ل

لیکنه او اوډنه : احسان الله پامیر 

باقي بۀ څوک نۀ وي دنيا کې   ~ غيردالله نه چې موجودبۀ پۀ کې وينه

بالښت دکوره درته راوړه   ~ مړوند مې خپل دی نوريې نۀ درلاندې ږدمه
بام ته پۀ منډه وختمه   ~ يارمې ونه ليدپۀ ژړاراپرېوتمه
باڼه چترۍ سترګوته نيسم   ~ له چترۍ اوري دغمونوبارانونه
باڼۀ دې زماپۀ زړۀ کې خښ شول   ~ اواريې کاږه چې مې زړۀ ونه چوينه
باڼۀ دې غشي دپولادو   ~ داکږې وروځې دې ليندې سوری دې کړمه
باورمې نۀ شي چې بۀ جوړشم   ~ زۀ دکاږۀ اوربل شمال وهلی يمه
باهو مې وؤ پۀ لاس مې نکړۀ   ~ اوس داشنادربارته ځم خالي لاسونه
بخت اوقسمت نه مې زړۀ بددی  ~ نوروته ګل زمادپاره اغزي شينه
بخت بۀ مې هلته رابیدارشي   ~ چې مروراشناپخلاراسره شينه
بخت بۀ مې هلته رابیدارشي  ~ چې دخوبه راته سترګې پورته کړينه
بخت دې پۀ سردی زماياره   ~ سالومې باديووړتاوکړۀ ديدنونه
بخت دې دهېچاکوټه نۀ شي   ~ بخت چې کوټه شي پادشاهان ټکرې خورينه
بخت مرورشونصيب ژاړي   ~ قسمت دغم پۀ جېلخانه کې بندي کړمه
بخت مې له تخته کوزپرې باسي   ~ خدايه زماپۀ بخت دې څۀ ليکلي دينه
بخت مې ياري راسره نۀ کړي   ~ که مې نګين دسلېمان پۀ ګوته شينه
بخته دخدای دپاره ويښ شه   ~ څوک ترقيامته پورې نۀ کوي خوبونه
بخته نمراده چېرې لاړې   ~ يوځلې راشه چې دسيال سره سيال شمه
بدن مې دېګ صورت مې غوښې   ~ اوښکې ښوروابېلتون ترې اورلاندې کوينه
بدن مې وچ لکه رباب دی   ~ زړۀ مې شابازدی اندېښنې پرې غږومه
بدن مې وچ لکه لرګی شو   ~ بېلتون ظالم پۀ وچ لرګي اورلګوينه
بدن يې باغ زنه مڼه ده   ~ نجلۍ وړه ده دخوراک بۀ کله شينه
برالاحال ويلای نۀ شم   ~ مينې دې پټ پۀ زړۀ راکړي دي داغونه
برايې چېرې وې مينه   ~ چې شاليلا دسپينې خولې کړل خيراتونه
برايې ستاکره مېلمه وم   ~ ترسرمې لاندې وؤدپروبالښتونه
بری بۀ خدای ستاپۀ نصيب کا   ~ پۀ توروڅڼومې زيارت جاروکومه
برېتونه تاوکړه خوله مې واخله   ~ پۀ ناتاوکړو برېتوخوله نه درکومه
برېښناپړکېږي ابشارژ اړي   ~ غرونواغوستي بخملي ورېښمين شالونه
بس ده چې موردې قهر وکړ   ~ نامردې تاله مناسب نه ؤ قهرونه
بس ده همدومره جفابس ده   ~ له دې نه زيات پۀ ما غريب مکړه ظلمونه
بس دی له باغ څخه بۀ ووځو   ~ ګنګو ماښام دی مرغۍ شنو ونوته ځينه
بګړۍ بۀ هلته کږه کېږدم   ~ چې پر ميدان باندې غمازوشرموينه
بګړۍ دې ول پرول مزه که   ~ لکه چې زلفې ول پرول مزه کوينه
بګړۍ کږه تړه اشنايه   ~ يوخوښه اېشي بل يې پېغلې خوښوينه
بلبلان ټول پۀ ژړاژاړي   ~ بوراپۀ توره خولګۍ وخواړه ګلونه


بلبل بۀ خدای پۀ ګلو موړ کۀ   ~ غمازه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه
بلبل بۀ لاړشي باغ بۀ پرېږدي   ~ خزان دلاسه بۀ ژړادسوزکوينه
بلبل بۀ ولې کوکې نۀ کا  ~ چې يې خپل ګل دبل پۀ لاس کې وليدنه
بلبل پتنګ کله يو رنګ دي   ~ بلبل پۀ ګل پتنګ پۀ اورکړي غورځنګونه
بلبل دزړۀ پۀ غم اخته شو  ~ غوټۍ دخيال سوداکوي دزړۀ دننه
بلبل دګل پۀ څانګه ناست دی  ~ دخزان بادڅخه اوس چوڼکی لرينه
بلبل دګل پر ډنډرناست دی   ~ زړۀ يې سوری ؤ ګل يې سورپۀ وينوکنه
بلبله زړۀ بۀ دې سوری شي  ~ چې دخزان شمال ګلان ورژوينه
بلبله ژر شه ديدن وکړه   ~ خزان ظالم دی رژوي ښايسته ګلونه
بلبلې والوتې چمن ته   ~ توتيانوخوب دبې غمۍ ونښلاونه
بله ډېوه شه راته کېنه   ~ زۀ دې پتڼ ستاپۀ ديدن راغلی يمه
بله شونټۍ دلاس کې مړه شه   ~ چې خانتما ځان ته دې فکر شي مينه
بلې لمبې مې له زړۀ خېژي   ~ که څوک تودېږي زما خواله دې راځينه
بنديان بۀ خدای له بنده خلاص کي   ~ غمازه ستا بې ورخه کړۀ ماژړوينه
بندي خانې لره مې بيايي   ~ ترخدای مې ځارکئ بندې ياربۀ ووينمه
بندي خانې لره مې راشه  ~ دزولنو بۀ مې شرنګی وي دربۀ شمه
بنګړي مې ستا پۀ کټ کې مات شول   ~ که مېړنی يې اوس مې ډک کړه مړوندونه
بنګړي مې وؤ پۀ لاس مې نۀ کړۀ   ~ اوس بۀ ديار غېږې له ځم تش مړوندونه
بنګړي نيم پورته که نيم ښکته   ~ چې پۀ خالي مړوند دې سر ولګومه
بنې بنتون راباندې تېر شو   ~ زۀ ددوزخ دلمبوڅۀ پروالرمه
بڼ له راځه زۀ مخ کې ولاړم   ~ ما سرې مڼې داننګو کرلې دينه
بوټي راټول که اورپرې بل که   ~ زمونږ دستوردی پۀ رڼا خولۀ درکومه
بوټی خونه يم چې لمبه شم   ~ دعشق پۀ اور مې غوښې ورو،ورو وريتومه
بوډا بۀ هېچېرې ياد نۀ کړم   ~ بوډاچې ځان تياروي سبا بۀ وينه
بورابلبل ته پۀ ژړا شو   ~ چمن خزان شواوس بۀ دواړه سره ځونه
بورابۀ خدای پۀ ګلو موړ که   ~ باغوانه ستانيمګړی نيت مې ژړوينه
بورابۀ ولې ژړانه که   ~ خزانه تا چې پۀ ګل وکړل چپاونه
بورابۀ ولې کوکې نۀ کا   ~ چې يې خپل ګل دبل پۀ لاس کې وليدنه
بورا پۀ ګل کې رنځورپروت ؤ   ~ پاڼه پکې ورته وهي چې جوړبۀ شينه
بورا پۀ پت بې پته نۀ ؤ   ~ خزان پۀ ځان کړ ځکه بېل له ګله شنه
بورادګل پۀ غوټۍ ناست دی   ~ خزان پۀ راغی پۀ ارمان ترې والوتنه

ملی سرود

ترتیب کوونکی : احسان الله پامیر 

دافغانستان ملی سرود په پښتو ژبه 

دا وطن افغانستــــان دی           دا عزت د هر افغــــان دی
کور د سولی کور د تــوری           هر بچی یی قهرمــان‌ دی
دا وطن د تولو کـــــور دی           د بلوچـــــو د ازبـکـــــــــــو
د پشتون او هـــــزاره وو             د ترکمنــــــو د تاجکــــــو
ورسره عرب، گوجــر دی            پامیریان، نورستانیــــــــان
براهوی دی، قزلباش‌دی             هم ایماق، هم پشه ییان
دا هیواد به تـــــل زلیژی             لکه لمر پرشنه آسمـــان
په سینه کی دآسیا به              لکه زره وی جاویـــــــدان
نوم د حق مودی رهبـر              وایو الله اکبر وایو الله اکبر

ترجمه فارسی دری
این کشور افغانستان است             این عزت هر افغان است
میهن صلح، جایگاه شمشیر            هر فرزندش قهرمان است
این کشور میهن همه‌است             از بلوچ، از ازبکها
از پشتون، هزاره‌ها                       از ترکمن و تاجیکها
هم عرب و گوجرها                        پامیری، نورستانیها
براهویی است و قزلباش                 هم ایماق و پشه‌ئیان
این کشور همیشه تابان خواهد بود     مثل آفتاب در آسمان کبود
در سینهٔ آسیا  مثل قلب جاویدان

نام حق است ما را رهبر         

می‌گوییم الله اکبر، می‌گوییم الله اکبر

 

ترجمه انگلیسی

This land is Afghanistan,

   
it is (the) pride of everyAfghan

   
The land of peace, the land of sword,

   
its sons areall brave

   
This is the country of every tribe,

   
Land ofBaluch and Uzbeks

   
Pashtuns and Hazaras,

   
Turkmen andTajiks

   
With them, Arabs and Gujjars,

   
Pamirian, Nuristanian

   
Brahawi,

   
and Qizilbash, also Aimaq andPashai

   
This land will shine for ever,

   
like the sun in theblue sky

   
In the chest of Asia,

   
it will remain as heart forever

   
We will follow the one God

   
We all say, «God isgreatest!»,

   
we all say, «God is greatest

Time

by : ahsanullah pamir wardak 

لیکنه احسان الله پامیر وردگ 

             Time

Any minute that passes, indeed we pass a minute of our life and any hour we leave behind, in fact a brick decreases from the palace of our life. But we might have paid less attention how we have passed our time. Have we exploited the time or we have wasted it?

