احسان الله پامیر
بديع
دا علم په درېيمه هجري پېړۍ كې معتز با الله ديارلسم عباسي خليفه زوى ابوالعباس عبدالله راوويست. 
څنګه چې په عربي كې له ځانه نوي شي رايستلو ته (بدع، بداعت) وايي نو ځكه يې په دغه علم د بديع (نوي را ايستلي) علم نوم كېښود. عبدالله بن متز چې په 296 هـ ق كال كې مړ شوى دى تر ټولو د مخه يې د بديع دعلم په باپ البديع نومى كتاب تاليف كړى دى په دې كتاب كې د بديع 17 فنون بيان كړي دي. 
د عبدالله  څخه وروسته د ده معاصر قدامه بن جعفر چې په 310 هـ ق كال كې وفات شوى دى د نقد قدامه په نوم يو كتاب وليكه چې د عبدالله اوه لس فنونو ته يې ديارلس نور فنون هم ورزيات كړل. 
د عباسي او قدامه نه وروسته ابو هلال عسكري چې په 395 هـ ق كال كې مړ دى ميدان ته په خپل نوبت راودانګل او خپل مشهور كتاب الصناعنين يې په نظم او نثر كې تاليف كړ او د البديع 35 فنونه يې پكې راټول كړل. همدارنګه ابو هلال عسكري په خپل دې كتاب كې د علوم البلاغت نور قواعد لكه (فصاحت، بلاغت، ايجاز، اتناب) او داسې نور بيان كړل. د ابو هلال عسكري دغه كتاب لومړى كتاب دى چې د علوم البلاغت درې واړه اقسامو (بديع، بيان، معاني) ته اشاره پكې شوې ده. 


د بديع د علم تعريف: په دې علم سره د وينا غير واجب ښكلا او د تحسين نښې او قسمونه پېژندل كېږي. 
يا په بل عبارت بديع هغه پوهه ده چې د كلام د ښايست او په نوي طرز د وينا طريقې ورباندې معلومېږي. 

دغه ښايستونه يا بديعي صنايع په دوه ډوله دي: 
1. معنوي صنايع
2. لفظي صنايع
كه دا صنعتونو په مانا پورې اړه درلوده معنوي صنايع دي او كه په لفظ پورې يې اړه لرله لفظي صنايع يې بولي. دغه ښايستونه هم په نثري مثالو او هم په شعري مثالو كې تطبيقېږي، خو دا چې د شعر ښاسيت ډېر دى نو ځكه شعري مثالونه ډېر لري. 

معنوي ښايستونه (صنايع):
هغه ښايستونه يا صنايع دي چې د مانا رعايت پكې لازم وي نه د لفظ. 
د معنوي صنايعو ډولونه په لاندې ډول دي: 
طباق: په يوه كلام كې چې متقابل الفاظ لكه: رڼا او تياره، شپه او ورځ، ژړا او خندا، مرګ او ژوند، خوشالي او خپګان، تور او سپين او داسې نور يو ځاى سره راوړل شي طباق يې بولي. 
د بشتو ادب نوميالي شاعر عبدالقادر په خپل شعر كې د طباق د ښايست مراعات داسې كړى دى: 
په خندا خندا چې تلمه يې ديدار ته
اوس يې درومم په ژړا ژړا مزار ته

په پورته شعر كې د خندا او ژړا د كلمو په ذكر طباق موجود دى. 
همدارنګه سيد رسول رسا داسې وايي: 
زه په سرو سترګو ژړا كړم چې ته درومې
ته له ما چې رخصتېږې په خندا ځې

په ذكر شوي بيت كې د ژړا او خندا په كلمو كې طباق موجود دى. 
يا لكه په دې لاندې شعر كې: 
هر څوك كه ژاړي نو هغه به دښمنان ژړوي
يو زه بدبخت يم چې همېش مې خپل دوستان ژړوي
د پښتون ژبه شوله وركه پښتو نه وايي څوك
دا په شته والي كې نشتوالى مې ارمان ژړوي

د پورته شعر په لومړي بيت كې دښمنان او دوستان او په دويم بيت كې شته والى او نشتوالى متقابل الفاظ راغلي دي نو د ښايست په لحاظ د طباق صنعت دى. 

