دهمدغه مشروباتو په تاریخچه اودهغوی په ګـــــټواوزیانونو باندې خبرې کوم .

۱

            کوکاکولا:ـ کوکاکولا دلومړي ځل لپاره په امریکاکې دجان ایس امریکایې فارمسست له خوا په ۱۸۸۶کال کې په امریــــکا کې په ابتدایې ډول  رامینځ ته شوه خووروسته په ۱۸۹۲کال کې په امریکاکې رســماً پرانســــتل شوه اواوسنی نړیوال مرکز یې په ایټالیا کې دی دغه کمــــــپنی په ۱۹۶۶کال کې داسرایٔیلودحــــــکومت ترټولومرستندویه کمپنی وه داکمپنی داسرایٔیلوسره دمـــرستې ترپروګــــــرام لاندې خپلوکارکوونکوته دعربواواسرایٔیلو دجنګ په اړه ځانګړې روزنه ورکوي .

     کوکاکولا کمپنی په هرکال کې دخپلې ګټې لس سلنه داسرایٔیلواویــــــــهودو سره مرسته کوي دکوکاکولا په تربیتي پروګرام کې دعربواواسرایٔیلو دجــــــګړې په اړه ځانګړی مضمون تدریسیږي اوداپکې ویل کـــیږي چه فلسطین داسرایٔیلو اصـــــلي اوپلارنی ټاټوبی دی اووایې چه دمسجد اقــصی پرځای پخوا سلیماني هیکل موجود ؤاوغواړي چه همغه هیکل بیاپرې ودان کړي .  

     دغه کمپنی اوس لاندې مشروبات تولیدوي :ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*کوکاکول

*فانټا

*سکوپس

*للټ

*سپرایټ

*سن کټ

..............

 

۲

       پپسي کولا :ـ

 داهم دمشروباتوستره امریـــــکایې کمـــــــنی ده مرکز یــــې  په نیویارک دی اوپه    ۱۹۶۵کال کې یې دانوم ځانته غوره کړ بنسټ یې په ۱۸۹۸کال کې دبراډهام کلب له خوا ایښودل شوی داکمپنی هم دکوکاکولا په څیر داسرایٔیلو مرستندویه کمپنی ده .

 کلمه ددغه کلماتو مخفف ده .                                                 PEPSI      د

Pay  each  panny  to  save  israel 

یعني یوه یوه روپۍ واچوی او اسرائیل پرې ځواکمن کړی داکمپنی دکال لس ارب ډالره اسرائیلوته کومک ورکوي .                                                             

کلمه ددغه کلماتو مخفف ده .                        (  MIRINDA همدارنګه مرنډا (

Muslim  and  islam  ruined  never  dawn

یعني مسلمانان او اسلام دپه ډیره بده توګه دمینځه ولاړ شي او هیڅکله دلوړتیا او عروج ته نه رسیږي .                                                                          

کلمه بیا ددغه کلماتو مخفف ده .                                 (SPRITE اودسپرایټ(

SUPER POWER REMAINED ISRAEL TILL END   

یعني اسرائیل دتر پایه دستر ځواک په توګه پاته وي .    

کلمه ددغه کلماتو مخفف ده .                                (TEEM ) همدارنګه دټیم

TEASE  EACH  & EVERY MUSLIM  

یعني هرمسلمان ته آزار ورسوی .                                                            

خلاصه ددې کمپنیو زیاته ګټه دمسلمانانواواسلام دښمنانوته رسیږي اوس په لنډه توګه ددغه مشروباتودزیانونو په اړه لیکم .                                              

      دسرطان دناروغی لومړی عامل دامشروبات دي ،دماشومانو په ذهني روغتیا بده اغیزه کوي اوپه هغوی کې نا آرامي ،هیجان اوسرکښي رامنځ ته کوي ، دماشومانو په جسمي روغتیا بده اغیزه کوي ظاهراًچاغ ښکاري خودننه کمزوري اوسست وي ،دستوني ،معدې ،ګیډې ، مثانې سرطان او دذهني وړتیا کمیدل ،سر دردي او........ ناروغی له دغه مشروباتوڅخه راپیداکیږي .                         

نوهیله ده چه زموږ مسلمان تجاران ددغه مشروباتودواردولوڅخه ډډه وکړي اونور

هغه څوک چې ددغه مشروراتوڅخه استفاده کوي ګټه اوتاوان یئ په نظرکې ونیسې چې ګټه یئ څه اودچالپاره ده اوتاوان اوزیانونه یئ دچالپاره دي .