Have we done anything for ourselves or someone else or we have given less importance for it? These are the questions that we rarely focus on them and the response for these questions is not the same. Someone who has realized the value of time, of course he or she exploits every minute but those who have not waste their time. In the result the first class will succeed in all affairs of life and the second class will face failure The young have to pay more attention in relation with time exploitation, as they are recommended to utilize their time more effectively than anybody else, because time is gold and any minute that passes does not return

Administration corruption

by :ahsanullah pamir wardak 

لیکنه : احسان الله پامیر وردگ 

Administration corruption


As we know administration corruption is one of the most demolisher phenomenon at present time in Afghanistan up to that time when there are administration corruption in over country Afghanistan or the people of Afghanistan will not progress and the day by day we will back warded and step by step over country will be destroy the main cause of Insecurity in over country is administration corruption but there is a question what is the cause or motive of administration?  I say in the answer of this question the literate or illiteracy in the people of Afghanistan is the causes of administration corruption afghan government mast provide and prevent the administration corruption without this paint over government will be inhalant and its cannot uplift without the prevent of administration corruption the pace or reconstruction is not possible at first over government mast annihilate the administration corruption and lather they mast try to build a building or try to make over country one modern Afghanistan 

په جنګی سیمو کی دژورنالستانو خوندیتوب

                                        لیکونکی : احسان الله پامیر

په جنګي سیمو کې د ژورنا لیستانوخوندیتوب

دګرځیدو راکرځیدو په وخت کې له ډزو ،کمین یا دخلکو دقهرجن ټولي سره دمخامخ کیدواو یا ستاسو دتښتولو په اړه لاندې سپارښتنې او توصیې وړاندې کیږي                                                                                          

۱ ـ ګرځیدو راګرځیدو پر مهال

جنګي سیموته سفرکول تل له خطر نه ډک وي او باید محتاطانه پلان شي .    

ـ له سفرنه مخکې

•   دلیږدونې وسیله مو تیاره کړی او دهغې عمومې وضعت وڅیړی (او یاله بل چاڅخه غوښتنه وکړی ترڅوهغه وڅیړي )همدارنګه وګوری چه دتیلوټانکی یې ډکه وي او دترمیم سامان آلات او معمولي اضافي پرزي په هغي کې موجودې وي

 •      یوه دژغورنې بسته لکه تودې جامې ،بړستن ،دلومړنیو مرستو یوه پیټي

،اوبه  او خوراکي توکي برابرکړی .

•  رسمې اسناد لکه دژونالیستی کارت او دسفر اسناد برابر کړی              

دنقشې پر مخ دخپل سفر تګلوری مطالعه کړی                              

دڅیړنې دسیمو دپرانیستو ساعتونه او پرګرځیدو راګرځیدو باندې دبندیز وخت چک کړی                                                                               

دخطرناکو سیمو په اړه حکومتي مقاماتو او غیر حکومتي سازمانونو څخه وپوښتی .                                                                             

دسفر په بهیر کې

کوښښ وکړی چې پلان شوی تګلوری او ټاکل شوی زماني جدول تعقیب کړی او له قرار ګاه او یانورو ژورنالیستانو سره په تماس کې اوسی .                    

Try to کوښښ وکړی چه دنورو ژورنالیستانو په تګلارې حرکت وکړی include other journalists or places on your route

  د شپې له خوا واسطه مه چلوی .                                                        

هغه پارسلونه او یا پاکټونه چې نا پیژاند افراد یې د لیږدونې لپاره تاسوته درکوي هیڅکله ونه منی .                                                                               

دهر څیز له لیږدونې نه چې خلک شکمن کړي لکه دوربین ،دنښې ایښودنې علامې یا پوځي جامو څخه ډډه وکړی .                                                  

که په پوځي یا دبشري مرستو په کاروان کې خوځیږی دکاروان دمسؤل له اوامروڅخه اطاعت وکړی .                                                           

په شپه کې ګرځیدل راګرځیدل

دهرکار ترسره کول په شپه کې دخطدنه ډک دي . دافرادو پیژندنه سخته ده او

او ښایي ځوک دیوه جګړه مار په ګومان تاسو دتیروتنې له مخې په نښه کړي نو له دې امله دشپې له فعالیتونو څخه ډډه وکړی .                                         

دشپې په بهیر کې دګړندیتوب په نسبت محتاطانه حرکت ډیرمهم دی .               

مناسبې جامې واغوندی .                                                                      

دکمرې ، راډیو او یا ټیپ ریکارډر ښوونکي سویچونه مړه کړی .                   

خپله تګلاره په احتیاط وټاکی ، په تیاره ساحو کې ځیرک واوسی او داړتیا په صورت کې خپل تګلوری بدل کړی ،کله کله ودریږی شا او خوا ته نظر وکړی او په دقیقه توګه غوږ ونیسی .                                                                  

که تاسو دیوه ټیم یوه برخه یاستی ،دټیم له نورو غړو سره دکتنې لپاره سیمې وټاکی .                                                                                            

که له رڼا خپروونکو څراغونو سره مخامخ شوی دځمکې پر مخ وغزیږی او انتظار وباسی ترڅودغه رڼاورکه شي .                                                    

دهغه رڼا منبع ته چې په تاسو پورې اړه لري متوجه اوسی .                         

دهغې سیمې څخه تیریدل چې جګړه هلته روانه ده

که په ډزو کې بند پاته شوی دځمکې پرمخ او یا دامکان په صورت کې ددیوال اویا دموټر دټایرونو تر شا څملی په ممکن یا نیږدې صورت کې سیمه پریږدی او ځان خوندي ځای ته ورسوی په زیګ زاګ ډول منډه وکړی ترڅو تر هدف لاندې راتلل مو ستونزه من شي .                                                                    

له جنګي سیمې څخه له تیریدو مخکې په خپله تګلاره تګ تمرین کړی او په یاد یې ولری خپله نقلیه واسطه مو وڅیړی او زغره والې جامې واغوندی .            

له سیمې څخه په احتیاط تیر شی .                                                           

خپل ځان له هغه کسانو څخه چې په جګړه کې ښکیل دي جلا کړی دبیلګې په ډول دخپلې واسطې پر مخ یوه مطبوعاتي علامه ودروی .

که دي ته اړ شی چې په آزاده فضاکې ویده شی

نو یوازې په خپله نقلیه وسیله کې ویده شی او له دننه یې دروازې کلپ او یا کلکې کړی .

که څوتنه یاست نو دپیرې کولو سیستم برابر کړی .

کله چې ماین ایښودل شووسیموته رسیږی

که چیرې دغه ساحه ساتل کیږي غوښتنه وکړی ترڅو ماینو نه لرې کړي او تاسو وکړای شی له هغه ځای څخه تیر شی هیڅکله تاسو په خپله دغه کار مه کوی او که نه ساتل کیږي له هغه ځای څخه مه تیریږی بله لار پیداکړی او یا بیرته راستانه شی .

دڅیړنې له سیمي څخه تیریدل

څیړنه وکړی هغه افراد چې په هغه سیمه کې دي ټول وسلوال دي او یا کمه برخه

وسله له ځان سره لري (زره جاکټ ، برچه ) وسلې یې لاسي دي یا داوږې ایا ځوانان دي یا دلوړ عمر خاوندان ځوانان معمولا ډیر عصبي اود وړاندوینې وړنه دي ددوی جاموته پاملرنه وکړی عادي جامې یې اغوستې او که پوځي آیا نشه دي او که نه څومره عصباني یا قهر جن دي بیا وروسته ځان ورسره عیار کړی .

