دادبیاتو بیلابیل تعریفونه
1. زبان و ادبیات جلوه گاه اندیشه ، آرمان ، فرهنگ و تجارب و روحیات یک جامعه است.
ژبه او ادبيات د فكر ، آرمان ، فرهنګ ، تجربې او د يوې ټولنې روحيات دي.
2. ادبیات ، در تلطیف احساسات ، پرورش ذوق و ماندگار کردن ارزش ها و اندیشه ها سهمی بزرگ وعمده بر دوش داشته است .
ادبيات هغه څه دي چې د احساساتو په لطافت سره د ذوق روزنه او د ارزښتونو او فكرونه په غښتلتيا كې ستره ونډه لري.
3. ادبيات عبارت است از تراوشات نيات به وسيله ي كلمات.
د كلماتو په وسيله د نيتونو له ويش ته ادبيات ويل كيږي.
4. ادبیات یا سخنگان به مجموعه سخنهای انسانی که در قالب های گفتاری، نوشتاری و یا دیگر قالبها مانند قالب الکترونیکی گرد آمده باشند گفته میشود.
د هغه انساني ويناوو مجموعې ته چې د ويناوو ، ليكنو يا نوورو قالبونو لكه الكترونيكي (بريښنايي) كې سره راټول شوي وي ادبيات ويل كيږي.
5. ادبیات را میتوان نوشتهای تخیلی به معنای داستان یا نوشتهای که حقیقی نیست تعریف کرد که این تعریف کاملی نیست.
كولاى شو ادبيات تخيلي ليكنې (داستان) يا هغه ليكنه چې ريښتينې نه وي تعريف كړو چې دا يو بشپړ تعريف نه دى.
6. شاید بتوان ادبیات را نه بر مبنای «داستانی» یا «تخیلی» بودن بلکه براین اساس که زبان را به شیوة خاصی به کار میگیرد تعریف کرد.
هغه پوهه چې په ځانګړې شيوې د ژبې څخه ګټه اخلي ادبيات بلل كيږي.
7. ادبیات زبان معمول را دگرگون میکند، قوت میبخشد و به گونهای نظام یافته آن را از گفتار روزمره منحرف میسازد.
ادبيات معمولي ژبې ته بدلون وركوي ، هغه غښتلې كوي او په نظام لرونكي شكل سره يې له ورځنيو ويناوو څخه منحرف كوي.
8. ادبیات نظام ویژهای از زبان بود نه چیزی شبیه مذهب و روانشناسی و یا جامعه شناسی. (روسي فارماليستان)
روسي فارماليستان وايي چې د ژبې يو ځانګړى نظام وو نه داسي كوم څيز چې مذهب ، ارواپوهنې يا ټولنپوهنې ته ورته والى ولري.
9. نظامی که قوانین، ساختارها و ابزار خاص خود راداشت که باید به مطالعة آنها میپرداخت نه این که آنها رابه چیزی دیگر تقلیل داد.
هغه نظام چې قوانين ، جوړښتونه او خپل ځانګړي ابزار (توكي) ولري چې بايد هغه ولولو نه دا چې هغه په څه بل څيز تقليل كړو ادبيات ويل كيږي.
10. به عبارت دیگر ادبیات نوع «خاصی» از زبان است که بازبان متداولی که به کار میبریم در تقابل قرار میگیرد.
ادبيات يوه ځانګړې ژبه ده چې د هغې ژبې سره چې د متداولې ژبې سره په مقابل كې قرار لري.
11. جان الیس براین عقیده است که شاید «ادبیات» مفهومی کاملامعکوس داشته باشد، یعنی به انواع نوشتههایی اطلاق گردد که به دلیلی برای شخص بسیاربا ارزش است.
جان الياس په دې باور دى شونې ده ادبيات معكوس مفهوم ولري يعني هغو ليكنو ته وويل شي چې د يوه ځانګړي دليل له مخې يو كس ته ډير با ارزښته وي.
12. تعريف ادبيات همان تعريف هنر است، با قيد ابزار كار.
