لیکنه :ـ احسان الله پامیر

 

 

ګرانه دخدای په خاطر

 

نور زما دملت قاتله

زما دهیواد  دښمنه

زما دمرګوسببه

او................

دغره ځنې راټیټ شه

دابد رنګ بمونه

دابدرنګې مرمی

داصلحو دغه بدمرغې جوړې

داواسکټي بریدونه

داچریکي بریدونه

بس دي که نه

ستړی به وې

ستومانه به وې

ستړی به وې

پریږده چه داوران وطن

زما غریب پښتانه

زما یتیم ماشومان

زما غریبه کونډه

زما شاړه بیدیا

زما ورانه جونګړه

لږ غوندې آباده شي

نورخوخلاصیږو تبا کیږ و

ستومانه به وې

 ستړی به وې

نورخونړی کې رسوا کیږو

ستومانه به وې

ستړی به وې

لږ دزړه آرام کړه

لږ عاطفه کړه پیدا

آیا زړه دنه سوځیږي

چې هرسبا بیګا

دخوشحالی په ځای غمونه راوړې

دردونه راوړې

ستم راوړې

ماتم راوړې

ژړا راوړې

غوغا راوړې

لږ دخدای او درسول په خاطر

دړنګ هیواد په خاطر

ستا دخپل ځان په خاطر

زموږ په خاطر

ددې چاودنو لاس په سر شه

انتهار مه کــــــــوه

انتهار مه کــــــــــوه

انتهار مه کــــــــــــوه

لطفاً

انتهارمه کـــــــــــــــــوه

آیا ته نه پوهیږې

دا په هرکورکې چه ماتم دی اوغوغاده

داپالیسي دامریکاده

یو خواته دغه څوشین سترګي زموږ په سر تاویږي

څارکوي

وژ ني مو بمبار کوي

بل خواته ته دپاکستان ځنې واسکټ راوړې

مرګ راوړې

علت راوړې

دغه شین سترګي اجنبي ګیدړان

زما هیواد زما کورته چا راوستل

زما یقین دی چه دا تا راوستل

 

خدای خوبه هغه پخواني غوندې غازیان راولې

ناتو به دوارسا په څیر په چیغو په ژړا کړمه

زما هیواد کې اسلامي ښکلی قانون به محیا کړمه

او تاسې به راټيټ دغره نه واړه کړم

دپاکستا قونسلګري او سفارت به در په غاړه کړم