که له جدي خطر سره مخامخ یاست ، که چیرې کولای شی چې بیا راستانه شی ، خو په داسې تو ګه چې دچا توجه تاسوته جلب نه شي چې دډزو لامل نه شی . که په څو نقلیه واسطو کې یاست هر ځلې باید یوه نقلیه واسطه راتاو شي که دڅیړنې له ځایه په څرګنده لیدل کیږی بیا مه راستنیږی ځکه په دې صورت کې ډیر ژر نیول کیږی او یا به تر ډزو لاندې راشی .

دڅیړنې په بهیر کې په سملاسې توګه مه خوځیږی تل خپل لاسونه آزاد او ښکاره ونیسی آرام او صمیمي واوسی .

ګستاخ او مغرور مه اوسی ،خو ځان ډیر ډارن او مطیع هم مه ښایاست .

له بیلابیلو ډلو څخه اجازه لیک  ولری خو محتاط اوسی چې کوم یو یې له شرایطوسره مناسب دی هغه وښایاست .

له یاده ونه باسی چې ځینې ساتونکې ښایې ستاسو په ژبه پوه شي نو له دې امله هغه څه ته ځیرک اوسی چې وایاست یې .

څو چې له تاسو څخه ِغوښتنه ونه شي له خپلې نقلیه واسطې څخه مه راوزی .

د خپلې نقلیه واسطې ماشین مو مړ کړی .

که چیرې ساتونکېستاسو له نقلیه واسطې څخه کوم شی غلا کوي اعتراض وکړی خو ډیر ټینګار مه کوی .

له دوی سره وګوری او له یو لوړ رتبه افسر سره دخبرو کولو غوښتنه وکړی .

له چاودیدونکې لومې څخه ځان ساتل چې چاودیدونکې لومې عبارت دي له :

په کورونو کې ( دروازې ، کړکی ،چت ، فرنیچر ، ټلیفونونه ، دکورلوازم ، کتابونه ، زنګ لرونکې ساعتونه ، دخوب بسترونه ، کوچونه ،بګسونه )

په پخلنځي کې (چای جوشي ، کنسروشوي خوراکونه ، بوتلونه )

په واټ یا جاده کې (دخوراکي توکو زیرمه ، پلونه ،پلي لارې ، طبعي پټنځایونه ، نقلیه واسطې ، بې خاونده وسلې ، جسدونه ، نارنجک او نورمهمات ) .

اساسي احتیاطي اقدامات

له ځمکني ماین سره دنښلول شوي مزي په موندلوسره دهغه موقعت په نښه کړی او ترې لرې شی دنقشې پر مخ دسیمې په کتنه او په جي پي اس سیمه ایز مقامات خبر کړی .

منفرد ماینونه ډیر کم دی معمولا په یوه ساحه کې شپږ ماینونه ځای پر ځای کیږي او یا له ۳۰  ماینونو څخه په جوړې شوې ګروپي بڼه او یا په کتارونو کې (معمولا دځمکې پر مخ دلرګیو په ستنو ښودل کیږي او کرل کیږي ) . 

هیڅکله له لارې څخه مه بې لارې کیږی حتی دحاجت دلرې کولولپاره هم .

هیڅکله له ماین او ماشې سره تماس مه نیسی یا هغه بمب ، دتوپ یا توغوندي ګولی ته چې نا چاودلې معلومیږي لاس مه وروړی .

هیڅکله ماینونه دیادګاري سوغات په توګه مه پیری او له نوروڅخه هم غوښتنه وکړی چې ماینونه شنډاو غیرفعال کړي ورسته تاسې کولای شی هغه دیادګاري سوغات په توګه له ځان سره واخلی .

یو ژورنالست چې په یوه جنګي سیمه کې رپوټ برابروي ښایي له ماینونو او چاودیدونکو لومو سره مخامخ شي .

ماینونه په لاندې بڼو یا غیر متوقعه توګه دناروزل شویو جګړه مارو له خوا ایښودل کیږي .

ممکنه ده چې دا ماینونه دکنترولي مزي په وسیله چې دفشار له زیاتولو او یا کمولو سره سست او یا کلکیږي فعالیږي حساس ماینونه  دیو شمیر افرادو یا وسایطو له تیریدو وروسته  ایښودل کیږي که چیرې چاودیدونکې توکي او دامونه کشفوی باید دپیښې نښه یا دنقلیه وسایطو دټایر کرښه چې مخکې تیر شوي تعقیب کړی او په چټکی سره سیمه ترک کړی که په یو ځای کې ماین ګوری په دي مانا چې تاسو له مخکې څخه دکرل شوو ماینونو په یوه سیمه کې موقعت لری .

              

 

                                 by : احسان الله پامیر

همزه شینوارۍ

 

گله !

 

     ستاددې ملالې خنداوجه څه ده؟ ستا په رنګیـــن لغت کې به دپریشـــــانۍ اوزړه چاودون مفهوم همدغه وي نو!

    که نه داخندادفطرت دډیروپټورازونو ترجماني کوي ؟

    څه خوشته چې بلبل درنه دخپل فریاد جواب وغـــواړي اوته ورته په خــــاموشه خنداسرشې دهغه جواب وشي اودهغه چـــیغې سورې هم سواشـي لږخومي پوه کړه چې بلبل څه پوه شي؟

    فطرت ټوله شپه ستا دیوې خندا دپاره اوښـــکې تویــې کــړي اوایله چیرته سحر سحر ستایوه مسکا ښکاره کړي هغه ستا دفتر په دې طریقه خورول غواړي؟

     دنسیم دامسته چپه چې په هرقدم دیو تینـدک سره مخ کــیږي چیرته روانه وي ؟

هغې سره څه وي که دڅه حاصلولو ارمان دخود  نه ؤ پستي وي ؟

     معلومیږي چه ته دژوند په رازپوه یې اوســتاهو! ستانه دژوند پوراخستل اوراز زده کول ضروري ګڼي ته دفطرت دپریشانی یو خـــندنی جواب یې ستا په پریشانۍ کې جمعیت غزونې کوي ...ته په دې پوه یـــې چه ستاکایٔــــــنات ستــاخپل نه دي ته صرف درسولو یوه ذریعه یې... ته په دې ډیر ښه پوه یې  چې ســـتا خوشبــویي که هرڅو چمن زاده  ده لکه چې په هغې کښې ستا اوچمن قسمت نشته هغه ستا دمـحیط او ماحول برخه ده نوځکه ته ورته په خندا او پرانیستې غیږپه مخه ښه وایې .

    بیاورو ورو ستا په ناز کې له ستانه رخصتیږي ستا په صورت دفنا عمـل جاري وي او ورو ورو ورژیږي خوپه خـــنداکښې دې هیڅ نه راځي .بې له شـــکه دخپل محیط لپاره ... قرباني ورکول خندا ....اومسـکا پیداکوي اودخندا په ظاهره پریشانۍ کې ....جمعیت پټ پروت دی.

 
 

                                           

                                                              لیکنه :ـ احسان الله پامیر

جفاګرخونه وم

 

اوس مې جانان راته په بده شوی

راته په سپکه سترګه ګوري

دخوښی شیبې په غم بدلې

راته په چل اوښتی

خدای پوهیږي

ورته ناوس ښکاریږم 

اوکه جفامې کړې

نه جفاګرخونه یم

خوجیب مې لغړ

او..............

دومره ناپوه ومه زه

له بې وفاسره مې مینه کړله 

اودهغه مینه دجیب مینه وه

زه خوریښتینی ومه

خوجانا ن مې دوکه باز وخاته

اوس بې غمه یمه

بیخ مې دناز اوهم دراز وخاته

 

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

                                                          

 

 

 

لیکنه :ـ احسان الله پامیر

زما غریب پښتانه

اوس مې هیواد ټپي ټپي ښکاریږي

هره شیبه پکې دغم خبرې

دهر سړي دخولې نه آورمه زه

دغرولمن کې دګلونو پر ځای

راته بمونه دډالی په توګه

نن دباران پرځای سکروټې پرما

زما په کلي اورې

زما دمظلوم وینې ناحق توییږي

دالقاعدې او دطالب په نامه

زما غریب پښتانه

نن ټول تبا تبا شول

زما دشهید په وینو سره خاوره

زما دغازیانو مسکن

زما دمیړانې خونه

زما دغیرت ټاټوبی

پکې غوغا جوړه ده

راځی همغه پخواني پښتانه

دراکټ توره میله

دبم بد مرغې جوړې

له بنده ونیسو خطایې کړو دسند په لوري

داواسکټي بریدونه

داچریکي بریدونه

نورد قلم په توګه

دوحدت فضاکې

دجرګې له لارې

په مرکه باندې یې حل کړو سره .