د پښتو ادب باريك بين شاعر او بابا عبدالحميد مومند هم په خپل وار سره د دغه ښايست په بڼ كې دغسې فرياد او چيغه كړې ده: 


په ژړا مې هسې خور په خندا لاړ شي
لكه پاڼه د ګل ماته كړي باران شوخ

اكثراً د ډېرې خندا په وخت كې سړى شاته كوږ شي. 
وايي چې زما د ګل په شان محبوب چې ما په ژړا وويني نو د ډېرې خوشالۍ نه په خندا شي او د ډېرې خندا نه يې باريكه ملا شاته داسې راماته شي لكه د ګل په پاڼه چې د باران څاڅكى پرېوزي او شا طرف ته ماته شي. د ژړا او خندا كلمې يو د بل ضد دي د ښايست په لحاظ يې په پورته بيت كې د طباق مراعات كړى دى. 
په همدې ترتيب حميد مومند په لاندې بيت كې تېز او ورو داسې راوړي دي: 
پو كوي راباندې دم د مينې ژر ژر
چې كوي راته خبرې حبيب ورو ورو

وايي چې زه د محبوب په خوا كې ناست يم او هغه راسره غلې غلې خبرې كوي نو دا غلې خبرې زما په زړه داسې اثر كوي او زما مينه ساعت په ساعت داسې زياتېږي لكه چې دا ورو، ورو خبرې نه وي د مينې او محبت دمونه وي چې ژر ژر يې راباندې پو كوي او نور مې هم د محبت په ځنځيرونو كې مظبوط تړي. 

د طباق نور مثالونه: 
چې خورې زلفې رايادې كړم د تركو
جمع زړه هغه ساعت شي خور له ما
لېونى هوښيار به هيچېرې ساز نه كا
زاغ په باغ كې د بلبلې اواز نه كا
ورځ و شپه دې له فراقه خالي نه يم
هم مخفي در پسې ژاړم هم په جهر

د طباق ډولونه: 
طباق په درې ډوله دى: 
1. اسمي طباق: چې د دوو نومونو يا صفتونو تر منځ تقابل موجود وي. لكه: په دې متل كې:
انسان تر ګل نازك، تر كاڼي سخت دى

يا لكه د رحمان بابا په دې بيت كې:
اومه كله دي پاخه وايي واعظ
هر چې وايي واړه ښه وايي واعظ

په پورته لومړي مثال كې نازك او سخت صفتونه دي همدارنګه په دويم مثال كې اومه او پاخه هم د صفت په ډول يو د بل مخالف دي نو اسمي طباق يې بولو. 
2. فعلي طباق: 
كه د دوو فعلونو تر منځ تقابل يا تضاد موجود وي فعلي طباق يې بولي. لكه: 
ټولول، كېښول، د زرو ښځې كاندي
وركول، بازل وي خوى خصلت د نرو

په پورته بيت كې ټولول يانې جمعه كول د وركولو په مقابل كې كېښول د بازلو سره ښځې د نر په مقابل كې تقابل لري. څرنګه چې ټولول، وركول، كېښول، بازل فعلونه دي او په يو بيت كې سره متقابل راوړل شوي دي نو  فعلي طبا ق يې بولو.
يا لكه په دې لاندې بيت كې: 
كه هر څو په جارو پاڅي په جار كېني
چې د بل په در كې كېني په دار كېني

په تېر بيت كې پاڅېدل او كېناستل دواړه فعلونه دي او په يو بيت كې سره متقابل راوړل شوي دي، نو د طباق له ډولونو څخه يې فعلي طباق بولي. 

3. ايجابي او سلبي طباق: 
كه دوه فعلونه يا صفتونه له يوې مادې څخه د مثپت او منفي يا امر او نهي په صورت راوړل شي ايجابي او سلبي طباق يې بولي. 
لكه: له مړاوو اوبو وپېرېږه له تندو اوبو مه بيرېږه، په دې مثال كې وبيرېږه اومه بېريږه تقابل سره لري. مګر څرنګه چې دواړه فعلونه له يوې مادې څخه دې نو ايجابي او سلبي طباق يې بولي. 
بل مثال: 
د بد خوا ومنه، د ښځو مه منه.
له مرګه مه تښته، تښته له قرضه
په پورته مثالو كې ومنه، مه منه، وتښته او مه تښته فعلونه دي د يوې خوا په دوى كې متقابل الفاظ د يوې مادې څخه او د امر او نهي په صورت راوړل شوي دي نو ايجابي او سلبي طباق يې جوړ كړى دى. 
بل مثال: 
لمرونه نه ګورم، ګورم خپل نګار ته
ګل نه نظر نه كړم، نظر كړم هغه رخسار ته

په پورته بيت كې ګورم، نه ګورم، نظر كړم، نظر نه كړم، يو د بل متقابل راغلي دي او د يوې مادې څخه دي، ايجابي او سلبي طباق پكې موجود دى.