د كاري توكو په واسطه د هنر قيد ته ادبيات وايي.
13. بنابراين ادبيات آفرينشي است زيبا كه در قالب زبان ارائه مي شود.
ادبيات هغه ښكلا ده چې د ژبې په قالب كې وړاندې كيږي.
14. ادب در لغت زیرکی و نگهداشت حد هر چیز معنا شده و علم ادب علمی است که بدان شخص خود را از خلل در کلام نگاه می دارد. و نیز علمی که با تسلط بر آن شخص می تواند درست شعر بگوید و خوب بنویسد و سخن درست و نادرست و خوب بد را بشناسد.
ادب په لغت كې پوهې ، زيركۍ او د هر شي د حد ساتلو په مانا دى او په اصطلاح كې هغه علم دى چې د هغې په وسيله يو كس د ويناوو په بهير كې له خلل څخه ځان ژغوري يا هغه علم دى چې د هغې پر بنسټ يو كس كولاى شي ښه شعر ووايي ، ښه ليكنه وكړي او ښه او بده وينا وپيژني ادب ويل كيږي.
د ادب علم او د هغې پورې اړوندو څانګو ته ادبيات ويل كيږي.
15. بطور کلی علم ادب را شامل بخش های زیر می دانند: لغت، صرف، نحو،معانی بیان، بدیع، عروض، قافیه، قوانین خط، و قوانین قرائت که بعضی اشتقاق، قرض الشعر و تاریخ را هم به آن افزوده اند ؛به علم ادب و بخش های مربوط به آن ادبیات می گویند.
په ټوليزه توګه په ادب كې لاندې څيزونه شامليږي :
لغت ، صرف ، نحو ، معاني بيان ، بديع ، عروض ، قافيه ، د خط اصول او قوانين او د لوستلو قوانين دي.
16. دکتر عبدالحسین زرین کوب در تعریف ادبیات می نویسد:" بطور کلی ادبیات آنگونه سخنانی است که از حد سخنان عادی برتر و والاتر بوده و مردم آن سخنان را در خور ضبط و نقل دانسته اند و از شنیدن آنها دگرگون گشته اند و احساس غم و شادی یا لذت و الم کرده اند.
ډاكټر عبدالحسين زرين كوب د ادبياتو په تعريف كې ليكي:
په ټوليزه توګه ادبيات هغه ويناوې دي چې له عادي ويناوو څخه غوره او بهترې وي او خلكو ضبط كړې وي اود هغې پر اغيز خپلې خوښۍ او غمونه څرګندوي.
17. ادبیات که همان بیان احساسات و عواطف درونی انسان است.
ادبيات د داخلي احساساتو او عواطفو بيان دى.
18. همانطور که گفته شد ادبیات نمود بیرونی احساسات، تفکرات و عواطف درونی انسان است که برای جلوه دادن این نمود بیرونی از زبان استفاده می کنیم.
ادبيات د احساساتو او فكرونو بهرنۍ ښكلا او د انسان داخلي عواطف دي چې ددې ښكلا د بهرته راويستلو او څرګندولو له پاره له ژبې څخه ګټه اخلو.
19. بطور خلاصه می توان گفت ادبیات برای بیان احساسات، تفکرات و عواطف بشری بوجود آمد.
ادبيات د بشر د احساساتو ، تفكر او عواطفو د بيان له پاره رامنځته شوي دي.
20. دکتر عبدالحسین زرین کوب در مورد آثار ادبی می نویسد:" آثار ادبی به مجموعه ای از آثار مکتوب گفته می شود که بلندترین و بهترین افکار و خیال ها را به عالی ترین وبهترین صورت ها تعبیر کرده باشد.
ډاكټر عبدالحسين زرين كوب د ادبي اثارو اړوند ليكي:
ادبي اثار د هغه مكتوبو اثارو مجموعې ته ويل كيږي چې لوړ او بهترين افكار او خيالونه يې په عالي ترين صورت سره تعبير كړي وي.