مړه احساسات

 

 

 

                                                 لیکنه :ـ احسان الله پامیر

 

مړه احساسات

 

کورکې مې جنــګ مقابلې جوړې دي

راته په نوم دالقــــاعدې جــوړې دي

 څومره چې غلی مې احساس وې ښه دی

ددښمنانو پرې مزې جوړې دي

هره چاودنه کې پښتون مړ کیږي

زماد شهیدو جنازې جوړې دي

مجبور یو بیا تیره صحنه راولو

دچنګیز بیا ځلې دورې جوړې دي

څوک راته یو څوک راته بل څه وایي

او س په کلتور مو مسخرې جوړې دي

(پامیره ) نن دجاسوسانو په لاس

راته اورونه  او لمبې جوړې دي

 

 

 

 

 

 

 

 

     لیکنه :  محموده تقوا  
ګیله

چې زړه در کې روغ نه ؤ نور د تن هیڅ په کار نه دی
پښتون چې مرور ؤ دا وطن هیڅ په کار نه دی

چې عذر د خپل ورورته ته پردي خلک ورلېږې
دا هسې ځان ښودل دي دا رفتن هیڅ په کار نه دی

هېواد مو لکه تن دی موږه ټول ئې لکه غړي
چې غړي ئې ټپي وي دا بدن هیڅ په کار نه دی

چې نور پکې له موره او پښتون خوار له میرې وي
دا بېله ګډا ستاسو یو اټن هیڅ په کار نه دی

وطن مو لکه باغ دی دا قومونه ئې ګلونه
یو ګل چې کې وي مړاوی دا ګلشن هیڅ په کار نه دی

بویونه چې د مینې او دوستۍ پکې خواره ؤ
اوس وینې کې جاري دي دا ختن هیڅ په کار نه دی

بلبل چې مرور وي نور د ټولو بازار تود وي
دا هسې دوزخ زار دی نور چمن هیڅ په کار نه دی

چې مرګ مو یو پر بل باندې حرام ګرځول شوی
ژوندون ته ښکلا ورکړۍ مرګ مردن هیڅ په کار نه دی

تقوا د ورور ولۍ لپاره ته هڅې جاري کړه
خیرن زړونه ښه پاک کړه زړه پمن هیڅ په کار نه دی

                        

ادبي معلومات

لیکنه :احسان الله پامیر

لنده کيسه

د لنډی کيسی اصطلاح د غربی ادب د (شارت ستوری) له اصطلاح څخه اخيستل شوی ده. لنده کيسه: هغه نثری داستان دی چی لند وی او تر دوو ساعتو پوری ختم شی. په بله وينا هغه نثری فورم دی چی له داسی عناصرو څخه چوره وی چی يو بل سره ارتباط ولری او د يو بل تر اغيزی لاندی وی.

هيدسن وايي: د لنډی کيسی لپاره يوازی لنډوالی شرط نه دی بلکه  د دی تر څنگ نوری ځانگرتياوی هم لری او هغه دا چی د کيسی موضوع د خپلو حدود په چوکات کی رانغښتل کيږی ، بی ځايه او بی ضرورته خبری پکی نه ځائيږی د تأثر او اغيز يووالی پکی يوازينی شرط دی.

لنده کيسه هغه نثری فورم دی چی د ناول څخه لنډ وی .

لنده  کيسه له انگريزی ژبی نه اردو او له اردو نه پښتو ته راغلی دی .

د لنډی کيسی ضرورت او اهميت:

ضرورت او اهميت يي په دی کی دی چی لنډه ده د وخت د ضياع مخه نيسی او په لنډ وخت کی روحی تسکين او پند پکی وی.

د لندی کيسی موضوعات:

پخوا به لنده کيسه د يوه کرکتر په شاهوخوا څرخيده خو اوس هر څه چی په انسانی ژوند پوری اره لری د لندی قيصی موضوعات گنل کيری.

د د لندی کيسی د جوړښت اساسی عناصر:

1.     پلات  ( خاکه – طرحه)

2.     پيلامه.

3.     کرکتر(کردار- قهرمان) يا کرکترونه.

4.     تجسس يا ذهنی هخه او تلوسه.

5.     منظر کشی او مکالمی.

6.     تخيل يا خيال پردازی.

7.     انتباع او پايله.

                                               ناول

ناول په اوسنی مفهوم په اتلسمه پيری کی د انگليسی ادب کی را پيدا شو او د نورو ژانرونو په څير ناول هم په شلمه پيری کی پښتو ته له اردو ژبی څخه راغی لومړنی پستو ناول چی له اردو خخه  پستو ژبی ته " د نقش نگين" په نامه د دپتی نظير احمد "مراة العروس" مياحسيب گل کاکاخيل راژباړلی دی . وروسته په پښتو ادب کی دود شوی او لومرنی ناول سيد راحت زاخيلی د "نتيجه عشق" په نامه ليکلی دی.

د ناول د جورښت اساسی عناصر:

طرحه ، اصلی او فرعی کرکترونه ، منظرکشی ، مکالمی او د کيسی پيل ، منح او پای لری له لندی کيسی سره دا توپير لری چی هم پکی پيسی  په تفصيل سره بيانيری او يي کرکترونه زيات وی.

ډرامه: هره پيښه د سترگو په وراندی ښکاری او د ادبپوهانو په نظر دری بنستيز توکی لری (وحدت زمان ، وحدت مکان او وحدت عمل) دی.

رومان : د ميلاد په لومريو پيريو کی به رومان هغو اوږدو کيسو ته ويل کيده چی معمولاً به د يو زلمی او پيغلی د مينی داسی کيسی وی چی د مينی په لاره کی به يي زيات مشکلات گالل او د زياتی ستونزی او مشکلاتو له گاللو وروسته به بريالی کيدل. خو په دولسمه او ديرلسمه پيری کی اروپايانو رومان هغه منثوری کيسی ته ويه چی په رومانی ژبه ( فرانسوی ، ايتالوی ، پرتگالی ..... به ليکل شوی وه.

د ناول او رومان توپير:

د رومان او ناول عناصر سره يو دی خو د ناول په نسبت د رومان ليکنه ستونزوره ده او لوی کړاو غواړی د ناول په نسبت په رومان کی د پيښو لړی او کړی زياتی وی ، چی په يوه او بله بنه د مرکزی او اساسی پيښو سره اړيکی لری او په مستقيمه او غير مستقيمه توگه د هغو بشپرونکی وی ، لوستونکی له حان سره بيول او په پای کی له تولو يوه بشپره او هر ارخيزه نتيجه وراندی کول د رومان ليکونکی ژوره مطالعه ، د ژوند زياتی تجربی او دير غور  او دقت غواری حکه نو رومان ليکونکی کم او د گوتو په شمير دی.

ادبی توته: له لندی کيسی سره يي توپير دا دی چی په لنده کيسه کی معمولاً د خپلو حدودو په چوکات کی په پرلپسی توگه پر مخ ځی بلاخره د اوج او بيا د پايلی برخی ته رسيری ، خو حکايوی ادبی توته دا دول ځانگرنه نلری کله کله پکی زياته برخه بی هدفه الفاظی وی.

طنز: يوه عربی کلمه ده چی لغوی معنی يي ناز او کرشمه ، پيغور او مسخره او په ادبی اصطلاح کی د هنری ادبياتو يو ژانر دی چی په ليکنه کی د ليکوال اصلی مقصد انتقاد وی خو دا انتقاد شوخی او ريشخندی او تمسخر په جامه کی نغستی وی ، د وينا لحن او انداز يي د توکو او تکالو په شکل وی او زياتره وخت پکی مسايل سرچپه (منعکس) مطرح کيری.طنز په واقعيت کی هغه ترخه خندا ده چی د تولنی د خلکو په ناوره اعمالو ، عاداتو ، اخلاقو او افکارو باندی کيری.

ادبی ليکونه: هغه ليکونه دی چی د اديبانو تر منح تبادله کيری او يو لر مهم انتقادی ، سياسی ، فلسفی او ادبی مسايل پکی ليکل کيری د ليکنی ژبه يي هنری او د تخيل نه دکه وی له استعارو ، کنايو ، تشبيهاتو او نرو ادبی صنعتونو خخه پکی کار اخيستل کيری ژبه يي خورا خوره وی.

د لندی کيسی ، ناول او درامی توپيرونه

لنده کيسه ناول او درامه بيل بيل ادبی فورمونه دی سره له دی چی د جورست توکی يي تر ديره حده سره يو دی ؛ مثلا په لنده کيسه او ناول کی هم پلات ، کرکترونه ( اصلی او فرعی) ، مکلمی او منظرکشی ، سپنس (تجسس) ، د کيسی پيل ، منح او اوج او پايله (انتباع) د جورست توکی دی خو درامه هم له همدغو توکو خخه جوره ده خو په فنی او تخنيکی دول بيا فرق لری او د فن له مخی حانگری ليکنی چوکات لری ؛ مثلا:

1.     ناول او لنده کيسه د لوستنی او اوريدنی خيزونه دی او د ليکوال خيال او تخيل د غورونو او سترگو په لور حی ؛ خو درامه د ليدلو خيز دی کتونکی هر خه پکی وينی او ليکوال د عمل او مکالمی په ذريعه په مستقيمه توگه خلکو ته تخيل ورليردوی.

2.     د لندی کيسی او ناول ليکوالان د ژوند هر دول پيسی لوستونکو ته د خپلو کردارونو په خوله وراندی کوی خو په درامی کی هغه په خپله خوله خه نشی ويلای بلکه کرکترونه هر خه وايي .

3.     د لندی کيسی او ناول د درامی سره تر تولو ستر توپير دا دی چی د درامی تول دارومدار په مکالمه دی او بی له مالمی د درامی تصور هم نشی کيدای خو په ناول کی کله کله مکالمو ته ارتيا پيسيری خو په لنده کيسه کی بيا دا اړتيا ديره کمه ده ، ديری داسی لندی کيسی شته چی هيڅ مکالمه نه لری.

 

ادبي ژانرونه

 

لیکنه : احسان الله پامیر

نثر

نثر په لغت کې پاشلو تیتیدلو او خورولو ته وایي او په اصطلاح کې هغه وینا ده چې دوزن او قافــــــــــــــــــیي له قید څخه خـــــــــالي او آزاد وي په پښتوکې لومړی نثر دهاشم سرواني دسالو وږمه او دسلیمان ماکوتذکره الاولیا ده.

رومان

فرانسوي کلمه ده معنایې خیالي داســــــتانونه او دمیــنې محــبت کیسې په اصطلاح کې هغه داستان چې له ناول څخه اوږد وي دپیښــو دیوې سترې  لړی تصویر په ادبي چوکاټ کې ځایوي.په پښتوکې لومړی رومـــان دآدم خان او درخانۍ دی چې صدرخان خټک په نظم لیکلی.

 

داستان

داستان په لغت کې ویل او بیانول دي په اصـطلاح کې داستان هغه کیسه ده چې بنسټ یې تخیل ،رومان ،او مافوق الطـــبیعت عناصرو باندې ولاړ دی دلنډې کیسې په نسبت دژوند اړخونه پکې مفصـل بیانیږي او دکیسو ترټولو لرغونی شکل دی .

 

ناول

ناول یوه ایټالوي کلمه ده په لغـــــــت کې نوي ،عجیبه ،او تازه څیز ته ویل کیږي او په اصطلاح کې هغه ژانر دی چې له لـنډې کیسې څخه لوی او له رومان څخه لنډ وي موضوع یې انسا ني ژوند وي په پښتوکې لومړی ناول (دوه سره مین وروڼه )محمد رفیق قانع لیــــــــکلی او لومړی ژباړلی ناول دویکتورهوګو (بیچاره ګان )دی چې عبدالـــــحی حبیبي د(بیوزلان )په نوم ژباړلی دی .

 

لنډه کیسه

 

دکیسو یو ډول دی ،دداسې یوله بله سره تړلیو عناصــــروڅخه جوړه شوې وي چې یودبل تراغیزې لاندې وي بې ضرورته خـــــبرې نه پکې ځاییږی کرکټر ،تلوسه ،تجسس، تخیل دکیسې پایله او نتیجه پکې شامل وي په کوزه پښتونخواکې الومړی لنډه کیسه راحت الله راحت زاخیــــلي (شلیدلې پڼه )ده او په افغانستان کې لومړی عبدالحی حبیبي لیکلې.

 

ډرامه

۱  ډرامه دیالوګ او منالوګ ته وایــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي .

۲  درامه دحقیقت نقل او دفطرت پیښــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې دي.

۳  دیوناني ډراوڅخه اخستل شوې معنایې عمل کول دي اوپه اصطلاح کې ډرامه ژوندی کیسه ده چې ټول احســـــــاسات او جذبات پکې په حرکت او خوځیدوسره ترسره کیږي په پښــــتو کې لومړی ډرامه عبدالاکبرخان اکبر د(دری یتیمان )په نوم لیکلې ده

 

ادبي ټوټه

ادبپوهان ورته منثور شعر او نازک ادب هم وایـــــي شعري کیفیــــت لري ،حکایوي بڼه لري حقیقت او واقعـت په زړه پورې تـــــــشریح کوي چې دا حقیقت او واقعت په داسې رنګیـنو الفاظو کې نغښتی وي چې په احساس او عواطفو ژوره اغیزه کوي په پښتوکې لومړی ادبې ټوټه دراحت زاخیلي ده او په افغانستان کې لومړی عبدالـــحی حبیبي لیکلې ده .

 

                                                         ژباړه

دموضوع ایستل دیوې ژبې له چارچوبه او دبلې ژبې چارچوب ته اچـــولو ته ژباړه وایي یا دیوې ژبې نه بلې ژبې ته اړول ژباړه ده په پــــــــښتوکې لومړی ژباړه دهاشم سرواني ده .

 

                                    ادبي راپورتاژ

په ادبي راپورتاژ کې د پیښې تعبیر اوتحلـــیل په ادبي اوهـــــنري ژبه کیږي دتخیل په ملتیاپه خوږه اوهنـري ژبه خلـــــــکوته وړاندې کیږي په پښتوکې لومړی عبدالهادي داوی په (ګلخانه )اثرکې لیکلې دي.

                                       طنز

طنزپه لغت کې ناز ،کرشمه ،پیغور او مســـــــخره ته وایي او په اصطلاح کې هغه لیکنه چې دریشخند او تمسخرپه جامه کې نغـښتې وي طنز ورته وایي

 

                                     سفرنامه

په سفرنامه کې تول هغه واقعـات او حــــــــــــــالات بیـــــــــــانیږي چې دلیکوال يا سفرکوونکي له خوانه لیدل شوي وي لومړنی شرط پکې ســــــفرکول دي .

 

                                آتوبیوګرافي

دخپل ژوند داحوال او واقعــــــــــاتو بیان ته ویل کیږي دځان په اړه شرحه اومعلومات لیکل آتوبیوګرافي ده .

 

                                  بیګرافي لیکنه 

دادمقاله لیکنې یو شکل دی دیو تن دزیږیدو څخـــه بیاترمرګه پورې ټولې پیښې او دده دژوند ټول مراحل اوداســـــــې نور په تفـــــصیل سره راوړل بیوګرافي لیکنه ده .

 

                                     نظم

په لغت کې دمرغلروپییلوته وایي او په اصطلاح کې هغه لیکنه چې وزن اوقافیه ولري نظم بلل کیږي .

                                           شعر        

په ښکلې او آهنګینه ژبه دفکر او خیال عاطفي تړون ته شـــــــــــعروایي.

 

تکل

په انګلیسي کې ورته YASSE، په اوردوکې ورته انـــشا‌ئیه او په پښتوکې ورته تکل وایي داسې لیکنه ده چې دلنډې کیــــسې ،داســـــــتان ،سیاسي او .....لیکنو څخه په توپیرپه خوږه اوپــسته ژبه لیکل کیږي لطافت پکې مهمه ځانګړتیاشمیرل کیږي قلندرمومند ورته هــــــــڅه نوم ورکړ او ولسي ادبي جرګې ورته تکل چې همدابیامشهورشو .لومـــــــړی تکل فرانسوي لیکوال میخایل ډیمونټین لیکلی دی او انګلیسي ته هم دفرانسوي نه تللی دی.

 

                                       حکایت

په فارسې کې ورته حکایت او په پښتو کې ورته افسانه وایي په داسې شکل لیکل کیږي چې لویتونکی په ساده ګی ورباندې پوه شي نورپه افســـــــــانه عنوان کې ښودل شوی

 

                                   افسانه

حکایت ،نکل اوسرګذشت هم ورته وایي او هغه کیسه ده چې لوستونکي افسون یا جادو وکړي یا له حقیقته لرې کیسې ته وایي

 

 

                                     اسطوره

اسطوره هغه سپیڅلی روایت دی چې دځمکې ،کائناتو او انسان دجوړښت  په اړه وي دتاریخ نه مخکې اربات الاانواع او اتلان پکې تشریح کیږي

 

                

ادب

 

ادب

لیکنه : احسان الله پامیر

ادب یوه اجتماعي مؤسسه او دادب وســــــیله یعني ژبه یوه اجتماعي حادثه ده .دهر ادبي اثر دمینځه ته راتګ اصــلي منبع اجتماعي ژوند دی .دشاعر داجتماعي هستی پرته نه دده شــعور هستیدلای شي اونه شعر اونه کوم بل ادبي فـــــورم . هره ادبـــي پارچــه دخپلو محیطي ،خصوصاً داقتصادي او اجتماعي شرایطو هنداره ده یعني هر تخیلي ایجاد دهغه حقیقي جهان انعکاس دی چـې ایجادګر پکې اوسي او دده ادبي پارچه له همدغه جهان سره دده دتـــماس اوله هغه څه سره چې په دغه جهان کې ئې مومي ،یا دده دمــینې نتیجه ده او یا دده دکرکې او نفرت نتیجه ده .

      ادبي اثر په ټولنه کې دیوه اجتماعي مقصود لپاره مینځ ته راځي او له ټولنـې څخه مؤثر کیږي ،په تولنه کې استعمالیږي او دټولنې له خوا ارزول کیږي ،په ټولنه اغــــیزه کوي او دتولنــــې له بــدلون او پراختیاسره همغاړۍ یعني برابر بدلون او پراخــتیامومي . دادبي اثر ایجادګر په خپله هم دټولنې یو غړی دی چې ځان ته ټولنــیزدریځ او رول لري هیڅ یو ادیب او هنرمنداو د دوی هنـري او ادبي پارچه یا اثر دخلامخلوق نه دی .ادب هم دنورو اجتماعي مؤسـسو په توګه تل بدلیږي له یوه حالته بل حالت ته اوله بل حالت نه بل حالت ته ځي په نهایت کې وده او پراخــــتیا مومي . دهرې ټولنې ادب په یوه ټــاکلې مرحله کې په هغه شرایطو بنــــاوي چې ددغه ټولنــې تیرتاریخ تهیه کړی وي نو له دې امله باید ادب او هره بله مؤســسه تل دمربوطــې ټولنې دعیني شرایطو او تاریخي حقایقو پربنا مطـالعه شي نه په کوم بل ډول .

تنباکو او دهغه مضر آفت

تنباکو او دهغه مضر آفت

لیکنه اوراټولونه :احسان الله پامیر

 

دا اند چې دتنباکــــــوڅکول دسګــــرت ،نصوار ،چلم ........په ډول دغونه لرغونی دی لکه خپـله تنباکو .په ۱۶۰۴کال کې دلومړي ځل لپاره دبرتانیې پاچا لومړي جیمز په رسمي توګه اعلان وکړ چې دتنباکو څکول روغتیا ته  مضر دي البته دا دتنباکو پرضد لومړی څرګندونه وه هــــمدارنګه دتنباکو پرضد لومړی طــبي رپوټ په ۱۸۵۹کال کې چاپ شوی دی په رپوټ کې ویل شوي وء چې په فرانســــــه کې په یــوه روغتون کــې ۶۸تنه ناروغان دشونډو ،ستوني او خولې په سرطان اخــــته و‌ء چې ټولو تنــباکو څکول او ۶۶تنوپکې دتنباکو څکولو لپاره دخټو څخه کوچیني پایـپونه جوړ کړي و‌ء.

په ۱۹۵۴کال کې دروغتیا نړیــــــوالې ادارې WHO، دامـــریکا دسرطان ټولنې او دبرتانیي دروغتـــیايي څیړنو ډلې یو رپوټ خپورکړچې پکې ویل شوي وء په کومو هیـوادونو کې چې دتنباکو څکولولعنت ډیر عام شوی دی په هغه هیوادوکې دسږو سرطان له ناروغی څخه دمړو شمیره په خطرناکه توګه مخ په زیاتیدوده په دې دپوټ کـــې زیاته شــــوې وه چـــې په مړوکې دنورو په پرتله دسګرت څکوونکو شمیره زیاته وه .

       دخپروشوو شــمیرو له مخې یوازې په ۱۹۹۱کال کې په امریکا کې د سګرت څکولو له امله دري نیم میلیونه تنه مړه شوي دي . دڅیړنو له مخې چین یوازینی هغه هیواد دی چې پــــکې دورځــــــې دوه زره (۲۰۰۰) تنه سګرت څکوونکي  خپل ژوند له لاسه ورکوي .

        په ۲۰۰۱م کال کې دامریکا دسګرت  جوړولو مــــــــشهورې کمپنی MORIS PHILIP په سپین سترګی سره ادعاوکړه چې دتنباکو په څکولو کې اقتصادي ګټه ده هغه دا چې یو سګرت دانسان ۱۸ دقیقې عمر کموی دا چې سګرت څکوونکي تر وخت دمــخه مـــري په دې کې اقتصادي ګټه ده دغه کمپنی د دلائـلو او شواهـــــدو په توګه څرګنده کــــــړیده چې دچــــک په جمهوریت کې تنــــــــباکو څکوونکي ترخپل  وخت دمخه مړه شوي دي نو دکال ۱۴۷ میلیونه ډالر سپـــمیدلې دي که هغه خلک ژوندي پاته وای نو دابه پرې مصــــــــــرف شوي وای دیوه بل رپوټ سره سم هرکال دتنـباکو دڅکولو له امله په نړۍ کې ۳۰ لکه تنه دمرګ ښکار کیږي .

        د PHYSIANS FLEGEOCA LLROYA د۱۹۷۷ کــال دیوه رپوټ له مخې که په یوه سګرت کې موجودنیــــکوتین وایســتل شي او یوه روغ سړي ته ورکړل شي هغه به سمدستي ومري .

        نو دسګرتو دضررونوله مخې دسګرتو پلورونکي دمرګ پلورونکي بللی شو . همــــدارنګه په نوو څیړنو کې سګرت څکول دنوي پیرعزرائیل ښودل شوی دی .

       تنباکو ۸۰٪یا ۹۰٪ دسګرتو په شکل څکول کیږي او دا طریقه ورځ په ورځ په نــــړۍ کې زیاته دود کیږي هغه وخت چې ځیـــــــنو خواخوږو دسګرتو په ضد تبلیغات پیل کړل نو دســـګرتو په خرڅــــلاو یې بده اغیزه وکړه ځکه نو دسګرتو کمپنی اړ شوې چې دخلـــــکو دتیر ایســــــتلو لپاره سګریتو ته فلـــټرونه جوړ کړي او وښې چې په دې توګه دسګرتو دمضرو اغیزو څخه مخه نـــــیول کیــــــږي خو حقیقت دادی چې هغه اجزاوې چې دسرطان سبب کیږي ټولې به فلـټرڅخه تیریږي او جسم ته ننوزي .

      همدا رنګه داسلام دسپیــڅلي دین له نظره سګرت ، نصوار ، چرس ، تریاک ، هروئین ...... اونور ټول نشه راوړونکي شیان دي نو هرهغه شی چې دانسان اعصاب ګډوډوي او انســـــــان له یوه حالــت څخه بل حالت ته وباسي خمر ورته ویل کیږي درسول ص حدیث شریــف دی چې وایي ټول نشه راوړونکي خـمریا شـــراب دی او ټول خـــــمر یا شـــراب حرام دي .

په پای کې دټولو مسمـــــانانو وروڼو څخه په درناوي هیله کوم چې دتنباکو دناوړه بوټي څخه که په هره طــریقه سره وي ځان ساتنه وکړي او پر ضد یې ارزښتناک ګامونه اوچـــت کړي .

                       ستاسو دلاچټکتیا او مبارزې په هیله !  

انتهاري

 

لیکنه :ـ احسان الله پامیر

انتهاري

         

نن دخوښی په ځای غمونه ګورم

سرپه ژړا دزړه ټپونه ګورم

چې مې ترې هیلې دهرڅه لرلې 

پکې دسرو وینو ډنډونه ګورم

فکر مې داوء چې آباد به شي نور

اوس یې لوخړه شنه بڼونه ګورم

زما داتل بچي ملنګ تاویږي

نن مې یتیم ببر سرونه ګورم

چې په غیرت یې افتخار ګټلو

اوس یې جنډی سپیره قبرونه ګورم

(پامیره) بیا انتهاري راروان

ټوله تنه کې یې بمونه ګورم

  

دڅښلوکوکاکولا...... اوپپسي زیانونه او ګټې

دڅښلوکوکاکولا...... اوپپسي زیانونه او ګټې

 لیکنه :ـ احسان الله پامیر

لکه څرنګه چې ټولوته معلومه ده کوکاکولا،پپسي ،ډیو، میرندا،....اوسپرټ په ټولو هیوادونو دهرچا له خوا څښل کیږي اوپه نړیواله کچه پیر اوپلور لري همــــدارنګه زموږ غریبانو په هیواد کې کوکــــاکولا اود نورو ســــپرایټونو څــــښل دود ،رواج ،موډاوفشن ګرځیدلي دي په محفلونو کې مودسترخوان پرې ښایسته کړی وي اوکله بیادګرمی تنده پرې ماته ؤخوله بده مرغه دهغه ګټې اوزیانونوته نه یوځیرشوي چې څه ګټه اوتاوان لري اوکه نه، ګټه یې  کومـه اوتاوان یې څه دی ،ګټه یې دچالپـــاره اوتاوان یې دچا لپاره دی .

     راځم دهمدغه مشروباتو په تاریخچه اودهغوی په ګـــــټواوزیانونو باندې خبرې کوم .

۱

            کوکاکولا:ـ کوکاکولا دلومړي ځل لپاره په امریکاکې دجان ایس امریکایې فارمسست له خوا په ۱۸۸۶کال کې په امریــــکا کې په ابتدایې ډول  رامینځ ته شوه خووروسته په ۱۸۹۲کال کې په امریکاکې رســماً پرانســــتل شوه اواوسنی نړیوال مرکز یې په ایټالیا کې دی دغه کمــــــپنی په ۱۹۶۶کال کې داسرایٔیلودحــــــکومت ترټولومرستندویه کمپنی وه داکمپنی داسرایٔیلوسره دمـــرستې ترپروګــــــرام لاندې خپلوکارکوونکوته دعربواواسرایٔیلو دجنګ په اړه ځانګړې روزنه ورکوي .

     کوکاکولا کمپنی په هرکال کې دخپلې ګټې لس سلنه داسرایٔیلواویــــــــهودو سره مرسته کوي دکوکاکولا په تربیتي پروګرام کې دعربواواسرایٔیلو دجــــــګړې په اړه ځانګړی مضمون تدریسیږي اوداپکې ویل کـــیږي چه فلسطین داسرایٔیلو اصـــــلي اوپلارنی ټاټوبی دی اووایې چه دمسجد اقــصی پرځای پخوا سلیماني هیکل موجود ؤاوغواړي چه همغه هیکل بیاپرې ودان کړي .  

     دغه کمپنی اوس لاندې مشروبات تولیدوي :ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*کوکاکول

*فانټا

*سکوپس

*للټ

*سپرایټ

*سن کټ

..............

 

۲

       پپسي کولا :ـ

 داهم دمشروباتوستره امریـــــکایې کمـــــــنی ده مرکز یــــې  په نیویارک دی اوپه    ۱۹۶۵کال کې یې دانوم ځانته غوره کړ بنسټ یې په ۱۸۹۸کال کې دبراډهام کلب له خوا ایښودل شوی داکمپنی هم دکوکاکولا په څیر داسرایٔیلو مرستندویه کمپنی ده .

 کلمه ددغه کلماتو مخفف ده .                                                 PEPSI      د

Pay  each  panny  to  save  israel 

یعني یوه یوه روپۍ واچوی او اسرائیل پرې ځواکمن کړی داکمپنی دکال لس ارب ډالره اسرائیلوته کومک ورکوي .                                                             

کلمه ددغه کلماتو مخفف ده .                        (  MIRINDA همدارنګه مرنډا (

Muslim  and  islam  ruined  never  dawn

یعني مسلمانان او اسلام دپه ډیره بده توګه دمینځه ولاړ شي او هیڅکله دلوړتیا او عروج ته نه رسیږي .                                                                          

کلمه بیا ددغه کلماتو مخفف ده .                                 (SPRITE اودسپرایټ(

SUPER POWER REMAINED ISRAEL TILL END   

یعني اسرائیل دتر پایه دستر ځواک په توګه پاته وي .    

کلمه ددغه کلماتو مخفف ده .                                (TEEM ) همدارنګه دټیم

TEASE  EACH  & EVERY MUSLIM  

یعني هرمسلمان ته آزار ورسوی .                                                            

خلاصه ددې کمپنیو زیاته ګټه دمسلمانانواواسلام دښمنانوته رسیږي اوس په لنډه توګه ددغه مشروباتودزیانونو په اړه لیکم .                                              

      دسرطان دناروغی لومړی عامل دامشروبات دي ،دماشومانو په ذهني روغتیا بده اغیزه کوي اوپه هغوی کې نا آرامي ،هیجان اوسرکښي رامنځ ته کوي ، دماشومانو په جسمي روغتیا بده اغیزه کوي ظاهراًچاغ ښکاري خودننه کمزوري اوسست وي ،دستوني ،معدې ،ګیډې ، مثانې سرطان او دذهني وړتیا کمیدل ،سر دردي او........ ناروغی له دغه مشروباتوڅخه راپیداکیږي .                         

نوهیله ده چه زموږ مسلمان تجاران ددغه مشروباتودواردولوڅخه ډډه وکړي اونور

هغه څوک چې ددغه مشروراتوڅخه استفاده کوي ګټه اوتاوان یئ په نظرکې ونیسې چې ګټه یئ څه اودچالپاره ده اوتاوان اوزیانونه یئ دچالپاره دي .                      

 

 

 

 

 

 

 

 

شعراوشاعري که دوخت ضایع یاwaste of time

شعراوشاعري که دوخت ضایع یا

waste of time

پخوا به مې شعرونه لیکل اولوستل به مې ،یواویونیم به مې یادولودمغزو تشه به مې پرې ډکوله اودتنهایی په وخت کې به مې له ځانه سره شـــــعرونه زمزمه کول ښه به خوشحاله وم چه زه شعر لیکم .په کلي کې به مې دپولواوپټیو په سرښه په مزه کلیوالي شاعري کوله په هغه اوهغه ....شاعراودهغه په شـــــــــاعری به مې ملنډې وهلې اوورپورې خندل به مې خپل لیـــکلي شعربه خوند راکولو هرڅه رانه پاته ؤپه کتاب تونونوکې به مې هم دشاعرانوپه شــعري ټولګوباندې پیسې ورکلې اواخستل به مې شعري کتابونه مې ښایســــته ډیرمطــــالعه کول خو وای وای چې وروستی فکر نه لومړی کیږي دکلي په جماعـت کې به دکلــــــې ملاصاحب وعض اوتبلیغ کولو اومابه په جیب کې دتاویذو په څیر کاغــــــذونوکې اوتې بوتې لیکلې خلکو به په جماعت کې دملاصاحب خبروته غوږ نیـــــولی ؤ،تســـــبیح به یې ویل اوما! اومابه خــط اوخال،شونډې اوذلـــغې ســـــــــــتایلې ،خلـــکوبه لاالاه الله ویل  اومابه  جانان ...لیلا لیلا ویل خـــلکو به دخدای عبادت ،لمونځ او اودس کولو په وظیفواوتلاوت کې به یې ثوابونه لــــټول اوزه !اوزه به دیارپه ښــــایســـــته تندی اواننګي کې دمچکې ځای دلټولو په فـکر کې وم باڼه به مې له غـــشو،ذلفې به مې له ښامارانواو...... سره تشــبه کولې په ادبي فنونو یې هم لږلږپوهیدم اوسربه مې پرې خلاصیدلو.                                                                                  

      داخو لاپریږده چې دشعر په بیــــلا بیلا فورمونوکې مې قلــــــم ښه وچلولو په مشاعروکې به مې چې شعرونه ویل خلکوبه خوښــــول اوزه به یې نورهم هـڅولم

شعرمې ښلا اوظرافت لرله قافیه ،ردیف،څپه او...مې هــم پیژندل دمشـــــاعرې په ورځ به ښوونـځی ته نه تلم اومشــــــاعرې ته به مې ځان رسولو،فرض لمونځ به دمشاعرې په خاطــــر رانه پاته ؤ .                                                         

      خویوازې زه نه وم چې په دې مرض اختــــه وم زمـوږ دســـیمې ټول ځوانان لاتراوسه په دې مرض اخته دي مشاعره زموږ په سیمه کې دود اورواج ګرځیدلې وه  دښونځی له اساسي مضامیـــــــنوســـــــــره مو مــــــخه ښه کړې وه اویوازې دشعرویلواولیکلوته مومخه کړې وه، دمشــــــــاعرواومحــــفلونو بازارموښه ګرم ؤ خوزه پوهیږم دانه یوازې زموږ په سیمه کې بلکه په ټولوپښتـنوسیموکې داحال  همداحال دی ټولوته معلومه ده په راډیوګانو،تلویزیونونواوټولورسنــــــــیوکې که دهرچانه پوښتنه وکړي چه ټولــــنې ته څه پـــیغام لرې اودویلولپاره څه لرې هغه به درته ووایې چه یوشعر به درته ووایم. اې وروره !شــعر به دڅه کړم شـــــــعر څه شی دی ؟هیڅ .                                                             

      دتخنیک ،اقتـــصاد ،سیاســـــت .... په باره کــــې راتــــه ووایــه . له یـــوې 

خوا پښــتون قوم په تکنـــــالوژی برابره مډرنه اوتخـــنیکي پوهې ته کــــفر وايي  دانګلیسي ، جرمني ....ژبوزده کول داسلام مخالف بولي  څوک چې په انګلـيسي ژبه وغـــــږیږي هغه ته کافروایې .                                                         

       شاعرانوته درناوی لرم دهغه شعرته په سپکه سترګه نه ګورم خوزماپه اند اوفکر که دشعر ویلونه ډډه وکړی ښه به وي دشعر لیکلو په ځای تخنـــیکي اویا سیاسي مطالعه وشي هغه څه چې هیڅ مادي اومعنوي ګــټه ونه لري بې له شکه چې ضایع دوخت دی اوله هغه نه باید ډډه وشـي هغه څوک چې نه پوهیږي دهغه چا په واسطه چې پوهیــږې باید پوه کړل شي که څوک وایي چه په شعر لیکلوبه سرمایه دارشم داناممکنه ده چې په شعرلیکلود څوک ســــــرمایه دارشي .....که دشعر اوشاعری په ځای ساینسي مضـــــــــامین مطالـعه شي دابه بهـــــــتره وي ترشعرلیکلونه دشطریج لوبه ډیره ښـــه ده ځکه دشــطرنج دلوبـې په واسـطه که نورڅه نه وي ذهني پرمختیا خومینځ ته را ځي اودانـسان ذهن خـوپرمخـتګ کوياوشعرداهم نه شي کولای .

      بعضې وایې چې شـــــعراحســـاسات راپاروي خوزه وایم هغه احــساسات چې دشعر په واسطه راپاریږي هغه هــــــیڅ احـــساسات نه دي اودادراپاریـــدونــــکو احـــــــساساتوپه واسطه رامینځ ته شوي ټپونه خولاتراوسـه نه دي رغـــــــــیدلې .....زما لپاره دا دازښت وړده چې څوک یې راسره ومني نه داچې یونظردی بلــکه واقعت اوحقیقت هم همداسې دی په پای کې که د دارړو بابولالو،شعراوشـــــاعری څخه تیرشواوټولنه دترقی په لوروخوځؤ ښه به وي په شــــــــعراوشاعری که څه کیدلای  شوای تراوسه به هرڅه شوي ؤخوتر اوسه هیڅ هم ونه شــــول وروسته له دې نه باید دهرڅه دکیـــــــــــدو لــــپاره نورې نوې لارې ولـــــټول شــــــــي نه دشــــعراوشــــــــــاعری لاره. خـــدای دوکړي چې لیکنه مې په چا بده ونه لګیږي اوڅـــــوک راته په قارنه شي.

                                             لیکنه :احسان الله (پامیر)


هزاره سرلاري که دپاشیزم اتلان

 
 

هزاره سرلاري که دفاشیزم اتلان

مخکې به یوه یوه متعصبه، جمود فــکره اومتحجره سړي فاشـیـستي کوله اوځانګړیزه پالنه اوروزنه به یې کوله.                                         

     خو اوس ټول هزاره ګان فاشـــیزم ته لمن وهي ،فانتشــــیزم یې کسـب اوکار ګرځــولی ،سوســـیالیزم په لیبرالیزم خــوري اوله ځـــانونونه یې لیــبرال دیموکراتان جوړ کړي دي  . غواړي ملــي ګټې په شخصي ګــــټوبدلې کړي ، امپریالیســــتي دیپلماسي رامـــینځ ته کړي ،دسوسیالیزم جرړې وباسي ،او اجتماعي عدالت ترپښولاندې کړي .

    همدارنګه دوی غواړي فاشیستـــي رژیم رامیــــنځ ته کړي هغه رژیم چې دیمــوکراسي له  مینځه وړي اودیموکراسی ته پکې سپکاوی کیږي ،بې رحمه دکتاتوري نظام مينځ ته راوړي اوبې رحمانه دیکتاتوري نظام ته پکې درناوی کیږي اوپه درنه سترګه ورته کتل کیږي او دې نظام ته پکې وده ورکول کیږی ، فاشیزم د دیموکراسی ښکاره دښمن دی اوسوســیالیزم هغه د چاخبره په پڅه چاړه حلالوي اودیموکراسي دمینځه وړي نوکله چه دیموکراسي دمینځه ولاړه شي آزادي دمینځه ځې دغلامی اونوکری نظام رامینځ ته کیږي اوکله چه آزادي دمینځه ولاړه شي دهرکاراختیار بې اختیاره کیږي، دخلکو حقــوق پایمال کیږي ،ظلم رامینځ ته کیږي  ، او نارواوې زور اخلي . هرکله چه په یوه انســاني ټولنه کې دا اودې ته ورته نوربدرنګ عملونه او بد بختی رامینځ ته شي هغې ته بیا انـساني ټولنه  نه بلکه د یوې وحـــشي ټولنې نوم ورکول کیږي اوپه وحشي ټولنه کې بیا دانسان ژوند ناشونی دی خلاصه انساني ژوند دمینځه ځي  کله چې انساني ژوند دمینځه ولاړشي نوانساني اخلاقي ټولنه دمینځه ځي .... ټولنه دشــراوفساد په لاس کې لویږي .... نوهغـه قوم چې ددې ټولوناښایـــسـته او.... عملونودرامیـــنځ ته کیدوسبب ګرځي دهغه قوم اصلاح پکارده داسې نه چې خدای ناخواســته یو وړوکی قوم اوډلـــکی دګڼو خلکودتباهی سبب وګرځي .

    خوداسې هم کیږي چې د دیـموکراسۍ په دمیــنځه تلوسره داقلیتونوحقوق دمینــځه ولاړشي اواکثریت اقــتدار ته ورسیــږي یعني هدف داچې داسې ونه شي چې دهزاره ؤاقلیت بیاپه خپل  بل کړي اورکې لولپه شي او وسـوځي اودخلاصــون لپاره به هم څـوک نه ورته پــیداکیږي.

 راځم دڅوفاشیستانودبیلـګې په توګه یادونه کوم لومړي خلـــیلي کاکا خو دفاشـــیزم بابا دی او هرڅه یې چې کړي هرچاته مــعلوم دي اودمحــقق حــاجي داعتصاب خیمه موهم ښه په یاد ده چې فاشیزم یې ښه پکې وپاله هـمدارنګه دوحــــدت ګوند غړي ټول دفاشیزم مریدان اوپیروان دي چې ښه بیلګه یې په ولسي جرګه یا پارلمان کې دکاندیدانو شمیر دی .

     دیوه ګوند څـــخه دومره زیات کاندیدان خپله دګوند په بې اتفاقی هم دلالت کوي یعنی دوی په خپــلوکې هم نه دي سره جوړ هغه دچاخــبره دکلي ګـــــیدړان په خـــپلوکې ســره خـــوري خومسافرته بیا یوه توره دي دوی دنوروکاندیدانو څخه مسافرین جوړ کړي مسافرخوهر چاته معلوم دی چه څوک دی اوڅنګه وي .

     داخویې لاپریږده راشه دې ته چې درای ورکولو لپاره اطرافي هزاره ګان مرکز ته راوړل کیږي ترڅوپارلمان اشغال کړي اوخپله فاشیسته ستراتیژي پکې پلې کړي دپارلمان څخه یې خیرات جوړکړی .ای هزاره وروره !په پارلمـان کې خوخیرات نه ویـشل کیږي چې دکاندیدانوشمیرمو نه کیږي او ډلې ډلې کاندیدان یاستی که چیرته کومه جزایه اویا بـیګار وای نوهمغه هزاره به وی اوس موچې پارلمان ته دخیرات فکرکړی نودهزاره ګانو څخه مــوراته میلیارده ګان جوړ کړي دي خلاصه دخلیلي ،محقـــق اودوحدت دګوند غړوته په ســـیاسي ژبه دچپ جناح اصطلاح کارول کـیږي یعني هــغه څوک چې داپورته ذکرشوې ځانــګړنې ولري ورته چـپ جناح وایي هــــمدارنګه دچــپ جناح تر څـــنګ خړه اویا خاکســـتري عالیــــجنابه اوعالیجناب هم موجود دي خړه عالیـجنابه سیـــماسمر اوخړ عالیجنـــاب رمضان بــشردوست  یادوم هغه څوک چې روښـــانه راتلونکي ته عقــیده نه لري ،دپردې ترشا کړنې سرته رسوي ،دبدبختیواصلي عامل وي ، دجنایاتومنبع بلل کیږي اوکړکیـــچ مینځ ته راوړي ....خاکســتري عالیجناب ورته وایې .

     زړه مې غواړي ډیر پرې ولیکه که څه هم په لیکلو نه ارزي خوبیاهو همدغلته بسنه کوم.  

   

                                            لیکنه :احسان الله (پامیر)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


 

ګرانه دخدای په خاطر

 

 لیکنه :ـ احسان الله پامیر

 

 

ګرانه دخدای په خاطر

 

نور زما دملت قاتله

زما دهیواد  دښمنه

زما دمرګوسببه

او................

دغره ځنې راټیټ شه

دابد رنګ بمونه

دابدرنګې مرمی

داصلحو دغه بدمرغې جوړې

داواسکټي بریدونه

داچریکي بریدونه

بس دي که نه

ستړی به وې

ستومانه به وې

ستړی به وې

پریږده چه داوران وطن

زما غریب پښتانه

زما یتیم ماشومان

زما غریبه کونډه

زما شاړه بیدیا

زما ورانه جونګړه

لږ غوندې آباده شي

نورخوخلاصیږو تبا کیږ و

ستومانه به وې

 ستړی به وې

نورخونړی کې رسوا کیږو

ستومانه به وې

ستړی به وې

لږ دزړه آرام کړه

لږ عاطفه کړه پیدا

آیا زړه دنه سوځیږي

چې هرسبا بیګا

دخوشحالی په ځای غمونه راوړې

دردونه راوړې

ستم راوړې

ماتم راوړې

ژړا راوړې

غوغا راوړې

لږ دخدای او درسول په خاطر

دړنګ هیواد په خاطر

ستا دخپل ځان په خاطر

زموږ په خاطر

ددې چاودنو لاس په سر شه

انتهار مه کــــــــوه

انتهار مه کــــــــــوه

انتهار مه کــــــــــــوه

لطفاً

انتهارمه کـــــــــــــــــوه

آیا ته نه پوهیږې

دا په هرکورکې چه ماتم دی اوغوغاده

داپالیسي دامریکاده

یو خواته دغه څوشین سترګي زموږ په سر تاویږي

څارکوي

وژ ني مو بمبار کوي

بل خواته ته دپاکستان ځنې واسکټ راوړې

مرګ راوړې

علت راوړې

دغه شین سترګي اجنبي ګیدړان

زما هیواد زما کورته چا راوستل

زما یقین دی چه دا تا راوستل

 

خدای خوبه هغه پخواني غوندې غازیان راولې

ناتو به دوارسا په څیر په چیغو په ژړا کړمه

زما هیواد کې اسلامي ښکلی قانون به محیا کړمه

او تاسې به راټيټ دغره نه واړه کړم

دپاکستا قونسلګري او سفارت به در په غاړه کړم